INSAN Magazine

عامې فکري تېروتنې

سرطان ۱۱مه ۱۳۹۸

لیکوال: علی عباس جلالپوري

ژباړن: عبدالله معراج

دا  وېروونکې فکري غلطي ده، چې انسان فطرتاً ځان غوښتوونکی دی. د ځان غوښتنې پژۍ ده. د خپلې لږې ګټې لپاره د نورو ډېرې ګټې قرباني ورته هېڅ مانا نه لري او هر هغه شی، چې دده د لارې خنډ وي، په ډېره بې دردۍ یې تر پښو لاندې کوي او وړاندې ځي. دغه انساني ځان غوښتنه د تاریخ له پیله د بې رحمه وینو تویونو، شخړو، جبر، استبداد او ظلم باعث شوې ده. دغه ځان غوښتنه بې علاجه ده. د اخلاقو ستر ستر پوهان او مذهبی عالمان ددې په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي او په راتلونکي کې به هم ناکام وي. ځان غوښتنه د انسان په فطرت کې دومره پیاوړې شوې ده چې له شخړو او جګړو، ظلم او استبداد نه پرته په بل څه کې شونې نه ده. علم داسې حکم کوي چې دغه ورانوونکې او سلبي جذبه او په پایله کې جبر او برلاسي توب د برخلیک په څېر نه بدلېدونکی وبولو او وې منو او له صبر او حوصلې څخه کار واخلو.

انسان بې شکه له پخوا زمانې څخه له قابوچیانه ځان غوښتنې څخه کار اخیستی او له همدې کبله یې ډېر لوی جرمونه تر سره کړي دي، مګر دا ویل به ښه نه وي چې ځان غوښتنه د انسان په برخلیک او پیدایښت کې دننه ده. دا مسله دوه اړخونه لري: یو تاریخي، بل روحي (نفسیاتی). په دې کې موږ یې لومړني ته ټولنیز او دوهم ته یې انفرادي هم ویلی شو. ښکاره ده چې د ټولنې له کبله ادم زاد ته انسان ویل کېږي. که د نورو حیواناتو په څېر انسان هم ټولنیزو اصولو او اړیکو ته ژمن نه وای، نو هغه به هم د انسان بللو لایق نه وای او نن به په غرونو او دښتو کې اوسېده، نو ځکه ښه داده چې د انساني ټولنې لوړتیا ته ځغلنده کتنه وشي او وکتل شي چې کومو بهرنیو عناصرو انسان ځان غوښتونکی جوړ کړی و.

په ډبر پېر کې د انسانانو پلرونه د نورو وحشي حیواناتو په څېر په ونو کې اوسېدل یا په غارونو کې پناه کېدل. هغوی چې کله په دوه پښو ګرځېدل زده کړل، نو خپل دوه لاسونه یې له وحشي ژوو نه د ځان ژغورنې لپاره د وسلې په توګه وکارول، ددغه پېر د ژوند په اړه بېلا بېل اندونه شتون لري. د انسان پېژندنې ځینې پوهان وایي چې د انسان وحشي (Savagery) دورې حال داسې و، چې یو ځواکمن او پیاوړي سړي به څو څو ښځې او ماشومان په خپل ذاتي حفاظت کې ساتل. ډارون دې ته (Primal horde) نوم ورکړی دی. اتکټسن دې ته (Cyclopean family) وایي. د فرویډ اند دادی چې یو ورځ ددغې کورنۍ یو تنکي ځوان د خپل پلار د ظلم او زورزیاتي په وړاندې پاڅون وکړ. هغه یې وواژه، او د هغه بدن یې ټوټې ټوټې کړ او بیا یې وخوړ، تر څو د پلار ځواک او قدرت یې هغه ته ولېږدول شي. له دې نه د بدل اخیستنې اندېښنه پیل شوه. د فرویډ دا فرضیه د منلو وړ نه ده. زموږ د دور د ارواپوهنې ډېرو پوهانو دا رد کړې ده. په هر حال د وخت په تېرېدو سره ډېرې کورنۍ سره یو ځای کېدې او یو ځای سره اوسېدلې، او د بربریت (Barbarism) دوره پیل شوه. په دې دوره کې د خوړ او وسلو سربېره د ښځو ګډوالی (اشتراک) هم و. دې ته د لرغوني کمونیزم زمانه ویل کېږي. او د ټولنې د نظام له انده دې ټولنیز نظام ته د مورني (Matriarchal) نظام نوم ورکړل شوی دی. ځکه چې په دې نظام کې ښځې ته مرکزي حیثیت ورکول کېده. دا نظام نن هم په ځینو وحشي قبیلو کې شتون لري. دې حالت تر پېړيو پورې دوام درلود. ان تر هغه وخت پورې چې د کرنیز انقلاب په دوران کې د ریاست او تمدن بنسټ کېښودل کېده او د ځاني (ذاتي) شتمنۍ غوښتنې مورني ټولنیز نظام ته د پای ټکی کېښود. مارګن لیکي:

"د شتمنۍ تصور د انسان په ذهن کې له ډېرو پېړیو مخکې موجود وو. ددې نښې د ډبر پېر د وخت په انسان کې هم تر سترګو کېږي. وروسته له ذهني لوړتیا سره سره د انسان پلرونو دا ومنله او د هغوی پر ذهن او زړه باندې ددې ولکه ټینګه شوه. له دې سره تمدن هم پیل شو. د شتمنۍ لاسته راوړلو غوښتنه په ډېر بد ډول به انسان برلاسې شوه. د مال او شتمنۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې انسان نه یوازې په هغو خنډونو بر لاسی شو چې د تمدن پر وړاندې وو بلکې د شتمنۍ او مملکت پر بنسټ یې د سیاسي ټولنې بنسټ ودراوه. د شتمنۍ او زمکو غوښتنې تصور د پیل او لوړتیا تنقیدی ویاړ به د انسان د ذهني تاریخ د خورا مهم اړخ نه پرده پورته کړي."

د شتمنۍ لومړني تصورات د خوړو د چمتووالي سره تړلي دي چې له پیل څخه د انسان تر ټولو ډېره لویه اړتیا ده. پر دې سربېره وسله، لوښي او جامې شتمني ګڼل کېدله. د تمدن د پرمختګ سره په زمکو کې پراختیا رامنځته شوه. له کرنیز انقلاب نه وروسته په ټولنه کې پلارني نظام (Patriarchal System) رامنځته شو او د ښځو لپاره له یو نه زیات خاوند درلودل منع وګرځول شو. اوس نو نارینه په دې باندې خوښ وو چې هغه خپل جایداد او نوره شتمني خپلو صلبی اولادونو ته د ورثې په توګه پرېږدي. په دې توګه د ښځې د پاکۍ او پردې تصور را پیدا شو. د ښځو د پاکۍ د ساتنې لپاره د پردې او حرم تدابیر رامنځته شول او ښځو ته د پردې کولو دود رامنځته شو.

کرنیز انقلاب د انساني نړۍ په اخلاقو او کړنو باندې ژور تاثیرات وکړل. هلته یې سیاسي او ودانیز ځواکونه رامنځته کړل. انسان د خوړو پیدا کولو لپاره د لوټمار او وژلو پر ځای په زمکو کې زیار وګاله، یوې یې وکړې او د کرنې راز یې وموند او له زمکې سره وتړل شو. هغه (انسان) د سیندونو په غاړو ښارونه اباد کړل، د زمکو د وېش او ساتنې لپاره یې قوانین رامنځته کړل او د هېوادونو بنسټ یې کېښود. د زمکو د ساتنې کار د سردارانو په غاړه شو. د وخت په تېرېدو سره هغو سردارانو سیاسي او عسکري ځواک ترلاسه کړ او پر رعیت باندې د خپل برلاسي توب د ټینګښت لپاره یې لښکرې چمتو کړې. هغه سرداران او پادشاهان، چې د خدای د استازیتوب دعواداران وو، داسې قوانین یې دود کړل چې له هغو څخه مراد د زمکو ساتل وو. لکه څنګه چې د شاه حموابي په سلطنت کې غلا، پاڅون او زنا درانده جرمونه وو او سزا یې مرګ وه. ښکاره ده چې د هغو جرمونو تاوان په یو ډول نه یو ډول په شخصي زمکو او شتمنیو ور اوښت. په لسګونو حکونو کې حرص او بخیلۍ ته بد ویل شوي دي چې په دې شخصي شتمنۍ له ګواښ سره مخامخ کېږي. په ډېرو پخوانیو قومونو کې دې قانون شتون درلود که غل د غلا کولو پر مهال ونیول شو، نو همالته ځای پر ځای وژل کېده. که یو چا یو څوک له خپلې مېرمنې سره د بدکارۍ په حال نیوه، د دواړو د وژلو اجازه یې درلوده، ځکه چې مېرمن یې هم دده مال ګڼل کېده. پلار بې ادبه او نا اهله زامن او خاوند بدلمنه مېرمن د مریي او وینځي په توګه د خرڅولو اجازه درلوده.

له کرنیز انقلاب سره د هېواد او د هېواد سره د سیاسي استبداد بنسټونه کېښودل شول. زراعت پېشه خلک قدرتاً تل د داسې حکومت غوښتونکي وي چې ځواکمن وي او د هغوی د شمتني او زمکو ساتنه وکړای شي. زمکه والو له دې سره هېڅ کار نه وي چې د هغوی حاکم ښه دی او که بد. هغه خو یوازې دا غواړي چې په هېواد کې سوله او سوکالې وي تر څو هغه په ارامۍ سره خپل کښت وکړي. لکه څرنګه چې کرنیزې ټولنې پاچاهي او سیاسي استبداد وزېږاوه.

د نورو د شتمنۍ او زمکو د نیولو لپاره پاچاهانو شخړې، جګړې او تاړکونه پیل کړل. دا لړۍ نن هم روانه ده. توپیر یوازې دومره دی چې له جګړې څخه د پخوانیو پاچاهانو موخه دا وه چې د نورو هېوادونو پر دولت باندې ولکه ټینګه کړي. نن، سبا دا بې ځایه یرغلونه په مختلفو پردو کې رانغاړي او د خپلواکۍ، لوړو ارزښتونو، تهذیب او تمدن د ساتنې په نوم په نورو قومونو او هېوادونو یرغل کېږي.

د زمکو د لاسته راوړلو لېوني حرص ته په لاتیني ژبه کې (Studium Lucri) یعني د ګټې حرص او په عربي کې جوع الارض (د زمکو لوږه) ورته وايي. دا لېونتوب له پېړیو د انسان په ذهن او دماغ باندې مسلط دی او د زهرو په څېر یې په رګونو کې خپور شوی دی. دې لېونتوب انساني یووالی ټوټه ټوټه کړی او په انساني ټولنه کې یې عدل او انصاف له منځه وړی. لاک رښتیا ویلي وو:

"چېرته چې زمکې نه وي هلته به بې انصافي نه وي. دا خبره دومره پرېکنده ده لکه د اقلیدس کومه مسله."

د شتمنۍ د لاسته راوړنې لېونتوب د انساني فطرت ښه احساسات، مهرباني، احسان او ځوانمردي، محبت او شفقت ته سخته ضربه رسولې ده. د شتمنۍ لپاره زوی د پلار، پلار د زوی، ورور د ورور، زوی د مور بې درېغه وینې بهولي دي. دغه لېونتوب انساني فطرت مسخ کړی او په هغه کې یې د ځان غوښتنې، ورانونې او داسې نورو تمایلاتو ته هوا ورکړې ده. زمکه او شتمنۍ د شرافت، لوړتیا، وقار او مرتبت معیار شوی. دولت د حکومت د لاسته راوړنې وسیله ګڼي او د حکومت په وسیله د زمکو او شتمنۍ د لاسته رواړنې لپاره کار اخلی. زموږ د وخت شتمن د تېر وخت د سلطانانو او جاګیردارانو ځای ناستي دي. د غربي نړۍ سترو سترو سوداګرو او اجاره دارانو د اسیایي، افریقایي او د لاتینې امریکا هېوادونو شیره په ډېره ظالمانه ډول زبېښلې ده. د نړې د صنعتي توکو یو پر درېیمې برخه باندې یوازې د دوه سوو اجاره دارانو ولکه ده چې د زیار ایستونکو د زیار له کبله ځان ته د سرو او سپینو ډېري جوړوي. دا خلک یو ځای نه یو ځای د جګړې اور بل ساتي تر څو د وسلې خرڅونې له لارې خپلې خزانې ډکې کړي. د "پرمختللې ټولنې" او "خپلواکې نړۍ" تر نوم لاندې هر چېرته د خپلواکۍ غوښتونکي په بې دردۍ سره له منځه وړي. د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا هغه هېوادونه چې نوي خپلواک شوي دي او د غلامۍ اوسپنیز زنځیرونه یې غورځولي دي هغوی بېرته د پور او مرستې په نوم په زنځیرونو باندې تړي. د خپلواکۍ غوښتنې د خوځښتونو د له منځه وړنې هڅې کوي. د شتمنۍ ټولونې او ځاني ګټې هيلې د یوې بیمارۍ بڼه غوره کړې ده. لینین ویلي وو:

"کله چې زموږ د شتمنو خلکو په دار ځړولو وخت راشي، نو سوداګر به د دار د رسیو په خرڅولو کې د ډېرې ګټې د لاسته راوړلو لپاره له یو بل سره سیالۍ کوي."

په کرنیز انقلاب باندې په زرونو کاله تېر شوي دي. په هغو اوږده موده کې چې کوم اقتصادي نظام رامنځته شو، د هغه مرکز او محور ذاتي زمکې او شتمني وه چې له سیاست، مذهب او اخلاقو سربېره یې پر انساني نفسیاتو باندې هم ډېره اغېزه کړې ده. د زمکو او شتمنۍ د لاسته راوړلو لېونتوب په انسان کې بې رحمه ځان غوښتنه پیدا کړه، چې ددې له کبله د شخړو او جګړو، وژنې او تالان بازار ګرم شو او له دې سره دا فکر عام شو چې انسان فطرتاً ځان غوښتونکی او حریص دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده. په انساني فطرت کې پلرني او مورني احساسات بنسټیز حیثیت لري او ددې په لمن کې محبت، مهرباني، ځوانمردي، بې نفسي، ایثار او زړه سواندي او ټول انساني احساسات روزل شوي دي. په ځناورو کې هم دا احساسات شته، مګر د بچي له لویوالي وروسته یې ځناور ماتوي. د هغوی دا ډول احساسات د بچیانو د روزنې تر مودې پورې محدود وي. په انسان کې دې احساساتو د بچیانو له روزنې سربېره د انساني همدردۍ او قربانۍ بڼې هم لري. د پاچاهې او جاګیردارۍ په زمانه کې چې هر لور ته د جبر او استبداد دوره وه، داسې خلک هم پیدا کېدل چې هغوی له ذاتي ګټې او سوکالۍ نه تېر وو او د ظالمو خلکو او پاچاهانو په خلاف یې اواز پورته کړ، د انساني حقونو لپاره یې په مېړانه مبارزه وکړه او د ځان او مال له قربانۍ یې درېغ ونه کړ.

له صنعتي انقلاب نه وروسته د اقتصادي نظام له بدلون سره سره سیاسي او عمراني لیدلوري هم په بدلېدو شول. او په انساني اخلاقو، کړو وړو، فکر او احساس کې هم بدلون راڅرګند شو. ددې بدلون په پایله کې به کومه ټولنه رامنځته کېږي د هغې نښې نښانې سر له اوسه ښکاره دي. د ذاتي املاکو د تصور طلسم مات شوی دی. هلته چې ډېرې ذاتي شتمنۍ او املاک له منځه تللي، هلته د انساني فطرت تعمیري او مثبت اړخ راښکاره شوی دی. انساني هڅې د ځاني غوښتنو پر ځای د نورو خلکو د سوکالۍ لپاره وقف کېږي او ددې خبرې ثبوت هم همدا دی چې انسان فطرتاً قرباني ورکوونکی دی، ځان غوښتونکی نه دی.

شریک کړئ