د ټولنیرو علومو هره څانگه خپل ځانگړي مفاهیم او مسائل لري چې دا مفاهیم او مسائل د انسان له پیدایښت او بیا د یوې منظمې یا نسبتاً منظمې ټولنې له رامنځته کیدو وروسته رامنځته شوي او وده یې کړې د حقوقو علم هم یو له هغو علومو څخه دی چې مفاهیم او مسایل یې په نسبتاً منظمه او وډلې ټو لنه کې را منځته شوي، د بیلگی په توگه د مالکیت حق، دا حق هغه مهال رامنځته کیدای شي چې لومړی خو د انسانانو ژوند انفرادي او په جلاجلا توگه نهوي او د انسانانو ټولنه رامنځته شوې وي او بیا په ټولنه کې داسې نظام وي چې د یوه انسان برخه پکې له بله بیله او همدته ځانگړې وي، اما پوښتنه دا ده چې دا ډول حقوق انسان څنگه ځان ته تثبیت کړي، د مالکیت حق څنگه رامنځته شوی؟ لنډ ځواب دا دی چې د مالکیت حق د خپلونې د غریزې زیږنده حق دی، اما له دې چې د دې لنډ ځواب تر څنگ د یادې پوښتنې بشپړ او روښانه ځواب هم د حقوقي انسان پیژندنې پرغاړه دی موږ باید د ځواب میندنې لپاره له همدې علم څخه گټه پورته کړو، البته دېته په پام سره چې حقوقي انسان پیژندنه، انسان د هغو کړنو له اړخه مطالعه کوي چې له هغو کړنو څخه په پرمختللي پړاو کې د حقوقی اثارو د تولید تمه کیدایشي، دا ډول کړنې تر ډیره د انسان په غریزي اړخ او فطري روان پورې اړه لري.
پهدې کې شک نشته چې د انسان روان او غریزې هغه مهال لا شتون در لود چې نه ټولنه وه او نه په ټولنې پورې اړوند مسائل ان تر دې چې د حقوقی انسان پیژندنې تر مطالعې لاندې ځینې مسائل، د انسان تر ارادې هم لا پخواني دي د بیلگې په توگه د یوه شي خپلونه په حقوقي انسان پیژندنې پورې اړونده مسئله ده چې که همدا مسئله د انسان له اراديکړنو را وټوکېږي بیا د څیښتنولۍ او تملیک په بڼه د پرمختللي پړاو پر ځمکه تر کتنې لاندې نیول کیږي.
ویل کیږي د دې لپاره چې انسان کوم څه په خپل ټولنیز ژوند کې وپېژني او ویې مني باید سرچینې یې په فطري ډول د هغه په ذهن کې وي یعنې یوازې هغه څه چې د انسان روان په فطري ډول له هغه سره اشنا وي په ټولمنلې بڼه د انسان د ټولنیز ژوند برخه کېدای شي، که څه هم هغه څه چې په غریزي ډول انسان باید ورسره اشناوي د باندني شتون خپلولو ته نهوي رسیدلي، ځکه د انسان د ذهن او روان شننه دا څرگندوي چې همدا انساني روان د حقوقو د را ټوکیدو ځمکه ده.
پر دې بنسټ ویلای شو چې د انسان د خپلونې او ځانته ځانگړونې غریزه یوه له همغو غریزو څخه ده چې د حقوقي انسان پیژندنې له مخې تر ټولو پخوانۍ او بنسټیزه غریزه بلل کیږي. هغه مهال چې لاټولنه نوه رامنځته شوې انسان به خپله لاسته راوړنه ځانته ځانگړې کوله، پرته د ده له خوښې به هیچا د ده له ښکار یا کومې بلې لاسته راوړنې څخه گټه نشوه پورته کولای، په دې ډول خپلونه کې د یوه انسان او یوه زمري ترمنځ کوم ځانگړی توپیر نه وو ځکه زمري هم په غریزي ډول هغه څه چې ځانته به یې ځانگړي کړي وه خپل گڼل او انسان هم د غریزې لهمخې د خپل ښکار له لوټیدو څخه مخنیوی کاوه، پر همدې بنسټ موږ د حقوقي انسان پژندنې له مخې په دې نهیو اړ چې د انسان کړه وړه په ټولنه کې، تر مطالعې لاندې ونیسو ځکه انسان د ژوندانه په بیلا بیلو پړاوونو کې دا سې کړنې تر سره کوي چې د ټولنې شتون او نهشتون د هغو کړنو په اړوند بې اغیزې بریښي لکه د پیښیدونکي یا پیښشوي زیان پر وړاندې د مخنیوي یا ډالون په موخه هڅې یا غبرگون.
البته وروسته له هغه چې ټولنه رامنځته شوه نور نو خپلونې او ځانگړونې خپل ځای مالکیت او څیښتنولۍ ته پریښود او قوانینو هم په همدې اډانه کې خپلونه او ځانگړونه په رسمیت و پیژانده، اما پوښتنه داده چې ایا وروسته د ټولنې له رامنځته کیدو د خپلونې او ځانگړونې غریزه له منځه تللې، ځواب په څرگند ډول له نټې سره دی خو د نورو پوښتنو تر څنگ او هغه دا چې د غریزي خپلونې او ځانگړونې نننۍ بیلگې کومې دي او په هکله یې د قانون دریځ څه دی ایا د قوانینو منښتې ته د هغو په اړوند اړتیا شته، لومړی باید ووایو له هغه ځایه چې د خپلونې او ځانگړونې غریزه هیڅکله لهمنځه نهځي نو کولای شو له بیشمیره بیلگو څخه یې یوه د یوې ښکلې نانځکې د خپلولو په باب د یوه ماشوم په لیوال تیا کې و وینو، تر یوه کال کوچنی ماشوم پرته لهدې چې په حقوقي مفهوم اراده ولري د ځانگړونې د غریزې له مخې ځانته د نانځکې د خپلولو واک ورکوي ان تر دې چې که بل ماشوم یا مشر له هغه څخه یا تر هغه وړاندې د نانځکې د اخیستلو هڅه وکړي پایله به یې د خپلې ځانگړونې د ساتلو په موخه د لومړي ماشوم له خوا د نانځکې کلک نیول او بیا ژړا وي، او دا هماغه بڼه ده چې یوه انسان مخکې د ټولنې تر جوړېدو د خپل ښکار یا نورو لاسته راوړنو د ساتلو په اړوند درلوده، و یلای شو چې بله بیلگه یې د واده په محفل کې د ماشومانو یا لویانو له خوا د هغو پیسو ټولول دي چې ښادیوال یې د ناوې او شا پر سر شیندي دوی د ځانگړونې د غریزې له مخې دا پیسې خپلوي او پرته لهدې چې قوانین د دوی څیښتنوالی او مالکیت د ټولوشوو پیسو په باب ومني هغه پیسې د دوی د ملکیت پهتوگه ثابتې دي ځکه چې قوانینو د هغو د خپلونې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نهدی ایښی. انسان غواړي هر هغه څه خپل کړي چې د خپلیدو په لار کې یې خنډونه نهوي ځکه خو د هر هغه څه د خپلولو بهیر په نړۍ کې لا روان دی چې د گټې تمه ترې کیدای شي او دولتونو تر اوسه د خلکو لخوا د هغو خپلول نهدي منع کړي، دا کړنې د انسان د خپلونې او ځانگړونې د غریزې پر بنسټ ترسره کیږي البته د حقوقي انسان پیژندنې له مخې دې غریزې ته پولې نیول هم سم نه بریښي، ځکه په نولسمه پیړۍ کې د دولتي اقتصاد لهخوا د دې غریزې د زپلو ناوړه پایلې د بز گرانو د اقتصادي مړینې لامل شوې، اما پر گټوره لار یې د روانولو تکل ښایي سم وي ځکه د دې غریزې افراطي ازادي د احتکار په څیر ناوړه کړنو ته لار هواروي.
پاتې په بله گڼه کې …