INSAN Magazine

فلسفه، افغان‌انسان او موجود تفکر

اسد ۲۷مه ۱۳۹۸

افغانان فلسفې ته په کوم نظر ګوري!؟

د فلسفې د ویي په اورېدو سره مو په ذهن کې څه درګرځي؟

په ورځني ژوند کې مو کله د فلسفې کلمه اورېدلې؟ د ویونکي مطلب څه وو؟
او فلسفه په اصل کې څه ده؟

په دغه مقاله کې هڅه کېږي چې دغو دریو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي.

له کله راهیسې چې له فلسفې سره اشنا شوی یم، په دې واقعیت پوه شوی یم چې فلسفه لا تر اوسه په ټولنه کې یو پردی، ناسم‌پېژندل شوی او کله کله هم بدنامه مفهوم دی. د دغو دریو سرو پړه په خپله د فلسفې پر موضوع او محتوا  وراچولای شو. فلسفه پېچلې ده، هر چا ته یې په بېله بڼه ځان ورپېژندلی دی او هر چا په خپله خوښه او خپل تفسیر نورو ته ورښوولې ده نو ځکه یې برخلیک دغه ډول سرګردانه دی چې عوام یې د خواصو پوهه بولي، خواص یې د ګوښه‌نشینو عارفانو مشغله ګڼي او عارفان ورته د عقلپالو د «وچو او ماتېدونکو پښو»* په نظر ګوري.

فلسفه د افغانانو په ورځني ژوند کې

په عادي بحثونو کې فلسفه په دغو بڼو کارېږي:
۱- د استدلال په مانا. «فلسفه غږوې!» یا «زیاد فلسفه نگو!» هغه جملې دي چې زموږ خلک یې و ډېر دلیل ویونکو کسانو ته په اشارې سره کاروي. دا ډول جملې که څه هم تر ډېره تنبیهي بڼه لري خو دا چې په مباحثو کې د یوه قوي دلال او مشاجره کوونکي پر وړاندي کارول کېږي نو اشاره یې د هغه د استدلال او بحث کولو هنر ته ده. رښتیا هم د فلسفې بنیاد له منطق او کره استدلال څخه جوړ دی.

۲ – فلسفه یاني نه ختمېدونکی بحث. زموږ خلک وايي، «پلانی په بحث فلسفه راګډه کړه، چې ختم/نتیجه به یې کله/څه وي؟».

۳ – کفریات ویل. دا مانا تر ډېره هغه کسان ځنې اخلي چې دیني علومو سره بلدتیا لري او فلسفه د دین ځایناستې او حریفه ګڼي. زموږ په ټولنه کې له دیني علومو سره اشنا کسانو په منځ کې، یوه ډله کسان داسې فکر کوي چې فلسفه د دین د ننګوونکو افکارو یوه مجموعه ده. له بده مرغه دغه برداشت ورځ تر بلې عامېږي. د فلسفې او دین موهومي ټکر هم په اسلام او هم په نورو ابراهیمي ادیانو کې اوږد تاریخ لري. دا ټکر ډېر کله د یوه بې بنسټه وېرې له امله څرګندېږي.

له بده مرغه نن-سبا دغه تضادي فکر دودولو ته ډېر کار کېږي. لکه څنګه چې دا یوه ناسمه اخیستنه ده نو د فلسفې لوستونکو او پوهانو ته په کار ده چې د دې برداشت د اړولو کوښښ وکړي. فلسفې هیڅکله د دین د ځایناستۍ او تضاد تکل نه درلود. په دې تصور دودولو کې د فلسفې نوي لوستونکي هم مخرب رول لوبوي. د فلسفې نوې لوستونکي له دیندارانو سره د ډغرو لېوالتیا ډېره لري او دا کار دا برداشت عاموي چې که چا فلسفه ولوسته نو د دین دښمنۍ ته به ملا تړي.

۴ – د بلې نړۍ خبرې. له بلې نړۍ څخه هدف د ټولنې له حاکم ذهنیت څخه لیرېوالی دی. فلسفه یانې حاکم استدلال او ذهنیت چلنجول. فلسفه په دغه جامه کې هم څه نا څه ناخوښه څېره لري ځکه له لویه سره مذهبي او دودیزې ټولنې له عقلي مباحثو سره نه دي جوړې او د ستونزو د حل لپاره نوی حل نه خوښوي.

خو فلسفه اصلاً څه ده؟

د فلسفې پوهان او لوستونکي هغه په دوو ماناوو کاروي:

۱- لومړۍ یې دا ده چې فلسفه د ټولو فسلفي افکارو ټولګه ده. په دې ډول کارونه کې فلسفه د ټولو مطرحو فیلسوفانو فکري تولیداتو ته ویل کېږي. د سوکرات د «قانون» له بحث څخه نیولې بیا د شلمې پېړۍ د فیلسوف، ازایا برلین د «آزادۍ» تر بحث پورې، په سلګونو لوی او واړه مسایل د فلسفې موضوعات جوړوي.

د فلسفې هر تازه لوستونکی له تاریخي لحاظه د ټولو فلسفي موضوعګانو د ماهیت یا څرنګوالي په اړه اساسي پوښتنې او ځوابونه لولي.

۲- بله مانا یې دا ده چې فلسفه‌ورزي یا فلسفي فکر کول، د دې پوښتنو د ځوابولو جریان یا حالت ته هم وايي. په دې مانا چې فلسفه‌ورزي د فلسفي موضوعاتو په اړه د پرله پسې فکر او د فلسفي اصولو په چوکاټ کې د موضوعاتو ماهیت څرګندولو ته وايي. فلسفه دلته عملي بڼه اخلي او فیلسوف په عملي بڼه د فلسفي موضوعګانو په اړه نوي بحثونه کوي او د نویو اکتشافاتو پر لوري ګام اخلي.

د بېلګې په توګه، عدالت یوه فلسفي موضوع ده. که تاسې د عدالت په اړه د اپلاتون نظریات لولئ نو تاسې د اپلاتون له نظره د عدالت فلسفه پلټئ خو که تاسې خپله د عدالت په اړه د اپلاتون، سوکرات، روسو او نورو مهمو فیلسوفانو د نظرونو تر لوستنې وروسته، د عدالت یو نوی او ناپلټل شوی اړخ کشف کړ نو تاسې عملاً فیلسوف یاست؛ تاسې د عدالت په بحث کې د نویو خبرو مطرح کولو او یا نویو پوښتنو رامنځته کولو کوښښ کوئ. ستاسې د دې کار پایله دا ده چې فلسفه د عدالت د یوه نوي تعریف او د عدالت په بحث کې د یوه نوي کشف شاهده ده. دلته د فلسفې دوهم ډول کارونه مانا مومي چې موږ د فلسفه‌ورزۍ نوم ورکړ. فلسفه‌ورزي په ساده تورو کې و فلسفي فکر کولو او نوي کشفیاتو وړاندې کولو ته ویل کېږي.

د عملي فلسفې مولفې یا عناصر

په څو مقدمو کې د فلسفې لنډه پېژندنه کوو او د موضوعګانو په اړه یې ځانونه پوهوو:

لومړۍ مقدمه:

فلسفه شک، پلټنه او تصمیم نیول دي.

موږ انسانان ذاتاً داسې تمایل لرو چې شیان او موضوعات ځان ته تشریح کړو؛ د چارو او شیانو په څرنګوالي او ولي‌والي ځان پوه کړو. انسانان د واقعیتونو د کره‌والي په اړه شک کوي. هر انسان له ځانه پوښتي چې ایا زما د ژوند لار په رښتیا هم غوره لار ده؟ ایا انسان رښتیا هم حق لري چې د طبیعت له هرې ښېګڼې ګټه واخلي؟ «حق» څه ته وايي؟ او په زرګونو ورته پوښتنې چې په شک پیلېږي.

له بلې خوا، د پلټنې یو ډېر قوي حس موږ اړ باسي چې په خپل شاوخوا کې د پېښېدونکو چارو او واقعیتونو په اړه وضاحت وغواړو. مثلاً غواړو ځان ته دا خبره څرګنده کړو چې ولې ټولنې و قانون ته اړتیا لري؟ قانون په خپله څه دی؟ دغه او په زرګونو ورته پوښتنې د انسان ذهن مشغولوي او مجبوري یې چې د دغو واقعیتونو د څرنګوالي په اړه اساسي ځوابونه ولري.

دغه ډول، فلسفه زموږ سره په پریکړه ‌کولو کې هم مرسته کوي. موږ او تاسې په ژوند کې د مسایلو په اړه په تصمیم نیونې مجبور یو. تل له ځانه پوښتنو چې له کومه راغلي یو؟ په کوم هدف پسې روان یو؟ څه ډول ژوند وکړو؟ ایا نورو انسانانو ته خیر ورسوو که نه؟ او په سلګونو دې ورته کُلي پوښتنې مو دې ته مجبوروي چې ځواب یې ومومو او تصمیم ونیسو.

موږ انسانان ذاتاً تمایل لرو چې پوه شو، نړۍ څه ده؟ دغه مهال د نړۍ د تشریح په هڅه کې یو؛ غواړو د نړۍ مانا کشف کړو. که مو کشف کړل چې نړۍ په یوه هدف رامنځته شوې ده نو هغه مهال پوښتنه کوو چې دا هدف څه دی؟

له دې مقدمې داسې لنډه پایله اخلو چې په انسان کې د مانا‌موندنې او د ژوند د هدف پیدا کوونې یو ذاتي تمایل شته چې په فیلسوف کې دا تمایل تر عادي خلګو ډېر او قوي وي. دا چې فیلسوف په څه ډول د دې پوښتنو ځواب مومي او په کومه طریقه د ژوند مانا کشفوي، د فلسفې موضوع تشکیلوي.

یادونه: د دې لړۍ په راتلونکي بحث کې دوهمه مقدمه پرانیزو. هلته به د فلسفې پر بل اړخ چې د علم او بشري پوهې تولید او تنظیم دی، بحث وکړو.

په بله ګڼه کې به یوه جلا لنډه لیکنه د دین او فلسفې د اړیکو په اړه خپره شي. په هغې کې به زموږ په ټولنه کې د فلسفې د تاریک برخلیک یو مهم علت وڅېړو. مننه

*وچه لکړه یا پښه د بلخي مولانا هغه بیت ته اشاره ده چې وايي:
پای استدلالیان چوبین بود   پای چوبین سخت بی تمکین بود.

مولانا یو صوفي و. په دغه بیت کې یې د استدلال کوونکو یا فیلسوفانو د بحث طریقه د وچو او بې موازنې لرګینو پښو یا لکړو سره پرتله کړې وه.

شریک کړئ