د خوشحال خان په باره کې ویل کېږي چې هغه یو هیومانیست شاعر او لیکوال تېر شوی دی.
کېدای شي چې موږ دې د یوه یا دوو بیتونو له مخې خوشحال خان ایډیالیست، هیومانیست، یا داسې څه هم وبولو. د خواجه حافظ په باره کې داسې ادعا شته چې ګویا هغه سوسیالیست و. د مولینا بلخي یو څو بیته داسې هم شته چې د تکامل فرضیه په کې بیان شوې ده. د بېدل هم یو بیت چې تفسیر شوی دی، ویل کېږي چې د اتوم د تجزیې مفکوره په کې نغښتل شوې ده. لیکن خبره دا ده چې پر یوه شاعر باندې د یوې قطعې، څو بیتونو او یا کومې مصرعې له مخې قضاوت کول، تصنعي کار دی. که بلخي مولینا د تکامل نظریه څرګنده کړې ده، هغه د ده په کلیاتو کې د اپنډیکس د کولمې حیثیت لري او د ده له فکري سیستم سره سمون نه خوري. اما دا خبرې د دې مانا نه لري چې ګویا شاعر ټاپه نه قبلوي. دا یقیني خبره ده چې بلخي مولینا متصوف او سعدي تر زیاتې اندازې مورالیست و. د رحمان بابا په اشعارو کې به هم د وطن پرستۍ بیتونه وي لیکن هغه په هر صورت له خوشحال خان سره توپیر لري.
پر خوشحال خان باندې د هیومانیسټ حکم کول یو څه مشکلات لري:
الف: هیومانیزم د (هیوما-نټاریا نیزم) سره مرداف نه دی. وروستۍ اصطلاح د بشردوستۍ په مفهوم استعمالیږي. مګر هیومانیزم عیناً همدغه مانا نه ښندي.
(د امریکن کالج ډیکشنري) وايي:
- هیومانیسټ هغه څوک دی چې انساني طبیعت او د انسان کارونه مطالعه کوي.
- هغه څوک چې د بشري پوهنو په باره کې څېړنه کوي.
- یو کلاسیکي عالم.
- د رنسانس د دورې پوهاند چې د لرغوني یونان او روم ثقافتونه یې څېړل او را ژوندي کول یې.
ب: (د ادبیاتو لارښود) لیکي چې هیومانیزم انساني عنصر او انساني علایق د مافوق طبیعي عناصرو په مقابل کې تر کتنې لاندې نیسي. له دې کبله د انساني امورو زده کوونکي ته هیومانیسټ وايي او د انسان په حیث د انسان مطالعې ته (البته د نژاد په ډول، نه د افرادو په توګه) هیومانیزم وايي. په یوه خاصه مانا هیومانیزم د انساني کلتور لوړتیا په تېره بیا د لرغوني یونان ژوند، افکار، ژبه او ادبیات مطالعه کوي.
په ادبي تاریخ کې د هیومانیزم اصطلاح د رنسانس د دورې پر هغه نهضت باندې اطلاق کېږي چې غوښتل یې لرغونی کلچر را ژوندی کړي.
هیومانیزم په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ کې په ایټالیا کې منځته راغی او هدف یې د لرغوني ادب څېړنه وه. کوم وخت چې دغې نهضت انګلیستان ته لار وموندله، د یوناني ژبې مطالعې، دینیاتو، سیاست او ادبیاتو ته وقف شو. هیومانیسټانو زیار ایستلو چې لرغونی ثقافت له دین سره ګډ کړي، سیاسي موسسو ته د مافوق الطبیعي پر ځای بشري رنګ ورکړي، د صلاحیت خاوندانو د حقوقو پر ځای د هغو وظایفو ته زیات وزن ورکړي ا و داسې نور.
ج: (د نړۍ د ادبیاتو قاموس) لیکي: هیومانیزم د کلاسیک فکر او ادب رنسانس ته وايي. د دغې نهضت په اثر ډېر لرغوني آثار چې له نظره لوېدلي وو، تر څېړنې لاندې راغلل او د یوناني او لاتیني ژبو زده کړې ته خاصه توجه وشوه. هیومانیسټانو کوښښ کاوه چې د لرغوني یونان او روم کلچر د ماډل او نمونې په حیث تعقیب کړي.
د: پالمراو کولټن (د معاصرې نړۍ تاریخ) په دوه پنځوسم مخ کې داسې عنوان ورکوي: (هیومانیزم او عتیقه پرستي) په دې اثر کې د هیومانیزم جریان په مفصله توګه څېړل شوی دی چې مهم ټکی یې دا دی: هیومانیزم د لرغوني یونان او روم د ثقافت او تهذیب پېښې کوي، د خپل وخت له ژبې څخه کرکه کوي، مانا له لفظ څخه قرباني کوي، ارستوکراسۍ ته تمایل لري، جګړه یو غیر اخلاقي کار ګڼي او داسې نور.
ښايي له دغو پورته خبرو څخه د هیومانیزم مفهوم تر زیاتې اندازې څرګند شوی وي.
اوس به راشو چې خوشحال خان هیومانیسټ و که نه؟ خوشحال خان په ادبیاتو کې د ابتکار خاوند دی. په شعر او نثر کې ځانته لاره لري. د ادبي عنعنې په لحاظ عتیقه پرست نه دی. د خوشحال خان په اشعارو او اثارو کې د هغه وخت ثقافت ډېر ښه لیدل کېږي مګر په خپله د کلچر مطالعه په سیستماتیک او شعوري ډول نه تعقیبوي. خوشحال خان د خپل وخت له ژبې نه کرکه نه کوي. دی د تورې او جګړې سړی دی.
خوشحال خان د انسان د مطالعې، دیني ریفورم او له مافوق الطبیعه نه دنیویت ته د توجه په باره کې شعوري زیار نه دی ایستلی. سره له دې دا څو ټکي د یاداښت په توګه ولیکل شول. هیله ده چې ځوان لیکونکي به دغه موضوع په مفصل ډول وڅېړي. زموږ مقصد قضاوت نه بلکې پوښتنه وه.