ما ته د احساس د ښه لېږد لپاره د (زه) ضمیر تر نورو ضمایرو غوره دی. د انسان د دې ګڼې لپاره هم د (زه) ضمیر په څو لیکنو کې کاروم.
دا چې د لومړي ځل لپاره به مې د چا له خولې اورېدلې وي، او یا دا چې په کوم احساس به مې په کراتو تکرار کړې وي، یاد کې مې نه دي. خو دومره مې یاد دي چې دا خبره مې دومره اورېدلې ده چې تر تاندې ځوانۍ پورې، پرته له دې چې فکر پرې وکړم، په پټو سترګو مې منلې او ما هم ویلي (کاش زه نجلۍ نه وای!)
کلونه وروسته د ژوند داسې پړاو ته ورسېدم چې په خپلو کړو وړو او خبرو مې فکر پيل کړ. د دې په لټه کې شوم چې زه یعنې څوک؟ ما خپل چاپېریال ته په کتو سره ځان ته دا روښانه کړه چې زه د خپل پلار له پاره نازولې لور یم. د ورور لپاره مې خورکۍ یم او د بچیانو لپاره مې مورجانه یم. په دې څو ټکو کې مې د ځان لپاره پرته له مینې بل څه ونهموندل. نو ولې له خپل جنسیته نا راضه وم؟
ما د خپلې پوښتنې ځواب له کوره بهر، د ټولنې په زړه کې، د نورو خویندو په وجود کې وموند. دا هڅه مې پیل کړه چې ځان د هغوی په ځای راولم. د دوی درد او خوښي په خپلو رګونو کې وبهوم او بیا یې د (زه) په ضمیر کې تر لوستونکو ورسوم.
هدف
زما لاس یې په خپلو دواړو لاسو کې ټینګاوه. ستونی یې وچ و. خبرې یې پرې پرې کېدې. اوښکې یې بېاختیاره په اننګو بهېدې. الفاظ رانه ورک وو. حیرانه وم، داسې څه ورته ووایم چې زړه یې سکون ومومي.
زما لاس یې نور هم خپلې خوا ته ورتېر کړ، راته ویېویل:
ـ پوهېږې، په دې نهیم خپه چې په ژوند کې مې د ده له وجې د پرمختګ ښه ښه چانسونه له لاسه وتلي دي. په دې هم نه یم ځورېدلې چې وخت مې یوازې د ده د غوښتنو لپاره لګولی او د ځان لپاره مې استفاده نهده ترې کړې. دا چې لوړ مقام ته نهیم رسېدلې او خپل استعدادونه مې نهدي روزلي، دا مې هم ډېره زړه ته نهلوېږي. دا چې خوبونه مې بېتعبیره او هیلې مې نیمګړې پاتې دي، په دې هم ډېر سر نهګرځوم. دا چې وعده خلافي یې راسره کړې او د ګډ ژوند ژمنې یې ماتې کړي، دا هم ډېره جدي نهګڼم. خو دا چې لارې مو سره بېلې شوې، مخونه مو واړول او د کرکې دېوالونه مو له ځانه راچاپېره کړل، دا مې زړه، روح او احساس کرار ته نهپرېږدي.
دا اوښکې په دې هدف تویوم چې ګوندې له ما راچاپېره د کرکې دېوالونه نم ووهي او له بېخه ونړېږي.
غوښتنه
ورته ویېویل:
پوهېږم چې نصیحت ښه نهلګېږي. په تېره بیا په داسې عمر کې چې ته غواړې خبرې دې پر نورو اثر پرېباسي. خو بیا هم فکر پرې وکړه، دا مه هېروه چې ته لا هم د دې ټولنې یوه برخه یې. ستا له خولې مې ډېر وخت اورېدلې دي چې ویلي دې دي «زما خوښي د نورو په خوښۍ کې ده». نو ایا ته زموږ د خوښۍ لهپاره په خپلې خوښۍ نهشې تېرېدای؟ ایا نهشې کولای یو وار بېا د تېر په څېر واوسې؟ زه له تاسره په تېرو پېښو نهغږېږم. پوهېږم چې دلایل به دې قوي وي او له هرې خوا به مې پړ کړې. خو دلته یوازې د انسانیت له پاره دا خبره کوم. ځینې وخت انسان د ځان له پاره نه، د نورو له پاره ژوند کوي.
هغې سړه ساه ویسته، ویېویل: انسانیت که ځان غوښتنه؟ کله مې د ځان لپاره ژوند کړی چې اوس یې وکړم. زموږ د ټولنې ډېرې ښځې خو یوازې ژوندۍ ساتل کېږي، د ژوند او د ژوند د پرېکړې حق کله لري.
د ژوند سمبول
کوټې ته ورننوتم. په لومړي نظر راته بېروحه ښکاره شوه. داسې څه پکې نهوو چې له ژوندیو سره دې تړاو ولري. نه کتاب و، نه تصویر، نه بوټی.
دا راغله او ویېویل، دا سپینه کوټه زما د ژوند سمبول دی خو لا تر اوسه بشپړ نهدی. اوس مې یوه صحنه انځور کړې ده، ته یې وګوره او راته ووایه چې پر کوم دېوال یې را وځړوم؟ انځور ته مې وکتل، یوه ښځه وه، چې د مخ پر ځای یې د زندۍ حلقه، څېري څېري کمیس یې پر تن، د اغزو تر منځ ولاړه وه.
ومېویل: ستا د سپینې کوټې په شان، دا هم بشپړ نهدی، ځکه په لاس کې یې د نړۍ له پاره رڼا نشته.
توپير
لور یې تر کمڅو رانیولې په ځان پسې یې څکوله. په کاوړ یې ورته ویل:
ـ بل ځل دې له خولې وانهورم چې ووايې، ورور مې یې ولې نهکوي چې هر کار په ما کوې. ته پوهېږې، هغه نارینه دی. خدای په تا اضافه پیدا کړی.
لور یې اوښلنې سترګې ورواړولې، ویېویل: ـ مور خو مې ته یې!
خارج
کوټه له ښځو ډکه وه. هرې یوې ځان ته داستان درلود. خو موضوع یې د یوې بلې کاپي وه.
یوې وویل: اوس خلک هوښیار شول، خویندې او لوڼه په پټو سترګو نهوادوي. موږ خو د سیالیو قرباني شو. د خارج په نوم واده شو. هېچا د هلک پوښتنه نهکوله. نامي خلک دي. جایداد یې ډېر دی. هلک په خارج کې دی. دا هر څه وو، بس.
بلې وویل: اوس هم هماغه خلک دي. یوازې د وخت ستنې په بل لوري تاوېږي. مخکې به لوڼه خارج ته راپارسل کېدې. اوس نارینه وطن ته روان وي. ته وا چې هلته به یې پوښتنه کوي چې ته څوک یې او څه کمال لرې؟ دلته به شپېته کلن وي، چې وطن ته لاړ شي، وار له واره دېرش کلنۍ ته ورسېږي. بیا د بل واده تابیا نیسي.
اوس هم هماغه کیسه ده، سړی له خارج نه راغلی، دنیا یې لېدلې، په وس کې ښه دی. خوارکي مساپري تېره کړې، هسې له رنګه پوخ ښکاري.
ښځه
د خپل ذهن له خاطراتو څخه یې یوه کیسه راته کوله. د خبرو انداز یې خوږ و. یوه شېبه به غلې شوه، ما به داسې فکر وکړ لکه د خاطراتو د کتابچې پاڼې چې اړوي. خپل الفاظ یې په خواخوږۍ سره نښلول. زه په ټولو حواسو ورته غوږ، غوږ وم. له هرې خبرې مې خوند اخیست. د دې خبرو زموږ د ټولنې هر انځور یو په یو سترګو ته راته دراوه.
د کیسې په یوه برخه کې یې وویل: «تېلفون یې راته وکړ، د خبرو په اوږدو کې یې په نګه کلیواله لهجه او خورا فاتحانه غږ وویل: بخښنه غواړم چې د یوې ښځې ستاینه کوم!»
زه په خبرو کې ورولېدم، ومېویل: زه هم بخښنه غواړم. خو ایا ده دا هېر وو چې د ستاینو ښځه ته یې؟
دا موسکۍ شوه او ویېویل: زموږ په ټولنه کې د ښځو ستايل خطا ګڼل کېږي!!!
قلم
په یاد مې دي چې پلار مې راته ویل: قلم خو دې په لاس کې دی خو که په کوم ځای کې دې کرښه ایستلې وه، بیا به ګیله له ځانه کوې.
کلونه تېر شول. اوس هم همدې ته ورته خبره اورم.
ـ که مې ستا په قلم لیکل شوې کرښه ولیده، بیا ګیله ونهکړې.
حیرانه یم. دوی ولې زما له قلم سره دښمني لري؟
وارث
د لمر وړانګو ته یې اوښلنې سترګې ځلېدې. ویېویل: هغه وخت خو داسې نه و، لکه اوس. د بېګاه سبا ډوډۍ مو په حساب وه. سختۍ وې، ستونزې وې. خو راته ګران و. زړه مې نه پرې کېده چې په نهخبره یې خپه کړم. کله مې چې درېیمه لور وزېږېده، ورته ومېویل: بل واده وکړه. خدای به زوی درکړي. په غوسه شو. راته ویې ویل د لور او زوی تر منځ فرق چا رایستلی. خدای چې زوی راکولای، له تا به یې هم راکړی وای. زړه کې خوشحاله وم. په پوره اخلاص مې ژوند ورسره تېراوه.
ـ نو اوس دې چې لوڼه واده شوې، ته یوازې پاتې شوې، اوس یې نو ولې بل واده وکړ؟
ویل یې دنیا دولت مې ډېر دی، وارث نهلرم.
د ګناهونو فهرست
له تصوره لرې وه، کله چې وپوهېدم هغه ځان د ځمکې خدای ګڼي. دا د یویشتمې پېړۍ فرعون، چې خپلې وعدې د قران کرښې بولي، ما ته قسمونه کوي، د ژوند مهلت راکوي، په دې ګناه چې زه قلم خوځوم او زما قلم د زمانې د کتاب لپاره د دوی د ګناهونو فهرست لیکي.
ښځه
کله هېنداره، کله تصویر غوندې شم. ځان راته د شعر د کلمو غوندې ښکاره شي. لکه مرغۍ الوتونکې، لکه کب لامبوزن، لکه ستوری لوړ. خو چې له هېندارې رادېخوا شم، له خپل نظره رالرې شم، د نورو سترګو ته ورمخ شم، نو هلته پوه شم چې زه هېڅ نهیم. زه د دوی له نظره یوازې یوه ښځه یم!
تر دې ډېر دلایل او ځوابونه مې د خپلې ټولنې په زړه کې وموندل چې زموږ خویندې ولې له خپل جنسیته ناراضه دي. ولې وايي چې «کاش زه نجلۍ نه وای». د دې تر څنګ مې دا ځواب هم وموند چې زه یعنې څوک؟ زه یعنې لورکۍ، خورکۍ، ملګرې او مور! زه د پلار، ورور، خاوند او زوی تر څنګ د مینې او باور غر. زه د ټولنې د توازون بله خوا. زه یعنې ژوند، خوښي، صبر او حوصله. زه د مینې او عاطفې سمبول. زه یعنې ښځه!