فیمنیزم یوه داسې ایډیالوژي ده چې په ټولنه کې د نر او ښځې ټولنيز، سیاسي او اقتصادي حقونو د مساواتو له پاره کار کوي. فیمنیزم ایډیالوژي د تاریخ په اوږدو کې تل موجوده وه، خو هغه وخت بېا د فیمنیزم په نوم نهیادېده، خو په 18 پېړۍ کې د فیمنیزم نوم منځته راغی.
فیمینیزم هم لکه د نورو ایډيالوژیو په څېر ډېر ډولونه لري، لکه Social Feminism, Radical Feminism, Liberal Feminism او داسې نور.
فیمنیزم دوه اساسي ریښې لرې چې Equality Feminism and Gender Feminism دي. فیمنیزم وايي چې نر او ښځه یو ډول انسانان دي، ځکه باید ټول انساني حقوق د نر او ښځې ترمنځ یو شان وي.
ایکولایټي فیمنیزم په دې عقیده دی چې ټولنیز، کلتوري او نور بېروني فاکتورونه دي چې د نر او ښځې د یو شان نه روزلو له کبله دغه توپيرونه را منځ ته شوي؛ خو جینډر فیمنیزم بیا وايي چې جینټیک، بیولوژیکي، سایکولوژیکي... او طبیعي توپيرونو سره نر او ښځه له لومړي سره خلق شوي او د دې توپيرونو له کبله نر او ښځه مختلف خصوصیات، فکر، تګلاره، او علاقې لري. جینډر فیمنیزم وايي: د دې پر ځای چې په دې بنیادي توپيرونو سترګې پټې کړو او نر او ښځه دواړه اړ کړو چه یو شان شي، باید د ښځو ځانګړتیاو ته هم د نارینو په څېر درناوی وکړو او په ټولنه کې د نر او ښځې تر منځ د قدرت غلط وېش استرکچر باید تغیر وکړي. خو ایکولایټي فیمنیزم پرې بیا نیوکه کوي وايي چې هر انسان یونیک یانې ځانګړی دی او هر انسان ځانګړی خلق شوی؛ نو ځکه موږ نهشو کولای چې انسانان نظر جنس ته په ګروپونو ووېشو.
څرنګه چې فیمنیزم یوه لاتینه کلیمه ده چې (Femina) د ښځې په مانا ده؛ نو ځکه ډېر اشخاص فکر کوي چې که کومه ښځه ځان ته فیمینسته وايي نو ګواکې دا دې د نر پر خلاف وي او یا هم فیمنیزم یوازې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، خو حقیقت داسې نهدی. په عمومي ډول تقریباً په ټولو ټولنو کې تل د ښځو حقوق تر پښو لاندې شوي او هم ټول وخت ښځې د نامساواتو ښکار وې. په 1936 کال کې مانډېلا یوازې د تورانو د حقونو لپاره مبارزه کوله، چې نن مانډېلا ته د همدې مبارزې له کبله اپارټاید ضد مبارزې د نړیوال مخکښ نوم ورکول کېږي؛ خو کله چې یوه ښځه د خپلو حقونو لپاره راولاړېږي، له بده مرغه بیا زیات سړي دا عمل د ځان خلاف بولي.
ځینې بیا وايي چې که چېرې فیمنیزم د نر او ښځې د مساوي حقونو لپاره کار کوي نو بیا ولې فیمنیزم خپل ځای هیومنیزم ته نه پرېږدي؟
دلته دوه لوی علتونه دي: لومړی – له هیومنیزم سره فوکس/ توجه د ښځو له حقوقو څخه لرې کېږي او دویم – هره ایډیالوژي د یوې اړتیا لپاره رامنځته کېږي؛ نو ځکه فیمنیزم هم یوه موقتي اړینه ایډیالوژي ده او کله چې د نر او ښځې حقوق مساوي شول، بیا به فیمنیستان ځان يوازې هیومنیستان وبولي. فیمنیزم د ریالیزم برخلاف چې وايي انسان ذاتاً شریر دی، وايي چې دا هم د انسان په اړه نارینه قضاوت دی او د حاکمیت د دوام هڅه ده.
یو ډېر مهم کتاب چې په 1792 کال کې د یوې انګلیسي فیلسوفې Mary Wollstonecraft له خوا لیکل شوی دی [Vindication of the Rights of Woman] د فیمنیزم په غوړېدو کې مهم رول لري. د فیمنیزم دا لومړی کتاب له خپرېدو وروسته په امریکا او انګلستان کې په لومړي ځل ښځو او نرانو په شریکه د ښځو د حقونو له پاره اعتراض وکړ. نوموړې په خپل کتاب کې لیکي چې د نرانو او ښځو ترمنځ د توپيرونو لوی علت د ښځو بېسوادي ده او ښځې یوازې د سواد په مرسته کولای شي چې ټولنیز او اقتصادي موقف د سړو په څېر خپل کړي.
د فیمنیزم د سیاسي نظریې فعالین عقیده لري چې د دولت د پوره مشروعیت له پاره، د ښځو رایو ته چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، اړتیا ده؛ نو د دولتونو دې اړتیا فیمنیزم په سیاسي حوزه کې په یو مهم نقش بدل کړی دی. د سیاسي فیمنیسانو تیوریسنان وايي چې دولت د سیاسي نظام د یو مهم او اساسي مفهوم او بنسټ له مخې تل د نرانو په لاس کې و، چې په مرسته یې تل د ښځو پر وړاندې خشونت او ظلم روا بلل شوی او ترسره شوی دی. د فیمنیزم سیاسي نظریه ورکوونکي لکه د انارشیستانو په څېر د نظام مخالفین نهدي، بلکې د نظام پر یو شمېر مفروضاتو سختې نیوکې لري. دوی وايي چې د دولت په اړه د نارینو له لوري مطرح شوي دلایل چې ګواکې د خشونت او د زور د قوې د استعمال انحصار په دولت پورې محدود دی، یا دا چې دولت باید مطلق حاکمیت ولري، کنه ټولنه او نظام به په یو ځنګل واوړي، نهمني، بلکې وايي چې دا د نرانو د جنسیتۍ برترۍ له مخې مطرح کېږي او له دې لارې نران هڅه کوي، خپل حاکمیت ته دوام ورکړي. فیمنیستان د یادې ستونزې د حل په موخه وړاندیز کوي چې د دولت توزیع دې رامنځته شي او محلي ټولنو ته دې د قدرت انتقال ترسره شي، چېرې چې ښځې ۵۰ سلنه غړیتوب لري.
لېبرال فیمنیستان وايي چې د ښځو ګڼې غوښتنې د مختلفو تاریخي او فرهنګي دلایلو پر اساس نهدي منل شوې، نو اوس په کار ده چې دولت یې د تادیې له پاره اقدام وکړي.
د قدرت په اړه د فیمنیستانو ټول نظریات په درېیو پوښتنو کې راټولېږي:
- پر ښځې د نر تسلط له کله پیدا شوی دی؟
- ولې دا تسلط (سلطه) د ښځو له خوا منل شوی دی؟
- پر ښځې د نر د تسلط د دوام اخلاقي، سیاسي او ټولنیز نتایج څه دي؟
فیمنیستي مفکرین باور لري چې له متمرکز قدرت څخه وېشلی قدرت په ګټه دی. فیمنیستان همدا راز د قدرت په قانع کوونکي اړخ تاکید لري او وايي چې قدرت یوازې تنبیه او تشویق نهدی، او دا د نرانو د لنډ فکرۍ نتیجه ده چې قدرت یې یوازې په زور او یا تشویق تقسیم کړی او د قدرت اقناعي اړخ ته توجه نهکوي.
د اسلام دین له راتګ څخه وړاندې، که چېرې د نړۍ تاریخ ته وګورو نو په عربو کې نجونې ژوندۍ ښخېدلې، روم چې د نړۍ د تمدن زانګو یې بولي، نه یوازې پر ښځو جنسي تېري په کې کېدل، بلکې ښځه د تخلیق یو ضعیف سمبول و؛ نو د دوی په اند که ښځه د ټولنې له هغو سړو سره یوځای شوې وای،کومو چې په ټولنه کې ښه پوزیشن درلود، ښه کوچني به یې ټولنې ته ورکړي وای، ځکه یې سړو خپلې مېرمنې نورو سړو ته بیولې. په یونان کې ښځې یوازې د دې له پاره چې ښځې وې، د سړو له خوا وژل کېدلې. په شپږمه میلادي پېړۍ کې د اسلام دین له راتګ سره یو عظيم انقلاب چې د بشریت په تاریخ کې نړۍ نهو تجربه کړی، راغی. د اسلام په راتګ سره نه یوازې چې ښځې ته د انسان په نظر وکتل شول، بلکې له ډېرو انساني او اسلامي حقونو څخه برخمنه شوه لکه: زده کړه، په محکمه کې شهادت ورکول، په خپله خوښه واده کول، طلاق، میراث [د میراث په اړه ځينې ملاحظې شته چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو] چې په غربي نړۍ کې د یادو شوو حقونو لپاره د ښځو مبارزه په 17 پېړۍ کې پيل او د 19 پېړۍ تر نیمايي یې دوام وکړ. که اقتصادی برخې ته وګورو نو 1400کاله وړاندې چې بيبي خدیجې (رض) سوداګري کوله خو په غربي نړۍ کې ښځو په 1870 کال کې د تجارت کولو خپلواکي واخیسته.
د قران کریم آیت دی "نر او ښځه یو د بل جامه ده" چې له نوموړي آیت څخه څرګندېږي چې ښځه بي پرودکټ نه ده خلق شوې او نه یوازې د سړي د هارموني لپاره خلق شوې بلکې ښځه هم د سړي په څېر د بشریت د پرمختګ له پاره پيدا ده. بل آیت دی "هېڅ انسان پر بل انسان غوره نه دی، خو یوازې په پرهیزګارۍ سره". له دې آیت څخه دا څرګندېږي چې ښځه هم د نر په څېر انسان ده او ټول انساني حقوق ورته د خدای پاک له خوا ورکړل شوي، نه د نارینو له خوا.
اسلامي فیمنیستان په اسلامي چوکاټ کې د ښځو د حقونو، جنسیتي برابرۍ او ټولنیز عدالت له پاره مبارزه کوي. دوی خپل فهم او قدرت له قران څخه اخلي، له همدې لارې د ټولنیز عدالت او ښځو او نرانو د مشترکو حقونو غوښتونکي دي.
په اسلامي فیمنیزم کې تر ډېره درې ډلې نظریات د پام وړ او باارزښته دي:
- یو شمېر اسلامي فیمنیسته مېرمنې یوازې پر قرآن کریم تمرکز کوي او د هغه د بیا تفسیر له مخې د ښځو د حقونو او ټولنیز عدالت بحث را پورته کوي.
- بله ډله اسلامي فیمنیسته مېرمنې بیا د قرآن کریم په بیا قرائت او د شریعت پر مختلفو ډولونو تاکید کوي.
- او یو شمېر نورې بیا د احادیثو د بیا ارزونې په فکر کې دي.
د اسلامي فیمنیستانو تر منځ مجموعي او منلې نظریه دا ده چې اسلام او قرآن ښځو او نرانو ته یو شان حقونه ورکړي؛ خو دا نران دي چې له قرآن او اسلام څخه د خپلې خوښې په تفسیر کې ځان برتره ګڼي. دوی د دې نظر د تایید په موخه د الحجرات سورت آیاتونه ذکر کوي.
له بده مرغه چې په ډېرو هېوادونو کې ښځو ته خپل حقوق نه ورکول کېږي، ځکه له یوې خوا زیاتې ښځې د سړو ظلم د هغوی حق بولي؛ خو هغه ښځې چې له خپلو حقونو څخه خبرې دي، نهشي کولای چې له ټولنیزو ناوړه دودونو څخه سرغړونه وکړي. زموږ افغاني ټولنه چې یوه له وروسته پاتې ټولنو څخه ده، کلتور په کې پر مذهب اوچت دی او ښځې مجبوره دي چې د سړو له خوا د ښو ښځو لپاره جوړ شوی ایډیال او نورمونه پر ځان تحمیل کړي.Amina Wadud چې یوه اسلام څېړونکې فیمینسته ده، په خپل يو کتاب (Quran and Woman)کې لیکي چې موږ باید قرآن کریم د اوس وخت مطابق بېرته له سره وژباړو، ځکه د قرآن کریم تقریباً په زرګونو ټولې لویې ژباړې د سړو له خوا شوي لکه: کله چې بيبي مریم (رض) حضرت عیسی (ع) زېږوي، په هغه وخت کې ډېر فریاد کوي چې د دې درد ژباړه به یو سړی د خپلې بې تجربېوالي له کبله هېڅ کله سمه ونهکړي.
آمنه ودود په خپل مشهور کتاب قرآن او ښځه (Quran and Woman) کې همدا راز د قرآن کریم دې نوې ژباړې ته چې خپله یې وړاندیز کوي، د توحیدي تفسیر یا توحیدي هرمونتیک نوم ورکوي. مېرمن ودود د قرآن کریم د توحیدي تفسیر لپاره درې شرطونه وړاندې کوي، چې باید په پام کې ونیول شي:
- هغه فضاء چې دا متن په کې لیکل شوی دی.
- د متن د ډول جوړښت
- او د متن لیدتوګه/ جهان بیني
که څه هم په غربي نړۍ کې د نر او ښځې ترمنځ توپيرونه د شرقي نړۍ په څېر لوی نهدي؛ خو بیا هم ځینې واړه توپيرونه لکه په عنعنوي مسلکونو کې ښځې د سړو په څېر یو شان وړتیا لري خو بیا یې هم تنخوا له سړیو کمه ده.
له میلاد څخه ۳۵۰ کاله مخکې، افلاتون چه د نړۍ د تاریخ یو ستر فیلسوف و، د ښځو په اړه یی ویل: "نر پر ښځې غوره دی، ځکه ښځه د نر په څېر ځیرکه نه ده". خو نن ورځ دلته په غربي نړۍ کې ښځې په ساینس او ټیکنالوژۍ، لوبو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د نارینو په څېر پوره برلاسې دي. د New York Times ورځپاڼې ژورنالیسته په خپل کتاب (Bad Feminist) کې لیکي: "کله چې هم موږ په ټولنیز ډول د نر او ښځو ترمنځ د توپيرونو په اړه غږېږو، نو ځینې دا توپيرونه داسې ګڼي، لکه نر چې مریخ او ښځه زهره وي، چې هېڅ کله یو بل ته نهرسېږي؛ خو موږ دا هېروو چې مریخ او زهره هم د یو شمسي نظام په مدار کې څرخي".
نو راځئ چې د نر او ښځې ترمنځ د توپيرونو پر ځای د ټولو انسانانو مشترکو انساني ارزښتونو ته پام وکړو.
د مفصلو بحثونو سرچینې:
- Elshtain, Jean Bethke. (1891) “Public Man, Private Woman, Woman in Social and Political Thought”, Princeton, Princeton University Press.
- Humm, Maggie. (ed) (1992) “Feminism, A Reader”, Harvester.
- Jaggar, Alison. (1983) “Feminist Politics and Human Nature”, New York, Romean & beheld.