سریزه:
«جنګ ښځینه څېره نهلري[2]» د جګړې له میدان څخه د بلاروسي لیکوالې سوتلانا السکاندرونا آلکسیویچ د مستندلیکنه ده چې په ۲۰۵ کې د نوبل ادبي جایزه وګټله. د نوبل ۱۱۲مه ادبي جایزه مېرمن سوتلانا ته په دې موخه ورکول شوه چې له جګړې څخه یې بېپروا، ترخو او مستندو روایاتونو د نوبل د ادبي جایزې مستحقه کړه. دا کتاب د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د روسي ښځینه سرتېرو د ژوند حال بیانوي چې تر جګړې وروسته هم د هغه وېرې، وحشت او خشونت یې نه دی هېر شوي. د کتاب لیکواله د کتاب لیکلو او مستند برابرولو لپاره څو سوه ښځې مومي او ورسره مرکې کوي. په دې ډله ښځو کې نرسانې، آشپزانې، سرتېرې، پیلوټانې، د جنګ مشرانې او داسې نورې شاملي دي.
د سوتلانا آلکسیویچ دا کتاب چې په فارسي خپور شوی دی، ۲۶۴ مخونه لري او ټولټال په شپږو څپرکو کې راغونډ شوی دی. چې هر څپرکی یې په لاندې ډول دی:
انسان تر جګړې ستر دی
نه غواړم حتی په یاد مې شي
نجونو، لویې شئ بالغې شئ ... تاسو تر اوسه خامې یاست ...
د وېرې بوی او د خوږو بکس
زما دا سترګې اوس هم په یاد دي
سرتېري ته اړتیا وه ... مګر ما غوښتل ښکلي هم و اوسم
د دې کتاب مهمه ځانګړنه چې د نوبل د ادبي جایزې د ګټلو اصلي علت یې هم بللی شو، د څو غږیزوالي مسله ده. تاسو په دې کتاب کې د هرې هغې ښځې نظر لوستلی شئ چې د یوې عادي ښځې په حیث یې د جنګ په اړه خبرې کړي دي. د دې مستندلیکنې پیاوړې لیکواله مېرمن سوتلانا آلکسیویچ باور لري چې خیال او جګړه نه سره یوځای کېږي. جنګ یو واقعیت دی چې نشي کېدای په یوه کوټه کې کېني او په اړه یې خیال وکړې. د جګړې په اړه باید د هغو وګړیو خبرې ووارې چې په جګړه کې حضور درلود.
د مېرمن سوتلانا د تجربې له مخې چې په خبریالۍ کې یې اوږده مخینه درلوده د جنګ پر مهال د مرکو او خبرو او سریع نقل قولونو څخه په ګټنې د جګړې په باب د یوې خلاقې او جرااته لیکوالې نقش ادا کوي. هغه د همدې کتاب په یوه برخه کې رانقلوي چې :
«نرانو کولای شوائ په ډېره آسانۍ له هر څه سره عادت واخلي. د ژوند له دې زاهدانه ډول سره ... له دې ډول اړیکو سره ... مګر موږ په تنګېدو، په خپل کور پسې مو ډېر زړه کېده، په مور پسې، د کور په راحتۍ پسې. د مسکو یوه نجلۍ زموږ په ډله کې وه، ناتاشا ژیلینا نومېده. هغې ته یې د شجاعت مډال ورکړ او د تشویق په خاطر یې د څو ورځو لپاره په رخصتۍ ولېږله. کله چې له رخصتۍ بېرته راغله، موږ ور ټولې شو او په نوبت مو یې جامې بویولې. د هغې جامو د کور بوی درلود. په دې ډول به مو په کور پسې زړه تنګېده. یوازې د یو پاکټ په لیدلو چې د پلار لاسلیک به پرې و، څومره به ورته خوشالیدو. که به مو څو شېبې وخت وموند، بیا به مو ګنډل کول، چادر به مو ګانډه ....[3]»
د دې کتاب یو مهم او جدي پيغام دا دی چې وايي، په جګړو کې ښځو هېڅ ونډه نه درلوده ولې تر نرانو ښځې زیاتې د جګړو څخه کړېدلې او ځورېدلي دي. په دې کتاب کې په لومړي ځل لولئ چې د جنګ په اړه له نورو ټولو بحثونو سره کامل فرق لري هغه د جګړې پر مهال د ښځو د ونډې او نقش مسله ده. مېرمن سوتلانا د هغې جګړې روایت وړاندې کوي چې ښځې په کې پرته له دې چې د اولیه کمکونو او آشپزۍ لپاره وګومارل شي، د جبههیي جنګ په محراق کې واقع وې. دلته ښځو وسلې اخیستي، په دښمن حمله کوي، د غشي ویشتونکي په صفت جنګیږي، په ځنګل کې ژوند کوي، مینونه شنډوي، او حتی د جنګ قومانده اخلي او نارینه سرتیري رهبري کوي. په دې ډله کې داسې ښځې هم وې چې د آشپزانو او نرسانو کار یې کاوه او حتی رقص به یې هم کاوه.
د دې کتاب په اړه ډېر بحث او خبرې شاید پرته د کتاب له لوستلو بل چا ته انتقال نشي. دا کتاب د جنګ پر مهال د ډېرو داسې واقعیتونو نمایش دی چې باید خپل یې ولولئ په هماغه شېبه کې یې انځور کړی. د هغه دوستانو لپاره به د دې کتاب لوستل یو عالم ګټه ولري د جنګ پر اړوند موضوعاتو لیکل او خبریالي کوي.
دا کتاب د یوې داسې جګړې روایت دی چې ښځو په کې تر هر چا زیاته قرباني ورکړې ده. د افغانستان په څېر ټولنې لپاره چې څلوېښت کاله کېږي په جګړه کې ګېر دی، د دې کتاب روایت د یوې عادي مېرمنې د ژوند د درک په برخه کې مرسته کولای شي. د جګړې پر مهال د ښځو لپاره ژوند څومره ستونزمن کېږې، له دې کتاب پوهېدای شئ.
زه باور لرم چې که د افغانستان د څه باندې تېرو څلوېښتو کلونو د جګړې ښځینه روایات ولیکل شي، د دې منحوسې جګړې یو بل او وېرونکی باب به پرانېستل شي. دلته ښځې له تېرو څلورو لسیزو را پدېخوا د ایډیالوژیکو جنګونو قرباني دي چې هېڅ ښځه یې برخه نه وه او هېڅ د دې جګړو د پيل پرېکړه نه ده کړې.
لاندې د دې همدې کتاب څو انتخابي برخې ولولئ چې د کتاب ټوله روحیه درک کړای شئ.
«کله چې جنګ پای ته ورسېد، د شلو کالو وم. ما حتی نشوای کولائ د مېړه او واده کولو په اړه فکر لا وکړای شم.
ولې؟
احساس مې کاوه ډېره خسته او ستړې شوې یم، له خپلو همزولو ډېره مشره یم، حتی د زړښت احساس مې کاوه. ملګرې مې ګډېدلې، خوشحالي یې کوله، مګر ما نشوای کولای. د یوې زړې ښځې له سترګو مې ژوند ته کتل. له یوې بلې نړۍ ... زړه ښځه! ځوان هلکان به راباندې مینېدل. ځوان هلکان! مګر هغوی مې له روح څخه نه و خبر، نه یې لیدل چې په دننه مې څه تېریږي. ...[4]»
«درې ځلې سطحي خوږ شوم او درې ځلې مې ژور ټپونه وخوړل. په جنګ کې هر چا یوه هیله درلوده؛ یوه به غوښتل چې بېرته کور ته وګرځي، بل به غوښتل چې تر برلین ورسي او دوښمن ته ماتې ورکړي، مګر ما یوازې یوه هیله درلوده چې د زېږېدو تر ورځې ژوندۍ پاتې شم او اتلس کلني مې وګورم. نه پوهېږم ولې مې له دې چې مخکې له اتلس کلنۍ ووژل شم، وېره درلوده. ډارېدم چې تر اتلس کلنۍ به ونه توانېږم ژوندۍ پاتې شم. همېشه مې د سرتېري جامې او خولۍ په سر وه. کالي به مې څېرې وو، ځکه په سینه به مې ځغستل تر څو ټپي شوي پوځیان راکش کړم. حتی کله به مې باور نه راته چې وبه کولای شم پرته له دې چې په سینه وځغلم، وبه کولای شم په پښو ولاړه شم. دا مې یوه هیله وه! یو ځل مو قومندان راغی موږ ته یې وکتل، زه یې ولیدم او ویې پوښتل چې دغه ماشومه څوک ده او دلته څه کوي؟ ولې مو دا دلته ساتلې ده؟ باید ښوونځي ته ولاړه شي، دلته څه کوي؟[5]»
د کتاب نوم: جګړه ښځینه څېره نه لري
لیکواله: سوتلانا السکاندرونا آلکسیویچ
سبک: مستندلیکنه او خبریالي
د خپرېدو لومړی نېټه: ۱۹۸۵ میلادي
د خپرېدو ځای: وروستۍ د رینډم هاوس له لوري په امریکا کې خپور شو
د کتاب موضوعات: جنګ، ښځه، خبریالي، مستندنګاري او خشونت
[1] آلکسیویچ، سوتلانا آلساندرونا؛ ترجمه: عبدالمجید احمدی، جنګ چهرهی زنانه ندارد. تهران: انتشارات چشمه، بهار ۱۳۹۶.
[2] The Unwomanly Face of War
[3] هماغه، ۱۳۱.
[4] هماغه، ۱۷۴.
[5] هماغه، ۲۳۰.