جنګ، ښځه او سکس
له ۵۰۹ میلاد مخکې څخه تر ۷۵۳ میلاد مخکې پورې په روم کې شاهي نظام حاکم و. د پاچا زوی سکتوس تارکیونوس SextusTarquinius چې د ځان غوښتنې هیله یې درلوده په لوکرسیا Lucretia چې د روم د یو سیاسي شخصیت لور وه، جنسي تېری وکړ. لوکرسیا چې له دې کاره زیاته رنځېدلې وه، خپله کورنۍ یی را ټوله کړه او ورته یې د دي پیښي ټوله کیسه وکړه او وروسته یې پسې ځانوژنه وکړه. د لوکرسیا مېړه بروتوس یې مړی ښار ته را ویست او خلکو ته ور وښود چې د پاچا زوی ورسره داسې کړي دي، له دې کاره سره عامو خلکو د پاچا پر کلا حمله وروړه او شاهي نظام ېې ونړاوه. له دې کار وروسته په روم کې لومړن جهموري نظام را منځته شو او بروتوس د سنا د مجلس لومړنی کس و چې له خلکو سره یې وعده وکړه چې له دې وروسته به په روم کې شاهي حکومت نه راځي.
د تاریخ په لړ کې د لوکرسیا ژوند او ورسره تړلي جریانات د شاعرانو لیکوالو او هنرمندانو د پام ټکی وګرځید.
د مذهبي متونو له مخې د انسان لومړني تناسل د جنسیتی جګړې اساس کېښود، د قابیل او هابیل تر منځ ځکه لومړۍ جګړه ونښته چې تر منځ یې د ښځې او د هغې د ښکلا بحث مطرح و، اقلیما قابیل غوښته ولې هابیل ته په حق ور رسېدلې وه.
پورتنۍ پېښې د تاریخ یواځینۍ پېښې نه دي چې له ښځو او سکس سره د جنګ تړلي مسایل رانغاړي، له جنسي جګړې سره تړلې احصایې ښيي چې د نړۍ اکثره جګړې پر ښځو او سکس تر سره شوي دي.
یوناني اسطورې له داسې ډېرو کیسو ډکې دي چې د وخت اکثره جګړې به د ښځو پر سر کېدې یا به یې هم ښځې د دې جګړې محرکې وې. د جنګ او پر اړوندو جریاناتو د بحث او مطالعې څخه دا را مالومېدای شي چې جګړې معمولاْ له ښځو هسې په څنګ نه دې تېرې شوي بلکه ستر او بد تاثیرات یې پرې درلودل.
ویل کیږي چې ښځې د قوي جنسي محرک په صفت اکثراْ د جګړې په عاطفي اړخ کې یې د یو قوي محرک او انګېزې رول لوبولی دی. د تاریخ په لړ کې د ټولو جنګونو پر مهال ښځې په یو ډول له يو ډول د نرانو سره تر څنګ پاتې شوې دي.
د نڅاګرې او سندرغاړې په صفت د جنګ په جبهو کې د ښځو حضور د جنګیالیو لپاره د ارامش، د روحیې د پیاوړتیا او ژوند ته هېلې د پیدا کېدو لپاره مهمې وې خو د دوښمن جنګیالیو لپاره به یې د جنسي غریزې د فعالیت د محرک او په حسي تمرکز کې د اختلال د رامنځته کېدو د ښه عامل په ټوګه رول لوبولی. په هغه جنګونو کې چې یو طرف به جنسي غوښتنې د ځپلو شدید تمایل درلود او د نفس په ریاضت به بوخت و، ولې د دوښمن جنګیالیو به جګړه د ښکلو ښځو په سندرو او شور پیلوله چې ښځو به له پیله د دوی ذهن د جنسي تمایلاتو د ارضا کولو لور ته را اړاوه. په دې اړوند په ابراهیمي مذهبونو کې خورا زیاتې بېلګې موندل کېدای شي.
له همدې کبله حکومتونه هڅه کوي چې خپل پوځ او عسکر له داسې خلکو جوړ کړي چې له جنسي اړخه پر خپل ځان حاکمیت ولري او د مقابل لوري له جنسي هڅونې سره مخ نه شي، خو حکومتونه تل په دې هڅه کې پاتې راغلي دي.
د جګړې پر مهال د جنسي غریزې ارضا په بېلابېلو ډولونو تر سره کېده، کله به خبریالانو او نرسانو د نرانو د جنسي تمایلاتو د ارضا او هغوی ته د روحیې ورکولو په موخه ځان نرانو ته ورسپاره، کله هم فاحشې د جګړې میدان ته استول شوې دي. د دې ټولو په شتون کې د جنګیالیو تر منځ همجنسګرایي او ځان ارضا کولو شدت پیدا کړ او کله به یې چې د دوښمن ښځو ته لاس ور ورسېد نو پرې به یې په وحشیانه ډول تجاوز کاوه. په ډېرو جنګونو کې به د دوښمن پر ښځو او خصوصاْ پر باکره پېغلو، ډله ییز جنسي تیري له دې امله کېدل چې د دوښمن روحیه کمزورې کړي. له بده مرغه زموږ د هېواد د جګړو تاریخ د جنګ پر مهال د جنسي تیریو بې شمېره بیلګې ثبت کړې دي چې بشري حقونو د نقض ستره او لویه بېلګه وه.
د سولې او جنګ په معضلې کې د ښځې ګډون په ځینو هېوادونو کې په یوه واقعي معضله اوښتی. په چیچین، عراق، فلسطین، پاکستان او حتی په افغانستان کې ځینو ښځو د انتحاري حملو له لارې په ځان پسې بمونه وتړل او د یو انساني بمب په څېر یې د جنګ یوه پېچلې دروازه پرانیسته. دې قضیې د ښځو د جنسیتي تعریف په برخه کې د بیا کتنې بحث را پورته کړ چې باید په ټولنه کې د ښځې په جنسیتي وضعې او ونډې بیا کتنه وشي او دا رول یې له سره تعریف شي. همدا راز اوس هم په عراق کې د داعش اسلامپالې جنګي ډلې پر وړاندې د کردي ښځو د پوځي تمریناتو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د ایراني مېرمنو د دا ډول تیاریو خبرې هم په رسنیو کې د داعش پر وړاندې د جنګ په حواله زور اخیستی دی.
افغانستان هم په جنسیتي جګړه کې د ښځو د ځورونې او په جنګونو کې د ښځو له ونډې بې شمېره خاطرې او کیسې لري. د میوند ملالۍ ټپې، سړه او ماته جګړه بریالۍ کړه، په کابل کې د لوټ تالان پر مهال ناهید په جنګ کې له جنسي وحشیانو د خلاصون په موخه ځان وژنه وکړه. په اوسنۍ دوره کې لسهاوو انتحاریانو مقصد ته د رسېدو په خاطر له ښځینه جامو ګټه واخیسته او بې شمېر بې ګناه انسانان یې ووژل.
په جنت کې د یو روایت په استناد د اویاو او د بل روایت له مخې دوه اویاو حورو موجودیت هم د جګړې په تقویه کې ونډه درلودې ده. په پاکستان کې د روزونکو طالباني جریاناتو څخه په لاس راغلي شواهد ښيي چې هغه شمیر انتحاري ترهګرو ته چې د ځان وژنې لپاره چمتو شوي وي د جنت شهادت نامه ورکوي او په جنت کې ورته د هوساینې او د خیر و برکت د تضمین په توګه د ډاډ یو ځمکنی سند ورښيي.
د پاک لمنۍ کمربند چې په انګلیسي کې ورته Chastity Belt ویل کیږي، د جنګ او جګړو پر مهال به د ښځو تناسلي آلې ته ور تړل کېده چې د جنګ پر مهال پرې څوک جنسي تېرۍ ونه کړي چې وروسته بیا نارینو ته هم دې شي رواج پیدا کړ. د دې کمربند د رواجیدو دقیقه نېټه نه ده ذکر شوي خو ځیني شواهد او قراین ښيي چې د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې دا کار تر سره شوی دی.
په کال ۲۰۰۶ کې د مارچ په ۱۲ نېټه د عراق د محمودیې ښار په لویدیځ یوسفیه کلي کې امریکایي ځواکونو په یوه ۱۴ کلنه نجلۍ ډله ییز جنسي تېری وکړ او ورسته یی د هغی ټوله کورنۍ ووژله. دا څوارلس کلنه نجلۍ عبیر الجنابي نومېده چې پنځو امریکايي پوځیانو پرې ډله ییز جنسي تېری وکړ. همدا ډول یې ۳۴ کلنه مور، ۴۵ کلن پلار او ۶ کلنه خور یې پر عبیر تر جنسي تېري وړاندې ووژل. چي پر دې ناوړه پېښې هالیود په ۲۰۰۷ کې د Redacted په نامه فیلم هم جوړ کړی دی.
بولیکا په انګلیستان کې د یوې قبیلې مشري په غاړه درلوده، دا جنګي مېرمن د خپل قدرت پر مټ وتوانېده چې پوځ يې پر رومي لښکر بریالی شي، شهزاده البرت یې تر مرګ وروسته د دې ښځې د مجسمې جوړولو امر ورکړ.
ژاندارک چي په پنځلسمه پېړۍ کې د فرانسې اتله بلل شوې، له انګلیسانو څخه یې د فرانسې د ازادۍ په مبارزه کې د اورلیان د ښار په جګړه کې زیاته وجنګېده چې بلاخره په هغه ښار کې انګلیسان مات شول. د یو شمیر نژدې کسانو د خیانت له وجې انګلیستان ته ور خرڅه شوه چې د محکمې له لوري تر محکومیت وروسته په ۱۹ کلنۍ کې په دومارشه ښار کې ژوندۍ په اور کې وسوځول شوه.
د ښځو د مظلومیت او ترې د راپاڅیدلي جنون او وحشت بېلګې ډاکتر مبارک علي په خپل کتاب (ښځه او تاریخ) کې یو ځای داسې راوړي:
یوه برتانیايي افسر په خپل کتاب (د منځني هند خاطرات) کې یاده کړې، لیکي چې؛ د راجستان په ایالت کې د یوې ښاېسته شهزادګۍ ترلاسه کولو لپاره دوه راجاګان جګړې ته چمتو شوي وو، د شهزداګۍ د پلار مشاورینو مشوره ورکړه چې جګړه د شهزادګۍ په سر کیږي، که شهزادګۍ نه وي نو د جګړې مخه نیول کیږي، د همدې مشورې له مخې شهزادګۍ په زهرو ووژل شوه. په یاده پېښه کې د خفګان خبره دا وه چې شهزاده او شهزادګۍ پخپلو سترګو یو بل نه وه سره لیدلې، یوازې د هغې د ښاېست صفتونه یې اورېدلي وو، شهزداګۍ ته خپل ښاېست د مرګ پېغام راوړ، په دې صورت کې هم د نارینه هوس د ملامتیا پرځای ښځه ملامته شوه.
په جګړو کې له ښځو څخه د ګټې اخیستنې په اړه فمینستان هم په نړیوالو روابطو، د قدرت په سمبالښت او جګړه ییزو قوانینو کې له ریالیستي لیدلوري سره په سخت ټکر کې دي. فیمینستان وایي نظامي کړنې نارینه اړخ لري چې دا د نرانو له خشونت امیزه کړنو سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې ښځې اصولاْ سوله غوښتونکې دي. د فیمنیستانو له انده له جګړې ډډه کېدای شي او باید یې د دولتونو دایمي خصوصیت ونه ګڼو.
فیمنیستان باور لري چې نړیوالو اړیکو ته له نارینه لیدلوري کتل د دې باعث ګرځېدلي چې پر نظامي قدرت زیاته تکیه د دې باعث وګرځي چې د خپلو ګټو او ملي منافعو لپاره یې پشتوانه وګڼو. په داسې حال کې د نظامي قوتونو زیاتول نه یوازې چې د منافعو او ملي امنیت تامین نه شي کولای بلکې نور یې هم ګواښي.
د بحث د خاتمې په خاطر غواړم څو پوښتنې تاسو ته پرېږدم:
- په جګړو کې له ښځو استفاده څه ډول توجیه کوئ؟
- ښځې ولې د جنسي ابزار په حیث تر ننه د جګړې د عاطفي اړخ یو تر ټولو غښتلی محرک پاتې شوی؟
- ایا فیمیستي افکار د دا ډول جریاناتو او نظریاتو په کنټرول کې ونډه درلودی شي؟
- ایا په جګړو کې له ښځو د یو عاطفي او استخباراتي عامل حیث کار اخیستنه انساني کار دی؟