INSAN Magazine

نسبیت څه دی؟ - لومړی څپرکی

۱۴۰۰ د حمل ۲۸مه

لیک: لاندوا – رومر

ژباړه: فهیم سپین‌غر

هغه نسبیت چې موږ ورسره عادت یو

آیا هره بیانیه معنی او مفهوم لري؟

ښکاره خبره ده چې نه. ان که معنی‌لرونکي کلمات وټاکو او د ګرامري قوانینو مطابق جمله جوړه کړو، امکان لري جمله مو معنی و نه لري. مثلاً له «دغه اوبه مثلث شکله دي» جملې څخه سخته ده چې معنی او مفهوم ترلاسه کړو. خو له بده مرغه باید ووایم چې د ټولو جملو بې‌معنی والی په دومره آسانۍ نه معلومیږي. ډېري شیان چې په اول ځل معنی لرونکي او مناسب ښکاري، که چېرې دقیقه شننه او ارزونه یې وشي، بیخي بې‌معنی او پوچ شیان راخيژي.

  • ښۍ خوا او چَپه خوا

کور د سړک پر کومه خوا پروت دی، ښۍ خوا که چَپه خوا؟

دغه پوښتنه دفعتاً نشو ځوابولی. که د پله لخوا ځنګل لور ته حرکت وکړو، کور په چَپه خوا کې دی، خو که له ځنګله څخه پله لور ته حرکت وکړو په دې صورت کې کور په ښۍ خوا کې دی. ښکاره خبره ده چې د سړک ښۍ او چَپې خوا سره باید موږ هغه جهت هم په پام کې ونیسو چې له مخې یې ښی او چپ طرف ټاکو. د سیند ښۍ خوا بیخي بشپړه معنی لري، ځکه چې د اوبو جریان د سیند جهت ټاکي. په دې اساس دا هم کولی شو ووایو چې موټر په ښۍ خوا کې حرکت کوي، ځکه چې خپله د موټر حرکت د سړک یا جادې مسیر ټاکي.

  • همدا اوس شپه ده که ورځ؟

د دغه پوښتنې ځواب د پوښتنې تر ځای پورې اړه لري. کله چې په مسکو کې ورځ وي، په ولادیوستوک کې شپه وي. دلته هیڅ اختلاف نشته. ځکه چې ورځ او شپه نسبي مسئله ده، او دغه پوښتنه تر هغه نشو ځوابولی تر څو پوه نشو چې پوښتنه د ځمکې کرې په کوم ځای کې مطرح شوې.

  • کوم یو ستر دی؟

له لاندې دوو انځورونو څخه په یوه انځور کې شپون واضیح له غويي ستر دی، خو په هغه بل انځور کې غویی له شپون ستر دی. دلته هم هیڅ اختلاف نشته. خبره دا ده چې انځورګر دغه دوه انځورونه له بېلابېلو نقطو کښلي. انځورګر په یوه نقطه کې غويي ته لنډ دریدلی او انځور یې کښلي او په بله نقطه کې شپون ته لنډ دریدلی او انځور یې کښلی. په انځورګرۍ کې د شیانو واقعي اندازه مهمه نه ده، بلکې مهمه زموږ زاویه ده چې له هغه زاویې دغه شیان وینو. ښکاره خبره ده چې د شیانو زاویوي اندازه نسبي ده. د شیانو زاویوي اندازې په باب خبرې تر هغه بې معنی دي ترڅو په فضا کې هغه نقطې ته چې دغه شیان ترې کتل کیږي، اشاره ونشي. مثلاً که وویل شي: «دغه منار د 45 درجه زاویې لاندې لیدل کیږي»، اصلاً واضیح جمله نه ده. بالعکس که وویل شي: «منار له 15 متره واټن څخه د 45 درجه زاویې لاندې لیدلی شو»، بیا نو مفهوم لرونکې جمله ده او داسې معنی لري چې منار 15 متره لوړوالی لري.

  • نسبي، مطلق ښکاري

که د لیدو نقطې واټن کم یا زیات کړو، زاوئوي اندازې هم کمېږي یا زیاتیږي. ځکه خو په ستورپوهنه کې ډیري وخت زاویوي اندازې کاریږي. په ستورپوهنیزه نقشه کې د ستورو ترمنځ زاویوي واټن هغه زاویه ده چې د ځمکې له سطحې دغه ستوري ترې ښکاري. ښکاره خبره ده کله چې له کوم ټاکلو ځایونو ستورو ته ګورو او یا د ځمکې پر سطحه موږ انسانان ګرځو، زاویه دومره لږ تغییر کوي چې بیخي نه حس کیږي، نو ځکه د ځمکې پر سطحه د ځای بدلولو په صورت کې ستوري تل یو شان وینو. زموږ او ستورو ترمنځ واټن بیخي ډېر دی ان تر دې چې د ځمکې پرمخ زموږ له یوه ځایه بل ځای ته تلل او د واټن بدلون یې په مقابل کې اصلاً د پرتلې وړ نه دی، نو ځکه د ځمکې پر سطحه زموږ د ځای بدلون یا زاویوي بدلون په پام کې نه نیول کیږي. په همدې دلیل کولی شو زاویوي واټن د مطلقې اندازې په توګه ومنو. اما که د لمر پر شاوخوا د ځمکې حرکت په پام کې ونیسو په هغه صورت کې زاویوي بدلونونه که څه هم زیات نه دي، خو احساسیږي. اما که د لیدو نقطه له ځمکې څخه یوه بل ستوري مثلاً سیریس (Sirius) ستوري ته ولیږدوو، په هغه صورت کې ټوله زاویوي اندازه بدلون کوي؛ او هغه ستوري چې پخوا له یوه بله لري ښکارېدل، شاید له دغې نقطې یوه بل ته ډېر نیږدې ښکاره شي.

  • مطلق هم نسبي کیږي

موږ ډيري وخت پاس یا لاندې وایو، آیا دغه مفاهیم مطلق دي که نسبي؟

په بېلابېلو زمانو کې خلکو دغه پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکړي. کله چې خلکو ځمکه مسطح ګڼله او نه پوهېدل چې ځمکه کروي ده، عمودي جهت یا «پاس» یې یو مطلق مفهوم ګڼلو. ضمناً داسې یې فرضوله چې د ځمکې په ټولو برخو کې عمودي جهت هماغه یو جهت دی. «پاس» او «لاندې» طبیعي مطلق مفاهیم ګڼل کېدل. کله چې د ځمکې کروي والی کشف شو د «عمودي جهت» مفهوم د خلکو په ذهنونو کې متزلزل شو. د ځمکې د کروي والي په پام کې نیولو سره د عمودي خط جهت تر هغه نقطې پورې اړه لري چې له هغه څخه دغه عمودي خط پیل شوی یا ترې تیر شوی وي. د ځمکې د سطحې په بېلابېلو برخو کې بېلابېل عمودي خطونه شته دي. پاس او لاندې مفاهیم د ځمکې پر سطحه د اړونده نقطې له ټاکلو پرته بې‌معنی خبره ده، نو ځکه دغه مفهوم له مطلق څخه نسبي ته واوښت. په ټول کیهان کې واحد عمودي جهت نشته او په همدې خاطر په فضا کې هرې د خوښې وړ نقطې ته د ځمکې پر سطحه یوه نقطه شته ده، چې پر هغه عمود وي.

سلیم عقل اعتراض کوي

اوس زموږ لپاره دغه موضوعات ښکاره شوي او شک پکې نه لرو. ضمناً تاریخ راته وايي د پاس – لاندي او چپ - ښی نسبي مفاهیمو درک د هغه وخت خلکو ته ډېر اسانه نه و. که چېرې انسانان ونشي کولی په ورځنیو چارو او تجربو کې د نسبیت مفهوم درک کړي، په هغه صورت کې د مطلق مفهوم منلو ته ډېر میل ښيي. په منځنیو پېړیو کې خلکو د ځمکې کروي والي سره له تمسخره ډک غبرګون کولو او ویل به یې: انسانان به څنګه په سر (سرچپه) روان وي!؟ د دغه شان دلایلو تېروتنه په دې کې ده چې د ځمکې د کرویت له وجهې د عمودي خط له نسبیت سره بلد نه وو.

که د عمودي خط نسبیت په پام کې ونه نیول شي او مثلاً په مسکو کې د عمودي خط جهت مطلق وګڼل شي، په هغه صورت کې له شک پرته د نوي‌زیلاند خلک سرچپه یا په سر ګرځي. دا هم په پام کې ولرئ چې د نوي‌زیلاند د خلکو له نظره د مسکو خلک سرچپه یا په سر روان دي. هیڅ ډول اختلاف په دې موضوع کې نشته، ځکه چې عمود جهت په واقعیت کې مطلق نه دی، بلکې یو نسبي مفهوم دی. باید ووایو چې د «عمودي خط نسبیت» پر مفهوم هغه وخت پوهیږو چې له یوې ډېرې لرې نقطې څخه د مسکو او نوي‌زیلاند مثال وڅېړو. اما که دوې لندې نقطې په پام کې ونیسو، مثلاً د مسکو ښار دوه څنګ پر څنګ کورونه فرض کړو په دې صورت کې د عمودي خطونو ټول جهتونه مطلق ګڼلی شو. اما کله چې د ځمکې په اندازه یوې سترې سطحې پرمخ د مطلق عمودي جهتونو بحث مطرح کوو، بیا نو ډېر خندونکې پایلې ترلاسه کوو. پاسني مثالونه ښيي ډيري مفاهیم او تصورات چې موږ یې کاروو، نسبي دي، یعنې هغه مهال حقیقي معنی ترلاسه کوي چې د لیدو شرایط یې هم ورسره یاد شي.

شریک کړئ