«د ځمکې په مدار د تاویدلو پر مهال مې پام شو، ځمکه څومره ښایسته ده. اې خلکو د ځمکې ښکلا مه ورانوئ، راشئ دغه ښکلا وساتو او وده ورکړو.»
دا د یوه زړور، خندانه او د فضايي ساینس او ټکنالوژۍ انقلابي انسان، یوري ګاګارین خبره ده. بشر نن په داسې حال کې د فضامزلو په ځانګړي ډول د یوري ګاګارین لمانځنه کوي چې د خپلو ځانغوښتنو او زورزیاتي له مخې د ځمکې دغه ښکلا ورانوي.
شپیته کاله مخکې ګاګارین د بشریت لپاره تر ټولو ننګونکې او له خطره ډکه تجربه ترسره کوله. شپیته کاله مخکې 27 کلن ګاګارین د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ځمکې د جاذبې خلاف فضا ته د حرکت هوډ کړی و. په فضايي سفرونو د ښه پوهیدو لپاره راځئ لومړی فضا وپېژنو. د فزیک له اړخه هره هغه سیمه چې ماده پکې ځای ونیسي، فضا ګڼل کیږي. په دې اساس د دې متن د لوست پر مهال ستا شاوخوا ټول ماحول فضا ده. ته شاید له دې ځایه پورته شې بل ځای ته لاړ شي، نو په حقیقت کې دې په فضا کې حرکت وکړ. نو آیا تاته فضا مزلی ویل کېدی شي؟ یا ټول هغه مسافرین چې له یوه ځایه بل ځای ته په الوتکه کې ځي، فضا مزلي ګڼل کېدی شي؟ ځواب نه دی. ځکه هره هغه الوتنه چې د ځمکې له سطحې 100 کیلومتره لوړه وي، فضايي سفر دی او د دې سفر مسافرینو ته فضامزلي ویل کیدی شي. بالمقابل ټولې مسافر وړونکې او سوداګریزې الوتنې د ځمکې په ستراتوسفیر طبقه کې چې د ځمکې له سطحې 50 کیلومتره لوړه ده، ترسره کیږي. ګاګارین د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ځمکې له سطحې 327 کیلومتره لوړ وخوت. په بل عبارت ګاګارین د لومړي ځل لپاره د ځمکې ترموسفیر طبقې ته وخوت او د ځمکې شاوخوا تاو شو. د نوموړي دغه الوتنه 108 دقیقې وه.
شاید تاسې وپوښتئ چې آیا هر سړی فضامزلی کېدای شي. په ټوله کې ځواب هو دی. هر سړی کولی شي فضامزلی شي، خو مشروط په دې چې ځینې مخکیني چمتوالی ولري. مثلاً هر هغه څوک چې غواړي فضامزلی شي باید د جیټ الوتکې پیلوټ وي او لږ تر لږه 1000 ساعته یې الوتنه کړې وي. د دې ترڅنګ په ساینس، ټکنالوژي، انجنیري او ریاضیاتو کې باید لیسانس ولري. د بې وزنۍ او د وزن د زیاتېدو ځینې ډېر ستونزمن تمرینونه باید وکړي. جسمي او رواني حالت یې باید ډېر ښه وي. په دې صورت کې بیا کولی شي فضامزلی شي.
په ډېرو علمي محافلو کې نیوکه کیږي چې ولې بشر میلیاردونه ډالر مصرفوي او انسان فضا ته لیږي داسې حال کې چې په ځمکه کې انسان له لوږې هلاک دی؟ د دې پوښتنې ځواب په همدې او له دې وروسته پاراګراف کې تاسو ته حل کیږي. ټول ژوندي موجودات هڅه کوي تر څو ژوندي پاتې شي. یعنې تول ژوندي موجودات د پايښت په مبارزه بوخت دي. زمری غواړی ژوندی پاتې شي او د دې کار لپاره د خپلو تېرو منګولو او داړو په مرسته د طبیعت له سرچینو ګټه اخلي. لړم او مار د پایښت لپاره زهر لري او ځان پرې ساتي. د بقا په مبارزه کې انسان د ژوندي موجود په توګه څه لري؟ انسان عقل لري. انسان تېرې منګولې او داړې نه لري، خو د خپل عقل په مرسته وسایل جوړوي تر څو د تیرو داړو، منګولو، زهرو او... ګټه ترې واخلي. تېر ژمی په کوڅه کې کور ته را روان وم هوا سړه وه، یو سپی پیتاوي ته پروت و. ور پام مې شو. دغه منظره ماته ډېره جالبه تمامه شوه. انسان هم په ژمي کې پیتاوي ته کښیني او پوهیږي چې سړه هوا یې د مړینې سبب کیږي. سپی هم په دې پوهیږي چې زه باید په سړه هوا کې سیوري کې ونه اوسیږم بلکه پیتاوي ته راشم. د طبیعت له منابعو څخه د ګټو اخیستلو په اړه د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو توپیر دا دی چې انسان د څېړنو او پلټنو په مرسته ځانونو ته داسې امکانات چمتو کړي چې د طبیعي سرچینو د نه شتون په صورت کې ګټه ترې اخلي. مثلاً بخارۍ، اې سي او تبۍ یې جوړې کړی چې د لمر د نه شتون په صورت کې ګټه ترې اخلي. په همدې توګه په ټولو برخو کې انسان هدفمندې څېړنې کوي، چې فضايي څېړنې یې هم یوه برخه ده. نن موږ د فضايي سفرونو په برکت په سایبر عصر کې ژوند کوو، د خواله رسنیو له برکته هرکله چې وغواړو خپل ډېر لرې پروت ملګری یا خپل لیدلی او بنډار ورسره کولی شو. چې دا چاره د هماغه لومړنۍ سفینې، لومړني حیوان، لومړني انسان او لومړني ښځې د استولو له وجې ممکن شوې. بل تر ټولو مهم بحث دا دی چې زموږ او ستاستو نوعې، زموږ د پلرونو د قارهیي سفرونو له برکته اوسني حالت ته تکامل کړی. تکامل د طبیعت ضروري قانون دی. یوه اساسي پوښتنه چې مطرح ده هغه دا ده چې که تکامل د طبیعت قانون دی، نو د انسان بل تکاملي حالت به څرنګه وي؟ دغه مسله هم تر ډېره د فضايي سفرونو په مرسته حل کیدی شي. شاید د فضايي سفرونو له برکته د انسان ډېره متفاوته نوعه را څرګنده شي. مثلاً نن سبا آوازې دي چې ډېر انسانان به مریخ سیارې ته ولیږدول شي. مریخ سیاره د ځمکې د سیارې په پرتله کمه جاذبه لري. یعنې که په ځمکه کې زه یو متر ټوب واچوم په مریخ کې له دې چې جاذبه کمه ده زما ټوپ به تقریباً دوه نیم متره وي. په همدې توګه د ځمکې د ډېرې جاذبې له وجې زموږ قدونه محدود اوږدوالی لري. زموږ ونې تر یوه ځانګړي حده وده کوي. اوس که چېرې همدا انسان مریخ کې مستقر شي، د مریخ د کمې جاذبې له وجې به سل ګونه کلونه وروسته موږ درې متره یا څلور متره اوږده انسانان ولرو، دغه انسانان به د اوسیدلو لپاره ډېرې لوړې ودانۍ ولري. په طبیعت کې د بقا قانون وايي چې تر ټولو قوي ژوندی موجود به بقا کوي. په دې اساس د جسمي لحاظه زموږ ستره او لوړه نوعه به په طبیعت کې خپله بقا تضمین کړي. دا او دې ته ورته ډېر مسایل د فضايي سفرونو له برکته شوي او ممکن وشي.
بېرته راګرځو ځمکې ته او د ځمکې هغه سیمې ته چې ګاګارین په 1961 کال کې ترې فضا ته والوت. دلته یوه ډېره مهمه پوښتنه را ولاړیږي. له شوروي سربیره ډېر نور هیوادونه هم وو چې په ټکنالوژۍ او صنعت کې ډېر پرمختللي وو او ان تر دې چې له شوروي سره یې سیالي هم کوله. نو ولې شوروي وتوانید چې د فضايي سیالیو مخکښ شي؟ لومړۍ سپوږمکۍ یې فضا ته ولېږله، لومړی حیوان یې فضا ته ولېږه، لومړی انسان یې فضا ته ولېږه، لومړی ښځه یې فضا ته ولېږله او ان تر دې چې زموږ او ستاسو لومړی افغان یې هم فضا ته پرتاب کړ. د دې پوښتنه د پوهیدو په موخه باید موږ د شوروي د هغه مهال ټولنه تحلیل او تجزیه کړو. د ټولنې د تجزیې لپاره مارکس موږ ته یو طلايي قانونه راکړی. مارکس ټولې انساني ټولنې په پنځو تاریخي پړاونو ویشي. له لومړي کمون او کمونیزم پرته نورې ټولې تاریخي دورې (غلامۍ دوره، فیوډالیزم او پانګوالي) دورې، طبقاتي مبنا لري. شوروي د 1917 کال د اکتوبر له انقلاب وروسته وکولی شول چې داخلي انساني تضادونه له منځه یوسي او په نسبي توګه یوه بې طبقاتو انساني ټولنه جوړه کړي. یعنې شوروي وتوانید چې له فیوډالیزم څخه پرته له دې چې له پانګوالي مرحلې تېر شي، سوسیالیزم ته ولاړ. د هغه مهال شوروي د خپلو اتباعو اساسي اړتیاوې چې کور، ډوډۍ او کالي وې، پوره کړې وې. نو د مارکسیزم- لنینیزم مکتب له مخې انسان تل په مبارزه کې وي، کله چې طبقاتي مبارزه پای ته ورسیږي، بیا نو یو انقلابي انسان ته بویه چې له طبیعت سره مبارزه وکړي او طبیعت کنترول کړي. شوروي د خپلو ټولو مادي، معنوي او انساني ځواک سره د فضا په کنترول بوخته وه، داسې حال کې چې ټول سیال هیوادونه یې لا له داخلي تضادونو نه وو را وتلي او یوه طبقاتي، غیرانساني او له زورزیاتۍ ډک حالت کې اوسېدل. په لنډ ډول ویلی شو چې سوسیالیزم د شوروي د بري راز و. کله چې د فضا بحث را پورته کیږي نو د ځمکې اوسیدونکي د نورو سیارو او موجوداتو په وړاندې د «موږ» په توګه یا د ځمکې د اوسیدونکي په توګه مطرح دی، نو باید له فضايي ماموریتونو وړاندې، لومړی موږ شو. شوروی نه یوازې د خپل ولس په موږ کېدو کې بریالی شو بلکه د موږ کېدو د اثبات لپاره یې زموږ او ستاسو لومړی فضامزلی عبدالاحد مومند هم فضا ته پورته کړ. په دې اساس ویلی شو تر هغه چې د زورزیاتۍ او ځانغوښتنې له امله طبقاتي ټولنې موجودې وي، زموږ فضايي ماموریتونه به نه یوازې ناکام وي بلکه منطق به هم نلري. ځکه ټولې فضايي هڅې د انساني نسل د بقا او د انسان د بقا لپاره دي، خو موږ د لومړیتوبونو د نه مدیریت له وجې انسانان له لوږې وژنو او بیا دعوی کوو چې فضايي ماموریتونه د انسان د رفاه او ژغورنې لپاره ترسره کوو. د بشر د ځانغوښتنو په هکله د بیدل دهلوي شعر چې د احمدظاهر په جادويي غږ ویل شوی را په یاد شو، په همدې شعر به دغه لیکنه هم پای ته ورسوو:
نبری ګمان که مفتح به خدا رسیده باشی
تو زخود نرفته بیرون، به کجا رسیده باشی؟
نګهی جهان نوردی، قدمی زخود برون آ
که زخود اګر ګذشتی، همه جا رسیده باشی