۱: عقل څه ته وايي؟
د انسان پیدایښت او عقل یو له بله سره تړلي ګڼل کېږي. انسان د عقل په استعمال د الله د نورو مخلوقاتو څخه په توپیر ژوند تېروي، دا پدې مانا چې همدغه عقل انسان ته له نورو مخلوقاتو توپیر ورکوي، د انساني اخلاقو چوکاټ د عقل په پایه ولاړ ګڼل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې اخر عقل څه ته وایي؟
عقل عربي کلمه ده چې د تړلو، مهارولو او ساتلو په مانا استعمالېږي. عقل له عقال څخه اخیستل شوی، عقال هغه پړي ته وایي چې د اوښ د مهارولو یا له پښو څخه د تړلو لپاره استعمالېږي. عقل په پښتو ژبه کې د پوهې او هوښ په مانا استعمالېږي. عقل په اصطلاحي مانا د انسان هغه اروایي قوه ده، چې د انسان کړه وړه تر کنترول او ارادې لاندې راولي. عقل په قران کې هم د پوهې او هوښ په مانا استعمال شوی دی. په فلسفه کې عقل د حقیقتونو د پیدا کولو قوې ته ویل کېږي. عقل د خبرې کوونکي نفس (ناطق نفس) د ساتونکي او هغه ته د شرف او ښایست ورکونکې قوې په توګه پېژندل کېږي. د عقل د وېش په اړه مختلفو علماو او فیلسوفانو نظریې وړاندې کړې دي، خو د دیکارت له نظره عقل په دوه ډوله دی: نظریاتي او عملي عقل.
نظري عقل د مسایلو، شیانو او کړو وړو د ادراک او پوهېدا دنده پر غاړه لري او د هغوی په اړه د قضاوت دنده ترسره کوي. عملي عقل هغه قوه ده، چې د انسان کړه وړه کنترولوي او هغه د انسان تر ارادې لاندې راولي، پدې مانا چې عملي عقل انسان د یو عمل په کولو یا نه کولو تنبېه کوي. په اسلام کې تر هر بل دین زیات د عقل او تفکر د قوې د استعمال او له هغه څخه د کار په اخیستنې ډېر تاکید او امر شوی دی. د عقل کلمه په قران کې ۴۹ ځلې راغلې ده. په قران کې د مومن او مسلمان لپاره عقل د ژوند اساس او د ارزښتناکې ځانګړنې په توګه یاد شوی دی، حال دا چې کفار او مشرکین له دې نعمت څخه محروم دي.
عقل د قران، سنت او اجماع تر څنګ د اجتهاد څلور ګونو مراجعو څخه یوه مرجع ګڼل کېږي. د عقل پر بنسټ قیاس ترسره کېږي. په قران کې عقل د حق او باطل ترمنځ د توپیر د قوې په توګه یادېږي، کفار او مشرکین دا قوه نلري، نو ځکه هغوی ته د عقل د نه لرونکو(جاهلو) په توګه اشاره شوې ده. بالاخره داسې ویلی شو چې عقل دپوهې په ذريعه په حقيقت باندې دپوهېدلوکوښښ دی او د حواسو په ذريعه چې کومه پوهه ترلاسه کېږي دهغې په رڼاکې حقيقت ته رسېدل بلل کېږي.
د عطالله حیران لیکنه (مینه او عقل) کې د عقل په اړه داسې یادونه شوې ـحضرت امام غزالي (رح) دعقل په اړه داسې وايي: عقل هغه نوم دى، چې داشتراک په غرض پرڅلورومعناګانواطلاق کېږي.
(اول): عقل هغه صفت دى چې انسان يې په لرلوسره دنورو حيواناتوڅخه بېلېږي .
(دويم): عقل عبارت لههغو معلوماتو څخه دى، چې په مميز(رسېدلي) وړوکي کې په وجودراځي .
(درېېم): عقل عبارت دهغوعلومو څخه دى ، چې لهتجربې څخه حاصلېږي.
(څلورم): عقل عبارت لههغې قوې څخه دى چې دکارپه عواقبوپوه شي او هغه شهوتونه چې دلذتودژرتېرېدوموجبګرځي له منځه وباسي. عقل په لاندې ډولونو هم وېشل شوی دی:
- طبیعي عقل
- بدیعي عقل
- تجربوي عقل
- پوخ عقل
حضرت امام غزالي (رح) وايي:طبيعي عقل دژوند د پايښت لپاره مهم دى لکه چې عادي انسان دطبيعي عقل په واسطه داکار نه کوي چې له یوې واسطې پرته ځان له یو لوړ ځایه را پرېباسي.
بديهي عقل هغه دى چې ذهناً اسانه وي، مثلاً ددې عقل څښتن په دې پوهېږي، چې د (دوو) عدد تر (يوه) عدده لوی دی. تجربوي یا اکتسابي عقل هغه دى، چې د تجربې څخه انسان ته حاصلېږي مثلا: وړوکى دویم ځلي اور ته لاس نه اچوي ځکه چې اور ته د لاس اچولو له کبله په لومړي ځلي سوځېدلی دی، نو د همدې تجربې په اساس اوس ځان ترې لرې ساتي. پوخ عقل هغه دى چې موقتي ظاهري شيان د پوخ عقل څښتن نشي خطااېستلاى او پر نفس او خواهشاتو غالب وي. په دې کې شک نه شته او له دې نه سترګې هم نه پټېږي، چې عقل د انساني ژوند لپاره ډېرې رڼاګانې او اسانتياوې برابرې کړې دي لکه ساينسي کشفيات، د تمدن پرمختګ، سياست، په ټولنه کې نظم، د انسان د سوکاله ژوند لپاره نوې نوې هر ډول لارې چارې او همداسې نور. ... دا هرڅه موږ د عقل پر مټ کړي تر څو مو ژوند په منظمه توګه پرمخ لاړ شي او د ژوند هره اړتيا مو پوره شي.
په پایله کې همدومره وایم که وغواړو د یو پیاوړي او ګټور انسان په توګه ژوند تر سره کړو باید د عقل له پیاوړې قوې څخه د ژوند په هره برخه کې کار واخلو ترڅو نه یوازې اخلاقي معراجونو ته ورسېږو، بلکې د دارینو ګټې مو هم په نصیب شي.
۱: عقل او اخلاق
اخلاقي میعارونه او تضمینونه له کومه ځایه پیدا کېږي؟ پدې اړه کېدای شي مختلف نظریات موجود وي، خو یوه مسله چې په ټولو پوهانو کې شریکه او د ټولو په خوښه ده هغه دا چې عقل موږ ته د کارونو د کولو او نه کولو پوهه را کوي د بېلګې په ډول عقل موږ دېته هڅوي چې باید ځینې ځانګړي قوانین یا د ژوند د تېرولو تګلارې پخپل ورځني ژوند کې خپلې کړو او کنه موږ نشو کولای بریالی ژوند وکړو، د مثال په توګه د کسبي عقل یا تجربوي عقل له مخې موږ پوهېږو چې ښوونځي ته تګ، د پوهنتون زده کړې او بالاخره لوړې زده کړې زموږ د بریالي او هوسا ژوند لپاره لاره برابرولی شي. یا کله چې موټر چلوو د سرې اشارې په لیدو باید موټر ودرو او د شنې اشارې انتظار وباسو ځکه دا کار موږ له ترافیکي حادثې څخه ژغورلی شي. خو په مذهبې ټولنه کې الهي احکام د ژوند د تېرولو هغه اساسي تګلاره یا لید لوری ټاکي، پدې مانا چې په اسلامي ټولنه کې قران او سنت موږ ته د اخلاقي میعارونو د خپلولو حکم کوي او همدا دوه مرجعې موږ ته د ورځني ژوند د تېرولو حدود ټاکي، چې موږ یې باید د بریالي ژوند د ترسره کولو لپاره خپل کړو.
د اخلاقي معیارونو د ټاکلو لپاره مسلمانان یو منل شوی اصل لري هغه دا چې هر هغه کار چې الله او دهغه رسول یې د کولو حکم کړی وي هغه عملي کوي او هر هغه عمل څخه چې الله او د هغه رسول منعه کړې له هغه ځان ساتي، خو بیا هم د هغه نفي او عملي کولو کار په عملي توګه د عقل د استعمال په اساس ترسره کېږي.
دویم، په کومو ټولنو کې چې د اسلامي شریعت څخه بې خبري او یا هم انکار موجود دی هلته د عقلي دلایلو په خپلولو یا د تجربوي یا اکتسابي عقل په استعمال سره انسانان د هغو کارونو څخه ځانونه ساتي چې په انفرادي یا ټولنیز ډول د انسان لپاره تاوان لري لکه د شرابو څښل یا د مخدره موادو استعمال. تاسو وګورئ نن په لویدیځ کې حکومتونه تر ټولو زیات پام او کار په دې کوي چې څنګه خلک د شرابو له څښلو او د مخدره موادو ، سګرټو له استعمال څخه را وګرځوي ځکه چې دوی یې په اکتسابي یا تجربوي توګه په انفرادي او ټولنیزو تاوانونو پوه شوي دي. نو لدې کبله ویلی شو چې د اخلاقي میعارونو د پېژندنې او دهغوی د عملي کېدا لپاره د عقل قوه استعمالېږي تر څو انسانان وکولای شي په ښه توګه د ژوند ورځنۍ چارې په مخ بوځي. د عقل د پوهې توان دومره هم پراخ نه دی چې د کایناتو او د کایناتو د خالق په ټولو رازونو او ارزښتونو پوه شي. د همدې ناتوانۍ له امله یې د لارښوونې او لا ښه استعمال لپاره د کایناتو خالق د کتابو او صحیفو په بڼه لارښوونې را استولې دي. په دې اړه په قران کې داسې یادونه شوې چې یعلمکم ما لم تکونو تعلمون (بقره ۱۵۱) - الله تاسو ته هغه شیان در وپېژندل چې تاسو نه پرې پوهېدئ. دا پدې دلالت کوي چې یوازې د عقل په لرلو موږ انسانان د کایناتو په ټولو ځانګړنو د خپل ژوند د تېرولو په طرز او طریقو نشو پوهېدای، نو ځکه الهي لارښوونې ته اړ یو. په دې دلیل ویلی شو چې عقل موږ ته د اخلاقي میعارونو د کړنو او نه کولو په اړه پوهه یا لارښوونه کوي خو دداسې میعارونو په ټاکلو او خپلولو کې راسره تر ډېره بریده پرته له الهي لارښوونې او هدایت مرسته نشي کولای چې موږ یې پخپلو هوسا او بریالی ژوند خپل کړو. دا چې په قران کې د ډېرو مسایلو په اړه تفیصل او تفسیر نشته نو ځکه د سنتو څخه ددې کار د ترسره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او سنت د قران د شرحې په مانا منل شوي دي. د عایشې رض عنها څخه چې کله د پیغمبر علیه صلام د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو دهغې ځواب همدا و چې د پیغمبر علیه سلام اخلاق په قران عمل دی.
بالاخره ددې بحث څخه دا پایله تر لاسه کولو چې عقل د اخلاقو د معیار د ټاکلو لپاره د یو عمل د ګټور والي، د اخلاقي احکامو او نصوصو شتون او د اعمالو حقیقتوالي ته اړتیا لري، تر څو انسان یې پخپلولو کړو وړو کې خپل کړي او پدې توګه بریالی ژوند وکړي.
۲: اخلاقي فساد:
په افغانستان کې اداري فساد، اخلاقي فساد او ورته ټول نور ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري فسادونه په صعودي سیر روان د اوج نکتې ته رسېدلي دي. ددې لویو ناورینونو لاملونه ډېر دي، خو یو لامل یې هم زموږ په ټولنه کې په ټولیزه توګه د نوموړو بدو کړنو له بدو پایلو څخه نامعقوله تېښته ده. کله چې موږ له تعقل یا د عقل له استعمال څخه لاس پر سر شو، نو پدې وخت کې لنډ مهاله ګټه یا خوښي زموږ په مغزو او زړونو ولکه کوي او د داسې کړنو له بدو انزارو څخه موږ ړانده تیرېږو. د مثال په توګه هر اخلاقي فساد چې نن یې موږ مرتکب کېږو، د ساري ناروغۍ په څېر په ټولنه کې په تېزۍ خپرېدونکی دی، چې بالاخره زموږ تر کور او کورنۍ پورې ځان په منډه منډه را رسوي. نن که موږ په لارو کوڅو کې ښوونځیو او پوهنتون ته تلوونکې نجلۍ (خپلې خویندې او لوڼې) په عذابوو او د هغوی پر وړاندې خنډونه راولاړو، چې متاسفانه په کابل ښار او د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې د ایله ګردو ځوانانو ورځنۍ دنده ګرځېدلې ده، نو باید پدې پوه شو، چې یو څوک په همدې ناوړه ناروغۍ مبتلا زموږ سکه خور او لور ته ورته خنډونه او سپکې سپورې په زړه کې ساتي، ددې لپاره چې دداسې کړنو پر وړاندې مبارزه وشي او ټولنیز اخلاق را منځته شي باید د تعقل څخه کار واخیستل شي او د خپلو کړنو د ناوړه انزارو یا پایلو ته باید جدي پام وکړو.
یو بل مثال، نن سبا په عام توګه موږ افغانان یو په بل د بې باورۍ په ناروغۍ اخته یو، چې له مخې یې تل کوښښ کوو هر مقابل وګړي ته د شک په سترګه وګورو. موږ نن سبا د شخصیت وژنې په یوه ډېره بده ناروغۍ اخته یو. موږ نن د یو چا شخصیت د عقدې له مخې په ټولنه کې کنځو او په یو چا پورې تهمت، غیبت او دروغ تړو. دا پدې مانا نه ده، چې هغه تن زموږ له ورته انګېرونو او خبرو څخه نه خبرېږي، بلکې کېدای شي هغه زموږ او ستاسو له شاوخوا ملګرو څخه چې زموږ خبرې اوري له ځینو نورو ناوړه او غلیظو زیاتونو سره یوځای هغه مخاطب ته چې موږ یې په وړاندې دا خبرې کړي ورسوي. دداسې ویناو کېدای شي دواړه بدې پایلې رامنځته شي. لومړی دا چې ملګری به له موږ او تاسو خپه شي او له دوستۍ او ملګرتیا به لاس واخلي او بل دا چې کېدای شي هغوی هم په ورته کرکجنو خبرو او تهمتونو لاس پورې کړي، چې دا نه یوازې د شخصیتونو د ټیټوالي او سپکوالي سبب ګرځي، بلکې ددې تر څنګ د ملګرو ترمنځ د یو ناوړه دود په توګه د ټولنې د ځوانو شخصیتونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا د رامنځته کېدو سبب ګرځي چې بالاخره د ټولنې د ستونزې د زیاتوالي سبب ګرځي.
نن افغانان په همداسې یو ګرداب کې را ګیر دی چې یو له بله بې باوره دي، په شتو شخصیتونو کې بې شخصیته دي او په لویه کچه یې افغاني ټولنه د شخصیتونو له تشې سره مخ کړې ده. د ورځني ژوند په ترسره کولو کې د ژوند دتېرولو د عقلي لارو خپلول کولای شي موږ د خپلې ټولنې د لویو لویو ستونزو څخه د ژغورولو لپاره وهڅوي او پدې توګه کولای شو چې د یو اخلاقي انقلاب په بناء کولو ټولنیز اصلاحات رامنځته کړو، چې نه یواځې زموږ د ملي یووالي سبب ګرځېدای شي، بلکې په نړۍ کې به زموږ د ملت د عزت او قدر سبب هم وګرځي. د افریقا لویه وچه په ننني پېر کې د نېلسن منډیا په نامه پېژندل کېږي. هر څوک چې د هندوستان نوم اخلي د ګاندهي نوم یې وار دمخه تر حواسو رسېږي، دا ځکه چې د افریقا او هندوستان ملتونو د بیداره ملتونو په توګه د خپلو شخصیتونو د پاللو او روزلو دنده ترسره کړې او نن یې دا ستر ویاړونه په نصیب دي.
بیداره ملتونه په ژوند کې د عقل په استعمال سره بیداره ګڼل کېږي او پدې توګه دوی د خپلو شخصیتونو د لوړوالي او روزنې سره مرسته کوي تر څو په انفرادي او ټولنیزه توګه د لویو او وړو ستونزو پر وړاندې معقول غبرګون خپل کړي او د اخلاقي فساد پر وړاندې ستره مبارزه ترسره کړي.