INSAN Magazine

له عقله محروم...!

اسد ۲۷مه ۱۳۹۸

عقل او اداري فساد:

که ادارې فساد ته په بده سترګه ګورو، نو بیا ولې د موټر چلولو په وخت کې د موټر چلولو ټول قانونې اسناد لکه د موټر چلولو لایسنس او جواز سیر له ځانه سره نه ساتو؟.  که موږ دا اسناد له ځانه سره ولرو کولای شو د ترافیکو له ناجایزه او ناقانونه غوښتنو څخه، چې د لایسنس په نه شتون کې یې له موږ څخه کوي، مخنیوي وکړو.

په دې توګه به مو له یوې خوا له ترافیکو څخه د رشوت غوښتلو پلمه مروړلې وي او له بلې خوا به مو له قانوني سزا څخه د خلاصون لپاره په لوی لاس خپل ځان رشوت ورکولو ته نه وي اړ کړی.

همدارنګه که دا هر څه له ځان سره لرو ولې د موټر چلولو پر مهال له قانوني تګلوري څخه سرغړونه وکړو؟.  په غلط لاس تګ یې یو مثال دی چې بالاخره په څلور لارې کې ولاړ ترافیک په لوی لاس دې ته هڅوو چې له موږ سره په یوه معامله کې کېوځي.

زموږ په ټولنه کې د ادارې فساد ډیرې داسې وړې او لويې بېلګې شته چې زموږ ناغېړي، ناپوهې، نامعقولیت او بلاخره نامعقوله بیوروکراسي یې سبب ګرځي.

حکومتونه دنده لري چې ولس ته په وخت او سم خدمات عرضه کړي، خو دا چې زموږ حکومتي بیوروکراسې ډېره زړه ده لویو او د نوي عصر پرمختللیو اداري اصلاحاتو ته اړتیا لري، تر څو یې هغه برخې پرې شې چې اوس یې شکل او  ډول ور بدرنګ کړی.  له بده مرغه دا کار نه دی په کې ترسره شوي. موږ لا هم د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره څه له پاسه لسو لاسلیکونو ته اړتیا لرو، موږ باید له ښوونځي څخه د فراغت د بری لیک د تر لاسه کولو لپاره له ولسوالۍ څخه تر کابله لارې ګودرې ووهو، دا هر څه په لوی لاس د بیوروکراسې په پلمه ادارې فساد ته لاره هواروي.

د ادارې فساد دویم لوری ولس دی. ولس له خپلو مسوولیتونو څخه بې خبره دی، په لوی لاس یې فاسد او په فساد کې ښکېل استازي ولایتې شورا، ولسې جرګې او بالاخره مشرانو جرګې ته ټاکلي دي. لوستي افغانان چې ډېری په لویو ښارونو کې ژوند کوي، اکثره یې د ناقانونه کړنو او له قانون څخه د بشپړ نه ملاتړ له امله په لوی لاس ځانونه په ادارې فساد کې ښکیلوي، چې د موټر چلولو پر مهال د قانوني اسنادو نه لرل یې ښه مثال دی.  په هر ډګر کې د خپلو کړنو د تر سره کولو لپاره د قانوني لارې پر ځای د فساد پر مټ د لنډې خو بدې لارې انتخابونه د فساد سبب ګرځي.

که پخپلو ورځنیو کارونو کې د هغو مسوولیتونو پر وړاندې چې موږ یې د ټولنې د سمونې او جوړونې لپاره لرو، مسوولانه برخورد وکړو، ماته ښکاري چې ډېرې ستونزې به مو حل شي او له فساد څخه به په اسانه او لږ وخت کې ځانونه او خپل ملت خلاص کړو

 

د عقل غاښ:

انسانانو د ژوند په لنډ او تنګ سفر کې ډېرې ښکلې تجربې او د ژوند کولو ښکلې او په زړه پورې  لارې اختراع کړې دي. ځینې دې ته مجبوره شوي چې د اوږدو مزلونو  د رانډولو لپاره په الوتنه فکر وکړي چې د همدې فکر په پایله کې یې الوتکې، چورکلې او نورې وسیلې اختراع کړې دي.

ځینو بیا غوښتل چې په تیاره کې کتاب ولولي او تیارې رڼا کړي، نو د برېښنا ایجاد یې وکړ، د همدې اړتیاوو پر بنسټ یې ډیر نوښتونه کړي دي، په حقیقت کې د همدې نوښتونو عمرونو ته په کتو یې د غاښونو د راختلو وخت او نومونه  هم ویشلي دي. تقریبا په ټولو ټولنو کې د انسان د ژامې وروستې دوه ښکتنې او دوه پورتنې غاښونو ته د عقل غاښونه وایې په انګلیسې کې ورته Wisdom Teeth ویل کېږي. علت یې روښانه دی، ځکه دا د عمر له شپاړس کلنۍ څخه تر څلوېښت کلنۍ پورې را خیژي او  په دې وخت کې د انسان عقل مخ په پخېدو وي. د ژوند په دې پړاو کې انسان په عقل او سوچ قدم پورته کوي او د وړو په څېر له کم عقلۍ څخه کار نه اخلي. د دې عمر انسانان د ځان د هوساینې سره سره د ټولنې د هوساینې او سوکالۍ لپاره هم فکر کوي. کوښښ کوي چې داسې کارونه ونه کړي چې د ماشوم او بې عقل ګومان پرې وشي. په ټولنه کې د داسې کسانو شتون د دې په مانا دی چې دا ټولنه نوره د کم عقلو کسانو له ولکې او واک څخه وتلې ده او ټولنه نور د معقول مشرتابه په مشرتوب خپل صعودي یا د پرمختګ یون طي کوي. خو کله چې موږ خپلې افغانې ټولنې ته ګورو، داسې بریښي چې زموږ په ټولنه کې د یادو شویو کسانو کمښت دی او یا دا چې لا تر اوسه مو د عقل غاښونه نه دي را ختلي.

زموږ ژوند لا هم د ماشومانو په څېر په وړو وړو ستونزو کې ښکیل ښکاري، اوس هم موږ د ځان د خوښۍ په لټه کې یو او بل له نظره غورځوو، ګاونډی نه پیژنو او د هغه له حقه ناخبره یو، لا هم د پوهې او علم په ګټه نه پوهېږو او ښوونځیو ته اور اچوو، لا هم د اختر خوشحالې په نویو کالیو او لمن ډکه میوه کې ګورو، د روژه ماتې اذان خوند راکوي خو د روژي له برکاتو او حسناتو نا خبره یو، لمونځ د خپل سیوري د ټیټدا، پورته کېدا لپاره کوو او د کلي مرغۍ په ونو کې نه پرېږدو.

 

له عقله نفرت:

افغانان خوشبتخانه په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوي، دا پیړۍ د علم، پوهې او ټیکنالوژۍ پېر بلل کېږي.  دا هر څه په عقلي توانايۍ پورې تړلي ارزښتونه یا ځانګړنې دي. اوس پوښتنه دا ده چې دا خوشبختي چې موږ د علم او پوهې په پېړۍ کې ژوند کوو، زموږ په هیواد او ټولنه کې محسوسه ده  او که نه؟.

د دې لپاره چې په دې پوه شو چې موږ د روان پېر سره په کاروان کې څنګه او په کوم لوري مزل کوو، غواړم د خپلې ټولنې، خپل هېواد یو څو ریښتیني مثالونه وړاندې کړم.

 مونږ د روانې پیړۍ له پیل سره سم یوې نړیوالې جګړې ته غېږه پرانیسته، داسې یوه جګړه چې نه یې موخې زموږ دي او نه یې هم د مزل لید لوری زموږ په واک او اختیار کې دی. د روانې پیړۍ په اوله لسیزه کې موږ د نړۍ په کچه تر ټولو د زیات ادارې فساد لرونکي هېواد په توګه وپيژندل شو، په بده حکومتواله کې هم د نړۍ په لومړې کتار هېوادونو کې راځو، د مور او ماشوم مړینه مو د نړۍ تر ټولو هېوادونو زیاته ده، د سواد او زده کړې د کچې له مخې موږ په نړۍ کې تر ټولو په ټیټو هېوادونو کې راځو، د کډوالۍ کچه او د زیاتو کډوالو لرونکیو هېوادونو په سر کې یو، بې کاري او غربت را کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات دی، د عمر اوسط مو د سیمې په کچې تر ټولو ټیټ دی، لاهم زموږ په هېواد کې د پولیو، چیچک، توبرکلوز، لشمانیا، ملاریا، سرخکان او ورته نورو ناروغیو، چې نړۍ یې مخه ډب کړي، له پراخ ساریتوب سره شتون لري. اوس پوښتنه دا ده چې ایا موږ نه غواړو له دې ستونزو څخه خلاص شو او د نړۍ د پرمختګ او پوهې په روان بهیر کې له سیالانو سره په سیالۍ سفر وکړو او که څه نور علتونه لري؟.

سالم او عاقل انسان دې پورته بدبختۍ د ځان لپاره په ورین تندي ومني. اصلا عقل د داسې ستونزو د منلو سره یو ځای د حل په لارو فکر کوي، انسان دې ته مجبوروي چې باید د شته بدبختیو په وړاندې سالم فکر وکړي او ځان له دې بدبختیو څومره ژر چې کیږي خلاص کړي. نننۍ پرمختللي اروپا د شلمې پیړۍ په پیل کې د خپلمنځیو جګړو له امله د افغانستان له اوسنې حالت څخه په بدتر حالت کې وه.

 په لومړۍ او دویمې نړيوالې جګړې کې په لسګونو میلیونه اروپایان ووژل شول، د ناروغیو، غربت او بدې حکومتوالۍ له امله د شلمې پیړۍ تر ټولو بدبخته ملتونه او هېوادونه پېژندل کېدل، خو دا چې مجبوریت د ایجاد او نوښت مور ګڼل کیږي، اروپایانو د شلمې پیړۍ په منځ کې د ګوتو په شمېر کلونو کې خپل هر څه بدل کړل، خپل بخت یې پخپله ځان ته وټاکه. له جګړې څخه یې کرکه پیل کړه او د عقل سره یې مینه وکړه، د خپل عقل په قوت یې ځان د ټولو ورپېښو بدبختیو څخه خلاص کړ. افغانان نن همداسې یو معقولیت ته اړتیا لري، که غواړي چې له روان بحران څخه په بریالیتوب ووځي او د نړۍ په روان کاروان کې ځان ته ځای جوړ کړي باید چې له عقدې، حقارت او کرکې لاس واخلي.

 د روان بحران د حل په لارو ملي فکر وکړي او په یوه خوله او یو فکر د هېواد په جوړونې او د شته ننګونو په وړاندې یو موټی شي تر څو وکولای شي د سیالانو سیال شي او د یویشتمې پیړۍ له خوشبختیو څخه استفاده وکړي.

شریک کړئ