INSAN Magazine

ایډوارډ برنیز: د پروپاګنډا او عامه افکارو نالیدلی استاد

د جوزا ۱۲مه ۱۴۰۳

ایا کله مو هم د پروپاګنډ او پر عامه افکارو يې د ژورې اغیز په اړه فکر کړی دی؛ چېرې چې روايتونه کولای شي د واقعیت (Realityبڼه په بله واړوي او ایډیالوژیانې په ریښه لرونکو حقايقو بدلې کړي؟  ایا تاسو د اډوارډ برنیز سره آشنا یاست، هغه څوک چې په تاریخ کې یې د پروپاګنډي یا اوازو خورا مهم کمپاینونه چلولي دي؟ هغه پټ شخصیت چې په تبلیغاتو او عامه اړیکو کې يي مخکښ کار نه یوازې صنعتي نړی بدله کړه، بلکې د معلوماتو، هڅونې، او ټولنیزشعور په اړه یې د نه منلو وړ میراث پریښود؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د پروپاګنډ/ اوازو او په هغه کې د اډوارډ برنیز د رول، تکنیکونو او نفوذ څخه پرده لرې کړو.

 دا مهال نږدې ټول شرکتونه او ادارې چې له خلکو سره راکړه ورکړه لري، د عامه اړیکو د تنظیم په نوم څانګه لري. عامه اړیکې بېلابېلې دندې لري چې په هغو کې د سازمان د فعالیتونو په اړه خبرونه خپرول، د اعلانونو له لارې د مشتریانوجذبول، رسنیو سره اړیکه نیول او د ادارې د مشر مطبوعاتي کنفرانسونه جوړول او داسې نور.  دغه ټولې چارې په دې راڅرخي چې څنګه د سازمان یا ادارې موخې د خلکو ذهنونو ته ورسوي او ګټې یې تامین کړي. البته نن سبا د عامه اړیکو مسلک له دې څخه هم لوړ تللی، اوس مهال د عامه اړیکو خپلواک شرکتونه رامنځته شوي ښه مثال یی پر ټولنیزو او خبري رسنیو لکه راډیو ، ټلوېزيون څخه نیولي تر لویو لارو او ښارونو پورې د بورډ  Ads یا اعلانونو خپرول او لګول دي.  دا مهال د ټولنیزو اړیکو په ډګر کېد هڅونې ځواک  خورا ارزښتناکه وړتیا ګڼل کېږي، او یوازې هغه څوک چې د لوړي کچې قانع کوونکي وړتیا لري په ټولنیز ډګر کې بریالي کېږي.

په تېرو سلو کلونو کې د ایډوارډ برنیز په څېر ډېرو لږو خلکو پر لویدیځ دومره ژور اغیز کړی دیبرنیز د ۱۰۲ کلنۍ په عمر کې د مړینې یو کال له مخه لا هم  فعال و ، او د عامه اړیکو اړوند مشورې او ويناوي يي کولي. او په ۱۹۹۵م کال کې د ۱۰۳ کلونو په عمر ومړ. 

د ایډوارډ برنیز  ژوند:

 ایډوارډ برنیز یو اتریش اصله یهودی دی. په 1891م کال په ویانا کې زیږیدلی او په 1912م کال کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللیامريکا کې یی لومړی په ​​نیویارک کې د کارنیل پوهنتون څخه د کرنې په برخه کې لیسانس ترلاسه کړ، مګر وروسته د ژورنالیزم مسلک ته داخل شو.  په 1922م کې برنیز له ډوریس فلیشمن Doris Fleischman (1980-1891سره واده وکړ.  فلیشمن د هغه مهال د  (Lucy Stone League)ټولنې غړې او مشهوره فیمینسټه وهد دې فیمینسټي ټولنې شعار دا و چې له واده وروسته د ښځو تخلص ساتل او نه بدلول غواړي. اغلې ډوریس یوه له لومړنیو میرمنو څخه وه چې په متحدو ایالتونوکې یې په خپل اصلي نوم (د میړه نوم له ورسټاړي څخه پرته) پاسپورت ترلاسه کړ

 برنیز د مشهور ارواپوه زیگموند فرویډ د خور زوی دی. زېګموند فرویډ (1856-1939م)  د اتریش نیورولوژیست او د روان‌شننې بنسټ ایښودونکی و. د ناروغ او ارواپوه ترمنځ د خبرو اترو له لارې د درملنې میتود (therapy)بنسټ هم فرویډ اېښی.  هغه په خپلو مشهورو تيوريانو لکهلاشعور (ناخوداګا)، د خوبونو تفسير، جنسي تمايلات او د شخصیتي جوړښت پیژندل کېږي.  د فرویډ کار په عمومي توګه د ارواپوهنې، رواني تحليل او دانسان د روان سره دی، چې له دې امله فرویډ د  لویدیځ په فکري نړۍ  ژور اغیز ښندلی.

 برنیز د انساني ارواپوهنې په برخه کې د فرويډ سربېره د فرانسوي لیکوال Gustave Le Bon  (1931-1841م) او انګلیسي مفکر  او د عصبي جراحۍ متخصص (1939-1872) Wilferd Trotter   څخـه هم اغیزمن دی.  دغو درې مفکرینو د انسانانو د ذهنونو د مطالعې بنسټ ایښودونکي دي. په عمل کې د دې خلکو د نظرونو په پلي کولو سره، برنیز وتوانید چې د ډېرو خلکو او ټولنو برخلیک بدل کړي او کار یې ډېر اغیزناک او بریالی شو.

ځوان برنیز په اروپا کې:

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل سره  په واشنګټن کې سیاستوال  فکرمند شول او د اروپا وضعیت یې نازک وباله. په جګړه کې د جرمني له پرمختګ سره په واشنګټن کې پرېکړه وشوه چې امریکا باید دې جګړې ته داخل شي. خو اصلي مسله دا وه چې څنګه په یو ډموکراتیک هېواد کې خلکو ته قناعت ورکړل شي چې په جګړه کې د امریکا ګډون اړین دی.  امریکايي مالیه ورکوونکي يا د دې هېواد وګړي به دا ونه مني چې د دوی پیسې دې د اتلانتیک پورې غاړې په جګړې ولګول شي. له همدې امله د امریکايي سیاستوالو پلان دا و چې راشي او یو شمېر تکړه ژورنالیستان و روزي ترڅو د امریکا پوځي سیاستونه توجیه کړي. د امریکا د هغه وخت ولسمشر ووډرو ویلسن(م1924-1856)  اعلان وکړ: «متحد ایالتونه به د زړو امپراتوریو د بیرته راګرځولو لپاره جګړه نه کوي، بلکې موږ به په ټوله اروپا کې د ډموکراسۍ د بیا رغولو لپاره جګړه کوو».

 د دې لپاره چې خلکو ته د امریکا دا جنګي سیاست توجیه کړي په 1917م کال د عامه معلوماتو کمیټې (Committee On Public Informationتر نامه لاندې اداره جوړه شوه.  د دغې کميټې غړو په خورا سختۍ هڅه کوله چې په منطقي او غوڅو دلائېلو د دغه هېواد له پولو پورې غاړې څو زره کېلومتره لرې په جګړه کې د امريکا ښکېلتیا توجيه کړي. دغو هڅو په پای کې ډېره ښه نتيجه ورکړه چې د جګړې په ختميدو او د اروپا په ويجاړيدو سره امريکا د نړۍ د تر ټولو پرمختللي او لوی اقتصاد څښتنه شوه. له دې جګړې وروسته د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسن پاریس ته د سولې خبرو لپاره په سفر وو، چې ورسره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د کمېټې غړي او يو شمېر خبريالانو هم حضور درلود البته برنیز هم د کمیټې د غړي په توګه په دې سفر کې موجود و چې وکولای شي د دې سترې جګړې لاسته راوړنې امریکایانو ته رپورټ کړي.  په پاریس کې د ويلسن دریځونه هماغه وو چې په امریکا کې خلکو ته د جګړې د توجیه کولو لپاره جوړ شوي وو، شعارونه لکه ازادي او ډیموکراسي ، له جګړې پرته نړۍ، د سولې لپاره مبارزه، مساوات او داسې نور.  دا شعارونه د اروپا د جنګ ځپلو خلکو لپاره خورا زړه راښکونکي وو او ویلسن ته په پاریس کې په خورا لیوالتیا هرکلی وشو خلک داسې ورمات شول لکه هغه چې د اروپا ژغورولو فرښته وي. ځوان اډورډ چې کله په پاریس کې پرویلسن راټول خلک ليدل، نو دې فکر وهڅاوه چې دا ډول ډله‌ييزې هڅوني د سولې پر مهال هم ترسره کېدای  شي. او د عامو خلکو د ارادې او ځواک د کنټرول او رهبرۍ څخه په ډېره لوړه کچه کار اخېستل کېدای  شي او کولای شو پیسې هم ورڅخه ترلاسه کړو.

د اډوارډ برنیز افکار:

اډوارډ برنیز ډېر کله د "عامه اړیکو پلار" په نوم پيژندل کېږي، چې د پروپاګنډ په استعمال کې چې د عامه افکارو بڼه بدلوي، مخکښ وو.  هغه په ​​​​دې باور وو چې په خاصېطرحې او ستراتيژۍ د معلوماتو د خپرولو سره د خلکو چلند، فکر، او انتخابونو باندې اغیز او کنټرول درلودلای شو. نو د برنیز کار هم د انساني ارواپوهنې د پوهیدو په اهمیت ټینګار کوي او د هغه په کار کې د هغه خپل تخنیکونو لکه انساني احساساتو راپارول، نوی روايت زيږول، او د پیرودونکو یا سازمانونو لپاره د مطلوبو پایلو ترلاسه کولو لپاره د خبرونو او معلوماتو د جریان کنټرولول شامل دي. برنیز خپل نظریات په مختلفو کاري ساحو کې پلي کړل لکه له بازار موندنې څخه تر سیاست  او ټولنیزو خوځښتونو پورې.

د برنیز په کار کې دوه اساسي باورونه موجود دي: لومړی باور یې دا دی چې خلک ډېر احمق او غیر منطقي دي او د دوی پريکړې د احساساتو او هڅوني تر اغیز لاندې راتلای شي. البته دا هماغه استدلال دی چې د تاریخ په اوږدو کې د استعمار، دیکتاتورۍ، د ښځو او بې وزلو د حق او رایې څخه د انکار لپاره کارول شوی دی.  دویم باور یې دا و چې د زیګموند فرویډ نظرونه په پراخه پیمانه د عامه افکارو د اغیزمنتیا لپاره کارول کیدای شي. برنیز په ځانګړې توګه د خپل ماما د ناخوداګا نظریې سره مینه درلوده.  چې په دي نظریه کې فرویډ دا تشریح کوي چې د خلکو د افکارو او عملونو انګیزه – چې انسان ورڅخه پخپله اکثرا ناخبره دی– د دوی په بې هوښۍ کې هغه ځواکونه دي چې هیر شوي یا مات شوي دي.  د فرویډ په وینا  هغه احساسات چې په بې هوښۍ کې موندل کېږي ډېری وخت تاوتریخوالی اوویره زيږوي. 

د برنیز لور (Anne Bernays) د بي بي سي يو مستند ته ویل چې د هغې پلار فکر کاوه چې خلک کولی شي په اسانۍ سره غلط کس ته رایه ورکړي یا غلط څه وغواړي، نو دوی باید له پورته څخه هدايت شي، چې د دې کار لپاره بايد د خلکو  د هیلو، ارمانونه او ویرې ته په لاسرسي سره د هغو څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلو. هغه انسان یو خطرناک حیوان باله چې باید کنټرول شي.  انسانان چې ممکن په هر وخت کې غیر متوقع کار وکړي.  لور يي وايي  "هغه فکر کاوه چې انساني ټولګې  واقعاْ ااحمقې دي". انساني ټولګې د احمقانو یوه ډله چې تاسو یې باید په پام کې ونیسئ.  انسانان په خپل ځان کې پټه انرژي لري، چې د دوی د بې هوښه يا ناخوداګا برخې څخه سرچینه اخلي.  غوسه او شهوت یو له دې ډول ځواکونو څخه دي.  چې هر یو یې کولای شي په پراخه پيمانه د ټولنې ثبات ګډوډ کړي.

کله  چې هغه په 1928م کال د(Propaganda)   په نامه کتاب ولیکه په لاندې جملو يي پیل کړ: «د خلکو په عادتونو او منظمو افکارو کې شعوري او هوښیاره لاسوهنه د ډیموکراټیکې ټولنې یو له مهمو عناصرو څخه ده. هغه څوک چې د ټولنې دا پټ میکانیزم اداره کوي یو ناڅرګند حکومت جوړوي چې زموږ په هېواد کې اصلي ځواک دی.» د برنیز په وینا، د حکومت دغه مرموزه برخه د ټولنې لوړپوړې طبقه ده چې فرهنګیان، پوهان، او روشنفکران پکې شامل دي. دوی هغه څوک دي چې  بايد يي د هېواد او ټولنې ټولي لوړې چارې تر لاس لاندې وي او د عامه ذهنیت کنټرول په غاړه ولري."  برنیز په ټولنه کې د ناڅرګندو واکمنانو واکمني ضروري او ګټوره ګڼي، چې  عوام پرې ښه کنټرول کېدای شي.

 هغه د عامه فکرونو د اداره کولو لپاره خپل میتودونه درلودل. یوه لاره دا وه چې د خلکو باطني خواهشات داسې تنظیم شي چې په پوره کولو سره یې انسان خوښ او فرمانبرداره شي. ځکه ارواپوهنه وايي انسان استراحت او خوشاله اوسېده خوښوي. پدې سره دی انسانان د خوښۍ ماشین ګڼي نو انسان باید خوشحاله او مسطرح وي، دا د دې سبب کېږي چې انسان د فکر کولو نه ساتي  او په خوشحالۍ سره  تابع او فرمانبرداره کېږي. مثلآ هغه احساس چې خلک د مختلفو توکو پیرودلو په وخت کې ترلاسه کوي باید دوی راضي کړي او کوم ګډوډۍ او فساد رامنځته نه کړي. دا د ډموکراسۍ په مدیریت کې د خلکو کنټرول یو ډول دی او د انسان سره د برنيز سیکالوژیکي لوبه ده.  هغه د عامه افکارو د ګمراهکوونکي استاد په نامه کوم اعتراض نه درلود او په حقیقت کې يي په دې ویاړ هم کاوه، هغه خپله وايي چې هغه مسلک چې هغه رامینځته کړی – د عامه اړیکو متخصص – ددېپه خاطر يي دومره نوم پيدا کړ  چې پروپاګنډ منفي مفهوم درلود.

 د پاریس څخه تر راستنیدو وروسته، برنیز په 1919م کال کې په نیویارک کې د عامه اړیکو لومړی مشورتي دفتر پرانیست. دا لومړی ځل و چې دا اصطلاح کارول کېده. برنیز اکثرا د لویو شرکتونو لپاره کار کاوه.  هغه په شلمه پېړۍ کې د لوېديځو هېوادونو په اقتصاد کې د ستر بدلون له مرکزي څېرو څخه وو.

 د ښځو سګرټ څکول:

 د برنیز د ادارې د عملي کار لومړۍ بېلګهیا پروژه د امریکا د تنباکو د یوه لوی شرکت سره وه، چې د شرکت مشر ويل ښځې په عامه ځایونو کې سګریټ نه شي څکولای، ځکه نارينه دا نه خوښوي چې په دې سره دوی د خپل بازار نیمایي برخه له لاسه ورکوي، او له برنیز څخه یې وغوښتل چې په دې اړه څه وکړي. د دې کار لپاره  برنیز د ابراهیم بریل  څخه چې روان پوه او د  فرویډ شاګرد وو  کار واخیست. بریل تر څيړونو وروسته وویل چې سګرټ د نارینه ځواک او جنسي الي سمبول دی.  که ښځې دا د خپل ځواک او خپلواکۍ د سمبول په توګه احساس کړي دوی به سګرټ څکول پیل کړي.  هغه زياته کړه سګرټ باید د ښځو لپاره د ازادۍ د مشعل سمبول شي او بايد لدې احساسه کار واخيستل شي.  چې په همدې موخه برنیز د نیویارک د ایسټر فستیوال کې د ګډون لپاره یو شمېر فیشني ځوانې میرمنې ترتیب کړې او لارښوونه يي ورته وکړه چې ټولې په ورته وخت کې د ده په اشارې سګرټ ولګويبرنیز په ورته وخت کې د ښار خبرې رسنیو ته دا خبر رسولی وو چې په فیسټیوال کې ځينې ښځي د ازادۍ مشال لګوي چې له دي سره د ښار اکثره رسنۍ مخکې له مخکې فیسټیوال ته رسیدلې وې، که څه هم دا ښځي د ښځو حقونو فعالاني نه وي مګربرنیز په دې ترتيب جوړولو کې کامیابه شوی وو چې دا ښځې د «ښځو د حقونو فعالانو» په توګه په رسنيو کې معرفي کړي او په دې نندارې سره په ټوله امریکا کې د خبرونو سرلیکونو «آزادۍ مشعل» په توګه راشي.  بله ورځ دا خبر نه یوازې د نیویارک په ورځپاڼو کې، بلکې په ټوله امریکا او نړۍ کې منعکس شو.  له هغه وخت راهیسې پر ښځو د سګرټو خرڅلاو زیات شوی دی، چې له دې سره ملیونونو میرمنو سګرټ څکولو ته مخه کړه. که وګورو  دا نظر چې سګرټ څکول ښځي ډېر آزادوي په بشپړ ډول غیر منطقي دی.  مګر برنیز په دې کار د ښځينه احساس يو ډول پارونه وکړه چې ښځې ورسره خپل عاطفي خپلواکي احساسوي. د برنیز وينا ده چې یو محصول ستاسو د عقل له لارې نه پلورل کېږي، بلکې باید د خلكو او محصول تر منځ احساس رامنځته کړی.

 د مصرف کلتور دودول:

 د برنیز کار امریکايي شرکتونه جذب کړل.  دوی چې د جګړې څخه ډېر بډایه او پیاوړي راوتلي وو. مګر نوې ستونزه او اندېښنه دا وه چې په جګړه کې د ډله‌ییزو تولیداتو سیسټم وده کړې وه او اوس په میلیونونو توکي د تولید له لیکو څخه راوتلي و. داسې توکي چې خلکو هيڅ اړتيا نه ورته لرله. د دې معنا دا وه چې خلک کافي توکي لري چې له کبله يي په بازار کې پېري.  ځکه لا تر دغه وخته ډېری توکي د خلکو د اړتیاوو له مخې پلورل کېدل. مګر اوس تر اړتیا ډېر توکي تولید شوي وو.

 له دې وړاندې محصولات لکه بوټان، جرابې، موټرې، او داسې نور خلکو ته د عملي شرایطو سره معرفي کېدل چې د پلورونکو موخه مشتریانو ته صرف د توکو عملي ګټې ښودل و، نور هيڅ . مګر په دې بهير کې هغه څه چې امریکايي شرکتونو ته ډېره اړتیا وه هغه د توکو په اړه د ډېری امریکایانو فکر بدلول وو. د وال سټریټ یو مخکښ بانکدار، "د پاول وروڼو څخه یو" د دې مسلې په اړتیا ښه پوه و.  هغه لیکلي چې موږ باید امریکا د اړتیاوو له کلتور څخه د غوښتنو په کلتور بدله کړو.  خلک باید داسې وروزل شي چې نوي شیان وغواړي حتا مخکې لدې چې د دوی زاړه توکي په بشپړ ډول بې ګټې شي.  موږ باید په امریکا کې د فکر کولو نوې لاره جوړه کړو. د خلکو هیلې باید د دوی اړتیاوو تر سیوري لاندې راولو.  په حقيقت کې له هغه وخته مخکې هیڅ امریکايي مصرفونکی نه و، یوازې امریکايي کارګر او امریکايي مالک وو. او هغه څه يي تولیدول چې اړتيا يي وه، خلکو هم هغه څه اخېستل کوم څه ته یې چې اړتیا درلوده.  که څه هم شتمنو خلکو هغه څه اخېستل چې دوی ورته اړتیا نه درلوده. خو اکثرو عامو خلکو دا کار نه کاوه.

په دي وخت کې داسې تشه په ګوته شوه چې بايد هغه توکي ولرئ کوم چې تاسو واقعا ورته اړتیا نلرئ.  مګر تاسو دوی د خپلې اړتیا خلاف غواړئ. ځکه ډېری خلک یی رانیسي او یو ډول موډ او فیشن ګرځېدلی، د شرکتونو لپاره د دې فکري بدلون په مرکز کې ایډوارډ برنیز قرار درلود.  برنيز شرکتونو ته په مؤثره توګه لارښوونه وکړه چې څنګه خلکو ته درخواست وکړي. برنيز راځي او په بورژوا (متوسطه ټولنه يا کاريګره طبقه) کې د مصرف کلتور دودوي. او په دې سره د نوي مصرفونکي ټولني معمار ګرځي.  د توکو اعلانولو لپاره د کرکټرونو کارول، د اعلان لپاره په فلمونو کې د توکو کارول، د فلمي ستورو په واسطه اعلانات، پر مجلو او پوسټرونو د نیمه بربنډو ځوانو جذابو ښځو اعلانات، په ښار او ګڼې ګوڼې ځایونو کې د بورډ اعلانات دا ټول برنیز رواج کړل. هغه حتا څو ارواپوهان وګومارل ترڅو د ځينو توکو په اړه جعلې راپورونه ولیکي او خپاره یې کړي چې وښيي د خلکو لپاره څنګه سم او ګټور دي. او بیا یې داسې ادعا وکړه چې دا خپلواکې مطالعې وې. برنيز په رسنیو کې د خپلې خوښې پیغامونو د اعلانولو لپاره مشهور خلک راوستل، له دې جملې څخه یوه یې مېرمن سټیلمن ده چې په ۱۹۲۰م کال کې د الوتکې پیلوټه وه، چې د هغه وخت یو له څو مشهوره ښځینه پیلوټانو څخه ګڼل کېږي.  په تدریجي توګه امریکايي ټولنه د مصرف کونکو په لوی نفوس بدله شوه او اصول یې د اتباعو پر ځای د مصرف کونکي پر بنسټ واوښته.  د سټاک مارکېټ ودې ته په کتلو سره، برنيز پرېکړه وکړه چې دې ډګر ته هم ننوځي.  هغه راغی او عام خلک یې وهڅول چې له بانکونو پور واخلي او د ونډو په بازار کې پانګونه وکړي، دا ځل هم بریالی شو.  او د خلکو لوی سیلاب د هغه مشوره تعقیب کړه.

 د برنیز بریالیتوب سوداګریز شرکتونه هغه ته اړ کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د دوی د توکو په پلورلو کې مرسته وکړي. برنیز هم په تدریجي ډول خپل زدکونکي مختلفو شرکتونو ته واستول، چې له څو کلونو وروسته ټولو لویو شرکتونو او دولتي ادارو په خپل اداري چارټ کې د عامه اړیکو څانګې درلودې. حتا نن ورځ، ټول حکومتونه، سازمانونه ، شرکتونه ، مشهورې څيرې ځان ته PR ټيم او  د عامه اړیکو څانګه لري چې د ایډوارډ برنیز په څیر کار کوي. دا پدې مانا ده چې د پیرودونکو او لیدونکو د جذبولو هڅه کوي، چې تخنیکونه یې د وخت په تیریدو سره ښه شوي، او دوی د قانون په چوکاټ کې او په ډېر باور سره اعلانونه کوي. د سوداګرۍ په برخه کې، دا هغه څه دي چې د عامه اړیکو کارپوه يي ترسره کوي.  د سیاست په ډګر کې دې ته پروپاګنډ یا رواني عملیات ویل کېږي.

ډیموکراسي:

 د 1929-1932 م کلونو ترمنځ د اقتصادي بحران (The Great Depression) په جریان کې او له هغه وروسته د اقتصادي فشارونو له امله چې په خلکو باندې تحمیل شوي وو، د امریکا خلکو  بازار کې د پیرودلو ته ډېر لیوالتیا نه درلوده، له همدې امله د بازار تقاضا ډېره کمه وه، او له بلې خوا ولسمشر فرانک لین روزويلټ (1945-1882م) له خوا د پانګوالود محدودولو او په مارکیټ  کې يې د ځواک کمولو هم لپاره فشارونه ډير شوي و.  وضعیت هغه وخت لا خراب شو کله چې په 1936م کال کې روزویلټ د دویم ځل لپاره د متحدو ایالتونو ولسمشر وټاکل شو.  دا هغه وخت و چې امریکايي پانګوال سره راټول شول چې د پانګوالۍ په لاره کې د رامنځته شویو بنسټي ستونزو په اړه فکر وکړي او یو ځل بیا د بازار ځواک راولي. په دې توګه د کار ډېره برخه د برنیز پر اوږو واچول شوه چې يو ځل بيا د امریکا په ټولنه کې د مصرف نيم ژوانده رواج  را ژوندی کړي.  دلته برنیز د اعلانونو يو پروګرام جوړ کړ چې ښکاره کول يي نوي امريکا د پانګوالو له خوا جوړه شوې ده،نه د سياستوالو، او له بلې خوا يې د ولس په ذهنونو کې د ډموکراسۍ او سوداګرۍ تر منځ ژوره اړيکه پيدا کړه. هغه هڅه وکړه چې خلک په دې پوه کړي چې امریکا د پانګوالۍ، سوکالۍ او نورو ډېرو تعبیرونو معنا لري.  هغه په ​​یوه غیر معمولي اقدام کې د لوکس او عالي شیانو یو لوی نړیوال نندارتون جوړ کړ او په راتلونکي کې یې د امریکايي اتباعو لپاره یو مثالي ژوند انځور کړ «د امریکا د خلکو لپاره د خوب و خيال ژوند»،چې د امریکا د خلکو تصور او هیلې ډکې او دې نوي بهير ته وقف کړې. د برنيز کوښښونو او په دويمي نړيوالېجګړي کې د اروپا ویجاړیدل د دې لامل شوه چې د امریکا پانګوال  نظام  چې په سخت بحران کې و وژغورل شو.

 برنیز په سياست کې؛ 

(۱)د 1954 ګواتیمالا کودتا: په 1954 کې برنیز د ګواتیمالا د حکومت په نسکورولو کې کلیدي رول ولوباوه.  هغه د يونايټيډ امريکا میوو شرکت لپاره کار کاوه، چې د هېواد د منتخب ولسمشر جیکوبو اربینز له پالیسیو څخه ناراضه و. کېسه داسې وه چې په 1950م کال کې جابکواربینز (1971-1913م) په ټاکنو کې د ګواتیمالا ولسمشر وټاکل شو.  په هغه وخت کې، ګواتیمالا هېواد اقتصاد په یو واحد محصول يعني کېلو(Banana) پورې تړلی وو، او امريکايي شرکت يونايټيډ فروټ، د څو کوچنیو امريکايي شرکتونو سره، په ګډه د دغه هېواد د کیلې محصولاتو باندې انحصار درلود. او په دې سره ګواتيمالايي بزګرانو ته فروش ډير کښته او ظالمانه تماميدی. د دې لپاره نوي ټاکل شوي ولسمشر اربينز په یو انقلابي عمل کې، د کیلې صادرات ملي اعلان کړل. په پایلې کې دې کار د متحدوایالتونو شرکتونه خورا زیانمن کړل. که څه هم اربنز نه کمونیست و او نه هم د شوروي اتحاد پورې تړلی و، برنیز د امریکا خلکو ته قناعت ورکړ چې امریکا په ګواتیمالا کې د شوروي له ګواښ سره مخ ده. او دا کار یې د امریکايي رسنیو په غلطولو سره وکړ چې د یو لړ درواغو او غیر واقعي خبرونو په مستند کولو او خپرولو سره يي اربین د شوروي اتحاد اتحادي اعلان کړ. او بیا یې ګواتیمالا ته د ځینو امریکایي خبریالانو سفر ترتیب کړ، ترڅو هغه هېواد ته سفر وکړي او له بلې خوا، په همدې ورځ، ګواتیمالا ته د دوی راتګ هلته د امریکا ضد مظاهرې پیل کړې. په هغو ورځو کې چې خبریالان په ګواتیمالا کې وو، دوی په منظمه توګه د امریکا ضد خبرونه او شکمن پرمختګونه امریکایي رسنیو ته لیږدول.  فضا يي په داسې حال کې راڅرګنده کړه چې کمونستان په هېواد کې واکمن شوي.  په دې توګه، د امریکا ولسمشر په دې قانع شو چې په دې برخه کې باید یو څه وکړي.  په دې اړه، هغه سي آی اې ته امر وکړ چې د ګواتیمالا څخه د کمونیزم اغیزې له منځه یوسي. بالاخره سي آی اې په هېواد کې د کودتا ترتیب برابر کړ او ډګروال آرمز واک ته ورسید.  ډګروال آرمز دوی ته د امریکایي شرکتونو ټول امتیازات بيرته راوګرځول. د نیویارک ټایمز یوه خبریال وویل: «تیرې او ناسمې خبرتیا امریکایي رسنیو د احساساتي عامه افکارو په جوړولو کې مرسته وکړه او په پایله کې یې په حکومت اغیزه وکړه».

 په ګواتیمالا کې له دې پيښې راهیسې د برنیز  دا تکنيک چې -لومړي یو دښمن رامینځته کوي او بیا د هغه د ماتې غوښتنه کوي- ډېری وختونه کارول شوی. برنیز د امریکا د ولسمشر ډیویت ایزنهاور(1890-1969م) قانع کړ  چې د کمونیزم ویره باید رامینځته شي ځکه چې غیر منطقي ویره هڅول به خلک امریکا ته ډېر وفادار کړي.  ځینې پوهان ​​په دې باور دي چې ځینې حکومتونه اوس هم د همدې دلیل لپاره د ترهګرۍ ګواښ مبالغه کوي.

(۲)برنیز  په دي پوهيدو ټکان خوړلی وو چې د جرمني نازي ګوند د پروپاګنډ مشر جوزف ګوبلز د هغه د نظريو او کار څخه په استفادې دالمان د خلکو ناخوداګا په نښه کولو سره د  خپل رهبر  (اډولف هیټلر) له مبالغې ډکو ستاینو او د یهودانو د کرکې په راپارولو کې په وحشتناک ډول بریالی شوی و.

(۳)په 2016 کې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین بنسټ چې هغه یې ولسمشرۍ ته راوست د برنیز درسونه وو.  ټرمپ په حقیقت کې د رای ورکوونکو معقولیت ته د درخواست کولو هڅه نه ده کړې، بلکې پرځای یې هغه د انسان خورا پیاوړي او خطرناک لاشعور يا ناخوداګا ځواکونو څخه ګټه پورته کړه: ویره او نفرت. 

 پایله:

لکه څنګه چې مو واړندې یادونه وکړه چې د برنیز د ماما (فرویډ) هڅه وکړه چې خپله پوهه د خلکو د درملنې لپاره وکاروي ، مګر برنیز ورته پوهه د خلکو د ذهنونو د مینځلو لپاره کارولې. د ایډوارډ  شاوخوا شل کاله وروسته موږ په بشري ټولنو کې د هغه د نظریاتو د پراخوالي او پرمختګ شاهدان یو. په نننۍ نړۍ کې د اعلانونو په نوم  فعالیت په ټولو اړخونو او موضوعاتو کې لکه سیاسي، سوداګریزو او نورو چارو په شمول، نورمال او مشروع ګڼل کېږي.  مګر په حقیقت کې دا کار بل څه نه دی مګر هغه څه چې شیطان د انسان لپاره کوي،  خلک په وسوسه کې اچول او د هغه څه کولو ته هڅول چې دوی يي په عادي وختونو کې معمولا نه کوي. اعلانونه په خپلو ټولو بڼو کې یوه ناپاکه او غیر انساني پدیده ده چې د انساني ټولنو د چلند د قانع کولو او بدلون په موخه ترسره کېږي او له خبرتیا سره توپیر لري. د برنیز د تیوریو پراساس په اعلانونو کې ، هدف د انسان غوښتنې هڅول او هغه څه کول دي چې د اعلان تر شا ناست خلک یې غواړي. د پانګوال اقتصاد په پرمختګ کې لومړی مهم اغېز هم د برنیز دی. کپیټلیزم تر ډېره حده په مصرفیزم پورې تړلی دی، او یقینا که برنیز او د هغه شاګردان نه وای، د لیبرال پانګوال دېوال به په وار وار ړنګ شوی و. ځکه مصرفيزم د فساد لامل شوی او د حرص او خودغرضۍ کلتور د ډېری ټولنو بنسټ ګرځیدلی. هغه انسانان چې د هرڅه باوجود نه بډایه کېږي ځکه چې دوی په خپل ژوند کې د عدل، قناعت او اقتصاد مفهوم هیر کړی دی. 

خوشال خان خټک فرمايي:

په عادل هر څوک مین دی
د ظالم هر څوک دښمن دی
که کافر وي چې عادل وي
درست عالم ځنې خوشدل وي 

  د لوبې کولو لیوالتیا او د چیغې وهلو رضایت، یا غیر ضروري تمایلونه، د نن ورځې انسانانو ترټولو مهمه اندیښنه ګرځیدلې. مګر دا هم باید هیر نکړو چې د برنیز کار موږ ته د انساني فکر عمده ننګونې او نیمګړتیاوې ښودلې لکه هغه چې ویل ډير  وخت خلک هغه څه کوي  يا هغه څه اخلي چې دوی ورته اړتیا نلري او داسې څوک غوره کوي چې د دوی ګټې نشي خوندي کولاي او کله کله بیا د ځواکمنو مشرانو پیروي کوي چې اکثره وخت د ګډوډۍ او فروپاشۍ لامل کیږي. اوس موږ هره  ورځ په دوامداره توګه له تبليغاتو سره مخ یو چې زموږ  نقاد ذهن تير باسي او زموږ ناخوداګا په نښه کوي. د برنیز ځواکمن تخنیکونه اوس هره ورځ ، هره ګړۍ د هېوادونو، سازمانونو او مختلفو ایډیالوژیانو د پرمختګ لپاره کارول کېږي. دا نن ورځ زموږ د ژوند یوه برخه ده.

سرچینې:

  1. Despoina Lampridou. "Bernays and the democracy of propaganda." TEDx (2022).
  2. Dr. Clif Stratton’s. "Blood For Bananas: United Fruit’s Central American Empire." 2014. 
  3. Edward Bernays. Propaganda. New York: Horace Liveright.  1928
  4. Iris Mostegel. miscellanies/original-influencer. 06 February, 2019.
  5. Joint Address to Congress Leading to a Declaration of War Against Germany. "Milestone-Documents." 04 October, 2023. archives.gov.
  6. The Century of the Self Adam Curtis. 02 April, (2002). video.

شریک کړئ