We are prisoners of our senses, and there is no Escape. (Kant)
موږ د خپلو حواسو بندیان یو، او د تېښتې لاره ترې نشته. (کانت)
د معرفت ، شناخت او پوهې حدود
Boundaries of knowledge
لیک او ژباړه: نوراحمد اسحاقزی
امانویل کانت (۱۷۲۴-۱۸۰۴ز) د اتلسمې پېړۍ جرمن فیلسوف او د اروپا د روښنايي پير له بنسټ ایښودونکو څخه و. په غورځنګ کې یو مهم شخصیت او په عمومي توګه یو مهم فیلسوف و. نوموړي غربي فلسفه له يوې متفاوتې لارې وړاندې کړه او په بنسټیزه توګه يې فلسفي ستونزو ته د رسیدو لاره بدله کړه. که څه هم کانت اکثرا د هغه په اخلاقي فلسفه پيژندل کيږي، چې په ټولنيزو مسوليتونو او اخلاقي قوانینو ټینګار کوي، مګر په حقیقت کې د هغه د پوهې او معرفت په اړه فلسفې، پر فکري تاريخ نه ورکیدونکی نښان پرې ايښی. فلسفه يې له دې کبله چې ګرامري لغاتونه يې کارول سخته کړې ، چې له کبله يې نیچه حتا هغه "لوی چینایی" بللی دی.
دی په ۱۷۲۴ز کال د اپرېل په ۲۲مه د پروس (Prussia) په کونيزبرګ (Königsberg) کې (دا سیمه د اوسنۍ روسيې په کالینینګراډ کې ده) په ډېره دينداره کورنۍ کې وزیږید. کورنۍ يې د سکاتلندي مهاجرو له نسب څخه وه، چې څو پيړۍ وړاندې پروس ته راغلې وه. د کالج دورې له بشپړیدو وروسته يې د کونيزبرګ په پوهنتون کې د فزيک، رياضي، فلسفې او کلام څيړنو ته ادامه ورکړه، او له دوکتورا اخېستو وروسته يې په دغه پوهنتون کې تدريس پيل کړ. له دې سره د عمر تر پايه په دغه ښار کې پاتې شو او کوم بل ځای يې سفر ونه کړ. دی ډېر د نرم او آرام شخصيت څښتن و، کاري بوختياوې يې ډيرې منظمې او د وخت پابندې وي، چې خپل وخت یې د ژوند تر پايه په څيړنو او ليکلو تېر کړ.
د کانټ معرفت شناسي:
په اروپا کي مخکې له کانټ څخه د ۱۷مې پيړۍ په اولو او اخرو کې د معرفت شناسي په اړه دوه مهم مکتبه رامنځ ته شوي وه : عقل ګرا (Rationalism) او تجربه ګرا (Empiricism).
د عقل ګرا نظريي اکثره فلسفیان د لویدیزې او جنوبي اروپا لکه جرمني ، فرانسې او نورو ځايونو څخه دي. مهم شخصیتونه يې دکارت ، سپينوزا، لایبنیتس او نور دي. وايي انسان يوازې د عقل له لارې واقعي پوهه او علم تر لاسه کوي. لکه څنګه چې دکارت (۱۶۵۰-۱۵۹۶ز) د فلسفې په بنسټيزه جمله کې ګورو چې وايي (I think , therefore I am) يعنې دا (چې زه فکر کوم، نو زه وجود لرم). په دې سره دکارت په دنيا کې خپل وجود د عقل له لارې ثابتوي، ځکه چې په پنځګونو حواسو پوره اعتماد نه لري.
د تجربه ګرايانو نظریه او فلسفیان بیا په اکثریت ډول له انګلستان څخه سرچينه اخلي. مهم شخصیتونه يې بارکلي، ډیویډ هيوم، جان لاک او نور دي. دوی بيا پر يو څه د پوهيدلو يا هم که ووايو د پوهې او د نړۍ پيژندنې لپاره حسي درک او تجربې ته اهميت ورکوي. په اتلسمه پیړۍ کې چې کانټ راغی، ده په لومړيو کې دیکارتي عقايد درلودل. لکه وړاندې چې مو وويل دیکارت په دې باور و چې پوهه یوازې د عقل له لارې ترلاسه کېدای شي. د دیکارت لپاره تجربه یا حسي درک دقیقا هغه څه دی چې موږ غولولی شي. په پیل کې کانټ له دې نظر سره موافقه وکړه خو وروسته کله چې هغه ډیویډ هیوم (۱۷۷۶-۱۷۱۱ز) ولوست چې ويل يې پرته د تجربې او حسي ادراکه، فکر خالي قیاس دی هر څه ناڅاپه د کانت لپاره روښانه کیږي. البته تاسو د تجربې پرته فکر نشئ کولای په ښکاره ډول نظرونه باید بنسټ ولري چې هغه بنسټ ادراک برابروي.
کانټ وروسته لیکلي چې ډیویډ هیوم د استبداد له خوبه راویښ کړ. د تاریخي لید څخه که وګورو نن ورځ ډیویډ هيوم بريالی ښکاري. نن تجربه غالبه ده او که څوک په مشاهده تکیه ونکړي موږ د ساینس تصور هم نشو کولای. په هرصورت دا تر ۱۸مې پېړۍ پورې رسیږي چې وضعیت دومره روښانه نه وو. هو کانت د عقل او دليل قدرت ته قايل و مګر هغه ويل یوازې د دلیل کارول کافي ندي، منطقي پوهه یو بنسټ ته اړتیا لري او دا اساس د حسي ادراکو دی چې په هغه سره یو شی په شعوري توګه درک کیدای شي. ده ويل چې د پوهې او پر نړۍ د پوهېدو لپاره هم ادراک، حس/تجربه ونډه لري هم عقل و منطقي استدلال. يعنې دواړه ډلې پر حقه دي مګر دواړو ډلو خپل په حق کې له افراطه کار اخيستی.
ده دواړو نظریو د منځلارۍ لپاره وويل چې پر نړۍ د پوهيدلو /پوهې لپاره دوه څيزه اړين دي .اول دپوهې لپاره ماده، دوهم د پوهې اله. د پوهې لپاره ماده زموږ حسي درک يا ادراک او تجربه ده. او د پوهې اله يې عقل دی، چې د تجربه شويو څيزونو څيړلو وروسته هغوی ماناداره کوي. لکه څنګه چې د کانټ لپاره تر دې ځايه دا ستونزه حل شوې وه نو ده د معرفت او پوهې په فلسفه کي يو بله مهمه او بنسټيزه پوښتنه مرکز ته راوړه. هغه دا اصلا په واقیعت کې موږ په کوم څه پوهيدلای شو يعنې په کوم څه د پوهيدو ادعا چې موږ کوو هغه واقعي د هغه څه واقعيت دی که د انساني عقل جوړ شوی حقیقت؟ ايا جهان چې خپله په ځان کې څنګه دی پرې پوهيدای شو؟ ځکه موږ د سقراط څخه را پدېخوا او مخکې تر پيړيو پيړيو پر داسې موضوعاتو بحث کوو چې له فکر بغير موږ په حسي ادراکو نه دي تجربه کړي او نه ثابت کړي لکه: خدای، روح، پس له مرګ ژوند ... حتا دغه موضوعات خو د ځينو عالمانو د فلسفو اصلي موضوعات هم تير شوي.
دا له هغه څه څخه بحث دی چې زموږ د حسي درک څخه بهر دي چې ميتافزيک هم ورته وايې. نو کانت دا وړانديز وکړ، ددې پر ځای چې تاسې د داسې څه په اړه چې په حسي درک يې نشئ تجربه کولای پوښتنه کوی چې ايا وجود لري کنه؟ بايد دا پوښتنه مطرح شي چې ايا پرې پوهيدای شو کنه؟ دا پوښتنه د ده په شهکار بدله شوه. ځکه ده ومنله چې انسان د هر شي شناخت او پوهه نشي ترلاسه کولای او علت يې د پوهي او شناخت اول شرط دی (حسي درک او تجربه).
که د داسې څه په اړه فکر کوو چې په حسي ادراک يې نشو تجربه کولای، هيڅ وخت يې نه په واقیعت کې پيژندلای شو او نه يې وجود ثابتولای شو، ځګه پر هرڅه د پوهيدا لپاره په حسي درک تجربه او د وجود حس تر ټولو اساسي شرط دی. نو په دې اساس د يو شي په اړه تفکر او فکر کول په هغه شي د پوهيدلو مانا نه لري. د مثال په توګه موږ د مرګ نه وورسته ژوند باندې فکر کوو او عقيده پرې لرلای شو مګر هيڅکله پرې پوهيدلای نشو او نه يې هم ثابتولای شو ځکه تجربه کړی مو ندی. نو کانت وايې د داسې څه په اړه بحث بايد نور بس کړو چې په واقیعت کې يې نشو پيژندلای او هغه صرف زموږ د عقل فکر، ګمان ، تصور او فرض کول وي، او دا واقعي پوهه نه ده.
بله موضوع چې په معرفت شناسي کې کانټ پرې بحث کوي خپله جهان دی. وايي په واقیعت کي جهان هم نشو پيژندلای، داسې ولې وايي؟ ځګه دا جهان دی چې هم انساني عقل، منطق او هم حسي درک، تجربه ورته رسيږي. اړينه ده دا برخه تفصيلي وڅيړو. پدې برخه کې کانټ دانسان د حسي ادراک او عقل محدوديت بيانوي. کانټ په(Critique of Pure Reason) کتاب کې انساني عقل محکمه کوي او دوه لغوي مفهومونه کاروي: اول پدیده یا (phenomena) هغه پوهه چې په واسطه يې دنيا زموږ د حسي درک، عقلي او استدلالي پوهې له لوري څنګه ښکاري.دویم مجرده څيز (noumenon) بيا هغه چې هر شی او دنيا په خپل ځان او واقیعت کې څنګه ده يا هم خپله خپلواکه (Reality) او واقیعت.
که فکر وکړو پر يو څه د پوهېدو لپاره موږ له څه شي کار اخلو، هو له خپل عقلي، فکري، استدلالي او حسي ادراک (لکه ليدل، اوريدل او نور) سيستمو څخه کار اخلو. او بغير له دې دوو سيستمونو څخه د يو شي شناخت او پوهې ته لاسرسی نه لرو. يعنې دا چې زموږ او (Reality) ترمنځ پرده شتون لري چې حسي درک او عقل دی. نو د دې معنا دا ده چې موږ په کوم څه پوهېږو دا يوازې زموږ د حسي درک او عقل ننداره ده، نه خپله د هغه څه خپل خپلواکه (Reality) او واقیعت چي کانت د هغوی محدوديت په دې ډول بيانوي. کانت دا پوښتنه کوي: «مګر هغه څه چې زه یې درک کوم، يا هغه څه چې زه یې په اړه معقول شعور او پوهه لرم، ایا دا ریښتیا واقیعت دی، یا هغه واقیعت دی چې زما حسي ادراک يې ماته څرګندوي؟»
البته ځواب په پوښتنه کې دی. پوښتنه: «هغه نړۍ چې زه یې وینم ایا دا له ریښتینې يا واقعي نړۍ سره مطابقت لري، یا دا یوازې د هغې نړۍ سره مطابقت لري چې زه یې څنګه وینم؟» کیدای شي دا تکراري (ټوټولوژیکي) ښکاري، مګر دا یو بنسټیزه ټوټولوژي ده، دا هغه څه وو چې د کانت د وخت فیلسوفانو يې په اړه بحث نه و کړی. دا په دې معنا چې د ریښتینې او واقعي نړۍ (د واقعي نړی څخه هدف د دنيا اوReality واقعیت دی چي په خپل ځان کې څنګه دی) او هغې نړۍ تر منځ چې زه یې درک کوم او وینم، هیڅ عينيت، مطابقت او انډول شتون نلري. لکه څنګه چې ساده ښکاري، په هم هغه ډول هیڅ تضمین شتون نلري چې د نړۍ په اړه زموږ تصور به د نړۍ له واقعیت (Reality)سره مطابقت ولري. راځئ چې یو ساده مثال ورکړو:
رنګ: هغه څه چې موږ فکر کوو شين رنګه دی، ایا هغه واقعا شين دی؟ ایا هغه ذاتي ډول شين دی، یا دا چې زموږ سترګې يې موږ ته د رنګ په توګه ښکاره کوي؟
دا په هیڅ ډول احمقانه پوښتنه نه ده. ځکه چې نن ورځ موږ پوهیږو چې موږ ډیری شیان په یو مشخص ډول درک کوو، نه دا چې دوی هغه ډول دي مګر دا چې زموږ (perceptions) ادراک په یو خاص نظم سره منظم او نتظيم شوی دی. موږ انفراریډ (Infrared) وړانګې نه شو لیدلی مګر شتون لري، موږ د الټرا وایلیټ(Ultraviolet) یا ماورابنفش رڼا نه شو لیدلی مګر هغه شتون لري ځینې حیوانات رنګ په بل ډول درک کوي ولې؟ ځکه چې د یو ډول ژوندي موجود څخه د بل حسي ارګانونه توپیر لري. د مثال په توګه موږ انسانان درې رنګه طيف درک کولای شو. درې رنګه طيف: سور، زرغون او شين، او دا موږ ته د سترګې په (retina) برخه کې د درې ډوله (cones) څخه په مننه برابر شوي. چې دغه (cones) هر ډول د يو رنګ طيف سلسله ښکاره کولو وظيفه لري. نو په دي اساس: هغه څه چې موږ ګورو هغه څه دي چې زموږ د (cones) شننکو له لارې فلټر شوي دي. یعني نړۍ زموږ د حسي ارګانونه له لارې فلټر کیږي او عقل يي دخپل پروسس وروسته موږ ته معنداره کوي. کله چې موږ د نړۍ په اړه خبرې کوو په حقیقت کې موږ د دې فلټرونو له لارې خبرې کوو چې نړۍ موږ ته وړاندې کوي. موږ پخپله د نړۍ په اړه خبرې نه کوو بلکې موږ دنړۍ ترمنځ فلټر په اړه خبرې کوو. دا هغه څه دي چې کانت یې د (phenomena) واقعیت بولي. دا خپله د دنيا واقعیت نه دی بلکې زموږ د حسي ادراکو له خوا جوړ شوی واقیعت دی. دا هغه څه ته اشاره کوي چې موږ دنیا څنګه ګورو او ښکاره کوو. له بلې خوا، واقعیت يا د دنيا خپل داخلي ، ځاني (Reality) پخپله یو واقیعت دی، چې زموږ له درک او انګیرنو څخه خپلواک دی. مګر ستونزه دا ده: حتا واقعیت پخپله د تعریف له مخې زموږ د لاسرسي څخه بهر دی. نو موږ څنګه پوهیږو چې موږ ورته لاسرسی نه لرو؟ خبره دا ده چې دا یوازې ذهني تمرین یا د کلمو لوبه نه ده، دا ادعا چې واقعیت ریښتینی يا واقعي نه دی؛ او موږ په دې ادعا د پوهیدو وړتیا لرو." دا په ساده ډول وايي: "د نړۍ په اړه زموږ د درک او لید سربیره، موږ د نړۍ د واقعيت په اړه څه نه شو ویلای. دا د انسان یو جوړښتي او ساختاري محدودیت دی. د دې مفکورې روښانه کولو لپاره د مڼې مثال کاروو. نو تاسو ووایاست مڼه کوم رنګ لري، تاسو شاید ووایاست: زرغون رنګ لري. هو دا زرغونه ښکاري مګر ایا دا واقعا زرغونه ده؟نه زرغونې مڼي چې زرغونې ښکاري په حقیقت کې زرغونې ندي بلکې دا په زرغون رنګ منعکس کيږي دا زرغونه رڼا خپروي ځکه چې دوی د کیمیاوي اجزاو څخه جوړې شوې چې د رڼا سره غبرګون کوي. کله چې دا زرغونه ښکاري، دا پدې مانا ده چې سور او شين رنګ جذبوي او زرغون منعکس کوي. دې ته د فرعي رنګ ترکیب ويل کيږي. له همدې امله د یو څیز رنګ پخپله د هغه څیز رنګ نه دی، بلکې د دې څیز منعکسه رڼا ده. په حقيقت کي دا مثال د هرڅه واقعیت بدلوي. کله چې یو شی یو ځانګړی رنګ منعکس کړي، موږ دا وایو چي فلانا شی په دغه رنګ دی او دا موږ ته د هغه شي تعریف او واقعیت ګرځي. که تاسو يې په اړه فکر وکړی دا عجيبه ده. دا رنګ د سترګو ریٹنا برخې لخوا اخېستل کيږي او دماغ ته د پروسس لپاره سیګنال لیږي، چې دا د دې باعث کيږي چې موږ هغه رنګ درک کړو. نو ځکه زموږ درک د ريټينا له خوا دماغ ته ورکړل شوې ډاټا یا معلوماتو د پروسس پایله ده. کله چې زه یو رنګ پیژنم زه واقعا هغه نه وینم زه د خپل سترګو ریټینا برخي د پروسس پایلې ګورم. زه شیانو ته نه ګورم زه هغه څه ګورم چې زه یې په اړه فکر کوم. ځګه فزیک موږ ته وایي چي په حقیقت په دنيا کې د رنګ په نوم څه وجود نه لري او دا زموږ د يوه حسي غړي د درک د پروسس پايله ده. هغه څه چې کانت موږ ته وایي هغه دا دی چې ټوله پوهه اساسا تابع ده. موږ د شرایطو محدودیتونه درک کوو. زموږ ټوله پوهه زموږ د ادراکو د جوړښتونو لخوا مشروطه ده، نو ځکه دا مفکوره چې پخپله واقعیت يا هغه څه چې کانت یې "(noumenon)" بولي، تل زموږ له لاسرسي څخه بهر ده. موږ د خپل حسي ادارکو يا حواسو بندیان يو، لکه څنګه چې موږ د هغو کلمو بندیان یو چې موږ یې د فکر کولو په وخت کې استعمالوو. له دې زندان څخه د خلاصون لاره نشته؛ موږ یوازې کولآی شو پر دې پوه شو چې هغه څه چې موږ پرې پوهیږو واقعيت نه دی ، بلکې په ساده ډول د واقعیت په اړه زموږ درک دی. د کانت بحث یوازې په رنګ پورې محدود نه دی، دی زموږ مفکورې نورو اړخونو ته غځوي. هغه د (space and time)په اړه خبرې کوي. هغه موږ ته وايي چې ځای او وخت د حساسیت غیر معمولي بڼه جوړوي. دا څه معنا ورکوي؟ د دې معنا دا ده چې موږ نشو کولای د ځای یا وخت څخه بهر يو څه درک کړو. فضا د خارجي شیانو او فزیکي وجودونو سیمه ده. لکه دا سمارټ فون، دا کمپيوټر، دا قلم، - دوی په فضا کې ځای نیسي، له بلې خوا، وخت یو داخلي څیز دی، د ذهني حالتونو ساحه. دی وايي ځای او وخت د بهرنۍ نړۍ اصلي ملکیت نه دی بلکې هغه چوکاټونه دي چې موږ پکې خپلې تجربي درک او تنظیموو. پدې معنا چې دوی د انسان د ادراک لپاره بنسټیز دي او زموږ د خپل ځان او احساس د درک لپاره اړین دي چې، زموږ د خپلو احساساتو احساس وکړو.
نو د کانت پیغام دا دی چې موږ د خپل ادراکي غړيو له امله نړۍ په بل ډول وینو، نه دا چې دنړۍ واقعیت څنګه دی.