په پښتو کې د متضادو او مترادفو معناوو کلمې شته خو د احمد ولي اڅکزي د هممانيزونو پرته بل داسې کتاب ما و نه ليد چې متردافې يا متضادې کلمې يې راخوندي کړې وي. دا ښايي زما کم علمي ده. هو يو څو ټکي داسي هم شته چې زه يې په تکرار خپله بې علمي پټوم او د علميت په باب ځان ته د خټو پزه جوړوم. لومړی هغه مترادفې کلمې دي چې ټولې د راکوزېدلو په معنا دي او پښتو يې د ژبو په کتار کې له ټيټې ورځې ساتلې ده لکه را کوز شه، را کښته شه، را شيوه شه، را تا شه، او بل دغه دوې متضادې کلمې دي؛ چغالي او پيوندي. ميدان چغالي دی ګوا د مقابلې څوک نشته، چغال، شغال د ګيدړې د نسل حيوان دی خو نه ګيدړه ده نه سپی دی بلکې که دا و وايو چې سپی نژاد ګيدړ دی، يا د دوی هايبريډ نسل دی سمه به وي. لېوني به ويل زمری يم ايله په ګيدړ پيوند يم، نو ای هم سپی دی ايله په ګيدړ پيوند دی. دلته چې زه کوم چغالي او پيوندي يادوم دا په مېوو پورې اړه لري، چغالي مېوه د هغې ونې وي چې خودرو وي، مېوه يې وړه او تلخه وي د خوړلو او هضمولو نه وي خو پيوندي هم ښکلې وي، هم خوږه او هم په اسانۍ د هضمولو.
موږ چې به ماشومان وو نو د زردالو څخه به مو پوکۍ خوړلې، کومه ونه چې به شغالي وه يعني نه به وه پيوند شوې د هغې پوکۍ به ترخې وې او کومه چې به پيوندي وه د هغې پوکۍ به ښې مزېدارې وې. دلته زه د پيوندکارۍ د هنر د تاريخي شاليد بيانولو څخه قاصر يم البته دومره په يقين سره ويلی شم چې د ونو پيوندکاري لکه د فکر د پيوندکاري به په لومړي ځل د الحاد په فتوو نازول شوې او ممنوع ګرځېدلې وي خو وخت او پر خپل مقام مستحکم اوسېدل ثابتوي چې زه لرغون خو ملحد نه وم، که ملحد يم د دښنه يم. اوس نو نه لوی بت په مځکه ښخ دی او نه لويک لويانو لويي بايللې ده. هغه د چا خبره ده چې حقيقت هيڅ هم نشته، که شته نو صرف د ليد لوري توپير دی، هم دغه استحکام دی چې کله د استقامت مفهوم افاده کوي او کله بيا شاعر وايي چې زه لکه ونه يم تقدير په زولنو تړلی.
خير د خدای دنيا ده، ډول ډول خلک پکې ګرځي خپل زيست و روزګار کوي. نېکان، غټان، جنتيان، دوزخيان، احمقان، دروېشان، عاشقان، ننګيالي، تريالي، جنګيالي، جنجالي، در په در، ګداګر، سرلښکر غرض په زرهاوو نمونې شته چې د مځکې پر مخ ګرځي او خپل رزق ټولوي. چې څومره ځايولی شي هڅه کوي چې تر هغه څو چنده زيات خوندي کړي. چې خبره د ځايولو راله نو دلته بيا خلک په دوه ډوله دي يو هغه چې د تريخ چايو رود راشي هم يې ځايولای شي بل هغه چې ظرف يې د دوو خبرو هم نه وي لکه نوي نوي شاعران چې يوه غزل هم نه شي زغملی، پوره يې ليکلې لا نه وي چې د زړه تنګي پېريان ورباندې راشي او تر هغو يې نه پرېږدي چې د خپل لاشعور دغه لوڅ شوی ګند يې د بل تر پزې نه وي رسولی. خبره تر پزې شوه، شاعران هم ځينې داسې وي چې د ټول ولس پزه وي، ولس لکه بې مغزو سړی د دې پزې په سيد (مخامخ لوری) کې ځي، دغه ډول شاعران خورا مقبوله وي، هر څوک يې پر خواله رسنيو اوري. د دې عام، ارزان او تلواري مقبوليت له کبله د دوی په خپل زعم د دوی د فن او فکر پيمانه خورا لوړه ده آن دا چې د کلاسيک شعر د مقبوليت پيمانه يې هم په خپله غېږ کې نه شي ځايولی. که چېرې خوشحال ژوندی وای هم نو هغه به په ښکاره نارې وهلې چې ده ته به شاعر وايې که ژوند کوې. هغه به ليدلي وای چې له مستۍ اوس نور هم پيدا دي چې رقيبانو ته ښکنځل کوي او مستي يې د معيار پړی د بدمستۍ له تند و تېز احساسه د رقيبانو غاړې ته ور اچولی دی. کاظم خان شيدا به د پردېسۍ غمونه هېر وای او د (خو نو خو نو) ژور تکيه کلام ته به يې خپله مشکل پسندي لکه پر سپين ميدان د هوسۍ د سايې په څېر په سجده پرته ليدلې وای. رحمان بابا به له خوشحالۍ من من غوښه اخيسته چې د ده هغه ساده انشا نن د ده د پېرو شاعرانو په کلام کې څنګه په رنګينه بڼه بيا را ژوندۍ شوې ده، له ډېره جوشه به يې په خپل دروېشانه رفتار تر عرشه چيغه رسولې وای چې زه به نن نه لېونی کېږمه نو کله. اشرف خان هجري به دا ځل تعلي نه ويله بلکې اعتراف به يې کړی وای چې پارليمان د شاعرۍ کې که هر څومره انډوخر دی خو چې دا هر سړی يې اوري معتبر دی. د حميد ويرژلي به ګډ په تن تنا وای خو د عشق هوسناکي به يې لامل نه و، لامل به يې پر شعر د نوخطو واه واه و. احمد شاه ابدالي به د پښتونخوا د غرو سرونه د ډيلي د تخت دپاره نه بلکې د دې تخت د وارثانو دپاره هېر وای ولې چې زلمو به سرونه د پښتونخوا په لار کې نه بلکې په نورو کږو لارو کې بايلل، نه به يې د عشق له وينو ډک وای ځيګرونه، ده به بې اختياره د هغو د پوهولو دپاره خپل درد د هغو په ژبه کې بيان کړی وای نو دا راز به يې لکه ستوری په لمن کې په کليات کې د يوې بلې ژبې د غزل اضافې شوې وې. د نازو انا د نرګس لېمه به په سهارګاه نه بلکې له ماسپښينه پس لانده وای. پير محمد کاکړ به د وخت د روايت او مزاج مطابق خپل ځان ته د غيب اللسان خطاب کړی وای. د غفار بريالي هندو چې پښې يې قرآن ته غزولې وې هغه به هم خپلې پښې د خپل قد سيوري ته راټولې کړې وای او له وېرې به يې په لړزېدلي غږ ويلي وای چې (زلزله دو) (خودکشه دماکه ده). د حافظ الپوري بې حسنه ناوې به په لوی زړه حجاب له مخه ليرې کړی وای ولې چې مخ په کتو نه کمېږي بار بار ګوره. افضل خان خټک به د تاريخ مرصع د دويم اېډيشن دپاره د کباړي دکانونه ټول کتل چې ګوندې يو ښه کتاب يا خطي نسخه په لاس ورشي او دی د دې نيمګړي تاريخ هغه پاته برخې هم پخپل کتاب کې ځای کړي.
د ښاغلي بايزيد روښان به دپاره د فايدې د ادميان، په نوم د خيرالبيان فېسبوک پاڼه وه او دروېزه خېلو به هره دويمه ور رپورټ کوله. د خفي او د جلي دغه ملي جګړه به ښه په خرپ په لر و بر کې په پوره خلوص لمانځل کېدله.
د ملي هندارې هغه مړه مينانو به خواست کړی وای چې لومړی ژوندون و تجربه مې نه وه، طالب جان به له ډېره خښمه بيبو بلاک کړې وای، د ادم خان او سترماڼۍ درخو د وېډيو کال چرچې به په ټوله پښتونخوا کې کېدلې. د زبزبانې ښاپېرۍ وزر به قامي وياړ و او د ژيړې غوا د غوږو بازار به ښه په خوند و رنګ او په پوره جوش او ولوله اباد و. ملخی او کرمی به د وخت ډېر لوی هايکران وو، غرض د کلاسيک او معاصر دور د ادب او شاعري به هم يو هايبريډ شکل پيدا شوی وای، شعر به و خو په شعار به پيوند و، هم به يې بڼه ښکلې وای او هم به په ځايولو، زغملو او هضمولو کې ښه و. دا خو تاسې خبر ياست چې هايبريډ نسل همېشه تر پيور نسل زورور وي. پخوانی هنر که په لاشعور کې د پرتو نااسوده ارمانونو انګازه وه خو اوسنی هنر د خواهشاتو د اسوده کولو پلمه ده. په پزې پسې روان خو د پيوندکارۍ په هنر کې د مستۍ تر حده ماهر ولس که پزه د ځان پرې کوي نو بيا بيرته د خټو پزه هم ځان ته جوړولای شي. د خوشحال د زمانې هغه پاوی او نيم پاوی شاعران اوس من من خېژي ولې چې د مغلو ساز کړی لنګر کوټ اوس لنګر خانه ده، او د مغلو د تال تالۍ څټي اوس خورا څاربه شوي دي. دا بيا جلا خبره ده چې د قربانۍ د اختر په دود کې د څاربه ځناور قدر زيات وي.
پښتانه متل کوي چې يو وار يې و تله چې من شي، دوباره يې مه تله چې کم شي. من ختلي خلګ اوس په دا دور دي ډېر، په پښتو شعر بېخي ډېر علمونه بلند دي خو د خبرو ملک په سمند لا تر اوسه چا هم نه دی فتح کړی. نامعقول مجهول بيان اوس د سخن اعلا درجه بلل کېږي، نشته څوک اديب د علي خان بابا چې رقبه او د رقيب د چغل ژبه دواړه پرې کړي، او بيا د خوشحال په ژبه و وايي چې
دی هم خام، تاسو هم خام، مخزن هم خام دی.