ليک: بخت نور ناصر
ژباړه: نورمحمد افغان
د تاريخ په هغه شېبه کې چې کله د ټولنیز نظم بنسټونه پر ماتېدو شي، انتونیو ګرامشې "نامياتي او ساختماني بحران" (organic Crisis) ويني. د هغه په باور د دې بحران په لمن کې دا حقيقت نغښتی وي چې «چې زوړ مري او نوی نه شي زېږېدلی؛ نو تر هم دا ميان د ډول ډول ګډ وډيو علامې سر ښکاره کړي." د ګرامشې د پورتنۍ ادعا تشريح په ولسي ژبه کې داسې کېږي چې "اوس د تورو ديبانو وخت دی». دا اوس يوه منلې خبره ده چې پخوانۍ نړۍ هر چېرې پر مرګ ده. د دې مرګ په لاملونو کې د سياست نوي امکانات لکه د اړيکو نوې وسيلې خصوصاً په ډیجیټل ساحه کې پرمختګ او نور دي. په سوېلي آسیا او د افریقا په نیمه صحرا کې د ټولنیزو رسنیو سره بلد ځوانان د سیاسي منظرنامې د يو بدل انځور په رغولو کې د يادولو وړ دي.
په پاکستان کې د پي ټي آيي (پاکستان تحریک انصاف) وده د نوي تاریخي بلاک د راڅرګندیدو په توګه ګڼل کېږي، له يوه اړخه ګرسره دا د زاړه نظم د بدلولو سیاسي تشريح ده.
دلته زما هڅه دا ده چې د پښتنو سیاسي منظره د لفظونو په مرسته وکاږم. په پښتني سیمو کې، وروستي څو کلونه لږ تر لږه که ووايو درباوڼ او غیر معمولي تېر شوي دي. د تېرو دوو لسیزو پوځي عملیات او تشدد چې په زرګونو يې ووژل او بې کوره کړل، د هغه په وړاندې راټولېدونکی خښم د اختلاف غږونه پیاوړي کوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ظهور د دې نوي دور اصلي بیان دی، چې د هغه پښتنو زلمو کلک ملاتړ لري څوک چې ټولنيزې رسنۍ د ډيجيټل سياسي مقاومت دپاره د يوې اغيزمنې وسيلې په توګه کاروي. دا پروسه د پښتنو په منځ کې د یوې بلې طبقې، ښاري منځنۍ طبقې، لخوا هم پرمخ وړل کېږي، د چا په باور چې د ملک په مرکزي سياست کې د ځان دپاره د ځای جوړولو همدغه وخت دی، په شمول د هغه بهر ميشتو چې د همدغه طبقې سره تړاو لري. د ټولنې دا او نورې طبقې چې د سپټمبر د 11م څخه وروسته راڅرګندې شوې دي، دوی په خپلو سیاسي افکارو او د راتلونکي دپاره په خپلو نظرونو کې هم اهنګ نه دي.
د ترهگرۍ پر ضد جگړې او ورپسې پوځي عملیاتو پښتنې سيمې تيت و پرک کړې. دوی يې بې کوره کړل، کلي او بازارونه يې ونړېدل او د کورني اقتصاد يې بېخ و بنياد وخوت. تر ټولو زیاتې پایلې، شاید، د ټولنیز – سیاسي او ټولنیز – کلتوري نظم جنوني او سیستماتیک تخریب ورکړې (د عوامي نېشنل ګوند د سلګونو کارکنانو او د قومي مشرانو وژنه در په یاد کړئ). له بلې خوا، ډېری پښتانه د هغه ویجاړوونکي جنګي مشین لاستوړکي او لاسپوڅي وو. نه ودرېدونکې جګړې د سیاست او اقتصاد په ډګر کې نوو امکاناتو او ادارو ته زمينه برابره کړه. دې کار یوه نوې اشرافيه طبقه وزېږوله چا چې قاچاق، غلا، ټرانسپورټ او داسې نور فعالیتونه کول، دوی اصلأ د جګړې په اقتصاد او د جګړې د عاملینو په ملاتړ پورې تکيه لري. یو ټراسفارمیمو (ټرانسفارمیزم/ اړول) چې پښتني ټولنې ته یې نوې بڼه ورکړه.
د ټراسفارمیزم د دې جامع حرکاتو یوه لویه برخه، بې له څه شکه په بدعنوانۍ، د فساد په سرپرستۍ او بيوپار ککړه ده. د جنګي اقتصاد سره پټ تړون لرونکو خلکو په قد و قامت او ټولنيز حېثيت کې په شپه شپه کې بدلون په کوټه او پېښور کې يوه عام مشاهده ده. دا خلک لوی شاهي کورونه لري، دوی د لوکس موټرو د قافلو او د وسلې له بربنډې نندارې سره ګرځي. له لوړ پوړو سره اوږه په اوږه تلونکي دغه کسان چې په محلي ژبه حاجيان بلل کېږي له یوې خوا د قامي يووالي پر ځای سمدستي د مادي ګټو دپاره لګيا دي او له بلې خوا د واکمنو طبقو داخلي انعطاف ښیي چې په جوړ نظام کې په مالیکولر ډول د ټولنیزو ډلو او وګړو په شاملولو سره اړین ملاتړ ترلاسه کړي. حاجيان «د نوې او زړې نړۍ تر منځ امتزاج» هم په ګوته کوي.
دلته زما موخه دا ده چې په ټولنه کې متضاد بدلونونه او له دې بدلونونو څخه زېږېدلي تضادونه وښيم. دا چې مخ په وړاندې روان پرمختګونه ممکن د ټراسفارمیزم په مالیکولر توګه ګډ شوو ډلو او د هغوی د مخالف قوتونو تر مینځ د سیالۍ سبب شي – دا مخالف قوتونه چې له نظامه بېل دي او په اوسني شرايطو کې ناخوښه دي. زموږ په قضیه کې پښتون ژغورنې غورځنګ د دغو خلکو (مخالف قوتونو) د سياسي بيانيې اظهار دی. په پښتني ټولنه کې پر لويه او وړه کچه دا بدلونونه له تېر وخت څخه او له هر هغه څه څخه چې په پخوانیو وختونو کې مهم وو، پرې کېدل ښيي او دغسې يو نامياتي بحران زېږوي.
د دې بحران په ریښه کې، د نورو لاملونو تر څنګ، د «اختيار بحران» هم دی، دا هغه لمحه ده چې پکې ټولنیزې طبقې د هغه سیاسي ګوندونو څخه ليرې دي چا چې تر اوسه د دوی ګټې ساتلې او د دوی لارښوونه یې کوله. د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مقبولیت تر یوې اندازې پورې په دې حقیقت کې دی چې دا په واز کومې د ټاکنیز میکانیزم له لارې راغلې دیموکراتیک نمایندګي نه مني او په ښکاره د ټاکنيز عمل څخه ځان ګوري. په احتمالي توګه، د سیاسي ګوندونو ملاتړ کمول د PTM د خپل مقبولیت لپاره ګټور دی. او دا مقبوليت به لا زيات شي چې کله په سياسي ګوندونو د نوي ټولنیزو واقعیتونو څخه د ناولدتيا او د ټولنې ژورو ته د نه را کوزېدلو تور پورې شي.
د پښتون ملتپالنې زړې ګرګې د خپل تېر ویاړ سره سره، د نن ورځې د نومخوښو او نوموړو ( populist and popular) سیاسي ځواکونو په وړاندې مبارزه کوي. د ځمکې خاوندان چې د پخوانیو ګوندونو مشرتابه تشکیلوي، د لنډ سياسي تاريخ او عاجز شاليد لرونکو سیالانو لخوا سپکاوي ته مخامخ دي. کله نا کله داسې ښکاري چې د پخوانيو ګوندونو مشرتابه په نا امېدۍ کې د دې خورا نومخوښو پر پله ولاړ شي خو ارو مرو به پکې پاته راشي. هر څه چې دي خو دا ښيي چې دوی د اوسني واقعیت سره هم آهنګ نه دي.
نو بیا د هغې طبقې سره کومه لار ده چې د بورژوازي اشرافو څخه يې ځان جلا کول پیل کړي، چا چې تر دې وخته پورې په خپل سياست کې خلګ او د هغوی ګټې او اندېښنې په کاميابي سره په پام کې ساتلې؟ دا ډول ټولنیز-سیاسي انحطاط هغه ساحه ده چېرې چې د قیصاري حل د پيدا کېدو امکان وي.
قیصریزم، د ګرامشې لخوا وضع شوې يوه اصطلاح چې د یو لوی شخصیت راپورته کېدو ته اشاره کوي او د دې وینا په مصداق، "هر وخت لره موسی شته" - یو داسې شخصیت چې د سیاسي شېبې د غيريقيني صورتحال د حل دپاره يا د نجات دهنده په توګه چمتو شوی وي. د ډېرو په خيال تر منظور پښتين زيات پر دې وضاحت (نجات دهنده) څوک هم پوره نه خېژي، بالخصوص په پښتنو کې، تر دې چې د ډيورنډ په آ خوا (بر وطن) هم. مګر ایا دا د غيريقيني صورتحال د پای ته رسېدو اشاره ده؟ یقینا نه.
منظور پښتین بې له شکه له ملیونونو پښتنو په ځانګړې توګه د ځوان کاله سره غږېږي. عجبه دا ده چې د هغه ډېری پلویان د تحریک انصاف د مشر عمران خان هم ټينګ ملګري دي ((دا يې لا بله چې د عمران خان لويه برخه پلويان د طالبانو هم خواخوږي او طالبانايزېشن ته خوشبين دي، يا په بله وينا دا يوه داسې نکته ده چېرې چې لبرل، نېسونالسټ او مذهبي بنياد پرست ليدلوري سره يوځای کېږي، دا د هغوی انټرسېکشن دی: مترجم)). پي ټي ايي د پي ټي ايم په ځالۍ وزيرستان کې قوي ملاتړ ترلاسه کوي. دا دوه بېل سیاسي موضوعيتونه چې په بنيادي توګه د دوو جلا سیاسي برنامو څخه رامنځته شوي، څنګه په يوه زين کې سره ځای شوي. ښایي تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي چې منظور پښتین څنګه په خپل پروګرام کې د دغو متضادو بيانيو د ځایولو پلان لري. تر دې دمه، د هغه ستراتیژي په پراخه کچه د خلګو پر را غونډولو تکیه کوي. د یو کرشماتی مشر په توګه، د خلګو را غونډول او را ایستل تر ټولو اسان کار دی. اصل ننګ د دې خلګو د یو مربوطې نړيوالې سیاسي نظريې لاندې په يو داسې تنظيم کې پېيل دي چې تلپاتې وي او له وخت سره تګ و کولای شي. په دې لړ کې پي ټي ایم د پام وړ پېښ رفت نه دی کړی. نو بيا څنګه هڅه کوي چې ولسي ملاتړ په عملي لاسته راوړنو بدل کړي؟ دی (منظور) باید یو پلان ولري.
د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او تحريکونو سره د تړون باوجود، د نزدې يو څه پېښو په ترڅ کې د سولې دپاره په لوی شمېر خلګ يوځای را ووتل. د حکومت له خوا د تازه پوځي عملیاتو (عزم استحکام) اعلان په ټوله پښتنه ټولنه کې پر پراخه کچه غندل شوی دی. تېر کال، د سولې لاریونونه په ملاکنډ او لوی پېښور ناوه کې متمرکز وو؛ دا ځل د بنو، لکي مروت او کرک په ګډون د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې په پراخه کچه خلګ راټول شوي دي. کله کله خو داسې ښکاري چې خلګ د سیاسي ګوندونو څخه مخکې دي، او دا ګوندونه به د ولس د احساساتو سره سم ګام پورته کولو دپاره يو قدم را وړاندې کېدلو ته اړتیا ولري. لومړنۍ نخښې ښيي چې که ټول نه وي ولې ځينې خو د ولس په زړه پوهېږي. د بنو د امن مارچ په بله ورځ د اې اين پي د مشرتابه یو پلاوی د لاریون کوونکو له غوښتنو سره د يووالي د څرګندولو دپاره راغلی و.
له دې څخه انکار نه شي کېدای چې تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا، په تېره بیا د پښتنو په کلتوري او اقتصادي مرکز پېښور دره کې قوي ملاتړ لري. ښی اړخې پي ټي ايي د یو ټاکلي حد څخه بهر له خلګو سره تګ نه شي کولای او اخر به هم د اسټيبلشمنټ سره يو کېږي.
د ځينې خلګو د خيال برخلاف، معاصر پښتني ټولنه نه په جوړښت کې یو شان ده او نه هم د دولتي جوړښت په هکله په خپل دریځ کې یو شان ده. د خوند خبره دا ده چې د خیبر پښتونخوا ښاري او نیم ښاري مرکزونه په سیسټم کې په ښه توګه مدغم شوي او اکثرا قومي، ملتپال سیاست ته د يو رومانټیک یا پسمانده شي په سترګه ګوري. بهرحال دا هم مناسبه ده که ووايو چې ډېری خلګ له زړو تګلارو څخه ستړي شوي او د نوي ترتیب غوښتونکي دي. خو ايا اوسنۍ رهبري د دې وړتيا لري چې دغه دور په داسې سياسي لوري بوځي چې د پښتنو د اوږدې مودې غوښتنو؛ سوله، وقار او د توکميزو ډلو ترمنځ د برابرۍ سره سمون ولري؟ د دې پوښتنې هیڅ ډاډمن ځواب نشته.
تېرو څو کلونو ته په کتو سره په نزدې راتلونکي کې د پان-پښتون يووالي یا سیاسي اتحاد د احتمال په اړه یو سنګين او زهيروونکی انځور وينو. هر ګوند په څو څو ځله د مختلفو پېښو او مسلو په ترڅ کې د جرګې یا ټول ګوندیز کنفرانس کوربه توب کړی دی. خو هره پلا، د کوربه پر هڅو د نورو ګوندونو لخوا خاورې اړول شوې دي. له بده مرغه د یو بل په وړاندې د دې غودغرضه حرکتونو پايله دا شوه چې په معروض کې دې غونډو اثر بايلو، تقريباً ټولې یې د یوې اعلامیې سره پای ته ورسېدلې او نور هیڅ و نه شو.
دا موږ اصلي او کړکېچن حالت ته راوړي: هغه څه چې د زړې نړۍ له مړینې څخه زېږي. دا د یادولو وړ ده چې موسولیني د داسې انحطاط په جریان کې زیږیدلی و. دا په هیڅ صورت د عدم تشدد، د مدني حقونو د امن لاریون يا تحريکونو او د فاشیستي ایډیالوژۍ پرتله کول نه دي، بلکې د دې شېبې د اهمیت یادونه ده. دا مهمه نه ده چې بحران څومره نامياتي دی خو په هغه سیاسي جوړښتونو کې ښکاره کېدای شي چې په منظم ډول نه وي ټاکل شوي. په بل عبارت، دا د داسې نادودو او ناولدو پېښو لامل کېدای شي چې لازمي نه ده د ځمکني واقعیتونو عکاسي دې وکړي. کله چې ولسونه له زړه ور ګډ وي، خطرونه بيا تر اندازې هم زيات وي. ځکه حالات د پښتنو ملتپالو تر منځ د یوه مخلصانه او عقلي بحث غوښتنه کوي چې په یوه بنسټیزه سیاسي برنامه کې د خلګو د لوی اکثریت سره د غږ د غبرګولو وړ ګڼل کېدای شي.
دا لیکنه د ښاغلي بخت نور ناصر د لیکنې ژباړه ده چې د اګست ۲۳مه ۲۰۲۴ د فرایډې ټایمز په ویبپاڼه کې په دې عنوان (The Pashtuns' Dying Old World) خپره شوې ده. یاده لیکنه ښاغلي نور محمد افغان ژباړلې او د اکتوبر ۲۸مه ۲۰۲۴ د انسان مجلې په ویپاڼه کې خپره شوې ده.