په اقتصادي ټولنپوهنه کې یو له اساسي بحثونو څخه دا دی چې ایا انسانان په اقتصادي پرېکړو کې اقتصادي منطق په پام کې نیسي او که ټولنیزو رفتارونو ته ترجیح ورکوي؟ له اقتصادي منطق موخه خپلو اړتیاوو ته په پام پرېکړې کول، او له ټولنیز رفتار موخه د نورو قضاوتونو او خبرو ته اهمیت ورکول دي. د مثال په ډول یو کس د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې دي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په عین حال د کاري فرصتونو د محدویت له امله په دفتر کې د کارکولو چانس په لاس نه ورځي، خو له دې کس سره د دې امکان او فرصت شته چې خپلې اړتیاړې د دفتر پر ځای پټیو کې د کار کولو، سبزي پلورلو، اشپزي کولو، څوکیداري کولو او یا نورو هغو لارو چارو په استفادې چې ټولنه کې په درنه سترګه ورته نه کتل کیږي، پوره کړي، په دغسې یو حالت کې یاد شخص د خپلو اقتصادي ستونزو حل ته ترجیح ورکوي او که نه د نورو خبرو ته؟
د اقتصادي ټولنپوهنې په اساس د انسانانو اقتصادي فعالیتونه په ټولنیزو اړیکو او فرهنګي ساختارونو کې حک شوې دي، اقتصاد یو مستقل او خودمختاره فعالیت ندی؛ بلکې د ټولنیزو اړیکو په بستر کې ترسره کیږي. د امریکايي ټولنپوه د سټنفورډ پوهنتون استاد مارک ګرانووتر (ز ۱۹۴۳) د همدې بحث مطرح کوونکی دی. هغه وایي چې د وګړو اقتصادي کړه وړه په شدت سره له ټولنیزو تعاملاتو او افکارو متاثره دي.
زه [د همدې متن لیکوال] لسګونه داسې کسان پېژنم چې تیار دي په نهاره شپه سبا کړي خو نه به څوکیداري پرې وکړې او نه به سبزي خرڅه کړي، ځکه د دوی شاوخوا خلک دا ډول کارونه د هرچا لپاره مناسب نه ګني.
دا چې ولې موږ ته د نورو خبرې او قضاوتونو مهم دي دلیل یې دا دی چې موږ تل د ټولنې د تایید غوښتونکي یوو، خپل مقبولیت او اهمیت د ټولنې په تایید کې ګورو. کوشش کوو چې هغو کارونو ته په اسانۍ اوږه ورنکړو چې د نورو له سیالۍ مو غورځوي. ډېرې کورنۍ له هغو کسانو سره چې د ټولنې په باور د ټیټې کچې کارونو کې بوخت دي، خپلوۍ ته زړه نه ښه کوي، کوشش کوي چې خېښان یې د لوړ ټولنیز موقف او کاروبار لروونکی واوسي.
د خپلوۍ مسئله یوازې یو مثال دی، ډېر داسې موارد شته چې خلک د ټیتې کچې کاروباریان د ځان سیال نه ګڼي او ریشخندوي یې. زموږ په کلي کې یو کس د کچالانو کرونده کوله. ښه غریبي یې ترې کیده. خو چې څوک به ورسره مخ شول د ریشخند په ډول به یې ترې پوښتل چې پلانیه! الوګان دې څنګه دي؟ د همدې خبرو له امله یې غریبي قبوله کړه خو الوګان یې و نه کرل. ممکن د افغانستان هر کلی دې ته ورته کیسې ولري.
د نورو خبرو او قضاوتونو د خپلو واقعي اړتیاوو له پوره کولو راګرځولي یو. د نورو خبرو او قضاوتونو ته ارزښت ورکول ممکن په افغانستان کې د فقر یو لامل وګڼل شي. له فقر سره د مبارزې په برخه کې که د خبرو او قضاوتونو فرهنګ ته پام وشي نو بې ګټې به نه وي.
زموږ اقتصادي پرېکړې د نورو د قضاوتونو په اساس ترسره کیږي، خو دغه فضاء طبیعي نده. کولای شي له دې فضاء ځانونه وباسو. له دې فضاء د خلاصون یوه لاره دا کېدلای شي چې فردي هویت او انتخاب ته د درناوي او د توپیرنو د زغم فرهنګ لوړ شي. په دې برخه کې فرهنګي او ښوونیز بنسټونه ډېره مرسته کولای شي.
فرهنګي بنسټونه باید تنوع او توپیرونو ته د احترام کولو فکر او انګیزه رامنځته کړي. هر شخص ځانته بېلې اړتیاوې او ارزښتونه لري، د نورو ژوند ته د خپلو اړتیاوو، تمایلاتو او ارزښتونو له عینکو کتل خطا ده. نن ورځ د دې ډول فکر د رامنځته کولو نسبتاً اسانه او ګټوره وسیله ټولنیزې رسنۍ دي. ښوونیز بنسټونه باید زده کونکو ته ور زده کړي چې څنګه د ټولنیزو فشارونو او شخصي اړتیاوو د پوره کولو ترمنځ تعادل وساتي. په دې قانع کړل شي چې د ټولنیزو رفتارونو ترڅنګ د خپلو اړتیاوو پوره کول هم لومړیتوب لري. موږ نشو کولای چې د ټولنې ټولې غوښتنې پوره کړو، ځینې وخت پکار ده چې د خپلو شخصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولنې ځینو انتظاراتو باندې سترګې پټې کړو. ممکن په دې کار سره موږ د ټولنې له عکس العمل سره مخ شوو، خو ممکن په هغه اندازه زیانمن نشو په کومه اندازه مو چې ټولنیزو رفتارونو ته ماتیدل زیانمنوي.