INSAN Magazine

سارتر، د وجودیت فیلسوفي، وجودیت او بشرپالنه

۱۳۹۹ د اسد ۲۹مه

سارتر

سارتر نه یوازې د فرانسې بلکې د نړۍ د مشهورو فیلسوفي څېرو څخه دی. هغه په ۱۹۰۵ زېږديز کال کې د فرانسې په پاریس ښار کې وزېږېد او په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې ومړ. د دواړو سترو نړیوالو جګړو شاهد پاتې شوی. دی لا ماشوم و چې پلار یې له لاسه ورکړ او بیا تر ډېره له خپلې مور سره نیږدې پاتې شو. په دوولس کلنۍ کې یې مور دوهم واده وکړ چې د ده په ژوند یې تلپاتې منفي اغېز پرېښود. ژوند کې یې ډېرې لوړې ژورې ولیدې. د ظاهري څېرې له پلوه یې ځان د یو بدرنګ سړي په توګه پېژانده چې لنډه ونه یې وه او غټې عینکې یې اچولې. د بورژوازۍ خلاف افکار یې لرل چې د عمر په پای کې یې مارکسیزم ته ډېره لېوالتیا پیدا شوه. د وجودیت (Existentialism) د فلسفې له رامنځته کوونکو څخه و. مخکې تر ده هم د فلسفې د تاریخ مهمې څېرې لکه هالنډي فیلسوف سورګ کیرکاګارډ، آلماني نیچه او روسي ادیب فیوډور دوستویوفسکي پر دغې موضوع لږ یا ډېرې غږېدلې وې خو سارتر ورته نوې ترمینالوژي رامنځته کړه او نړۍ یې د وجودیت له فلسفې سره اشنا کړله. «شتون او هېڅ‌والی» او «وجودیت او انساني عواطف» یې دوه نړیوال پېژندل شوي فلسفي کتابونه دي. د عمر تر پایه یې واده ونکړ او د خپلې معشوقې سیمین دوبووار سره تر مرګه بې‌واده واوسېد. ډېر لږ څه یې لرل، په هوټلونو کې به یې ژوند کاوه او د پاریس د ښار په کافې ګانو کې به یې لیکل کول.

سارتر په کال ۱۹۶۶ زېږدیز کې د وجودیت د فلسفې د رامنځته کولو لپاره د نوبل جایزه وګټله خو سارتر دا جایزه ونه منله.

وجودیت (Existentialism)

د انسان ژوند یوه سپینه تابلو ده. هغه په دې انتخاب کې خپلواک دی چې په دې تابلو څه کاږي. هر انسان د خپل ژوند د تابلو هنرمند دی. د هغه هر عمل، هره پرېکړه او هر ګام د هغه شتون تعریفوي او د هغه د شخصیت تابلو تراشي. هغه په دغو ټولو انتخابونو او کړنو کې ازاد دی، چورلټ ازاد. د وجودیت فلسفه وايي ژوند له اوله کوم لیکلي لارښود سره نه دی راغلی او هېڅ مانا نلري خو دا انسان دی چې په خپلو کړنو سره به ورته مانا ورکوي.

سره له دې چې انسان خپلواک دی، هغه د هستۍ په صحرا کې بې له هېڅ کوم مخکیني په نظر کې نیول شوي پلان څخه لالهانده دی. دی هېڅ نه‌ پوهېږي چې د هستۍ دغې صحرا ته دی له کومه راغی؟ کومې خوا ته روان دی؟ کومې خوا ته باید روان شي؟ دی دلته څه کوي؟ څه باید وکړي؟ او د دې ټولې کیسې موخه اخر څه ده؟ انسان مجبور دی دغو پوښتنو ته ځواب پیدا کړي او د وجودیت د فلسفې سرلاري او پلویان همدغه پوښتنې جدي نیسي. سوچ پرې کوي او د حل موندنې کوښښ ورته کوي. سارتر وايي انسان یو ابدي او نه ورکېدونکي غم او خفګان سره مخ دی. هغه له هېڅ رازه خبر نه دی او د هستۍ په دې ګڼه ګوڼه کې پرېشان، پردی او نااشنا ولاړ دی. هغه وايي انسان د خوشاله راتلونکي هېڅ تضمین نلري او نه پوهېږي چې څه به ورسره کېږي. که څه هم هغه په ټولو کړنو کې ازاد دی.

د وجودیت فلسفه که په څو ټکو کې راغونډه کړم نو هغه به دا وي چې:

۱. هر څه تر هغه ډېر پېچلي، عجیب او ځینې وخت وېروونکي دي چې موږ یې فکر کوو:

د سارتر په مشهور رومان ( La Nausee) کې د رومان اصلي کرکټر چې یو ۳۰ کلن ځوان لیکوال دی د فرانسې په یو خیالي ساحلي ښار کې برقي‌ګاډي ته خېژي. ګاډی خالي وي. هغه هم یوې خالي څوکۍ ته ورنیږدې شي او لاس پرې کېږدي خو له کېښودو سره سم یې بېرته ژر لرې کړي. دې شېبه کې څوکۍ ته په کتو هغه ته د حیرانۍ احساس پیدا شي. څوکۍ، جوړښت یې، دنده یې او حتا نوم یې ورته بېخي نااشنا او عجیب وبرېښي. د څوکۍ لفظ له ځان سره تکرار کړي او داسې ورته ښکاره شي لکه هېڅ یې چې مخکې دا نوم نه وي اورېدلی، نااشنا او پردی ورته ښکاري. لیکوال په خپلو دماغو زور راوړي چې د څوکۍ په اړه بېرته عادي تصور پیدا کړي او ځانته ووايي چې دا د کېناستلو لپاره کارول کېږي؛ خو د څو شېبو لپاره په خپلې دغې هڅه کې ناکام وي. دغسې شېبې د وجودیت د فلسفې هسته ده.

سارتر دې ته د نړۍ چټي‌والی یا بې‌‌ارزښتي وايي او دا یو حقیقت ګڼي. د سارتر د نظر پلویان ټول شیان د هغوی له عادي تعریفونو چې ټولنې د خپلو اړتیاو په اساس ورکړي، ماورا تعریفوي. خپل تعریف ورته لټوي. د بېلګې په توګه د سارتر له نظره ته همدا شېبه یو داسې ژوی یې چې کالي دې د نورو ځناورو له تنه د جلا کړل شوي پت نه جوړ شوي، خوراک دې د نورو ځناورو له وژلو دی، په کومې څوکۍ چې ته ناست یې د یوې داسې ونې له تنه پرې شوی لرګی دی چې تا نه ده کېنولې. سارتر د شیانو ماهیت ته ورځي او له هغو تعریفونو بغاوت کوي چې ټولنې څیزونو یا خلکو ته ورکړي.

۲. انسان خپواک دی:

د سارتر له نظره انسان ممکن له هر څه سره نااشنا وي خو په دې هر څه کې یوه خبره د غور وړ ده. هغه د انسان خپلواکي ده. ژوند ممکن یوه عجیبه پدیده وي خو تر ټولو جالب حقیقت یې دا دی چې هر څه پکې امکان لري او دا ځکه چې هېڅ هم د یو ټاکلي پلان له مخې نه دي رامنځته شوي. انسان بېحده زیات امکانات لري او په انتخاب کې خپلواک دی. انسان سره له دې چې له هر څه سره نااشنا دی خو د وخت په تېرېدو او مخکې تګ سره یې هر څه ته تعریف ورکړی او د ځان لپاره یې ډېر څه اشنا کړي.

۳. انسان باید په ناوړه باور کې ژوند ونکړي:

سارتر د انسان دې ځانګړنې ته چې خپلې خپلواکۍ ته یې پام نه دی او هر څه هغسې مني لکه څنګه چې ټولنې او نورو مخکې له مخکې منلي، ناوړه باور وايي. انسان په ناوړه باور کې دی او فکر کوي چې هر څه باید په یو ټاکلي میتود وشي او خپلې سترګې په ټولو نورو امکاناتو او لارو پټوي. د سارتر له نظره دا یو ناوړه باور دی چې انسان وايي دی باید په یو ټاکلي ځای کې ژوند وکړي، یو ټاکلي ځای کې کار وکړي، یو ټاکلي ځای ته چکر ته لاړ شي او په یو ټاکلي توګه ژوند وکړي. د دې خبرې انعکاس د سارتر په مشهور اثر (شتون او هېڅ‌والي) کې دی. په کتاب کې سارتر یو ګارسون ته د لوستونکي پام اړوي چې حرکات یې تېز دي، کله په ملا کړوپ شي، چا ته موسکی شي، د چا فرمایش په کتابچه کې ولیکي، خلکو ته ډوډۍ پر مېز کېږدي، په نرمه لهجه خبرې کوي، دا کار هره ورځ کوي او له هغې مجبوریته یې کوي چې د ګارسون تعریف په ټولنه کې همداسې دی. د سارتر له نظره دا یو ازاد انسان نه، بلکې د ګارسون په تعریف کې بندي انسان دی چې کېدای شو په کوم بل ځای کې یې پیانو وهلای یا په شمالي اوقیانوس کې کب‌نیوونکی وای.

۴. انسان د کپیټلیزم په له منځه وړلو کې خپلواک دی:

یو حقیقت چې انسان نه یې ازادي اخیستې د پیسو شتون دی. ډېر خلک د پیسو یا کار له سببه په هغو ټولو نورو پېښو او امکاناتو پښه ږدي چې که چېرې دی پیسو ته اړ نه وای او پیسه نه وای نو کولای یې شول ترسره یې کړي.‌ سارتر کپیټلیزم ته د یو غټ ماشین په سترګه ګوري چې انسان یو رنګ ژوند کولو ته اړ کوي او د هغه ماشین پرزه ورڅخه جوړوي. هغه وايي پیسې انسان غلام کړی دی او همدا دلیل و چې په پای کې یې له مارکسیزم سره علاقه زیاته شوه. د هغه له نظره مارکسیزم انسان ته د هغه ازادي ورکوي. هغه په خپله۶۰مه کلیزه کې د پاریس ښار په ډېرو اعتراضونو کې برخه واخیسته. له چي‌ګوارا او فیډل کاسټرو سره یې ولیدل او همدا دلیل و چې اېف‌بي‌آی تر ډېره څاره چې د ده د عجیبې فلسفې موخې پیدا کړي.

وجودیت او بشرپالنه

وجودیت د بېلابېلو نظریو او خلکو لخوا انتقاد شو. کلیسا هغه یو ناهیلی کوونکی او غیرجدي نظر وباله. کمونیستانو ورته د شخص تر ذهنه محدوده فلسفه وویله چې یوازې په ټولګي کې د بحث وړ ده او عملي ژوند کې یې بشر ته هېڅ نه رسي. د دوی په نظر وجودیت انسان ناهیلی کوي، خفګان ته یې وړي او له هر څه نه یې بېزاره کوي. شتون یې له پوښتنې سره مخ کوي. دوی ویل انسان مخکې له مخکې ټاکل شویو قوانینو ته اړتیا لري او وجودیت ورځنې دا هر څه اخلي او خلا کې یې پرېږدي.

د دغو او دې ته ورته نیوکو په ځواب کې سارتر د ۱۹۴۵د اکتوبر په ۲۹مه په پاریس کې لکچر ورکړ چې دا ټولې نیوکې یې په بحث کې رانغاړلې وې او ځواب یې کړې. هڅه مې وکړه چې دا لکچر په څو ټکو کې راونغاړم. سارتر په دې لکچر کې وویل:

  • په موږ نیوکه کېږي چې خلک نهیلیزم او خفګان ته رابولو. موږ ته ګوته نیول شوې چې د انسان معصومیت مو له پامه غورځولی او دې ته ورته ډېرې نورې نیوکې.
  • خو غواړم ووایم چې وجودیت یوازې په دې خبرو نه خلاصه کېږي. موږ وایو انسان تر هر څه مخکې لومړی شته دی او تعریف یې تر شتون وروسته زېږي. دا تعریف انسان خپله ځانته پیدا کوي. موږ وایو انسان مسوول دی او نه یوازې د خپل ځان په وړاندې بلکې تر هغې ورهاخوا د ټول انسانیت په وړاندې. د انسان هره پرېکړه یوازې د هغه لپاره نه ده، بلکې په مستقیم یا غیرمستقیمه توګه د ټول انسانیت لپاره ده. انسان د خپلو پرېکړو او انتخاب پر مټ نه یوازې خپل شخصیت ته تعریف ورکوي بلکې په ټولیزه توګه انسان هم تعریفوي. د هغه پرېکړې په نورو هم اغېز شیندي. هغه په خپلو کړنو ټول انسانیت ته بڼه ورکوي او همدا د هغه ابدي لټون، خفګان او ورکې په ځواب موندلو کې موږ سره مرسته کوي.
  • موږ وایو چې انسان په ابدي خفګان کې دی؛ دا په دې مانا چې انسان مسوول دی او له خپل مسوولیته نشي تښتېدای.
  • هر انسان باید له ځانه دا وپوښتي چې آیا زه د دې وړ یم چې انسانیت ته معیار وټاکم؟ که ځواب «نه» وي نو هغه له خپل مسوولیت نه تښتېدلی. هغه له خپل لټون نه تښتي. د بېلګې په ډول که یو پوځي قوماندان خپل عسکر مرګ ته لېږي نو شاید دا له پاسه امر وي خو په پای کې دی هم مسوول دی او له خپله مسوولیته نشي تښتېدای.
  • موږ لومړی پیدا کېږو او بیا ژوند ته مانا ورکوو. زموږ د ژوند لټون او مانا زموږ له هست کېدو وروسته مطرح کېږي.
  • موږ یوازې یو، له مسوولیتونو د تېښتې لپاره هېڅ بهانه نه لرو؛ او زه ځکه وایم چې انسان په خپلواکۍ محکوم دی. هغه باید خپلواکه اوسي.
  • د وجودیت د فلسفې پلویان یو ډارن انسان ځکه ډارن بولي چې هغه دغه ډار خپله ځانته ټاکلی او یو قهرمان ځکه قهرمان بولي چې د خپلې خپلواکۍ او پرېکړو په مټ یې خپل ځان تعریف کړی. ډارن هم دا کولای شول.
  • ټولې مټریالیستي نظریې انسان ته د یو توکي په سترګه ګوري او له یوې څوکۍ، مېز یا تیږې سره ورته هېڅ توپیر قایل نه دي. موږ غواړو انسان، د هغه ارزښتونه او وجود له نورو مادي توکو جلا تعریف کړو. موږ یوازې ځان نه، بلکې انسانیت کشفوو او ورته وایو چې ته خپلواکه یې، په هر شي کې.
  • انسان یو هنري اثر یا تابلو ته ورته دی چې هنرمند یې خپله هغه دی. موږ یو هنرمند ته نشو ویلی چې پلانۍ تابلو یې باید په پلاني ډول رسم کړې وای او یا هم سبا باید بل ډول رسم وکاږې. موږ دا حق ځکه نه لرو چې د یو رسام لپاره له مخکې ټاکل شوي اصول نشته. هغه د خپلې خپلواکۍ خاوند دی.
  • خو دا هم منطقي نه ده چې موږ دې د نورو په اړه چورلټ قضاوت ونه کړو. موږ کولی شو دا وڅېړو چې د یو وګړي کړنې د حقیقت او که د دروغ پر بنسټ پر مخ ځي او په همدې اساس د هغه په اړه قضاوت وکړو.
  • هر هغه څوک چې له مسوولیته تښتي او د بهانو تر شا پټېږي، ځان غولوي.
  • موږ خپلواکي د خپلواکۍ لپاره غواړو. موږ دا درک کړې چې زموږ خپلواکي د نورو په خپلواکۍ پورې اړه لري‌او همداسې د نورو هم زموږ هغې پورې. 
  • موږ په بشر پالنې باور لرو خو بشر ته عبادت نشو کولای ځکه دا بیا خپله فاشیزم دی.
  • موږ په داسې بشرپالنه باور لرو چې انسان پکې خپلواک دی. هر څه خپله ټاکي. موږ ټول انسانیت ته د یوه وجود په سترګه ګورو چې د یوه پرېکړه په نورو هم اغېز شیندي.
  • موږ د همدغو دلایلو پر بسنټ وایو چې وجودیت خپله بشرپالنه ده.

شریک کړئ