زموږ په ټولنه کې دا یو عادي دود دی چې مېرمن د یو بلا، بد روح، د کور او ګور، شیطان، کاږه پښتۍ، همداسې په نورو هغو اصطلاحاتو پېژندل کېږی چې مېرمن له رواني مشکلاتو سره مخ کوي او دوی په دې باوري کوي چې دوی تر ټولو بد مخلوق دي. زموږ نرینه دوی ته په فزیکي ډول د کمزوري او بېبسه مخلوق خطاب کوي. خو ولې پوښتنه را برسېره کېږي چې بیا ولې دوی له دې ډارېږي چې هره خرابې د مېرمن په جنسیت کې ده.
په تېر کې د دوی د لاسته راوړنو په اړه نه یوازې زموږ ټولنه بلکې غربي ټولنه هم چوپ پاتې ده. په تاریخي اثارو کې هغه انځورونه چې له نن ۳۰۰۰۰ یا ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې موندل شوي دي، د مېرمنو ونډه او ښکاروندی په کې نشته. بلکې په هغه کې سړی په داسې حال کې ښودل شوی دی چې دوی ښکار، جنګونه او ساختماني کارونه کوي او یا ځناور وهي یا یې مړه کوي. دا بیخي داسې ده لکه نن هم موږ مېرمن ته په کتابونو، مجلسونو او غونډو کې ځای نهورکوو. بلکې مېرمن له شیطان سره تشبیه کوو او مېرمنې په دا تورنوو چې له دوی سره د سړي په پرتله ډېر شیطانان مل دي خو ولې موږ لا تر اوسه ونهمونده چې مېرمن پر سړي جنسي تیری کړی وي؟ بلکې حقیقت دا دی چې سړي دي چې پر مېرمنو ډلهییز جنسي تیری کوي.
په شرقي ټولنه کې داسې ډېرې بېلګې شته دي چې مېرمنې د تاریخ، تمدن او انسانیت په رامنځته کولو کې اړین رول درلودلی دی. مېرمنو به کالي ګنډل، خوراک څښاک، د کور کارونه، کرنه، د کور د مصارفو او توکو وېش او مدیریت، هغه څه دي چې مېرمنو تمدن ته وربښلي دي. غالب ګمان کېږي چې مېرمنو د خوراک څښاک له مدیریت څخه د وخت وېش یا د خوراک څښاک د آماده کېدو په جریان کې د وخت نظم رامنځته کړی وي او دا امکان هم شته چې دوی د وخت ډبره کېښودلې وي. دا یوه تېروتنه ده چې مېرمن د کور او ګور ګڼل کېږي، بلکې د دې اصطلاح ایجاد هم سړیو ته ناوړه ځواک وربښلی دی او د مېرمنو پر وړتیا یې تیری ګڼلی شو.
یانې ډېرې داسې تاریخي، لرغوني او فلسفي دلایل شته که چېرې له کره غور او مطالعي وروسته پرې فکر وشي نو مالومه به شي چې زموږ په کلتور، اخلاق او دودونو کې ډېرې ستونزې شته دي او دقیقه مطالعه او غور کولای شي چې زموږ اخلاق، کړنې او کلتور رابدل کړي.
موږ په خپله ټولنه کې مېرمن ته ښځه، عورته، ناوې، اغلې او نور ډېر لقبونه ورکوو خو ولې باید وویل شي چې دا هغه څه نهدي چې دوی ته موږ (سړیو) وربښلي دي، بلکې له دې مالومېږي چې مېرمن په تېر کې ډېر نقشونه لوبولي دي او همدا علت دی چې د دوی د شتون ذکر هم د بېلابېلو خطابونو په صورت کې کېږي. بل لوري ته سړي ته یوازې سړی ویل کېږي خو په نورو ژبو کې هم مېرمنو ته بېلابېل خطابونه ورکول کېږي. د بېلګې په توګه په روحاني ټولنو کې مېرمن ته ښاپېرۍ هم ویل شوې ده او د دې ښاپېرۍ ځانګړتیاوې هم ډېرې جالبي دي، یانې ډېره ښکلۍ، نازکه، معصومه، پسته، نوراني، اغېزناکه او هر هغه څه چې انساني جمال یې ورته ترتیبولی شی، په دې کې راځي. که چېرې سړی له ډېر تعصب څخه کار وانهخلي نو مالومه به شي چې مېرمن د خپلو مادي ځانګړتیاوو له امله یو وخت مالکه، صاحبه، څښتنه او ان تر دې چې خدایګوټې هم فکر کېده.
همدا ډول د ښاپېرۍ د ټکي ځانګړتیا ده چې سړي یې د خپلې مینې د انتها په صورت کې کاروي او هر هغه شي چې په بېلابېلو برخو کې د خپل صفت حد نهلري، واقعاً په خپل ځان کې یو ډېر جالب انځور تشکیلوي او له دې ورهاخوا موږ دې شي ته بېلګه نهلرو! یانې د دې مطلب دا هم کېدای شي چې یو وخت مېرمن دومره ځیرکتیا، ښکلا او د رهبرۍ کشش درلود چې خلکو به یې بېلګې په تصوراتي یا بېنظیر صورت کې ورکولې.
پر دې سربېره په تاریخ کې د مېرمنو په لاسته راوړنو سترګې پټې شوي دي. ان تر دې چې د غرب لیکوالو هم دا تېروتنه یا تعصب کړی دی. مېرمنې د تاریخ په کیسو او اثارو کې کمزورې، کنیزې، غلامې، د سکس وسیله او عاجز او بېبسه مخلوق ښودل شوې دي یا ډېر په تاسف سره د خاوند د خوشحالولو یوه وسیله ښودل شوې دي. خو ولې لرغونپوهنه دا څرګندوي چې مېرمنې واقعاً په تاریخ کې ستر نقش درلودلی. بل لوري ته نارینهوو خپل تاریخ څه داسې لیکلی دی. دوی د یو لوی توپان له امله تباه شول، دوی په غره کې بند شول او بېرته د خدای په مرسته راویستل شول. دوی د لویو ځناورو د وحشت ښکار شول او دوی خوراک پیدا نهکړای شول او مړه شول یا دا چې پلاني بادشاه دومره سوه او زرګونه انسانان یا غلامان ووژل!
له دې خو داسې ښکاري چې دوی په تاریخ کې سست پاتې شوي دي او ډېرې کمې لاسته راوړنې یې درلودلې دي. یانې دوی (نارینه) هغه کمزوری مخلوق و چې د طبیعت د پېښو یې هېڅ ډول مسابقه نهشوه کولای او د طبیعت پر وړاندې بېبسه او عاجز وو. همدا ډول که چېرې نارینه مېرمنو ته د بلا یا بد روح خیالي نومونه ورکوي نو له دې خو دا ښکاري چې نارینه له مېرمن څخه زښت زیات ډار درلود او له دوی څخه ډارېږي او دا هم کېدای شي چې دا ډار د مورواکي د پخوانو یادونو یو اړخ وي. څو هغه وخت پر نارینهوو بیا رانهشي، بیخي داسې لکه نن ډېر قومونه د واکمنو قامونو له خوا په یو بد صفت مشهور کېږي او بیا له دې غالب قامونه او ملتونه ناوړه ګټه اخلي!
جنت (د پارسۍ له (pairideaza)، حور (houris – meaning a being of light)) چې د زردشتیانو له مذهب څخه اسلام ته اړول شوي، له جنت څخه د حضرت آدم (ع) راوباسل څه مانا لري؟ نوموړی چا راویست؟ ولې یې راویست؟ ښه که چېرې په دې راویستلو کې د حضرت حواء لاس و نو بیا خو د دې مانا دا شوه چې د موجوده تاریخ، تمدن او لویو اختراعاتو کریډیټ هم بيبي حوا ته ځي. که چېرې نوموړې دا نهوای کړی نو نن به دا جهان نهوای، بلکې ټول به په هغه خیالي جنت کې پروت وای چې زیاتره تصورات یې اسلام ته له زردشتیانو څخه را اړول شوي دي. بل دا چې د حواء د دې کار تر شا هم یو لوی فلسفي اړخ پروت دی او راځئ لږ له دې تصور څخه لرې شو چې دا هر څه د یوې تېروتنې په پایله کې رامنځته شول او داسې فکر وکړو چې نه موږ حضرت آدم (ع) او حضرت حواء (ع) رښتینې انسانان ګڼو او پر دوی یو رښتینې او بشري شننه یا فکر کوو او هغه دا چې حضرت آدم (ع) نهغوښتل چې ځان تېر باسي خو حضرت حواء (ع) د دې تېروتنې باعث کېږي او اخر خبره دې ته راورسېده چې دوی له جنت راوشړل شول!
البته دلته د یوې بلې خبرې قیاس هم غالب ښکاري، هغه دا چې ایا دې ته موږ مشاهده او وروسته تجربه ویلی شو چې بيبي حواء (ع) پر خپل ځان نه، بلکې د حضرت آدم (ع) په مرسته ترسره کړه؟ یانې حضرت آدم (ع) یې دې ته اړ کړ چې اناج وخوري څو مالومه شي چې څه کېږي! ایا دې ته تجربه نهشو ویلی؟ ایا دا د لومړني انسان د ساینسي قیاس یا هڅې زیار نهشو بللی؟ او ایا دې ته لومړنۍ ساینسپوهنه نهشو ویلی؟ خیر که مسله د ساینس له نظره هر څومره کوچنې ده خو ولې په مذهبي کتابونو او نظریاتو کې لا تر اوسه را روانه ده او موږ د دې عقیدې د نهمنلو یا تغییرولو جرئت هم نهشو کولای! خو ولې په هغه وخت کې یوه ستره تجربه کېدای شي!
زموږ ډېر وګړي په دې باور دي چې حضرت آدم (ع) په جنت کې خوښ و نو آیا نوموړی د دې نړۍ په ابادولو کې کوم نقش درلود؟ که یې نهدرلود نو دې دنیا ته د راتګ چاره هم حضرت حواء (ع) کړې وه نو ټول کریډيټ هم نوموړې ته ځي! له دې داسې ښکاري چې نوموړې ډېره ستره مدیره او پلان ګزاره وه او د موجوده نړۍ په رامنځته کېدو کې یې کلیدي نقش درلودلی دی او دا نقش په دې دلالت کوي چې مېرمنو په لویه کچه د نړۍ په ابادولو کې نقش درلودلی دی. خیر زموږ عالمان یې تېروتنه بولي خو ایا د دې تېروتنې په اړه د تبلیغاتو مانا خو به دا نهوي چې په ایډیالیسټي ټولنه کې د مېرمنو یا بيبي حواء(ع) نقش تر پښو لاندې کولو هڅه وي؟
آیا د دې مطلب خو به نعوذبالله دا هم نه وي چې زموږ خدای چې په خپلو تعلیماتو کې یې راته وار په وار د صبر لارښوونه کړې ده خو په خپله دومره جلالي کېږي چې په دا وړه خبره دواړه له جنت راشړي! ایا له دې نعوذبالله دا مالومېږي چې زموږ خدای زغم نهلري او د تېروتنو د نه بښلو عادت په کې دی یا ایا له دې دا مالومېږي چې د حضرت آدم (ع) او حضرت حواء (ع) کیسه تشه یوه کیسه ده او یا دا چې باید موږ دا ومنو چې د دې نړۍ په رامنځته کولو کې او د حضرت آدم (ع) له وروسته پاتې یا د پخواني انسانانو له سیمو راویستلو کې د حضرت حواء (ع) ستر نقش دی؟
یا داسې کومه مسله خو نهده چې زموږ مذهبي کتابونه چې په خپله یې زموږ اسلامي تعلیمات هم تائید کوي چې ټول هغه پخواني کتابونه لکه انجیل، تورات او زبور په قرآن کې پر ځای شول او نور دوی ته اړتیا نشته چې تېر کتابونه ولوستل شي خو ولې که چېرې د نورو نامتو او معتبرو غربي او اسلامي عالمانو کتابونو او ویناوو ته وکتل شي نو دوی په دې اند دي چې د اسلامي تعلیماتو زیاتره برخه له هغو یهودی او عیسوي کتابونو را اخیستل شوې ده چې په دې کې د (The Testament of Abraham, The Testament of the Twelve Patriarchs, and the Assumption of Moses) سړیو د تورو، کارنامو او واک ذکر شوی دی؟
ایا د مېرمنو د تاریخي نقش تر پښو لاندې کولو او جبر لاندې ساتلو یو علت خو دا نهدی چې زموږ تعلیمات موږ ته د دې اجازه نهراکوي چې دوی ته واک ورکړای شي یا دوی د ټولنې د پرمختګ او د لومړنیو ټولنو په رامنځته کولو کې د کریډیت وړ وبولو؟
خو ولې نارینه مورخینو ډېر په تاسف سره هغه څه لیکلي دي چې په دې کې د مېرمنو نقش واقعاً تر پښو لاندې شوی دی. له یو ناپېیلې مطالعې څخه مالومېږي چې د موسی (ع)، ابراهیم (ع) او نوح (ع) د واکمنۍ په ساتلو او مخته وړلو کې مېرمنو په لویه کچه نقش درلودلی دی. البته د دې ډول شننو، څېړنو او مطالعې له پاره به موږ خپل نرتوب، برتري او مذهبي تقدس یو لوري ته کوو او ازاده مطالعه به کوو او بیا به دې پرېکړې ته رسېږو چې مطالعه څنګه وکړو او د حقایقو د موندلو له پاره څنګه لارې چارې ولټوو! کنې د نوح (ع) په وخت کې له اسمان څخه د دوه پرښتو په انساني وجود کې راښکته کېده او پر مېرمن زهره مینېدل او له دې سره سکس کول، د سلیمان فارسي پر شهزداګۍ شیبا مینېدل او له دې ډېر څه زده کول، د یو مېرمنې له خوا د موسی (ع) ساتل او تربیه هغه څه دي چې په دې خبره دلالت کوي چې دوی له مېرمنو اغېزمن وو.
که چېرې اسلامي حکایاتو، روایاتو او تعلیماتو ته وکتل شي نو مالومه به شي چې د دوی سرچینه هم د مېرمنو د سرپرستي، مالي ملاتړ او رواني تشویق په صورت کې رامنځته شوې ده.
حضرت محمد ﷺ هم هغه څه وکړل چې له نوموړي مخکنيو او وروستيو خلکو کول. خو بايد دې خبرې ته جدې پام وشي چې محمد ﷺ له نورو غيب پوهانو څخه ډېر لوړ و، ولې چې نوموړی د دې ذهني، وهمي صورتونو او الهامي صورتونو په فریب کې نهدی ښکېل شوی او نه نوموړی دا شیان له روحاني او الهياتي لوړو هستيو نومونو سره ونومول. نوموړی په دې عقیده و چې ډېر ژر به د دې رواني مشکل له امله اعصاب او خپله د پیغمبري برنامه له لاسه ورکړي. وروسته د نوموړي پوهې او عقلمندې مېرمنې حضرت خديجه (رض) نوموړی له ستونزو راویست او ده ته یې وويل چې دا خيالي صورتونه او مخفي غږونه د اعصابو د فشار له امله نهشي کېدای. بلکې د روحانيت نښې دي چې د دې په واسطه خدای تعالی وحې نازلوي. حضرت خدیجه چې یوه نامتو سوداګره وه، د محمد ﷺ رواني اکر څخه په ګټې اخیستنې، هغه ته باور ورکړ چې د خدای پرښته دوی ته له خدای تعالی څخه وحې راوړي. ۱
حضرت خديجه (رض) له محمد ﷺ په عمر کې پخه وه او د تجارت له امله یې له ډېرو سترو سوداګرو او بېلابېلو تمدنونو سره یې اړیکې درلودې. که نوموړې ته د لارښوونکې، ښوونکې یا رهبر نوم ورکړای شي نو بده به نهوي ولې چې همدا تشویق او ملاتړ و چې اسلام یې نړۍ ته د یو سوداګریز، متمدن او بااخلاقه او د خلکو د مسایلو د حل کوونکي دین په نوم وروپېژندل. خلکو په دې دین کې د خپلو مسایلو، ټولنیزو خویونو او مشکلاتو د حل لاره پیدا کړه. همدا علت دی چې د هغې وخت د تقاضو او غوښتنو مطابق اسلام په نړۍ کې یو ښه مقام ترلاسه کړ.
که چېرې د یو دین د عملي کولو خبره وي نو دا کېدای شي یو بل ښه مدیر هم عملي کړای وای خو ولې د یو اند، فکر او تیوري ډبره کیښودل، هغه څه دي چې ډېر ژور فکر ته اړتیا لري او د دې رامنځته کېدو کریډیټ هم هغې چا ته باید ورکړای شي چې د دې په رامنځته کولو کې یې تخیل او ایډیالیسټي فکر د نجات عامل ګڼل دی او وروسته سوداګریزې او تخنیکي تګلارې هغه څه دي چې د اسلام په بریالیتوب کې یې نقش درلودلی دی. کنې نن د مودودي، اخوان او داعش یا طالب عمل او فکر ولې ناکام دي. واضحه خبره ده چې له یوې واضحه تګلارې محرومه دي، بلکې د تمدن نفي ده. لحاظا د اسلام په بریالیتوب کې د حضرت خديجه (رض) او حضرت عایشه (رض) نقش له تاریخ څخه ایستل، د مېرمنو په محرومیت کې زیاتونه ده.
د تاریخ لیکنې او لوستلو په دې نازک او له مبالغو ډک پړاو کې د یو څو بهرنيو لیکوال (J. M. Adovasio)، (Olga Soffer) او (Jake Page) دا خبره چې موږ باید په تاریخ کې د بشري تکامل یوه نوې ډبره کېږدو او په دې کې د (HERstory) او (HISstory) خبره ونهکړو، بلکې د (OURstory) خبره وکړو څو حقایقو ته ورسېږو(۲)، ډېره اړینه ده. موږ باید د ژوند د هر اړخ یوه رښتینې، پر وخت او له موجوده تقاضو سره برابره څېړنه، شننه او مطالعه وکړو څو له موجوده ناورینونو او ننګونو څخه د انساني ارزښتونو په تکامل او ودې لا پرمختللې او معاصرې پایلې ته ورسېږو.
تکامل، تاریخي بهیر او د مېرمنو نقش
غربي لیکوال په دې عقیده دي چې د انسان تکامل له چیمپانزې او دې ته ورته نورو حیواناتو څخه شوی دی. که چېرې موږ دې مادي اړخ ته وګورو نو مالومېږي چې د ننني نارینه پر بدن هم هغه ډول ویښته شته دي چې له نن څخه زرګونه کاله د دې پر ابا او اجداد (چیمپانزې او دې ته ورته نورو حیواناتو) وو خو ولې مېرمنې بیا له ویښته سپکې شوې دي، بلکې دوی پر خپل بدن ډېر کم ویښته لري. یانې مېرمنو د معاصر پېر یو تکامل سر ته رسولی دی او نارینه نن هم له دوی څخه په تکامل کې وروسته پاتې دي.
د مېرمنو په اړه یو عامه تېروتنه دا هم ده چې دوی د ښکار په وخت کې یوازې د نارینه په مرسته ښکار شوي غوښې خوړلې او په کور ناستې وې. خو که چېرې وکتل شي نو د سړیو تولید، روزنه او لارښوونه هم دوی کوله. دوی نه یوازې په کور ناستې بلکې د (Organic Elements) عناصرو په پرمختګ کې یې ونډه درلوده او باید وویل شي چې نن د (Organic Elements) له ودې پرته هېڅ نه ده، بلکې هم هغه پخواني قبایلي ژوند دی چې دا اوس یې هم زموږ د ملت ستره برخه لري. مېرمنو انسان د لویو لویو وحشي ځناورو له ښکار څخه ساینس ته راوغوښت. نن هغه هېوادونه چې په جنګونو کې ښکېل دي، د فلسفې، ساینس او معاصرې ټیکنالوژي له برکته محروم او په څېړنه او پرمختګ کې هېڅ نقش نهلري او زموږ هېواد یې یو ښه بېلګه ده – غالب امکان شته چې د سړیو په ښکار کې بوختیا او د مېرمنو په کور ناسته یا هلته د لږ زیار په ترڅ کې لویو اختراعاتو ته لاره اوارول هغه څه دي چې مېرمنې یې د لومړنیو وختونو په اوایلو کې اختراعاتو او ښه فکرونو ته هڅولې دي. ولې د مېرمنو په ښکار کې د فعال نقش په اړه مارک مونیټیز په خپله مفصله مقاله (Prostitutes and Providers) کې څو اړخیز بحث کوي او لنډیز یې دلته را اخیستل کېږي: (۳)
هغه وخت چې غوښې د دوی د غذا یوه ستره برخه جوړوله:
هغه وخت له ۷۵ څخه تر ۱۰۰ سلمې پورې غذا له شنو بوټیو اخیستل کېده. داسې ګومان هم کېږي چې په هغه وخت کې د لړمانو، مارانو او چونګښو په څېر شیان هم خوړل کېدل. خو د دې په اړه څه نهشو ویلی چې څومره غوښه کارول کېده. خو که چېرې غوښه ترلاسه کېده نو د ښکار په مرسته به ترلاسه کېده او بل لور ته له شنو بوټو څخه د خوراک څښاک ستره برخه مېرمنو رامنځته کوله.
ښکار حوادثي یا غیر منظم کار نه و، بلکې د یو پلان او همغږۍ په چوکاټ کې به ترسره کېده:
د بابونز او چیمپانزي په څېر حیواناتو به په همغږي او د پلان له مخې ښکار کول.
دا چې سړیو به ښکار کول:
د هغې وخت ځناورو او د نن انسانانو چې درېیمه برخه یې چیمپانیزې مېرمنو تشکیلوله، د غوښې ښکار کول. سمت پوهنې په ډاګه کړې ده چې مېرمنو به هم د لویو لویو ځناورو په ښکار کې پراخه ونډه درلوده.
دا چې مېرمنو به غوښه له سړیو اخیسته:
په لومړنیو وختونو کې د خوراک څښاک یا شریکولو تصور موجود نهو. البته چیمپانیزې او بابونز قبایلو (زما په اند په دې وخت کې قبایل د ډلو یا اخلاقیاتو او دودونو په مرسته نه، بلکې د فزیکې جوړښت او چاپېریال په مرسته پېژندل کېدل – ولې چې په هغه وخت کې د قبایلي سیمو یا جغرافیه یا د پراخو کورنیو تصور نهو رامنځته شوی) به له یو بل سره خوراک شریکول. مېرمنو به له هغو خپلوانو سره خوراک شریکول چې ډېر ورنږدې وو (یانې تازه له دوی زېږېدلي وو یا کم عمره وو) خو ولې سړیو به د نر او ښځې سره شریکول او کله به داسې هم کېده چې سړیو به مېرمنو ته ورکول او مخکې به مېرمنو پر خلکو ویشل (غالب امکان دی چې مېرمنې د شمېر، عدالت او اقتصاد په چارو کې پوهه درلوده). ډېری پوهان په دې عقیده دي چې هر هغه ځای چې مشري او د خوراک څښاک وېش د مېرمنو په برخه و، تر ټولو غښتلي خلک وو او سړیو یې د نورو سیمو په لاندې کولو کې مهارت درلود.
د سکس په معامله کې د غوښې ونډه:
دواړو سړیو او مېرمنو به د سکس کولو له پاره یو بل ته د سکس په بدل کې د غوښې ورکولو اړتیا نهلیده. یانې غوښه د سکس کولو له پاره یو جنس نه و لکه نن چې پیسې د دې کار له پاره کارول کېږي او له دې وړاندې هم دا چلند کېده. همدا علت دی چې انساني وده یا نسل دې ځای ته را رسېدلی دی.
د ښکار کولو له پاره به مېرمنو له لرګیو او ډبرو د ښکار تېره آلات جوړول:
په لومړنیو پېړیو کې څه له پاسه ۲ میلیونه کاله وړاندې، د چیمپانزو نسل به د بېلابېلو آلاتو په مرسته ښکار کول. دوی به د ماهي د نیولو او د وچو میوو د ماتولو په موخه له ډبرو او لرګیو الات یا څټکې جوړولې. د یادونې ده چې په دې کار کې مېرمنو تر ټولو ښه نقش درلود، ولې چې دوی تر ډېره بریده هنرمندې وې او د آلاتو په جوړولو ښې پوهېدې. د یادونی ده چې د دې آلاتو د جوړوني وسیله تر اوسه په غرب کې نهده مالومه شوې چې آیا د دې آلاتو د جوړوونې له پاره کوم ډول وسیلې کارول شوې وې، یانې اور یا بله کومه وسیله؟
همدا ډول مېرمنو د کرنې په برخه کې د نویو کرهنیزو بوټیو او نویو تخنیکونو په ایجادولو کې مرسته کړې ده. دوی به د کور په سمبالښت، مالي حساب ساتلو، د ماشومانو په روزنه، ښوونه او سترولو کې اړین نقش درلودل یانې د دوی له دوامداره ملاتړ پرته نارینه د دې وړتیا نهدرلوده چې د ښکار په څېر تش فزیکي زیار ته هم ادامه ورکړي.
نن هم زموږ په ټولنه کې د ناوې په اړه ټول ترتیبات او مراسم او ان تر دې چې د واده کولو له پاره د خبرو پیل هم مور یا د کور مشره کوي. د نارینه له کوره وتل یا په سفر یا د کومې پرېکړې کولو له پاره بیرون تلل هم د مور یا کور د مشرې په لارښوونه او د دې د دعاوو په برکت یا پر سر د لاس کېښودو وروسته پیل کېږي. د مېرمنو تاریخي نقش له دې هم مالومېږي چې نن په غرب کې د نارینه په پرتله ۵۱ سلمه ښځینه محصلان د لرغونپوهنې زدهکړه ترلاسه کوي. له دې مالومېږي چې دوی له تېر سره خورا علاقه لري او د تېرو تجربو په مرسته غواړي نوی راتلونکې تشکیل کړي. په غرب کې د فیمنیزم خوځښتونه دوديزه نه، بلکې یوه نوې بڼه لري. یانې دوی ته د خپل محرومیت احساس شته دی. د دې تر څنګ دلته یو بل ډېر جالب استدلال کېدای شي، هغه دا چې د فیمنیزم په خوځښت کې هم هغه څه دي چې د کنګلتیا پر ځای د یو نوې لورلید خبره کېږي یانې داسې پړاوونو ته چې د کنګلتیا د له منځه وړلو او د نوي لورلید خبره کېږي، د یو پړاو پیل کېدای شي چې دا نه یوازې د یوې فلسفي پیښې (event or accident) په ترڅ کې رامنځته کېږي، بلکې له مخې پلان عناصر یې رامنځته کوي او په اوسني پېر کې مېرمنې دا نقش پلي کوي.
په غرب کې د لرغونپوهنې له لارې څېړنو ښودلې ده چې زیاتره اثار داسې ښودل شوي دي چې په پایله کې یې مېرمنو د سړیو په پرتله زیات جسامت، ځواک او وزن درلود. دوی په خپل مرګ زیاتې مړې شوي دي، یانې دوی په جنګونو کې برخه نهدرلوده. له دې دا هم ښکاري چې دوی خو یا سولهییزه واکمني کړې ده او یا په واک کې پاتې شوي دي او د جنګ لارښوونه یې کړې ده.
ماخذونه:
- د اروپا د علمي ودې تاريخ؛ له ډريپر څخه-لومړی ټوک ۳۴۹ مخ)
- The Invisible Sex by J. M. Adovasio, Olga Soffer & Jake Page
- د مارک مونیټیز مقاله (زناکاران یا سپاروونکي)