INSAN Magazine

نړۍ ري انسټالېشن غواړي!

میزان ۱۰مه ۱۳۹۸

د یوې نوې نړۍ اړتیا تر سترګو کېږی، نوی جهان چېرته دی؟ ځلانده سباوون چېرته دی؟ موږ ویلی شو چې په دې کې یو هم نه ترسترګو کیږی، دا به د مقلدینو له برکته په وجود کې نه راځي، بلکې دا به د مصلحینو له لوري ودانیږی، هغه باغیان چې یوه واضحه تګلاره به ولري او نوي نوي فکرونه به ولري، هغه خلک چې په مېړانه سره به په یوکړکېچنه لار روان شي، په داسې صورت کې چې له دواړو لوريو به پرې د غشیو باران وی.

لویي فشر

د روان بربریت، وحشت او جنګونو په ترڅ کې د نړۍ هر پُرامنه وګړي سره دا پوښتنه پیدا شوې ده، چې اخر د نړۍ د سوله یز ساتلو لپاره به څه ښه وي، ایا په نړۍ کې دسوله یز بمونو چاودیدلو امکان شته دی، که تل به اټم بمونه چاودیږي؟ د نړۍ اوه میلیارده دوه سوه میلیونه نفوس له تشویش او حیرانتیا سره مخ دی، چې د نړیوالو ټین وار انډسټري فابریکې په څه بوختې دي، ولې د نړۍ خونکارانو او ورانکارانو ته د نړۍ ۹۰سلنه وسله لېږدوي، د اروپا ۱.۱ ټریلیون ډالره دفاعي بودیجه د څه لپاره ده، ایا کولای شي، چې د نړۍ امنیت ټینګ کړي، خلکو ته به  ورځنیز وسایل ورکړای شي، سوله راوستلای شي، دلته به انډول ویش رامنځته کړای شي، خلکو ته به د استعداد، اصل قدر مطابق د زیار بدیل ورکړای شي!!!

دا چې، ولې د نړۍ غوایانو جګړه د ځان لپاره تر اکسیجن هم اړینه ګرځولاې ده، د مادي ګټو او د ځاني  اطمینان لاس ته راوړلو یوه هڅه ده.

د جنګ په ترڅ کې د غربي زبېښاک لخوا د کابل، بابل، شام، مصر، یمن، سیکیانګ، پېښور، برمه، فیلیپین، سوریې، لیبیا، بلوڅو او کُردانو د زامنو جسدونه ټوټې ټوټې کیږي، هره ورځ ژړاګانې، بمونه، نیستي، بېسوادي، جهل، غفلت او تېرۍ د دوی په کور شپه او ورځ د نا بللو مېلمنو په څېر کوزیږي. د دوی فردي، جمالیاتي، ذهني او کاري استعدادونه له منځه وړي، تر پښولاندې کیږي، ایا دا څه دي؟ ایا دا زموږ د را ویښولو لپاره یوه لویه چیغه نه ده؟ که چیرې مونږ دا فکر وکړو، چې د زبېښاک لخوا جوړې شوې ادارې، لکه  نړیواله ټولنه، نړیوال بانک، اسیایي بانک، عرب لیګ، ای-او-سي به زمونږ مشکلات را کم کړي؟، که دوی به له جنګ څخه لاس واخلي، نو دا یوه علمي، فکري، فلسفي تېروتنه ده.

هاورډ سلیسم د جنګ په اړه یوه پیښه بیانوي، چې ډېره په زړه پورې ده:

نوموړی لیکي[۱]

یو ورځ کلیمن شو، د ورسایي پریکړې د خبرو اترو په جریان کې لایډ جارج او وډروولسن (د  لیګ اف نیشن نړیوالی ټولنې بنسټ ایښودونکي او د امریکي جمهور ریس ۱۹۲۰ء) څخه وپوښتل، "ما اوریدلي دي، تاسو د دوامداره سولې غوښتونکي یئ او د دې د ساتلو لپاره هم لېواله یاستئ"، دواړو سیاست پوهانو سرونه وخوځول-

کلیمن شو وویل، "خو تاسو باید د تل پاتې سولې ډېر لوی قیمت ورکړئ".دوی په حیرانتیا سره وپوښتل: هغه څه؟

"هغه دا چې باید تاسو زبېښاکي برخې پرېږدئ. انګلیس باید هند پریږدي، او امریکه باید فيلیپین، پورټوریکو او میکسکو پرېږدي او همداسې موږ باید شمالي افریقې ته په مخه ښه ووایو". د دې تر څنګ موږ باید ټولې تجارتي لارې او خپلې تر واک لاندې سیمې هم پرطږدو. ایا تاسو د تل پاتې سولې دا قیمت ورکولای شئ؟ دواړو وویل:

"له تل پاتې سولې څخه زموږ هیڅ کله دا مطلب نه دی"

کلیمن شو وویل: "نو بیا تاسو د تل پاتې سولې خبره نه کوئ، بلکې د تل پاتې جنګ خبره کوئ".

د روم د زرو کالو امپراتوري دړې وړط کېدل، په رنسانس کې د ایراسمس، مانتین او شیکسپیر ادب، په هنر کې د ورجل، پیټرواک، په سیاست کې د نېکولو میکیاولي او راجر بېکن او په ساینس کې د ګلیلیو، کوپرنیکس، نیوټن او اینشټاین سترې کړنې هغه څه دي، چې اروپا یې له اسمان څخه خلاصه هم کړه او ملګرې یې هم کړه، (له اسمان څخه د خلاصولو مانا له کلیسا څخه خلاصون، او د اسمان سره د ملګرتیا مانا عصري خلايي تیکنالوژۍ سره اشنایي) خو د یادونې وړ خبره ده، چې د ابن رُشدیت، جابر بن حیان او د ځینو بابلي خلفاوو له برکته نن اروپا دې ځای ته رسېدلې ده.

د رومي امپراتورۍ له ماتې وروسته ډېرو سخت دریزه عیسویانو او د کلیسا پادریانو د یوناني علمي پانګونې د سوځولو امر ورکړای و، دوی کتابتونونه وسوځول، دا خو بابليان او عباسیان وو، چې یوناني کلاسیکه پانګونه یې راغونډه کړه، بیا یې تازه کړه، او تدریس یې کړه. چې له دې برکته د یونان دا غني پانګونه د بغداد او بصرې په کوڅو کې چې نن د غربي زبېښاک لخوا په اور بدل دي، تدریس کېدله، غني کېدله او خوندې کېدله.

له دې خبرې هېڅوک، پرته له کوم ملا یا سخت دریزه، انکار نشي کولای، چې اروپا د خپلو ټولنیزو عناصرو د تکامل، تولیداتي عناصرو تکامل او عامه ذهنیتونو د تکامل په ډګر کې له هر بل هېواد او سیمې څخه په لومړي خط کې ده، دلته په سټیم سیل ټېکنالوژۍ، خلايي ټېکنالوژۍ، جنګي وسایلو او نورو بشري وسایلو او علومو کې تر ټولو زیاته وده شوې ده، شاید علت یې د ۱۸۴۸ء او ۱۸۹۵ء صنعتي انقلابونه پرمخ وړل، پرځای کول، بریالي کول او منل وي. د دې انقلابونو ځينې لويې ځانګړتیاوې لوی ټولنیز استاد ټیډ ګرانټ داسې بیانوي: په دغه صنعتی انقلاب کې سر راپورته کوونکو بدلونونو کې لاندنې خصوصیات تر ډېره حده پورې اړین او کیفیتي بلل کېدای شي[۲].

  1. د معاصر قوم او نوي ملي دولت تشکیل.
  2. کرهنیز انقلاب، د ځمکو ویش او په ښاري صنعت پسې د کلیوالو زیار کښانو هجرت.
  3. صنعتی انقلاب او د معاصر صنعت د تشکیل په خاطر بنسټیز جوړښت.
  4. د بورژوا (پانګوال) یا پارلماني جمهوریت رامنځته کېدل، چې ټولو اوسېدونکو ته د رایې ورکولو حق (Universal Suffrage)ورکړلای شو.

دې پانګوال انقلاب چې کوم دولت رامنځته کړ، په هغه کې د داسې امکاناتو، اسانتیاوو، وېش او حکومتداري رامنځته کول، د وخت چیغه وه، ولې چې همدغه شیان وو، چې له کلیسا څخه د ځان خلاصولو عمده اساسات یې تشکیلول، ولې که چېرته دا بدلونونه نه وای رامنځته شوي، نو امکان و، چې دا به د سټالینزم، پیرس پیکټ، امان الله امیرشاهي او افغاني خلقی اوښتنونو په څېر پر شا تنبولي شوي وای. همدا علت و، چې دا کارونه د انقلاب د بشپړتیا په خاطر اړین وو، البته یوه خبره اړینه ده، چې بایدمطرح شي، په خپل وخت کې اسلامي او عیسوي حکومتونو د غلامانه نظام پر ضد ډېر په زړه پورې کارونه تر سره کړل، چې د دوی د نفې کولو باعث وګرځېدل. خو البته دا هم د وخت اړتیا وه، چې پر ځای شوې وه، ولې که دا کار دوی نه وای کړی، نو اړینه وه چې بل چا تر سره کړی وای.

که د اروپا نني دور ته وګورو، اروپا په اقتصادي، اخلاقي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې له یو لوی بحران سره مخ ده، دا چې څومره له فلسفې، ادبیاتو، اخلاقیاتو او تخلیقاتو څخه ورځ په ورځ لرې کېږي، یوې فلسفي او ډیالکتیکي شننې ته اړتیا لري، خو له اقتصاد سره تړلي مسله ده، له ۱۹۲۹ء او ۱۹۷۰ء اقتصادي بحرانونو وروسته ښاغلی ډنې روډریک د اوسنې ۲۰۰۸ء نړیوال اقتصادي بحران په اړه لیکي:[۳]

"اوسنۍ اقتصادي کړکېچ کېدای شي، په اروپایی اقتصاد کې یو اوږدمهاله اقتصادي ناسموالۍ رامنځته کړي". خو بیا د اوسني اقتصاد د کړکېچ له منځه وړلو لپاره یو څو کمزوري وړاندیزونه کوي، چې دا اقتصادي کړکیچ به حل شي. نوموړی وړاندې لیکي[۴]

زه درې وړاندیزونه لرم:

  1. باید پر خلکو باندې مالیه کمه کړای شي
  2. په داخل کې د خلکو غوښتنو ته د تولیداتو په زیاتولو سره مثبت ځواب وویل شي.
  3. یوه رښتينې ولسواکي رامنځته کړای شي.

یادګېرنه: په اروپا کې د ولسي مبارزې لپاره کېدونکي کیمتي تظاهرات به د درېیمې نړۍ په پرتله ډېر چټک او له کیفیته ډک وي، چې د تخریب پر ځای د تخلیق ځای نیولی شي.

له دویم نړیوال جنګ وروسته د بریتانیا د ستړي کېدلو، ځپلیدلو او ورخطایۍ څخه داسې ښکاریدل، لکه غربي هیوادونه به خپل دوامدار استحصال ته د پای ټکی کېږدي، خو داسې ونه شول! بلکې نوي ښکیلاک امریکې، د سوسیالیزم د خپرېدلو، واک کې زیاتوالي، په اسیا او افریقا کې د ډېرو قومونو د خپلواکۍ په ترڅ کې سر راپورته کړ، او خپله واکمني او استعماري ځواک یې لکه د مارشل پلان، ټرومین ډاکټرین، سی-ای-اې، نظامي لاسلیکونو او اقتصادي مرستو په وسیله پر مخ یووړ، چې د امریکایي زبېښاک په ځواک کې یې بې شمېره زیاتوالی رامنځته کړ.

بل لوري ته د دې تاریخي او کیفیتي بدلونونو په ترڅ کې لوی هند د زبېښاک د یوې دسیسې له مخې په ۱۹۴۷ء زېږدیز کې د ګاندهي، نهرو، محمدعلي او هندي کمیونسټي ګوند ډي-پي-ای د پټ جوړ جاړي په پایله کې دوه برخې شو، تر څو وکولای شي، چې د ممکنه طبقاتي خوځښتونو چې د پاکستان، هند، بنګله دیش او افغانستان خلکو په کار اچولي وو، تر خاورو لاندې شي، همداسې وشول، خو ولې خلک له دې زده کړه کوي، تجربه اخلي، رهبري معلوموي او دې پخوانيو تېروتنو ته په کتلو سره لا پیاوړي کېږي، هوسا کېږي او د وخت د زبېښاک له کړنو او دوران څخه ویسا پیدا کوي، چې د دوی ظلمونه او استحصال دوی ته هیڅ ډول سوکالي نشي وربښلی.

له دې حالاتو څخه یو څه کاله مخکې د (Permanent Revolution) د نظریې وړاندې کوونکی لیون ټراتسټکي، چې د غربي پوهانو له لوري د ساډیسټ (Saddest) په نوم نومول کېږي، د نړۍ په کارګرانو غږ وکړ:

"ټول دولتي سرحدونه د تولیداتي وسایلو لپاره انرژي ده. د کارګرانو کار ددې سرحدونو له پیاوړتیا څخه مطلب د کیفیت پر ځای ساتل نه دي. بلکې د دې برعکس ددې سرحدونو په انقلابي توګه له منځه وړل دي، او د یو سوسیالسټ فیډریشن ډبره اېښودل دي".

دا هغه چیغه ده، چې د غرب لپاره نه منونکې وه، که چیرې په اسیا کې یو سوسیالسټ او دوامداره کیفیتي انقلاب سر راپورته کړای وای، نو دې به د سټالینزم په پرتله غرب لا زیات له مشکل سره مخ کړی وای، ولې چې سټالېنسټ ځواکونو د غرب له پانګوال ځواکونو سره پټې معاملي پیل کړې وې، چې یوه دا معامله هم و، چې روسیه به د دوی په بازار هیڅ کار نلري، البته د دوی سره به په پرېمانه ډول په اقتصادي، نظامي، کلتوري معاملو کې راکړه ورکړه وکړي، چې دا به په خپله د پانګوال او سټالېنسټ نظریاتو ترمنځ د پانګوال نظام په چوکاټ کې په لوړه بېروکراټیکه کچه پټه معامله او د روسيې د کارګرانو په زیار او انقلاب ملنډې وهل و.

دې ډول کارونو سټالنیزم او پانګوال نظام دې موافقې ته هم را ورسول، چې په منځنې ختیځ کې د اسراییلږ په څير خونړی هېواد هم رامنځته کړي. ورو ورو امریکا د دوی سرنوشت په لاس کې اخیستل پیل کړه، همدا ښکېلاک و، چې د بریتانیا او فرانسې له ماتې او کمزورتیا وروسته یې د سخت دریزۍ تګلاره خپله کړه او نړۍ یې په کړکېچ او فساد کې واچوله.

د نننۍ امریکا په اړه د امریکا خپله ورځ پاڼه وایي: د منځنۍ طبقې له معاشونو معاش ګرځولو امریکایي چارواکي نا ارامه کړی دي، ولې چې د دې په بدیل کې خلک را پورته کېږي او لاریونونه کوي. د نیویارک نومنده پال ډې ریان زیاته وي، چې دا ډول کارونه د یو ولاړ اقتصاد نښه ده. نوموړی په فاکس نیوز کې وایي: دا ډول کارونه به زمونږ نظام له خطر سره مخ کړي، بې ثباتي او ګډوډي به رامنځته کړي، بېکارۍ ته به هوا ورکړي او د طبقو ترمنځ به یوه طوفاني فضا رامنځته کړي، چې البته یو څو خلک به ترې ګټه پورته کړي، خو ولې اقتصاد به مو په ګوڼډو شي.

خو په رښتیا هم د پردې تر شا یو غټ خوځښت په مخفي توګه کار کوي، فکرونه په جوړېدو دي، چې لوی ټولنپوه مارکس ویلي و، همدا څرګندونې او ولسي پاڅونونه اخر د عامه پوهاوي باعث ګرځي، په خلکو کې پوهه عامه کېږي، سیاسي شعور ورځ تر بله زیاتیږي، خلک را ویښېږي او د خپلو حالاتو په اړه فکر کوي، چې اخر دا څه روان دي؟ نیویارک ورځ پاڼه بیا په خپله ګڼه کې لیکي: په امریکا کې روان بېړنۍ وضعیت د دې غیر مساویانه طبقو ترمنځ د ډغرې نښه ده. چې په دا کې منځنۍ طبقه تر فشار لاندې کېدونکې ده، (کوم هېواد کې چې منځنۍ طبقه تر فشار لاندې راشي، نو بیا هلته خوځښت او بدلون اړین شي) زیاتوي، د ورځې په تېرېدو غریب خلک په زیاتېدو دي، او دا کوښښ روان دی، چې یوازې له یو څو کسانو لوړه طبقه رامنځته شي. ورځ پاڼه لیکي: باید موږ پوه شو، چې په دې لاریونونو کې زیات شمیر غریبان او ځوانان ګډون لري. چې دوی د کار غوښتلو شعارونه له خولې وباسي.

په وروستي کال کې د ۲۵ کلنو بېکاره ځوانانو سلنه ۹.۶ وه. چې په دا کې د کشرانو سلنه ۲۱.۶ وه. د یادونې ده، چې په دا کې د هغه ځوانانو شمیر ندی ورکړه شوی، چې اوس مهال تش د برګر پیسې په ورکوټيو ورکوټیو کاروبارونو کې ترلاسه کوي، دوی تقریبا بېکاره ګڼلی شو. دا وضعیت د دې وړاندوینه کوی، چې خلک به راپورته کیږي، ولې چې دوی تنګ راغلي دي.

څنګه چې یادونه وشوه، له دویم نړیوال جنګ وروسته د کولمبس او جارج واشنګټن امریکا تر ډیره حده پورې د نړۍ د استعمار کولو تکتیکونه او تخنیکونه خپل کړل، خو له ۱۹۶۰ زیږدیز کال وروسته یې د نړۍ زیاتره پانګونه هضم کول پیل کړل، تر ډېره حده پورې دې کار په خپله امریکا کې داسې غټ غټ سنډاګان راپیدا کړل، چې فقط د دریوو کسانو شتمني له ۴۰ سلنه نفوس څخه زیاتېدلې، په ټوله نړۍ کې امریکايي پانګوالو لخوا په  ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ۳.۲۵۹ ټریلیونونو (دري زره دوه سوه میلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه تر سره شوې ده، همداسې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې په خپله په امریکا کې د خارجې پانګوالو لخوا د ۲.۳۹ ټریلیونونه (دوه زره دري سوه میلیارده) ډالرو پانګونه تر سره شوې ده. همدا علت دی، چې د امریکا زیاتره کاروبار په شخصي سکټور ولاړ دی او زیاتره سیاسي ټیټې او جګې هم د شخصي شرکتونو سره تړلی کار دی. نن د امریکا په ۳۱۰.۲ میلیونه نفوس کې ۱۳۹.۳ میلیونه خلک پر کار  بوخت دي. چې زیاتره یې په مسلکي او تخنیکي کارونو کې بوخت دي. په دا کې ۳۵.۵ سلنه خلک مسلکي، تخنیکي او لوړو دندو کې بوخت کارګر دي.

۲۴.۸ سلنه خلک  مامورین او دولتي دندې لري. ۲۲.۶ سلنه کارګر په شخصي فابریکو، ټرانسپورټ او لاسي صنعت کې مشغول دي. چې وروسته پاتي ۱۷ سلنه کارګر په نورو کارونو کې بوخت دي. د دې څخه دا مانا اخیستلای کېږي، که په امریکا کې ګراني، بېکاري او ګډوډوي زیاتیږي، نو په راتلونکي کې د دوی غبرګون به د امریکا د چارواکو پر وړاندې ډېر جدي او سخت وي. چې دا کولای شي، یو ښه بدلون ته لاره هواره کړي. له بده مرغه دا ټول کارګران د پانګوال نظام د ۲۰۰۸ زیږدیز کال له اقتصادي بحران څخه ډېر سخت اغیزمن شوي دي، او اوس یې پکې ټولنیز شعور راپورته کړی دی، چې اول او اخر بېکاری ښه شي نه دي.

د یادونې ده، چې د بدلون په وخت کې به تر ټولو زیات ونډه د کلیفورنیا، ټیکساس، نیویارک او فلوریډا جوړیږي. که تاسو وګورئ نو دا هغه دولتونه دی، چې تر ټولو زیات کاروبار، فابریکې، صنعت او کارګره طبقه پکې موجوده ده، د کلیفورنیا کلنۍ بودیجه ۱.۹۳ ټریلیونه (نولس سوه میلیارده) امریکايي ډالره. د ټیکساس ۱.۱۵ ټریلیونه (یولس سوه میلیارده) امریکايي ډالره، نیویارک ۱.۱۱ ټریلیونه( یولس سوه میلیارده) همداسې د فلوریډا ۷۵۴ میلیارده ډالره جوړیږي.

خو بیا بل لورې ته تر ټولو ټیټ او ضعیفه دولتونو او اقتصاد د لاندنیو هیوادونو دی، چې دلته به خوځښتونه لږ سست، البته له نورو ولایتونو څخه به ډېر اغیزمن شي، ولې چې دا ولایتونه یا دولتونو د نورستان، غزني، خوست، پکتیکا په څیر دي، د دې ولایتونو د چارواکو لخوا په بېلا بېلو تګلارو او سیاستونو ډول ډول استحصال کیږي، که دا ولایتونه لږ  ډېر د سیاسي ویښتیا وروسته وهڅولی شي، نو دا به د خپل استحصال، وروسته پاتې والي او ځپلیتوب له امله ډېر ژر ژر کیفیتي بدلونونه چې د امریکي په لوړو ولایتونو یا دولت کې به د پانګونې د تضاد، د ټولنیز چوکاټ د وراسته کېدو او زاړه کېدو له امله بدلون ته مخه کړي، ډېر ژر دا یاد شوي ځپل شوي ولایتونه له بغاوت سره مخ کړي.

لکه ساوت دا کوټه ۳۹.۹ میلیارده کلنۍ بودیجه جوړوي، ویومینګ ۳۸.۲ میلیارده امریکايي ډالره، مونټانه ۳۷.۲ میلیارده امریکايي ډالره، نارته دا کوټه ۳۳.۴ میلیارده امریکايي ډالره او ورمنټ دولت کلنۍ بودیجه ۲۶.۴ میلیارده امریکايي ډالر جوړوي، دوی همداسې دخپل اقتصاد په څېر زیار کښه، خو غریبه طبقه ډېره لري. دلته نا انډول اقتصادي، مدني او فرهنګي روش ساتل شوی دی. همدا علت دی، چې د دوی غمونه، زخمونه او وروسته پاتې والی به دوی د نورو ولایتونو په پرتله سخت غبرګون ته اړ باسي.

برېتانیا:

د غرب له ډنګر اخلاقي، معیوب فکري او لغړ اقتصادي نظام څخه به ډېر لوی لوی اسیایي پروفیسران، پوهان او فلسفیان اغېزمن وي، خو که رښتیا وویل شي، نو غرب له پیل څخه په زګروي دی، بېچاره کورنۍ نظام له لاسه ورکړ، میرمن یې د بازار مال او حسن وګڼله، په لومړي نړیوال جنګ کې غربي هېوادونو وګړیو ته له یو بل سره د یو کیدو پوره پوره چانس په لاس ورکړ، چې په ترڅ کې یې جنسي عیاشي عام شوله او بیا په تېره د علي عباس جلالپورې په اند فرویډ صیب ځوانانو ته علمي جواز ورکړ، چې له جنسي خپلواکۍ پرته انسان په تیارو کې وي، هېڅ نه شي کولای او له تخلیق څخه لرې وي، نو دې مریضۍ هم غرب د فرویډ له نظریاتو وروسته لا معیوب او عیاشه کړ.

بریتانیا چې له دویم نړیوال جنګ وړاندې یې په امپراتورۍ کې د لمر سترګه نه ډوبېده، هر لوري ته به یې د استحصال او وهلو ټکولو ښکیلاکي ټولي تر سترګو کیدل، خو د امریکا دې ډګر تر را دانګلو وروسته برېتانیا په ګونډو شوله، البته بیا هم روایتي او د دوی د امپراطورۍ  زامن یې د غیر نظامي حضور په صورت کې وروسته پرېښودل، چې پاکستان یې ډېره ښه بیلګه ده، اوس یې هم پاکستاني جنرالان د روزنې او زده کړې په خاطر د برېتانیا ځانګړیو اکاډمیو ته ځي، چې په دا وروستیو کې برېتانیا د همداسې یوې اکاډمۍ وړاندیز افغانستان ته هم وکړ.

خو البته په اوسني او معاصر دور کې د بریتانیا هغه معیار چې له دویم نړیوال جنګ څخه مخکې و، نه ښکاري. د وروستیو سیاسي، ګډوډیو او بې ثباتۍ، چې څرنګه پوره اروپا له خپل ځان سره په هوا کړې ده، همداسې دې بړبوکیو برېتانیا هم اغېزمنه کړې ده، څرنګه چې فرانسه د اوښتونونو مور ګڼل کېږي، همداسې برېتانیا هم په تاریخي شالید کې له دې شیانو محفوظه نه ده پاتې شوې، بلکې په دوامداره توګه له کیفیتي ټوپ سره یې سم ټوپ کړی دی. که دا د ۱۶۸۸ زیږدیز کال بدلون و، معلومه خبره ده، چې په دا پسې د شیکسپیر، ورجل او نورو فکري مبارزینو زور هم و، چې وروسته یې نورو بدلونونو ته لاره هواره کړه، او د وخت په تېریدو یې پوره اروپا په خپل کنټرول کې واخیسته. کلیسا او شاهي نظامونو چې له یو بل سره یې کلکه یارانه و، را وغورځول.

نن بریتانیا له ۲۰۰۸ زېردیږ کال اقتصادي بحران څخه همدومره اغېزمنه ده، چې څومره امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه او یا بل کوم غربي هېواد اغېزمن دی. دا بېله خبره ده، چې یو بل ته د قرضونو په ورکولو به د یو څه وخت لپاره قرار ومومي خو ولې دا به په راتلونکي کې له دې هم چټک غبرګون وښيي. د دې اقتصادي بحران له امله زرګونه ځوانان او پېغلې د لاریونونو په صورت کې په سړکونو را ووتل، د موجوده نظام پرضد یې شعارونه ورکول، دا نظام یې وغانده، چې د دوی د بېکارۍ، بېسوادۍ او بې ثباتۍ مسولیت په غاړه لري. د دې نظام ساتونکي او منونکي د اکسفورډ، کېمبرج او  هاروارډ پوهنتونونو پروفیسران ډېر په تشویش سره خبرداری ورکوي، چې اې خلکو دا بحران ودروئ، که داسې ونه  شي، نو بیا د یوې پېړۍ اوږد مهاله اقتصادي بحران ته ځانونه چمتو کړئ!

دوی لیکي، چې په موجوده نظام کې د خلکو د څیزونو اخیستلو غوښتنې زیاتې دي، خو ولې دوی سره د دې څیزونو د اخیستلو ځواک نشته دی، ولې چې د دوی سره کار نشته، کله چې دوی سره کار نه وي، نو د دوی سره پونډ یا ډالر نشته. که دوی سره دا شیان نه وي، نو بیا دا بېچاره باید په سټیمپ فوډ (Stamp Food) باندې ګزاره وکړي، ولې چې د دوی د نظام بنسټ ایښودونکی ادم سمیټ (Adam Smith)لیکي، چې تاسو ته معلومه ده، چې تر ټولو سپیڅلی شی څه ته وایي؟ هو د دې نوم دی، پیسه، چې دا به هېڅکله د کثافت دانۍ مخ ونه ویني!

نو معلومه شوله چې په موجوده نظام کې د مارکس فورموله د پانګوال نظام په اړه ناسمه نه وه:

جنس + پیسه + جنس + پیسه + پیسه

په دا وروستیو ورځو کې د لندن بانک، د امریکا فیډرل ریزرو بانک، د جاپان بانک او د سویس مرکزي بانکونو پرېکړه وکړه، چې باید ژر تر ژره د غربي اقتصادي بحران له منځه وړلو لپاره کار تر سره شي، که موږ دا ټول پر پښو نشو درولی،  نو باید لږ ډېر یې په پښو ودروو. همداسې دوی دا ېرېکړه هم وکړه، چې موجوده بحران ته د پای ټکي اېښودلو په خاطر باید دویمه نړۍ، عرب، چین، سویزرلینډ او جرمني او همداسې نور مالداره هېوادونه هم چمتو و اوسېږي. خو د غرب د نورو هېوادونو په څېر د برېتانیا ځوانان هم د دوامداره بېکارۍ او بېسوادۍ ښکار کېدونکي دي، ولې چې یو لوري ته خو له ۲۰۰۸ زېږدیز کال وروسته له ۲۴ لکو څخه زیات کارګران بېکاره شول او بل لوري ته برېتانیا د قیمتي زده کړو پېژندل شوی هېواد ګڼل کېږي.

نور بیا...

ماخذ

  1. روح عصر، علي عباس جلالپوری
  2. قامي وجود، قام، د دولت رامنځته کیدل او برصغیر، ټیډ ګرانټ او ایلن وډ
  3. اېکونومي واچ
  4. اېکونومي واچ

شریک کړئ