INSAN Magazine

پخوانۍ او اوسنۍ بشري ژوند

میزان ۱۰مه ۱۳۹۸

د انساني ژوند په اړه اوسنیو انسانانو ډېرې څېړنې ترسره کړي چې د لرغونپوهنې او انسانپوهني له اړخه یې د پخواني بشري ژوند ریښې مالومول تر یوه بریده ډېر اسانه شوي دي. خو د یوې توهماتي ټولنې په سر کې شته وراسته عناصر دې ته په خپلو توهماتي او غیر ساینسي سترګکیو کې ګوري. البته یو ساینسي او روڼ انده له دې څخه او نه د ډاروین له مهمې نظريې څخه سترګې پټولی شي. د ډاروین نظريې نه یوازې په انساني ذات کې د فکر لپاره زمینه برابره کړه بلکې په لویه کچه یې د ډېرو څېړنو او انګېزو لپاره لاره هواره کړه او په ضمن کې یې نورو حیواني او نباتي څېړنو ته هم معاصر انسان وهڅاوه. یانې د تکامل په اړه د ډاروین نظریه انقلاب راوستونکې چیغه وه چې نن یې په شعوري او لاشعوري توګه انسان د تکامل په چوکاټ کې بېلابېل خوځښتونه، نوښتونه او بېلابېلې ذایقې لري. یانې ژوند او د ژوند لپاره د اړتیاوو تکامل ته د تکامل په نظر کتل په خپله د ډاروین د نظریې لاسته راوړنه ده.

د انساني ساه اخیستونکي جسد تاریخ ډېر پخوا موندل شوی دی او اوس د ساینسي پرمختیا او څېړنې په مرسته لا پياوړی شوی دی. د جي اې ایف ایف ایلینګ ورت / مرسي هرسټ ارکیالوجیکل انسټیټوټ (JEFF ILLINGWORTH/Mercyhurst Archaeological Institute) د څېړنو په مرسته لاندیني وختونه ښودل شوي چې د ننني انسان په تاریخي پړاوونو کې یې ګړندی او اړین رول لوبولی دی.

 

                                                                                                                                         هومو  نیندر تالینسیس

                                                                                      ګریسایل                                                     هومو سپینسیس

اینا مینسیس                                             افارینسیس            استارالوپیتسین              هومو ایرکټیس                     هومو فلورساینسین 

 

  
 

 

۵ م کا وړاندې            ۴ م کا وړاندې        ۳  م کا وړاندې     ۲ م کا وړاندې                   ۱ م کا وړاندې       نن

یادګېرنه: ذکر شوی م مانا ملیون – کا – کال  دی ( ۱)

خو په اوسنې ساینس باندې یوه علمي نیوکه  هم کېدای شي، هغه دا چې دوی وایي: تېر انسان ډېر وروسته پاتې و، په جهالت کې یې ژوند کاوه، فکري وده یې د شمېر وړ نه ګڼل کېږي، له ستونزو او مجبوریو څخه ډک ژوند یې کاوه او تل یې له خپل مافوق الفطرت ځواک ماتې خوړلې ده او د تسلیمۍ په صورت کې یې ورته خدای ګوټی یا معبود ویلی دی. د دې ټولو مواردو ترڅنګ موږ د ساینس په مرسته  لومړنی انسان ته په ساینسي ژبه کې د (Chimpanzees) له چیمپینزیس وروسته (pan troglodytes) پن ټروګلوډیټیس نوم ورکوو البته د دې ټکي مانا د یونانیانو  د رسوایي او درد بخښونکي خدای ګوټي ده. یانې له دې به ستر تور په تاریخ کې نه وي چې خپل بد هېرو او د تېر او پخوانۍ زمانې پر انسان  په داسې حال کې نیوکه کوو، چې تر ټولو با جرأته اقدام یې دا و چې دوی به له حرکت، سوځېدو، زخمي کېدو، یا حس کېدو وروسته، د هوا حالاتو او چاپېریال؛ یانې د یو مادي شي له درک وروسته به یې د مافوق الفطرت ځواک نوم ورکاوه او ان نوم به یې هم پر شته نقش ولاړ و.

همداسې دا هم زموږ د علمي هلو ځلو برکت دی، چې په لومړي ځل د ارستو د علمي دریځ په خپلولو مو (Taxonomy) بېلابېل حیواني رنګونه او ډولونه رامنځته کړل. یانې له دې مخکې هم له ډبر پېر، اوسپن پېر او برنز پېر وروسته لږ ډېر معاصر انسان زیار وکیښ چې شته کُل سره وویشي. دا په داسې صورت کې چې د ارستو له وېش څخه علمي انکار نشي کېدای خو ولې یو ډول د وېش فکر کېدای شي، یانې آیا اوسني انسان ته دا واک چې یو ساه اخیستونکی موجود د توپیرونو په اساس په ګڼو برخو وویشي، واک ورکول کېدای شي؟ آیا دې ته په فلسفه کې تعصب ویلی شو؟ آیا دې ته یو منصفانه ویش ویلی شو؟ آیا د انساني ژبو لپاره یو ډول آسانتیا یې ګڼلی شو؟ آیا د ارستو د لومړني ویش د موجوده ملي او ملیتي توپیرونو ترڅنګ د مذهبی او سمتي ویش باعث هم شوی دی؟

که چېرې د ټیکسانومي بل لوري ته راځو، نو هک حیران پاتې کېږو چې انسان بوټیو ته په دومره سپک نظر ګوري، چې بل هېڅ یو شي ته نه ګوري. یانې د درجه بندۍ له نظره بوټي هېڅ! یوازې د شین والي یا ښکلا موجودیت دی. خو ولې دوی له دې نه خبرېږي چې بوټي او ونې یوازې هغه ژوندي موجودات دي چې له ځان څخه د ځناورو په پرتله یو نوی غیر هم جنسه ډول را زېږولی شي چې دا کار په ځناورو کې نشته دی.

خو که چېرې د ننني انسان شته صورت ته راشو او عینیت یې په موضوع کې نه بلکې په عینیت کې وڅیړو نو مالومه به شي چې د نن انسان پر هغه څه باور لري چې د تېر په پرتله یې د صورت د مالومولو ځواک نلري. که چېرې د هر څه د اټوم د وړو ذراتو لکه  پروټون، الیکټرون یا نیوټرون سره پرتله کوو او وایو چې کله دا ذرات د شتون باوجود د لیدو وړ ندي، نو همدا علت دی چې مافوق الفطرت پر ماده بدلول  احمقانه یا غیر علمي اقدام دی، داسې موږ په حقیقت کې موضوعیت او خیالي موضوعیت ته لاره هواروو. یانې حقیقت خو د اپلاتون او سوکرات تیر دور ته تګ او د ننني ساینس له مادي کړنو او تجربو څخه انکار دی.

بل دا چې د هغه وخت انسان پر دې وتوانېد چې ښه څه دی، بد څه دی، توده څه ده، سړه څه ده، اور څه ده، اوبه څه دي، خدای څه دی (له یو خدای څخه بل خدای ته یې اوړېدل هم یو پرمختللی ګام و)، انسان څه دی، هوا، حرارت، ماده، تخت، کور، ګور ، دود او پالنه هغه څه وو چې پخوانی انسان یې تکامل ته راسم کړی دی. البته ننني انسان  نه یوازې د مافوق الفطرت د کړنو او صورت په مالومولو کې پاتې راغلی دی، بلکې پر مطلق ټینګ ولاړ دی. ان تر دې چې موږ ویلی شو که چېرې پخواني بشري ژوند زموږ د ژوندي ساتلو دود عام کړی نه وای، نو نن به موږ هم نه وای بلکې بل څه به وای.

خو ولې د ننني انسان څخه یوه لویه ګیله پر دې کېدای شي چې په ننني معاصر دور کې له ۸۰ سلمه څخه زیات فکر یې پر (non-fiction) متمرکز دی. په اروپا کې د کال له نیم میلیون څخه زیات کتابونه په خیالی غیر مادي تخیلاتو چاپېږي، له ۸۰ سلمه سینمايي کرکټرونه یې خیالي غیر مادي او تخیلي تولیدېږي. ذهني آرامتیا او سوکالي یې پر مذهبي یوګا ختمیږي او همداسې درېیمه نړۍ له دوی څخه څه ډېره ور ډوبه ده. البته د دې ټولو تشریحاتو هدف دا نه دی چې تېر وخت ډېر ښه و. بلکې حال له تېر او حال له راتلونکې څخه خورا توپیر لري او راتلونکې هم پر دې فورمول تشکیلېږي. البته زاویه مطلقه نده، ولې له تېر څخه هغه څه زده کوو چې په راتلونکي کې د بیا تکرارولو څخه مو را ګرځوي او د دې په بدل کې لا مترقي او پرمختللي وسایلو ته ځای ورکوو. امکان لري چې د راتلونکي وخت انسان تش په ۲۰ ثانیو کې مریخ ته ورسېږي او ډېر  داسې قامونه چې د زمان له شته زاویو سره په سم چلند سره لمر تسخیر کړي.

امکان لري، انسان دومره خونړی شی چې د لمر له یوې برخې څخه د ساینسي پروسیس په مرسته بارود جوړ کړي او پر خپل حریف یې ور وتاووي. امکان د دې خبرې دی چې یو داسې وخت به راشي چې د بوش او اوباما پر ځای په راتلونکې کې یو فرعون پر مریخ، زهره او بل په بل یرغل وکړي چې د دوی پاچاهي پکې ټینګه شي. امکان لري چې انسان به په خپله راکټ شي او په خپل ځان کې به داسې سیسټم ولري چې له یوې سیارې څخه بلې سیارې ته ځان په یو څو ثانیو کې ورسوي او هلته د خپلې سیارې د مشکلاتو او اقتصادي تګلارو په اړه سیاسي ناستې وکړي.

البته د دې هر ډول اټکلونو هدف د غرب او هند تصوراتي او خیالي نړۍ یا هنر ملاتړ نه دی چې لږ مخکې مو په خپلو خبرو کې وغندل، بلکې د دې هدف د رښتیني مادي ریښو رښتینې تشریح ده چې ډېری یې په خپل ځان کې د تېر په څېر حقیقت لري او کیدای شي چې د ساینس له فیلټر وروسته په حقیقت بدل شي. خو د دې خبرو هدف به هیڅکله دا نه وي چې د شنبې په ورځ به دا هر څه رامنځته شي. بلکې د دې څخه هدف تر ډېرو کلونو پورې د بشري ژوند مادي مزل دی او هغه مزل به د نننیو متکلمو څخه نه تشکیلېږي، بلکې له ساینسي نوښتې بڼې څخه به تشکیلېږي او پرمخ به ځي.

د دې سفر په جریان کې به انسان له ځان سره یو داسې مرګ ولري چې مرګ به وي، خو ولې د ژوند په صورت کې یانې که یو څوک نن د ځان لپاره برېښنا مرګ ګڼي او که یو څوک له دې ډاره د برېښنا د تولید بندونه چې هېڅ اټکل یې شونی نه و، نن شته دی او جوړول یې بند کړي فکر کوم په لویه کچه له ژونده تیښته ده.

په دې کې شک نشته چې انسان د تېر وخت په پرتله ډېر معاصر پرمختګ کړی دی، خو دا هم د منلو وړ نه ده چې تېر انسان هېڅ نه دي کړي. د هر زمان خپل شرایط او عینیت وي چې له وخت سره سم د وسایلو په معاصر کېدو او د وخت د وراستو عناصرو په نفې کېدو پرمختګ ته زمینه برابروي. اوسني انسان د مرګ د جین په مالومولو، د انسان د وینو په فعالیتونو بدلولو، له ځناورو  څخه د ځینو عضلاتو اخیستلو، د انساني حجرې له څېړنو او کتلو وروسته انساني خوی ته او ځواک ته د بدلون ورکولو هڅې روانې کړې دي. د انسان د فکر او راتلونکي پلان سنجولو او مالومولو لپاره طبي ساینس د  (MRI) په مرسته کولای شي چې مالومه کړي، انسان له یو ساعت وروسته یا یو څو شیبو وروسته په څه کولو ځان مصروفول غواړي، یانې د ساینس په مرسته اوس هغه علم چې یوازې انسان یې په خپلو ماغزو کې لري، روښانېدای شي. همداسې د ننني ساینس په مرسته د لاندنې فورمول په مرسته اوس شونې ده:

فورمول

Capture.JPG

: V سرعت: W   د الوتکې رفتار     : c د رڼا رفتار           : t د الوتکي د تیلو وزن

 

چې خپل د تګ رفتار د سپوږمکۍ یا سترګې له رڼا رفتار سره مساوي کړي. یانې اوس ممکناتو کې دا راتللي شي. چې له څو ثانیو وروسته انسان د کایناتو پر نورو سیارو باندې ښکته شي او هلته خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. هغه ناروغۍ چې له امله به یې انسان مړ کېده او د مړینې پړه به یې پر قسمت اچوله، اوس شونې ده چې مخنیوی یې وشي. د ننني ساینس په مرسته زموږ خوی، اخلاق، قسمت، د غیب علم او د یو چا د پېژندلو زاویې هم په بدلېدو دي.

د پخواني بشري ژوند په پرتله، معاصر بشري ژوند په بېلابېلو زاویو کې ژوند کول غواړي که چېرې دا ژوند معاصر نشي نو فکر کوم چې د طبعیت له قوانینو سره په ټکر کې راځي او بشري ژوند به له ډېرو پرمختلليو پړاوونو وروسته پاتې شي، البته د دې تر ټولو ستر مسوولیت به د فکري کنګلتیا پر اوږه وي. 

۱-جي اې ایف ایف ایلینګ ورت / مرسي هرسټ ارکیالوجیکل انسټیټوټ

JEFF ILLINGWORTH/Mercyhurst Archaeological Institute

2-Chariots of the Gods - Page 9 by Erich Von Daniken

 

شریک کړئ