INSAN Magazine

نوروځ: د نېستۍ په وړاندې د هستۍ بریا

د قوس ۱۳مه ۱۴۰۳

دویم ایډیټ: د حمل دویمه ۱۴۰۳

 

۱. پیلیزه

نوروځ دممهال زموږ په ټولنه کې په یوه لانجمنه مېله اوښتې ده. یو شمېر خلک یې نمانځي او خوشحالۍ پرې کوي خو ځيني نور بیا خلک له نمانځنې منع کوي او هان دا یو ناروا او کفري ګڼي. طرفداران یې ځانته او مخالفان یې خپل دلایل لري.

د نوروځ په اړه تر اوسه ډیرې لیکنې شوي دي، خو کمې به یې داسې وي، چې لوستوالو ته د یو واقعي لیدلوري لپاره لاره پرانیزي. د نوروځ ځيني افراطي طرفدارن هم نه پوهیږي چې دا مېله ولې نمانځي او مخالفان یې هم په دې اړه له تبعیض نه ډک نظر لري او د پېړيو، پېړیو له سخت اختلاف سره، سره لا پر دې ندي توانیدلي چې د خلکو له یاد څخه یې وباسي.

د سقراط په خبره چې( ناکتلی ژوند، په ژوند کولو نه ارزي.) نو موږ هم په همدې مخه چې د نوروځ په اړه پوه شو، د نوروځ بیلا بیل اړخونه سپړو.

 

۲. د نوروځ کلمې ریښه

ویل کیږي چې «نوروځ»، (نوې روځ) ته وايي.

ځيني ایراني لیکوال وايي چې نوروځ کلمه، په پهلوي ژبه کې «nōg rōz»، «نوگ روز» وه او له همدې کلمې څخه «نوروز» شوې ده. په اویستايي ژبه کې« navaka raocah »، «نوکه روکه»ګڼل شوې ده.

ایراني لیکوال دا هم وايي چې «نوروز» سغدیانو «نوسارد» باله او خوارزمیانو  ورته «نوسارجی» ویل، چې د «نوي کال» مانا ورکوي.

د (نوروځ) کلمې اصل په اړه ویل کیږي، چې پارسي دی، خو که د دې کلمې جوړښت له (نو) او (روز) څخه هم وګڼو نو بیا هم د اوسنۍ پارسي له ژبني جوړښت سره سمون نلري. ځکه اوسمهالې پارسي کې( صفت + موصوف) یا ( نو + روز) قاعده نشته، بلکې اوسنی جوړښت یې ( موصوف + ی + صفت) دی، یانې د پارسي د اوسنۍ ګرامري قاعدې له مخې (روزی نو) کیږي. البته، د سیمې په لرغونو ژبو کې د (صفت + موصوف) قاعده دود وه. په اوسمهالې پښتو کې اوس هم دا ګرامري قاعده شته، لکه: نوې(صفت) + ورځ/روځ (موصوف) چې (نوې ورځ یا نوروځ) کیږي. د يادې قاعدې له نظره «نوروز»کلمه تر پارسۍ ډیره پښتو ته پاتې کیږي. همداشان د ( نوې، نو، نیو، ناو..) کلمو ریښې او د (روځ، ورځ، روز، روژه...)کلمو ریښې هان اندو-اروپايي نه مخنۍ ژبې ( پروټو اندو-اروپايي) ته رسیږي. مطلب دا دی چې یادې کلمې د سیمې او تاریخ د ډیرو ولسونو ترمنځ مشترک میراث دی، نه یوازې د یو ځانګړي هیواد او ولس!

پاتې شوه د (نوروځ) مانا، چې ایا په رښتیا د (نوې ورځ) مانا ورکوي که کومه بل مفهوم پکې نغښتی دی. په دې اړه بل وخت بحث کوم. 

د دې ورځې د لیکنګ په اړه باید ووایم، کله چې موږ په پښتو کې «ورځ» یا «روځ» په /ځ/ ګرافیم لیکو او تر څنګ له دې واقعیت نه هم څوک سترګې پټوای نشي، چې دا زموږ د سیمې له هیوادونو سره شریکه مېله او ارزښت دی او شریکه اصطلاح ده، نو بیا اړتیا څه ده، چې په ناسم ډول«نوروز» لیکل یې دوام ولري.

 

۳. نوروځ او نوی کال په اوسمهال کې

د یونسکو یو راپور وايي: نوروځ لرغونې مېله ده چې د سپرلي لومړۍ ورځ او د طبیعت بیا غوړیدل څرګندوي. دې مېله کې دودونه، مراسم او کلتوري غونډې او همدارنګه له خپلو عزیزانو سره د ځانګړو خوړو مېله کول شامل دي. په نوروځ کې نوې جامې اغوستل کیږي، خلک کورنیو او ملګرو ته د لیدنې لپاره ورځي او په ځانګړي ډول ماشومانو ته پکې سوغاتونه ورکول کیږي.[1] «...نوروځ د نسلونو او کورنیو ترمنځ د سولې او پیوستون ارزښتونو او همدارنګه پخلاینې او ګاونډیتوب ته وده ورکوي.»[2]

نوروځ «د انسان د معنوي کلتوري میراث»[3] په توګه، د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې لخوا، د یو پریکړه لیک په ترڅ کې، په ۲۰۱۰م کې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوی دی.[4] او اوس هر کال د مارچ پر ۲۱ مه نمانځل کیږي.

سپرلی د لمـري کال لومړی موسم دی. د پښتنو هر نوی کال په سپرلي پیلیږي. سپرلی په واقعیت کې له ژمني خوب څخه د طبیعت ویښیدل او بیا ژوندي کيدل دي او نوروځ د سپرلي د لومړۍ ورځې نوم دی. په سپرلي کې د یخ ژمي لخوا ځپل شوي طبیعت کې د بیا ژوندي کیدو شیمه راټوکیږي او هر څه بیا غوړيږي.

 

۴. د نوروځ د نمانځنې سیمه

د یونیسکو د لیکنو له مخې نوروځ د «څه له پاسه  ۳۰۰۰ کلونو راهیسې په بالکان، تور سمندرګي حوزه، قفقاز، منځنۍ اسیا، منځني ختیز او نورو سیمو کې نمانځل کیږي.»[5]

البته، په دې پراخه سیمه کې د نوروځ دا نمانځنې د ډیرو مختلفو کلتورونو او دینونو د لارویانو لخوا کیږي.[6] 

دا لرغونې مېله د سیمې د بېلابېلو ولسونو ګډ میراث دی او د سیمې هر ولس یې د کولو لپاره ځانګړي خوندور دودونه او رواجونه لري.

د هیوادونو په نامه نوروځ په افغانستان، پښتونخوا، چین، روسیه، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، هند، قرغزستان، سوریه، کردستان، عراق، گرجستان، آذربایجان، آلبانیا، او نورو کې ستایل کیږي.

« په تیره زریزه کې، نوروځ  وده کړې او پراخ شوی دی او د وریښمو لویې لارې په غاړه له خپریدو سره یې نوې ټولنیزې، دیني او کلتوري اغیزې خپلې کړې دي.» [7] 

«لکه څنګه چې نوروځ د مختلفو نظامونو او پاچاهانو تر واک لاندې د یو جشن په توګه ټولنیز اهمیت درلود، نو نیټه یې، په اصل کې د ستورپوهنې پخوانیو طریقو له مخې په ۱۱ او ۱۲ م پیړیو کې په څو، ځو ځله بیاکتل شوې او محاسبه شوې ده. نامتو مسلمانو پوهانو: ابو ریحان البیروني ( ۹۷۳ - ۱۰۴۸م )، محمود کاشغري (۱۰۰۵ - ۱۱۰۲م)، او عمر خیام (۱۰۴۸ - ۱۱۳۱م) په هغو روڼ اندو کې دي چې د نوروځ نیټه یې څیړلې ده.»[8]

 

۵. د نوي کال ځيني تاریخي مشهورې مېلې

۵. ۱ د «اکیتو» مېله 

له تاریخي اسنادو ښکاري چې تر ټولو پخوا د نوي کال نمانځل د بین النهرین په بابل کې رواج ول. «... لرغوني بابلیان لومړني خلک دي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کاله وړاندې به یې د نوي کال لپاره سرښتې نیولې. همداشان بابلیان د ثبت شویو اسنادو له مخې لومړني خلک ول چې نوی کال یې نمانځلی دی - که څه هم د دوی کال په جنورۍ کې نه بلکې د مارچ په نیمایي کې، هغه وخت چې فصلونه به کرل کیدل، پیل کیده. په دې ۱۲ ورځنۍ لویه دیني مېله کې چې اکیتو/ Akitu نومیده، بابلیانو نوي پاچا ته تاج پر سر کاوه او یا به یې واکمن پاچا سره خپله وفاداري له سره تاییدوله. همدغسې دوی به له خدایانو سره ژمنې کولې چې خپل پورونه به ورکوي او هغه څیزونه چې دوی امانت اخېستي، به بېرته سپاري. دا ژمنې زموږ د نوي کال د سرښتو لومړني ګامونه ګڼل کیدای شي.که بابلیانو به خپلې ژمنې پوره کړې وې، د دوی (لرغونو) خدایانو به په راتلونکي کال کې پر دوی رحم کاوه. که نه، د خدایانو له رحم څخه د باندې پاتې کیدل – خو دا هغه څه ول چې هیچا هم نه غوښتل.»[9]

 

۵. ۲ «نواسارد» Navasard په پارسي متونو کې «نو سرد»، «ناوه سردا»، «نو سارد»، «نو سارجی» په بڼو:

د« نوا سارد/ Navasard  » یا نوي کال جشن، په لرغوني ارمنستان کې د هغوی د لرغونې کالهیندارې پر لومړۍ ورځ، چې د اګسټ له ۱۱ مې سره برابره وه، نمانځل کید. په دې جشن کې له پاچاهي کورنۍ نیولې تر ځايي دهقانانو پورې خلکو ګډون کاوه. پر دې ورځ به خلکو  نڅل، سندرې ویلې او خوشحالۍ به یې کولې. په دغه وخت کې به فصلونه پاخه ول، غله - دانه او حاصلات به ښه پریمانه ول. کله چې په څلورمه عیسايي پیړۍ کې هلته عیسایت خپور شو نو دغه مېله له منځه ولاړه.

د «نواسارد» ورځ به د هغه وخت اووه خدایانو ته ځانګړې شوې وه. اساطیر وايي چې پر دغه ورځ به دغه خدایان ځمکې ته راتلل او په پاک/مقدس سین ارتسانی/ Aratsani  یا مورات/Murat کې به یې لمبل او بیا به یې د واورینو غرونو له څوکو ( په یو بل روایت له اسمانه) د جشن ننداره کوله. خلکو به خپل خدایان د غنمو په خیراتولو، د کورنیو څارویو د وینو په بهولو (په یو بل روایت خلکو به غوایي قرباني کول او وینه به یې پر مخونو مږله.) او نورو رسمونو خوشحالول. [10]

د اساطیرو له مخې ۱۱ اګسټ هغه نېټه ګڼل کیده، چې د  حضرت نوح بیړۍ د ارارت/ Ararat پر غره ودریدلې وه. همداشان اساطیرو کې راځي چې ډیر پخوا د ارمنيانو اولني نیکه هایک نهاپیت/ Hayk Nahapet ، پر دې ورځ د بابل دیکتاتور پاچا بیل/ Bel پوځ ته ماتې ورکړې وه، له هغوی یې ازادي اخېستې وه او د ارمنیايي ولس لومړنی پاچا شوی و نو تر دې وروسته به هر کال «نوا سارد» جشن نمانځل کیده. 

په لرغوني ارمنستان کې د ارمنستان غرونه، د ترکیې ځيني شرقي سیمې، د ایران شمال سیمې، د ازربایجان او ګرجستان ځيني ځایونه شامل ګڼل کیږي. ویل کیدای شي چې دغه مېله په ټولو هغو ځایونو کې چې ارمنیان پکې اوسیدل او یا له ارمنیانو اغیزمنې وې، نمانځل کیده.

 

۵. ۳ رومي نوی کال 

په اوسني ډول د رومي یا عیسايي نوي کال نمانځل د لومړۍ ق.م پیړۍ له نیمايي څخه راپیل شوي دي.

په لرغوني روم کې، اصلاح غوښتوونکي امپراتور جولیس قیصر په کالهینداره کې له بدلون وروسته، په ۴۶ ق.م کې  یو ځل بیا جنوري د نوي کال پیل وټاکه. جنوري د جانس/ Janus په نامه رب النوعه چې دوه مخونه یې لرل او د هغه وخت د روميانو په باور په دروازو او محرابونو کې اوسیده، له نامه څخه راوتلې کلمه ده. جنوري د رومیانو لپاره ځانګړی اهمیت درلود...په سمبولیک ډول، دوی پر دې باوري ول چې «جانس» په یو مخ تېر کال او په بل مخ راتلونکي کال ته ګوري. همدغسې د جانس یو مخ ځوان او بل مخ یې زوړ دی. روميانو به دې خدایګوټي ته قربانۍ او د راتلونکي کال لپاره ورسره د ښه چلن ژمنې کولې.[11] 

ویل کیږي، چې کله په شاوخوا ۸ ق.م پیړۍ کې د روم اساطیري بنسټګر رومولس/ Romulus  د رومي کالهیندارې بنسټ کېښود، په هغه وخت کې رومي کال یوازې لس میاشتې درلودې چې لومړۍ میاشت یې مارچ وه او وروستنۍ ډسمبر. دې کال ته د مشهور رومي پاچا نوما پمپیلس /   Numa Pompilius( ۶۷۳ – ۷۱۵ ق.م) لخوا دوه نورې میاشتې ( جنوري او فبروري) له مارچ وړاندې ور ډیرې شوې. وروسته بیا هم په رومي کالهینداره کې غټ او واړه تغیرات راغلل خو د جولین قیصر لخوا بدلونونه یې تر ډیره اساسي ګڼل کیږي.

په لرغوني روم کې به د میاشتې لومړنۍ او نوې ورځې ته کلیندس/Kalends ویل کیدل. «کلیندس» کلمه – له لاتيني فعل «calare» څخه اخېستل شوې، چې د اعلانولو مانا ورکوي او د دوی له هغه دود سره تړاو لري، چې د نوې میاشتې د سپوږمۍ لومړۍ ورځ به یې اعلانوله. د یادونې وړ ده، چې د انګریزي «کالینډر» کلمه چې د کالهیندارې/ جنترۍ/تقویم مانا ورکوي هم له دې کلمې څخه راوتلې ده.

وروسته «د لرغونو عیسویانو لپاره، د نوي کال لومړۍ ورځ په یوه دودیزه موقعه بدله شوه چې خلکو به پکې د تېر کال د غلطیو او راتلونکي کې د بهتریدو د سرښتو په اړه فکرونه کول.»[12] د رومي لرغونې کالهیندارې نه هم ښکاري چې د دوی نوی کال به لکه زموږ په شان په مارچ/حمل کې چې د سپرلي شروع ده، پیل کیده.

 

۶. ایا نوروځ یوازې ایرانۍ مېله ده؟

ایرانی-امریکايی لیکوال خداداد رضاخاني ( ۱۹۷۶ – ژوندی) د نوروځ کلمې په اړه لیکي: 

«د نوروځ نوم تر دویمې عیسايي پیړۍ پورې په هیڅ ایراني اسنادو کې نه لیدل کیږي، خو موږ د دې باور دلیلونه لرو چې نمانځنه یې له دې نیټې څخه ډیره زړه ده او په حقیقت کې د هخامنشیانو په وختونو کې (۵۵۰ - ۳۳۰ ق.م)  د خلکو او پاچاهي کورنیو لخوا نمانځل شوی دی. ډیری وختونه ویل کیږي چې د پرسپولیس [د جمشید تخت] مشهوره کلا لږ تر لږه د اپادانا/ Apadana او سل ستونه قصرونه د نوروځ د نمانځنې ځانګړي هدف لپاره ودان شوي دي. په هرصورت، د نوروځ نوم په هیڅ هخامنشي ډبرلیک کې نشته دی، دا هغه واقعیت دی چې غیر اندو- اروپايي ریښو ته یې اشاره کوای شي.»

 

رضاخاني ورپسې په پارتي/اشکاني دوره کې د نوروځ د نمانځنې یادونه کوي:

 « د نوروځ په اړه زموږ تر ټولو زاړه اسناد اشکاني/پارتي وختونو ( ۲۴۷ - ۲۲۴  م.) ته رسیږي. د پارتي امپراتور لومړي وولوګیس (۵۱ - ۷۸ م) د واکمنۍ پرمهال د نوروځ جشن ځانګړې یادونې موجودې دي. له بده مرغه، د اشکانیانو د واکمنۍ په اړه د پام وړ اسنادو نشتوالی، موږ ته په دغو وختونو کې د نوروځ د سپړنې لپاره ډیر کم معلومات په لاس راکوي.

د ساساني کورنۍ بنسټګر لومړي اردشیر پاپکان (۲۲۴م) په پاچا کیدو سره، د نوروځ نمانځنې اړوند مسلسل معلومات ثبت شويدي. په ټوله ساساني دوره (۲۲۴ - ۶۵۹ م) کې هرکال نوروځ د خورا مهمو مراسمو په توګه نمانځل کیده. د نوروځ ډیر پاچاهي دودونه لکه هر کال په جشن کې د عامو خلکو ګډون، نغدي سوغاتونه، او د بندیانو بښل؛ ساساني دوره کې رامنځته شول او تر نومهالي وختونو پورې یې پرته له بدلونه دوام کړی دی.»

 

نوموړی په اسلامي دوره کې د «نوروځ» په اړه لیکي:

««نوروځ»، د «سده Sadeh»، چې د ژمي په منځ کې [له سپرلي نه سل ورځې مخکې] به نمانځل کیده، سره یو ځای، له اسلام نه وړاندې هغه دوه جشنونه ول چې له ۶۵۰ م کلونو وروسته یې په اسلامي ټولنه کې بقا ومونده. نورې مېلې لکه « ګهانبار » او «مهرګان» د وخت په تېریدو سره څنډې ته شوې او یوازې د هغو  زردشتیانو لخوا به نمانځل کیدې چې له ځان سره یې هان تر هندوستانه وړې وې. هان د اسلام د لومړنیو بنسټګرو لخوا هم نورزو ته ډیر درناوی کیده. د څلورو لویو خلیفه ګانو اړوند داسې اسناد شته چې د نوروځ د جشنونو مشري یې کوله او د عباسیانو په دوره کې دا د یوې پاچاهي رخصتۍ په توګه منل شوې وه.

د خلافت له ړنګېدو وروسته، د ایراني کورنیو لکه سامانيانو او بویهیدانو/ Buyids په بیا راڅرګندیدو نوروځ لا یو مهم جشن ته لوړتیا ومونده. «بویهیدانو» د ساساني وختونو پخواني دودونه بیا راژوندي کړل، ډیر کوچني جشنونه چې د خلافت لخوا له منځه وړل شوي ول، بېرته پر ځای شول... هان، ترکي او مغولي یرغلګرو هم هڅه ونکړه چې د نورو جشنونو په پار نوروځ له منځه یوسي. پدې توګه، نوروځ د پارس پر ځمکه د چارواکو او خلکو دواړو لخوا د اصلي جشن په توګه پاتې شو.»

 

همدارانګه نوموړی، د نوروځ د ریښې په اړه یادونه کوي: 

« نوروځ په عمومي توګه په ټولو جشنونو کې ترټولو "ایراني" ګڼل کیږي، چې د دې جشن په آریايي/اندو- ایراني ریښه ټینګار کیږي. په هرصورت، د هخامنشیانو په ډبر لیکونو کې له دې سره تړليو مشهورو جشنونو او همدارنګه د اویستا زړو برخو او د زردشتیت زړو اریاني سندرو کې د نوروځ یا د دې دود یادونې نشتوالی کوای شي چې د دې جشن غیر ایراني ریښو ته اشاره وکړي.

موږ پوهیږو چې د بین النهرین: سومري او بابلي کالهیندارې/کلیزې د موسمونو د بدلون پر اساس وې. د بین النهرین بې حرکته کرکیله، چې د بابلي اقتصاد د ملاتیر حیثیت یې درلود، تر ډیره حده پورې د موسمونو په بدلون او د کلني اورښت په کچې پورې اړه درلوده. ورپسې، په بین النهرین کې د سپرلي پیل کیدو خورا اهمیت درلود او په همدې اساس نمانځل کید. همداشان په بابل کې یو کلني رسم شتون درلود چې د سپرلي په پیل کې به، پاچا مکلف و چې د مردوک/Marduk عبادتځي ته سفر وکړي او له خدای نه پاچاهي نښانونه ترلاسه کړي او د بابل لوی خدای ته شاهي محافظت ورکړي. داسې ښکاري چې د دې دوه اړخیز کلني ملاتړ تازه کول به په سمبولیک ډول د ژوند بیا نوي کول ول، چې د سپرلي په پیل سره ښوول کیدل. موږ د ایرانیانو لخوا د دې رسم د خپلولو په اړه پریکنده اسناد لرو، کله چې لوی کوروش پر بابل یرغل وکړ او هلته یې خپل زوی کمبوجیه د خپل مرستیال په حیث وټاکه.»[13]

 

نوموړی په دې اړه چې دا مېله لومړی په ایران کې نده، پیل شوې لیکي:

« له بلې خوا، په ایران کې له میشتېدو څخه مخکې د ایراني قبایلو د ژوند طریقه کوچیاني وه، او د غیر متحرکې کرکیلې پر ځای یې تر ډیره د څارویو په پاللو تکیه درلوده، نو په دې ترتیب یې د موسمي بدلون دقیق تعقیب ته اړتیا نه درلوده. د مرکزي اسیا په څړځایونو کې د دوی ټاټوبي، ډیر ساړه ژمي او یا سوځنده دوبي درلودل، او د سپرلي رارسیدو به په ندرت سره هغه اغیز درلوده چې په جنوب کې یې پر معتدلو ځمکو لري.»

نوموړی لیکي چې د دې مېلې ریښه بین النهرین (اوسني عراق او شام) ته رسیږي خو د وخت په تېریدو سره ځيني ایراني ځانګړنې ور ډیرې شوې دي:

« د نتیجې په توګه، دې پایلې ته رسیدل ممکن دي چې د نوروځ ریښې، د بین النهرین په هغه جشن کې ښخې دي، چې د سپرلي په رارسیدو به نمانځل کیده او وروسته د میشته شويو ایراني قبایلو لخوا خپل شو؛ امکان لري چې دا به د لومړني هخامنشي امپراتور په دوره کې وي. دې ته باید اشاره وشي، که موږ د خپلونې دا نظریه ومنو، نو ځیني ایراني ځانګړنې باید له یاده ونه باسو، چې دا جشن یې په یو ځانګړي ایراني دود بدل کړ.»[14]

د خداداد رضاخاني دا خبره چې، نوروځ له اصله ایراني/پارسي ندی بلکې ريښه یې د بین النهرین د نوي کال مېلو نمانځلو ته رسیږي، ډیره پر ځای بریښي. دغه دود به ښايي د لوی کوروش په زمانه کې پارسیانو له بین النهرین څخه پور کړی وي. همداشان دا خبره چې له نوروځ سره ځيني ایراني ځانګړنې یو ځای شوي دي، هم سمه بریښي خو یوازې ایراني ځانګړنې نه، بلکې د سیمې د نورو ملتونو لکه (پښتنو، ارمنیايي، اذري، بلوڅي، کردي، ترکي، ازبکي، قرغزي، تاجکي، ترکمني، هندي، ...) ځانګړنې هم ورسره یو ځای شوې دي. ځکه د تاریخ په اوږدو کې دا مېله د سپرلي په راتګ سره هندوانو د هولي، په بڼه پښتنو د اختر، نوروځ، سپرلي او نورو په نورو نومونو نمانځلې ده. نو په دې حساب نوروځ یوازې د ایران نه بلکې د یوې پراخې سیمې مشترکه مېله ده او ټول یې په افتخاراتو کې شریک دي.

د یخ ژمي له تیریدو وروسته به پښتنو د یختېر یا اختر په نامه خوشحالۍ کولې او کوچيانو مالدارو پښتنو به خپلې رمې او څاروي ایلبندونو او څړځایونو ته بوول. دیشینو پښتنو بزګرو به کرکیله کوله او د راتلونکي کال لپاره  فصلونه کرل. له سپرلي سره د پښتون ژوند او کارونه بیا شروع کیدل/کیږي او څو میاشتې پرله پسې د راتلونکي  ژمي لپاره تیاری نیسي تر څو د ساړه ژمي لپاره وسایل برابر کړي او په ژمي کې یې پریمانه وکاروي. لاندي( د پسو وچې غوښې)، خس خاشاک، غله دانه... به یې د راتلونکي لپاره برابرول. سپرلی د پښتون لپاره د راتلونکي د تیاري، همداشان د کار او زیار پیل و او دی!

کله چې زه په وطن کې وم، نو ډیرځله به مې پر نوروځ، په وجود کې یو خوندور تغیر احساس کړ. د تازه کیدو او غوړیدو حس به مې وکړ او پر دې به حیران شوم، چې دا ورځ زموږ له موسم سره  څومره دقیقه اټکل شوې او زموږ د وطن له موسم سره څومره ژوره اړیکه لري!

 

۷. نوروځ په اصل کې دیني مېله ده، که موسمي؟

که څه هم ځیني خلک دا باور لري چې نوروځ د زردشتیانو مېله ده. خو موږ پاس ولوستل چې دا په اصل کې یوه موسمي مېله ده او د نمانځلو تاریخ یې لرغونو وختونو ته رسي. هان د دینونو له رسمي جوړیدو نه وړاندې دورې ته رسيږي؛ هغې زمانې ته چې زردشت لا زیږیدلی هم نه و. خو دا خبره له پامه نشي غورځیدای چې د نوروځ نمانځنې ته زردشت فکري بنیادونه: لکه د ساړه ژمي په وړاندې د سپرلي بریا، د غم په وړاندې د خوشحالۍ بریا او د نیستۍ په وړاندې د هستۍ بریا په شان نظریات دود کړل.

بریتانیکا پوهنغونډ کې هم دا خبره راغلې: « که څه هم دا په لویه کچه ازادخیاله جشن دی، اکثرا  زردشتیت او پارسییزم پورې تړل کیږي او له دوی نه اغیزمن شوی دی.»[15] دا خبره ډیره سمه ښکاري، ځکه زردشت او نورو  د دې مېلې ډانچه/اسکلیټ په فکري بنیادونه ودراوه.

اوسمهال هم نوروځ د زردشتیانو (هند کې پارسي ورته وايي) او همدغسې د بهايي دین چې په ایران کې رامنځته شوی لارویانو؛ لخوا د یو دیني دود په ډول نمانځل کیږي. د مسلمانانو ځیني فرقې هم پر دې ورځ عبادتونه کوي او د خپلو ځینو مراسمو ریښې نوروځ پورې تړي.په افغانستان او پښتونخوا کې د اسلام دین اغیز له وجې په دې مېله کې زردشتي روح ندی پاتې او طبیعي روح یې پیاوړی دی.

 

۸. د انسان په طبیعت او خټه کې د نوي کال او پیل نمانځنې ریښه

د نوروځ او نوي کال نمانځلو ریښه په مرګ او ژوند: ډار او هیله، لوږه او مړښت، غم و خوشحالۍ، بې وسۍ او مستۍ، نیستې او هستۍ..کې ده. په کلي ډول دا دواړه هغه څه دي چې انسان یې تر دې دمه ساتلی او پاللی دی. که انسان کې د مرګ ډار نه وای او د ډار له امله یې د ځان حفاظت او ساتنه، نه وای کړې نو طبیعت به خوړلی، نيشت کړی او برباد کړی وای. که له انسان سره د مرګ او ختمیدو ډار او د ژوند هیله نه وای نو دی به هم لکه د نورو لرغونو قوي موجوداتو (ډایناسور...) نیشت او نابود شوی وای. دا د ډار او هیلې علت دی، چې انسان یې ځیرک کړی او دا وړوکی وجود لا پاتې او تر ده قوي وجودونه نیشت شوي دي.

پر تېر وخت کره کتنه او د راتلونکي  لپاره تیاری او ویښتیا انسان د راتلونکي لپاره ځواکمن کړی او له ډیرو پخوانیو ننګونو سره یې د مقابلې ځواک ورکړی دی. انسان هر سهار د  نوي پیل او بهتریدو په تمه، د ټمبلۍ بړستن له ځانه لیرې غورځولې او د ژوند بلا په سترګو کې يې ورکتلي دي. په دې ډول یې د خپل ژوند د یو پړاو د پیل کولو او پای ته رسولو لپاره په طبیعت کې د خپلې تجربې له مخې سهار و ماښام، اوونۍ/جمعه، میاشت او کال نښې جوړې کړې دي. په جزیاتو کې سهار په وخته پاسیدو، ماښام په خوب، اوونۍ/جمعه/سبت په عبادت/ریاضت (تېرو ورځو ته په کتو او استراحت) نمانځي او دا لړۍ په لویه کې همداسې له میاشتو نه تر کاله، بیا تر وړوکوالي، ځوانۍ او زړښته غځیږي. په دې حساب د سپرلي او نوروځ نمانځل او ستایل د انسان د وجود هغه طبیعي غبرګون او احساس دی، چې د طبیعت د ساړه ژمي له بلا نه د خلاصون، د تازه هوا، طبیعت کې د ژوند بیا غوړیدو،... لپاره یې څرګندوي. 

د نړۍ د نورو انسانانو په شان په سپرلي، یختېر ، نوي کال، نوروځ یا هر بل نوم چې ورته اخلئ خوشحالي کول یا احساس څرګندول د انسان طبیعي حق دی. داسې یو حق چې ترټل او محرومول ترې امکان نلري او تر هغې چې دا ځمکه، طبیعت او پکې انسانان موجود وي، دا به په ځانخبري او  ناخبري ډول دوام مومي. که هر څوک یې منع کوي، دا له انساني ذات او طبیعت سره ظلم کوي. ځکه دا د طبیعت او  انسان د وجود رابطه ده او یو بل ته غبرګون ښودل دي، او که څوک د طبیعت او انسان د وجود رابطې پرې کولو هڅه کوي؛ دا هغه د پښتو متل په استناد (باد په لښته وهي.) یا ( له خدایانو سره غیږې نیسي.). څومره چې موږ خپل طبیعت: خپل ځان او خپلې خټې ته نژدې کیږو، هغومره زموږ خوشحالي ډیریدای شي. بهتره خبره دا ده چې له دې رابطې څخه د انسان د خوشحالۍ او نیکمرغۍ لپاره څومره ډیره ګټه اخېستل کیدای شي، چې ترې واخېسل شي. 

 

۹. زردشت، زردشتیت او نوروځ

وايي چې «نوروځ» د زردشت په ټولو مېلو کې خوښه وه. « د دې مېلې ځینې لومړني اصول په زردشتیت کې پراته دي، او په لرغوني زردشتي کالهینداره کې مقدسترینو ورځو کې وه. د سپرلي بیرته راستنیدو ته لوی روحاني اهمیت ورکول کیده، چې د بدو په وړاندې یې د ښو بریا او د غم په وړاندې یې د خوښۍ بریا سمبولوله. په ځانګړي توګه، د غرمې روح، چې د راپیتاوینا/  Rapithwina په نامه یادیده، او د ژمي د روح لخوا، په سړو میاشتو کې د ځمکې لاندې شړل شوی و، دغه روح ته به د نوروځ، پر ورځ  غرمه مهال د جشن په ترڅ کې، د زردشتي دود له مخې بیا هرکلی ویل کیده. [16]

بریتانیکا پوهنغونډه کې پر نوروځ د زردشتیانو د عبادت په اړه ویل شوي: «د زردشتیانو تر منځ نوروځ هغه جشن دی چې پنځه ټاکل شوي عبادتونه پکې ترسره کیږي:

  • افرینګان Āfringān : د مینې یا ستاینې دعاوې؛
  • باج Bāj: د «یازاتا/yazata»(هغه څوک چې د عبادت وړ وي) یا «فراوشيfravashi» (مخکې موجود روحونو) په درناوي کې دعاوې؛
  • یسنا Yasna: یو رسم دی چې د سپیڅلي شربت «هوما» وړاندې کول او څښل پکې شامل دي؛ 
  • فرورتیګان Fravartigan یا فروخشي Farokhshi : د مړو په یاد دعاوې؛ 
  • ساتوم Satum : هغه دعاوې چې د جنازې په مراسمو کې لوستل کیږي. د نوروځ په اوږدو کې، زردشتیانو یو بل سره د «همازور/hamāzor» روغبړ کاوه،[چې په دې سره دوی د خپل منځي اتفاق او یووالي یاد تازه کاوه.] همداشان پر دې ورځ به یې سلامونه او نیکې هیلې له یو بل سره تبادله کولې.»[17]

د زردشتیانو مېلې په دوه پراخو کټګوریو کې راځي. اووه فرضي مېلې دي، چې یو پکې «نوروځ» او شپږ «ګهانبار-ونه/gāhānbārs » دي، دې اووه مېلو د دیني کال چوکاټ رامینځته کړی و او نه کول یې ګناه ګڼل کیده. دا نورې مېلې کول فرض او مکلفیت نه ګڼل  کیدې، بلکې کول یې ښه عمل او شایستګي بلل کیده.[18]

«جشان» یا «جشن» د اویستايي «یاسنا» څخه راوتلې کلمه ده چې « د عبادت کار» ته ویل کیدل. ديني چارې به د هر جشن یوه اړینه برخه وه..لکه څرنګه چې هر جشن په اصل کې یو سپیڅلی مناسبت و، نو هغو کسانو چې به پکې برخه اخېسته فزیکي او د مراسمو  پاکوالي ته یې پاملرنه کوله. هغوی ویل چې ناپاکي او چټلتیا بد مخلوق پورې اړه لري او خدایانو ته د دعاو او عبادتونو د رسیدو مخنیوی کوي.[19]

 

۱۰. پښتنو کې د نوروځ دودونه او رواجونه

  • نوې جامې کول: په پښتنو کې دود دی، چې نوي کال ته به یې نوې جامې کولې او دا یې انګېرله که څوک د نوي کال په سر کې زړې جامې واغوندي نو ټول کال به زړې جامې اغوندي.
  • زیارت ته تلل: په نوي کال کې زیارت ته تلل ډیر مشهور دود دی. اوس هم په لر و برو پښتنو کې لا دا دود ژوندی دی. بلخ/باختر چې د نوروځي سیمې یو مهم مرکز دی، د مزارشریف زیارت ته تلل او جنډه پورته کول د ټولو افغانانو یو تاریخي میراث دی او زړه مخینه لري. 
  • کورونه پاکول: د نوروځ او نوي کال په رارسیدو او له اخترونو نه وړاندې پښتنې میندې خپل کورونه پاکوي او دا دود تر اوسه پورې هم ژوندی دی. 
  • ټالونه اچول: په نوي کال کې په کلیو بانډو کې نجونې او هلکان خوښۍ او مستۍ کوي. ټالونو اچوي او خپلو خپلوانو کره ورځي او هغوی یې په ډالیو نازوي.
  • هګۍ جنګول: هګۍ جنګول په نوي کال کې یو ډیر پخوانی دود دی، چې تر دا وروستیو وختونو پورې یې دوام درلود او په اخترونو کې خو اوس هم دوام لري. 
  • خپلوانو او دوستانو کره تلل: په نوي کال کې خلک  خپلوانو او دوستانو کره ځي، خو په پښتنو کې دا دود کوچني اختر او لوی اختر ته لیږدیدلی او د نوروځ پر ورځ دغه راشې درشې پیکه شوې دي.
  • مېلو ته تلل: د نوروځ په رارسیدو خلک زرغونو دښتو، غونډیو، زیارتونو او نورو ځایونو ته د مېلو او خوشحالۍ لپاره ځي. همداشان پر دې ورځ د خوشحالۍ اتڼونه او سیلونه کوي.
  • ځانګړي خواړه پخول: د نوروځ پر ورځ خلک ځانګړي خواړه پخوي، تر څو په راتلونکي کال کې ښه خواړه ورته ورسیږي.
  • وزلوبه: په تاریخي ډول په نوروځ کې د اسونونو ځغاستې دود ډیر مشهور دی، چې لا هم په لروبر کې ژوندی دی.

په پخوا وختونو کې به د نوروځ پر ورځ تل موسیقي موجوده وه، یا به د میلمستیاو په پیل یا پای کې، یا به هم په دواړو وختونو کې.[20]

د یادونې وړ ده، کله چې پښتون د یو واحد قوم په حیث مسلمان شو نو د نوروځ، نوي کال، اختر یا سپرلي ټول دودونه او رواجونه یې د اسلامي عید مېلې ته ولیږدول او پخوانی نوم یې چې اختر و، پرې کیښود. تاسو به حتمن متوجې شوي یاست چې اسلامي عید ته یوازې پښتون، خپله کلمه او نوم (اختر) لري او نور ټول مسلمانان یې (عید) بولي(؟). د پښتنو «اختر» د اروپا له «ایستر» مېلې سره ګډه مخینه لري. له دې ښکاري چې له اسلامي عیدونو نه وړاندې پښتون ولس نوروځ او نوی کال په څومره منظم او ملي ډول نمانځلی او ستایلی دی او د «اکیتو» او «نواسارد» مېلې په شان یې «اختر» کاوه. نوروځ د پښتنې سیمې او وطن طبیعي مېله ده، او له دې څخه  د پښتون خلاصون نشته، په هر جبر، بندیز، سختۍ کې به یې یو ډول نه یو ډول ستايي او نمانځي!

 

۱۱. وروستنۍ یادونې

د نوروځ یا نوي کال مېله په اصل کې دیني او مذهبي مېله نده او اصل یې د موسم بدلون: د ژمي له سختیو څخه خلاصون او د طبیعت بیا غوړیدل او سپرلي هيلو کې نغښتی دی. د نېستۍ  په وړاندې د هستۍ او د زردشت په اصطلاح د بدۍ په وړاندې د ښو بریا ده!

لکه څنګه چې پر دې مېله زردشتیانو ډیر اغیز درلودلی او ډیرو خلکو زردشتي مېله بللې، خو داسې نده چې دا مېله یوازې د زردشتیانو وه. زردشت د دې مېلې پر ارزښت پوه و، دې ته یې د وخت په نورو مېلو لوړتیا ورکړې وه او نما نځل یې د خپل دین یو فرض ګرځولی و. فکري بنیادونه یې ورته جوړ کړي، خو پیړۍ، پیړۍ د دې سیمې هغو خلکو چې له زردشت سره یې دوښمني درلوده، هم نمانځلې او ستایلې ده. عباسي دوره کې عباسي واکمنو او هان د خلافت په دوره کې څلورو خلیفه ګانو هم ورته درناوی کړی دی. نوروځ یا نوي کال مېله د هر دین، مذهب او هر نظر لاروي مېله ده او په یو خاص فکر او نظر پورې تړل یې سم ندي، ځکه طبیعت د ټولو دی او ټول پرې یوشان حق لري! 

 دا مېله د ډیرو ملتونو ګډ میراث دی، او ټول یې په کلتوري معنوي میراث کې یو شان شریک دي، او د سیمې د یو ځانګړي ولس لخوا ځانته ځانګړي کول یې هیڅ اخلاقي جواز نلري. 

نوروځ د طبیعي خوښۍ ډیر لوی دودیز فرصت دی، چې عامول او د خلکو ګډون پکې د خوشحالۍ تر څنګ د خلکو د یووالي او په زردشتي اصطلاح د «همازور»سبب ګرځي.

همداشان نوروځ له سیمې سره د وصل یوه مهمه کلتوري وسیله ده. له دې فرصت څخه افغان چارواکي کوای شي، چې د سیمې لا څه چې نړیوال تړښت کې هم ترې ګټه پورته کړي. خو زه افسوس کوم چې زموږ په جمهوریت کې یو شمېر افغان چارواکي د دې مېلې پر طبیعت او خټه سم نه پوهیدل، او اوس خو تر هغې لا بدتره چې له دې فرصت سره دوښمي اعلان شوې ده!

 

اخځلیکونه:

  • Rezakhani, Khodadad. "Nowruz in History." Iranologie.com. Last modified March 27, 2014. https://iranologie.com/the-history-page/nowruz-in-history/.
  • Goodyear, Dwight. "New Year’s Day: A Celebration of Real Beginnings." PHILOSOPHICAL EGGS – YOLKS OF WISDOM FROM DWIGHT GOODYEAR. Last modified January 1, 2017. https://philosophicaleggs.com/111-happy-new-year/.
  • Pruitt, Sarah. "The History of New Year’s Resolutions." www.history.com. Last modified December 19, 2023. https://www.history.com/news/the-history-of-new-years-resolutions.
  • Ramiyar Karanjia. "Concept and role of Humans." www.ramiyarkaranjia.com. Accessed March 17, 2024. https://ramiyarkaranjia.com/author/ramiyarkaranjia/page/4/.
  • AIST Global. "Navasard." Tours in Armenia. Travel to Armenia in All Seasons. Last modified January 15, 2018. https://armeniadiscovery.com/en/articles/navasard.
  • Boyce, Mary. "FESTIVALS i. ZOROASTRIAN. Encyclopædia Iranica. Last modified January 26, 2012. https://www.iranicaonline.org/articles/festivals-i
  • The Editors of Encyclopaedia Britannica. "Nowruz." Encyclopedia Britannica. Last modified March 9, 2024. https://www.britannica.com/topic/Nowruz.
  • Nakhjavani, Farrokh, Tamam Bayatli, Uta Huseinova, and Elmar Abdulrahimov. "Noruz... Celebration That Would Not Die." Azerbaijan International Magazine. Last modified 1994. https://www.azer.com/aiweb/categories/magazine/22_folder/22_articles/22_noruz.html
  • UNESCO.org. "International Day of Nowruz." UNESCO. Last modified January 11, 2024. https://www.unesco.org/en/international-day-nowruz.
  • UNESCO.org. "Nowruz: Celebrating the New Year on the Silk Roads." UNESCO. Accessed March 17, 2024. https://en.unesco.org/silkroad/content/nowruz-celebrating-new-year-silk-roads.
  •  

 


لمنلیکونه:

[1] UNESCO.org, " International Day of Nowruz."

[2] UNESCO.org, " International Day of Nowruz."

[3] Intangible Cultural Heritage of Humanity

[4] UNESCO.org, " International Day of Nowruz."

[5] UNESCO.org, " International Day of Nowruz." 

[6] UNESCO.org, "Nowruz: Celebrating the New Year on the Silk Roads."

[7] UNESCO.org, "Nowruz: Celebrating the New Year on the Silk Roads."

[8] UNESCO.org, "Nowruz: Celebrating the New Year on the Silk Roads."

[9] Pruitt, "History of New Year’s Resolutions."

[10] AIST Global, "Navasard."

[11] Pruitt, "History of New Year’s Resolutions."

[12] Pruitt, "History of New Year’s Resolutions."

[13] Rezakhani, "Nowruz in History."

[14]  Rezakhani, "Nowruz in History."

[15] The Editors of Encyclopaedia Britannica, "Nowruz."

[16] UNESCO.org, "Nowruz: Celebrating the New Year on the Silk Roads."

[17] The Editors of Encyclopaedia Britannica, "Nowruz."

[18] Boyce,"FESTIVALS."

[19] Boyce,"FESTIVALS."

[20] Boyce,"FESTIVALS."

شریک کړئ