د یونان او روم یو لیکوال «ګایوس جالیوس هیگانوس»[1] چې د ( ۶۴ ق.م) او ( ۱۷ م) کلونو تر منځ یې ژوند کاوه؛ په حواله ویل کیږي چې له نن څخه څه له پاسه دوه زره درې سوه کاله وړاندې په (۳۰۰ ق.م) کې د پخواني یونان په آتن ښاري دولت کې د « Agnodice/ اګنودیس» په نامه یوه مېرمن اوسیدله.
په آتن کې هغه وخت د طب څانګه کې د غلامانو او ښځو پر زدکړه بندیز وو او د آتن قوانینو اجازه نه ورکوله چې دوی طبابت زده کړي او طبیبان شي. یوازې اصیلو ښاریانو د طب زده کړې حق درلوده. ویل کیږي، چې هغه مهال به ډیرې میرمنې د شرم له وجې نارینه ډاکترانو ته نه ورتلې او د زیږون پر مهال ډیرې میندې تلف کیدې. د «اګنودیس» په نامه پیاوړې افسانوي اتنۍ مېرمن غوښتل چې د مېرمنو طبیبه شي خو قانون یې په مخکې لوی خنډ وو. له همدې امله یې د طبابت زدکړې لپاره، د نارینه جامې واغوستې، خپل ویښتان یې لنډ کړل او په سکندریه کې یې د طب نوموتي ښوونکي «هیروفیلس» سره د طبابت زدکړه پیل کړه.
کله چې ډاکتره شوه نو کوښښ یې کاوه چې له ښځو سره مرسته وکړي. کله چې به کومه میرمن په درد کې وه او دې به ورته د مرستې وړاندیز وکړ نو ناروغې به اجازه نه ورکوله. کله چې به «اګنودیس» خپل راز ورته ووایه نو بیا به یې د درمنلې اجازه ورکړه.
وايي چې د «اګنودیس» بریا او شهرت نورو نارینه ډاکترانو ته کینه او حسادت پیدا کړ او پر نوموړې یې تور ولګاوه چې ګواکې «اګنودیس» له ناروغانو څخه ناوړه ګټه اخلي او تېر ایستل کوي. مدعیانو هغه د «اریو پاګوس»[2] محکمې ته چې د آتن دولت له مشرانو څخه جوړه وه، راکښله.کله چې قضیه «آریوپاګوس» ته وړاندې شوه نو «اګنودیس» مجبوره شوه خپلې جامې پورته کړي او ثابته کړي چې مېرمن ده. خو بیا هم محکمې د اتن قانون د ماتولو په جرم چې ښځو ته یې د طبابت زدکړې اجازه نه ورکوله، په مرګ محکومه کړه.
کله چې اتنۍ مېرمنې، په ځانګړي ډول د «آریوپاګوس» محکمې د غړیو ماندینې چې «اګنودیس» ورته دارو-درمل کړي وو، د محکمې له پریکړې خبرې شوې نو د خپلو مېړونو پر پریکړه یې سخت اعتراض وکړ او د «اګنودیس» دفاع ته راووتې او د محکمې پریکړه یې وغندله. د دې اعتراض نتیجه دا شوه چې په اتن کې د ښځو د طبابت پر زدکړه بندیز لغوه شو، «اګنودیس» بري اعلان شوه او تر هغې وروسته مېرمنو د طبابت زدکړې اجازه ومونده.
په ډیرې خواشینۍ سره، زموږ په وطن کې حاکم رژیم د جهالت دورې هغه قانون چې کابو درویشت سوه کاله وړاندې په انساني ارزښتونو او د انساني ضرورت په بنیاد لغوه شوی وو، زموږ پر افغانو میندو او خویندو یو ځل بیا نافذ کړ او د میرمنو پر مخ یې د طب زدکړې دروازې هم وتړلې. دوی په دې سره وښوده چې افغانان باید څو زریزې مخکنۍ زمانې ته ور وګرځي او اوسمهالې نړۍ کې د اوسیدو حق نلري.
دغسې پریکړه له یوې خوا پر افغانو خویندو، لوڼو او میندو لوی ظلم دی، چې هیڅ ډول توجیه نلري. په دې یو ویشتمه پیړۍ کې چې د نورې نړۍ میرمنې ورځ په ورځ په خپلو پښو د ولاړیدو په طرف روانې دي، زموږ میندې له ډیرو بنیادي حقونو څخه هم محرومیږي.
له بلې خوا که په سیاسي لحاظ وکتل شي نو د افغان هویت پر مخ داسې تور داغ دی چې راتلونکي نسلونه، په ځانګړي ډول د شعور خاوندان به پرې خجالت او شرم محسوسوي.
د انسان مجلې ځانګړی یادښت:
د طالبانو رژيم پرون (د قوس ۱۲مه ۱۴۰۳) د خپل مشر د یو ځانګړي فرمان په ترڅ کې اعلان وکړ چې د مېرمنو لپاره یوازیني د زدکړو مرکزونه چې طبي انسټیټوتونه او تجصیلي بنسټونه ول، هم د دوی په اصطلاح تر «امر ثاني» پورې وتړل. دا د افغان مېرمنو پر وړاندې له تېرو درېیو کلونو څخه د لسګونو انسانیت ضد فرمانونو او حکمونو له منځه ډېر له جبر او سپکاوي څخه ډک امر و چې ترسره کېږي. انسان مجله او د هغه ټول هییت د طالبانو د دې پرېکړې غندنه کوي.