INSAN Magazine

سپارټۍ او اتنۍ مېرمنې

د قوس ۱۳مه ۱۴۰۳

   ۱. سپارټا ښاري دولت کې د مېرمنو حال

  • سپارټا(مېرمن) او اساطير

يوناني اساطيرو کې راځي چې يوروتاس د لاکونيا پاچا و. نوموړي نارينه اولاد نه درلود يوازې د سپارټا په نامه يوه لور يې درلوده. لور يې د زيوس خدايګوټي او تايجتوس نيمف « الهې»[1] له زوی « لاکيدايمون» سره واده وکړ. له دوی درې اولادونه: اميکلاس، يوريډايس او اساين[2] پيدا شول. هغه خپل نوم «لاکيدايمون» پر ټول هيواد او د ميرمن «سپارټا» نوم يې پر ښار کېښود.

په عمومي ډول د سپارټا  پيغلې او مېرمنې يوازې د ښايست له امله نه بلکې د ازادۍ او مستۍ له امله هم مشهورې وې. د پخواني يونان د ښکلا مېرمن هيلن چې پر سر يې د څو ښاري دولتونو ترمنځ جګړې شوې وې، هم د سپارټا ملکه وه.

  • سپارټا کې د مېرمنو حال

د سپارټا د مېرمنو د حال په اړه مارک کارټريټ، د « سپارټا» په نامه ليکنه کې ليکي:

«سپارټا کې تر نورو يوناني ښاري دولتونو مېرمنو ښه برخليک درلود. سپارټا کې مېرمنو ملکيت چې اکثره به يې په جېز او ميراث کې ترلاسه کاوه، درلودای شو. هغه وخت چې ډيرو جګړو کې يې سړي ووژل شول، په واقعيت کې مېرمنې د ټولنې شتمنترينې غړې وګرځېدې او پايله کې دوی د سپارټا دوه پر درې برخه ځمکه ونيوه. پر دې سربېره سپارټي مېرمنو په مناسبې ازادۍ سره له يو ځای نه بل ځای ته سفر کوای شو، دوی (د سړيو غوندې لغړ) اتليتيکي سپورټ کوای شو او ان شراب يې څښلی شول. دا ټولې ازادۍ په نورو ښاري دولتونو کې د منلو وړ نه وې.»[3]

د زنوفن په حواله ويل کېږي چې سپارټي مېرمنې له داسې موقف، قدرت او احترام څخه برخمنې وې چې نوره کلاسيکه نړۍ کې ترې خلک خبر هم نه ول. د مېرمنو لوړ حيثيت به له زېږون سره پيل کېده. دوی ته د اتن ښاري دولت د نجونو په خلاف، هغه څه د خوړو په ډول ورکول کېدل چې وروڼو يې خوړل.

زنوفن ويلي چې سپارټي مېرمنې لکه د اتن په شان د پلرونو په کورونو پورې تړلې نه وې او له مستيو يا ساعتيريو څخه نه منع کېدې، بلکې لوبې يې کولې او ان په سياليو کې يې ګډون کاوه.

د اتن د مېرمنو په توپير چې درنې او لويې جامې يې اغوستې او له کورونو څخه د باندې په ندرت ليدل کېدې؛ سپارټي مېرمنو داسې جامې اغوستې چې په اسانۍ او ازادۍ په کې خوځښت کېدای شو، په اسانه په کې  ګرځېدای شوې او  ان باندنۍ چارې لکه بګۍ چلول په کې کېدای شوې.

 سپارټي مېرمنو  ته له وړکتوب نه ښو خوړو او ورزش دا چانس برابر کړی و چې د يونان د نورو ښاري دولتونو د همزولو نجونو په پرتله ډېر عمر وکړي. خو په نورو  يوناني ښاري دولتونو کې مېرمنو دا چانس نه درلود.

پيغلو نجونو به هم له هلکانو سره اوږه په اوږه ورزشي لوبو کې ګډون کاوه. د بربنډو ځوانانو په ځانګړې مېله «جيمنوپيډيا»[4] کې به يې په ډله‌یيز ډول- بربنډو نڅاوو کې برخه اخیسته. [5]

سپارټي مېرمنې د نورو ښاري دولتونو په توپير لوستې وې. دوی د خپلې زده کړې او ټولنه کې د ازادۍ له امله په معمول ډول خپل نظريات څرګندولی شول. 

لکه مخکې چې ياده شوه مېرمنې له پراخ اقتصادي قدرت څخه برخمنې وې. دوی د خپل  ملکيت او د مېړونو د ملکيت خاوندانې وې. د سپارټا وروستۍ کلاسيکه دوره کې چې د سپارټي نارينه نسل مخ په کمېدو شو، مېرمنو د سپارټا د ټولې ځمکې او شتمنۍ ۳۵ سلمه په واک کې درلوده.

  • سپارټا کې ودونه

سپارټي قانون نجونو ته په وړکتوب کې د واده اجازه نه ورکوله. سپارټۍ نجونې به په شل کلنۍ کې يا هم د عمر د دويمې لسيزې په وروستيو کې ودېدې. دليل يې دا و چې سپارټي مېرمنې صحتمن بچيان راوړي خو د دې کار په نتيجه کې مېرمنې له هغو  اوږدمهالو روغتيايي زيانونو څخه خوندي کېدې چې په خام عمر کې له مېندوارۍ څخه رامنځته کېږي.

په سپارټا کې يو بل دود چې ډېرو سپارټا ته تلليو ګرځندويانو يې يادونه کړې، د «مېرمن شريکول»[6] ول. دا دود په دې باور بنا و چې نسلګيري بايد له صحتمن مور و پلاره وشي. ډېرو زړو  او کمزورو سړيو به  خپلې ماندينې ته اجازه ورکوله چې له ځوانو يا صحتمنو سړيو سره يو ځای شي او صحتمن اولاد پيدا کړي. همداشان ډېرو مجردو او بې اولاده سړيو به د بل سړي له مېرمن څخه، چې د صحتمن اولادونو راوړو له امله به مشهوره وه، غوښتنه کوای شوه چې له ده نه اولاد راوړي.

همداشان يو ورور به له نورو ورونو سره خپله ماندينه  هم شريکوای شوه.[7]

کلاسيکه سپارټا کې «د ښه نسل» باور کلک حاکم و او په دې برخه کې خلکو له هېڅ کاره دريغ نه کاوه.

د سپارټا قانونپوه ليکرګس ويل: «دا عجيبه خبره ده چې خلک خپل سپي او آسونه له بهترين نسل سره يوځای کوي او پيسې هم پرې لګوي خو خپلې مېرمنې په کورونو کې بندې ساتي چې يوازې له خپل خاوند څخه چې ښايي ليونی وي، بچيان راوړي.» [8]

له همدې امله ډېر خلک سپارټي مېرمنې د ډېرو يا څو مېړو لرونکې «پولي ګيمس يا پولي اينډرس» [9]ګڼي.

پلوټارک د سپارټي ودونو د شپې عجيب دودونه بيانوي:

«ودونه ځينې وخت داسې کېدل، چې ځوانان او پېغلې به په يوه اندازه په تياره کوټه کې بندېدې. د هر هلک به چې پر کومه نجلۍ لاس ولګېد له هغې سره به يې واده کاوه. سپارټيانو ويل دا ډول[10] خوښول د ړانده محبت له خوښولو څخه په هر ډول بهتر دي.»

 له واده وروسته به هلک /شاه د يو څه وخت لپاره په پټه خپلې مېرمن ته ورته او دا لړۍ به د سپارټي ځوانانو د  روزنې تر پايه – دېرش کلنۍ - پورې دوام کاوه.

پلو ټارک وايي، ځينې وختونه به په داسې حال کې چې هلک او نجلۍ به د يو بل مخونه لا ليدلي نه ول، بچيان هم پيدا شول. خو زنوفن دغسې ادعاوې ردوي.

د طلاق اړوند قوانين د ښځې او نر دواړو لپاره يو شان ول. د اتن په توپير کله چې به يوه سپارټي مېرمن د خپل پلار يوازينۍ وراثه وګرځېده او کوم ژوندی ورور به يې نه و، نو اړتيا يې نه درلوده چې له خپل مېړه نه طلاق واخلي او پلرني نژدې ترينو خپلوانو کې له چاسره واده وکړي.[11]

سپارټي مېرمنو بې له دې ډاره چې شخصي شتمني به له لاسه ورکړي، اجازه درلوده چې خپلو مېړونو ته طلاق ورکړي. د ټولنې د برابرو ښاروندانو په ډول مېرمنو تر  طلاق وروسته بيا واده کوای شو او چا يې مخه نشوه نيوای. سپارټي کورنۍ پر مېرمن دا فشار هم نه راوړ چې خپل بچيان خوشې کړي، ځکه د ماشومانو په لويولو کې بيولوژيکي مور- پلارولۍ اهميت نه درلود.

 

۲. آتن ښاري دولت کې د مېرمنو حال

  • اتن يا آتینا(مېرمن) په اساطيرو کې

«پخواني يونان کې اتينا Athena د جګړې او عقل خدايګوټی و.» د هيروډوټس[1]، اپولودورس[2]، پلوټارک[3] او د يونان نورو پخوانيو تاريخوالو د اتن د نامه په اړه وضاحت وړاندې کړی دی. د اساطيرو له مخې اتني پاچا سيکروپس[4] پر دغه ښار خپل نوم کېښود، خو خدايګوټو چې وليدل چې دا ځای ډېر ښکلی دی، نو ويې پتېيله چې پر دې ځای بايد يو تل‌پاتې او نه مړکېدونکی نوم کېښودل شي. نو په اکروپوليس کې د سيکروپس او ښاروندانو په مخکې د خدايګوټو ترمنځ سيالي پيل شوه، چې معلومه کړي کوم خدايګوټی به دا وياړ ترلاسه کړي.

اوسيډون خدايګوټي [5]تيګه په امسا  tridentووهله او اوبه ترې راووتې، هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې پس له دې به دوی له وچکالۍ سره نه مخامخ کېږي.

اتينا(ښځينه خدایګوټې) ورپسې وه. هغې ځمکه کې يو زړی وغورځاوه چې سم له لاسه ترې د زيتون ونه شنه شوه.

خلکو د زيتون ونه تر اوبو ارزښتناکه وګڼله. (ځينو روايتونو کې راځي چې اوبه تروشې وې) له همدې امله اتينا د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او ښار د هغې په نامه «اتينا» ونومول شو.

د يادونې وړ ده چې پخواني يونان کې زيتون ډېر کېدل او زيتونو د پخوانيو يونانيانو په ژوند او اقتصاد کې مهمه ونډه درلوده.

  • اتنۍ مېرمنې

اتنۍ مېرمنې د سپارټي مېرمنو په توپير له ډېرو حقونو څخه برخمنې نه وې. د دوی ژوند ټول په کور کې تېرېده او د کور کارونه يې کول. خو په سپارټا کې مېرمنو د کور کارونه په هيلوټانو (غلامانو) کول. د اتن مېرمنو به په خپله خوښه ودونه نشو کوای او د پلار لخوا به ورکول کېدې. کله به چې مېرمنې واده شوې نو ولکه به يې د مېړونو لاسو ته لوېده. اتنيانو به ښځې ته د مېرمنې او ميندې په حيثيت ډېر احترام کاوه خو مېرمنې به يې احساساتي ګڼلې. سړيو به ځانونه هوښيار او مېرمنې بې‌عقلې بللې.[12]

که مېرمن به داسې چا ته واده شوه چې شتمن به و نو د کور کارونه به يې غلامانو کول او مېرمن به د باندې تګ او خپلوانو ليدو ته وخت پيدا کاوه. خو که په غريب به واده شوه نو بيرون به يې نورو شتمنو کره کار کاوه، هټۍ کې به يې کار کاوه او يا به يې جامې ګڼدلې او وړۍ به يې وريشلې. د کليوالو مېرمنو کارونو کې د کرکيلې کارونه شامل ول. دوی به زيتون غونډول، ميوه او سبزۍ به يې ټولولې.[13]

د پخواني اتن او ځينو نورو ښاري دولتونو  د مېرمنو حال د ويلو په وخت کې راته د خپل ولس د مېرمنو حال نيغ سترګو ته ودرېږي. په ليرې پرتو او کليوالو سيمو کې زموږ مېرمنې اوس هم هغسې حالت لري، لکه د پخواني يونان مېرمنو چې کابو دوه نيم زره کاله وړاندې درلود. هماغسې بې‌عقلې او احساساتي ګڼل کېږي لکه څو زره کاله وړاندې چې په پخوانۍ نړۍ کې ګڼل کېدې.

  • اتن کې ودونه

د سپارټي مېرمنو په توپير اتني مېرمنو به شاوخوا ۱۴ کلنۍ کې ودونه کول. په کلاسيک اتن کې به يوې ځوانې ښځې د ښاروندۍ هيڅ ډول حقونه نه درلودل او يوازې د يو اتني ښاروند د مېرمن په حيث به پېژندل کېده. خو بيا هم هغه جېز چې ناوې به راوړی و، د خاوند لخوا د مصرف لپاره نه و. خو په واقعيت کې چې کله به واده ناکام شو، ډېر په ندرت به جېز بېرته د نجلۍ پلار ته ورکول کېده. له واده سره به د يوې ځوانې مېرمن د  پيغلې[14]  حيثيت پای ته رسېد، له دې سره به هغه تر لومړي ماشومه پورې نيمف (حوره) يا ناوې ګڼل کېده او تر هغې وروسته به ورته ښځه[15] ويل کېده.

  • اتنۍ ښوونه او روزنه او مېرمن

اتني نجونو ته رسمي زده‌کړه نه ورکول کېده. ميندو به يې لازم مهارتونه چې د کورونو د چلولو لپاره په کارېدل، ورزده کول. نارينوو ته په سياست کې د اغېزناک ګډون لپاره د وينا علم او په پوځي خدمت کې د ګډون لپاره فزيکي زده‌کړه اړينه ګڼل کېده خو دا مهارتونه د مېرمنو لپاره ضروري نه ګڼل کېدل.

 

 

پایله

د پخواني یونان د مېرمنو حالت او روایاتو لکه د نورو یوناني افکارو په شان پر غربي او ان زموږ پر شرقي افکارو ډېر اغېز درلودلی دی. زموږ په ټولنه کې د مېرمنو په اړه ځينې نظریات، په غالب ګومان د  پخواني آتن له نظریاتو څخه اغېزمن ښکاري. همداشان په غرب کې د مېرمنو په اړه ځينې نظریات له سپارټا ښاري دولت څخه راپاتې ښکاري.

 


[1] Herodotus

[2] Apollodorus

[3] Plutarch

[4] Cecrops

[5] Poseidon

 


[1] Taygetus Taygete

[2] Amyclas, Eurydice, and Asine

 

[4] Gymnopaedia

[5]  جلالپوري، «روايات تمدن قديم»، يونان

[6] Wife-sharing

[7] جلالپوري، «روايات تمدن قديم»، يونان

[8]  جلالپوري، «روايات تمدن قديم»، يونان

[9] Polygamous or polyandrous

 

 

[12] ” Women in Ancient Greece.”

[13] ” Women in Ancient Greece.”

[14] kore, or young maiden

[15] gyne

شریک کړئ