INSAN Magazine

ابن خلدون او د تاریخ فلسفه

د سنبلې ۱۲مه ۱۴۰۴

د ژباړن یادښت: عمادالدین الجبوري په عربي او انګلیسي کې څو کتابونه لیکلي دي. د اسلامي فلسفې تاریخ یې هم خپور شوی دی. د نوموړي دا لیکنه د فلسفې په مشهوره مجله Philosophy Now کې په انګلیسي خپره شوې او پښتو ته د انسان مجلې لپاره ژباړل شوې ده. عبدالودود بشریار

 

ځیني ایټالوی فیلسوف فیکو[1](۱۶۶۸ – ۱۷۴۴ز) د تاریخ فلسفې بنسټ ایښوونکی بولي، ځیني نور بیا دا ویاړ فرانسوي فیلسوف مونټسکیو (۱۶۸۹ -۱۷۵۵ز) [2]ته ورکوي. په واقعیت کې، عربی فیلسوف او تاریخپوه ابن خلدون ( ۱۳۳۲ – ۱۴۰۶زد تاریخ فلسفې لومړنی پیلامګر و چې و یې ویل تاریخ هم لکه د هر بل علم په څېر څیړنې ته اړتیا لري. «دا د حالاتو او پېښو علم دی چې علتونه یې ژور دي، نو دا  د حکمت لرغونې، اصلي برخه ده او حق لري چې د حکمت یو علم واوسي

 

ابن خلدون په خپله مقدمه (۱۳۷۷ز) کې دا هم لیکلي: «تاریخ د ارزښتمنو درسونو هنر دی، چې بې شمېره ګټې او ښاغلی هدف لري. دا موږ ته د تېرو شویو ولسونو د عادتونو په اړه، د پیغمبرانو د ژوندانه په اړه، د پاچاهانو د دولتونو او سیاست په اړه مالومات راکوي نو که څوک په دنیايي یا دیني چارو کې د تېرمهال لارښوونه غواړي؛ ترې ګټه پورته کوای شي.» 

 

د ابن خلدون تیورۍ، تاریخ په دوو لویو برخو: ظاهري تاریخ او باطني(حقیقي) [3] تاریخ وویشه. د هغه په وینا، تاریخ دې د پېښو ثبتولو ته ځان نه محدودوي، بلکې شاوخواوې، ټولنیز دودونه او سیاسي بنسټونه دې وپلټي«رښتونی تاریخ د دې لپاره دی چې موږ ته د انساني ټولنیز ژوند او په لویه کې د نړۍ د شاوخوا،  او د دې شاوخوا د خټې (ماهیت) په اړه چې له مختلفو پېښو څخه څرګندیږي، مالومات راکړي. دا له تمدن، توحش او قبایلیت سره سروکار لري. همداشان دا له دولتونو، د هغو د مراتبو له سلسلې او د قدرت له تنظیم سره او سربېره پر دې د خلکو له کارونو(وظیفو)، د ژوند لاروچارو، علومو، لاسي صنایعو او هر هغه څه سره چې په همدغه شاوخوا کې په رنګارنګ شرایطو کې پېښیږي، سروکار لري.»

 

د ابن خلدون میتود په کره کتنه، مشاهده، پرتلنه او پلټنه ولاړ و. نوموړي د تاریخي پېښو د اثارو، سرچینو او د تاریخپوهانو لخوا کارېدلو تخنیکونو تحلیل په علمي کره کتنه کاوه. د یو عیني نظر موندلو په موخه او دا چې په حقیقت کې څه پېښ شوي، د مغالطې او مبالغې څخه د ژغورنې لپاره یې مختلف اثار پلټل او پرتله کول. په ډېرو اثارو کې به درواغ موجود ول، ځکه ځینې اثار د یو حاکم د غوړمالۍ یا د یوې فرقې د ګټو ساتلو لپاره لیکل شوي ول. راویانو او کیسه ویونکو په قصدي ډول درغلي کوله او ځینې څیزونه یې د خپلو موخو لپاره په غلط ډول وړاندې کول. له همدې امله، ابن خلدون پر تاریخپوه غږ وکړ چې په کتنه کې پوه او دقیق شي او له متن سره د فرعي متن په پرتلنه کې مهارت پیدا کړي، تر څو د اغېزمنې کره کتنې او وضاحت جوګه وګرځي.

 

که څه هم ابن خلدون پر خدای کلک باور درلود، خو هېڅکله یې د تاریخ لپاره اسماني هدف یا الهي موخه چې هلته تاریخ ودرېږي، یاد کړی نه دی. نوموړی وايي: په واقعیت کې «تېر مهال د راتلونکي په څېر دی؛ لکه اوبه د اوبو په څېر.» له دې ښکاري چې انساني تاریخ هیڅ پای نه لري. ابن خلدون له دې مخکې ولاړ او پر هغو تاریخپوهانو یې کره کتنه وکړه چې پر تاریخي پېښو یې میتافزیکي نظریات تپل او تاریخي پېښې یې د خدایانو یا الهي تقدیر تابع ګڼلې. نوموړي تاریخ چې تر ډیره، د هنرونو او ادبیاتو په شان دی، په یو علم بدل کړ.

 

په پایله کې، ځینو مسلمانانو او لوېدیځوالو د تاریخ په اړه د دې مفکورې له امله هغه په الحاد تورن کړ، حال دا چې نوموړی له دې تور څخه پاک و. د ده خبره دا وه چې د تاریخ علم د میتافزیک تابع نه دی او تابع کېدای هم نه شي. ابن خلدون هېڅکله د خدای موجودیت تر پوښتنې لاندې نه دی راوستلی. د نوموړي په وینا، د ده اثر له «خدايي، پاک الهام» څخه سرچینه اخیستې وه، چې دا یې پر خدای د باور لوی ثبوت کېدای شي.

 

په هرصورت، د پیغمبرۍ په اړه په اسلامي فلسفه کې د ځینو مخکنیو، په ځانګړې توګه د الفارابي (۸۷۰ – ۹۵۰ز ) او ابن سینا (۹۸۰ – ۱۰۳۷ز) په توپیر د ابن خلدون لید ډیر روښانه دی. د یو تجربي فیلسوف په توګه نوموړي د حضرت محمد۵۷۰ – ۶۳۲)  له مقدسو تجربو سره لیوالتیا درلوده، چې دا ښيي نوموړي تاریخ بې هدفه نه ګڼلو. که د خدای شتون د مطلق واقعیت په توګه وګڼل شي او پیغمبران او دیني تجربې د دې واقعیت د ثبوت په توګه وبلل شي، نو بیا دا خبره چې په تاریخ کې تېر مهال د راتلونکي په څېر دی، دا مانا ورکوي چې تاریخ د پېښو پرله‌پسې لړۍ ده، چې په کوم ولس پای ته نه رسیږي، بلکې په دوراني ډول دوام مومي.

 

ابن خلدون باور درلوده، چې د تاریخي پیښو په تحلیل کې دې هان د واقعیتونو ډیرې وړې برخې هم  وسپړل شي، ځکه دا ساده نه بلکې ډیرې پیچلې ښکارندې(پدیدې) وې. هغه تاریخ ته «د کیفیتي پیښو او د دغو پېښو د لاملونو ژورې پوهې» په سترګه کتل نو ځکه یې د تاریخ څېړل سخت کار ګڼلو. لکه  څنګه چې د هغه په اند میتافزیکي تیوریانو په تاریخ پورې اړه نه درلوده، نو ابن خلدون د علت نظر[4] د فلسفې له تیوریکي ډګر څخه د تاریخ عملي ډګر ته د دې لپاره چې د تاریخي پېښو پر دنیايي «علتونو او دلایلو» ټینګار وکړي؛ راوړ. د ده طریقه[5] سوچه استقرايي وه، پرته له دې چې کوم بل معیار وکاروي، په حسونو او عقل یې تکیه کوله. د ده په اند، د انتزاعي[ذهني / تجریدي / عقلي][6] او تجربي[حسي / عملي / مشاهدوي][7]  طریقو تر مینځ یو لویه تشه موجوده وه، لومړۍ په منطق او دویمه د محسوسې نړۍ په واقعیت ولاړه وه. د الهيپوهې[8]موضوع یو غیرمحسوس روح و چې تجربه کیدای نشو او په اړه یې هیڅ حسي شواهد نه و، نو په دې نړۍ کې یې هیڅ ډول قاطع ثبوت وړاندې کیدای نشو. لکه څنګه چې محسوس او نا محسوس مشترک بنسټونه نه درلودل، نو ابن خلدون انتزاعي یا الهي نړۍ له خپل منطقي قیاسونو[9] څخه وایستله. دا کټ مټ هغه کړنلاره[10] ده چې موډرن پوزیټیوزم خپله کړې او هان عملګرایت هم په لومړیو پړاونو کې د ابن خلدون پر ګامونو، ګام ایښی و.

 

ابن خلدون په خپله څېړنه «تاریخ کې د درواغو لاملونه» کې یو شمیر دلیلونه راپیژني چې په هغو کې فرقه ګرایت، پر سرچینو بې ځایه باور، له ځینو پټو موخو ناخبري او حاکمانو ته غوړه مالي؛ تاریخ کې د درواغو د لاملونو په توګه په ګوته کوي. نو تاریخپوهانو، نسخه لیکوالو او راویانو د غیرحقيقي لیکنو یا ثبت شویو پېښو، چې بیخي پېښې شوې نه وې، د منلو تېروتنه کړې ده، ځکه هغوی یوازې پر روایتونو تکیه کړې او د سرچینو رښتیا او غلطۍ مالومولو لپاره یې له نژدې د څیړنې، له یو بل څیز سره د پرتلنې یا خپل عقل کارولو زحمت ندی ګاللی. په دې ډول هغوی ښودلې چې ضعیف تاریخپوهان ول. د مثال په توګه، المسعودي او مختلفو عربي تاریخپوهانو منله چې د حضرت موسی په مشرۍ د اسراییلي لښکر شمېر له 600,000 تنه سړیو څخه چې عمرونه یې د شل یا تر دې لوړ وو؛ څخه جوړ شوی و. که موږ دا کیسه په دقت سره وپلټو نو دا بیخي درواغ دي. کله چې یعقوب او د هغه خپلوان مصر ته ننوتل نو شمېر یې یوازې اویا تنه وو. د یعقوب او موسی تر منځ یوازې څلور نسلونه فاصله وه. نو بیا، موسی د ځوانانو او سړيو دا دومره لویه ډله له کومه کړه؟ سربیره پر دې، اسراییلو خپله راویت کړی چې د حضرت سلیمان لښکر 12,000 تنه او د اسونو شمېر یې 1400 سره وو، دا په داسې حال کې و، چې د حضرت سلیمان په پاچاهي کې اسرایلي دولت تر ټولو اسرايلي دولتونو ډیر قدرت درلود او ډیرې ځمکې یې تر سینې لاندې وې.

 

همداشان المسعودي ځمکنی حقیقت هم له پامه غورځولی دی. دومر لوی لښکر څنګه په دې تنګ ځای کې ننوتلی شو؟ څنګه دومره لوی لښکر په یو محدود ځای کې په لیکو کې ودریده او حرکت ورکول کیده؟ د تاریخي پوهې په ډګر کې هم المسعودي پاتې و. په تاریخي ډول هره پاچاهي به د خپلې سیمې له اندازې سره سم، د یو شمېر ګارنیزونو لخوا ساتل کیده. یو سلطنت چې شپږ سوه زره یا تر دې ډیر جنګیالي لري، نو باید د اسراییلو د پخواني سلطنت له پولو څخه ور هاخوا سرحدونه یې درلودای.

 

ابن خلدون « د تاریخپوه اړتیاوې» په نسخه کې ویلي، یو تاریخپوه چې له تاریخي پیښو او کیسو سره د تعامل وړتیا پیدا کوي، څو څیزونه ورته اړین دي:

  1. د سیاست اصولو او د خلکو  طبیعت درک کول.
  2. د طبیعي شاوخوا او په دې اړه چې طبیعي شاوخوا څنګه له وخت او ځای سره توپیر مومي، پوهه درلودل.
  3. د بیلابیلو ولسونو له ټولنیزو شاوخواو: ژوند-ژواک، اخلاقو، ګټې وټې، نظریاتو او نورو سره اشنايي درلودل.
  4. د اوسمهال په اړه پوهیدل او له تېر مهال سره یې د پرتله کولو وړتیا درلودل.
  5. د دولتونو او فرقو د ریښو او انګېزو، د هغوی د منل شويو اصولو، د هغوی د قواعدو او په تاریخ کې یې د لویو پېښو په اړه پوهه درلودل.

د تاریخي پیښو په اړه کره کتنیز درک تر لاسه کولو لپاره باید تاریخپوه د هغې دورې چې ورسره سروکار لري، ټولیز حالات وپلټي او هغه ځانګړې پېښې چې ورسره لیوالتیا لري، پرتله کړي.  بیا باید هره مشابه پېښه چې په نورو دورو کې پېښه شوې وي، د دغو دورو له عمومي حالاتو سره یو ځای، وګوري.کله چې دا دوه اصلي پړاونه بشپړ کړي، نو تاریخپوه به مالومه کړای شي چې دا تاریخي پيښې مستدللې دي او کیدون لري رښتونې اوسي، یا هم هیڅ د منلو وړ نه دي او په قاطع ډول ناسمې دي. په دې لړ کې ځیني پيښې یوازې په جلا ډول، د دغو دورو له عمومي حالاتو سره یو ځای څیړل پکار وي، ترڅو څرګنده شي چې کومې برخې یې سمې یا هم ناسمې دي.

 

ابن خلدون د «عقل» په تحلیلي اثر کې باور لري، چې عقل خپل حدود لري چې ترې اوښتلای نشي او همدا حدود د خدای او د هغه د صفاتو بشپړې پیژندنې ته د رسیدو  په لاره کې خنډ دي. دا د عقل حقیقت دی، او انسان نشي کولای چې دا لوړ کړي یا یې د وړتیا کچه ورډیره کړي. ابن خلدون ټینګار کاوه چې عقل له «روح او الهي حقیقت» څخه یا له هغه څه څخه چې په پاسنۍ نړۍ کې وجود لري، خبریدای نشي، ځکه عقل هلته د رسیدو، پرې د پوهیدو او ثابتولو جوګه نه دی. موږ یوازې له هغه څه څخه خبریدای شو چې مادي وي، که یو څیز غیر مادي وي موږ هغه نه ثابتوای شو او نه یې په بنسټ کوم ثبوت وړاندې کوای شو.

 

ابن خلدون میتافزیکي مسایلو کې د فکر کولو لپاره عقل ډیر تشویق نکړ، بلکې په دې برخه کې یې د الغزالي ۱۰۵۹ – ۱۱۱۱) لاره غوره کړه او د عربي-اسلامي عقل[11] له لارې یې فلسفي تفکر ته وروستی او کابو مرګونی ګوزار ورکړ. په هرصورت، د یادولو وړ ده چې ابن خلدون د یوې دروازې په تړلو سره انساني ذهن ته: د ټولنپوهنې او تاریخ فلسفې یوه بیخي نوې دروازه پرانېسته.

 

له ۱۸مې پیړۍ راهیسې، لویدیځې نړۍ ابن خلدون ته ډیر اهمیت ورکړی، په ځانګړي ډول له دې امله چې د هغه علمي نظریات تر ډیره د هغو نظریاتو په شان ول، چې ډېر وروسته د بشر په تاریخ کې رامخته شول. که څه هم د ابن خلدون تاریخي او ټولنیزو رسالو ژباړې تر یوه بریده مرسته کړې، خو بیا هم، نوموړي هغه مناسب ځای چې د تاریخ فلسفې بنسټ ایښوونکي او د ټولنپوهنې د پیلامګر په ډول یې لري، ندی موندلی.

 

د اصلي لیکنې لینک: 

https://philosophynow.org/issues/50/Ibn_Khaldun_and_the_Philosophy_of_History


[1] Vico

[2] Montesquieu

[3][3] The historical manifest and the historical gist

[4] causality

[5] method

[6] abstractive

[7] experimental

[8] divine knowledge

[9] logical syllogisms

[10] approach

[11] Arabic-Islamic intellect

شریک کړئ