INSAN Magazine

د ازادۍ په یاد - د افغانستان هوايي چلند او امان‌الله خان

د سنبلې ۱۲مه ۱۴۰۴

 

که هر افغان واکمن غواړي چې افغانستان په نړیوال سیاسي ډګر کې سیال او پرمختللی کړي نو هرومرو به د امان الله خان دوره مطالعه کوي او زده کړه به ورڅخه کوي. اماني دوره کې کابو ټول هغه څه بنا شول چې د یو موډرن او پرمختلللي دولت لپاره پکار وي.

 

امان الله خان په خپل وخت کې د نړۍ د مشهورو رهبرانو: د امریکا وډرو ولسن، د بریتانیا ډېوېډ لایډ جورج، د فرانسې جورج کلېمنسو، د شوروي اتحاد  ولادیمیر لینن، د ایټالیا بېنېتو موسولیني، د ترکیې مصطفی کمال اتاترک په شان کسانو په لیکه کې شمېرل کیږي. د هیواد له پرمختیا سره د ده مینې ته خلک نه یوازې په اسیا کې بلکې په اروپا کې هم حیران وو. امان الله خان له موډرن او پرمختللي افغانستان سره بیخي لیونۍ مینه کوله او د دولت هرې برخې ته یې ځانګړی پام درلوده. قوانینو، پوهنې، اقتصاد، خدماتو، روغتیا، ادرې، رسنیو، هوايي چلند او نورو برخو ته یې جدي پام و. 

 

دلته له هوايي چلند په تېره له هوايي ځواک جوړولو سره د امان الله خان د مینې په اړه څو ټکي یادوم: 

د امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې د انګریزانو او افغانانو تر منځ د جګړې پر مهال انګریزانو له هوايي ځواک څخه ګټه پورته کړه.« د ۱۹۱۹ز کال د مۍ‎ ۲۶مه نېټه وه چې په لومړي ځل د انګریزانو دوه جنګي الوتکې د افغانستان فضا ته د کابل ښار د بمبارد لپاره ننوتې. »[1] دا لومړی ځل و چې د افغانستان په فضا کې الوتکې والوتې. « د بریتانیا شاهي پوځ RAF یوې Handley Page V/1500 ډوله الوتکې د ارګ ماڼۍ بمبارد کړه. که څه هم دې بمبارد ډیر فزیکي زیان پېښ نکړ خو  ډیره یره یې خپره کړه.»[2] او د ارګ شاوخوا خلک یې هک پک کړل.

 

له انګریزانو سره د امان الله خان په جګړه کې د انګریزانو هوايي ځواک مهمهونډه درلوده. د بریتانوي شاهي هوايي ځواک پنځه ډوله الوتکې: BE2Cs، Bristol F2Bs، De Havilland DH9As او De Havilland DH د پښتني قبایلو ځپلو او د کابل او جلال اباد په ګډون پر اهدافو د بریدونو او بمباریو لپاره کارول شوې وې.[3]

 

کله چې امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال په اګسټ کې له انګریزانو څخه خپلواکي واخېسته نو ډیرو پرمختیايي پروګرامونو ته یې مخه کړه. امان الله خان چې د افغانستان د هراړخیز موډرن کیدو په لټه کې و، د هوايي چلند (هوانوردۍ) په تېره د هوايي ځواک لپاره یې هم ځانګړی پروګرام درلوده. دې پروګرام کې د کابل هوايي ډګر او افغان هوايي ځواک جوړېدل، افغانستان ته د پوځي الوتکو اخېستل، افغان ځوانان د پیلوټۍ لپاره بهر ته لیږل شامل وو.

 

په دې لړ کې هغه « د ۱۲۹۸ ل جوزا ( جون ۱۹۱۹ ز) کې دستور ورکړ چې کابل کې د پخواني « ګلاب باغ» شمال ته پراخه دښته او « شریف خان کلا» هوايي ډګر جوړولو ته چمتو کړي.» [4] « په دې سیمه کې اوس د کارته وزیر اکبرخان، د افغانستان راډیو ټلویزیون، افغان فلم، د هوايي چلند او ګرځندويۍ، امریکا سفارت، جرمني سفارت، اماني لیسه او  عسکري کلوپ سیمې راځي.»[5] د کابل نړیوال هوايي ډګر بنسټ د امان الله خان په دوره کې کېښودل شو، چې په لومړیو کې به د هوايي ځواک، پوستي خدماتو او ځینو الوتنو لپاره کارول کیده خو په ۱۹۶۰ز کلونو کې د کابل هوايي ډګر د شوروي اتحاد لخوا په پرمختللي ډول جوړ شو.

 

امان الله خان په ۱۹۲۱ز کې دوه الوتکې: یو  Airco DH.9Aډوله الوتکه له بریتانیا او بله 1½ Strutter ډوله الوتکه له شوروي اتحاد څخه و پیرلې.[6] دا دوه الوتکې په هغه ځای کې ودرول شوې وې چې اوس د افغان فلم ودانۍ پکې موقعیت لري.  پر ۲۳ اګست ۱۹۲۴ ز (۱۳۰۳ ل) نېټه د افغانستان هوايي ځواک په رسمي ډول رامنځته شو.[7]

کابل، افغان فلم انګړ، ۱۹۲۱ز: امان الله خان له پخواني شوروي اتحاد څخه الوتکه تسليموي. ويل کيږي چې د افغان فلم انګړ کې د الوتکو د ساتنې لپاره ګراج هم جوړ شوی و او په لومړيو کې به الوتکې دغلته ساتل کيدې.

 

د۱۹۲۰ لسیزه کې، امان الله خان له شورويانو، ایټالویانو او بریتانویانو څخه یو شمیر الوتکې واخېستې او افغان نوماند پیلوټان یې د روزنې لپاره شوروي اتحاد او ایټالیا ته واستول.[8]

« امان الله خان اروپا ته د خپل سفر د یوې برخې په ډول پر ۲۳ فبروري ۱۹۲۸ز نېټه د برلین له ټیمپل هوف هوایی ډګرڅخه لیدنه وکړه.»[9]«پر ۲۱ مارچ ۱۹۲۸ نېټه یې د لندن په جنوب کې کرویډن هوايي ډګر ولیده او په اروپا کې یې په لومړي ځل او په ملکي الوتکه کې لومړی وار سفر وکړ.»[10]له کرویډن هوايي ډګر څخه نوموړي له ۱۷ تنه سپرلیو او ۳ کارکوونکو سره یو ځای د لندن پر سر الوت وکړ. په دې الوت کې له هغه سره د بریتانیا د هوایی چارو وزیر او د ملکي هوایی چلند مشرهم مله وو. دا د لندن پر سر د یو پاچا لخوا لومړی هوايي الوت ګڼل کیږي.[11] کرویډن هوايي ډګر څخه د نوموړي لیدنه او په لومړۍ ملکي الوتکه کې د هغه سفر د اماني تاریخ او د نړۍ د هوايي چلند د تاریخ یوه ډیره مهمه پېښه ده. نوموړی د دې الوت پر مهال ډیر متجسس و او د الوتکې له جوړښت نه نیولې، د غلته د نوي جوړ شوي ترمینل، پیلوټانو او وسایلو په اړه یې متجسسې پوښتنې په تاریخ کې ثبت شويدي.[12] نوموړي غوښتل چې ځان پوه کړي او بیا له دې پوهې په خپل هیواد کې ګټه پورته کړي.

 

 

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEjAwBBgRjtR5rc9zjSbcO6GoTZrpTmVk8jhA01t4EnqyXMFfdW-aR6xJAGCxgxF70ku7OK8Kkc-O6w_XrQuO9FFS4EukjqZvltUzPoQ_23HNfudNEZfZXh_EBEonUh_Gf5yuiQ9OGbqueU/s1600/King+Amanunllah+leavs+plane.jpg

لندن، ۲۱ مارچ ۱۹۲۸ز: امان الله خان په جنوبي لندن کې له کرويډن هوايي ډګر څخه د لندن پر ښار له الوت وروسته له الوتکې ښکته کيږي. د هغه وخت د ټايمز ورځپاڼې وويل چې دا د يو پاچا لخوا د لندن پر ښار په الوتکه کې لومړنی الوت و. 

 

د امان الله خان لخوا د افغانستان د هوايي چلند او هوايي ځواک پیاوړتیا او نویو تخنیکونو باندې سمبالښت سره مینه له دې ښکاري چې نوموړي اروپا ته په خپل سفر کې د هغه وخت هوايي ځواک او هوايي چلند له لویو بنسټونو څخه چې له ۱۹۱۰ څخه را پدې خوا جوړ شوي وو، تفصیلي لیدنې کړې دي.  په برلین کې د ټیمپل هوف هوايي ډګر، لندن کې د هینډن هوايي ډګر، د ګرینویچ سلطنتي رصد خانې او د لندن په جنوب کې له کرویډن هوايي ډګر څخه یې لیدنې د یادونې وړ بلل کیږي. یاد هوايي ډګرونه د هغه وخت  ډیر پرمختللي هوايي ډګرونه او ځیني یې بیخي تازه جوړ شوي وو.

 

کرويډن هوايي ډګر، ۲۱ مارچ ۱۹۲۸ ز: امان الله خان له کرويډن هوايي ډګر څخه په لومړي ځل په ملکي الوتکه کې الوت وکړ. که څه هم يوه لنده او سړه ورځ وه، خو د بېډينګټن، کارشالتن او والينګټن ځايي ورځپاڼو راپور ورکړ چې د کرويډن او نورو ځايونو ډير شمېر خلک په عامه ځايونو کې د امان الله خان ليدو ته راغلي وو. ((Holmewood, 2015))

 

د افغانستان لپاره د امان الله خان د هوايي چلند او هوايي ځواک په ګډون د موډرنیت او پرمختیا ارمانونه پوره نشول، خو د هغه په دوره کې د افغانستان د هوايي ځواک او هوايي چلند لپاره بنسټونه کیښودل شول.

مګر د حبیب الله کلکاني لخوا په ۱۹۲۸-۱۹۲۹ز کې بغاوت، د ځوان افغان هوايي ځواک لپاره  یو ناورین رامنځته کړ. چې د امان الله خان د استعفا لامل شو. کله چې وروسته د نادرخان لخوا سیاسي نظم بیرته راوګرځیده، نو یوازې د شوروي اتحاد لخوا جوړې شوې دوه الوتکې د کار وړ پاتې وې او افغانستان کې ډیری پیلوټان له کابل څخه وتلي وو. [13] 

 

له حبیب الله کلکاني وروسته په ۱۹۲۹ ز کې چې کله نادر خان پاچاهۍ ته ورسیده، په هوايي ځواک کې ټولټال ۵۵ روزل شوي افغان پرسونل موجود وو، خو یوازې څو تنو یې د پیلوټۍ وړتیا درلوده. په دې شمېر کې هغه کسان هم شامل وو چې په فرانسه کې روزل شوي او د بغاوت پر مهال افغانستان ته بېرته ستانه شوي وو. ډیری الوتکې چې زیانمنې شوې وې، د نادرخان له راتګ سره یې د بیا رغولو لپاره هڅې وشوې. نادر خان هم د پوځي هوايي چلند پراختیا سره ډیره لیوالتیا درلوده.[14] 

نن چې موږ په افغانستان کې نیم- نیمګړی هوايي چلند او هوايي پوځي ځواک لرو د دې ټولو ریښه بیا هم د امان الله خان ارمانونو ته رسیږي. بې له شکه که امان الله خان پاتې وای او افغانستان د بې ځایه او پوچو جګړو ښکار نه وای ګرځیدلی نو موږ به د نړۍ له سیالو ملتونو څخه په هیڅ برخه کې وروسته نه وای پاتې او له دغو ملتونو سره به په هره برخه کې د سیالۍ جوګه وای. د امان روح دې ښاد او یاد  دې تل پاتې وي!

 

اخځلیک

 

  1. Marion, F. (2009). *Afghan Air Force 1989–2009*. United States Air Force Historical Studies Office. Retrieved August 18, 2025, from https://www.dafhistory.af.mil/Portals/16/documents/Airmen-at-War/Marion-AfghanAirForce1989-2009.pdf?ver=2016-08-22-131415-680
  2. National Army Museum. (n.d.). *The Third Afghan War and the revolt in Waziristan*. Retrieved August 18, 2025, from https://www.nam.ac.uk/explore/third-afghan-war-and-revolt-waziristan
  3. Grantham, A. (n.d.). *King Amanullah at Croydon Airport*. Afghanistan Railways. Retrieved August 18, 2025, from https://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/king-amanullah-at-croydon-airport/
  4. Artiklar Z-Bok. (n.d.). *Afghanistan*. Retrieved August 18, 2025, from http://www.artiklar.z-bok.se/Afghanistan-1.html
  5. Mizan Online. (n.d.). آشنایی با اولین فرودگاه بینالمللی افغانستان [Introduction to Afghanistan’s first international airport]. Mizan News Agency. Retrieved August 18, 2025, from https://www.mizanonline.ir/fa/news/177901/آشناییبااولینفرودگاهبینالمللیافغانستان
  6. Nomad's Land Travel. (n.d.). Kabul International Airport. Nomad’s Land. Retrieved August 18, 2025, from https://nomadsland.travel/en/before-you-go/afghanistan/airport/kabul-international-airport
  7. افغانستان قديم Old Afghanistan. (July 2018). نخستین میدان هوایی نیروهایی هوایی ارتش افغانستان. Retrieved December 2023, from https://www.facebook.com/100064343393576/posts/2018732868136771/
  8. Holmewood, M. (2015, August 20). The New London Airport (Croydon): A Major Attraction. Croydon Airport Calling. https://croydonairportcalling.blogspot.com/2015/08/the-new-london-airport-croydon-major.html

 


[1] Mizan Online. (n.d.). آشنایی بااولین فرودگاه بینالمللی افغانستان [Introduction to Afghanistan’s first international airport]. Mizan News Agency. Retrieved August 18, 2025, from https://www.mizanonline.ir/fa/news/177901/آشناییبااولینفرودگاهبینالمللیافغانستان

[2] Marion, F. (2009). *Afghan Air Force 1989–2009*. United States Air Force Historical Studies Office. Retrieved August 18, 2025, from https://www.dafhistory.af.mil/Portals/16/documents/Airmen-at-War/Marion-AfghanAirForce1989-2009.pdf?ver=2016-08-22-131415-680

[3] National Army Museum. (n.d.). *The Third Afghan War and the revolt in Waziristan*. Retrieved August 18, 2025, from https://www.nam.ac.uk/explore/third-afghan-war-and-revolt-waziristan

[4] Mizan Online. (n.d.). آشنایی با اولین فرودگاه بینالمللی افغانستان [Introduction to Afghanistan’s first international airport]. Mizan News Agency. Retrieved August 18, 2025, from https://www.mizanonline.ir/fa/news/177901/آشناییبااولینفرودگاهبینالمللیافغانستان

[5]Mizan Online. (n.d.). آشنایی با اولین فرودگاه بینالمللی افغانستان [Introduction to Afghanistan’s first international airport]. Mizan News Agency. Retrieved August 18, 2025, from https://www.mizanonline.ir/fa/news/177901/آشناییبااولینفرودگاهبینالمللیافغانستان

[6] Mizan Online. (n.d.). آشنایی بااولین فرودگاه بینالمللی افغانستان [Introduction to Afghanistan’s first international airport]. Mizan News Agency. Retrieved August 18, 2025, from https://www.mizanonline.ir/fa/news/177901/آشناییبااولینفرودگاهبینالمللیافغانستان 

[7] افغانستان قديم Old Afghanistan. (July 2018). نخستین میدان هوایی نیروهایی هوایی ارتش افغانستان. Retrieved December 2023, from https://www.facebook.com/100064343393576/posts/2018732868136771/

[8] Marion, F. (2009). *Afghan Air Force 1989–2009*. United States Air Force Historical Studies Office. Retrieved August 18, 2025, from https://www.dafhistory.af.mil/Portals/16/documents/Airmen-at-War/Marion-AfghanAirForce1989-2009.pdf?ver=2016-08-22-131415-680

[9] Grantham, A. (n.d.). *King Amanullah at Croydon Airport*. Afghanistan Railways. Retrieved August 18, 2025, from https://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/king-amanullah-at-croydon-airport/

[10] Grantham, A. (n.d.). *King Amanullah at Croydon Airport*. Afghanistan Railways. Retrieved August 18, 2025, from https://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/king-amanullah-at-croydon-airport/

[11]  که څه هم د لندن د هغه وخت ټایمز ورځپاڼې ولیکل چې دا د لندن لپاسه د یو پاچا لومړی سفر دی خو امکان شته چې د لندن لپاسه به په حقیقت کې لومړی سفرد بلجیم پاچا او ملکې کړی وي. (ګرانتم)

[12] Grantham, A. (n.d.). *King Amanullah at Croydon Airport*. Afghanistan Railways. Retrieved August 18, 2025, from https://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/king-amanullah-at-croydon-airport/

[13] Marion, F. (2009). *Afghan Air Force 1989–2009*. United States Air Force Historical Studies Office. Retrieved August 18, 2025, from https://www.dafhistory.af.mil/Portals/16/documents/Airmen-at-War/Marion-AfghanAirForce1989-2009.pdf?ver=2016-08-22-131415-680

[14] Artiklar Z-Bok. (n.d.). *Afghanistan*. Retrieved August 18, 2025, from http://www.artiklar.z-bok.se/Afghanistan-1.html

 

مخني انځور سرچینه: پولېنډ ته د امان‌الله خان سفر، کال ۱۹۲۸

شریک کړئ