په دې لیکنه کې به د اخلاق تعریف، د اخلاقو د راخپلولو میکانیزم، د غیراخلاقي کړنو عوامل او میکانیزمونه، او هغه میکانیزمونه چې موږ د خپل وجدان له عذابه ژغوري، وڅېړو. دغه مسئلې به د ارواپوهنې، طب او ټولنپوهنې په مرسته راوسپړو.
اخلاق څه دی؟
که انسان په یوه جزیره کې یوازې سر و اوسي، هغه مجبور نه وي چې د بل خوښې یا ناخوښې ته وګوري. هغه به هر څه په خپله خوښه کوي. د داسې انسان هېڅ کار به اخلاقي نه وي او هېڅ عمل به یې بداخلاقي نه ګڼل کېږي. خو انسان په جزیره کې نه، بلکې په ټولنه کې اوسېږي. انسان په کورنۍ کې زېږي او سترېږي، له همزولو سره لوبېږي، مکتب/ مدرسې او پوهنتون ته ځي، ښار او بازار ته درومي، عامه ځایونو ته تګ راتګ کوي، کسب او کار کوي او په دې ټولو حالتونو کې یې له نورو انسانانو سره سر و کار وي. کله چې انسان له نورو سره ګډ ژوند کوي نو مجبور دی چې د نورو خاطر هم وکړي. یعنې هغه څه وکړي چې نورو ته ګټه رسوي او/ یا نورو ته ښه اېسېږي او داسې څه و نه کړي چې نورو ته یې تاوان رسېږي او/ یا پر نورو بد لګېږي. اخلاق همدې ته وايي. اخلاق له نورو سره د انسان د چلند محک دی او را ته وايي چې یو عمل ښه دی که بد.
البته ځینې پوهان اخلاق یوازې د انسانانو ترمنځ په اړیکو پورې نه محدودوي او وايي چې انسان باید له ټولو ژوو، بوټو، او له ټول طبیعت سره اخلاقي چلند وکړي. انسان حق نه لري چې د خپلې ځانغوښتنې او د خپلې ځاني ګټې په پار، طبیعت ته زیان ورسوي.
په هر حال، موږ به اخلاق د انسان او انسان تر منځ د اړیکو کچې ته راټیټ کړو او یوازې په همدې برید کې به یې وڅېړو.
ښه او بد څه دي؟
هر څه چې د انسان او ټولنې په ګټه وي، هغه ښه دي او څه چې یې په زیان وي، هغه بد دي. ګټه یا زیان به یا د انسان بدن ته رسېږي، یا یې اورا ته او یا یې مال ته. د بېلګې په ډول: مناسب خواړه بدن ته ګټه رسوي او د مضرو خوړو خوراک تاوان وراړوي. هر شی چې انسان خوشحالوي، اروا ته یې ګټه رسوي او څه چې انسان ځوروي، اروا یې تاواني کوي. د مال ګټه او تاوان خو پوره واضح دي او مثال ته یې اړتیا نشته.
ښه او بد دوه ډوله دي: حقیقي او اعتباري. حقیقي ښه هغه دي چې ګټه یې واقعي، عیني او ثابته شوې وي؛ مثلاً: عدل او انصاف په دې ښه دي چې د هر چا حق خوندي کوي. له نورو سره مرسته ځکه ښه ده چې ستونزې راکموي او په انسانانو کې مینه/ محبت زیاتوي. د نظافت مراعاتول ښه دي ځکه چې وګړی له ناروغیو ساتي او نور خلک یې له بد بویه خلاصوي. همدارنګه حقیقي بد هغه چارې دي چې تاوان یې څرګند او په تجربو ثابت شوی وي؛ مثلاً: غلا ځکه بده ده چې د بل حق ورسره ضایع کېږي. قتل په دې بد دی چې انسان له خپل یو اساسي حق یعنې ژوند څخه محروموي. د حقیقي ښه او بد ګټې/ زیانونه په ساینس، عملي تجربو او مشاهدو ثابتېږي. مثلاً ساینس معلومه کړې ده چې د سګرېټو، چرسو، او چیلم لوګی هغو کسانو ته هم زیان رسوي چې پخپله یې نه څکوي خو د نورو د سګرېټو یا چیلمو لوګی تنفس کوي. نو اوس دا بداخلاقي ده چې په عامه ځایونو کې سګرېټ وڅکوو. همدارنګه تجربو ښودلې ده چې د نشې په حالت کې موټر چلول، د ټرافیکي پېښو احتمال زیاتوي؛ نو اخلاق یې را نه غواړي چې د نشې په حالت کې د موټر جلو ته کښې نه نو.
اعتباري ښه او بد بیا د ټولنو په باورونو، اعتقاداتو، انګېرنو، او رواجونو کې ریښه لري خو ګټه او تاوان یې واقعي او مشهود نه وي. مثلاً: د کابل ښځې دا ښه نه ګڼي چې کله د چا له جنازې یا فاتحې څخه بېرته راستنېږي، په لاره کې د کوم خپلوان کره لاړې شي؛ ځکه دوی باور لري چې هغه کور به سپېره شي او غم به ورواوړي. یا کابلیان د توت څانګې ځکه نه وهي چې وايي «په کور به مو غم ګډ شي». همدارنګه ځینې خلک د شپې له خوا د نوکانو لنډول بد ګڼي؛ خو غالباً په دلیل یې څوک نه پوهېږي. د اعتباري ښه او بد ګټه/ تاوان نه په علم ثابتېږي، نه په تجربه او نه په مشاهده؛ بلکې دا یوازې د انسان د ذهن وهمونه وي.
که چېرې ښه او بد د دین/ مذهب له خوا وضع شوي وي، بیا د روا او ناروا، حلال او حرام، ثواب او ګناه نومونه خپلوي. په دې موردونو کې هم ځینې یې حقیقي ښه او بد دي او ځینې یې اعتباري. مثلاً اکثره دینونه قتل، غلا، رشوت، تېری او ظلم ناروا بولي چې زیانونه یې ټولو ته څرګند دي. ځینې دینونه د ځینو حیواناتو غوښه حرامه ګڼي خو ساینسي څېړنو یې تاوان نه دی ثابت کړی.
حقیقي ښه او بد تقریباً په هر ځای او په هر وخت کې نسبتاً ثابت دي او لږ تغییر کوي. مثلاً هېڅ داسې ټولنه به نه وي چې قتل، غلا، تېری ... دې ښه وګڼي. خو اعتباري ښه او بد بیا د هرې ټولنې خپل خپل وي. یو کار به په افغاني ټولنه کې بد وي؛ خو په بله ټولنه کې به ښه ګڼل کېږي.
لنډه دا چې د اخلاقو سرچینې درې دي: کلتور، دین، ساینس. همدغه سرچینې دي چې د یوه عمل ښه او بد یا ګټه او زیان را ته معلوموي. ښه او بد/ ګټه او زیان نسبي او متحول دي او ممکن یو څه نن را ته ښه ښکاره شي خو سبا یې بد وګڼو.
اخلاق څنګه راخپلېږي؟
اخلاق اکتسابي وي؛ یعنې له کورنۍ او ماحول څخه راخیستل کېږي او د شخصیت یوه برخه ګرځي. البته ارثیت هم په کې رول لري؛ نوې څېړنې وايي چې زموږ سلوک او تمایلات هم ارثي دي، هم د روزنې او پالنې محصول(د دې موضوع تفصیل د دارسیا نارویز په مقاله کې چې د انسان مجلې په همدې ګڼه کې راغلې ده، لوستلی شئ). د دې له پاره چې د اخلاقو د خپلولو په میکانیزم پوه شو، باید د فروید نظریې ته تم شو. زیګموند فروید د شخصیت په جوړښت کې درې سیستمونه په ګوته کوي: اېډ، ایګو، او سوپر ایګو. اېډ د فطري او طبیعي غریزو اډانه ده او د «خوندپالنې» غلام. اېډ شپه او ورځ په خوند پسې ګرځي او بل څه نه مني. ایګو بیا د «واقعیت پالنې» استازی دی. ایګو د خوند اخیستلو مخالف نه دی؛ خو دې ته ګوري چې خوند څنګه په منطقي او مناسبه لاره پيدا کړي؛ یعنې ایګو غواړي چې خوند په داسې طریقه راورسوي چې تاواني په کې نه شو. سوپرایګو بیا خوند اخیستل د «ښه او بد» په تله تلي. مثلاً سخت وږی یې او اېډ در نه خواړه غواړي. اېډ په دې پسې نه ګرځي چې څه شی باید وخورې، اېډ وايي هر شی چې وي، خولې ته یې راواچوه، هغه که غوښه وي، که لرګی وي او که سکروټه. خو ایګو وايي: «نه. د لرګي او سکروټې خوړل تاوان لري. مناسب خواړه باید در ته پیدا کړم». ایګو مناسب خواړه پیدا کوي. اېډ وايي: «هله ژر کوه، خوره یې». خو سوپرایګو یې په وړاندې درېږي، وايي: «نه، نه! دا خواړه به نه خورې. دا خو د بل چا دي، ستا نه دي. د بل د حق خوړل بد دي». یا مثلاً خواړه ستا خپل دي خو خوړل یې ناروا. مثلاً غوښه دې په خپلو پیسو اخیستې ده خو هغه د خنزیر غوښه ده؛ نو سوپرایګو درته وايي: «مه! ته خو مسلمان یې؛ نو د خنزیر غوښه څنګه خورې؟ ته باید لوږه وزغمې خو حرام خواړه و نه خورې». [۱]
ښه او بد یعنې اخلاق د شخصیت په سوپرایګو پورې اړه لري. سوپرایګو د کورنۍ او ماحوال د روزنې محصول وي. مور او پلار، ښوونکي، ملایان/ روحانیون، ټولنه، حکومت ... خپل باورونه، عقیدې، ارزښتونه، دود دستور، قانون ... د وګړي شخصیت ته ورننباسي. معنا دا چې وګړی چې د یوه مستقل، ځانګړي او منفرد شخص په توګه زېږي، د ټولنې په خم کې رنګول کېږي او د ټولنې ارزښتونه، باورونه، عقیدې، رواجونه، او د ښه او بد معیارونه (اخلاق) راخپلوي. میندې – پلرونه او ټولنه خپل ارزښتونه د هڅونې او رټنې (مکافاتو او مجازاتو) په وسیله په ماشوم مني. کله چې ماشوم د مور و پلار د خوښې کار کوي، نازول کېږي؛ خو کله چې د هغوی د خوښې خلاف کار کوي، رټل/ وهل کېږي. ماشوم د مور او پلار/ ټولنې د مینې د خپلولو په خاطر د هغوی امرونو ته غاړه ږدي او د مجازاتو له وېرې یې «بد» کارونه نه کوي. همدا وي چې وګړی د کورنۍ او ټولنې په رنګ کېږي. دغه ارزښتونه چې وګړی یې له کورنۍ او ټولنې څخه راخپلوي، د هغه د شخصیت سوپرایګو جوړوي. د فروید په باور سوپرایګو هم د مور او پلار غوندې عمل کوي. کله چې وګړی یو «ښه» کار کوي، سوپرایګو مکافات ورکوي او د خوښۍ، ویاړ او رضایت احساس په کې پیدا کوي. خو که «بد» کار وکړي، د ځور، پښېمانۍ او ګناه په احساس یې ځوروي چې دا د سوپرایګو مجازات بلل کېږي. فروید وايي دا چې یو مهم او قیمتي شی ورک کوو، په کار کې ځان ژوبلوو، موټر مو وهي او یا په لاره کې لوېږو، دا ټول اکثره وخت هغه مجازات دي چې خپل سوپرایګو مو د بدو کارونو په خاطر راکوي. په دې توګه وګړی که د نورو په منځ کې وي، د هغوی له وېرې «بد» نه کوي او که یوازې وي، د خپل سوپرایګو له ډاره «بد» نه کوي؛ ځکه چې هم ټولنه او هم سوپرایګو ورته جزا ورکوي. [۱]
ولې د اخلاقو په لحاظ سره متفاوت یو؟
له یوې خوا، د یوې ټولنې اخلاقي اصول او ارزښتونه د ټولنې د ټولو غړو له پاره یو شان وي او له بلې خوا، د اخلاقو د راخپلولو پروسې ته چې وګورو، ټول وګړي په هماغه یوه میکانیرم اخلاق راخپلوي. نو بویه چې ټول وګړي په اخلاقي لحاظ سره ورته وي او ټول باید یوازې هغه څه وکړي چې ټولنه او خپل وجدان یې اجازه ورکوي. خو په عمل کې داسې نه ده. انسانان د اخلاقو په لحاظ متفاوت دي. ان غبرګوني وروڼه هم په خوی او اخلاقو کې سره توپیر لري؛ سره له دې چې دوی په ارثي لحاظ ډېر سره ورته دي؛ یوه مور او پلار روزلي دي؛ په یوه ټولنه کې ستر شوي دي؛ د روزلو شرایط او ماحول یې یو شان وي؛ خو بیا هم په اخلاقو کې سره یو شان نه وي. دا چې ولې انسان د اخلاقو خلاف کارونه کوي او ولې ټول مشابه اخلاقي چلن نه لري، دلیلونه به یې دلته وڅېړو:
۱: له فطرت سره د اخلاقو ټکر
ډېر ځله اخلاق زموږ د فطري او طبیعي غوښتنو پر خلاف وي. مثلاً هلک معمولاً په ۱۴ – ۱۵ کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسېږي خو تر واده پورې (معمولاً ۵ - ۱۵ کاله نور) مجبور وي چې خپله جنسي غریزه وځپي ځکه چې زموږ په ټولنه کې د جنسي غریزې د ارضا بله مشروع لاره نشته. غریزې زوروې دي او که هر وخت یې وځپې، هغه په نورو لارو ځان څرګندوي او د انسان پر سلوک اثر پرې باسي. هر زلمی یا ښايي هېڅ زلمی نه شي کولی چې خپله جنسي غریزه هر وخت او یو مخ کنټرول کړي؛ نو په مختلفو لارو یې د رفع کولو هڅه کوي، موټ وهي، له څارویو سره سکس کوي، همجنس بازۍ ته مخه کوي ... (چې دا ټول زموږ په فکر د اخلاقو خلاف کارونه دي). دا چې یو څوک خپل نفسي غوښتنې زیات کنټرولولی شي او بل کم، په مختلفو عواملو پورې اړه لري. مثلاً که د چا جنسي هورمونونه زیات وي، هغه ته به سخته وي چې جنسي غریزه وځپي خو که جنسي هورمونونه یې نسبتاً کم وي، بیا دا کار نسبتاً په آسانۍ سره کولی شي. همدارنگه که څوک ډېرې فکري او ذهني بوختیاوې ولري، جنسي غریزه یې په ندرت سره توپاني کېږي.
د انسان بله غښتلې غریزه د مرګ غریزه ده. فروید وايي چې د انسان غریزې په ټوله کې دوه ډوله دي: د ژوند غریزې چې د ژوند د غځولو او د نسل بقا یې منظور دی او جنسي غریزه یې بېلګه ده؛ د مرګ غریزې چې غواړي انسان بېرته خپل اصلي، مادي، بې روحه، او غیرعضوي حالت ته وروګرځوي. خشونت د مرګ د غریزو استازی دی. خشونت غیراخلاقي کار دی خو دا چې فطري غریزه ده نو انسان یې مخه نه شي نیولی. په مهذبو لارو د خپلې غوسې تشول یا ورزش ممکن د خشونت غریزه ارضا کړي خو که چېرې په سمه لاره د خپلو احساساتو څرګندول راښوول شوي نه وي او د ورزش امکانات هم نه وي، د خشونت مخه به مو په آسانه و نه نیولی شو. [۱]
۲: په اروايي وده کې اختلاف
مخکې مو د فروید له قوله وویل چې د شخصیت په جوړښت کې درې سیستمونه اېډ، ایګو، او سوپرایګو شامل دي. اېډ د غریزو او طبیعي غوښتنې ارضا کول غواړي، ایګو دا غوښتنې تر هغې پورې ځپي چې د پوره کولو مناسبه لاره ورته ومومي او سوپرایګو پر دې غوښتنو اخلاقي اصول تطبیقوي؛ که یوه غوښتنه په اخلاقو برابره وه، د پوره کولو اجازه یې ورکوي او که داسې نه وه، هغه غوښتنه پر شا تمبوي.
د فروید په باور د عمر په لومړیو شلو کلنو کې د انسان شخصیت چټکه وده کوي او د دغو درېګونو سیستمونو ترمنځ تعادل او جوړجاړی رامنځته کېږي او شخصیت ثبات مومي. په دې ثبات او انډول کې کېدای شي د غریزو د ارضا کولو پله درنه وي، یا یې د مخنیوي او یا کېدای شي د دواړو تر منځ تعادل قایم وي. همدا وجه ده چې ځینې کسان اخلاق تر خپلو غوښتنو ځاروي او ځینې خپلې غوښتنې تر اخلاقو او ځینې کسان هم منځنۍ لاره خپلوي. فروید وايي چې ممکن یو انسان د اروايي ودې په بهیر کې، په یوه خاص پړاو کې ثابت (پښه پر ځای) پاتې شي او وړاندې لاړ نه شي. په نارمل حالت کې هر انسان باید د کوچنیوالي، ماشومتوب، زلمکیتوب، او ځوانۍ پړاوونه په منظم ډول ووهي خو ځینې کسان ممکن د عمر په لحاظ ځوان شي خو د اروايي ودې په لحاظ په ماشومتوب کې پاتې وي. [۱]
۳: بصیرت او اخلاقي ارزښتونه
انسان ته ټول اخلاقي ارزښتونه منطقي او سم نه ښکاري نو کله چې یو څوک په کافي اندازه ذهني وده کوي او د تفکر او تحلیل ځواک یې غښتلی کېږي، ځینې اخلاقي ارزښتونه ورته بې معنا او بې ارزښته ښکاره شي. طبیعي ده چې سړی د بې معنا شیانو پروا نه کوي. داسې هم کېږي چې ماشوم د مور او پلار له ډاره ځینو اخلاقي اصولو ته غاړه ږدي خو کله چې ځوانېږي او فکر کوي چې مور او پلار یې د پخوا په شان دی نه شي کنټرولولی، نو هغو اخلاقي ارزښتونو ته شا اړوي چې ده له وېرې منلي وو. همدارنګه مطالعه، تفکر او له نورو فرهنګو سره آشنايي، د انسان بصیرت زیاتوي او پر خپلو ارزښتونو بیا فکر کولو ته یې هڅوي. په دې حالت کې انسان ممکن ځینې نوي اخلاقي ارزښتونه خپل کړي او خپل ځینې پخواني هغه پرېږدي. مثلاً یو ځوان په افراطي مذهبي کورنۍ کې ستر شوی دی. ده ته له هندوانو سره راشه درشه بد برېښي. وروسته د هند په یوه پوهنتون کې ورته د تحصیل لاره جوړېږي. دی چې هلته ځي، هندوان یې ټولګیوال وي. هغوی له ده سره په ځینو کارونو کې مرسته کوي، چکر ته یې بیايي، مېلمستیا ور ته کوي ... او بالاخره ورسره ملګري کېږي. دی چې بېرته راځي، هماغه پخوانی ځوان نه وي او اوس هندوان هم ور ته د ځان غوندې انسانان ښکاري.
۵: د حقارت مقابله
د آلفرد آدلر په باور هر انسان ته په ماشومتوب کې ځان حقیر او کوچنی ښکاري ځکه چې په جسمي او ذهني لحاظ تر نورو خوار او کمزوری وي. د حقارت دغه احساس ماشوم هڅوي چې هر څه وازمايي، تجربه یې کړي، زده یې کړي او په دې توګه ځان تکړه کړي؛ خو که چېرې د مور او پلار او ټولنې له خوا له ماشوم سره ناوړه چلند کېږي، د حقارت احساس یې ژورېږي. کله چې داسې کس رالوی شي؛ معمولاً په زلمکیتوب کې چې د ودې او جنسي هورمونونو تر اغېزې لاندې په بدن کې ډېر ځواک احساسوي، غواړي داسې کارونه وکړي چې ځان لوی وښيي او خپل حقارت پرې جبران کړي. د اخلاقو خلاف کارونه کول په حقیقت کې یو ډول بغاوت دی او باغي انسان ته ځان لوی او لوړ ښکاري. آدلر او فروید دواړه په دې باور دي چې ټولنه، مذهب، قانون، اخلاق ... د انسان له پاره د مور او پلار حیثیت لري ځکه چې دوی هم د مور او پلار غوندې خپلې غوښتنې پر انسان تحمیلوي. که مور او پلار او همدارنګه معلم، استاد او ملا ماشوم وهي، سپکوي او رټي یې؛ د ماشوم په زړه کې کرکه او عقده رامنځته کېږي. دغه ماشوم چې لوی شي، خپل غچ په لاشعوري ډول له ټولنې څخه اخلي. هغه ظلم چې مور او پلار/ معلم او ملا ورسره کړی و، بدل یې له ټولنې اخلي. دا چې طالبان ولې د خلکو له وهلو، سپکولو، ځورولو او وژلو خوند اخلي، یو دلیل یې همدا دی چې دوی په مدرسه کې سخت وهل شوي او سپک شوي وي. دوی د خپلو استادانو پر ځای له عامو خلکو غچ اخلي. همدارنګه ډېر پولیسان، عسکر او د چارواکو ساتونکي به مو لیدلي وي چې له عامو خلکو سره څومره سپک چلند کوي او ډېر ځله خلک وهي، ټکوي؛ دوی په حقیقت کې د خپل ماشومتوب بدل اخلي. البته دا خبره یوازې تر همدوی پورې محدوده نه ده؛ بلکې زموږ معلم، استاد، ډاکټر، مدیر، رییس او هر څوک دغه ستونزه لري خو دا چې خلک څومره او څنګه ځوروي، په ځواک او واک پورې یې اړه لري. له ټولنې څخه د غچ اخیستنې یوه لاره د قانون ماتول او غیراخلاقي کارونو ته مخه کول دي. ځینې ځوانان چې موټر چلوي او له سرې اشارې څخه تېرېږي، دومره د بروالي او غرور احساس کوي چې یوه شېبه خپل ټول حقارت ورباندې هېروي. زما په نظر دا چې ولې ځوانان سګرېټو او نورو نشو ته مخه کوي، یو علت یې همدا دی چې دوی د یوه منع شوي کار په کولو سره خپله خپلواکي، بروالی او زور ښيي او غواړي خپل حقارت ورباندې پټ کړي. [۲]
۵: د انسان باغي فطرت
انسان طبیعتاً باغی دی؛ خو څوک لږ، څوک ډېر. که انسان باغي نه وای، هېڅ فکري، فرهنګي، تمدني، علمي، هنري وده به یې نه وای کړې. دا د بغاوت کمال دی چې انسان پر مُسَلَماتو شک کوي، عامې لارې پرېږدي او نوې لارې ازمايي، نوښت او نوې تجربې کوي. پرمتخګ د همدې بغاوتونو نتیجه ده. که ماشوم د مور/ پلار او ټولنې هر امر او نهي په پټو سترګو او سل په سلو کې ومني او عملي یې کړي، د هرې ټولنې وګړي به ټول سره ورته وي، ټول به د ماشین غوندې ثابت، ورته او تکراري چارې کوي. خو له ښه مرغه انسان د چوکاټونو د ماتولو شوقي دی. دغه شوق که له یوې خوا د علمي، فرهنګي، او هنري پرمختګ سبب کېږي؛ له بلې خوا د ټولنې د نظم او هوساینې د خرابولو سبب هم ګرځي. که پر وګړو ډېر بندیزونه ولګوو او د ډېر چوکاټي ژوند تمه ورنه وکړو؛ نو وګړي به لا شدید بغاوت ته اړ کېږي. لکه فنر چې څومره زور پرې راوړې، هماغومره په زور پورته الوځي. خو که انسان ته فردي آزادۍ په کافي اندازه ورکړل شي، د مضر او خطرناک بغاوت اندازه به یې راکمه شي.
۶: ارثیت، پالنه، او بیولوژیکي اغېزې
نوې څېړنې وايي چې زموږ په بدن کې ځینې جینونه (جین هغه مالیکولي جوړښت دی چې بچي ته د مور/ پلار یوه ځانګړنه لېږدوي) له زېږېدو وروسته فعالېدل غواړي. یعنې ځینې ځانګړنې زموږ په خټه کې وي خو د دې له پاره چې له بالقوې شکل څخه بالفعل حالت ته واوړي، د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې د مور له خوا مناسبې پالنې ته اړتیا لري. پر موږکانو یوه ترسره شوې تجربه یې راښيي: هغه نوزېږي موږکان چې د میندو ښه مراقبت او پالنه ور ته میسره وه، د اضطراب یا وېرې د کنټرول جین یې فعال شوی او د ګرد عمر له پاره بیا د خپلې وېرې د کنټرول وړتیا موندلې ده خو د موږکانو په هغو بچیو کې چې میندو لږ پاللي وو، دا ځانګړنه نه وه فعاله شوې. د مایکل میني (Michael Meaney) څېړونکې ډلې په انسانانو کې همداسې ایپيجنیټیکي اغېزې موندلې دي. موږ او تاسې پوهېږو چې که څوک خپله وېره نه شي کنټرولولی، ممکن غیراخلاقي کارونه ورنه وشي. همدارنګه د ارواپوهنې یوه څېړنه وايي چې که ماشوم ژاړي او څوک نه وي چې کرار یې کړي، هغه بیا پر محیط، ټولنه او نړۍ بې باوره کېږي. [۳]
ځینې هورمونونه د انسان پر خُلق او مزاج اثر ښندي؛ مثلاً جنسي هورمونونه. دا چې زلمکي توند خویه او جنګیره وي، وجه یې د دوي په بدن کې د نرینه هورمون (ټسټسټیرون) زیاتوالی وي. همدارنګه مېرمنې د حیض په وخت کې د ښځینه هورمونونو تر اغېزې لاندې بد خویې کېږي. ځینې خواړه او ځینې درمل هم د اعصابو د آرامۍ او په نتیجه کې یې د خوش خویۍ او اخلاقي چلن سبب کېږي او برعکس ځینې خواړه او درمل بیا اعصاب ناکراروي او د غیراخلاقي کارونو سبب ګرځي.
۷: د قانون حاکمیت او د وګړو څارنه
په هغو ټولنو کې چې قانون سم تطبیقېږي، د بداخلاقیو اندازه نسبتاً کمه وي. د طالبانو په واکمنۍ کې سره له دې چې فقر او بیوزلي خورا زیاته وه، کار نه و، قحطي او پر له پسې وچکالۍ راغلې؛ خو بیا هم د جرمونو کچه نسبتاً ټیټه وه. علت یې دا و چې د طالبانو حکومت به خپل قوانین په خورا جدیت سره تطبیقول؛ البته دا چې د جرم د تثبیت له پاره پوره هڅه نه کېده او لازم امکانات یې هم نه وو، نو دا احتمال ډېر وو چې ځینې کسانو ته د نه کړي جرم جزا ورکړل شي چې دا پخپله یو اخلاقي بحث دی. برعکس، د ډاکټر نجیب د حکومت له راپرځېدو سره چې انارشي او ګډوډي راغله او د قانون حاکمیت تقریباً صفر شو، له غلا، رشوت، اختلاس، او چور څخه رانېولې تر انسان ځورونې او انسان وژنې پورې د بداخلاقیو هر ډول خورا زیات او ډېر عام شو. کله چې د بداخلاقیو تنور تودېږي، ان هغه ډېر مهذب او اخلاقي خلک هم خپله ټیکلۍ په کې پخوي. د وګړو څارنه بل عامل دی چې د بداخلاقیو مخه نیولی شي. په هغو ځایونو کې چې امنیتي کامرې لګېدلي دي، مامور په آسانۍ سره رشوت نه اخلي. په اروپا کې یوې څېړنې وښودل چې کله انسان تورې عینکې په سترګو کوي، د قانون ماتولو او د اخلاقو خلاف کارونو کولو ته تر عادي حالته زیات هوسېږي. وجه یې دا ده چې تورې عینکې شا و خوا تیاره ښيي او په تیاره کې سړی د نورو له نظره پناه وي (سرچینه: ازادي راډیو). انسان معمولاً چېرته چې د نورو تر نظر لاندې وي، ګناه نه کوي. جالبه خو دا ده چې مسلمانان خپل خدای په هر ځای کې حاضر او ناظر ګڼي خو بیا هم کله چې د نورو له سترګو پناه شي، تر ډېرو نورو خلکو ډېرې بداخلاقۍ او ډېر ګناهونه کوي خو که کامره لګېدلې وي، بیا داسې نه کوي.
ولې سوپرایګو/ وجدان بداخلاقو ته جزا نه ورکوي؟
دا به ومنو چې فرضاً حکومت کمزوری دی او پر جنایتکارو باندې قانون نه شي تطبیقولی؛ ټولنه هم فاسده ده او بدکاره کسان پالي؛ نو سوپرایګو ولې څه نه کوي؟ که یو انسان تل بد کارونه وکړي او سوپرایګو یې د هر بد کار په وجه ورټي، وځوروي، او فزیکي جزاګانې ورکړي نو د دې سړي ژوند خو باید دوزخي وي او له رنځ پرته باید بل څه و نه ویني. خو موږ وینو چې په اخلاقي لحاظ لوېدلي کسان ښه خوشحاله ژوند کوي، ان پر خپلو کړنو ویاړي او ځان ورته په حقه ښکاري. دلته به هغه میکانیزمونه راوسپړو چې د بداخلاقو، ګناهکارو او جنایتکارو وجدان تسکینوي.
۱: تکرار
کله چې یو څوک په لومړي ځل یو بد کار یا ګناه کوي، سخت ځورېږي. په دې وخت کې وجدان ډېر حساس وي او هره شېبه سړي ته هماغه ګناه یا خطا وریادوي. خو د هماغه کار تکرار د وجدان حساسیت وار په وار سره کموي او چې څومره ډېر تکرارېږي، هماغومره سړي ته عادي کېږي. بیا نو داسې وخت راځي چې سړی یې په کولو نه شرمېږي او نه ځورېږي.
۲: د عمل بابېدل
که په یوه ټولنه کې یو څوک د اخلاقو خلاف داسې کار وکړي چې نادر وي او یو نیم کس کړی وي، دغه کس به ډېر ځورېږي. خو که هماغه ګناه/ بداخلاقي عامه وي او ډېرو خلکو کړی وي او ویې کړي، بیا سړی ځان ته وايي چې ټول همداسې کوي نو زه ولې باید وځورېږم. موږ ولیدل چې د مجاهدینو په راتګ سره په افغانستان کې د بیتالمال او د خلکو د مالونو غلا او چور دومره عام شول چې بیا څوک یې په کولو نه شرمېدل؛ بلکې هر چا به په ویاړ سره ویل چې «نن مې دومره وند وهلی دی».
۳: توجیه کول
انسان د دې له پاره چې ځان تبرئه کړي او د وجدان له عذابه خلاص شي، خپل غیراخلاقي عمل په مختلفو لارو توجیه کوي. مثلاً یو څوک له یوه شتمن سوداګر سره نوکر دی. دی د سوداګر له دوکان څخه ځینې شیان پټوي؛ یا د سودا پیسې ترې وهي. بیا له ځان سره وايي چې: «ښه کوم؛ دی نو کله پاک دی؛ دی تاریخ تېره شیان پر خلکو پلوري؛ یو شی یې اخیستی وي په لسو، خرڅوي یې په سلو او ناحقه قسمونه هم کوي. نو خدای زه پرې مقرر کړی یم چې تاوان ورواړوم». یا یو څوک د دولت مالیه نه ورکوي او خپل دغه کار داسې توجیه کوي: «دولت نو ما ته څه کړي دي چې زه مالیه ورکړم». یا فرضاً یو رییس ډېر پوچ خولی او بداخلاقه دی، هغه خپله بداخلاقي داسې توجیه کوي: «دا پدرنالتي کله په ښه پوهېږي. ښه یې ویلي دي چې چېرته ډب، هلته ادب. له دوی سره چې په نرمه وچلېږې، بیا دې پر اوږو سپرېږي ...». دا مهمه نه ده چې دغه توجیهګانې مو څومره منطقي او واقعي دي؛ سینوهه وايي: انسان تر رښتیا په درواغو زیات باور کوي.
۴: کوچنۍ ګڼل
خپله ګناه او بداخلاقي کوچنۍ ګڼل سړی د وجدان له عذابه ژغوري. «زما به نو څه ګناه وي؟ خلکو اوښان له بار سره په بډو ووهل؛ ما خو ایله د بچیانو نس موړ کړی. که یې خدای پوښتنه کوي، اول دې هغوی ونیسي». په دې توګه په حقیقت کې انسان ځان غولوي او پر خپلو درواغو باور کوي چې ګواکې ګناه یې په رښتیا هم کوچنۍ ده.
۵: دین او مذهب
ملایان وايي چې لمونځونه، روژې او نور عبادتونه مو ګناهونه پاکوي او دا بیا ځینو خلکو ته ښه پلمه په لاس ورکوي چې هره بداخلاقي په دې هیله وکړي چې بیا به په لمونځونو، روژو، عمرو او حجونو وبخښل شي. یا خو ځینې کسان د دین په نوم د خلکو رټلو، سپکولو، وهلو او ان وژلو ته ملا تړي چې ګواکې زه خو امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوم. دا ډول خلک ځانونه د خدای استازي ګڼي او فکر کوي چې نور خلک ټول ګناهکار او د جزا مستحق دي. دوی ان که قتل هم وکړي، وجدان یې بې غمه ویده وي او هېڅ نه ځورېږي؛ بلکې خوشحاله هم وي چې ګوندې الهي امر یې عملی کړی او خدای به یې اجر ورکړي.
۶: د خاطرو په شا تمبول
دا د ایګو یو دفاعي میکانیز دی او هغه خاطرې چې سړی ځوروي، پر شا تمبوي او نه یې پرېږدي چې د شعور ساحې ته راننوځي. د بداخلاقۍ او ګناه خاطرې ځوروونکې دي او که هر وخت سړي ته خپلې بداخلاقۍ وریادې شي، د شرم او ځور احساس به یې ډېر په عذاب کړي. خو ایګو هڅه کوي چې د وګړي بدني او اروايي سلامتي وساتي. که د ایګو دغه او نور دفاعي میکانیزمونه نه وای، ښايي ډېرو کسانو به د وجدان د شدید عذاب په وجه ځانونه وژلي وای. د ایګو دغه دفاعي میکانیزم که له یوې خوا ګټه لري، له بلې خوا د ګناهونو او خطاګانو هېرول سړی د وجدان له عذاب څخه خوندي کوي او همدا وي چې د نورو بداخلاقیو کولو ته لاره هواروي. [۱]
۷: پروجیکشن/ پر بل اړول
د ایګو بل دفاعي میکانیزم پروجکشن دی. په دې میکانیزم سړی هغه څه چې په ده کې دي، پر نورو اړوي. مثلاً دی کرکجن او بدزړی انسان دی خو وايي: «زما شا و خوا ته ټول بدزړي او کرکجن خلک راټول شوي دي». اکثره هغه کسان چې په ټولنه کې فرضاً د اخلاقي فساد له زیاتېدو سر ټکوي، پخپله په دې فساد کې ښکېل وي خو فساد نورو ته منسوبوي. فروید وايي پروجکشن سړي ته پلمه په لاس ورکوي چې په اخلاقي لحاظ نامناسبې چارې وکړي. مثلاً په دې پلمه چې «پلانکی له ما سره رخه او تربګني لري»، د هغه په حق کې هرې ناروې ته لاره جوړوي. د پروجکشن بل ډول دا دی چې انسان خپل احساسات نورو ته تعمیموي. مثلاً یو څوک خاین دی نو دی ځان په دې باور قانع کوي چې ټول خلک خاینان دي. بیا نو بې له دې چې د ګناه او شرم احساس وکړي، خیانت کوي. د پروجکشن کار دا هم دی چې د انسان د غیراخلاقي انګېزو له پاره اخلاقي او عقلانې لارې برابروي. مثلاً یو څوک ممکن ډېر ځانغواړی وي خو که خپله خودخواهي څرګنده کړي، بد به ښکاره شي نو د خیر ښېګڼې په کارونو لاس پورې کوي چې خلک یې وستایي او ځانغوښتنه یې ارضا شي. [۱]
۸: منفي حس په خپل متضاد حس پټول
دا هم د ځپنې او پروجکشن په شان، د ایګو دفاعي میکانیزم دی. دلته یو منفي احساس د هغه په متضاد یعنې مثبت احساس پوښل کېږي. مثلاً یو څوک له چا څخه کرکه لري خو له هغه سره خپله دښمني په مینه پټوي. البته دا مینه ظاهري او دروغجنه وي او همدا چې تظاهر یې راکم شي، کرکه سر راپورته کوي. همدرانګه کېدای شي پاک لمني او نجابت د توندو جنسي تمایلونو پر مخ غوړېدلی ماسک وي او ممکن دینداري د ګناهکارۍ د پټولو له پاره پرده وي. [۱]
مأخذ:
۱. د فروید ارواپوهنه؛ کالوین اس. هال؛ ژباړن محب الله زغم؛ زیار خپرندویه ټولنه،۱۳۹۶
۲. د حقارت غوټه، ډاکټر محمود منصور، ژباړن محب الله زغم؛ علمي خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹
۳. Meaney, M. (2010). Epigenetics and the biological definition of gene x environment interactions