INSAN Magazine

د فروید ارواپوهنه

د سرطان ۲۰مه ۱۴۰۳

د شخصیت سازمان

د فروید په باور شخصیت له درېو اساسي سیستمونو رغېدلی دی: «id یا دی»، «ego یا زه» او «superego یا برزه». که څوک په اروايي لحاظ سالم اوسي، دا درې واړه سیستمونه په کې یو همغږی او متحد سازمان جوړوي او د دې سیستمونو تر منځ همکاري روانه وي. د دې همکارۍ په برکت انسان کولای شي له محیط سره ګټور اړیکي ټینګ کړي. برعکس، که یو سیستم له بل سره په ټکر کې وي، انسان نامتعارف ګڼل کېږي. داسې کس له ځانه او له جهانه ناراضه وي.

۱. اید

د اید کار دا دی چې د دروني یا بهرني تحریک په وجه په بدن کې راپیدا شوی هیجان یا ټنشن رفع کړي. یعنې اید د ژوندانه اساسي یا لومړنی اصل چې فروید یې «د لذت یا د خوند اصل» بولي، ارضا کوي. د لذت د اصل هدف دا دی چې وګړی له ټنشنه خلاص کړي، یا که دا کار ممکن نه وي – چې اکثراً هم دغسې وي –  ټنشن کم کړي او د امکان تر حده یې ثابت وساتي. ټنشن د ناکرارۍ او رنځ په بڼه حس کېږي او له هغه څخه خلاصون د خوند او لذت سبب ګرځي. نو ویلای شو چې د لذت اصل غواړي له رنځه مو خلاص کړي او خوند راپه برخه کړي.

د اید هغه خورا لومړنۍ بڼه ریفلکسي دستګاه ده چې هر ډول حسي تحریک سم لاسي له حرکي عمل سره دفع کوي. مثلاً کله چې تېزه رڼا پر سترګو لګېږي، سترغلي بندېږي او نه پرېږدي چې دغه تېزه رڼا سړی وځوروي. بدن په ډېرو داسې غبرګونونو یا ریفلسکي سیستمونو سمبال شوی دی. په اصل کې د دې حرکي غبرګونونو نتیجه د محرک لرې کول دي. مثلاً په پرنجېدلو سره هغه څه چې د پوزې مخاطي غشا یې لمسولې ده، بهر ته شړل کېږي – یا سترګې چې اوښلنې شي، له سترګو څخه ګرد او دوړه وباسي. د تحریک عامل کېدای شي بهرنی وي او کېدای شي د بدن له داخله وي. د دروني تحریک یوه نمونه د مثانې د وره د خلاصېدلو ریفلکس دی. کله چې په مثانه کې د میتیازو فشار معین برید ته ورسېږي او دغه فشار د ټنشن سبب شي، د مثانې ور خلاصېږي او د میتیازو په شړلو سره ټنشن رفع کېږي.

که د بدن ټول ټنشنونه د ریفلکسي اعمالو په واسطه دفع کېدلای، نو تر لومړني ریفلکسي سیستم ورهاخوا هېڅ ډول اروايي ودې ته به اړتیا نه وه. خو داسې نه ده. ګڼ شمېر ټنشنونه دي چې د دفع کولو لپاره یې کافي او مناسب غبرګونونه نشته. مثلاً د لوږې په وجه د نوزېږي په معده کې انقباضات تولیدېږي خو دغه انقباضات پخپله خواړه نه شي برابرولای، مګر د نوزېږي د ناکرارۍ او ژړا سبب کېږي. که نوزېږي ته خواړه ونه رسېږي، دغه انقباضات ورو ورو زیاتېږي تر هغې پورې چې د ستړیا په وجه له منځ لاړ شي خو په دې حالت کې به ماشوم هم له لوږې مړ وي.

نوزېږي هغه لازم غبرګونونه نه لري چې خپله لوږه ورباندې ارضا کړي او که لویان خواړه ورنه کړي، دوی به هلاک شي. خو همدا چې خواړه په مناسب ډول د ماشوم خولې ته ورسول شي، د رودلو، تېرولو او هضمولو غبرګونونه پخپله – بې له بهرنۍ مداخلې – فعالېږي او د لوږې ټنشن ختموي.

که چېرې د ماشوم د ټولو دروني تحریکونو په وجه راپیدا شوي ټنشنونه د مور و پلار په همکارۍ سره وار له واره رفع کېدای، نو هېڅ ډول اروايي وده به نه رامنځته کېده. خو سره له دې چې مور و پلار غواړي د ماشوم ټولې اړتیاوې ورپوره کړي، دا کار په چټکۍ سره نه شي کولای. حقیقت خو دا دی چې مور و پلار د انضباطي او روزنیزو پروګرامونو په وسیله، که له یوې خوا د ماشوم ټنشن کموي، له بلې خوا پخپله ورته ټنشن جوړوي او همدا شیان دي چې د اید د ودې او تکامل سبب کېږي.

د ناکامۍ او محرومیت په نتیجه کې د اید تکامل لومړنۍ پروسه نومېږي. د انسان سایکولوژیکه دستګاه حسي غړي او حرکي اندامونه لري. حسي غړي له حسي اعصابو، چې د تحریکونو د اخیستلو ځانګړي ساختمانانو دي، رغېدلي دي. حرکي غړي پخپله عضلات دي. د غبرګون لپاره درې شیان په کار دي: حسي اعصاب، حرکي غړي یا عضلات او د دوی تر منځ د رابطې یو عصبي سیستم چې پیغامونه له حسي غړو څخه حرکي اندامونو ته ولېږدوي.

پر حسي او حرکي جوړښتونو سربېره وګړی د درک کولو (ادراک) سیستم او د خاطرو مرکز (حافظه) هم لري. ادراکي سیستم له حسي غړو څخه تحریکات راخلي او له هغه څه څخه چې حسي غړو ته رسېدلي دي (د تحریک له عامل څخه) یو ذهني تصویر جوړوي. دغه تصویرونه بیا په حافظه کې د خاطرو په بڼه ساتل کېږي. وروسته بیا کله چې دغه خاطرې رافعالېږي، موږ وایو چې وګړي د درک کړي شي خاطره یي تصویر مجسم کړی دی. مثلاً ګل په سترګو وینو، دا ادراک دي خو کله چې په ذهن کې د ګل بڼه مجسم کوو، دا د هماغه ادراک خاطره ده.

اوس به د نوزېږي د لوږې څېړلو ته راوګرځو. ښکاره ده چې هر وخت چې ماشوم وږی وي، خواړه ورکول کېږي. ماشوم د تغذیې په ترڅ کې ویني، څکي، بویوي، او خواړه احساسوي. دغه ادراکونه د ماشوم په حافظه کې ځای نیسي. په تدریج سره د دغو پروسو د تکرار په وجه، د خوړو تجسم د ټنشن د کمېدو سبب کېږي. نو، وروسته که چېرې ماشوم ته خواړه هم ورنه کړل شي، د لوږې ټنشن د هغه په حافظه کې د خوړو تصویر رایادوي او په دې توګه اید د خوړو د خاطرې په مرسته د لوږې ټنشن راکموي. هغه پروسه چې د ټنشن د کمولو لپاره لازم خاطره یي تصویر تولیدوي، لومړنۍ پروسه نومېږي.

لومړنۍ پروسه هڅه کوي د هغه شي په وسیله ټنشن رفع کړي چې فروید یې «د ادراکو سره ورته کول» بولي. د فروید مطلب دا دی چې اید خاطره يي تصویر له ادراک سره ورته ګڼي. مثلاً د اید لپاره د خوړو خاطره پخپله د خوړو حیثیت لري. په بله وینا اید د خاطره يي تصویر (ذهني تصویر) او د واقعي شیانو د عیني ادراک تر منځ توپير ته قایل نه دی. د لومړنۍ پروسې یوه نمونه د تږي مسافر په ذهن کې د اوبو تجسم دی. خوبونه یې بل مثال دی. خوبونه د هغو خاطرو د تصویرونو لړۍ ده چې ټنشن کموي. وږی په خوب کې خواړه او هغه شیان ویني چې له خوړو سره تړلي دي. حال دا چې تر جنسي ټنشن لاندې ویده وګړی، د جنسي فعالیتونو خوبونه ویني. فروید وايي موږ په خوب کې ارمانونه پوره کوو، یعنې هغه شی چې غواړو یې، په خوب کې یې وینو. خو څنګه چې لومړنۍ پروسه ټنشنونه په موثره توګه نه شي کمولای نو ثانوي پروسه وده کوي چې دا بیا په ایګو پورې تړلې ده او وروسته به بیان شي.

فروید د اید په اړه نورې خبرې هم لري. دی اید د غرایزو اډانه بولي چې سر و کار یې د بدن له دروني بهیرونو سره دی او له بهرنۍ نړۍ سره رابطه نه لري، په همدې وجه د وخت په تېرېدو او له تجربو سره تغییر نه کوي خو اید د ایګو په وسیله کنټرولېدای شي. اید اخلاق، منطق او استدلال نه مني بلکې د غرایزو ارضا کول غواړي. اید د دې کار لپاره دوې لارې په مخ کې لري: یا دا چې خپله غوښتنه په ذهني ډول یعنې په خیال کې پوره کړي او یا دا چې ایګو ته تسلیم شي چې په دې صورت کې ټنشن د دې پر ځای چې سم لاسي رفع شي، مقید پاتې کېږي.

فروید وايي په اید کې هغه تجربې هم نغښتې دي چې په تېرو نسلونو کې په شدت او په کراتو تجربه شوې دي (جمعي لاشعور). د ده په باور ان که نوزېږی له لوږې سره د خوړو د تداعي کولو تجربه هم نه وي کړې، د لوږې په وخت په خپل ذهن کې د خوړو تجسم کولای شي.

اید د وګړي په ټول ژوند کې خپل ماشومانه خوی ساتي یعنې ټنشن نه شي زغملای او د هغه سم لاسي رفع کول غواړي.

۲. ایګو

هغه دوې پروسې چې اید د هغوی په واسطه ټنشنونه دفع کوي، یعنې غیر ارادي ریفلکسي حرکتونه او د ذهني تصویرونو ایجادول (لومړنۍ پروسه)، نه شي کولای د بقا او تناسل لوی مقصدونه پوره کړي. په بله وینا که یو څوک وږی وي، نه ریفلکسي عملونه او نه د خوړو تصور د هغه لوږه لرې کولای شي. له بلې خوا غیر تعقلي او سم لاسي عمل سړی له مجازاتو سره مخ کوي چې دا پخپله ټنشن زیاتوي. همدارنګه انسان یوازې په ماشومتوب کې د لویانو له مواظبته برخمن وي خو همدا چې لوی شي، مجبوره وي خپل احتیاجات پخپله رفع کړي. د دې کار لپاره مجبور وي چې بهرني واقعیتونه په پام کې ونیسي او ورسره تطابق وکړي یا دا چې ورباندې غلبه وکړي. د وګړي او محیط تر منځ د داسې معقولو اړیکو د ټینګولو لپاره یو بل اروايي سازمان په کار دی چې ایګو نومېږي.

په متعادل وګړي کې ایګو د شخصیت اجرايي عامل وي چې د اید او سوپرایګو د څارنې او کنټرول دنده لري. ایګو دیوه عاقل سوداګر په شان د دروني غوښتنو او غریزو (اید)، بهرنۍ نړۍ او سوپرایګو تر منځ د شخصیت او د هغه د احتیاجاتو په ګټه انډول رامنځته کوي. که چېرې ایګو دغه انډول ونه ساتي او توله د اید، سوپرایګو یا محیط خوا ته درنه کړي، د وګړي د شخصیت تعادل له منځه ځي.

ایګو «د لذت اصل» ته تابع نه وي بلکې د واقعیت اصل مني. واقعیت هغه څه دي چې په عیني ډول شته دي. د واقعیت د اصل هدف دا دی چې د ټنشن دفع کول تر هغې پورې وځنډوي چې د ارضا کولو لپاره یې اصلي او حقیقي شی په مناسبه لاره په لاس ورشي. مثلاً ماشوم باید دا زده کړي چې لوږه په هر شي باندې نه ماتېږي او تر هغې پورې چې خواړه ورته نه دي رسېدلي، باید صبر وکړي، نه دا چې هر څه خولې ته ننه باسي.

د واقعیت اصل د هغې پروسې په وسیله تامینېږي چې فروید یې ثانوي پروسه بولي ځکه چې دا د اید تر لومړنۍ پروسې وروسته رامنځته کېږي او پر هغې خپل سیوری غوړوي. لومړنۍ پروسه یوازې د هغه څه تصویر راته ښيي چې اړتیا ورته لرو حال دا چې ثانوي پروسه مو د تفکر او عملي اقدام په وسیله واقعي شيانو ته رسوي چې خپل احتیاج ورباندې رفع کړو.

ثانوي پروسه د لومړنۍ پروسې برخلاف ذهني خیالي نړۍ له واقعي نړۍ څخه توپیروي او د یوه شي ذهني تصویر د هغه له اصل سره یو خېل نه ګڼي. د ثانوي پروسې په وسیله وګړی مختلفې لارې ازمويي تر هغې چې واقعیت ته د رسېدلو سمه لاره ومومي.

د واقعیت اصل، د ثانوي پروسې فعالېدل او د وګړي په ژوند کې د بهرنۍ نړۍ مهم نقش، ټول په ګډه سره د وګړي د ادارک، حافظې، تفکر او عمل د ودې او زیاتېدو سبب کېږي. د همدې ودې په وجه د وګړي د تشخیص ځواک پیاوړی کېږي او بیا نړۍ ته په سرعت او لا دقت سره ګوري او د محیط د ګڼو محرکونو له منځه یوازې هغه شیان انتخابوي چې د ده ستونزه ورسره حل کېږي. تفکر هم وده کوي او سربېره پر هغو اطلاعاتو چې د حسي غړو له لارې ورته رسېږي، په حافظه کې له خوندي شویو معلوماتو هم استفاده کوي. حافظه د تداعي د عمل په وسیله چې د خاطرو تر منځ ارتباط رامنځته کوي، او د ناطقه دستګاه (ژبې) له ودې سره وده کوي. د دې ټولو په نتیجه کې د وګړي قضاوت دقیقېږي. ورسره یو ځای وګړی د خپلو عضلاتو او غړو د خوځولو مهارت هم تر لاسه کوي. په دې توګه کولای شو ایګو داسې پېچلی اروايي سازمان وبولو چې د اید او بهرنۍ نړۍ تر منځ د منځګړي نقش ادا کوي.

ایګو د واقعیت د حصول پر پروسې سربېره بل عمل هم لري چې د اید لومړنۍ پروسې ته ورته دی، یعنې د تخیل او فانتیزي عمل خو د اید له لومړنۍ پروسې څخه توپیر یې په دې کې دی چې دا یو خیال له واقعیته بېلوي او دواړه یو شان نه ګڼي خو دا کار د ایګو د جدي کارونو تر منځ ځنډ جوړوي.

سره له دې چې ایګو له محیط سره د ارتباط محصول دی خو د تکامل تومنه یې په ارثي توګه په هر چا کې شته او د طبیعي ودې (بلوغ) د پروسې تر اغېزې لاندې وده کوي. یعنې هر انسان د استدلال او تفکر بالقوه استعداد لري خو په بالفعل استعداد د اړولو لپاره یې تجربې، روزنې او فرهنګ ته اړتیا ده. د رسمې ښوونې او روزنې اصلي منظور د سم تفکر د لارې زده کول دي. سم تفکر یعنې حقیقت ته رسېدل.

۳. سوپرایګو

سوپر ایګو د وګړي د شخصیت درېمه اصلي برخه او د شخصیت اخلاقي او قضايي برخه ګڼل کېږي. سوپرایګو تر ډېره بریده د ایډیال او مثاليتوب ښکارندوی دی نه د واقعیت او زیاتره د کمال په لټه کې وي، نه د واقعیت یا د لذت د موندلو په لټه کې. ماشوم له مور و پلاره زده کوي چې څه ښه دي، څه بد، کوم کار ثواب لري او کوم کار ګناه. سوپرایګو د همدغو اخلاقياتو د راخپلولو نتیجه ده. کرار کرار ماشوم ته پته لګېږي چې د لذت د حصول او له رنځه د خلاصېدو لپاره یوازې د واقعیت د اصل پیروي کافي نه ده، بلکې د مور و پلار رضا هم مهمه ده.

سوپرایګو دوې برخې لري ارماني یا ایډیال ایګو او وجدان. د ماشوم په ایډیال کې هغه شیان دي چې مور و پلار ښه ګڼلي دي او ماشوم غواړي هماغه صفتونه ولري. میندې پلرونه د تشویق او هڅولو له لارې خپل اخلاقي معیارونه ماشوم ته ورلېږدوي. مثلاً هر وخت چې ماشوم خپل نظافت ته پام کوي، مور و پلار یې نازوي نو نظافت د ماشوم په یو ایډیال بدلېږي. وجدان بیا د هغو مسایلو په اړه د ماشوم تصورات رانغاړي چې مور و پلار بد ګڼلي دي. وجدان بیا د مجازاتو په وسیله حاصلېږي. مثلاً که یو ماشوم د نه پاکوالي په وجه په کراتو ورټل شي، وروسته بیا چټلي بده ګڼي. په دې توګه ایډیال ایګو او وجدان د یوه اخلاقي کیفیت دوه متضاد مخونه دي.

مکافات او مجازات دوه ډوله دي، فیزیکي او اروايي. فیزیکي مکافات مور، پلار، خواړه، د لوبو شیان، خواږه او نور شیان دي. اروايي مکافات په ژبه، سترګو او څېره د ماشوم هڅول دي. فیزیکي مجازات وهل، ټکول، له خوړو او یا لوبو د ماشوم محرومول دي. اروايي مجازات په ژبه، سترګو او تندي د ماشوم ګواښول او رټل. د مکافاتو دواړه ډولونه ماشوم ته د مینې پیغام ورکوي او دروني ټنشن یې کموي او د مجازاتو دواړه بڼې ماشوم ته د نه محبت خبره کوي او دروني ټنشن یې ورزیاتوي.

سوپرایګو هم د دې لپاره چې خپل اخلاقي قوانین پر ماشوم عملي کړي، د مور و پلار په شان یې په ښو کارونو ستايي او په بدو کارونو رټي. دغه مکافات او مجازات ایګو ته ورکول کېږي ځکه چې ایګو د ټولو ښو او بدو کارونو د ترسره کولو مسوول دی. البته یوازې د ښو یا بدو کارونو په وجه ایګو ته مکافات یا مجازات نه ورکول کېږي بلکې د ښو یا بدو فکرونو په وجه هم دا کار کېږي ځکه چې سوپرایګو بد فکر او بد عمل یو شی ګڼي. په دې ډول، سوپرایګو له اید سره، چې د ذهني او واقعي قضیو تر منځ توپیر نه شي کولای، ورته کېږي.

د کورنیو په شان سوپرایګو هم وګړي ته فیزیکي او اروايي مجازات او مکافات ورکوي. مثلاً تر سخت کار وروسته اوږده دمه او ښه خواړه فیزیکي مکافات دي. اروايي مکافات د خوښۍ او خوشحالۍ په احساس کې وي. اروايي مجازات بیا د خپګان او له ځانه د کرکې په بڼه دي. فیزیکي مجازات یې ممکن د ناروغۍ، حادثې یا د قیمتي شیانو د ورک کېدلو په توګه وي، د فروید په باور  د دغو ناخوالو وجه لږ یا ډېر د ناسمو کارونو په وجه د «ځان تنبه کول»  دي.

د سوپرایګو د مکافاتو په وجه وګړي ته له ځانه سره د مینې احساس پیدا کېږي او دا د مور و پلار  د مینې معادل ګڼل کېږي. برعکس د سوپرایګو مجازات سړي ته له ځانه د کرکې احساس پیدا کوي او دا حالت د مور و پلار له نه محبت سره ورته دی.

سوپرایګو د وګړي په شخصیت کې د ټولنې د ایډیالونو، مذهبې باورونو او ارزښتونو استازی دی چې له مور و پلاره ماشوم ته انتقالېږي. البته سوپرایګو د مور و پلار د کړنو انعکاس نه بلکې د هغوی د سوپرایګو انعکاس دی. مور و پلار ممکن ووايي یو څه خو وکړي بل څه خو د دوی وینا له مکافاتو او مجازاتو سره مله وي ځکه خو د ماشوم د اخلاقي معیارونو په رغولو کې اساسي نقش لري. د سوپرایګو په جوړولو کې پر مور و پلار سربېره د ټولنې نور عوامل هم رول لري مثلاً معلم، روحانیون، پولیس، او هر هغه څوک چې تر ماشوم لوړ مقام ولري، دا ټول د کورنۍ نقش لري.

سوپرایګو څه هدف لري؟ د سوپرایګو لومړنۍ دنده د هغو ایمپلسونو کنټرول دی چې ټولنې ته خطر پېښوي لکه د تجاوز او تېري او جنسي ایمپلسونه. سوپرایګو وګړي ته دا توان ورکوي چې قانون ته تابع اوسي.

که اید د انسان د ارثي بیولوژیکي ځانګړنو محصول وګڼو او ایګو له عیني واقعیتونو سره د انسان د متقابلو تاثیراتو نتیجه، سوپرایګو د وګړي د اجتماعي کېدو محصول او د فرهنګي دودونو ناقل ګڼلی شو.

یاده دې وي چې دا یوازې نوموونې دي او د اید، ایګو او سوپرایګو ترمنځ جوته پوله نشته بلکې دا درې اصطلاحات د شخصیت د پروسو، کړنو، میکانیزمونو او دینامیزمونو د معرفي کولو لپاره استعمالېږي. ایګو له اید څخه منشا اخلي او سوپرایګو د ایګو پر اساس رامنځته کېږي. د وګړي د ژوند په اوږدو کې دا درې سره سیستمونه له یو بل سره په ملګرتیا او پر یو بل له متقابلې اغېزې سره پايي

 

شریک کړئ