INSAN Magazine

خشونت او مرګ د فروید له نظره

د سرطان ۲۰مه ۱۴۰۳

فروید وایي هېڅ انسان کاملاً «ښه» یا کاملاً «بد» نه دی. هر انسان په ځینو برخو کې یا په ځینو شرایطو کې «ښه» دی او په ځینو حالاتو کې «بد». شیطاني او انساني تمایلات د هر انسان په خټه کې اغږل شوي دي. انسان د اروايي ودې په لومړیو کې یوازې «د لذت اصل» ته تابع وي. هر څه چې ده ته خوند ورکوي او له ټنشنه یې خلاصوي، هغه ورته ایډیال ښکاري او هر څه چې دی ځوروي او ټنشن ورته جوړوي، له هغې تېښتي. وروسته چې له واقعیتونو سره مخ کېږي او پوهېږي چې هره غوښتنه یې بې درنګه نه شي ترسره کېدای، بیا د تعقل لاره خپلوي او «ایګو» ورباندې حاکمېږي. خو دغه تعقل هر څه د ده د غوښتنو په ګټه استعمالوي، ښه او بد ته یې نه ګوري. په درېیم پړاو کې د کورنۍ او ټولنې له خوا وضع شوي ارزښتونه د ده شخصیت ته لاره کوي او وجدان یې رغوي. وجدان انسان له بدو کارونو منع کوي او ښو ته یې هڅوي.

خو د فروید په باور «وجدان» هغه سخت زړی قاضي نه دی چې د اخلاقو معلمان یې یادوي. دغه قاضي داسې نه دی چې هېڅکله به له قانونه عدول نه کوي. د وجدان اساس «ټولنیزه وېره» ده. یعنې تر هغې پورې چې ټولنه زموږ اعمال څاري، «ښه» یو خو همدا چې د ټولنې دغه څارنه کمرنګه شي، ظلم، تعدي، خیانت او فریب ته لاس پورې کوو.

په حربي ښوونځي کې زموږ یو ټولګیوال پيرمحمد نومېده. دومره عاجز و چې نورو به ورباندې خپل بوټونه رنګول، خپله نوبتچي ګري (د ټولګي یا د کاغوش د پاکولو وار) به یې په ده باندې کوله. همدا چې تنظیمي جګړې شروع شوې، دی په یوه تنظیم کې قوماندان شو. یوه ورځ مو بل ټولګیوال د کابل په میکرویانو کې لیدلی و چې پایڅې یې بډ وهلې، کلاشینکوف یې په لاس کې ځوړند نیولی او باډیګارډان ورپسې. ده ورنه پوښتنه کړې وه چې خلک خو به نه ځوروې؟ پیرمحمد ویلي وو: که همدا اوس پوه شم چې یو څو روپۍ دې په جېب کې دي، ولله که تا هم پرېږدم.

البته په دې کې چې دغه آرام او عاجز انسان یو دم په یوه جنایتکار او وحشي بدل شو، د حقارت مسأله هم ده. دی پخوا تحقیر شوی و، د حقارت د احساس د جبیرې یوه لاره غچ اخیستنه ده. داسې خلک په لاشعوري ډول ټولنه او د ټولنې هر وګړی د خپل حقارت مسوول ګڼي او غواړي چې غچ ځنې واخلي. خو، دلته د فروید نظر هم تطبیقېږي. موږ په دې دېرشو کلونو کې ولیدل چې د افغانستان آرام او مهربانه خلک څنګه یو په یو خپله مهرباني هېره کړه او وحشت ته یې مخه کړه. کله چې دوی خپل سري شول او ټولنه پر دوی باندې خپل نظارت له لاسه ورکړ، شیطاني غریزې یې یو ناڅاپه یاغي شوې.

فروید په لومړي سر کې خشونت ته د مخه کولو عامل د انسان ځانغوښتنه او نرګسیت وګاڼه. د ده په باور انسان پر ځان میین دی او هر څه چې د ده دغه احساس وګواښوي، د ده غوسه راپاروي. ارواپوه کابلر راس چې د مرګ او ویر په اړه یې څېړنې کړې دي، دې نتیجې ته رسېدلی: همدا چې انسان له خپل مرګه خبر شي – مثلاً خبر شي چې په ناعلاجه ناروغۍ لکه سرطان یا ایډز اخته دی – لومړنی عکس العمل یې قهر او غوسه دی او د قهر او غوسې نتیجه خشونت وي.

ماشومان چې لا د اجتماعي کېدو پړاوونه یې نه دي وهلي، ډېر ځان محوره «ایګوسنټریک» شخصیت لري او فکر کوي چې هرڅه او هرڅوک باید د دوی په چوپړ کې وي. موږ وینو چې ماشومان څنګه د هغو شیانو پر سر خشونت ته لاس پورې کوي چې خپل ملکیت یې ګڼي. دوی دغه شیان هم د خپل ځانغواړي وجود حصه ګڼي.

دا چې ولې مستبد او زورواکي په کراتو په خشونت لاس پورې کوي، یو دلیل یې همدا نرګسیت دی. دوی ته ځانونه تر هر چا ښه او کامل ښکاري، دوی د ټولنې رهبري یوازې خپل حق ګڼي او که هر څوک یا هر شی د دوی دغه احساس وننګوي، د دغو مستبدو له خشونت سره مخ کېږي. دلته د سالمې روزنې اهمیت په ډاګه کېږي. که چېرې ماشومان سم ورزول شي، د خشونت پر ځای د سوله ییزو طریقو په وسیله خپله ځانغوښتنه ارضا کولای شي.

فروید باور لري چې هر انسان کې د «عشق (ژوند)» غریزه او ورسره د «مرګ» غریزه وي. دغه غبرګې غریزې «خپل ژوند او د نورو مرګ» دواړه طبیعي دي او د ژوند لپاره ضروري خو په خاصو شرایطو کې یوه غریزه پر بلې بر کېدای شي. ځینې هیومانیسټان (بشرپالي)، د حیواناتو د حقونو مدافعان او سوله پالي په ماشومتوب کې واړه سادیستان پاتې شوي دي. دی پر بد یا شیطاني غریزې د ښه یا انساني غریزې د بر کېدو لپاره دوه میکانیزمونه تشریح کوي. یو یې دروني میکانیزم دی چې شهواني علایق – چې حاصل یې ځانغوښتنه ده - له ټولنې سره په مینې بدلوي. مانا دا چې د مینې غریزه پراختیا مومي او له ځان سره مینه له ټولنې سره پر مینه بدلېږي. عرفان، تصوف او هیومانیزم د دې میکانیزم نمونې ګڼلی شو. بل میکانیزم یې بهرني (کلتوري محیط) دی چې د روزنې په وسیله لوړ ټولنیز ارزښتونه او اخلاق انسان ته لېږدوي. د سالمې روزنې په برکت انسان دا زده کوي چې نور هم احساس لري، دردېږي، خپل حقونه لري ... په دې برخه کې هنر او ادبیات مهم ګڼل کېږي. ادبیات په انسان کې له نورو سره د خواخوږۍ حس او مثبت عواطف راژوندي کوي او انسان ته د نورو د زغملو توان ورکوي.

د ښې روزنې په وسیله انسان متمدن خویونه خپلوي خو فروید ټینګار کوي چې متمدن انسان تر ډېره حده منافقت کوي. دی د ټولنې له وېرې ښه وي او همدا چې د ټولنې څارنه ورباندې کمه شي، ځناورتوب یې ځان څرګندوي. هماغسې چې د جنسي غوښتنو دوامداره پر شا تمبول د ناروغۍ سبب کېږي، د ټولنې له خوا د وضع شویو ارزښتونو په وجه، د مرګ د غریزې پر شا تمبول هم د عقدې سبب کېږي. د ده په باور خوبونه مو خپلو اصلي تمایلاتو د ورګرځېدو ښې نمونې دي. په خوب کې موږ د اخلاقو جامې وباسو او په خوب کې هر څه کوو خو سهار چې له خوبه راویښېږو، دغه جامې بېرته اغوندو. په خوب کې «هرڅه کول» بې تاوانه دي ځکه په خوب کې موږ عملاً فلج یو او د څه کولو توان نه لرو. خو که په ټولنه کې ګډوډي راځي، بیا دغه «هرڅه» په واقعیت کې او عملاً کوو.

موږ د دې ادعا ثبوت په خپل وطن او نورو ملکونو کې لیدلي دي. تر څو پورې چې په ټولنه کې ثبات او نظم ـ ان که د دیکتاتورۍ او استبداد له لارې هم – قایم پاتې وي، ټول سم دي خو همدا چې دغه نظم - په هر دلیل - له منځه ځي، وګړي خپل وحشیتوب نه شي کنټرولولای. مصر، لیبیا، عراق او سوریه یې غوره مثالونه دي.

د مرګ په اړه فروید وايي چې دا څنګه کېدای شي چې یو انسان د خپلو عزیزانو په مرګ دردېږي، او هېڅکله د خپل دوست او قریب د مرګ تصور نه کوي او نه پرې خبرې کوي - یوازې ماشومان په اسانۍ سره د خپل پلار، ورور، خپلې مور یا خور د مرګ خبره کولای شي ځکه چې له مرګه د دوی تصور بېل دی - خو همدا انسان د جنګ په ډګر کې نور انسانان مرګ ته سپاري. دلته هماغه د غبرګو غریزو خبره ده «خپل ژوند او د رقیب مرګ». انسان د دښمن د وژلو لپاره دغه دلیلونه تراشي چې «هغه به زما ژوند وګواښوي، زما وطن به لاندې کړي، زما شته به رانه یوسي.» همدا ده چې د جګړې له ډګره راستون شوی جنګیالی، کله چې کور ته ځي، هر څه هېروي. د نورو وژنه، د وژل شویو د خپلوانو ویر او درد، دا هر څه هېروي.

فروید د خشونت لپاره بل دلیل هم یادوي. هر انسان د ځان ښه او هوساینه غواړي خو دا هوساینه د نورو له خوا تهدیدېږي. نو خشونت لکه ماینونه باید د ده د هوساینې قلمرو وساتي. د دې نظریې پر اساس د مستبدو د خشونت وجه «وېره» ده نه «غوسه». زموږ په وطن کې قبیلوي ژوند د همدې وېرې نتیجه ده. زموږ پلرونو ځانونه خوندي نه ګڼل، تل دا وېره ورسره وه چې بل یا بله قبیله به د دوی ځمکې لاندې کړي، مالونه به یې ځنې یوسې، د ځنګله برخه به یې ولوټي ... نو هر چا په خپل خېل او قبیله کې ځان خوندي احساساوه ځکه چې خېل او قبیله به د دوی ننګه او ساتنه کوله. موږ وینو چې په ښارونو کې – چې قانون د خلکو حقونه خوندي کوي – قبیلې حل کېږي او نور څوک په خېل او قبیلې پسې نه ګرځي.

د ژوند په وروستیو کلونو کې فروید د حنجرې په سرطان اخته و او سخت دردونه یې ګالل. په دې وخت کې ده نوې نظریه وړاندې کړه: «خشونت د عضلاتو د قوې محصول دی.» عضلات باید په ځان کې راټوله شوې انرژي (ټون) تخلیه کړي او د تخلیې لپاره یې خشونت یوه وسیله ده. فروید ته په دې وخت کې ټول ژوند له درد او کړاوه ډک ښکارېده چې هر انسان باید ځان ځنې خلاص کړي. خشونت په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي. یوه وجه یې دا ده چې د ودې او جنسي هورمونونو د فعالیت په نتیجه کې د دوی عضلات او اندامونه غښتلي کېږي او ډېره انرژي په کې زېرمه کېږي. د دې انرژۍ د تخلیه کولو یوه لاره تاوتریخوالی، شخړه او جګړه ده. ورزش د نورو ګټو تر څنګ دا کمال هم لري چې د ځوانانو عضلي انرژي په مثبته او نسبتاً بې تاوانه لاره مصرفوي. فکر کوم طالبان او نور توندلاري چې لوبې، ورزش او فیزیکي بوختیاوې لهو و لعب بولي، یوه وجه به یې همدا وي چې نه غواړي ځوانان خپله عضلي انرژي په سمه لاره تخیله کړي او دا انرژي همداسې پاتې شي چې د دوی په ګټه د جګړې په ډګر کې مصرف شي.

نتیجه:

  1. په انسان کې انساني او شیطاني تمایلات او غریزې خوندي دي خو سالمه روزنه انسان د سوله ییز ژوندانه خوا ته بیولی شي.
  2. هر متمدن انسان چې د ټولنې اخلاقي قواعدو ته غاړه ږدي، مانا یې دا نه ده چې هغه خپل وحشیتوب هېر کړی دی او که چېرې د ټولنې ثبات او نظم ګډوډ شي، د دوی له مخه به نقابونه لرې شي. نو باید د ټولنو ثبات او نظم خوندي وساتل شي.
  3. څومره چې په یوه ټولنه کې د قانون حاکمیت زیاتېږي، هماغومره وګړي خپل حریم مصوون ګڼي او دې ته نه مجبورېږي چې د خپلې هوساینې د ساتلو په خاطر د نورو مرګ وغواړي.
  4. ورزش او لوبې د عضلي انرژي د تخلیې مثبته لاره ده. څومره چې ځوانانو ته د سالمو فیزیکي بوختیاوو زمینه زیاته شي، هماغومره د تاوتریخوالي پېښې کمېږي.

شریک کړئ