INSAN Magazine

انسان، خوشحال او رحمان

د سرطان ۲۰مه ۱۴۰۳

موږ پوهېږو چې هیومانیزم د مډرنې زمانې پدیده ده او دوه نیم سوه کاله مخکې په دې مانا چا نه پېژانده. خو انسان په هروخت کې د ادبیاتو، فلسفې، تصوف، عرفان او اخلاقياتو محور پاتې شوی دی. په دې لیکنه کې هڅه کوو د انسان په اړه د خوشحال خان خټک او رحمان بابا نظر، د دوی په شعرونو کې راوسپړو.

رحمان بابا چې صوفي مشربه شاعر دی، وايي چې ټول انسانان په شأن کې سره یو شان دي:

واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې

اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی

یا دا:

لکه ځان هسې وبل وته نظر کړه

لکه ستا دی، هسې ځان دی د هر چا

د ده په باور د انسانانو تر منځ ظاهري توپیرونه، د هغوی معنا نه بدلوي:

چې نظر یې له صورته په معنو کړ

ورحمان وته یکسان شو زشت و خوب

په قران کې هم کرامت ټولو بني ادمانو ته منسوب شوی دی، نه یوازې مسلمانانو ته. خوشحال بابا بیا همدا خبره داسې کوي:

په سړیتوب کې، واړه یکسان دي

که مومنان دي، که کافران دي

رحمان بابا واقعي انسان هغه بولي چې د بل انسان په درد ودردېږي:

ادم زاد په معنا واړه یو صورت دی

هر چه بل ازاروي هغه ازار شي

دی د ټولنې هر وګړی په خوله کې له غاښونو سره ورته ګڼي چې د یوه کمی هم، ټوله ټولنه بدرنګوي:

درست صورت د یوه نوک په درد دردمند شي

وران شي ښهر د یوه سړي په تور

چې یو غاښ په خوله کې ځوړند شي یا ووځي

درسته خوله پرې بدنمایه شي هر ګور

همدرانګه خوشحال خان خټک، رنګ، توکم او د انسانانو نور توپیرونه ظاهري او د خدای چارې بولي:

هند کې تورسکاڼ دي، له موره پلاره

پښتانه واړه، سره سپین اې یاره

تاثیر که تخم، آب و هوا لري

ته واړه وګڼه، له کردګاره

نو کله چې دا توپیرونه خدایي وګڼو، تعصب پخپله له منځه ځي. په بله څلوریزه کې دیني تعصب هم ردوي او وایي چې د دینونو د ظاهري عبادتونو تر شا مطلب څه نور دی:

هندو چې بت وته هسې نسکور دی

مومن مخ ایښی د کعبې په لور دی

دا دواړه توکه، رسم و عادت دي

ویده عالمه، مطلب څه نور دی

ان د چا دین او مذهب، هغه د خوشحال بابا له یارۍ نه محروموي:

د ما د یار، په یارۍ کار دی

که مسلمان دی، که زنار دار دی

که مهر مینه وفا راستي لري

نور څه یې مه ګوره، چې پوره یار دی

خو خوشحال خټک بیا جنسي تعصب پالي. دی ښځې کم ذاتې، کم عقلې او ناسمې بولي:

ښځې په اصل، کږې ناسمې دي

په عقل کمې، په دین هم کمې دي

شومت یې اور دی، چې چېرته لګي

په دم پېرۍ، په دم آدمې دي

دی ښځه د مار غوندې زهرجنه ګڼي او په مکر او فرېب یې تورنوي:

په مخ که هر څو، صاحب جمال وي

ننه په زړه کې، افعي افعال وي

که زر تسبیح لولي، باور پرې مه کړه

ښځې مې واړه، د مکر جال وي

کله خو تر دې هم وراوړي او ښځه له متاع او څيز سره په یوه تله کې تلي:

دا یو څو توکه د وقوف دار دی

باز د میر ښکار دی، زر د تجار دی

کتاب د چا دی؟ د دانشمند دی

ښځه د مرد ده، مښک د عطار دی

ان د ښځې ژوند د هغې په ښکلا او پاکۍ پورې مشروط ګڼي او که دا یې نه وي، په ګور کې یې غواړي:

ښځې ښه څیز دي، که په مخ ښکلې وي

له موره پلاره، پاکې زوولې وي

که دا یې نه وي، زر دې په ګور شي

چې نه لیدلې، نه چا کتلې وي

دا چې خوشحال بابا ریالیسټ او بې ترسه شاعر و، خبرې به یې په زغرده کولې. د ده په شعرونو کې د هاغه مهال د خلکو بارونه معلومولای شو. داسې ښکاري چې د ده د وخت ټولنې ښځو ته په همدې سترګه کتل:

ښځې له ځایه، په عقل کمې دي

سمې به نه شي، پیدا ناسمې دي

وفا ترې مه غواړه، په یارۍ یې مه ویاړه

که دې محرمې دي، که نامحرمې دي

وفا او بې وفايي، پاکي او ناپاکي، رښتینولي او دروغجنتوب ... خو په نر او ښځه داوړو کې وي، خو په پښتني نرسالاره فرهنګ کې، ټول منفي صفتونه ښځو ته منسوبېږي.

فتنې د ښځو، هرګوره ډېرې دي

په شیطانۍ تر، شیطانه تېرې دي

لکه لټکه هسې، ټکي لري

زهر په خوا کې، ښکلې برسېرې دي

د خوشحال بابا په باور، ښځه دویمه درجه انسانه ده او که نر هم له هغې سره یو شان شي، ښځه ځنې جوړېږي:

که مرد یې مه پرېږده مردي له دسته

مرد دی د پاسه، ښځه ده پسته

مرد چې تر ښځې، پورې زبون شي

مردي یې نیست شوه، ښځه شوه هسته

 

شریک کړئ