INSAN Magazine

روښانيت او د ښځو مقام

د سنبلې اوله ۱۴۰۳

د پښتون اولس په تاريخ کې د روښاني غورځنگ يو ستر امتياز په دې کې دی چې هغه څه يا هغه عناصر چې متحجرو مذهبي فرقو ته د منلو وړ نه وو او يا يې تل ورسره مخالفت کړی،  د روښاني غورځنگ په متن کې ورته پاملرنه شوې ده۔ دا دوه توکي  يو موسیقي او بل د ښځو د شخصيت او موجوديت مساله وه۔ په موسيقي باندې څه ويل اوږد بحث دی چې په دې برخه کې نه ځايېږي خو دلته يوازې د ښځو په مقام  او د هغو د ازادۍ په ارزښت خبرې کول غواړو۔ د روښاني غورځنگ په رواياتو او کردار کې، هغه د عربو وروسته پاتې فرهنگ برخلاف،  د يوه انسان په توگه ارزول کېږي او خپل مقام او دريځ پيدا کوي.

په دې مانا چې روښاني غورځنگ د زړو سننو او ميراثونو پر ضد د يوه عصيانگر جريان په توگه د ښځو د پراخې انساني کتلې په باب هم بې‌توپيره نه دى پاتې شوى، بلکې په دې برخه کې يې هم ډېر څرگند او روښانه دريځ درلود.

کله چې د ښځو په باب د روښانيانو چلند وينو او له بلې خوا د بايزيد روښان د سرسخته مخالف اخوند درويزه تورونه او تومتونه لولو، په ډاگه جوتېږي چې بايزيد روښان په پوره زړورتوب د ښځو د ازادۍ او د هغو ى د درناوي په برخه کې گامونه اوچت کړي دي۔ د بايزيد روښا ن سرسخته مخالف اخوند درويزه په دې برخه کې هم پر روښان او د هغه پر مريدانو تورونه لگوي او د هغه د تومتونو په لړ کې دا داسې تور دى چې د هغه اسماعيليه فرقې د پيروانو په باب هم ارايه شوى دى. خو په دې برخه کې د دوه ټکو معلومول ضروري دي۔ يو دا چې اخوند درويزه او د هغه په څېر وچ مذهبي او په اصطلاح د اهل شريعت پلويان د روښانيانو په باب څه فکر لري او بله دا چې خپله بايزيد روښان او د هغه پيروان ښځو ته په کوم ټولنيز ارزښت او دريځ قايل دي؟ دغه دوه مسألې اساسي اختلاف لري، په دې مانا چې اخوند درويزه ليکي:

"زهی سفاهت اين مردم شخص که با زنان بيگانگان تنها در خلوت نشيند و زنان را خليفه سازد و صاحب دعوت نموده شهر به شهر بانواع حيله اراسته بگرداند به قصد ان که جميع لوندان و شهوت پرستان محض از براى شهوت تبعيت او خواهد گرفت". (تذکرة الابرار و الاشرار، ص ۱۴۸)

د اخوند درويزه هدف په دې برخه کې په مشخص ډول بايزيد روښان يا د هغه په اصطلاح پير تاريک دى چې څو کرښې د مخه د هغه نوم اخلي او بيا دغه يادې شوې مسالې طرح کوي، خو په ناخبره توگه د اخوند درويزه له قوله دا ټکى هم جوتېږي چې روښانيان يا بايزيد روښان ښځو ته د خلافت په مرتبه قايل وو۔ دا هغه مطلب دى چې د روښانيانو په باب څو ځايه ويل شوي، خو د هغه مخالف يې په ناخبره توگه يادونه کوي۔ درويزه په بله برخه کې زياتوي: "روزى يکى از اصحاب و احباب اين فقير در مجلس او حاضر آمده، ديد که با جمعي زنان متمردان نشسته گفت: اى ملعون شنيدم که شما هر کدام از اتباع خود را به مرتبه منصور حلاج رسانيده ايد و از عدد برگ درختان و ريگ بيابان آگاه گردانيده ايد ؟ گفت ارى ...". (هماغه اثر، ۱۴۸ مخ)

اخوند درويزه په ډېره بې‌باکه او پوچه خوله پر بايزيد دا تور هم لگوي، وايي چې يوه شپه ورسره په هشتنغر کې يو ځاى ميلمه وم. په ډېر تظاهر سره وايي چې دا زما عادت و، چې ټوله شپه به ويښ وم، په هغه شپه هم تر سهاره ويښ پاتې شوم، د دې له پاره چې پلټنه وکړم، زموږ د خوب په کوټه کې يوه نرۍ پرده وه، خو زه پوه شوم چې بايزيد ټوله شپه له خپلې ناوې سره يو ځاى وو او سهار چې پاڅېد او جامې يې واغوستې، نه يې غسل وکړ او نه يې اودس، راغى په جومات کې کښيناست: "بعد اتباع او در رسيده و به نماز بامداد مشغول گشتند و اين فقير تنها نماز را به جا آورده". (تذکرة الابرار، ۱۵۰ مخ)

له يوې خوا  ښځې د خلافت درجې ته رسول او له بلې خوا پر بايزيد روښان داسې تور لگول چې گويا بې اودسه لمونځ يې کاوه او يا دغه ډول خبرې سړى په شک کې اچوي چي ايا په رښتيا فقير (اخوند درويزه ) له روښان سره دومره نږدې و چې د هغه د خوب په کوټه کې يې د نرۍ پردې تر شا شپه سبا کړې او که څنگه؟  د درويزه خبره لږه شکمنه او د اوسنيو ملايانو د پلار په توگه ښکرورو دروغ بريښي۔

خو په دې کې شک نشته چې روښان يو سنت شکنه او عصيانگر شخصيت و. هغه د ښځو د ازادۍ هم پلوى و. هغه څه چې وروسته پرې رڼا اچوو، خو له دې هم انکار نه شو کولاى چې هغه هم انسان و او (هېڅ انساني څيزونه اوخويونه له هغه پردي نه وو.)

په دې کې هم شک نشته چى بايزيد روښان د ښځو له فکتور څخه د خپل نفوذ د ساحې په پراختيا کې هم غافل نه و۔ د مثال په توگه کله چې ميرزا حکيم هغه ته اجازه ورکړه چې پېښور ته لاړ شي، د دې د پسه ده خپل تحريک په مهمندزو (هشتنغر) کې شروع کړو۔ هغوی چې د ده په کار کې کومه تن دهى او کوم اخلاص ښکاره کړو، د هغې نه دى دومره متاثره شو چې خپله يې هم واده وکړو، زامنو ته يې هم هلته وادونه وکړل او يوه لور يې هم په دوى کې واده کړه. (مولانا محمد  شفيع، ۲۴ مخ)

محمد شفيع په خپله مشهوره رساله کې د مستندو متونو په حواله د دې ذکر هم کوي چې کله پير بابا او د (هغه په متابعت کې) اخوند درويزه صاحب دا وليده چې دا يو لوى قسم پير دى چې د کبرويه، چشتيه، سهرورديه، شطاريه، حلاجيه وغيره مشهورو سلسلو سره تعلق او ربط نه لري، ښځو ته هم خلافت ورسپاري او سماع او د مزاميرو نه هم پرهيز نه کوي نو د دې رقم پير متابعت يې په  دين کې خلل وگڼلو. (عبدالقدوس قاسمي، ۶۷ مخ)

په دې ډول مولينا عبدالقدوس قاسمي د اخوند درويزه تومتونه چې پر بايزيد يې لگولي وو، په ترتيب سره شماري او د کفر او الحاد د اوږده فهرست په لسم پراگراف کې بيا هم د دې ټکي يادونه کوي: "د ده په مريدانو او خلفاوو کې ښځې هم شاملې وې او د ښځو د شمولېت نه يې مقصد صرف دا وو چې عوامو ته يوه تماشه جوړه کړي او د دې تماشې په ذريعه يې ځانته را غونډ کړي". (مولينا عبدالقدوس قاسمي، ۷۵ مخ)

خو څه چې وويل شول دا د سکې يو مخ دى. بل واقعيت دا دى چې د روښانيانو په سياسي، مذهبي او فرهنگي جريان کې ډېرې سترې ښځينه څيرې لکه بي‌بي شمسو، بي‌بي علايي او بي‌بي کمال خاتون، بسۍ، روښاني او نورې هم وينو چې هېڅکله په دغه جريان کې د هغو له نقش څخه سترگې نه شو پټولاى۔ په لنډ ډول د څو مشهورو روښاني مېرمنو يادونه کوو:

بي‌بي شمسو روښانۍ: د بايزيد روښان مېرمن وه. کوم وخت چې پير روښان له گورگاني دولت سره خپلې مبارزې پېل کړې، بي‌بي شمسو له بايزيد روښان سره په ټولو مبارزو کې ملگرې وه۔ د هغې زياته استوگنه د اشنغر او ټوټې په سيمه کې وه. د بايزيد روښان تر مرگ وروسته، کله چې د ابا سيند په غاړه د بي‌بي شمسو د زامنو او مغلي دولت د پلويانو ترمنځ سختې جگړې وشوې، په دغو جگړو کې د هغې درې زامن شيخ عمر، خيرالدين، او نورالدين ووژل شول، نو دوښمنانو د هغو سرونه او لاسونه پرې کړل او بي‌بي شمسو ته يې راوړل چې د هغو اکر او معنويات پرې بدل کړي او د خلکو له لمسونو لاس پر سر شي۔ بې‌بې شمسو هغه درې سره مچ او ښکل کړل او ویې‌ويل:

"په تاسو دې رحمت وي چې ثابت قدم پاته شوئ  او د حق په لاره کې مو سرونه ورکړل". د زامنو مړينې د هغې د مبارزې عزم کمزورى نه کړ، بلکې څه وخت چې جلال الدين روښاني تېرا ته راغى، نو بي‌بي شمسو يې هم له ځانه سره راوستله او د هند د گورگاني دولت پر ضد به يې خلک مبارزې ته رابلل.

الايي روښانۍ: مېرمن الايي روښانۍ د جلال الدين روښاني لور او د پير روښان لمسۍ او د احداد چې د جلال الدين د مشر ورور شيخ عمر زوى و، مېرمن وه۔ دې هم د روښانيانو په لښکرو کې د هند له گورگاني دولت سره ډېرې جگړې کړې وې او وروسته تر هغه چې احداد مړ شو او جگړه ختمه شوه نو د هندوستان گورگاني پاچا دا مېرمن د هغې له ورور او نورو خپلوانو سره هندوستان ته بوتله. وايي چې مېرمن الايي وصيت کړى و چې: "که زه مړه شوم نو زما مړى تيرا ته يوسئ او د احداد ترڅنگه مې ښخه کړئ".

 حالنامه ليکي چې: "مېرمن الايي ډېره پوهه او عالمه ښځه وه، د خيرا لبيان او مقصود المومنين کتابونه يې په معنا لوستلي وو، الايي په سخا هم مشهوره وه او پر غريبو خلکو يې ډېره مهرباني درلوده".

الايي د جگړې او مبارزې په وخت کې خپل مېړه احداد او خپل زوى عبدالقادر ته گټورې مشورې ورکولې. دغه راز د روښاني مېرمنو پيروانو او د هغو د نقش په باب حالنامې او نورو اصلي متونو زيات واقعيتونه ثبت کړي دي. وايي چې کله د روښاني غورځنگ مخالفينو د احداد کور محاصره کړ، په کلا کې يوازې د احداد يوه لور پاتي وه. هغه د دې له پاره چې دښمنانو ته ژوندۍ تسليمه نه‌شي، ځان يې له دېوال نه وغورځاوه او مړه شوه.

پر روښاني اعتقاد باندې د ټينگار يوه څرگنده نمونه د نورو زياتو په لړ کې يوه هم بسۍ نومي روښاني مېرمن ده چې کله د روښانيانو لوى لښکر د جلال الدين اکبر په لاس کښېووت، يوه ورځ يې ټول راوويستل او له هر يوه يې پوښتنه کوله چې څوک يې؟ اخير بسۍ ته وار ورغى: "اخير زنى بود از قبيله خليل، بسۍ نام داشت  او را پرسيد که شما از کدام قبيله ايد. بسۍ جواب داد که من روشاني ام. بادشاه فرمود که من ميدانم که تو روشاني هستي اما ميپرسم که از کدام قبيله ايد۔ گفت: قبيله من روشاني اند، ديگر قوم و قبيله ندارم۔ بادشاه از گفته او بسيار خوشحال شد، گفت قوم تو روشاني باشد". (حالنامه،  ۴۳۸مخ)

روښاني مېرمنو له نارينه‌وو سره يو ځاى په مذهبي غونډو او مجلسونو کې برخه اخيسته. د خيرا لبيان او مقصودالمومنين اورېدو ته يې غوږ ايښوده او خپله يې هم په وعظ او تبليغ کې برخه درلوده.

له پورتنيو توضيحاتو څخه جوتېږي چې روښاني غورځنگ په خپل جريان کې د ښځو د ونډې په باب اصلاحي او نسبتاً ريفورمستيک چلند کاوه. دغه چلند د تېر په نسبت او د ټولنې د لاسبرې فضا، عنعنې، او قوانينو پر ضد يو سرغړاوى و. د روښانيانو په غورځنگ کې د ښځو د مذهبي دريځ له مخې د تحرک او بدلون په حال کې وې. ښځې د خليفه مقام تر لاسي کوی شو او نور يې هم دعوت کولاى شول. پر دې اساس د اخوند درويزه تومتونه کېداى شي د هغه دوگماتيک او تنگ نظرانه مذهبي چلند په توگه وگڼل شي او د روښانيانو چلند د ښځو د حقوقو د تساوي په برخه کې د وخت د موجوده نظام پر ضد يو سر غړاوى او عکس العمل وگڼل شي.

 

ماءخذونه:

  1. درويزه، اخوند. تذکرةالابرار والاشرار. (پيښور: م،۱۹۶۰).
  2. محمد شفيع، بايزيد انصاري. پښتو مجله. دمولينا عبدالقدوس ژباړه، څلورمه گڼه (پيښور: پيښور يونيورستي ۱۹۵۹).
  3. مولينا عبدالقدوس، د بايزيد روښان مذهبي افکار، "پښتو دوهمه گڼه" (پيښور، پيښور يونيورستي، ۱۹۵۹).
  4. مخلص، علي محمد. حالنامه، کابل: د علومو اکاديمي، گستتنرچاپ، ۱۳۶۴.

 

شریک کړئ