د مسئلې طرح :
په دې ليکنه کې د اخلاقو په يو لړ فلسفي بنسټونو خبرې کوو. داسې هم نه چې د يو زيات شمېر متفکرينو نظرياتو ته تم شو، بلکې بحث محدودوو. په دې مانا چې لومړى د ارسطو له نظره اخلاق پېژندل غواړو، په دې دليل چې ارسطو نسبتاً لومړى فيلسوف دى چې د اخلاقو په باب يې يو لړ درسونه تنظيم کړل چې تر ډېرو وروستيو پېړيو پورې يې په زياترو فلسفي ښوونځيو خپل سيورى اچولى و، خو بل د ارسطو د نظرياتو مخالف قطب دى چې په دې قطب کې نيتچه واقع دى.
نيتچه نسبتاً معاصر الماني فيلسوف دى چې د رنسانس له دورې وروسته يې په پخوانيو او لرغونو نظرياتو کلک گوزار وکړ او د خلاقو په برخه کې يې نوي نظريات مطرح کړل.
د سريزې په توگه:
د اخلاقو په باب څېړنه او د اخلاقي اصولو وضع او پېژندنه د بشري مدنيت يو له مهمو مسايلو څخه ده. فلاسفهو، پوهانو او حکيمانو چې د ټولنې د نظم، ډسپلين او د مدني ژوند د رغاوني په باب يې فکر کړی، په اخلاقو هم متمرکز شوي دي. اديان که سماوي وو که ځمکني له هر څه تر مخه يې د اخلاقي اصولو په رعايت او د دغو اصولو څخه په پيروۍ ټينگار کړی دى. اديانو د لومړيو اساطيرو په بنياد د خير او شر، عذاب او گناه، ثواب او خطا او بالاخره د ښو او بدو په باب مسايل وړاندې کړي دي. د وضع شويو اصولو په چوکاټ کې يې اخلاقي پولې هم ښوولي دي.
ارسطو که نيتچه؟ دا هغه پوښتنه ده چې معاصر فيلسوف السدير مک اينتاير يې په خپل مشهور اثر چې «د فضيلت په لټه کې» نومېږي، مطرح کړې ده. هغه د خپل اثر په يو فصل کې يادونه کوي چې که د ارسطو د اخلاقو فلسفه سمه وي نو د نيتچه اخلاقي نظريات ناسم دي او برعکس که د نيتچه د اخلاقو فلسفه سمه وي نو د ارسطو ناسمه ده. نو ولې بايد د دې دواړو اخلاقي فلسفي نظريي يوه د بل په وړاندي کېږدو؟ او ايا د غوراوي لپاره کوم معيار شته او که نه؟ او بله دا چې ولې د نورو فلاسفهو يادونه و نه کړو يا هغه په پام کې و نه نيسو؟
د اخلاقو فلسفه د دوو متضادو مفاهيمو يعنې د ښو او بدو/ خير او شر په خصلتونو او اصالت باندې خبرې کوي:
د اخلاقو يو مهم اصل او پرنسيپ دا دی چې د ښو او بدو د ارزښتونو پر يو لوى او دود شوي اصل باندې بحث کوي. د ځينو فلاسفهوو په نظر دغه خير او شر د خداى د ارادې له مخې پېژندل شوى دى. خير هغه څه دی چې د خداى له ارادې سره مطابقت ولري او شر چې د بدو د زېږون مور ده، هغه څه دي چې له خدایي ارادې سره مخالف وي، خو د خدايي ارادې د پېژندلو لپاره ديني متون، اسماني کتابونه او نور څرگندونې لري. له دې امله د همدې نظر په بنسټ ځينې فلاسفه د اخلاقو د توضيح په برخه کې په الهي ارادې باندې اتکاء کوي او اخلاق په دين پورې اړوند بولي، خو کله چې په پراخه پيمانه پر فلسفي بنياد د اخلاقو فلسفه څېړو نو درې اساسي اصول مطرح کېږي يعنې:
چې اخلاق د عقلانيت له مخې، اخلاق د نيکمرغۍ په بنسټ او اخلاق د قدرت او ارادې په بنسټ، خو په دې مقاله کې موږ له نورو مسايلو تېرېږو، يوازې د ارسطو د نظرياتو او د نيتچه د نظرياتو له مخي اخلاقو ته کتنه کوو.
مک اينتاير په دې باور دى چې د ارسطو او نيتچه دغه دوه فلسفي نظريات چې يو د بل په تقابل کي ولاړ دي۔ د اخلاقو په تاريخي څېړنه کې د اخلاقو د اصولو هغه تاريخي نقش څرګندوي چې د زمان په پوړيو کې هر يو په بېلابېلو وختونو او شرايطو کې لوبولی دى. مک اينتاير په خپلو اثارو کې د داسې فرضيې يادونه هم کړې ده چې وايي د پنځلسمې پيړۍ نه تر ۱۷ پيړۍ پورې د بدلون دوران دى. په دې دوران کې د پروتستانتيزم او د کالوينيزم په ظهور سره عقل خپل محوري نقش له لاسه ورکړی. يعنې د رنسانس د دورې او په تېره د کانت عقلاني نظريات او په مجموع کې د ارسطو د اخلاقي سنت پر جوهر باندې سترگې پټېږي.
د رنسانس د دوران فلاسفه په دې هڅه کې دي چې د دغه له لاسه وتلي عقلانيت ځاى ناستى پيدا کړي او د سیکولر او خپلواکو اخلاقو عقلاني معيارونه له دين او خداې نه خپلواک او د منلو وړ معيارونو په توگه يې وړاندې کړي. سره له دې چې مک اينتاير دغه هڅې ناکامې بولي، د ياد فيلسوف عقلاني ملاکونه چې ټولو ته د منلو وړ وي، نيمگړی بريښي. په پايله کې هغه د روښانتيا د دورې طرحې ناکامي بولي. په ترتيب سره وار نيتچه او ا گزستانسياليستانو او د هغه عاطفه پلوه پلويانو ته رسېږي.
په دې اساس د ياد پوه په عقيده د ځينو فلاسفهو لکه هيوم،کانت، ريد، بنتام اومي د عقلانيت د ارزونو لپاره کومه لاره نه پاتې کېږي. يا خو اړ کېږي ياد فلاسفه په خپلو غوره کړيو لارو کې ځان ناکام وبولي، بېرته ارسطو ته ور وگرځي او پر هغه باندې شويو نيوکو ته ځواب ووايي او که دا هم کېدونې نه وي نو اړ دى چې د نيتچه لاره ونيسي. مک اينتاير لومړۍ لاره غوره کوي خو د هغه په عقيده له هر څه تر مخه بايد دويمه لاره گډه وډه او لغوه وبولي. (۱.۱ )
د اخلاقو په باب د ارسطو نظرياتي بنسټونه:
که دا خبره سمه وي چې ارسطو لومړنى فيلسوف دى چې د اخلاقو په باب يې يو لړ درسونه او لکچرونه وړاندې کړل نو په ښکاره توګه د خپل کار په تقدم (څرگند لومړيتوب) سره همدا ارسطو و چې د نيکو ماخوس په نوم يو اثر يې چې هغه ته منسوب دى؛ راټول او تدوين کړ. د نيکو ماخوس اثر په خپل وخت کې په بشري ټولنه کې د اخلاقياتو نوي او په زړه پورې خو پراگماتيک اصول وضع او روښانه کړل. د دغه اثر (نيکوماخوس )(۲) يوه بنسټيزه پوښتنه دا ده چې وايي:
(( څرنگه بايد ژوند وکړو؟)).
دې پوښتنې په لرغونو زمانو کې يو بنسټيز اغېز درلود. همدارنگه د دې پوښتنې په وړاندې د ارسطو ځواب هم له اهميته ډک دى. سره له دې چې د شلمې پېړۍ فلاسفهوو په دې پوښتنه سترگې پټې کړې خو د څېړنو له مخې د بشري تمدن په تاريخ کې دا ځواب ډېر ارزښتناک دى.
د ارسطو د اخلاقي ليد توگي اصلي کيلي د نيکو ماخوسي او ايدوموسي تر منځ اړيکو کې ده. ((اخلاق کبير)) د هماغه دوو نسخو د غوره شويو نسخو قطعات دي. په واقعيت کې د دې اثر مولف يو مشايي [مشاء د هغه فکري روش نوم دی چې په عقلي علومو کې تري کار اخيستل کېږي او د اشراق په وړاندې دريځ لري. د مشاء د لغوي مانا په باب وايي: څرنگه چې ارسطو خپلې زده کړې د گردش او حرکت په ترڅ کې وړاندې کولې نو پيروانو يې ورته مشايي ويل. په يوناني کې دې گړنې ته پريپاتتيکوس وايي.( سير حکمت ص۲۲ )] چې د رسالې د اوږدې نسخې نه يې د درسونو لپاره د لارښود کتاب د ليکلو په خاطر لنډه لارښوونه ترلاسه کوله. د نيکوماخوسي اخلاقو په عملي توگه په نورو رسالو باندې له تداخل پرته اغېز درلود. (۳ـ۳۱۳)
د نيکو ماخوس اثر پېچلي او کوټلی اثر دى. څېړونکي د هغه د تفسير په برخه کې بېلابېل نظرونه لري. ياد اثر يو لړ گړنې او يا اصطلاحات هم لري چې يو يې ايودايمونيا( ۴) دى چې له نيکمرغۍ ډک ژوند نومېږي. سره له دې چې )) ايودايمونيا(( د نيکمرغۍ په مانا ژباړل شوى خو کېداى شي د غوړېدا مانا هم ولري. ارسطو په دې باور و چې موږ ټول د ايودايمونيا لېوال يو، يعنې موږ هر يو غواړو ښه، نېکمرغه او سوکاله ژوند ولرو. ايودايمونيا د انسان لپاره وروستۍ موخه ده، نه وسيله. د مثال په توگه پيسې د ښه ژوند لپاره وسيله ده.
بله پوښتنه داسې مطرح کوي چې څرنگه او ولې ((دايودايمونيا))په لټه کي يو؟
د ارسطو په نظر دا د پوهېدو وړ خبره ده چې د ايودايمونيا پلټنه ټول خلک کوي. دا د فى نفسه هدف په توگه نه تعقيبېږي بلکې د ورځيني ژوند په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. موږ موسيقي اورو او له خپلې کورنۍ سره په گډه د تفريح لپاره ځو، د سالمو مشغوليتونو د پلټلو هڅه کوو، چې خوند ترې واخلو. دا د ژوندانه جوړونکي يا د ايودايمون لپاره کړنې دي.
همدارنگه ارسطو د اخلاقو تعريف ته اشاره کوي، وايي چې اخلاق د رياضياتو قوانين نه بلکې د عملي ژوندانه سره د تناسب رعايت دى. سره له دي چې ارسطو په ايودايمونيا د پلټني ليوال و خو په لذت او خوند يې باور نه درلود. بلکې په دې يې باور درلود چې هغه کسان چې يوازې د خوراک او څښاک، خوب ارام او شهوت په لټه کې دي، هغوی د غوايانو د گلې يا پادې سطحې ته را ټيټېږي(۵). ايودايمونيا د خوښۍ او خوشحالۍ روحي حالت نه دى، بلکې د ژوند لپاره يو ډول طريقتي او سلوکي فعاليت دى چې ځانگړي خوندونه لري.
د ارسطو په نظر انسان په دې لړ کې خپل ځانگړى نقش لري چې دې نقش ته يو ډول (ارگون) وايي. د انسانانو ارگون د هغوی عقلاني فعاليت دى. د انسان په توگه زموږ د ټولنيز ژوندانه اساسي بنياد همدا دى. په همدې اساس هغوی چې عمل کوي، په ژوند کې د جايزې مستحق کېږي. په بله مانا د دوې رښتينې نېکمرغي د دوې لپاره جايزه ده. هغه د داسې مثال يادونه هم کوي، وايي چې: ښه گلونه په هغه خاوره کې غوړېږي چې ښه خوراکي مواد (سره يا کوډ) ولري.
همدارنگه د نيکو ماخوس زياتې برخې په دې باب ځانگړي شوي دي چي نېک ژوند څه ځانگړنې لري. او د هغو د تېرولو لپاره بايد څه ډول لاره غوره شي چې د شننې اساسي برخه يې بشري فضايل دي.(۵-۳۰)
فضيلت د ارسطو له نظره:
ارسطو د اخلاقياتو په بحث کې د فضيلت مفهوم را وړاندې کوي. د ارسطو په عقيده فضيلت د انسان په خټه کې اخښل شوی دى. د هغه په باور فضيلت داسې خصلت دى چې په خاص ډول د عمل کولو په اوضاع او احوال کې مناسب او د غوښتنې او پوښتنې وړ دى. د دې خبرې پوهېدنه اهميت لري او هغه دا چې د فضيلت گړنه نن ورځ په يو داسې انداز کې کارول کېږي چې په يو ډول ضمني اخلاقي عناصرو دلالت کوي. د مثال په توگه کله چې يو څوک د فضيلت خاوند بولو نو د هغه د چال چلند او ځانگړنو په باب مثبته ارزونه کوو، خو د ارسطو په نظر فضيلت د يو شخصيت لويوالي او تعالي ده چې يوازې د شخصيتي او د شخصيت د مثبتو ځانگړنو سره په عملي توگه جوړښت او توافق لري. ارسطو په يو لړ کمالاتو يا مهارتونو باندې چې کېداى شي يو څوک يې ولري خو له اخلاقي ارزښتونو سره هېڅ اړيکه نه لري، ټيگار کوي.
ارسطو د خپلو څېړنو او شننو په لړ کې د يو شمېر فضليتونو يادونه کوي:
د مثال په توگه يو له هغو زړورتوب دى مانا دا چې يو څوک چې هېڅ ډار و نه لري.
ارسطو د دوه ډوله فضيلتونو ترمنځ توپير کوي. اخلاقي فضيلت او تعقلي فضيلت. اخلاقي فضايل لکه اعتدال، چې د ښوونې او روزنې له لارې د ژوندانه د پيل په کلونو کې تر لاسه کېږي او په قوت او تکرار سره په عادت بدلېږي.
بل عقلاني فضيلتونه دي لکه: هوښياري.
هغه غير عقلاني برخې چې د يو شخص پر اخلاقي فضيلتونو باندې سيورې اچوي او د هغه د وجود عقلاني فضيلتونه په بله بڼه منعکسوي، ارسطو په دا ټولو فضايلو کې يو گډ ټکی ويني چې د افراط او تفريط په منځ کې واقع او هغه وسط يا منځ مهالى ټکى بولي:
په دې برخه کې اړه ده چې لږ څه د ارسطو د نيکوماخوس په اخلاقي اصولو باندې تمرکز وکړو. د نيکو ماخوس اثر په افغانستان کې کلونه پخوا د مشهور افغان فيلسوف علامه صلاح الدين سلجوقي له خوا په فارسي ژبه اړول شوی چې بيا بيا چاپ شوى دى، خو موږ دلته په سيده توگه دغه غنيمت اثر ته لاسرسي نه لرو نو ځکه د نورو فلاسفهوو د څېړنو له مخې يو څو ټکي ويل غواړو. (۵-۳۰)
ارسطو وايي چې په انسانې طبعيت کې داسې يو څه موجود دي چې د انسان عقلاني فضيلت ورته ويلی شي. د انسان عقلاني فضيلت د انسانيت اساسي بنسټ جوړوي، يوه لاره دا ده چې د انسان د طبعيت په وړتيا سترگې پټې شي او دويمه لاره دا ده چې د ارسطو په نظرياتو نيوکه وکړو چې نور نتايج ترې تر لاسه کړو. دا په دې مانا ده چې ايا هغه څه چې انسان له ځناورو جلا کوي، د عقلاني فعاليت وړتيا بللى شو او که نه؟ خو عقلاني فضيلت بايد څرگنده بېلوونکې ځانگړنه وي، نه دا چې په جنگي وسايلو د يو بل وژنه جلا کوونکې نښانه وپېژندل شي. يا د موسيقۍ د وسايلو غږول او يا د هنري وسايلو نه د گټې او خوند اخيستو ځانگړنه داسې وگڼل شي چې انسان له ځناورو بېل کړي.
ارسطو ارزښتونو ته اهميت ورکوي او په ارزښتونو غور کوي. د هغه په نظر د ژوند ډېره ښه بڼه دا ده چې له تأمل نه کار واخيستل شي او د دې وس پيدا کړو چې د ژوند له نورو بڼو سره هر څه پرتله کړو او په پایله کې د تعالي او لوړتيا په مانا پوه شو.
د ارسطو په اخلاقو باندي يو بله نيوکه دا هم ده چې وايي: اخلاق انسان ته څه نه ورکوي يعنې د يو انسان په شخصي ايوديمونيا کې کوم زيادښت نه راولي او د نورو خلکو د نېکمرغۍ له پاره څه مرسته نه کوي. د ارسطو اخلاق ځان محوره پېښه ده چې مخاطبانو ته وايي چې څرنگه خپلې خاصې گټې تعقيب کړي. ( ۵-۳۰)
يوه خبره چې دلته يې بايد يادونه وکړو، دا ده چې د ارسطو په نيکوماخوس کې چې کوم ارزښتونه را ټول شوي دي، د ارسطو د چاپېريال او زمان محصول وبولو. ارسطو د موجوده حالت په وړاندې اعتراض نه دى کړى. بلکې مخکې موجود ارزښتونه يې د یوې فلسفي رسالې په قالب کې را ټول کړي دي. د مثال په توگه:
هغه باور درلود چې مرييتوب د منلو وړ عمل دى. د هغه کتاب د هغه وخت د آتن د اشرافو له ارزښتونو دفاع ده.
په دې اساس ارسطويي ارزښتونه داسې څه وړاندې کوي چې گويا نه يوازې د اتن د خلکو طبعيت دى بلکې پخپله د انسان د طبعيت برخه ده. ارسطو دا ارزښتونه نړۍوال بولي او د بشريت په سطحه کې ورته تعميم ورکوي.
ځيني کسان داسې فکر کوي چې ارسطو په خپل زړه دغه فضايل او رذايل را ټول کړي او نور یې له پامه ليرې غورځولي دي.
بله نيوکه دا ده چې د ارسطو اخلاقي نظريه د يو ډول ((نخبه پالنې Elitism)) بوى لري. يو هم دا دى:
ايودايمونيا دې د هر چا په برخه شي. هغه وايي تاسې بايد ښه څېره او ښه اولادونه، ښه عايد او تر يوه حده يو څه بخت او اقبال ولرئ.
د ارسطو په نظرياتو بله ډېره مهمه نيوکه دا ده چې د يو شمېر پوهانو په باور يو ډول پېچلتيا لري. د منځنۍ لارې درس موږ ته ښه لاره نه راښيي. مطلب دا چې ارسطو و نه شواى کړاى چې د څه رنگه ژوند کولو په برخه کې روښانه لارښوونه وکړي.
د نيتچه په فلسفي افکارو کې د اخلاقو سرچينې:
۱. انسان د نيتچه په نظر
نيتچه د اخلاقو په برخه کې تر هر څه د مخه په انسان تمرکز کوي. د انسان په باب د نيتچه نظر له نورو فلاسفهوو توپير لري. له دې امله اړينه ده له مخه تر دې چې د نيتچه په اخلاقي دوکتورين خبرې وکړو، له انسانه يې پيل کړو او بيا د نيتچه له نظره اخلاق او د اخلاقو سرچينې وپلټو. نيچه په انسان نيوکې کوي. په يو ځاى کې ليکي:
(( زه په دې شک کې يم چې لاروى به په نړۍ کې داسې کومه ځمکه کشف کړي چې له انسانه هم ډېر ناوړه دى. )) خو په بل اړخ کې وايي : هغه څوک چې د عمر په نيمايي کې له انسانه بېزاره شوى نه وي، هيڅکله به له انسان سره مينه و نه لري.
په خپل مشهور اثر (( زردشت داسې وويل)) کې وايي: هغه سپيڅلي زردشت يو مهال له انسان سره مينه درلوده خو اوس له خدايه سره. (( زه انسان نه خوښوم، زما په فکر هغه ډېر نابشپړ موجود دى، له انسانه سره مينه زما مرگ دى))
هغه په دې خبره نيوکه کوي چې قديسان يا سپېڅلي کسان د دې له پاره چې د راتلونکي د بنسټ ډبره کېږدي نو يوې بلې نړۍ ته د تېښتې تکل لري.))
دين پالي او ناسم پوهاوى هغه څه وو چې د انسان له ناوړه تصوير نه په تنګ کړی و. نو له دې امله له انسانه بېزاري يو ستر خطر دى. نيتچه له يو ژور درد نه اغېزمن دى، بايد هغه ټول وختونه چې يو ناوړه احساس ورته پيدا شوى و نو د بشريت په باب په حقارت او سپکاوي احساس کې ښکېل وو.
د نيتچه په باور انسان هغه مهال په خپله ريښه او سرچينه پوهېږي چې پوه شي نور يوازې وجود نه دى، بلکې له هغه زيات څه دى؛ بدلون مومي؛ ځانگړې هڅې او فعاليتونه لري او خپل ژوندانه ته د هستۍ په ډگر کې دوام ورکوي.
په کايناتو کې د انسان حضور يعنې څه؟ کله چې نيتچه انسان ته د وجود د وسېلې په توگه گوري، هماغه لرغونى احساس ورته را يادېږي چې د کاينات په زړه کې د خپلې نابودۍ او حقارت کيسه کوي او د ژوند دا کوچنۍ قطره په دې لوى سمندر کې بې هدفه او هېڅ ده.
انسان بل څه نه دى بلکې يو ډول ځناور ۔ د حقارت نه ډک او له ناوړه مبالغې نه مالا مال دى. خو له ځناورو يې توپير دا دى چې خبرتيا لري. ماضي حال او مستقبل کې ژوند کوي ۔ حافظه لري، فرهنگ زېږوي. خو حيوان له دې ښېگڼو بې برخې دى. انسان د خپل همنوع يو ستر دوښمن هم دى، حيوان خپل همنوع په دومره بې رحمۍ او قساوت نه وژني خو انسان دا کار په سخت دريځۍ سره کوي.
په ساه لرونکي نړۍ کې په واقعيت کې انسان داسې څه دى چې ته به وايي: (( موږ د طبعيت سره يو ځاى په ټينگار او متانت سره پر مخ ځو. يا په داسې لوري پر مخ ځو چې زموږ د سر له پاسه دى. خو کله چې پوهېږو نو دا هغه ځاى دى چې ځناور او ګلې په کې په حرکت کې دي او موږ يې په منځ کې يو. .. د دولت جوړول ۔جنگونه کول، دروغ او تېر ويستنې کول او يو بل تر پښو لاندي کول، د خپگان پر مهال چيغې او د خوښۍ او بريو پر مهال فريادونه، دا ټول او ټول د ځناورو خويونه دي. ))
له همدې امله له زياتو عباراتو سره مخامخ کېږو چې نيچه انسان د څېروونکي حيوان په توگه ياد کړى دى. (( انسان ډېر ښه څېروونکى حيوان دى. )) خو کله چې دا ليونى او سرسامه ژوى چې انسان نومېږي، د ځناورتوب له خويه منع شي، نو بيا د هغه ځناوري عقايد سر راپورته کوي. )) انسان ډېر ستمگر او ظالم ځناور دى، ډېر لوړ او ډېر زړور ځناور دى، نو کله چې فکر کوي ۔ دا ځناور قضاوت هم کوي.)) ( ۶- ۲۱۸)
د نيتچه په نظر انسان د خپل ځان مسوول دى، له همدې کبله د ټول بشري تاريخ په دوران کې اخلاقي ارزښتونه د دغه بدلون سبب وو. موږ د اخلاقو مفهوم په هغه قوانينو اطلاق کوو چې د انسان کړنې او ليد لورى د هغه تابع کېږي. انسان له همدې لارې د لومړي ځل له پاره هغه څه چې دى، کېداى شي وي.
نيتچه وايي؛ ((دين پالان دعوه کوي چې اخلاقي موازين نړۍوال، ابدي او مطلق دي. په داسې حا ل کې چې چې اخلاقي موازين د تاريخ په اوږدو کې بدلون مومي. خو کله چې په اخلاقي ارزښتونو او اصولو کې د اديانو او ټولنيزو ډلو ترمنځ اختلافات او ان تضادونه ليدل کېږي، نو د مسئلې نسبيت جوتوي.
مثلاً د لرغوني يونان د خلکو له پاره ((حسادت )) د رټلو او غندلو وړ نه بلل کېده. دليل دا و چې انگېرل کېدله چې سيالي د انسان له پرمختگ سره مرسته کوي. د دې پرعکس اميد او هيلو ته يې په سپکه سترگه کتل. د دې سبب هم دا وو چې د نيتچه په عقيده انسان له سزا او بخښنې نه غافل پاتې کېږي او پر هغو سترگې پټوي او همدارنگه د راتلونکي په لور سترگې تړې، دا ځکه چې د هغه په نظر دا مالومه نه ده چې څه به پېښېږي. همدا رنگه (قهر) د مسيحيانو له پاره ستره گناه گڼل کېږي خو د يهوديانو له پاره د خدايي صفت نخښه وه. )) (۷- ۶۲ مخ )
نيتچه په دې عقيده دى چې پخوانيو فلاسفهوو داسې چارې تر سره کړي دي چې د هغه (نيتچه) نه خوښېږي. يو دليل دا دى چې دغه فلاسفهو دومره زړور نه ول چې مسئله روښانه او حقيقت کشف کړي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې داسې ارزښتونه شته چې لا ويل شوي نه دي. د هغه په نظر هيله او ارمان د بشري ژوندانه ډېر لوړ او عالي ارزښت دى خو په زهد او رياضت کې تجسم پيدا کوي چې په ايثار، فداکارۍ، له ځانه تېرېدنې او په نهايت کې نفس تر پښو لاندې کولو کې جوتېږي.
د نيتچه په نظر دا زاهدانه ارمان په زياترو اصلي بشري اديانو کې مشاهده کېږي. دغه اديان هڅه کوي چې زموږ د بشري وجود ارزښت د يو بل ذهنيت له پاره لکه د ((جنت)) يا ((نيروانا)) په مفاهيمو کې تصور کړي او هغه پر موږ ومني. دغه ارمان چې په دې دنيا کې د بشري ژوند ارزښت نفي کوي او د ژوند اعتبار ته قايل نه دی، انسان يې تر اغېز لاندې راوستي دى. کشيشان هم له يو لړ ارزښتونو نه د فاع کوي چې په دغه ځانگړنو سره د دې نړۍ پر مخ د ژوند ارزښت نفي کوي، نو نيتچه يې يو ناکام او خطا عمل بولي او د ځان غوښتني او حيواني صفاتو او طبيعي غوښتنو سره يې ورته بولي. همدا رنگه دوديز يا سنتي فلاسفه چې ځينې ارزښتونه لکه (حقيقت، معرفت، حکمت او فضيلت) د غير طبيعي کلماتو په اساس تفسيروي، د همدغو زاهدو او له دنيا د تيښتو د پلويانو کشيشانو ځاى ناستي دي چې زاهدانه تفسير يې په مغزو کې دى.
دغه کسان عقيده لري چې په دې دونيا کې د ټولو با ارزښته چارو ارزښت په يوې بلې دونيا پورې اړه لري او هلته خپل ځاى لري. نيتچه د ((اخلاقو په اصل و نسب پېژندنه کې)) زاهدانه ارمان داسې يو څه بولي چې په پراخه پيمانه په ټولو انساني فرهنگونو کې خپور او له پېړيو راهيسې په بشريت حاکم و، او له هغه تيښته هم ستونزمنه بولي.
نيتچه د دې پوښتنې په ځواب کې داسې طرحه وړاندې کوي چې گواکې موږ نوي ارمان ته اړتيا لرو. هغه وايي که فلاسفه غواړي په فلسفې پسې ولاړ شي او خپل ميراث تباه نه کړي نو نه باید چې يوازې د ارزښتي قوانينو او رهبانيت جوړولو ته لاس واچوي نو بايد نوي ارزښتونه ايجاد کړي. نوې طرح وړاندي کړي. دوى بايد له خپلو پښو دغه هتکړۍ ماتې کړي چې وايې: حقيقت يو ډېر مهم ارزښت دى، بايد پر دغه مصنوعي يا خود ساختي زهد باندې بريالي شي. د نيتچه د فلسفې يو اصلي ارزښت د دې خبرې اعلان دى ـ چې ويل يې ((صانع يا جوړوونکى مړ دى او دا کليساگانې اوس د خداى قبرونه دي)).
ارواښاد استاد پوهاند مجروح په خپل اثر د جبر او اختيار ديالکتيک کې د نيتچه د اخلاقو د فلسفې د تشريح په ترڅ کې يو مثال راوړي. د مثال په توگه وايي دا چې وايو رښتيا ويل ښه دي؟ هغه وايي که دا پوښتنه د الاهياتو له يوه پوه نه وشي نو به وايي رښتيا ځکه ښه دي چې د خداى له ارادې سره وفق لري. کانت به ووايي رښتيا ځکه ښه دي چې په خپل نفس کې ارزښت لري او په عقلي اصولو اتکا کوي. استيوارت ميل به ووايي چې رښتيا ځکه ښه دي چې په اوږده موده کې زيات شمېر خلکو ته نېکمرغي راوړي ـ خو نيتچه به څه ووايي؟ نيتچه به ووايي چې څوک وايي چي رښتيا ښه دي او که دروغ؟ د نيتچه په فکر د داسې پوښتني نه بله پوښتنه را پيدا کېږي دا ځکه داسې پوښتنه هغه څوک مطرح کوي چې له مخه يې له کوم څېړنې او قضاوت پرته ځينې شيان منلي وي او پرې باوري وي ـ حال دا چې په دې بې قضاوته په پټو سترگو منل شويو شيانو باندې خبرې او نيوکه وشي ـ نيتچه د انتقاد پلوي دی. هغه وايي چې د څه له پاره اخلاقي فلاسفه داسې هڅه کوي چې مخکې له مخکې د اخلاقو له پاره اصول او معيارونه وضع کړي ـ د نيتچه په نظر هغه اخلاق چې په يو واحد پرنسيپ او معيار ولاړ وي، هېڅ نشته بلکې د بشري ټولنو په مقياس، ډول ډول او متنوع اخلاق موجود دي ـ.
نيچه د زياترو څېړونکو په عقيده د فرهنگ فيلسوف دى ـ او هغه په دې باوري دی چې د هرې ټولنې او د دونيا په هره څنډه کې جلا جلا فرهنگونه دي ـ او د زمان په لحاظ هم په هر زمان کې فرهنگونه زېږي او بيا بدلون کوي ـ ارزښتونه هم بدلون کوي او ثابت نه پاتې کېږي. نو په دې اساس هغه وايي هر فيلسوف او متفکر چې د اخلاقو په باب څه وايي، په واقعيت کې د خپل زمان او چاپيريال ټاپه په ځان وهي ـ (۸-۱۵۲)
۲.د نيچه د اخلاقو د اصل و نسب اثر او په دوديزو اخلاقي سيستمونو نيوکې:
نيچه د خپلو نظرياتو په وړاندې کولو سره ټول تېر اخلاقي نظريات او د اخلاقو ديني بنسټونه چې تر مخه د بشريت په تاريخ او فرهنگ کې موجود وو، وننگول ـ د اخلاقو په باب د هغه نظريات د ياد فيلسوف په بېلابېلو کتابونو او اثارو کې يادونه شوې ده خو په عمده توگه د نيچه د ((اخلاقو اصل و نسب)) اثر او د ((ښو او بدو نه اخوا)) په اثارو کې څرگندې يادونې شته. د (( زردشت داسې وويل)) اثر کې هم په دې باب اشارې او يادونې موجودې دي.
بايد يادونه وکړو چې د نيتچه زياتره اثار د شعر په ژبه کښل شوي دي، همدا رنگه په زياترو اثارو کې يې اوږده او بشپړه شننه لږه ده. په دې مانا چې زياتره ليکنې يې د قطعاتو په توگه وړاندې شوي دي چې پوهاوی ستونزمن کوي. يوازې د اخلاقو اصل او نسب پېژندنه کې يو لړ تفصيلونه شته.
د اخلاقو د ((اصل و نسب په پېژندنه)) اثر کې درې مقالې دي چې داخلاقو د اصلي بحث له پاره يوه له بله جلا شوي دي. يوه د نيچه په عقيده د خير ارزښتي مانا ده؛ بله د ثواب يا دندې په باب مقاله ده؛ او بله هم په عامه مانا د ارزښت په باب ده. هره مقاله له دغو موضوعاتو څخه يوه خپلواکه موضوع څېړي. سره له دې چې د اخلاقي ژوند هره بڼه په واقعيت کې په درې واړو ياد شويو اړخونو خبرې کوي. خو د اخلاقو کلي تشريح په اصل او نسب يا د اخلاقو په ((جينيالوجي)) کې ده. په همدي اساس اخلاقي اصل او يا د لرغونو يا لومړيو نيکونو يا اسلافو په باب د هر يو څېړنه کوي. د دغه اصل پېژندنې پايله دا ده چې هغه څه چې اوس يې موږ اخلاق بولو، د همدغه اخلاقو نه له مخه نړۍ څخه را زېږېدلي دي.
د نيتچه په نظر د بشري تاريخ په ډېر اوږده دوران کې چې له تاريخ نه تر مخه دوران يې بولي، ارزښمندي يا بي ارزښتي د يو عمل د پايلې په توگه سنجول کېدله. په خپله عمل ته يې د سرچينې يا منشاء په نسبت په هماغه اندازه لږه پاملرنه کوله. د مثال په توگه، اوس هم په چين کې د زوى نام و ننگ د مور او پلار په برخه کېږي يا هغو سره رابطه نيسي، نو هغه ځواک چې له برياليتوب او يا ماتې څخه رازېږېدلی وي، د داسې ځواک او کړنې په توګه ګڼل کېږي چې په پايله کې ښه نوم هم ورسره پيوند پيدا کوي او که بد او ناوړه کړنه او يا ځواک وي، نو بد او ناوړه نوم خپلوي. د نيتچه په نظر دا دوره بايد د بشر په تاريخ کې د اخلاقو څخه تر مخه دوره وبولو ځکه چې لا تر دغه وخته د ((ځان وپېژنه! )) په اړوند لارښوونه نه وه او نه خو په دې باب کومه خبرتيا موجوده وه. په را وروسته لسو زرو کلونو کې د ځمکې په څو پراخو برخو کې دا بهير ورو ورو داسې پړاو ته ورسېده چې نور نو د عمل پايله نه بلل کېده، بلکې سرچينه او منشاء يې د ارزښتونو ټاکونکې وبلل شوه. دا يوه ستره پېښه وه او د دې څرگندوى ده چې زموږ ليد او ارزونه ډېره ظريفه او باريکه ده. دا په هغه نا اگاهانه او ظريف بُعد پورې اړه لري او له هغه دوران سره تړاو لري چې د نژادي ارزښتونو په ريښو باندې په کې ټينګه عقيده موجوده او لاسبری فکر و چې موږ يې اخلاقي دوران بولو، نو په پايله کې په همدې بهير کې وه چې بشريت په کې د ځان پېژندنې لومړۍ هڅه پيل کړه.
(۹-۷۰)
نيتچه په يو بله برخه کې زياتوي: ((خو نن ورځ د ژورې پوهي له برکته او په خپل تن او ځان کې د بشر د غور او تأمل له امله ايا داسې ټکي ته نه يو رسېدلي چې نور د ارزښتونو د بدلون او بنيادي تغيير له پاره پريکړه وکړو؟ او ايا د داسې دوران په درشل کې نه يو چې ارزښتونه په پيل کې په منفي توگه له اخلاقو ليري وبولو؟ )) ( ۹-۷۲)
همدا رنگه د نيتچه عقيده دا ده چې د بشري ټولنې په لومړيو کې چې د خير او ثواب ارزښتونه را منځ ته شول، د دغه ارزښتونو د تفسير له مخې ((زاهدانه)) ارمان و زېږېده او يو له بله سره غوټه شو. د نيتچه په عقيده په همدې اساس دغه ډول زاهدانه اخلاقو ژوند نفي کاوه. يعنې اخلاق که له يوې خوا د ژوند زاهدانه تفسير دى نو له بلې خوا د طبعيت سره په مخالفت کى واقع شول.
نيتچه په خپل اثر يعنې په (( اصل و نسب پېژندنې)) کې اخلاق په دوه ډوله وېشي:
يو گله يې (رمه ډوله ) يا د مرييانو اخلاق دي چې په عادي انسانانو کې د امنيت، ډار او رنځ څخه ځان ژغورنه په کې نغښتې ده خو د لويي او تواضع په باب ډېر کوچني او محدود تصور لري. (۱۰- ۱۶۲ )
دويم هغه په اصطلاح عالي او برتره اخلاق دي چې هغه په پورته پوړۍ يا په اشرافو پورې اړه لري. نوموړی د دغه اخلاقو بنسټ د ځان او نورو ترمنځ په توپير کې ويني. خپل اخلاقي بنسټ له لويانو او پرښتو جلا کوي، په کوم کې چې د خير او ښېګڼې او همدارنگه د فضيلت خاوند د شريف د معادل او د تړلي او اړوند (وابسته ) په مانا تعبيرېږي. (۱ـ۱۳؛۱۴)
۳. نيتچه او د اخلاقي اصولو بنسټيزې ريښې:
د زيگموند فرويد د وينا له مخې فريدريش نيتچه د بل هر هغه انسان په نسبت چې د ځمکې کُرې ته راغلی دى، تر زياتې اندازې د نفس پېژندنې په برخه کې پر مخ تللى دى. دا نظريه د هغه په ټولو ادبي او فلسفي اثارو کې څرگنده ده او د هغه شخصي ځانگړنه ګڼل کېږي. ځينې برخې يې د کوچنيو او لنډو قطعاتو په توگه دي ـ د لوستونکي اعصاب هڅوي او کله نا کله هڅوونکي او خوشالوونکي هم وي. دغه قطعات په ساده توگه نه شنل کېږي او که د هغو لنډيز را واخيستل شي، هغه هم مانا له لاسه ورکوي ـ
لکه چې د مخه مو اشاره وکړه د نيتچه د ((اخلاقو اصل و نسب پېژندنه)) يو له مهمو اثارو نه دى چې د اسلوب له پلوه د نورو فلسفي اثارو په پرتله فلسفي ژورتيا يې زياته ده ـ نيتچه په نورو اثارو کې لکه ((زردشت داسې وويل!)) لنډې جملې او عبارات کاروي او زياته قوي شاعرانه ژبه لري. د اخلاقو نسب پېژندنه رسالې درې واړه برخې يو له بله سره رابطه لري. د دې اثر اصلي مضمون او محتوا د اخلاقو ريښه پېژندنه ده ـ د کتاب تحت الفظي ترجمه د اخلاقو نسب او اصل پېژندنه ده چې کېداى شوه هغه د اخلاقي اصولو د اصل پېژندنې په نوم هم ژباړل شوي واى ـ خو د ليکوال استدلال دا دى چې کوم اخلاقي مفاهيم چې موږ ته له مسيحيت نه په ميراث پاتې دي، نن منسوخ شوي دي او هغه د تيرو اسلافو په خويونو او عاداتو پورې چې په الوهيت يې باور نه درلود، اړه لري. نيتچه په خپلو اثارو کې د( Gay science ) يا د خوشاليو پوهه يو عبارت لري ـ وايي: ((هستوونکى مړ دى))
د هغه همدغه عبارت يا حکم د خپلو مطروحه اخلاقي اصولو بنسټ جوړوي. نيتچه د خپلې طرحې له مخې په لومړيو اسلافو او اجدادو کې د اخلاقي اصولو ريښې لټوي. هغه په دې باور دى چې انسان د ژوند په ډېره لومړنۍ مرحله کى په مريي او بادار وېشل شوى دى. د ښو او بدو او خير او شر مسئله همدغلته را منځ ته شوې ده. د نيتچه په نظر هغه څه چې د لومړيو اشرافو په عقيده ښه وو، خير بلل شوي او چې د هغو په نظر بد او ناوړه وو، شر گڼل شوي دي. همدغه کسان چې د اشرافو باداران وو، د دين پالونکي هم وو ـ دين او مذهب هم د هغو د امر او فرمان په وسيله صادرېده.
نيتچه بېرته دخپلې شننې په ترڅ کې د مفهوم مصداق ته ورگرځي. وايي يو مفهوم چې سياسي لومړيتوب او برتري ولري او هغه مفهوم چې په رواني لحاظ غوره والى ولري، دى هم ورته پراختيا ورکوي ـ د نيتچه نظر پورتنی کاست ( د طبقي په څېر يو ټولنيز قشر چې سياسي تحرک په کي نه وي) هماغه د دين پالو کاست دى او د يو کلي مقام په روښانولو کې داسې يو صفت ځانته کاروي چې د دين په پلوي عمل کوي. د مثال په توگه د ((پاک )) او ((ناپاک)) مفاهيم د لومړي وار له پاره يو د بل په وړاندي ودرېدل چې ټولنيزو قشرونو له هغو پيروي پيل کړه او په هغو کې يو د نېک او بل د ((بد)) په نوم را بهر شول. نور له ټولنيزې پايگاه سره اړيکي نه لري. همدارنگه د پاک او ناپاک مفاهيم له اندازې زيات با معنا پراخه او سمبوليک گڼل کېږي ـ
د نيتچه په نظر د بشريت ټول لرغوني مفاهيم تر يوه حده پورې په لومړي سر کې د باور وړ نه دي. ډېر بد، ناوړه، اومه، پردي، تنگ او پر دغو ټولو برسيره د ټولو غير سمبوليکو مفاهيمو څخه پوهيداى شو چې پاک په پيل کې انساني برخه نه وه چي ځان وينځي او يا ځينې ځانگړي خوراکونه پر ځان باندې حرام کړي چې د جلدي يا د پوستکي د ناروغيو سبب کېږي ـ او يا د بد کاره ښځو سره له يو ځاى والي ډډه وکړي چې وينه يې ورسره گډه نه شي.
له بلي خوا روښانه ده چې د يو اشرافي د موجوديت په سبب د دين پالنې په بنسټ کې ژور دنني ارزښتي تضادونه را وټوکيږي او خطرناک حالت رامنځ ته او اوج ته ورسېږي چې دا کار پخپله په حقيقت کي د انسانانو تر منځ درزونه پيدا کوي.
د نيتچه په نظر په دغه دين پالي او مذهب پالي اشرافيت کې د حاکمو او اشرافو عادات فرمان چلوي. دا له پيله ناسمه خبره ده چې گويا د هغو د عمل مخه نيول کېږي. دا کار د دې سبب کېږي چې يو مرغه په خپلو هگيو کښېني او په فکر کې ډوب شي، او کله هم بې اندازې زيات هيجاني شي. يعنې داسې عادتونه چې د دين پالو له پاره د عصبي ناروغيو سبب دي. دا هغه څه دي چې تداوي کول يې ناشوني او نتایج يي خطرناک دي. د نيتچه په عقيده بشريت د دغه اومې (خامې) دين پالنې په اثر نن ناروغه دى. (۴- ۱۱ )
د نيتچه په نظر د دين پالو له پاره د هر څه پيدايښت خطرناک دي. نه يوازې دواگاني او درملونه بلکې که په هغو کې، غرور، انتقام، جوړ جاړي، مينه، حرص، او د باداري کولو فضيلت او ناروغي هم وي، خطرناک انگېرل کېږي. که ووايو چې دغه بشري ژوند په خپل ذات کې د دين پالو ژوند دى او بشر پر يو په زړه پورې ځناور بدل شوى دى، نو همدلته ده چې شر په عالي مانا ژورتيا موندلې او بشر شرانداز شو او دوه بعدونه يې پيدا کړل چې په نورو ځناورو يې برتري پيدا کړه.
د نيتچه په عقيده زور، ځواک، جنگ او جگړه، ماجراجويي يا گډوډۍ غوښتنې او شر پسندۍ، ښکار او نڅا او ټولې جنگي لوبې په عمومي صورت هغه څه دي چې د زور له مخې يا (د قدرت له پاره) کېږي خو دين پالونکي او اشرافي ارزښتونه نورې وړاندوينې لري.
تر کومه ځاېه چې پوهېږو، نيتچه دينپالان د ټولني او د بشريت ډېر ناوړه دوښمنان بولي. د هغه په باور دا ډېر کمزوري خلک دي. دا ځکه چې تل په دې هڅه کې دي چې وېره او ډار د خلکو په زړونو کې ځاى کړي؛ کرکه او نفرت خپور کړي او له دې لارې خپله باداري وچلوي. د نيتچه په عقيده د دوى په شتون کې د بشريت تاريخ له بې عقليو ډک دى.
نيتچه په دې لړ کې يهوديانو ته گوته نيسي او په دې نظر دى چې يهود دين پالی قوم دى. دوى د خپلو فاتحانو له پاره په دې خوشحاله وو چې د کينې او نفرت له مخې ټول معنوي ارزښتونه له يوې مخې لاندې باندې کړي. دا (يهود) داسې ټبر دى چې له ډېرو وروسته پاتې کينې غوښتنو سره ډاروونکې هلې ځلې کوي او له دې لارې يې ځانته جرأت ورکاوه چې اشرافي ارزښتونه لکه ( نيک، عالي، ځواکمن، ښکلي، خوشحاله او خداى پالي ) را سر چپه کړي او داسې روحيه وپالي چې وايي: نيک خلک هماغه بدمرغه دي. هماغه بېوزلي دي. بې وسه او لاس لاندې خلک هماغه د ايمان خاوندان، رنځ ځپلي، بې برخې، ناروغان او له بديو ډک دي.
نيتچه په اشرافو او حاکمو سردارانو غږ کوي؛ وايي چې:
((تاسو اى اشرافو، قدرتمنو! چې تر ابده له شره ډک او ستمگر ياست. شهوت پرست ياست. سترگې مو وږي، زړونه مو له لوږې او حرصه ډک او ستم پالونکي او شهرت پرست ياست. سترگې او زړه مو له لوږې او بې خدايه دوزخيان، منفور او لعنتي کسان ياست ـ موږ په دې پوهېږو چې هغه ارزښتونه چې يهوديانو د جنگ له لارې را وپرزول، يادونه کولې شو. موږ پوهېږو کله چې د يهوديانو په وړاندې د مرييانو اخلاقي پاڅون پيل شو، هغه د دوه زره کالو څخه د مخه پېښه ده ـ خو نور يې اوس يادونه نه کوي او د دغه برياليتوب په باب څه نه وايي. )) (۱۱ـ ۳۹ـ)
نيچه د خپلو تفکراتو په لړ کې دا څرگندوي چې اشرافو يا حاکمې پوړۍ د خير او شر يا ښه او بد کليمه ايجاد کړه. څه چې يې غوښتل، هغه ته يې ښه وويل او چې ښه يې نه راتلل، هغه ته يې بد وويل ـ نو هغه ښه او بد چې دواړه د اشرافو له خوا جوړېږي او هغه شر چې د ناکامۍ په صورت کې د نفرت له مخې تجسم پيدا کوي، توپير يې له ښو سره څه دى؟
د بد او شر دوه گړني د ښو په وړاندې واقع دي. خو د ښه مفهوم يوازينى مفهوم نه دى، خو د ښه يا نيک مفهوم يوازينى مفهوم نه دى نو د کينې له مخې په اخلاقي مانا له شر نه ډک يو عمل دى. يعنې هماغه ((نيکان)) يا هماغه اشراف يا د عالي نسب او اصل خاوندان دي چې د کينې او نفرت په زهرجنو سترگو بل رنگ اخلي او په بله مانا ورته گوري ـ
دا خبره بايد په ډاگه کړو چي کوم کسان چې له يادو شويو ((نيکانو سره دوښمني کوي هغوی خپل دوښمن يوازې له شر نه ډک موجود په توګه پېژني ـ )) دغه نيکان چې په دود، رواج او سننو کې ښکېل دي، د سيالۍ او حس له مخې له يو بل سره په قيد و بند او له يو بل سره په چلند کې دي، خو ډېر کاواکه هم دي.
نيتچه په خپله شننه کې د( Hesiod) هيسيود يادونه کوي چې غوښتل يي فرهنگي دورې په دريو دورو وويشي يعني د سرو زرو، دويمه د سپينو زرو او دريمه د برونزو دوره. نيتچه دا پوښتنه راولاړوي او نيوکه کوي چې د٬٬هومر٬٬ له عظمته ډکه نړۍ په کومه اندازه له ډاره او ترهې ډکه ده؟ هومر هغه يوه دوره په دوو برخو ويشي او يوه پر بلې پسې بولي.
يعني لومړى د پهلوانانو، نيمه خدايانو ترويايي، تبسي دوره په داسې ډول چې هغه نړۍ د لويانو يا اشرافو په ياد کې ده. هماغو دغه پهلونان او نيمه خدايان يې شاته او رښتيني اسلاف وو، بيا برونزي دوره يعنې هغه پاتې شوني او پايمال شوي، لوټ شوي، ټکول شوي، مريي شوي خلک وو.
لکه چې و مو ويل، برونزي دوره هغه سخته، سړه، بې روحه او د وجدان او احساس نه تشه دوره وه چې هر څه يې تر پښو لاندې او په وينو کې ولمبول.
د نيچه په نظر بله وېره او ډار دا وه چې په انسان کې هېڅ ډار پاتي نه شو. انسان لکه چینجى پر مخ خوځېږي او د يوې رمې په توگه را ټولېږي. بې خاصيته، بې رنگه او بې بويه کېږي خو اوس هڅه کوي ځان د انسانيت لوړه څوکه وبولي. د ځان او د تاريخ مانا يعنې لوړ او ((پورته انسان )) وبولي. البته دا دومره ناروا هم نه ده. تر کومه ځايه چې د ژوند کولو وس نه لري، نو ژوند ته ښه راغلاست وايي او داسې يې گڼي چې د کږو وږو او رنځورانو ستړو او بې دمه کسانو د تن بويونو يې ټوله اروپا نيولې ده ـ (۱۱-۵۱ )
د نيتچه په نظر نن ورځ په انسان کې هېڅ داسې څه نه وينو چې هغه دې خپله لويي وښيي بلکې هغه په ځوړ يعني مخ په کښته روان دى. او هر څومره چې نرم او نازک شي، خوشاله، هوښيار، هوسا او معتدل شي، چيني ډوله او مسيحي ډوله شي، بيا هم هماغه شوم برخليک لري. هماغه برخليک چې اوس پرې اروپا اخته ده. موږ اوس له هغه سره مينه هېره کړې ده. هغه ته درناوى، هيله او اراده کول د دغه انسان ليدل په ذهن کې راوړل موږ ته د گډوډۍ او وحشت استازی دى. موږ ترې بې زاره يو. (۱۱- ۵۳ )
د نيچه په عقيده چې که څوک وغواړي په دې خبره پوه شي چې انسان څنگه د ځمکې پر مخ ارمان جوړوي، دا نو دا زړه له بل چا سره دى؟ که د يو سوري يا کړکۍ له لارې دغه ډگر ته کتلی شي نو هلته څه نه تر سترگو کېږي، بلکې يو څه اورېدل کېږي او بنگارى يې غوږونو ته راځي. يوازې د خوښۍ زمزمه تر غوږو کېږي. دلته ده چې له بې وسۍ او کمزورۍ نه وړتيا جوړوي. دغه بې وسي چې هېڅ برات او يا بديل نه لري چې را وپرځېږي نو بيا ورته نومونه غوره کېږي. صبر، زغم، فضيلت، گناه او د بخښلو نوم ورکول کېږي. په پايله کې د انتقام اخيستلو وس له منځه ځي ـ
په همدې ځاى کې ده چې نيتچه په ارمان جوړونه نيوکه کوي او يو مثال را وړي، وايي:
د ارمانښار جوړونې کارخانه له دروغو بل څه نه ده. هسې اوم خيال او هوس دى.
که له يوې خوا نيتچه د زاړه اخلاقي سيستم اصولو او ارزښتونو ريښې را سپړي نو دغه ډول په تېرو ارزښتونو انتقاد کوي، وايي: دوه ډلې خلک له سنتي اخلاقي ارزښتونو انکار کوي. يوه هغه ډله ده چې ارزښتونه نفي کوي او بله هغه ډله ده چې غواړي نويو ارزښتونو جوړېدو او رامنځته کېدو ته لاره هواره کړي. دواړه کړنې امکان لري ـ کېداى شي چې نتيجه يې يو شان نه وي. خو په بطن او ماهيت کې د دوى ترمنځ جدي اختلاف موجود دى. يوې خوا ته غير مسوولانه عامل دى چې له بېزارۍ، سپين سترگۍ او وقاحت او يا حسي لذت نه اغېزمن دی او پر بله خوا کې هغه عامل دى چې له هغه ارمان سره مل او خپل ارمان ته تعالي ورکوي، چې کېداى شي دا ارمان ناسم وي.
نيتچه له سنتي اخلاقو يا مسيحي اخلاقو کرکه درلوده خو داسې هم نه چې معيارونه ويجاړ او يا بد اخلاقي دود کړي ـ بلکې نيتچه د مسيحي اخلاقي ارزښتونو فهرست له واقعي ارزښتونو سره مخالف باله.
نيتچه وايي چې زه د اخلاقو په برخه کې نهيليست (يا د هغه چا په څېر چې په هېڅ باور نه لري او هره هڅه عبث او پوچه بولي يا بدبين وي) او گډوډي پلوى نه يم خو د دې لېوال يم چې د نويو ارزښتونو فهرست يا لړ ليک د زړو هغو ځاى ونيسي. هغه وايي نه غواړي اخلاق بې اعتباره کړي، بلکې غواړي نوى ارمان هست کړي.
د نيتچه په باور د ټيټو اخلاقو په وسيله لا تر اوسه د مسيحيت مغلوب شوی ارمان نه دى پېژندل شوى. د ليکوال په قول:
د اخلاقو پر ضد جگړه د ژوندانه د ورځې په سباوون کې پيل شوه او هغه لومړني سړي چې په اخلاقو يې بريد وکړ او هغه يې وښوده، همدى و:
(( هېڅ چا تر اوسه مسيحي اخلاق له خپله ځانه ټيټ احساس کړي نه دي، دې هدف ته د رسېدو له پاره د لر ليد، فکري لوړتيا او او پر يو نا تعقيب شوي ارواپوهنيز ژوروالي باندې باور نه شي کېداى. ))
هغه وايي: هغه څه چې ما له نورو انسانانو بېلوي او ما له ټولو ليرې او گوښى کوي، دا حقيقت دى چې ما د مسيحي اخلاقو له مخې پرده پورته کړه. )) (۱۱- ۱۶۴)
د نيتچه په باور په ټولو عالي بشري تمدنونو کې يوه هڅه شوې چې اخلاقيات سره پخلا کړي خو تر اوسه هېڅوک په دې نه دي توانېدلي چې دا پخلاينه رامنځته کړي او نه خو په کومه دوره کې په دې اړوند څه کار شوى دى. د دغه دوديز ډولو اخلاقو د روښانتيا له پاره زياته اړتيا پيدا کېږي، او د دواړو ډولونو ځانگړنو توپير کول لازم دي چې د انسان عالي نوع د دې وس پيدا کړي چې ځان د هر ډول مرييتوب نه وژغوري.
(۱۱ - ۱۷۳)
په لنډه توگه: نيتچه ارزښتونه ابدي او دايمي نه بولي او د فرهنگ د يوې برخې په توگه چې تل بدليدونکي او تغيير منونکي دي، اخلاقي اصول هم د دغه فرهنگ په بنياد چې د هرې ټولنې د هويت او مشخصاتو او ماضي سره اړه لري، مربوط بولي ـ د نيتچه په عقيده اخلاقي اصول مخکې له مخکې بنياد نه لري. ارمان جوړول او يا ارمان هستول يوه دروغجنه او بې بنياده خبره ده. همدارنگه ډار او وېره د انسان له پاره د ټولو هستونو او نورو عمده هستونو او منځ ته راوړنو بنسټ دى.
نيتچه وايي: ډار د انسان ميراث دى او اساسي احساس ډار او ترهه ده چې هر څه روښانوي. لومړۍ گناه او لومړنی فضيلت، زما فضيلت هم چې هماغه علم دى، له ترهې او ډاره زېږېدلی دى. دا ځکه چې په انسان کې ډار او ترهه په پيل کې د ځناورو يو تقليد و او همدغه له ځناورو تقليد په انسان کې وروزل شو. له هغه جملې له ځناورو ډار چې په خپل دننه کې يي پټ کړی او زردشت ورته «د ننى لېوه» وايي. همدا له اوږده وخته ترهه بالاخره لطيف او روحاني او معنوي کېږي. زه فکر کوم چې د هغه نوم نن ورځ علم دى. ( ۱۲-۳۶۷)
نيتچه د نژاد پالني او همدارنګه د يهوديت ضد مسايلو په اړوند د نيوکو سره مخامخ دى. په اخلاقي مسايلو کې د هر ډول عامو اصولو د وضع کولو مخالف او هر څه په فرهنگ او د بېلابېلو ټولنو په ځانگړنو او فرهنگونو پورې اړوند بولي.
يادښتونه:
۱ـ السدير مک اينتاير. . تبارشناسي اخلاق و بررسي ان از ديدگاه مک اينتاير ـمجله پژوهشهاى تلقي ـ کلامي. شماره ۱۳-۱۴ ـشهرياري، حميدي.
۲ـارسطو. مباني تاريخ تحول انديشه ءوى. تاءليف ورنريگرـ ترجمه : دکتر حسين کلباسي اشتري. ص ۳۱۳
۳ـ Nicomachean نيکو ماخوسي اثر په باب ويل کېږي دا اثر د ارسطو زوی ته منسوب دى چې د نيکه په نوم ليکل شوى او يا هغه ته اهدا شوى دى ـ
۴. هغه اثر دى چې د هغه په اصالت او د تسميه په وجه کې بېلابېل نظريات شته. ځينې يوناني څېړونکي دا يودايمونيا ( Eudaimonia) د نيکمرغۍ په مانا سعادت او برياليتوب بولي. او په دې اساس اخلاق (د نيکمرغۍ پر محور اخلاق ) بولي ـ بله ډله بيا دا گړنه دايودموس له نامه چې د مشا د مکتب وتلي څېره ده، بولي او بالاخره يوې ډلي دا اثر جعلي بللی ـ
۵.نايجل واربرتون. اثار کلاسيک فلسفه. (ترجمه مسعود عليا).تهران ـ ققنوس.۱۳۸۲. ص۳۰
۶.کارل ياسپرس. نيتچه، درامدې به فهم فلسفه ورزى او. (ترجمه سياوش جمادي )، انتشارات ققنوس، چاپ پنجم، تهران. کال : ۱۳۹۴
۷ـ فلسفه مدرن و ايران ـ فاضل غيبي. چاپ پيام ـ چاپ اول ـ۱۳۹۰
۸- د جبر او اختيار ديالکتيک ـ ۱۳۹۴ کال
۹- نيتچه. فراسوې نيک و بد. (ترجمه داريوش اشوري ـ ص ۷۰
۱۰-فردريک نيتچه ـ (فيلسوف فرهنگ. نوشته :فردريک کاپلستنـ ترجمه عليرضا بهبها ني ـ چاپ ـ۱۳۷۱ انتشارات بهبهاني ـ ص ۱۶۲
۱۱.نيتچه ـ تبار شناسي اخلاق ـ (ترجمه داريوش اشوري ) چاپ : تهران ؛ايران : اگاه.
۱۲.چنين گفت زردشت. فردريش نيچه.(مترجم فهيمه رحمتي )ـانتشارات ـبهزادـ ۱۳۸۷