INSAN Magazine

روښانیت فرهنګ او پښتو ژبه

د اسد ۷مه ۱۴۰۴

الف: بداية الکتاب او د پښتو ژبې له پاره د خيرالبيان عرفاني – فلسفي لارښوونې 

په ژورې څېړنې سره د خيرالبيان له مطالعې جوتېږي چې پېر بايزيد روښان په يو خاص دور کې مومو او هلته چې کله موږ د څېړونکي په حيث خپل حضور پيدا کوو او بيا د هغه مهال د پښتنو ټولنې ته نظر اچوو، د هغوی د روح او روان دنيا څېړو. په ياد دوران کې مغولي استبداد گورو، لاسبرې مذهبي فضا او له هغه سره په څنگ کې د مغولي استبداد نيتونه چې هر څه تور اړوي، نو عارف او عالم اړ کېږي چې د دغې فضا په پوهېدنې سره خپله لاره غوره او په مخ کې ونيسي. 

بايزيد انصاري يا بايزيد روښان چې نن ورځ د روښانتيا او د علم او فرهنگ د ودې په شرايطو کې ښه پيژندل کېږي، د هغه افکار او اثارو ته مراجعه نو د دغه اثارو متني راسپړنه هم په دقت سره اړينه برېښي.

بايزيد روښان خپل معتبر اثر خيرالبيان په څلورو ژبو وليکه: اول دا مسئله روښانتيا غواړي چې ولې په څلورو ژبو؟ بيا په پښتو ژبه خاص تمرکز کوي او په پښتو باندې د کښلو لپاره لارښوونه غواړي. درېيم په پښتو ژبه د اثر د ليکلو نيت هم خاص د پاملرنې وړ خبره ده، خو له هر څه تر مخه د خيرالبيان د خلقت او هستونې مسئله او انگېزه مهمه ده.

په دې څېړنه کې د بداية الکتاب پر دې او نورو مهمو مطرح شويو مسايلو غواړو بحث وکړو. لکه چې تر مخه مو وويل: د خيرالبيان پيل په يو ډول مونولوگ سره کېږي. ځاى ځاى د هرې فقرې په سر کې دا عبارت «او بايزيده!» راځي او له هغه وروسته حکم يا ارشاد او بيا په هماغه فقره کې پوښتنه مطرح کېږي. دلته د متکلم او مخاطب مسئله مطرح ده. دا متکلم انسان نه دى بلکې يو لاهوتي اواز دى، يو غيبي او هاتفي اواز دی چې د بايزيد زړه ته لاره کوي او په اشراقي ډول مخاطب خبروي. 

د يو فلسفي ارواه پوه په عقيده «مذهبي اقوال او عقيدې له استثناء پرته په يوه موضوع تمرکز کوي چې د هغې اثبات په مادي مانا ممکن نه دى او که داسې نه وي نو اصلاً دا موضوعات به د طبيعي علومو په رديف کې راغلي واى. کله چې مذهبي موضوعات له مادي اړخه مطرح شي يو دم بې مانا مالومېږي او علم يې په دې سبب چې په تجربه کې نه راځي، محکوموي.

 دلته دا مسئله هم مطرح ده چې بايزيد روښان د يو عارف او هادي په حيث له مهمو مسايلو سره د مذهب له زاويې او د اشراق له ليدتوگي چلند کوي يا په بل عبارت، د هغه نړۍ ليد همدا شان دى. څو ځایه د هغه په باب دا خبره تکرارېږي چې وايي: «بدون ميانجى با او سخن گفتی.» يا هغه ته الهام کېده، نو د خيرالبيان متني جوړښت او د متن يوه ځانگړنه هم دا ده چې د يو داسې مونولوګ په بڼه پر مخ ځي چې خبرې يې له لاهوت سره دي نه له ناسوت سره. 

جان هيک د دين د فلسفې په اثر کې د مقدسو مفاهيمو په اړوند وايي: «څرګنده ده چې زياتره ګړنې يا اصطلاحات چې په ديني بحثونو کې د خداى تعالی په باب په خاص انداز کارول کېږي، له غير ديني متداولو ماناو سره توپير لري. د مثال په توګه کله چې وايو «خداى لوی دى» زموږ هدف دا نه دى چې خداى لوی مکاني حجم اشغال کړى دى، يا کله چې وايو «خدای له يو نبي سره خبرې وکړې» مانا دا نه ده چې خدای د مادي جسم لرونکى دى او د نطق د قوې په غړو سره چې صوتي امواج په حرکت راوړي او د يو شخص د غوږونو په پردو لګېږي. کله چې ويل کېږي خدای خالص خير دى، په دې مانا نه ده چې اخلاقي ارزښتونه د الهي ذات نه مستقل موجوديت لري چې د هغو په رابطه کولی شو خداى خالص خير وبولو، همدا ډول منظور او هدف دا نه دى چې هغه ډول چې په معمول توګه د بشـري افرادو په باب صدق کوي، خداى د نفساني وسوسو په وړاندې يا معرض کې واقع کېږي، خو پر هغو غلبه کوي. څرګنده ده چې د دنيوي کارونو او د دې کلماتو د معمول په منځ کې او همدارنګه په کلامي کارونه کې يې ژور معنايي اختلاف موجود دى.

بله خبره دا ده چې دلته هم په دې اسماني يا الوهيتي کتاب (خیرالبيان) کې د قران سنت او لاره تعقيب شوې ده او د علق د سورې په پيروي بايزيد انصاري ته لارښوونه شوې ده. لارښوونه سيده او له منځګړې پرته ده. مبارک ايه: 

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾ كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَى ﴿۶

ولوله د خپل پروردګار په نوم چې انسان يې پيدا کړ او له علق نه يې هست کړ (۲) ولوله او ستا رب له ډېرو کريمانو څخه کريم دى (۳) هماغه چا چې د قلم په وسيله یې ورزده کړه (۴) هغه څه چې انسان پرې نه پوهېده (په تدريج سره يې) ورزده کړه (۵) په رښتيا چې انسان سرغړوي (۶) کله چې ځان بې نيازه فکر وکړي. (۶)

د دې اثر بله ځانګړنه دا ده چې کټ مټ د قران پاک د سوره رحمان په سبک کښل شوى دى. دا هم په پښتو ادب او شعر کې يوه ستره زياتونه ده او هم د مانا او مفهوم له مخې يو ستر کار دى چې ځانګړى نبوغ غواړي، د مثال په توګه. د خیرالبیان په پښتو برخه کې دا وزن تر پايه تکرارېږي چې وايې چې درستېږي بيان. حرفونه د قران او سبحان. او کښېږده په ځينو حرفو ټکي يا غړوندي يا نور نښان، بل حرفونه وپېژني آدميان او داسې نور. د خيرالبيان په ژبه کې د شعريت څرګندې نښانې برېښي. په دې اړه خداى بخښلی استاد رشاد هم د دې خبرې تاييد کوي. (۱)

ارواښاد پوهاند عبدالشکور رشاد په خپله مشهوره سريزه کې چې د کابل چاپ په خيرالبيان يې کښلې ده، دې پوښتنې ته چې ايا خيرالبيان نظم دی که نثر، ځواب وايي او يوه مفصله څېړنه پري کوي. استاد د خپلې سريزې په پايله کې ليکي: «د دغې څېړنې او دغه تقطيع څخه نتيجه اخلو چې خيرالبيان که ټول نظم نه وي يوه برخه يې هرومرو نظم ده، خو تنقيح ته ضرورت لري او دا کار نوى نه دى، په نورو پښتو متنونو کې هم سوى دى(۲۔۹۷)»

په دې ډول وينو چې خيرالبيان که د اولسونو د خبرتيا لپاره په څلورو ژبو کښل شوى، روښاني عقيدې ته يې نسبتاً نړيواله او عمومي صبغه ورکړې، خو په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره د داسې خوږ او هنري اثر چې هم اسماني او الوهيتي محتوا ولري او هم هنري ژبه په واقعيت کې د پښتو ژبې لپاره يو ستر او له وياړ ډک کار دى

ب. د ژبې او فرهنګ د پراختيا هڅې

د بايزيد انصاري د ظهور او فعاليت زمانه د اروپا تورتمو پېړيو ته ورته زمانه وه چې «جيوردانو برونو» يې د خپلو نظرياتو د څرګندونو په ګناه ژوندى وسيزه او ګاليله يې اړ کړ چې له خپل حقيقت ويلو نه انکار وکړي. دغه راز له بايزيد روښان څخه تر مخه پر نورو مواردو سربېره، د پښتنو د هويت او د دوى د ژبې په اړوند هم ډېرې نا ويلې ويل شوې دي، په تېره د هغو کسانو له خوا چې د پښتنو په څټ سواره وو لکه اخوند دروېزه چې په ځينو ليکنو کې ورته د «بابا» خطاب هم شوى دى، اصلاً له پښتون ټبره نه و، پلار يې د افغانستان له شمال نه راغلى او د ننګرهار له لارې بيا د پير ترمذي مريد ګرځېدلی و. له مغولي دولت سره يې له خپل پير سره د رابطې له لارې ډېرې نږدې اړيکې درلودې نو ځکه د نن ورځ د ملايانو په څېر هغه تحريک يا شخصيتونو چې د پښتنو د داعيې لپاره به يې سر راپورته کړ، اخوند دروېزه به يې مخالفت کاوه. له هغه جملې همدا ملا صيب د بايزيد انصاري سخت مخالف و. د اخوند دروېزه په باب يوه بله کيسه دا هم ده چې د پښتنو په وړاندې د هغه په عقدې دلالت کوي. هغه په تذکرةالابرار و الاشرار کې د افغانانو په باب ليکي: 

«القصه افغانان له پخوا زمانو په دې دود او قانون پای بند ول چې له زيات جهل او صلابت څخه چې يو بل ته يې په زړه کې درلود، پادشاهي يې ځانته لازمه نه ګڼله، دا ځکه چې د دوى تکبر او خود بينۍ دې ته اړ کړل چې څرنګه د خپلو اقاربو پر مخ کې د يو اقارب په حضور کې عجز او فروتني وکړو، ځان نوکر او بل پادشاه وبولو، نو بايد يو د بل سره مساوي اوسو، له همدې امله ده چې زموږ د سيمې په عرف کې افغانانو ته ملک وايي... دا ځکه چې دوی ملکان دي او پادشاهان په کې کم دي او هر لوى او کوچنى ځان ملک بولي دا ځکه چې دا بې اتفاقه ملکان نور خپلې ډلې ته کار نه شي کولى، نو هر يو په خپل نفس کې ملک دى او څرنګه چې په فرقان حميد او قران مجيد کې خدای تعالی طالوت ملک بللى نو ټول افغانان ملک بولي.»(۳-۸۳)

د اخوند دروېزه دا بيان يو سياسي بيان دى. له بلې خوا پښتنو ته دا تلقين ورکوي چې ګويا دوى نه شي کولی خپل حاکميت ايجاد کړي. له بلې خوا په ياد اثر کې د پښتنو د شجرةالنسب په باب داسې افسانې او خيالي کيسې وړاندې کوي چې پر ځان باندې د دوی باور ته زيان رسوي. دا څرګنده ده چې هغه يو ملا و، يو بانفوذه ملا، منبر د هغه تر کنترول لاندې و، نو ځکه په دې پوهېده چې د خلکو په اروايي قلمرو باندې څنګه لاسبري پيدا کړي. همدارنګه د پښتنو د ژبې په باب هم د مغولي لاسبرۍ پر مهال ډول ډول افسانې مطرح شوې او دا يې تلقين کړی دى چې د دې ژبي (پښتو) کارونه او د ليک لوست لپاره د دې ژبې کارولو باندې ويونکي او خبرې کوونکي شکمن کړي. سره له دې چې اخوند دروېزه هم په پښتو اثار ليکلي، مخزن د هغه مشهور او په خوږ نثر کښل شوى دى خو هغه خپل مقصد هم نه پټوي او خپلې موخې بيانوي. 

اخوند دروېزه په خپل اثر تذکرة الابرار والاشرار کې د پښتنو يا افغانانو په باب ډېر څه وايي. کله دې قوم ته د جاهل خطاب کوي او کله هم له علم او معرفت نه لرې او پير روښان رافضـي بولي. د دې اثر لوستل په يو نوي ليد لازم دي چې د ارواپوهنې او ټولنپوهنې په رڼا کې وشنل شي. په اثر کې د پښتنو پر ضد د ليکوال عقدې او کينې ښې را برسېره کېږي، خو همدغه ملا دى چې د پښتنو په ذهن او روان يې کلونه حکومت وکړ او د پښتنو د مريي کولو لپاره يې هڅې وکړي. خوشال بابا په دقت سره پېژندلی و، په يو شعر کې وايي: 

نه يې علم، نه دانش، نه فهم پوهه

خو دوستي د دروېزه باندې انبوهه 

په ويل د دروېزه عقيده څومره

لکه عين په آيت په حديث هومره 

دروېزه چې بيان کړی خپل کتاب دى

نوم يې ايښى مخزن الاسرار کړى جناب دى 

هر بيان يې ناموزون مجهول بېرنګه

خالي پاتې له دانشه بې فرهنګه 

که يوه مصـرعه په شل بله په سل ده

نامربوطه نا موزونه په ويل ده[1] (۳۷-۴)

 همدارنګه پوهاند تږى د تذکرةالملوک د مولف په حواله ليکي: 

«ځينې روايتونه وايي چې افغانانو خپله ژبه له ديوانو نه زده کړه؛ ځينې نور بيا وايي دا د کـسـي د غره د اوسېدونکو ژبه ده. د افغانانو دا عادت و چې د دغو خلکو ښځې او لوڼې به يې ترې بوولې او ودونه به يې ورسره کول، نو ځکه يې پښتو ژبه ورنه زده کړه او خپله ژبه يې چې ابراهيمي (عبري) وه، هېره کړه.»[2] (۳۸-۵)

د پښتو ژبې په باب دا هم وايي چې د اکبر پاچا په دربار کې دا خبره تکرارېدله چې پښتو د دوزخ ژبه ده. دا چې حمزه بابا وايي: 

 وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم 

يا لکه غني خان چې وايي: 

په ولا چې له جنته شم راستون 

چې ښکنځل په کې وانه ورم د پښتون

په واقعيت کې د همدې افسانو په وړاندې يو غبرګون دى. 

د پښتو ژبې د دوزخي کېدلو او د پښتنو په باب ناوړه روايات ټول د داسې ذهني فضا څرګندوی و چې د پښتنو د فرهنګي ودې مخه ډب شي. د پښتو ژبه او پښتانه هم په فرهنګي لحاظ د نورو فرهنګونو په تناسب پر مخ وړاندې لاړ نه شي. 

بايزيد د دې اساطیرو ماتولو ته ملا وتړله، بايزيد لومړنى شخصيت دى چې په پښتو ژبه باندې ليک لوست او د ژبې د ښې ادا لپاره يې آسماني او الوهيتي بنسټ جوړ کړ. 

هغه د بداية الکتاب برخه په دې ډول پيلوي. 

ج. مونولوګ

«او بایزیده! وکښه په آغاز د کتاب په ښه درست حرفونو، بسم الله تمام. زه نه ورکوم مزدوري د هیغو (هغو) کسانو چي کُښي بیا يې ورانوي یو حرف یا ټکی بیا يې کُښي چې يې درستېږي بیان.

او بایزیده! وکښه هغه حرفونه چې په هره ژبه سازېږي د فایدې د پاره آدمیان. ته دانا یې له هره څیزه، ما نه زده بیرون حروفونه د قرآن او سبحان!

او بایزیده! د حرفونو کُښل په تا دي د حرفونو څرگندول، د نومونو وښوول په ما دي. وکښه ځما په فرمان په مانند د حرفو د قرآن او کښېږده په ځینې حروفو ټکي یا غړوندي یا نور نښان، بل حرفونه وپېژني آدمیان. ځینې حرفونه څلور څلور وکښه عیان. زر به يې زده که(۴۰-۶) چې لولي سه (ساه) ورسره باسي له ځینو دوو وستري حرفونه سره آدمیان.» ( ۶-۴۲)

پورتني عبارت الهي او اسماني ارشادات دي يا دا چې بايزيد روښان په خپل نبوغ او روحاني قدرت سره دا تلقين تعقيبوي چې پښتو ژبي ته او د دې ژبې ليک لوست لپاره د الفبا ايجاد او نورو اړخونو ته اسماني او معنوي بنسټ پيدا کړي. بايزيد روښان او بيا وروسته د هغه سر ښندونکو پيروانو دا کار په ډېره مېړانه او جرأت وکړ. 

دلته د دغه حروفو نمونه راوړو: 

بسم الله الرحمن الرحیم

الف. یو دی عیان.

ب بابا به، پ پاپاپه، ت تاتاته، ټ ټاټاټه، ث ثاثاثه. 

دی بیان. 

ج جاجاجه، چ چاچاچه، څ څاڅاڅه، ح حاحاحه، خ خاخاخه. 

لولي دې ادمیان، 

د دا دا ده، ډ ډا ډا ډه، ځ ځا ځا ځه،ذ ذا ذا ذه، ږ ږا ږا ږه. 

و دې پېژني ادمیان، په تا دي وي اعلام. 

ر را را ره، ړ ړا ړا ړه،ز زا زا زه، ژ ژا ژا ژه. 

رشتیا دی عیان. 

س سا سا سه، ش شا شا شه، ښ ښا ښا ښه، ص ض ط ظ. 

لولي دې په ژبه. 

ع عا، غ غا، ف فافه، ق قاقه، ک کاکاکه،ګ ګاګه، ګ ګاګه. 

په دا دي وپوهېږي عاقلان ادمیان. 

ل لالاله، م ماماّمه، ن ناناّنه، ڼ ڼاڼاّڼه، و وا، ها هه، لاء، یای ے

زده دي که تمام. [3] (۴۶-۶)

د پښتو ژبې د الفبا په باب بېلابېل روايتونه شته خو دا چې بايزيد روښان په خپل وخت په خپل ډېر معتبر اثر خيرالبيان کې د دې ژبي د الفبا د تدوين لارښوونه کړې او هغې ته يې يو لاهوتي اساس ورکړی، د وخت د حاکم ذهنيت مطابق يو ستر کار و. د دې کار نتايج وروسته لا پسې څرګند شول. په دې مانا چې د هغه پيروانو په پښتو ژبه کې منظم ديوانونه وکښل او د لومړي ځل لپاره د دې ژبي شعر او ادب له ګاونډيو ژبو سره هم د مضمون او محتوا له پلوه او هم د فورم او شکل له مخې سيال شو. 

د. لاهوتي لارښوونه 

انسانانو ته د خداى پېژندنې امر او حکم 

د بداية الکتاب په مونولوګ کې بايزيد ته د دې لارښوونه کېږي چې انسانانو ته د خداى پېژندنې حکم ابلاغ کړي. هلته وايي:

«آغاز د کتاب

او بايزيده! ځما ډېر ستور (ستر) صفت وکښه، خوښي مې پيدا شي چې ځما ډېر ستور صفت وايي آدميان. 

گوره! ځما تسبيح وایي چي ځما په زمکه کښي دي په اسمان. نشته هېڅ بیرونه چي ځما تسبيح وايي، ته باور کړه په دا بيان، يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَ مَا فِي الْأَرْضِ، په قرآن کښې دی عيان. کل شيئ قال تسبيح الرحمن، هادي ويلي دي رحمتي علیه هذه الکلام. زه عامي مېړه يم پسو ستا ډېر ستور صفت به وکښم او سبحان»[4] 

(۶-۱۵)

خيرالبيان بداية الکتاب د ايمان، تصديق او تسليمېدو مسايل مطرح کوي چې دا پخپله په اسلامي فلسفه کې يو مهم او بنيادي بحث دى. په اسلامي فرهنګ کې دا بحث د دې سبب هم شوی چې بېلابېل فلسفي او عرفاني ښوونځي رامنځته شي. 

د اسلامي متکلمانو په منځ کې د ايمان د حقيقت په باب درې عمده نظرونه رامنځته شوي دي. لومړۍ نظريه د اشاعرهوو په نظريي مشهوره ده. په دې نظریه کې د ايمان حقيقت يعنې د خدای او پيغمبر د وجود تصديق دى. د خدای امر و نهي چې د پيغمبرانو په وسيله بشـر ته نازل شوي او په هغه کې ژبني اقرار او قلبي تصديقونه دي. د دغه تصديق او اقرار جوهر نه خو علم او معرفت دى او نه هم منطقي تصديقونه دي. دا تصديق په واقعي حقانيت باندې پر اقرار او تصديق څرګند شوى او د هغه واقعيت منل دي. دا حالت يو ډول رواني تسليمي او ځان سپارنه ده او له بلې خوا د شهادت د تصديق له موضوع سره په فعاله توګه رابطه لري. 

ګورو چې په پورتني اصل او لارښوونې سره د بايزيد نقش د يو هادي او مرشد په حيث نه، بلکې د يو استازي له دريځه دی. بايزيد په هېڅ ځاى کې نه دي ويلي چې هغه پيغمبر يا د خدای استازی دى خو دغه مونولوګ د خبرې سپيناوى کوي. 

دويمه نظريه د معتزله له خوا وړاندې شوې ده. چې د ايمان له حقيقت نه عبارت دی او په «وظيفه او تکليف باندې په عمل» کولو ټينګار کوي. خو د معتزله وو په عقيده انسان نورې دندې هم لري چې پر هغو ټولو بايد عمل وکړي. په واجباتو عمل او د حرامو ترک کول د انسان دندې دي. مومن انسان هغه څوک دى چې پر خپلو ټولو دندو عمل کوي. د دې تفکر له مخې هغه څوک چې د پيغمبرانو تصديق وکړي خو د کبيره ګناهونو مرتکب کېږي مومن نه دى او د کفر او ايمان په منځ کې ځاى لري. دا پړاو هماغه د بين المنزلتين منزل دى چې معتزله وو مطرح کړى دى.(۷ـ۱۵)

معتزله مکتب له ۶۵ نه تر ۸۶ هجري قمري کې چې د عبدالمالک بن مروان د حکومت دوره وه، رامنځته شو. ياده فرقه د انسان د قدرت او ازادۍ پلوي وه او هغوی په خپل کردار او عمل کې ازادي ته قايل وه. د معتزله مکتب اساس په تعقل او ازاد فکر کولو ولاړ و. دوى لومړی د عدالت د اصحابو په نوم مشهور شول او د بندګانو اعمال يې د هغو په اختيار پورې اړوند بلل. معتزله فرقه پر دوو اساسي اصولو ټينګار کوي. 

اول دا چې د الهي عدل لازم شرط دا دی چې بشـر پخپله د خپلو اعمالو فاعل وي. يوازې په دې حالت کې ده چې کولی شو هغه د خپلو اعمالو مختار او مسوول وبولو. معتزله په دى باور دي چې انسان د خپل اختياري افعالو خالق دى، يو واحد نظر لري. 

د معتزله‌وو په باور انسان چې د خپلو افعالو فاعل دى نو خداى هغه ته د خپلو نيکو کارونو په بدل کې اجرونه ورکوي او روا ده چې انسان دا تمه ولري. شهرستاني وايي: 

«معتزله په دې اتفاق لري چې بنده قادر دى په خپلو افعالو هم په نيک او هم په بد فعل او د خپل کردار مطابق د ثواب او عقاب مستحق شي. په اخرت کې، حضـرت کبرياى سبحاني سپيڅلی دى. له دې چې نسبت ورکړل شي د هغه د عزت ظلم او کفر شر او معصيت په ابعادو، دا ځکه که د ظلم په هستولو ميلان وکړي، ظالم او که عدل ته مخه کړي، عادل به وي.» (۸-۴۷)

همدارنګه د دې فرقې بل اصل دا دى چې د خداى عدالت د دې ايجاب کوي چې د عدالت او مساوات هېڅ مخالف عمل تر سره نه شي. د معتزله‌وو يو اتفاق په دې نظر دی چې عاقل فرد نه شي کولى پرته له خير او صلاح نه بل کار وکړي. الهي حکمت تل هغه څه چې د بنده‌ګانو په خير او صلاح دی، غواړي. نه غواړي په بنده‌ګانو ظلم وشي. داسې جوتېږي چې د روښانيانو نظريات د انسان د ازادۍ او عمل په برخه کې له معتزله‌وو سره نږدې دي. 

درېيم نظر د متکلمانو نظر دى چې د ايمان حقيقت له فلسفې، علم او معرفت څخه عبارت دى. د دغه نظر د پلويانو په عقيده، د هستۍ عالم په واقعيتونو ولاړ دى او ايمان د نظري کمال له پړاونو د انسان له انفسـي سير څخه عبارت دى. د دې نظريي د پلويانو له مخې وجود يا عدم، شدت او کمزوري د هر شخص د ايمان او د ديني عقايدو سره له مطابقت او هغه معيارونو سره چې د هستۍ له عالم سره سنجول کېږي، عبارت دی، خو موږ د بايزيد په اثارو کې په تېره د خيرالبيان په سريزه کې بېلابېل حالتونه ګورو او وينو. دا چې هغه ته ارشاد کېږي لکه چې: 

«او بايزيده! د خپلې پوهې په اټکل یې وکښه تمام، گوره! إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ په قران کښې دی عيان. کان بقدر عقل و علم الانسان، هادي ويلي دي رحمتي علیه هذه الکلام. ته دانا یې او خالق یې د مخلوقان. ته ژغرو يې د واړه مخلوقان. ژغرو وې چې لا دوی پيدا شوي نه وو عيان. وَ رَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ په قران کښې دی عيان.»[5] (۶- ۶۴)

همدارنګه بايزيد روښان په خپل اثر د خيرالبيان په بداية الکتاب کې که له يوې خوا د استازيتوب له دريځه مسايل څرګندوي، په بله خوا کې په تاکيد او ټينګار سره په قرآن پاک استناد کوي.که له يوې خوا روښان د لوى ذات له لوري دا واجبات اخلي چې انسانان د خداى ستاينې ته اړ کړي له بلې خوا د خپل عجز اقرار هم کوي او بيا د کتاب د ليکلو اجازه په دې ډول تر لاسه کوي: 

«وکښه په دا کتاب صلوة په خاتم د انبيا چې محمد دی عليه السلام، په واړه پيغمبرانو چې د د یو دي پسـروان. وَ سَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، په قرآن کښې دی عيان. 

اللهم صلى على محمد و على ال محمد و على جميع الانبياء عليهم الصلوت والسلام، من قال عليه السلام. 

و مي که( کړ) رحمت او برکت په تا او ستا په پسـروانو، په محبانو چې دي نغوږي په دا زمانه، په تا دې وي اعلام، هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَ مَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ، په قران کښ دی عيان. و صلى على جميع الانبياء والمرسلين و على ملائکة المقربين و على عبادالله الصالحين من قال عليه السلام..»(۶-۵۳)

ګورو چې په پورته بياناتو او ارشاداتو کې ټول تاکيد د قران پاک په ايتونو دى. د حديث يادونې نشته، بلکې د خداى پاک له لارې ويل کېږي چې محمد اخير زمان پيغمبر دى. همدارنګه په دې مسئله هم تأکيد دى چې په مخاطب شخص باندې د رحمت او برکت وايي. 

 

هـ. د کتاب ليکلو تلقين 

همدارنګه بايزيد ته په اصطلاح دغه الهام او يا لاهوتي مونولوګ کې د دې تلقين کېږي چې د خلکو او پيروانو ته د لارښوونې په موخه کتاب وليکي، ورته دليل کېږي: 

«او بايزيده! وکښه خيرالبيان چي یې لولي آدمیان په هغه هسې الحان چې یې بې لوست سورت د رحمن. زه عاجز بنده عامي يم، خپسر و تا وته گناهگار او بد کار گڼم له واړو گناهگارانو له بدکارانو د محمد په امت کښې عليه السلام، ولې اميد واري مې ستا و ښېگړې و رحمت بخښښت و ته ده. را وبخښه و ما وته او ځما و يارانو و فرمانبردارانو و محبتي و ته گناهان، بل مې زړه قرار شي او ستا و کلام وته وزگار شي او سبحان!» (۶-۵۲)

«او بايزيده! که ته غواړې يا غواړي ستا ياران چې به دي څو دي محبتي کسان، ځما آمرزگاري ترو بويه چې و جاروزي ته او ستا ياران چې دي نغوږي او محبتي دي، له واړو گناهانو. زه خداى زورور کړونى بخشاینده دانا يم له هره څيزه، پخپله دانایي په توانایي گناهگار نيکو کار، بلبخت نيک بخت کړم او نيکو کاره گناهگار بلبخت کړم د دیو د چار په بهنه؛ په تا دي وي اعلام. وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ، په قرآن کښي دی عيان. ان الله يقدر و يجعل شقيا سعيدا و يجعل سعيدا شقيا، هر چي ويلي دي عليه السلام.»( (۶-۵۳) 

په پورته ارشاد کې د هغه د پيروانو په عقيده لاهوتي پيغام بايزيد ته تلقين کوي چې کتاب وليکي، لارښوونې لپاره، د پيروانو او محبتي کسانو د پوهېدنې لپاره او دا هم ورته ويل کېږي چې کتاب وکښه د سوره رحمان په الحان، خو بايزيد په همدې مونولوګ ډوله مباحثه کې د دې استدعا کوي چې زما پيروانو ته بخښنه وکړه او ما ته بخښنه وکړه چې زه له اندېښنو لرې شم او وکولاى شم په ارام خاطر وليکم. دا په واقعيت کې د خپلو پيروانو لپاره يو ډول شفاعت غوښتنه او پر هغو د ترحم او رحمت غوښتنه ده چې لاهوتي اواز ورته د تاييد کلمات اوروي. بيا زياتوي. 

«او بايزيده! ما رښتيا وبخښل و تا وته او ستا يارانو و محبانو او چې دې نغوږي، و هغو ته د توبې په بهنه وړانديني گناهان. ولې تن دې ژغوري ترو مني (منع) کړه ياران محبان او هغه چې دې نغوږي له دغه پسه له نورو گناهانو، ترو یې لېږه چې ښېگړه که مدام، مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ، په قرآن کښې دی عيان. التوبة تهدم الحوبة، نبي ويلي دي صلی عليه السلام.»[6] (۶-۵۳)

 د باېزېد د پيروانو په عقېده لاهوتي اواز ارشاد کوي چې زه به ستا پيروان وبخښم خو هغوی دې له دې وروسته له بدو او ناوړو کارونو لاس واخلي او له بدو دې ځان وژغوري. په همدې مباحثه کې په قران پاک تاکيد کوي خو بايزيد وايي چې کېداى شي ځينې خلک پر ما ملنډې ووهي او ما مسخره کړي او زما په ليکنه وخاندي خو لاهوتي اواز هغه ته تلقين کوي چې له دې مه ډارېږه. همدارنګه ورته ويل کېږي چې ځينې چارې چې په ما پورې اړه لري، ما ته حواله کړه. د هغه په اصطلاح لاهوتي اواز هغه ته وايي چې دا نوې خبره نه ده، په تېرو وختونو کې هم دې کسانو زما په پيغمبرانو ملنډې وهلې. بلکې دا هېڅ مانا نه لري او تاسو په دې باب خپله هڅه وکړئ. 

«تا زده چې په ما پورې مسخره که او خاندي ځما په کښل او ځما په لوستن پورې ځینې ادميان. راحواله کړه و ما وته هغه چار چې ځما پکښې ډېره ښېگړه او ستا خوښي وي. نه مسخره که، نه راپورې خاندي په ما لیکښي آدميان او سبحان!

او بايزيده! شرم دې نشته چې درپورې مسخره که يا درپورې خاندي او نه نقصان د ايمان، گوره! هسې مسخره کړه او خندل یې ځما په پيغامبرانو په اولياگانو پورې له تا وړاندې ځینې آدميان. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْأَوَّلِينَوَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ په قرآن کښې دی عيان. يستهزؤن ويسخرون على کل نبى و ولى بسبب الکبر من الانسان، هادي ويلي دي رحمتي علیه هذه الکلام.»[7] (۶-۵۳)

بله په زړه پورې خبره دا ده چې بايزيد ته د عقل ورکولو او د ښو او بدو د تميز، د دروغو او د رښتياوو توپير، د حلالو او حرامو توپير لپاره هغه ته حکم کېږي چې د خيرالبيان په نوم کتاب وليکي. همدارنګه د خيرالبيان د محتوا په باب هم دا څرګندونه کېږي چي په هغه کې د ژوند د چارو لکه کرکيلې، سوداګرۍ، بازرګاني او د ځناورانو پېژندنه او همدارنګه له بيهوده خبرو او دروغو ډډه کول بيان کړي. همدارنګه بايزيد ته تلقين کېږي چې ما ستا په زړه کې هم ډار او هم اميد ننويست، د دې لپاره چې ځان تسليم کړې. د اسلام په بهانه. ما درته حکمت درکړ او اجتهاد مې دروښود او نور د الهام مې په زړه کې درځاى کړ او هر چا ته چې مې حکمت ورکړى دى، دا ستره نېکې مې ورسره کړې ده. 

دلته د اجتهاد او حکمت ورکول او د عقل ورکول د فلسفې او حکمت خبرې دي چې لږ څه له ديني احکامو سره يعنې په پټو سترګو د مسايلو او احکامو منلو سره سر نه خوري. دلته د درک او درايت او فکر کولو خبره مطرح ده چې په ډاګه په خيرالبيان کې جوتېږي. 

بله هم د اجتهاد هغه ده. اجتهاد په اهل سنت کې منع شوى دى خو په اهل تشيع او نورو فرقو کې لا شته چې د يو ډول اعتدال او د ورځې له پېښو سره د اسلامي احکامو د تفسير او توجيه لپاره هڅه وه. 

«او بايزيده! وتا مې عقل درکه، و دې ليده، و دې پېژانده د ده په رڼا رښتيا دروغ، امر نهي، حلال او حرام، ترو مې ننه یوست ستا په زړه کښې ډار اميدواري، په هغه بهنه دې کړه چار د اسلام، د اسلام د چارې په بهنه دې لار بيا مونده او هر مقام، ترو حکمت مې درکه او اجتهاد او نور د الهام. هر چا لره چې مې حکمت ورکه و هغه مې ډېره ښېگړه ورکړه عيان. يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا، په قران کښي دی عيان. فعل الحکيم لايخلو عن الحکمة نبي ويلي دي صلی عليه السلام.»( ۶-۵۳)

 په خيرالبيان کې د ليکلو د لارښوونې د محتوا لپاره نه يوازې الهي حکم يوازې د دين او ايمان پېژندنې په برخه کې دى بلکې د ټولنيز او معاشي ژوند په اړوند هم لارښوونه کېږي. د مثال په توګه په خیرالبيان کې خلکو ته د کرکيلې، سوداګري، د حيواناتو د پېژندنې او نورو زياتو مسئلو يادونه شوې ده. 

«او بايزيده! که ځما خوښي غواړې او ډېره ښېگړه، وکښوه خيرالبيان. زه اروم په دا زمانه له ځینې ادميانو خبرې د دنيا او هر چې پکښې دي، خبرې د کرلي، د سودا، د بازرگاني او د ځناورانو او بېهوده خبرې او دروغ، د کينې، د غيرت، د ميرڅي يا نور نور رنگارنگ خبرې سخنان، يا د بهشت خبرې او هر چې پکښې دي نیامت یې د رنگارنگ طاعت په بهنه يا د دوزخ خبرې او هر چې پکښې دي عذاب یې په بهنه د رنگارنگ گناهان؛ يادوي ځما نوس (نفس) و ما وته لذت شهوت په ښېگړې راڅرگندوي شيطان او و هیغه چاریو ته مې لېږي لښکر د شيطان، چې پيدا کېږي ځما و زړه وته اندېښنه د دنيا د آخرت بیا بيا او نه خلاصېږي ځما زړه له نښتي د نوس دَ شيطان، پسو (په څو) وکښم خيرالبيان په دا زمانه او سبحان.» ۰۶-۵۳)

او بايزيده! وکښه ځما په عنايت خيرالبيان. نه یې کښل پيغامبرانو، نه اولياگانو کتابونه له تا وړاندې او نه یې کړه بندگي، چار د ښېگړې، ځما بې عنايته بې توفيقه، په تا دې وي اعلام. وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَلوة".

اوس که خپلې خبرې را ټولې کړو نو ويلی شو: 

دا په خپل وخت کې د پير بايزيد روښان يو نوښت و چې خپلو کره او نوښتي نظرياتو ته يې ملکوتي بنسټ ورکړ. هغه وکولى شول چې په پوره مهارت او هوښيارۍ سره د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي. دغه راز په پښتو ژبه ګويا د روښانيانو په اصطلاح اسماني کتاب کښل په خپله د دې شاهدي ورکوي. 

د بداية الکتاب په مونولوګ کې د ايمان او عقيدې بيان ته هم اشارې لري چې تر زياته حده د معتزله کلامي نظریاتو ته نږدې دي. په دې نظرياتو کې انسان که له يوې خوا په الهي احکامو مقيد دى خو اختيار هم لري. عقل ته غوره والی او اعتبار ورکوي. د روښان په راسيوناليزم هم خبرې کېداى شي چې دغه عقلانيت فکري انجماد ردوي. بايزيد ته الهام کېږي چې ما «عقل ورکړ» د ښو او بدو د توپير لپاره. دا اصل په اسلامي افکارو کې اعتزالي افکارو ته ډېر نږدى دى. معتزله افکار په اسلامي فرهنګ کې د اهل تشيع او اسماعيليه افکارو سره نږدېوالى لري. 

بايزيد ته د عقل د ورکولو ارشاد په واقعيت کې د اختيار مسئله رامخته کوي چې هغه کولی شي د دې اصل له مخې خپله خوښه او خپله ازادي عملي کړي. همدارنګه يو ډول دوه ګونی احساس يعنې د ډار او اميد احساس ورکول هغه ته د دې موقع ورکوي چې هغه عمل وکړي او خپله پرېکړه عملي کړي. همدارنګه اجتهاد يوه بله مهمه او اساسي مسئله ده چې په ځينو فرقو کې پرې بنديز دى خو په ځينو کې بيا ان تر ننه پورې جريان او رواج لري. له بلې خوا په خيرالبيان کې خلکو ته د کرکیلې، زراعت، سوداګري او نورو چارو لارښوونه دا مفکوره هم رابرسېره کوي چې روښان واقعي ژوند نه منکر عارف نه، بلکې له واقعيتونو سره يو ځاى و. 

هغه کسان چى د علم کلام په تاريخ او اسلامي فلسفه پوهېږي، په دې خبره ښه پوهېږي چې معتزلي پوهان لومړني کسان وو چې د عقلي علم او له نقل نه ترلاسه شوي علم په توپير پوهېدل. دا کسان په دې لټه کې وو چې د عقل حوزه تر هغه پولې پورې پراخه کړي چې تل د وحي او ايمان حريم پېژندل شوى دى.

 د معتزله‌وو په اثارو کې د عقل د شريعت په نوم يو لړ بحثونه شته، هغه څه چې د شريعت عقل په نوم ترې ګټه اخيستل کېږي، هماغه څه دي چې د عقل د اصالت تر نامه لاندې مطرح کېږي. معتزلي افکار په داسې ډول مطرح کېږي چې که د دين د فلسفې نوم ورکړو نو زياته خبره نه ده، د عقل د اصالت د پلويانو په منځ کې دا نظريه هم مطرح ده چې عقل په ځمکه باندې د خداى ځاى ناستى دى نو د وحي او عقل تر منځ به تناقض نه وي. 

 په همدې اساس دا مفکوره د منلو وړ ګرځي چې فلسفه د ديني نظرياتو ملاتړ کوي. 

د يادونې وړ ده چې د ماهيت په اصالت باندې ټينګار او د وجود باوري کېدل، د شيخ شهاب الدين سهروردي په اثارو کې هم مطرح شوي او هغه څه چې د پام وړ دي، دا دي چې د شيخ اشراق دريځ په دې اړوند په هېڅ ډول د معتزله له نظرياتو سره بې اړېکو نه دى. 

 

يادښتونه او منابع: 

  1. خداى بخښلي پوهاند رحيم الهام د بايزيد روښان د(۱۳۵۵) کال د سيمينار په مناسبت يوه مقاله کښلې وه چې په هغه کې يې د خيرالبيان او د سوره رحمان د سبک پرتلنه کړې وه. ما هڅه وکړه چې دغه مقاله پيدا کړم خو هغه راته هغه مهال وويل چې مقاله ورکه شوې ده.
  2. رشاد، عبدالشکور (۱۳۵۳).  د خيرالبيان سريزه، د کابل چاپ.
  3. اخوند درويزه، تذکرت البرار والاشرار. چاپ: قصه‌خواني، پېښور. 
  4. خټک، خوشحال خان. سواتنامه (د راج ولي‌شاه خټک په زيار) پېښور پوهنتون.
  5. تږى، دوکتور حبيب‌الله (۱۳۷۷). پښتانه، د پښتني فرهنګ د ودې ټولنه جرمني، چاپ: پېښور.
  6. روښان، بايزيد، خيرالبيان. (د محمد معصوم هوتک په زيار ) نوی چاپ ۱۳۹۳.
  7. شبسترى، محمد مجتهد (۱۳۷۴) ايمان و ازادی.  طرح نو، چاپ پنجم، تهران.
  8. تاريخ فلسفه اسلام (۱۳۶۲)، جلد اول، نشرات دانشګاهی، چاپ تهران.

شریک کړئ