انسان په عرفاني انسان پېژندنه او همدارنگه د مرزا خان په باورونو او په ځانگړې توگه د هغه د مکتب په فکري دايره کې يو مرکزي اصل دى ـ يا دا چې عرفان او معرفت په رموزو او اسرارو پوهه او هر هغه څه چې مطرح دي حکم کوي چې لومړی يو موجود او هستي شته چې د خپل معرفت له لاري د هستّۍ د کمال پړاو وهي ـ
عرفاني انسان پېژندنه د انسان پېژندنې يوه خاصه او ځانگړې لاره ده ـ چې د دغه ليدتوگې له مخې د انسان ظاهري څيره نه بلکې د هغه د ننني جوړښت په پېژندلو تمرکز کوي ـ د مطلقې تجربه کولو په تعقيب انسان په خپل حقيقت پوهېږي ـ د هغه حقيقت له مطلق ذات سره د هغه اړيکه ده او هغه څه چې دا پيوند ممکنوي، هماغه د انسان ناټاکلي او د هغه د وجود سيال والى او خوځنده توب دى ـ د دغه نا ټاکلو يا نامعينو حدودو پر بنسټ لکه چې وويل شول، انسان کولی شي د شتون د بيلا بيلو ډولونو حقيقت جوت کړي ـ
په حقيقت کې انسان او عرفاني انسان پېژندنه د دين د لاسبري په دوران کې يوازي له مطلق سره په يو والي او پيوند کې مانا پيدا کوي او حقيقت مومي ـ په نورو ډولونو او مثالونو برتري لري. په دې اساس ده چې انسان کولی شي له نړۍ او هر هغه څه چې د انسان جزء دی، مستقل او خپلواک او په دې ډول په يو جوهر بدل شي ۔ په ځان متکي او مطلق ډوله شي يا په داسې جهان بدل شي چې له بيروني څخه څه کمي نه لري ـ
د دانا نصيحت هسې رنگ دارو دى
چې ضعيف مزاج يې وجارويست له تاپه
معرفت د ولي غيب و کرامت دى
دا ښيوه نه په ريا شي نه پر لاپه(۱ )
د ويليام چيتک په قول د انسان يو بل اړخ دا دى چې خداى يوازې د هغه (انسان) له لارې خپل ټول اوصاف ظاهروي. په همده کې ده چې وجود واقعاً بشپړ تابه او کمال ته رسېږي ـ هېڅ مخلوق له کامل انسان څخه پرته د خداى د ټولو اوصافو د ښکاره کولو لازم استعداد نه لري ۔که وجود په خپل باطن ذات کې په بشپړه توگه نا څرگند دى نو په بشپړه توگه څرگندتيا يوازې په کامل انسان کې ترلاسه کوي چې ټول الهي نومونه (اسماءالحسنی ) په همغږۍ او اعتدال سره ظاهروي ـ
مرزا د خپل سير و سلوک په پړاو کې انسان مخاطب کوي او د هغه د وحدت او يو والي دليل په دې ډول هم وړاندې کوي ۔ وايي:
ته بادشاه د ولايت يې د هلک کُلي مزدوره
د نسب پوښتنه نشته چې اواز وشي له صوره
کامل کاشف الارواح دى هم خبر دى له قبوره (۲ )
دلته مرزا خان دوه گړني کاروي يوه د عرش الله او بله کاشف الارواح ٬ ۔
له عرش الله نه د ابن عربي هدفونه دوه دي يا په دوه ماناوو کاروي يو دا چې: عرش الله د خدای عام ملک دی چې هرڅه يعنې ټول ماسوی الله په کې شامل دي ۔ بله دا چې د عر ش الله مفهوم انسان ته اختصاص ورکړل شوی دی يا په انسان پورې اړه لري دا ځکه چې همغه يعنې انسان د جامع الله د نومونو په ياد کې ساتونکی دی(۳ ) ۔
عرش الله وهسې زړونو ته ويل شي
چې مدام د معرفت په نور جلا (۴ )
کاشف الارواح هم هغه څوک دی چی د ارواحو د کشف او درک واک او وس لري چې هغه هم انسان دی ۔ پير او مرشد دی, چې د انسان او خدای واټن د صفر تر حده رسوي ۔ چې په لاندې شعر کې يې ښه ترا بيانوي:
يو باقي ژوندون به مومي د فنا د خوند په څکه
که دې دا لذت تر خوله شي ځاى دې پاس دى له فلکه
خليفه د کل عالم يې چې معراج دى نهه فلکه
دا جهان په تا ليده شي د دوو عينو مردمکه
د پښتو ساده خبرې خوند يې زيات دى له نمکه(۵ )
د ويليام جيمز امريکايي فيلسوف په قول د یو عارف ستر برياليتوب په دې کې دی چی د فرد او مطلق تر منځ په ټولو مانعو او خنډونو باندې بريالي کېږي ۔ په دې مانا چې هم هندي عارف او هم نو افلاطوني پوه او هم مسيحي عارف هم مسلمان عارف او ان حتی د وايتمنسيم ( Whitmanisme )( ۶) اړوند عارف له مطلق سر ه يو کېږي ۔ او د هغو له اتحاد يا وحدت نه خبرتيا پيدا کوي ۔ دا يو مشترک دود او سنت دی او په ډېره سختۍ د ديني او اقليمي توپيرونو له مخې بدلېږي ۔ )) ( ۷ )
د پورتنيو خبرو مصداق د مرزا په دې لاندې نظم کې د انسان په رواني سير و سلوک کې هم ليدلی شو چې وايي:
زه څرگند د محبت په ښه بنياد يم له نيستيه هم په دا هستۍ اباد يم
په ازل مې د اقرار په ژبه ووې تر ابده وفادار په خپل ميعاد يم
امانت چې اسمان ځمکې وړلی نه شه اوس يې زه په دا عاجز صورت عماد يم
په اختيار مې هسې ظلم په ځان وکه له دې قصده د جهول په نامه ياد يم
که د جهل بار مې ليرې شي له سره بې گمانه د صفي ادم اولاد يم
امانت که په امان وتښتن ورکړم ترو امين له نيک نيتيه نيک نهاد يم
تل توبه مې د گمان په مخ نيولې اوس په صلح جاروتلی له فساد يم
په اختيار مې له کل نهی لاس وکښلی په اختيار د دواړو امر و انقياد يم
گه طالب گهی سالک گهی ذاکر شم گه عارف په معرفت باندې اشهاد يم
گهی قطب قراري کړم په ځای اوسم گهی غوث گهی ابدال گهې اوتاد يم
په گمان کې د گمان اهل بندي شه په باور کې د جمله چارو گشاد يم
په خپل قصد به د دې قيده وتی نه شي که پر ما دې نظر وشي ان يکاد يم
دا شيرين اشنا مې کسي په ليمه کې دی به کسي کې ليده زه يې مداد يم
په ظاهر صورت د يار له يارۍ گوښی په باطن له ياره يو په اعتقاد يم
کل عالم يې په نظر کې واړه وينم او هر چرې د اشنا په ديدن ښاد يم
چې څښتن مې د خدمت حلقه په غوږ کړه په ښادۍ کې له جمله غمه ازاد يم
په بنده گۍ کې عنايت را باندې وشه له دې مهره د مرزا په نامه ياد يم (۸ )
په پورتني غزل کې په سمبوليکه توگه اشاره ځمکې ته د بابا ادم راتلل او د هغه په اوږو د امانت ايښودل دي ۔ حافظ همدغه مفکوره په دې لاندې غزل کې داسې بيان کړې ده:
اسمان بار امانت نتونست کشيد قرعه ای فال به نام من ديوانه زدند
د عرفان پوهنې له مخې د مرزا په عقيده انسان د محبت او عشق پر بنياد رامنځته شوی او خلق شوي دی ۔ د ده مرتبه او منزلت په دې ښه ترا جوت او څرگند دی چې هغه امانت چې ځمکې او اسمانونو وړلی نه شو نو انسان ته سپارل شوي دی ۔انسان ته که د جاهل انتساب کېږي نو په جهان يا له شر نه ډک جهان کې ځان غريب احساس کوي او دا د انسان د معرفت يو پړاو دی چی پرځان باندې داسې خبرتيا پيدا کوي خو له همدې بهير نه تېرېږي او ځان له مطلق سره وصال ته رسوي۔
انسان هڅه کوي او په دې تلاش کې دی چې د جهالت بار له اوږو ليرې کړي دا ځکه چې د صفي ادم اولاد دی کله چې هغه له وسوسې او شيطان سره مخامخ شو نو له اشتباهاتو سره مخامخ شو او بيا دې نړۍ ته راغی ۔ هغه د گناه او شرم له احساس نه تېر شوی دی ۔ معرفت د هغه اختيار او ازادي وه يا يې هغه ته اختيار ورکړ چې دگمان او نهي نه ځان فارغ کړي ۔ او په امر و انقياد باندې پايبند شي ۔
نو چې کله د معرفت په لوري گام اخلي، هغه له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي ۔ کله طالب وي او کله سالک وي او کله يې سترگې بينا کېږي او په معرفت باندې شهادت ورکوي ۔ کله قطب کېږي او کله هم په دې لړ کې غوث او د ابدال او اوتاد درجې ته رسېږي.
عارفان په مجموع کې په دې باور دي چې انسان په لومري قدم کې يو ناطق حيوان دی ۔ د ميرزا له پاره هم د مولوي په څېر انسان کوم مشخص او ټاکلی ماهيت نه لري او د هغه ماهيت هغه څه چې په فعل کې دی له هغه زيات دی ۔ يعني په انسان کې قوه په فعل باندې لاسبرې او زياته ده ۔ دا برتري انسان ته د دې مجال ورکوي چې له لوړ او متعالي ذات سره پيوند ټينگ کړي ۔ د عارف له پاره دغه متعالي مطلق ذات دی ۔
لکه چې وويل شول د انسان په باب د مرزا ليد يو عرفاني او تصوفي ليد دی ۔د مرزا په څرگندونو کې له انسان څخه هدف له مطلق او واحد ذات سره په رابطه کې ليدل کېږي ۔ انسان د هغه په باور ټاکلی او مشخص ماهيت نه لري ۔ هغه څه چې عرفاني انسان پېژندنه د انسان په باب وايي، د يوې خاصې تجربې حکايت کوي چې د يو اټکل شوي معرفت له متعالي خصلت او حقيقت سره په پيوند او رابطه کې يو ډول وړاندويينه ده ۔ سره له دې چې له عرفاني تجاربو سره تړاو لري خو زموږ له معمولو تجربو او خبرتياوو څخه ليرې نه او له هغو څه نه کمېږي ۔ د دې تجربو له مخې انسان مخکي له دې چې خاص ماهيت ولري، له مطلق سره يو ډول رابطه پيدا کوي او يوازې له دې لارې ده چې کولای شو چې د هغه د وجود تعريف وکړو ۔
نيکلسون وايي: (( له کامل انسان څخه د صوفيانو هدف او مراد سره له دې چې د تصوف په قدامت او پس منظر کې نغښتی دی ۔ خو د لومړي وار له پاره ابن عربي تشريح کړی دی ۔ دا چې کامل انسان څه شی دی؟ له بېلابېلو زاويو ورته ځواب ويلی شو ۔ خو که کُلې ځواب پلټو نو ويلی شو چې کامل انسان خپل ذاتي وحدت له خدای سره چې د هغه په صورت هست شوی وي تحقق ورکوي ۔ ))(۹ )
مرزا خان تر هر څه له مخه د خپل پير يعنې بايزيد روښان د روښانې لارې ثابت قدم او متفکر پيرو دی۔هغه نه يوازې د روښانيت د اصولو مبلغ دی، بلکې د دې لارې تيوريکي او نظرياتي عالم او فلسفي هم دی ۔ مرزا خان په ټينگو الفاظو او کوټلو عباراتو د پېر روښان لاره را سپړلې، تشريح کړې او څرگنده کړې ده ۔ هغه تر هر څه له مخه د پير روښان مقامات او اصول په نظم راوړي دي او د دې په خوا کې يې روښاني لارې ته يو فلسفي بنسټ هم ايښی دی ۔ په دې اساس د مرزا په نزد روښان يو کامل پير او کامل انسان دی ۔
مرزا په دې شعر کې وايي:
ابتدا شوه په پښتو د حق ثنا ښه ثنا په عنایت د ربنا
لام الف دواړه خلقو هستي یوه ده بیا دا یو یګانه نون شه د لنا
دا فاني چې د فنا د ملکه وېښ ترو باقي شو د فاني معنی انا
ښه باران يې د رحمت پر اهل اوري رسيده عقل برښنا د عشق ثنا
کل اشيا د ده له ذوقه شو رقاصه په هر لوري يو اواز د تن تنا (۱۰ )
يا دا چې:
د عارف زړگی په مثل ايينه شه د دې بد گمان له رنگه مصفا
د نفاق د اهل برخه ريايي ده د اخلاص اهل ښېگڼه کا اخفا ۔ (۱۱)
د ده امر په هر چا کښې جاري شوی په محیط دریاب کښې ذوق کا بې شنا
دا د فقر حال یې ورغی تر فخر په تمام عالم یې برق دی د ثنا
***
مرزا په خپل کلام کې رمز او د کلماتو او حروفو راز او ارزښت او پر هغو باندې تأويل نه هېروي ۔ د هغه په باور حروف او کلمات خاص ارزښتونه لري ۔ نوموړی د دې له پاره چې په ډاگه ووايي د پېچلتيا لاره نيسي او په حروفو تکيه کوي ۔
لام په عرفاني او تصوفي اصطلاحاتو يا مرأت عشاق کې داسې تعريف شوی دی: (( دا د تعريف توری دی او د کثيف او شريف عالم ترمنځ د وصل او يو ځای کېدو نښانه او هغو ته اشاره ده ۔ .........)) ( ۱۲)
همدارنگه په تصوفي ادب کې د ((انا انت و انت انا )) عبارت نه هدف د معشوق په هستۍ کې د عاشق د فنا مانا ورکوي په داسې ډول چې له معشوق نه پرته ان خپل نفس ونه ويني ۔ ))
مرأت العشاق د خواجه له قوله وایې: دغه حرف د جمع اشاره ده د هر اورېدونکي مناسب نه دی ۔ ظاهري اسماع يا اورېدنه د دې اورېدو توان او وس نه لري ۔ او د صورت سترگې د دې معانې په مانا او مفهوم نه پوهېږي ۔ هغه سړی چې بايد عين عشق و، يو وخت مطلقه کيميا وه ۔ تر هغې پورې چې د دې عبارت جمال پرې وځلېږي ۔ او د دې حقيقت بيان په زړه سره درک کړي ۔ سړی په دې کليمه کې فرق نه ويني او د عدد شمېرنه هم په کې نشته ۔(۱۳ )
دا چې مرزا خان وايي:
دا فاني چې د فنا له ملکه ويښ ترو باقي شوه د فاني معنې انا
د پورتنۍ توضيح له مخې د فاني مانا له لويې هستۍ سره يا له مطلقه ذات سره يو ځای کېدل دي او په معشوق کې هستېدل دي ۔ دا چې وايي: ټول موجودات د عارف او صوفي د ذوق نه په رقص او وجد راغلل او په هر لوري يې د تن تنا يا ساز او اواز يا نغمې اوري ۔ د عارف زړه داسې هنداره شوه چې له بد گمان څخه فارغه او خلاصه ده ۔
همدارنگه د (( نون )) کليمه د ملک او ملکوت په عالم کې د څرگندو حقايقو سمبول دی ۔همدا ډول ن په ن والقلم و ما يسطرون کې واضح دی چې قدامت او الويت يې پيدا کړی، حال دا چې لومړی د قلم مخلوقات دي ۔(۱۴ )
مرزا خان د عطار نيشاپوري او نورو مشهورو شاعرانو او متفکرينو په څېر د هُد هُد مفهوم له ياده نه باسي بلکې پرې ټينگار کوي:
هُد هُد هغه مشهور مارغه دی چې په کلاسيکو اثارو کې د سليمان د مرغه په نوم هم يادېږي ۔ په عرفاني ادب کې د بېلابېلو معناوو کنايه او سمبول دی ۔ د عطار په منطق الطير کې له سير و سلوک او همدارنگه په سلوک کې د مارغانو لارښود دی چې د سيمرغ په لوري الوزي ۔
مرحبا ای هد هد هادي شده در حقيقت پيک هر وادي شده
ای به سرحد سبا سير تو خوش با سليمان منطق الطير تو خوش
سهروردي وايي (( کله چې هد هد په بومانو (کونګانو) په منځ کې ولوېده، د لارې په اوږدو کې د هغو پر ځای ورکښته شو ۔هد هد په ډېر قوي بصيرت مشهور دی ۔ او بوم يا گونگی يا جغد د ورځې ړوند وي ۔ دا کيسه په عربي کې مشهوره ده. د الغربته الغربيه په داستان کې د الهام کنايه ده ۔ (۱۵ )
هباء: د هبا مفهوم له قران الکريم څخه اخستل شوی دی ۔ په اصطلا ح داسې ماده ده چې د عالم له اجسامو مصوره شوی او هر څه ترې پيدا شوي دي ۔ عارفان باور لري چې دا د عنقا رمز دی ۔فلاسفه او حکما يې هيولا بولي ۔ هبا د دونيا د بې وفايي او بې باورۍ مانا هم لري ۔(۱۶ )
( ف-ا-ع مخ ۷۹۶)
خو د مرزا خان د ديوان د پيښور چاپ په لغتنامه کې د ناڅاپه ښکاره کېدونکي په مانا راغلې ده.
د مرزا په باور لام او الف د دواړو يعنې د خالق او هستۍ او کايناتو يو مفهوم دی ۔ خو يوازې نون يوازينی ذات دی چې شريک نه لري او مثل نه لري ۔ انسان په هستۍ کې فاني دی ۔ تر هغو چې د ده قرب حاصل نه وي او يوازيني ذات سره د عشق او محبت له لارې وصل او يو شوی نه وي نو د فاني جهان برخه ده ۔ او دا فنا هغه وخت را برسيره او څرگنده ده چې کله خودي او ځان ليدنه او ځان ستاينه پرې غالبه شي ۔
هغه څه چې ستر حکم اوامر پکې جاري دي، هغه په هر څه کې دی ۔ په ټولو کايناتو کې موجود دی ۔کاينات او شته او هستي د هغه مظهر ده ۔ په انس او جنس د هغه امر جاري دی ۔ خو سالک، فقير او عارف چې د عشق او خپلې فنا له لارې يې قرب حاصل کړی وي په دې ناپايه سمندر کې بې لامبو وهلو لامبوزن دی ۔
دا گويا هد هد چې راغی له سبا ومشتاق ته يې ووې له هبا
ده عجب د حال په ژبه ځواب ورکه راشه راشه بلې بلې مرحبا
کل جهان له محبته پيدا شوی دا رښتينی عشق د کل جهان ابا
د غافلو ناپوهي توره تياره شوه د عارفو فهم سپين لکه صبا
د عارف چې د باطن سترگې بينا شوې
په هر څه کې تل محبوب ويني پر گټه
د کثرت بازار يې روغ که لونه لونه
کل سودا يي د عارف د زړه له هټه
لکه څنگه چې صوفيان عقيده لري چې د خلقت هدف د انسان د وجود تخليق دی ۔ هر هغه څه چې وجودي دي ټول او ټول له دواړو نړيو څخه د انسان د وجود تابع دي او په مجموع کې ټول وجود انسان دی۔ د انسان له وجود څخه هدف د ذات معرفت دی او د خداوندي صفاتو مظهر هم دی ۔ د قراني تاويل له مخې لوی ذات د دې له پاره چې په کايناتو او موجوداتو ځان وپېژني نو انسان يې پيدا کړ ۔ ځکه نو انسان هم خليفه دی او هم نبي دی او هم د دې وس لري چې د معرفت لوړو پوړيو ته ورجگ شي ۔ سره له دې چې ملک او جن له انسان سره په تعبد کې شريک ول خو يوازې انسان وو چې د حافظ خبره د دې امانت بار يې په اوږو واخيست او په دې ډول له ټولو موجوداتو نه ممتاز او اشرف وگڼل شو ۔ له اسمان نه هدف د اسمان اهل يعنې ملايکې او له ځمکې نه هدف حيوانات او شياطين او له غره او ځنگله نه هدف وحش او الوتونکي دي ۔ خو له دې ټولو نه يو هم سم ونه خوت چې دا امانت دغه دروند بار په اوږو يوسي ۔ بلکې له دې ټولو وتلی انسان وو چې استعداد يې درلود او کمال ته ورسېد او د حق ټول صفات په هغه کې موجود وو ۔
د پورتنيو خبرو په اړوند ویلی شو چې عرفاني انسان پېژندنه د فلسفي، تاريخي، ټولنپوهنيزې، وگړپوهنيزې انسان پېژندنې په څېر نه ده ۔ بلکې عرفاني انسان پېژندنه د انسان پېژندنې يوه خاصه او ځانگړې لاره ده ـ چې د دغه ليدتوگې له مخې د انسان له دنني ظاهري څېرې سره سرو کار نه لري بلکې د هغه په اړوند انسان جوړښت پېژندلو تمرکز کوي ـ د مطلق تجربه کولو په تعقيب انسان په خپل حقيقت پوهېږي ـ د هغه حقيقت له مطلق ذات سره د هغه اړيکه ده او هغه څه چې دا پيوند ممکنوي هماغه د انسان ناټاکلي او د هغه د وجود سيال والى او خوځنده توب دى ـ د دغه نا ټاکلو يا نامعينو حدودو پر بنسټ لکه چې وويل شول انسان کولی شي د شتون د بېلابېلو ډولونو حقيقت جوت کړي ـ
په حقيقت کې انسان او عرفاني انسان پېژندنه د دين د لاسبري په دوران کې يوازي له مطلق سره په يو والي او پيوند کې مانا پيدا کوي او حقيقت مومي ـ په نورو ډولونو او مثالونو برتري لري. په دې اساس ده چې انسان کولی شي له نړۍ او هر هغه څه چې د انسان جزء دي، مستقل او خپلواک وي او په دې ډول په يو جوهر بدل شي ۔په ځان متکي او مطلق ډوله شي يا په داسي جهان بدل شي چې له بيروني څخه څه کمي نه لري ـ
يادښتونه:
- د مرزاخان ديوان ، سمونه او څېړنه ۔داکتر پرويز مهجور خويشکی ۔پښتو اکيديمي پيښور يونيورستي :چاپ ۲۰۰۴ کال ۱۱۸ مخ
- دمرزاخان ديوان ، سمونه او څېړنه ۔داکتر پرويز مهجور خويشکی ۔پښتو اکيديمي پيښور يونيورستي :چاپ ۲۰۰۴ کال ۴۷ مخ
- د مرزا خان ديوان ۔۷۸ مخ
- داکتر گل بابا سعيدي ۔ فرهنگ جامع اصطلاحات عرفاني ابن عربي۔چاپ اول ۔۱۳۸۷ ۔تهران ۔ ايران ۶۳۸مخ
- د مرزا خان انصاري ديوان ۔سمونه او څېړنه :داکتر پرويز مهجور خويشکی ۔پښتو اکيديمي ٬پيښور يونيورستي ۔۲۰۰۴ کال ۲۶مخ
- نوت: ۱۔ واتمنيزم ۔ والت وايتمن امريکايي شاعر او ژورنالست ته منسوب ادبي مکتب په اړوند نظريات دي ۔ ۲: اوتاد: د هجويري په قول په وليانو کې د يوې خاصې درجې خاوند دی ۔ يا هغه څلور کسان چې د نړۍ په څلورو کونجونو کې دي ۔يا د عالم څلور ارکان دي ۔ او د دې څلورو کسانو په وسيله خدای نړۍ ساتي، دوی ته اوتاد وايي ۔ (فرهنگ سجادي ) ۔ ۳: ابدال: په تصوف کې نړۍ اوه اقليمه ده او په هر اقليم کې يو تن د خدای د بندگانو شته چې د دغه اقليم ساتنه کوي ۔ دوی ته ابدال وايي ۔
- محمد رضا ۔انديشيدن فلسفي ۔انديشيدن الهی –عرفاني ۔نشر باران :سويدن ۔چاپ دوم سال : ۲۰۱۰ (۱۳۸۹عرفان الهي) ۶۰ مخ
- مرزا خان ديوان ۱۳۳مخ
- عرفان و تفکر (از تأملات عرفاني مولوي تا عناصر عرفاني در طريق تفکر هايدگر ) بررسي تحليلي ۔انتقادي .نشر : تهران نگاه معاصر ٬سال ۱۳ ٬ ۱۳۸مخ
- مرزا خان ديوان ۲۱مخ
- اصطلاحات صوفيا ۔متن کامل رساله (مرأت عشاق ) از مولف نا شناخته ۔مقدمه، تصحيح و تعليقات ۔مرضيه سليماني ۔چاپ سال ۱۳۸۸ ۔ ۲۲۹مخ
- سجادي ٬سيد جعفر ۔فرهنگ اصطلاحات و تعبيرات عرفاني ۔ انتشارات طهوری ۔٬زبان و فرهنگ ايران ٬چاپ ششم ۔سال ۱۳۸۱ ص ۱۲۶
- اصطلاحات صوفيه، ۲۶۵مخ
- سجادي ٬سيد جعفر ۔فرهنگ اصطلاحات و تعبيرات عرفاني ۔ انتشارات طهوری ۔٬زبان و فرهنگ ايران ٬چاپ ششم ۔سال ۱۳۸۱ ۔ ۷۹۸م
- فرهنگ اصطلاحات عرفاني ۷۹۶مخ سجادي
- مرزا ديوان ۲۴-۲۳
- د مرزا ديوان ۷۶م