INSAN Magazine

د غني خان فلسفي ليدتوکي

د سنبلې اوله ۱۴۰۳

د غني خان په شعر كې ډېر داسې څه شته چې په ساده مخامخ كېدنې او لوستلو سره كېداى شي پېچلي وبريښي. سبب دا دى چې غني د خپل وخت٬ خپل فرهنگي چاپېريال او شاعرانه احساس او پوهاوي (معرفت) خاوند دى. دا به ناسمه وي چې غني په مجرد ډول د هغه د دوران له پېښو او د هغه د زلميتوب، دكورني او ټولنيز چاپېريال، د هند د نيمې وچې له پراخه فلسفي ارزښتونو او پښتني فرهنگ او د پښتنې ټولنې د عمده پوښتنو له مطالعې پرته مطالعه كړو.

 

كله چې غني خان په نفسياتي او اروايي لحاظ له خپله ځانه راووځي او خپل چاپېريال ويني، نو سملاسي د هغه عمده او اساسي پوښتنو ته فكر كېږي، له خلقت او له كايناتو او له هغه لوى ذات سره مخاطب كېږي. دا د نوموړي هغه عام او جامع اعتقاد څرگندوي چې د شرق په فلسفي تفكر كې ژورې ريښې لري. غني، چې په لومړي سر کې د مذهبي مدرسې طالب العلم پاتې شوی، په مذهبي مسايلو زياته احاطه لري. نوموړی په دغه فلسفي اعتقاد كې «ملا» د دغه پېښې د يو كاذب او دروغجن او ډاروونكي مفسر په توگه لوڅوي. د هغه د اشعارو په کلياتو کې د ملا او ريا او تظاهر په باب او د ناپوه واعظانو په اړوند ډېر څه شته او ويلي يې دي. د غني  د فلسفي ليد لیدلوری په عموميت كې د يو شرقي متفکر او شاعر ليدلوری دی چې د معنويت پر ستنو ولاړه ده. کله چې شرقي فلسفي تفكر ته ځغلند نظر اچوو هگل د دغه فلسفي تفكر په اړوند وايي:

 

((دشرقي فلسفي گړنه په ځانگړې توگه په هغه دوران او سيمه کې راپورته او اطلاق کېږي چې د ختيځ لويوالي٬ عموميت، او د لويې وچې حد او قلمرو او محدوديت پېژندل کېږي. يا هغه ځای اوسيمه چې روح په کې په ذهني توگه حکم چلوي.))(۱)

 

د هگل په باور سره په منځنيو پېړيو كې دغه سترو عقايدو او افکارو چې په معنويت ولاړ ول، لومړی ايتاليې ته لار وكړه، دې عقايدو په لاادرې فلسفه كې نفوذ وكړ چې غربي روح د لايتناهي تفكر سره تر فشار لاندې ونيسي. دا لړۍ تر دې اندازې پر مخ ولاړه چې كليسا يو وار بيا بريالۍ شوه چې تله په خپله گټه درنه كړي او په نتيجه كې لاهوت په پرېکنده توگه لاسبری كړي. د هگل په نظر هغه څه چې موږ يې د شرقي فلسفې په نوم پېژنو، په دقيق ډول د هماغه مذهبي تفكر لاره ده او په  كلي توگه د نړۍ په اړوند پوهه او استنباط په  شرقيانو پورې اړه لري. د مذهب په اړوند د شرقي تصور څېړنه له فلاسفه و سره زيات ورته والی لري. دا سم دم په هماغه ډول چې مذهبي فلسفه ده خو د دې په څنگ كې واقعي علت هم څرگند وي.

 

هگل د شرقي او لويديځ تفکر توپير په دې کې ويني چې په يونان او روم او مسيحيت کې د فردي ازادۍ مفهوم نفوذ کوي او په فردي اسطوره وي او مسيحي عقايدو کې را څرگندېږي خو په شرقي مذهب کې دا برعکس ده، په شرق کې د فاعليت عنصر نه دی جوت شوی. له همدې امله مذهبي تصورات نه فردي کېږي. هغه مثال راوړي چې په شرق کې هم فردي اشکال لکه ((برهما))، ((ويشنو)) او ((شيوا)) شته خو له کومه ځايه چې د فردي ازادۍ عنصر غايب دی نو فرديت واقعي نه بلکې سطحي بڼه لري او په نتيجه کې د لایتناهيت او ناپايه او بې اندازې والی رامنځ ته کېږي. ( ۲)

 

موږ د غني خان په كلام كې هم يو ډول داسې لایتناهي معنويت سره مخامخ كېږو چې هغه د شرقي تفكر او شرقي فلسفې نماينده گي كوي. د غني د كلام يوه ځانگړنه دا هم ده چې د هغه وينا ډېره ژوره او پېچلې ده ځكه خو د هغه د مرگ تر وخته پورې زياتو لوستونكو د هغه له كلام سره مينه نه ښودله. په اصطلاح د هغه كلام د خواصو د كلام په توگه له لوړ تفكر او انديشې نه مالامال و. ( ۳)

خو كله چې الوهيت او د كايناتو د صانع خبره مطرح ده، هغه تر هر چا زيات په دې مساله كې ژور معتقد انسان دى او د هغه اعتقاد تر دې حده ژور پرمخ ځې چې د ناچله، ميكانيكي او بازاري اعتقاد چې له دين څخه د دوكان جوړوونكو له خوا وړاندې كېږي، ورسره نه پخلا كيدونكى دى. غني د دين په ټيكه دارانو باندې سخت په غصه كېږي او هغوی رټي. دلته د جنت په شعر لږ څه تم كېږو:

 

جنت

 

ستا د رحمت څه حد هم شته دی؟ ای بې حسابه ای بې پايانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی، د سترګو پټه ورک د ارمانه

د ملا سترګې د قهره ډکې، راته قصې کوي د دړد او زور

د جانان شونډې د کوکو وږې، وئ راشه و ګوره جنت کښې اور

مرګ بلې سترګې او خورې پنجې راته خوزي لحد، نيست او عدم

شيطان، ملا، دواړه په يو آواز وئ، ستا ګناه ډېره ده او رحمت کم

مشرک ولاړ امسا په لاس، قبا په وُلي دستار په سر

لاټو وزرې د بلبل ايښې، ښايي شهباز ته د ايلم سر

ښاپيرک مشر دی د کاروان، د رڼا خيشت او سنګار لټئ

سامری ژاړي د زرو بت کې ژوندون مستي او خمار لټئ

ګونګټ د سوټو په ډيرئ پورته، زيړې لولکې ته د نور بيان کئ

چينجی د خاورې په ممبر بره، قيصې د حورو او د آسمان کئ

ځکه په چغو زه د جماته لاړم په لوري د ميخانې

دې خپلو سترګو ډوب کړم تاله کړم هم شرابي کړم هم ليونی

خو چه په بدو او بدرنګو خپل لکه د سکور لوګی او اور شمه

چې سُر او تال مِ تياره فنا کړي د بې وسۍ فرياد ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګي بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی، ای بې حسابه ای بې پايانه

 

پورتنی د جنت په نوم نظم ته كه فلسفي نظم ووايو فكر كوم غلطي به مو نه وي كړې. فلسفي شاعر د خپل مطلب د اظهار له پاره د شعر فورم غوره كړى دى لكه په نورو فرهنگونو كې چې ډېرو ليكوالو او فلاسفه و د خپل فلسفي تفكر د وړاندې كولو له پاره درامه، ننداره، نظم او داستان غوره بللي دي. په پورتني نظم كې به د قافيې او وزن ځينې ستونزې وي خو د انديښنې او تفكر له مخې هغه ډېر ژور او اوچت دى. په دې نظم كې تصوير او تخييل كم رنگه خو د فكر ژوروالى په كې زيات دى. دا مفاهيم دپام وړ دي چې وايي:

 

ای بې حسابه ای بې پايانه

د ښايست او د مينې تول

له سترګو پټ او له ارمانه ورك

د ملا قهره چې يوازې د درد او زور كيسې كوي

خو د جانان شونډې د کوکو وږې چې وايي په جنت كې اور ووينه

ملا يوازې په دې ټينگار كوي چې:

 د مرګ بلې سترګې او خورې پنجې خوزي، لحد، نيست او عدم

شيطان، ملا، دواړه په يو آواز وايي، ستا د گناه پر مقياس رحمت ډېر لږ دى

او يا دا چې: مشرک  شهباز ته د ايلم سر ښۍ.

پورتني عبارات: د خلقت په اسطوره كې د خير او شر تناسب په باب پوښتنه راپورته كوي. د غني مخاطب په شعر كې لوى ذات دى. هغه په ډاگه د خدايي او الوهيت ناسم تفسير چې د ملا له خوا وركول كېږي په ډاگه كوي او د شعر په يوه برخه كې له شيطان او ملا سره يو شان مخامخ كېږي. دا ځكه چې د بې علمه او له دين څخه د ناخبره ملا نړۍ ډېره محدوده ده، تنگه ده او په نورو باندې يې هم تنگول غواړي. شيطان په دې تنگ فكرۍ كې د ملا لاشعوري ملگري دى. ملا په شيطان لعنت وايي خو په واقعيت كې هغه څه چې د بشر او اشرف المخلوقات پر ضد دى هغه ترسره كوي يعنې د خداى رحمت محدودوي. د خداى په خدايي كې حدود پيدا كوي. د هغه رحمت كې كمښت جوتوي او دوزخ او جنت يوازې د خپل تفسير له مخې څرگندوي نه هغه ډول چې د خداى له خوا ويل شوى دى.

د شعر وروستۍ برخه په كلكه او ترخه ژبه د ملا او شيطان دواړو له پاره هغه سمبولونه كاروي چې په كلتوري لحاظ په پښتنې ټولنه كې د طفيلي او طف طفيلي حيوان له پاره استعمالېږي.

د شعر وروستۍ برخه:

يعنې ښاپېرك او دكاروان مشري، د زرو په بت كې د سامري ژړا، گونگټ د مرداريو د ډيريو پر سر، چینجى د خاورې په ممبر، د حورو كيسې كوي نو ځكه غني خان له جماته تښتي او ميخانې ته درومي په داسې مهال كې سر او تال كې تيارې فنا كړي. د بې وسۍ فرياد ژړا او شور په حالت كې خداى ته وايي چې: اى لويه ذاته ستا ښايست او مينه څوك تللى شي؟

چې سُر او تال مِ تياره فنا کړې د بې وسۍ فرياد ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګي بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی، ای بې حسابه ای بې پايانه

 

انسان د اسطورو له لارې انساني فرهنگ د ايجاد پړاو ته داخل شو. په دې پړاو كې انسان نړۍ او طبعيت په يو ډول لارو چارو ايل كړ. بيا يې د يو ډول ارباب النوعيت له دريځه طبيعي شيان او پديدې تجريد كړې. او په دې ډول اسطورې را منځ ته شوې. د خدايت او خدا پرستۍ د مفكورې او بيا د وحدانيت د ايديا د نزول او د رامنځ ته كېدلو په اثر د ځمكې پر مخ د روح تاريخ او د معنا تاريخ پيل شو. د اسطورې په پيل سره انسان د خير او شر اوسپنتا وناسپنتا روا او ناروا په اخلاقي او حقوقي مانا سره رامنځ ته شو او حيواني ژوند انساني او ټولنيز هغه ته داخل شو،  فرهنگ رامنځ ته شو.

د خلقت په اسطوره كې چې په يهوديت او مسيحيت كې راغلې ده، يوه سرنوشت جوړوونكي برخه لري چې وايي خداى ادم يا لومړنى انسان له يو تكليف او يو انتخاب سره مخامخ كړ. هغه ته وويل شول چې د پوهې او د معرفت د ونې ميوه ونه خوري خو ادم د خپلې جوړې يا ((حوا)) په وسوسې او د شيطان په نفوذ سره له دې امر نه سرغړاوي وكړ او د پوهاوي د ونې ميوه يې وخوړله. سترگې يې بېرته شوې، د هغه دروني سترگې بېرته شوې او كله چې يې ځان ته وكتل گوري چې بربنډ دى نو د شرم احساس ورته پيدا شو. دا چې دغه بربنډ ذات له شرم او گناه سره مخامخ كېږي نو له همدغه ټكي د انسان تاريخ پيلېږي. انسان په خپله ستونزه او گناه باندې خبرتيا پيدا كوي او گناه يعنې له تكليف نه سرغړونه يا د شرع له حكم نه چې خداى فرمايلي دي، سرغړونه ده. په بل عبارت دا د انسان د داسې اخلاقي موجود په توگه چې په نيك و بد خبر دى، د تاريخ پيل دى. (۴)

دا چې انسان په لومړي وار د خداى له امره سرغړونه كوي او خداى پرې منت كوي او په دغه لومړۍ گناه سره له جنت نه رابهر كېږي او دا چي ادم ځمكې ته راځي نو هغه سوله چې په ازل كې په پورتني عالم او كښتني عالم كې برقراره وه، خپل ځاى د نيكۍ او بدۍ جگړې ته پرېږدي او د ادم د زامنو يا زوزاد د ژوند كولو د ماجرا تاريخ پيلېږي ۔۔۔

 

له بلې خوا د كارل گوستايونگ نظر په دې اړوند د غني خان د فلسفي تفكر ښه راسپړنه كوي: گوستاو يونگ له يوې بلې زاويې ځينې مسايل څېړي.

يونگ د دغه ډول راسپړنې له پاره په لرغونو اساطيرو تكيه كوي او د دې په خوا كې په ((مزامير)) داوود او ((عهد عتيق)) استناد كوي. نوموړي د هندي اساطيرو افسانو هم زياته څېړنه كړې ده او په دې باور لري چې - البته نوموړي دغه باور په سايكالوژۍ كې د علمي څېړنو له مخې تر لاسه كړى دى- د هغه رب النوع د انسان په روان كې ځاى لري. يونگ داسې متعصبانه ليد توگه چې گويا رب النوع د انسان له موجوديت څخه بهر دى، يوه غير اصولي ليد توگه بولي. د هغه په باور رب النوع له دې امله د انسان په وجود كې ځاى لري چې د رب النوع تصوير د روانشناسۍ په ژبه د افكارو يوه پېچلې ټولگه ده چې اركيتايپي ( Archetypal) خصلت لري او يوه ټاكلې اندازه انرژي پرې لگېدلې ده چې دغه ايده په انسان لاسبرې شي. د انسان روح بايد په فې نفسه توگه له رب النوع سره د ارتباط پيدا كولو وس ولري يعنې د ارتباط او سازش قوه او دا د رب النوع تصوير دى چې پر سايكالوژي باندې د پوهي له لارې دغه اړيكې ټينگېږي خو دا چې صانع څه دى؟ ځواب وركوي چې صانع د انسان د روح ډېر ژور او بې واسطې محرميت دى.

كه گورو چې عين مفكوره په شرقي تصوف كې هم موجوده ده كوم چې يونگ يي ))مودبانه الحاد(( هم بولي.

اوس نو كه صانع د انسان د روح په ډېرو ژورو بې واسطه محرميتونو كې ځاى لري نو لږ تر لږه د ارواپوهنې له مخې په هماغه نااگاه ضمير يا تحت الشعور كې يې ځاى نيولى دى. د رب النوع ځانگړنې هماغه انسان ډوله ځانگړنې دي. څرنگه چې بشريت هميشه په بدلون كې دى نو صانع هم په تكامل كې دى او په بېلابېلو ډولونو ظاهرېږي. دغه بدلون د بشريت له بدلون سره يو ځاى پر مخ ځي.  (۵)

د تورات په پنځم باب كې لولو: ((دا دى د ادم د پيدايښت كتاب، هغه ورځ چې خداى ادم پيدا كړ نو خداى ته يي ورته (يو شان) جوړ كړ. نر او ماده يي جوړه كړه او هغو ته يي بركت وركړ او د ادم نوم يي پرې كېښود. د هغوی د خلقت په ورځ ۔ ۔۔)) (۶) 

 

اوس راځو د غني د گوگل شعر ته او په غور يې لولو.

 

 

گوگل:

 

دې گوگل كې مې دننه      هم دوزخ دى هم جنت

دې كې قهر او غضب دى    دې كې رحم او راحت

دې كې پروت يو سمند ر دى  د نشې او د خمار

دې كې پروت يو تهترين دى   د لمبو او د ازار

د سپرلي او د خندا           چې يو اف يې تور لحد كړي

د خندا ډكه دونيا            دې كې دومره شجاعت دى

چې د كل جهان مرگونه        يو نظر كې تار په تار

لكه باد اوړي بوسونه      چې په يره باندې راشي  

زړه ترې غټ دى د منږك     داسې رپي داسې تښتي

د اوبو څاڅكى ترې كلك     او چې كلك شي داسې كلك

لكه   كاڼى د  پولاد       نه پرې زر توري اثر كه

 نه پرې زر كاله فرياد      دې گوگل كې مې دننه   

 

هم دونيا ده هم قيامت  دا هم لاره هم كاروان دى  

هم تدبير دى هم قسمت

پروت په دې كې ټول داستان دى   د جزا او د سزا

خور په دې كې لوى جهان دى     د وصال او د وفا

دا هم باغ دى هم خزان دى هم بلبل دى هم بهار

دى كې سره نيازبين گلونه  او د شنو اوبو شرار

دا هم زهر هم زقوم دي هم گبين دى هم نبات

دا هم تور د مرگ څادر دى هم چينه ده د حيات

ده كې پروت داسې شراب دي  چې يو څاڅكى د هغې

په بدمسته او سرشاره  كړي دا واړه فرشتې

دى چې ځي په بره درومي شي جبريل ورته حيران

چې په بدو باندې راشي امان وغواړي شيطان

عجيبه دې يم جوړ كړى  اى زما خدايه عجيبه  

بې د تا نه نور د هر څه د همه يم مركبه

 دا د اور او نور درياب  دومره لوى لكه اسمان  

دومره وړوكى لكه څاڅكى  دومره لنډ لكه يو ان

دا قبه د سوز او ساز ولې ولې څه له څه له؟

خيشت او غم راز و نياز ولې ولې څه له څله؟

 اوس نو چې كله د غنې خان شعر ته راځو هغه په عموميت كې انسان او انسانيت د ټولو ښيگڼو او بديو مركز او اصلي هسته بولي. د خير او شر مبدا او منشا هم دغه موجود بولي او دا مفاهيم او عبارات خو ډېر واضح دي او له شرقي تصوف او يا صوفي سره سر خوري.

په گوگل كې دننه دوزخ او جنت، قهر او غضب، نشه او خمار، د لمبو او د ازار سپرلي، خندا، د كل جهان مرگونه او يا:

 

د اوبو څاڅكى ترې كلك     او چې كلك شي داسې كلك

لكه كاڼى د پولاد       نه پرې زر توري اثر كه

 نه پرې زر كاله فرياد      دې گوگل كې مې دننه   

 

هم دونيا ده هم قيامت  دا هم لاره هم كاروان دى  

هم تدبير دى هم قسمت

 

غني خان دغه موجود د ټول داستان مبدا او منشا بولي. جزا او سزا خو هم زهر او هم زقوم او د ټولو ښېگڼو او بديو تجمع ده:

 

دا هم تور د مرگ څادر دى هم چينه ده د حيات

ده كې پروت داسې شراب دي  چې يو څاڅكى د هغې

په بدمسته او سرشاره  كړي دا واړه فرشتې

دى چې ځي په بره درومي شي جبريل ورته حيران

چې په بدو باندې راشي امان وغواړي شيطان

عجيبه دې يم جوړ كړى  اى زما خدايه عجيبه  

بې د تا نه نور د هر څه د همه يم مركبه

 

نو دا له يوې خوا د غنې خان ستر فلسفي افكار په گوته كوي او له بلي خوا د هغه د افكارو ژوروالى په ډاگه كوي.

په وروستي شعر كې چې د سوال او ځواب تر سر ليك لاندې راغلى دى، ډېر ښه او څرگند عارفانه تعريفونه لري.

 

 

سوال ځواب د ليونی او ملا

 

ليونيه! مکه څه ده؟          ملا! کور د يو عاشق دی

کوټنئ دي کښې ډېرې                د همه ؤ رب خالق دی

ليونيه! ايمان څه دی؟                  ملا! دا دی پوخ ګمان

د يو خوب په زړه ليده دی  د وصلونو د جانان

ليونيه! جنت څه دی؟                  ملا! ستا جنت پيتي ده

او زما جنت وصال دی                 يو خمار يوه مستی ده

ليونيه! حوره څه ده؟                   ملا! لهر د خمار دی

يوه کرښه ده شفق ده                د خندا بړبړکئ ده

ليونيه! نشه څه ده؟          ملا! دا په سيل واته دی

د مستئ رنګين محل کښې         دا واته ننواته دی

ليونيه! چه لمونځ څه دی؟  ملا! خاورې ښکلول دي

د جانان کوڅې ته تلل دي  د اميد ارمان کېدل دي

ليونيه! سجده څه ده؟                 ملا! ځان خاورې کول دي

د مستئ د ګلو هار           د يار پښو کښې اچول دي

ليونيه! ژوندون څه دی؟     ملا! زه يمه ژوندون

دا زما د خوب ليده دی      د سبا او د پرون

ليونيه! وصال څه دی؟                ملا! ښيست کښې ډوبيده دی

دا په ستورو ګډېده دی      په سپوږمئ کښې خورېده دی

ليونيه! حسن څه دی؟                 ملا! لهر د خمار دی

يو موسکی موسکی شان خيال دی        يو نری د رڼا تار دی

ليونيه! ته ئې څوک؟                   ملا! زه د چا ارمان

زه يو ګل د چا د ګوتو                  پروت په پښو کښې د جانان

 

د غني په كلياتو كې كوم سيستماتيك فلسفي تفكر سره نه مخامخ كېږو بلكې هغه موږ پروبلماتيك هغه ته رابولي دا دوه شيان سره توپير لري. هغه څه چې په سيستم بدل شوي وي او منظمه سيستماتيكه اډانه ولري، هغه انسان تحجر او دوگماتيزم ته رابولي. د هغه د تفكر ژوروالي پخپله هغه لويه پانگه ده چې په بېلابېلو وختونو كې يې خپل نظر مطرح كړى دی او ستونزه يي وړاندې كړې ده چې لوستونكى فكر كولو ته راوبولي نو په دې اساس د هغه دغه فكري سلسلې ته موږ يو ډول پروبلماتيكه فكري څرگندونه ويلى شو.

دا چې له ملا نه د غنې خان درك څه دى، يو لړ سياسي ټولنيز او فرهنگي عوامل لري چې په راتلونكې كې به پرې خبري وكړو.

 

ماخذونه:

 

۱۔گيورگ ويلهلم فريدريش هگل ۔ تاريخ فلسفه ۔ (ترجمه دكتر زيبا جبلي ) ۰ سخنرانيهاى هگل ) تهران۔۱۳۸۷ ص۲۱۶

 

۲۔گيورگ ويلهلم فريدريش هگل ۔ تاريخ فلسفه ۔ (ترجمه دكتر زيبا جبلي ) ۰ سخنرانيهاى هگل ) تهران۔۱۳۸۷ ص۲۱۶

3.Abdul Ghani Khan and Johan Keats. Written by ShaziaBabar.Pashto Academy. University of Peshawar..

(۴)-عرفان و رندي در شعر حافظ-  داريوش اشوري ۔(۵۱مخ

 (۵) يونگ و خدايان ۔                 ۱۰۴ مخ

۶ـ عهد عتيق  پنځم باب ۔

۷۔د غني كليات ۔د كابل چاپ

 

شریک کړئ