تاسو به باور ونه كړئ، زه پرون دنيا ته راغلم. كله چې د مور په وجود كې وم هغې سخت كړاو گاله. زه راضي نه وم دنيا ته راشم، زما له جوړېدو څخه درې مياشتې وروسته ما هر څه چې بهر پيښيدل ترې خبريدم نو ځكه خوښه مې له لاسه وركړه. زه مې د مو ر له انديښنو خبريدم، د چم گاونډ له حالاتو، د خلكو له دردونو او غمونو خبريدم دا ځكه چې مور به مې له نورو سره په موضوع خبرې اترې كولي. زه خوښ نه وم چې دنيا ته راشم. زه به د كينو، حسادتونو، يو بل ته د څاه كيندنې، ظلم، تشدد، او ناروا نه خبرېدم. خو له بلې خوا د هغې د خوښۍ په وړاندې نه خنډ كېدم. نه مې شول ويلی او نه مې شول كولای چې ووايم زه دنيا ته نه راځم. زه به چې لا د هغې په وجود كې وم د هغې د تن له وينو او رگونو څخه مې تغذيه كوله، ارام وم خو په انديښنه كې وم. په حواسو كې مې گرځېدل چې كه زه دنيا ته راشم څومره به ژوندی پاتې شم؟ له هغې خو همدا اوس ښه ده چې هېڅ لاړ نه شم. او بله دا چې څه به وكړاى شم؟ ايا د مور خدمت به وكړاى شم؟ د هغې درد او كړاو ته به درمل شم؟ او كه نه شم نو هر څه بې گټې دي.
مور هم خوښېدله چې زه د هغې په وجود كې وپايم، لوی شم او د هغې له تن او وجود نه فيض او خوند واخلم.
خو دا دى زه بالاخره دې نړۍ ته راغلم. زه لا د هغې په وجود كې وم چې د هغې غمونه، دردونه، او انديښنې مې احساسولې. د هغې په غم غمجن كيدم. له دې امله مې هم نه غوښتل د منافقت او دروغو دنيا ته راشم.
خو همدا پرون چې دنيا ته راغلم، د نويو خبرو او نويو پيښو، نويو منظرو او هره شېبه له نويو كارنامو سره اشنا او اشنا كيږم. داسې څه وينم چې حيرانوي مې، غوني مې زيږوي، اوتر اوتر گورم سره له دې چې سترگې مې لا پټي دي، نه غړيږي. خو د بيروني چاپيريال احساس مې په تن او وجود كې په حركت كې دى.
ما له هماغه شيبې چې ماما مې له جوماته ملا راووست او ورته يې ويلي و چې زما په غوږونو كي اذان وكړي. ملا مې وليد، اواز يې عجيب و، اذان يې په ترنم سره وكړ، خوند يې هم وكړ، خو لږ وويريدم. له اذانه وروسته يې په خوراك پيل وكړ، د خولي چپاری مې ورته اورېده. كله چې يي شكرانه په جيب كې واچول شوه نو تندی يې وغوړيده.
ويل كېدل چې د نوي نرينه ماشوم په زېږون سره كورنۍ خوښي كوي، جشن كوي خو ما په خپله مور كې كومه خوشالي ونه ليده. داسې مالوميده چې هغه هم خپل نسل او خپل زوزاد ته په حيرت كې وه. ځينو كسانو به د نرينه ماشوم مباركي وركوله. خو هغه بېتوپيره وه او لا حيرانه به شوه ارو مرو چې له ځانه سره به يې ويل: «چې زه نو نرينه وم چې بچيان مې وزېږول» ولې دا توپير؟ پرون چې له زيږون نه وروسته، ډېر وروسته ما سترگې پرانيستي، د تبرك لپاره يې زما په سترگو كې رانجه را اچولي وو. نه پوهيږم چې د دغه تور رنگ يا اثر وو او كه بل څه، خو هر څه مې تور ليدل. شاوخوا توره، بنيادمان تور او له دې توروالي سره په خوا كې شور او هيجان كړېكې اوازونه همدا سبب و چې په لومړۍ ورځ يې وبوگنولم. ما فكر كاوه چې دا به د بيروني دنيا خپل رنگ وي چې لمر به رڼا نه ښندي، سپوږمۍ به تته وي او هر څه به تور وي؟
ما د خپل نظر اظهار نه شو كولای او نه مې دا وس درلود خو ورو ورو، ډزې او هيجاني اوازونه دومره ډېر شول چې كله مې سترگې وغړولې او لږ څه مې خلاصې كړې گورم چې انسانان چې ډېر تور او خړ بريښېدل يوې خوا ته او بلې خوا ته په ځغاسته ول، مور مې وويل:
«ته د خداى مال يې او خداى دې ساتندويه شه». مور مې په هماغه ورځ چې زه دنيا ته راغلم ځان يې حق ته وسپاره اوس هم كله نا كله د هغې ارواح ماښام مهال د كور دروازې ته ولاړه وي او پر ما نظر ساتي. كله هم خوب كي راشي او راته وايي، «زما دمرگ قاتل مالوم دى سودا مه كوه».
پرون د هغې له مرگه سره سم چې خپل روح يې حق ته وسپاره، هماغه ملا چې زما په غوږونو كې يې اذان كړی و د جنازي په لمانځه كې په لوړ اواز وويل:
«مور مړه ده. الله له خپل بنده سره خپله محاسبه كوي. خو موږ به دعا ورته كوو. خو تاسو ټولو حاضرو راغلو ته يوه ډېره مهمه مساله توضيح كوم. د دې سيمي خلكو ته وايم. په خپله خبره ټينگار كوم، دا زما امر نه دى، بلكې اسماني هغه دى. موږ ټول د مرگ په واټ ولاړ يو. كورونه، بازارونه، كاروبار، دفترونه، كركيله او نور ډېر څه په درد نه خوري. موږ ته چې دا كارونه او كړاوونه په درد نه خوري نو يو سوچ ورته په كار دى. د همدې سوچ د پيدا كولو لپاره مې لا دمخه څو تنه علماء كښينول. هغوی ته مې دنده وسپارله. موضوع مې ورته په تفصيل وويله، زيړ او زاړه كتابونه مې ورته كيښودل چې دا كتابونه وگوري. خپله پريكړه وكړي او هغه تاسو ته ابلاغ كړي. له ډېر سوچ او غور نه وروسته دې پايلې ته ورسېدل او په زيړو كتابونو كې يې لازم بابونه او فصلونه هم پيدا كړل دا پريكړه يې وكړه چې دا سيمه چې گويا كفار پرې گرځيدلي دي بايد پاكه شي او د دې پاكی لپاره يواځينۍ لاره دا ده چې ټوله سيمه او ټول قلمرو، ناوونه، دښتونه، كروندې په هديره بدلې شي، او يو نيم جومات هم په كي جوړ شي، هديره خو ځكه اړېنه ده، چې «كل نفسن ذايقته الموت» يو، او جومات ددې لپاره چې كيداى شي څوك پاتې نه شي چې عبادت په كې وكړي، خو د دې لپاره كه مساپر او لاروی راشي چې شپه پكې تېره كړي، نو په دې اساس اوس چې مور مړه ده د مور مرگ موږ ته ښه الهام را كوي، چې هر څه په قبرستان بدل كړو موږ نور څه ته اړه نه لرو، نه كار، نه روزگار، نه تعليم، نه كور او نه اور !»
ما له پرون راهيسې چي څو لسيزي مي په يوه ورځ كې لنډې كړې، مور ته دعا كوم، هرڅه مې په رڼو سترگو ولېدل. اوس هغه مور نه شته، هغې خپل ژوند زما له پاره قربان كړ، زه دنيا ته راغلم. په همدې يوه ورځ كې چې ما له زيږون نه پس سترگې غړولي، ورځ اوږده وه، ورځې لسيزې وخت ونيو. لمر، سپوږمۍ، ستوري، او رڼا يوازې خړ او تور رنگه بلاوو په څېر وينم. همدا بلاگانې كله ديوان او كله پيريان شي. تاسو ټول دا بلاگانې، ديوان او پيريان وينئ، ورته وگورئ، قبرستان يا مړستون ورځ په ورځ غځيږي.
نو دا دى زه هم يو لوى مړستون ته ولاړ يم، دعا كوم.
اشفورد، كينت : ١٤-٨-٢٠٢٤