INSAN Magazine

د څلې شپې شواخون

د دلوې لومړۍ ۱۴۰۳

له بهر نه اوږدې كولې زما خونې ته داخلېږي، غوږونه مې كڼوي، ځاى يې نه دى معلوم، لكه له اسمانه، له هوا یا له دښتو نه اوږدې کولې راځي. ورسره جوخت په كوڅه كې ترپی هم زياتېږي. داسې لكه چې رمه په كوڅه برابره شوې او د شپانه په يوې نارې د پوځي پرېډ په شان امر او قوماندې ته لاس په نامه ولاړه ده. كله چې ناره شي او "درېژ" واوري؛ نو ترپی هم ورک شي او كله چې وويل شي "مرش"، ترپی بېرته پيل شي. زه له ترهې او ډاره په خپله خونه كې د پښو په سر گامونه اخلم. كړكۍ ته ځان نږدې كوم، له كړكۍ پرده د نيمې لوېشتې په اندازه بېرته او سترگې ورنږدي كوم. كوڅه د غره لېوانو او د ځنگله ځناورو په سر اخيستې ده. دا لېوان او ځناور كټ مټ زما او ستا په شان حركات او سكنات لري، هر يوه سپينې اوږدې جامې اغوستې دي، پر زنو او مخونو يې اوږدې وژغنې شنې شوې دي او تر بېډيو يې پرتوگونه بډ وهلي دي. يو څرب لېوه په پټ وربوز د لوی لښكر مشري كوي، خو وايي چې تر ده خونړی لېوه او څيرونكی ځناور په هند و سند و په تخار و په كابل نشته، بل په زابل نشته.

زه د نيم‌ کښې پردې تر شا د وچ لرګي په شان ولاړ یم، په همدې وخت کې د کوڅې له سره اوږده کوله کېږي او بیا لښکر ته مخاطب لېوه وايي: «هاتفي اواز راته الهام شوی، دا الهام د لوی ذات له خوا د یوه ورک انسان له خولې له کوه قافه هاخوا راوتلی غږ دی. ذات رښتینی دی، برحق دى، کوه قاف رښتینی دی، ښاپیرۍ پکې لا هم ستاسې په تمه دي. دا کلی چې له ذاته يې مخه اړولی، له ستوني تېر کړئ، چې د هاتف خبره پر ځمکه ونه غورځول شي.» مشر همدا یو فرمان ورکړ او بیا یې خولې ته کولپ واچاوه. د لېوانو په سترګو کې سره رګونه راښکاره شول. ما پرده بېرته په کړکۍ ورکش کړه او په لړزېدلو اندامونو مې د کلا تر وره ځان ورساوه. شکر مې وایست، وره ته زنځیر و؛ تسلي مې ونه شوه، کلا مې له سترګو تېره کړه، دېوال ته ولاړ لوی تیر مې له بېخه په ځان پسې کش کړ او دروازې ته مې ودراوه‌. ما اورېدلي و، چې بلاګانو ته د ورونو زنځیرونه پخپله بېرته کېږي؛ خو تمبه نه. ما د همدغه باور له مخې زنځير د ځان د‌ ډاډ په پار یو ځل بیا واچاوه او تمبه مې هم وره ته کېښووه او بیا مې په دې کوچني انګړ کې چې اوس یوازې زه پکې پاتې یم، په ګړندیو ګامونو کوټې ته ځان ورساوه. له کوڅې د لېوانو کولې لا هم اورم.

په خونه کې د رنګ وهلي په څېر ولاړ يم او نه پوهېږم، چې اوس که لېوان وزرونه وکړي او کلا ته را والوزي یا هم په ګډه زما د کور دروازه په زوره له بېخه وباسي، څه؟ خو وروسته پوهېږم، چې دوی لا له پخوا د کلي د کوزې او برې کلاوو دروازې ايستلي دي، زما د خاشه کور دروازه ورته خس هم نه ښکارېږي. له دې سره سره ما ته زما د سر سودا ده او مور مې سترګو ته غړېږي. مور مې لكه يوه پراخه دنيا، لكه دنگ غرونه، لكه څپانده سيندونه او لكه پراخې دښتې چې ټولې سره يوځاى شي، يو موجود ترې جوړ وي او زه يې په غېږ كې اوس هم د للو للو غږ اورم، نو ځكه زه يې تاسې ته نه شم ویلی، چې ولې په هره سخته کې مور رایادېږي؛ خو دا ځل هم چې کوڅه له ځناورو ډکه ده او زه مې مرګ د وره تر شا ګورم، د مور وروستی نصیحت رایادېږي: «زویه، د پسونو د خوږې غوښې په پار، د لېوانو او ځناورو ملګری نه شې.» او بیا هغه وخت له خپلې لمنې راته په غاب کې په دې نيت چې لوږه پر مينې غالبه نه شي، د خوړو د مور "هاتور" رول لوبوي او په خاورين لوښي کې د غنمو نینې یو موټی تویوي او وايي: «زویه! د څلې شپه د میینو شپه وي.» هغه وخت ما خاورین لوښی پورته کړ او تر خونې مې ځان ورساوه؛ د مور په خبرو اندېښمن شوم، ځکه د څلې شپه د ناکام میین شپه هم وي. مور څنګه پوهېده چې زه ناکام میین یم؟

اوس چې د محبوبې په بایلات د ژوندانه وروستی فصل روان دی او هغه شپه ځناورو وهم نه خوړم او لا را کې ساه چلېږي، په هماغه شېبه هم خپله محبوبه رایادېده، هغه محبوبه چې د نینو ډک غاب یې په مينه مخکې راته ایښی و، هغه محبوبه چې غرونه او رغونه يې د وجود برخه وه، ښايي زه د څلې شپې شواخون ته پیدا شوی یم؛ خو زما محبوبه د اوديپ شهزاده مينه نه ده؛ بلكې يو داسې بديل دی، چې كله مور وي او كله چې يې لېوالتيا زوروره شي، په محبوبه بدله شي، ما ته د الهام سرچينه ده او خوله مې د هغې له توصيف او ستاينې عاجزه ده.

اوس چې ګومان کوم، زما محبوبه یوه تللي ياد ته ورته ده، رایادېږي او په خپلې ناکامۍ پسخېږم؛ خو هغه وخت مې د فکر نیلی شلېږي، له کوڅې د ځناورو د پښو ترپی اورم. انګړ ته په وېرجن زړه وځم، ګورم چې تمبه لا هم وره ته پرته ده. بېرته د انګړ منځ ته د پښو په ګوتو ستنېږم، ساه مې په سینه کې نیولې ده او پر خپل ډارن روح لعنت وایم. احساسوم، چې اسمان کې ستوري یو په بل پسې روان دي. په زړه نازړه وایم: «لکه د کلیوالو روح ذات ته پناه وړي.» خو وروسته شکمن کېږم او د څرب لېوه خبره رایادېږي، چې کلیوالو له ذاته مخ اړولی، کله چې له ذاته مخ واړول شي؛ نو بلل چې د منښت مانا هم لري، شونې وي؟

خونې ته بېرته تاوېږم، غواړم چې ځان د مرګ له خدایګوټي پټ کړم. کړکۍ ته کېنم، پرده بیا چوله کوم؛ لېوان یو په بل پسې روان دي. د ځینو پنجې په وینو سرې دي، له خولې او داړو يې سرې لاړې بهېږي او زما دروازې ته درېږي: «دروازه پرانیزه، خدای مو وبښه!» ما نه غوښتل وبښل شم، مور به د بښلو کلمه د مرحوم یا مړي له نوم سره اخیستله. زه ورته وایم: «کور کې څوک نشته، زه د دېوال هاتفي غږ یم.» لېوه غړمېږي، دروازه په زوره ګړبېږي؛ شپه نه سبا کېږي، لړزېږم، په شنه ژمي کې مې پر تندي خولې راماتې دي، لمر راخېژي، خو لمر وايي: "زه رڼا نه درکوم، زما ستوري مو غورځولي دي. زه شپه نه پېژنم، زه رڼه ورځ يم؛ خو هسې نه چې شپه په ما راتلی نه شي." لمر بېرته ډوبېږي، سپوږمۍ د ویر جامې اغوستې دي، وايي، زما څلوردېرش ستوري مو په زور ښکته کړي، زه رڼا نه درکوم؛ خو زما په مرۍ چاړه اېښوول شوې ده، په زوره يې ډګر ته راوستې یم؛ خو زه اصلاً له ډګره شړل شوې یم او هر ډول اختیار رانه اخیستل شوی دی. زه یوازې د سزا په وخت تاسې ته بې نوره خو بربنډه راښکارېږم؛ له ما خپل هویت اخیستل شوی دی.

لېوان لا هم دروازه ګړبوي، له ما کالبوت جوړ شوی، په سلهاوو، په زرهاوو ځلې بې وړانګو لمر او سپوږمۍ راخېژي او پرېوځي؛ خو پاس چې ګورم، اسمان کنډاسه خوله نیولې، یو غاښ يې هم ځل نه کوي. بیا ځان ته ګورم، جامې راباندې لنډې شوې وي، رالوی شوی یم، اوس نو هلک نه وم؛ پنځوس کلن بوډا وم، ما د څيلې تر ټولو اوږده شپه تېره کړې وه.

هغه شپه دروازه له بېخه په وتلو وه او زما خرافاتي عقیده چې تمبه بلاوو ته نه پرانيستل کېږي، سهي راختلې وه، ګومان کوم، هر پوخ باور سهي راخېژي. کله چې د ګاونډي بام ته په اوښتو وم، په وروستي ځل مې شا ته وکتل، زنځیر غورځېدلی و، تمبې خپله وفاداري تر هغه وخته ثابته کړه، چې له دروازې خړ ګرد پورته شو. خو پر خپلې وفادارۍ مې لعنت ووايه. ما نه ککرۍ وخوړه، نه کامران شوم. زه د ګاونډي په بام اوښتی وم.

تر شا مې خړ ګرد خوت، د مور نورو اولادونو مې په دښتو او رغونو ولټول، ځان مې ور ورساوه، ما ویل په هغوی به سر بچ کړم. موږ له یوې موره تی روولی و؛ خو هېڅکله وروڼه نه وو، د مور زامن هم نه و، ځکه هغوی تر ما مخکې د ګاونډي بامونه کچ کړي وو.

زه يې تاسې ته نه شم ویلی، چې ولې په سخته کې مور رایادېږي. كله هم مور د مفرطې مينې په حالت كې د محبوبې په څېره كې وي؛ خو کله چې د مور له غېږې راجلا شوم، ما څلورو نورو میندو ته پناه یووړه؛ خو هرې یوې یې په خپله غېږ خپل کې اکوڼي چوبول او زه هر ځل له یوې میرې سره مخ شوی یم. اوس د پنځمې میرې په غېږ کې پروت یم، د هرې میرې په شان دا هم ښايي په لومړیو ورځو کې مهربانه وي؛ خو دا مهرباني زما د مور د نینو د ډک غاب مهربانۍ ته نه رسېږي.

شریک کړئ