INSAN Magazine

د چنجیانو، اوښانو او بوړبوکۍ تړون

د دلوې لومړۍ ۱۴۰۳

پر تن يې چنیجي لکه په ځاله کې مچۍ، یو په بل اوړي. نوکان يې له ګوتو ځان بېلوي، پر وجود يې د لمر تر نیمه عمودي وړانګو لاندې پلن شنه ټاپي جوت زرغون ښکاري. کله کله باد له پاسه خاورې را وتوږي، لومړی زما پر سر او وږو او بیا د دې پر سینې او نس وپاشل شي. په دوړه کې شنه ټاپي لږ پيکه شي. زه يې پر وجود لاس تېر کړم. ورغوی مې پر لطیف وجود ولګېږي. مهاغه لطافت رایاد کړي، کله چې مې دنیا ته سترګې وغړولې او بیا مې د ژوندانه په دویمه ورځ ولیدله، زه يې په غېږ کې ټینګ ونیولم. هغه وخت چې ستونی ستغ غځېدلی وم، پر وجود مې يې ورغوي ولګېدل. د ژوندانه په یو کلنۍ کې مې پښې د هغې پر ټول وجود ولګېدلې. شکلن وجود يې نه خوږولم؛ خو نن يې چې زه له وجوده خاورې څنډم او پر سینه يې ګوته کېکاږم، ګوته مې بوټه د دې په سینه کې ننوځي. په همدې سره مې وحشت او وېره په مخه کړي، ژر ودرېږم. شاوخوا ټوله سیمه، د خپل وجود توپان زما پر لور رهي کوي او سترګې مې له شګو ډکوي. سترګې موښم او په بېړه پر خپل ځای په زنګنونو کېنم، اوس لمر د ګروپ غوندې ډېر لرې او پيکه ښکارېږي.

د هغې سترګو ته ګورم، لاس وروړم او غواړم ووینم چې لا يې هم سترګو پخوانی برم ساتلی که نه. ګوته پر سترغلیو ورټینګوم، ورو ورو يې بڼو ته ورنژدې کوم؛ خو د ګوتې په حرکت د بڼو تور ډکي ورپورې ونښلي. له سترګو یې چینجي وڅنډم او ورغلې پرده ترې بېرته کړم. په سترګو کې پخوانی برم لا هم په ولولو دی؛ خو په ګوتې پورې مې د سترګو غوښینه پرده او څو ډکي باڼه سريښ شي او تر څنګ يې یوه چینجي زما په ګوتې پورې ځان سريښ کړی او د بڼو تر پورې وهلو وروسته په غوښینه پرده خوله ټینګوي.

چینجی ورغوي ته راغورځوم، پر وجود يې ګوته ټینګوم، د هغې د وجود په شان یې بدن پوست دی. په دواړو ورغویو يې موښم، درېږم او له لوېدیځې خوا رالګېدلې سیلۍ يې مړ او چخپيت وجود ختیځ ته الوځوي. زه له ځان سره وایم: «مردار بوټی دی.»

ځینې چینجیان له ما د غچ اخیستلو په نیت په ما پورې نښلي او ځینې بیا د هغې وجود ته خولې سیخوي. زه یې له ځان او له هغې یوې خوا ته وڅنډم؛ خو چنجیان یو په بل پسې له خاورې او ځمکې راوځي، ما او هغې ته سرونه خوځوي او د هغې پر وجود ورټول شوي لښکر ته بې وسه ښکارم. ملا ټيټوم او په دواړو ورغوو يې له مخ، سینې او تر پښو پورې چینجي بېرته کړم.

سیلۍ اوس له هرې خوا چنیجیان اوږدې کیندل شوې کندې ته را غورځوي. زه له ځان سره په دې اخته یم، چې ختیځ او لوېدېځ، له سیلۍ سره یوځای، واړو لاسونه یو کړي او جنیجیان همدې کندې ته د هغې د وجود د خوړلو لپاره راغورځوي او زما سترګو ته هم په بلا اوښتي. د کندې په څلورو اړخونو کې ځم راځم، سر پورته کوم، له لرې زما سر لکه په هواره ځمکه ټوکېدلی مرخېړی بوڅ ښکاري. غر او راغه له چنیجیانو ډک دي، لکه د ملخانو لښکر چې پر کروندو برید کوي، همدې کندې ته راپه منډه دي. وارپار مې خطا کېږي. د کندې ختیځ کونج ته لاسونه اوږدم، څنګلې په دېوالونو نښلوم او د وچې ونې غوندې پر ارته ځمکه درېږم. ببر چنجیان مې په بېډیو او ورنو خولې لګوي، پښه پر ځمکه په زوره وهم او ورسره څه جنیجان تویېږي، څه پاتې کېږي او څه تر پښو لاندې کېږي.

شاوخوا په بوټو او ډبرو پسې ګرځم چې له کندې يې تاو کړم، ګوندې د دې لښکر مخه ونیسم. سیلۍ له جینجیانو سره زما په نشتوالي کې د هغې پر وجود په سلهاوو چنیجان انبار کړي. سترګې مې له کندې لرې یوې خوا ته په ځوځانو لګېږي، پنجې پرې ښخوم او لکه وسپنیز سړی د هېڅ څه پروا نه کوم. 

د هغې د بدن لطافت او د سترګو برم ته مې اندېښنه ده. هغه لورېينه مې هېره نه ده، چې کله به څړځای ته د څارویو لپاره په کبلې پسې وتلم. په سترګو به یې وپوهولم: «څاروي دې پرې ښه ماړه کړه، د خدای مځکه ده، ستا مځکه ده؛ خو زه هم بې له تا هېڅ!»

د بوټو شاوخوا ګڼ ځوځان له ځمکې راباسم او د کندې شاوخوا يې کتاروم. سیلۍ لکه زما پر کار پوهه رنډۍ، خپلې مکارۍ ته زور ورکوي. شاوخوا واړه لوی کاڼي راټولوم او د ځوځانو دواړو اړخونو ته يې ږدم. زه د ځوځانو تر څنګ درېږم او لکه غوايی چې په درمند کې د غنمو دانې او واښه سره بېلوي، همداسې له کندې تاوېږم او په زوره پښې دربوم. ما ته په همدې تاویېدو سره د ګڼو چنجیانو غوسه پارېږي او په خپلو منځ کې په ګوڼېدلي غږ وايي: «دا غوايی خو له کندې طوافونه کوي.» او بیا ما ته په لوړ غږ وايي: «په څلورو کتابونو کاپيره! دا د طواف کوټنۍ نه ده.» او بیا په خپلو منځو کې وايي: «وي دې، دوی ټول همداسې لعین دي.»

زه د چینجیانو د خولې خبرې ته په نېکه سترګه ګورم؛ خو د طواف کلمه مې له مکالمې راګرځوي، وارخطا کړی یې یم. له ما چې وارپار لا دمخه خطا و، له جنجیانو سره خبرې یوازینۍ لار ګڼم، پښې څنډم، سترګې موښم، سیلۍ زما د سترګو کاسې له خاورو ډکې کړې دي، په لوړ غږ وایم: «زما عرض واورئ، یوه شېبه غوږ راته ونیسئ، وروسته مو چې څه فیصله وکړه، ويې کړئ.» د دوی ترمنځ یو غټ ببر چنینجی چې وېښتان يې په ملا لک ولاړ دي، پر نورو غږ کوي: «صبر، دا لعین څه وايي!» ټول چنیجیان لکه سړې هوا وهلي په خپل ځای سرونه بوڅ نیسي او چونګ شانته حرکت نه کوي. زه خوله خبرو ته جوړه کړم، سیلۍ چې شېبه مخکې په بړبوکۍ اوښتې وه، له دواړو اړخونو؛ ختیځ لوېديځه زور اخلي او په همدې کې هماغه ببر چنیجی چې د دوی ترمنځ د رسوخ خاوند ښکاري، سره له ګڼو نورو کندې ته پورې وهي. زه بیا په پيکه غږ نارې کړم؛ خو لکه چنیجیان زما ستوني ته راننوتلي او د غږ تارونه مې خوري؛ خو له دې ناخبره چې زما د غږ تارونو له چنیجیانو، بړبوکۍ او د ختیځ او لوېديځ له لوریو سره لاس یو کړی او غواړي چې زما تر چوپتیا وروسته ځان د دوی په غږ واړوي. زه ووایم: «تاسې له دې مړه وجوده څه غواړئ؟ پر بدن يې شنه ټاپي زرغون او نوکان ترې بېل شوي، نن سبا به له خاورو سره خاورې شي.» ګڼ چنجیان له غوسې غړمېږي، یو یې زما پر بېډۍ خوله لګوي، پر ځای نېغ ولوېږم، چنیجان ګومان وکړي، چې د دوی وژلو ته ځان تیاروم. وار ته ځان تیار کړي او یو یې په رعب ووايي: «د ځان غم کوه، هغه تا او ستا غوندې خلکو په غم اړولې، له مړه جسمه طوافونه کوې؟ ته پوهېږې، چې طواف باید له کومه ځای وشئ؟ اول باید ستا غم وخورو، د هغې تالاترغۍ ته مو وخته د بلې ډلې په کومک غم خوړلی.» ما چې د کندې شاوخوا وکتل، پل پل وه او د طواف انځور یې زما په ذهن کې چاپ کړ. ما هغوی ته په پیکه غږ – نورو غږیزو تارونو هم له هغوی سره لاس یو کړی و – وویل: «زه يې ساتم، ستاسې له ځناورتوبه!» خو ما چې له ځان سره د هغوی ریاکارانه طواف ته کلونه دمخه پام و، وویل چې زه په داسې طوافونو چې د اوښانو کینه له ځان سره لري او د لړمانو زهر شیندي، باور نه لرم. بیا مې دوی ته په زاریو وویل، چې پرېږده دا مړ وجود په برم خاورې شي؛ خو دوی زما په خبره باک نه راوړ او د ځوځانو له سورویو یې ځانونه کندې ته غورځول.

زه یکړ، په چینجیانو پوښلی د کندې خوا ته ولاړ یم. شاوخوا سیمه څارم، چنجیان مخ په زیاتېدو دي. د دوی راتګ د سهار پر یوولس بجې شروع شوی و، اوس چې وخت له ټنکنده غرمې اوښتی، لکه اوښان هېڅ تنده او ستړیا نه احساسوي او مخ په ما او د هغې پر لور درومي. یو ځل بیا په غټو ګټو او کاڼو پسې ځغلم، درې څلور کاڼي په غېږ کې اخلم، په غېږه کې يې په سینه پورې سولوم او چنیجیان چخپیتوم، غواړم دا ځل له بړبوکۍ سره هم لاس و ګرېوان شم او د ځوځانو د لوېدو مخه ونیسم. د کاڼو د راټولو پر وخت له ځان سره وایم: «د دغه لوی لښکر مخه په یوازې ځان نه کېږي، راځه تر رارسېدو مخکې پښې سپکې کړه.» خو د هغې برم، د وجود لطافت او لورېينه مې مخې ته درېږي، ځان هسکوي او سر یې د اسمان په لور په عروج لیدل کېږي. بیا له ځان سره اراده پخوم.

پر تندي او ډډو مې خولې راماتې دي، سترګې مې خځلو او شګو تکې سرې اړولې. نور ځوځان او ډبرې مې راټولې کړې دي، اوس په سختي ترې هغوی اوښتی شي. د کندې تر څنګ ولاړ یم او لاندې ورګورم، چینجیان د هغې پر وجود اخته دي. له اغزنې بارې پښه اړوم، لاندې کندې ته ټوپ کوم، اوس نو ښکاره زه، چنجیان، بړبوکۍ چې د ختیځ او لوېدیځ او تر څنګ ورسره د طبیعت لاس دی، مخامخ له یو بل سره په دوښمنۍ اوښتي یو. چنیجیان د هغې له وجوده څنډم، پاس له بارې په یوه لاس ځوځ او په بل لاس برابره ډبره رابېلوم او د چنیجیانو په چخڼۍ کولو بوختېږم. 

هماغه ببر چینجی چې بړبوکۍ کندې ته د هغې د وجود د خوړلو لپاره راغورځولی و، په برندو سترګو را وکتل، په ګڼه ګوڼه کې يې غږ وکړ: «اوس به زموږ او ستا حقانیت شي.» ما په لوړ غږ – ګویا غږیزو تارونو له چنجیانو سره تړون لغوه کړی – بدرد وویل: «ستا په ذات و ذوریات... بې نسبه!» او په اسانه مې په ډبره لومړۍ د هغې له وجوده څنډې ته کړ او بیا مې په زوره له یوې لپه نورو چنجیانو سره په دېوال پورې سريښ کړ.

زه په خپله مجاهده لګیا وم، چې زورور غړمباري مې د غوږونو سندانونه ولړزول. پاس مې وکتل، سترګې مې له خاورو ډکې شوې، ډبره مې کيڼ لاس کې له ځوځ سره ونیوله، په ښي ورغوي مې سترګې وموښلې، بیا مې وکتل، اوږده شونډکونه او ژبې له ځوځانو تاویېږي او له ډبرو يې بوټ بوټ باسي. سر مې د مرخېړي غوندې له کندې بوڅ وایست، باره لا پر ځای ولاړه وه، د اوښانو پلنې تنې مې ولیدې او کوپانونه يې لکه خوځنده غرونه خوځېدل. په زوره مې چیغه کړه: «ډرې! یو تاسې کم وئ، دلته څه بلا غواړئ.» چې ومې کتل یو څو اوښانو چینجیان په ژبه کندې ته را وغورځول او د اوښانو او جنجیانو ترمنځ د تړون فکر مې ذهن ته راغی. اوښانو ته مې یو ځل بیا د «ډرې!!!» او «چو!!!» نارې وکړې؛ خو په ما يې باک نه راوړ. چنجیانو ته مې وکتل، لکه په ما پورې چې کټ کټ خاندي، ډاډه او به خپل کار بوخت شول. زه وپوهېدم، چې اوښان هم د طوافونو له وطنه د دغه مړه وجود د ژر تري تم او تریت کولو لپاره رابلل شوي دي.

شریک کړئ