زه یوه کیسه لرم. دا کیسه اوس چا ته په اسانه نه شم کولای؛ خو بیا هم دوه کسان مې هر سهار، همدا چې له لمانځه سلام واړوم، آمر ته وغواړي. مخکې له دې چې دفتر ته مې ننباسي، په دواړو مټو کې مې ټينګ کړي، زما مټې يې داسې کلکې نیولې وي، ته وا چا چرګ له غاړې نیولی. وروسته مې په دفتر کې په کرسۍ کلک لکه په غوسه چې سړی تشه کاسه پر غولي کېږدي، کېنوي. زما لړمون تر دوو درېيو دقیقو پورې ړپېږي.
آمر چې ټول بدن يې په وېښتانو پوښل شوی او له کالیو يې د بدن د یوه نیم وېښه سر راوتلی وي، راپاڅي. لومړی مې له مخه کلک تڼ پورته کړي، بیا راته ووايي: «اوس ووایه، کیسه څه ده؟»
زه بې له دې چې کیسه ورته وکړم، د دوی جُثې ته ګورم. ما تر اوسه داسې موجودات نه لیدلي وو او نه چا راته ویلي و، ان مور هم. چې ښه ورته ځیر شم، د ګیدړو غوندې راته وښکارېږي، وروسته راته شکوڼ شي او بیا يې ورمېږ لکه د یږ. له ځان سره وایم، ښايي د بېخوبۍ له وجې يې څېرې درته بدلېږي رابدلېږي. بیا ورته ځیر کېږم؛ خو له هېڅ موجود سره يې نه شم برابرولی، داړې يې لږ لږ سپي ته ورته کېږي. له ځان سره وایم، کاشکې پیشکې ته تللي وای، ځکه پيشو د مور زنګون رایادوي. ټیک هماغه وخت چې کله به د هغې پر زنګون په اړخ پرېوتی وم؛ خوب به نه راته، هغې به زمزمه شروع کړه: «للو للو للو – پيشو مه راځه له غرو – زویکی داسې ویده دی – لکه ګوډی د رنجو». خو نن له هماغه مخه چې د مور پر زنګون به اېښوول شوی و، شنه لمبه ووتله، تڼ ترې پورته کېږي.
آمر زما سترګو ته ښه رانژدې کېږي، د بدن بوی يې په ما لګېږي، له لاسه مې نیسي او نېغ مې دروي او تر یو بل تڼ وروسته مې پر شا په لغته وهي، د کوټې ټيټ سره غورځم. دوه کسان مې بیا له لاسونو ونیسي او ورپسې مې خپلې خونې ته روانوي او یو ځل بیا پر شا په لغته وهل کېږم او د اورلړوني په څېر خپلې خونې ته پورې وهل کېږم.
هرکله چې آمر ما خپل دفتر ته کش کړي او له ما کیسه ونه شي ایستلی، په هماغه شپه مې خوب ته نه پرېږدي او تر سهاره زما د خونې دروازه په وسپنیزې ډنډې وهي. په دمه دمه کې مې چې کله سترګه لاړه شي، په داسې لوړ غږ لکه د سړي د غوږ بېخ ته چې ډز وکړې، راته ووايي: «باید کیسه وکړې!»
دوی د دې کیسې د اورېدو په بدل کې ما ته غوړې وعدې او د نه ویلو په بدل کې سل دوه سوه تسمې په ملا ملا راکوي. په دې کیسې اوس نژدې څلور کاله اوښتي؛ نه هېره شوې، نه زړه شوې ده، ځکه خو وایم چې زما ارمان پرې خېژي، لکه په اولاد چې د سړي ارمان خېژي، لکه په نسیم زوی چې زما ارمان وخوت؛ خو کیسه کله کله کمزورې شي، ناروغه شي، بیا لکه نسیم زوی چې ناروغ شي او زه ورته ترکېږم او ډاکټر ته د بيولو پیسې راسره نه وي، همدغسې ورته ترکېږم، نینې کېږم. هغه وخت چې دا ناروغه شي، له ځان سره وایم اخر څه فایده. ټیک لکه اولاد چې د سړي د دین دښمن وي، همداسې دې کیسه زما ژوند په اور نیولی دی. ډېر وخت له ما سره لویېږي هم، ساتم يې، پام پرې کوم، د یوه باغوان غوندې چې په ونو پام کوي او له خپل باغ سره غږېږي.
دا کیسه مې دوه کاله مخکې په وار وار اسلامالدین ته وکړه او وروسته چې هغه زما له سترګو پناه شو، داسې پنا لکه فنا شوی چې وي، تر اوسه مې بیا ونه لید.
اسلامالدین هر وخت چې د سهار له لمانځه سره عسکر ښي اړخ ته راته ودرېږي او په ما سلام اړول زار کړي، رایاد شي. له ځان سره ووایم، حتماً هغه په ګوتو ورکړی یم، اصلاً د دوی په طرف به و، هسې به یې د مرستې او همدردۍ تمثیل کاوه، ځکه اوس په دې خبرې باورمن شوی یم، چې مرسته خوشې خبرې دي. مثلاً، که مرسته وای، زمانخان چې د رسوخ سړی و، کړې به يې وه. کله چې مې زمانخان ته کیسه تېره کړه او ورته ومې وویل، غواړم دا کیسه د تیاتر په صحنه ولوبوم او مخکې له مخکې مې په نندارې اړولې، ژانر مې وربدل کړی او چې ترې ومې غوښتل، د کرکټر په پيدا کولو کې راسره مرسته وکړه، مخامخ راته ودرېد او زما لاس يې په خپل لاس کې وینو. بیا لکه زما ګوتې چې شمېرې وویل: «زویه، ته لا وړوکی یې. سړه يې خوره، په ځوانۍ کې داسې ډېرې کیسې د سړي په سر کې ګرځي. خوره – څښه نور په څه پسې مه ګرځه.»
زه په خپله خبره ټینګ ولاړ وم او لا مې هم پر مرستې باور لاره: «یو څو اداکاران راته پيدا کړه.»
ــ نه پيدا کېږي.
ــ ولې؟
ــ خو نه پيدا کېږي. پيدا کېږي؛ خو که ګټه يې وي.
زه غلی ولاړ وم او کوښښ مې کاوه، چې مناسب کلمات ورته پيدا کړم، ځکه باور لرم، چې کلام اغېز لري. هغه بیا وویل: «مثلاً، که ولوبېږي او ستا کیسه بریالۍ شي، یا داسې به وګڼو چې کیسې دې پر ټول تالار اغېز وکړ، په دې کې د اداکارو څه ګټه؟»
ــ پر تالار د تیاتر اغېز او د اداکارانو کامیابي.
هغه ته مې وویل، چې له یوه ځایه باید دا کیسه شروع شي او یو ځل چې کیسه لاره پيدا کړي، د تالار هر وګړی له پنجو ازادېږي. هغه نه منله، چې اصلي کیسه له کیسې شروع کېږي. په وار وار یې کوټه کې وسلې ته اشاره کوله او ویل یې، چې د هرې کیسې اصلي قومندان هلته په کونج کې ولاړ دی. بیا د دې لپاره چې له ما ځان خلاص کړي، راته وویل: «زویه، دا خیالي کیسې دي، ته ما ته ووایه، اوس اوس اداکارو ته څه لرې؟ د اوس خبره کوه.»
ما د نقدو وعده نه شوای کولی، ما ویل که د اوسنۍ پنجو نوکان پرې وباسم، دا چې لوی تالار نن په رنځ اخته دی، ټول وجود يې نوکارې شوی دی او ما ویل په تیاتر سره به تالار ته روایت پيدا شي او یوه لوی تالار ته به کیسې خلق شي.
زمانخان چې کله زما د لاس ګوتې وشمېرلې، د وروستۍ ګوتې په شمېرلو يې زما موټی پرېښود، څو ګامه شا ته شو. له هرې جملې سره يې راته د زوی خطاب او د پښتو په دود زما ښه درناوی کاوه. په لومړي سر چې کله ورغلم، ما ویل په مړۍ به لاس ونیسم، چې مرسته راسره وکړي؛ خو ومې نه غوښتل په دې زنځیر يې وتړم. دلته لږ تر لږه دومره ډاډ وم، که خطا خبره رانه وشي، بیا به هم مېلمه ته احترام په دود زما بېعزتي ونه کړي. هغه ته مې بیا په ډاډه غږ وویل: «ته وايې یو څو رضاکاره به هم پيدا نه شي؟»
ــ رضاکاري نشته؛ که خلک غواړې، په دوو شیونو يې راضي کولای شې، په پيسو یا په وعدو.
دا چې کیسه مې هغه ته مخکې له مخکې کړې وه، لکه یو نقاد يې عینکې پسې – اوس شکمن یم، هغه لکه کیسه ځان ته جوړوله او دا دومره خواري يې د دې لپاره وه، چې خپله يې کړي – اخیستې وې او یو وارې بیا يې زما پنچه ونیوله او د یوې ګوتې په اړولو یې وویل: «تا دا کیسه اسلامالدین ته هم کړې وه؟»
ــ هو.
ــ تا وویل، چې اسلامالدین راته وویل، – هغه د رنګمال اشرف زوی به ښيې؟ – هو. دا چې په خوله دې برغولی کېږده، ښه یې درته ویلي. کیسه چې فلمي کوې، اول باید لوبغاړو ته ملاشرنګې وشرنګوې.
هغه له کیسې تېرېدلو ته هڅولم او رنګارنګ دلایل يې راته ویل. په همدې خبرې پورې نښتی و، چې زما هم کارونه خیالي دي او هم کیسه خیالي ده، په درد نه خوري.
هغه چې د نیسم له ناروغۍ خبر و، یو بل وړاندیز يې هم راته کړ، ويې ویل: «دا کیسه یو بل چا ته په ورغوي کې کېږده، ستا منګولې به در ډکې کړي، څادر ټک وهه او ځه.» ما سملاسي ورته وویل، چې د ملاشرنګو لپاره نه ده؛ خو لنډه موده وروسته، کله کله، ها هم کله چې پر بچي د ناروغۍ څپه تازه شي او ډاکټر راته په مېز دوه انتخابه کېږدي: «عملیات یا د درد د تسکین درمل»، له ځان سره ووایم: «باید کیسه مې د زمانخان منګولو ته حواله کړې وه، هغه حتماً څه بندوبس ورته کاوه.» وروسته بیا له ځان سره وګوڼېږم او ووایم، چې هغه حتماً په خپله خوښه اړوله او د هغه خوښه خو په کوټه کې له وسلې معلومه وه.
اوس کیسه داسې هم نه ده، چې ما ځينو ته نه ده ویلې؛ خو کیسه کرکټر لري او د دې لپاره چې په تیاتر کې د لوبېدو جوګه يې کړم او د دې لپاره چې اثر يې ثابت وي، د تراژیکې نندارې په ژانر مې اړولې؛ خو کله چې د لوبېدو وخت راشي، هغه کسان چې د اداکارۍ ټټر يې وهلی وي – په ډېرې خوارۍ مې نیم یو کس پيدا کړی وي – ننداره په ډګر هېره شي، یوازې د کورنۍ غړي يې وي؛ په متن کې کرکټر، ډيالوګ، صحنه، هستونکی او زه.
څه شېبه نور هم هلته ولاړ وم، څو نورې خبرې وشوې، خو د کیسې تله پاس په اسمان او د مرستې تله پر ځمکه وه.
اوس مې څادر پر وږو اچولی، داسې لکه کیسه مې چې پکې غوټه کړې وي، د زمانخان له کوره بهر شوی یم، ځان داسې ګڼم لکه زما په تراژيکه ننداره کې هغه کرکټر چې له یوه ګیدړ سره چې څېره يې د نن په څېر د شکاڼه، یږ او پخپله د ګیدړ غوندې راته ښکاري، مخامخېدو کې د چړې په وار وژل کېږي او په وروستیو ساګانو کې وايي: «که زمري یا بل هر حیوان اندام اندام کړی وم، دومره به نه وم دردمند شوی؛ دا چې نن ګیدړان ما زخمي کوي، وژني مې، زما په پوله پټي توره کلا ابادوي.» بیا خپلو ملګرو ته مخ اړوي او وايي: «زما په مرګ به ستاسې له کتاره یو کس کم شي؛ خو تاسې امېد مه بایلئ، څراغونه مه مړه کوئ.»
کرکټر لا د وړاندې پر سټېج لوېدلی، ساه لوی ذات ته سپاري او د نندارې په صحنه کې په وروستۍ خبرې د هغه کردار پای ته رسېږي: «یوازې د هغه نارینه سینه ببره خوند کوي، چې په مبارزه کې يې وېښتان د مالوچو په څېر کردار ادا کړي، وینه پټه کړي، پرده شي ورته، چې نور ملګري ونه ویني. چې بېموراله نه شي ورسره، چې څراغونه او امېدونه تت نه شي.»
اوس زمانخان زما له سترګو پناه شوی دی، دوه درې کوڅې د لمرخاته پلو روان یم؛ لمر زما سیوری درې برابره زما د سترګو مخې ته جوړ کړی. زما د شا په تخته نرم لګېږي. ما ویل مخکې له دې چې لمر ډوب شي، ښايي کوم ګیدړ له کوڅې لنډ راتاو شي او په ما د چرګې ګومان وکړي – ګیدړانو نن سبا په خلکو د چرګو ګومان کاوه، پخې پخې کول یې – زه سراسر د خپلې نندارې په اتل او ضداتل اوښتی یم. هر کرکټر په ما کې حلول کړی؛ خو د اسلامالدین خبرې هم زما ماغزو کې د رګونو په څېر ګرځېږي. اسلامالدین راته هغه وخت وویل، چې که کيسې ته د لوبېدو لپاره دلته اتل و ضداتل او نور اداکار نه پيدا کېږي، له نورو وطنونو داوطلب لوبغاړي راغواړو. ما سترګې پټې کړې او د دې لپاره چې نور يې د ژبې او سترګو حرکات ونه وینم، ورته ومې ویل: «لوبغاړي باید پخپله د دغه ښار و خاورې وي، ځکه دا کیسه د همدې خاورې ده، د همدې مور لور ده. بهرني اداکار د کیسې له روح سره ځان نه شي یوځای کولای.»
هغه زیاته کړه: «خو اداکار ورته نه پيدا کېږي، اخر به دې له کیسې سره څه کوې؟»
ــ پيدا کوم يې، باید پيدا شي.
ــ نو څه وخت يې پیدا کوې؟
ــ تر هغې چې د ښه اثر نښې يې لا پاتې وي. تر هغې به خلک د نندارې له ځای ځایګي خبروم.
ــ ته وايې رابه شي؟
ــ حتماً، تورې کلا په غم ککړ کړي، دوی په غم ښه راټولېدای شي.
ــ او که پخپله کیسه ختمه شي، بیا؟
له هغه سره مې ډېر شاربل ونه کړل؛ خو دا مې ورته وویل، چې یوه کیسه پيل و پای کېدای نه شي، دا کار نور او نورو کیسو ته لاره جوړوي او وروسته مې ورته وویل: «د ګیدړو په ببرو لکیو مه غلطېږه، سپکې دي، زر په هوا کېږي. په هر لمرخاته په غارونو ننوځي.»
په دې سبب چې زما له صبره ځان ناراضه وښيي، مخ يې رانه واړاوه. لنډه شېبه يې نوره هم په دې ضایع کړه، چې له کیسې او نندارې تېر شم. په تلو تلو کې یې راته وویل، چې دی وخت په وخت له کاره خبروم او که څه ضروري خبره وي، غږ پرې وکړم. اسلامالدین څه شېبه وروسته زما له دیده پناه شو.
د اسلامالدین وروستۍ جملې داسې رایادې دي، لکه د ماشومتوب ځینې خاطرې. لکه استاد صمد چې په سوک سوک به يې پر سر وهلم او ویل به يې چې ریاضي دې ولې نه زده کېږي.
ګومان کوم د هغه د سوکانو زور لکه یو باورمن چې د روح په تناسخ ایمان ولري، بیا راژوندي شوی وي. زما سر ته ولاړ سړی چې د اسلامالدین له تګ سره سم لنډ له دوهسیټه پيکپې راښکته شو، اوس مې په خپله خونه کې په سوک سوک وهي او د استاد صمد غوندې راته وايي: «خبرې وکړه، مځکه او اسمان درباندې یو کوم. ولې دې عقل سر ته نه راځي.» زه له وهل ټکول کېدو وروسته له ځان سره تر شونډو لاندې ووایم: «که سر ته راته، نن به د استاد صمد د سوکانو زور ستاسې لاسونو ته نه راته.»
هغوی دواړه په ما پسې دروازه کولپوي، سر مې له سوکانو دمه کېږي؛ خو درد مې ارام ته نه پرېږدي. سوچ مې پسې واخلي، پرونۍ جمعه رایاده شي.
د آمر په سپارښتنه چې يې کله د جمعې لمانځه لپاره انګړ ته وباسلو، غوښتل مې دلته د تیاتر صحنه برابره کړم یا که وشي د څو وروسته میاشتو یا کلونو لپاره دلته اداکار پيدا کړم. یوه ته مې وویل، «زه یوه کیسه لرم». تندی يې وغوړېد، غاښونه يې ښکاره شول، ویې ویل: «که دې په کار نه وي ما ته يې را. له یوه کال راهیسې مې ځان ته نه ده ور وړې، خیرن یم.»
هيښ ودرېدم، لکه له لېوني سره چې مخ شوی یم، اپلتې اورم؛ خو دلته له څو میاشتو راهیسې ویل کېدل، چې هغه یې د ګیدړو د سراعلی قومندان په امر راوستل شوی. هغه ته مې وویل: «هغه کیسه نه چې ته پې خپل خیرې پاک کړې، داستان ښييم، قصه ښییم.» بیا د اسلام الدین خبره رایادېږي، چې ویل به یې، که پخپله کیسه ختمه شي بیا؟
زه بیا بیا د جمعې لمونځ له ذهنه باسم؛ د دغه لمونځ پېښې لکه ورږه داسې راپسې نښتې دي. سر ته مې لاس نیولی دی، څانګې وهي، کرار مې نه پرېږدي. لس دولس کسان نور رایادېږي، چې په رمز رموز کې مې خبره ورسره شریکه کړې وه؛ هر یو راته د کیسو په توره کلا کې بې کیسې ښکارېده. ورته ویل مې چې په دې بدمرغې کلا کې بیا څه بلا غواړئ، خو باد به راپورته شو، لمنه به یې ور واړوله، دوی به لاس ورته نیولی و، کیسه به ترې هېره وه.