INSAN Magazine

زما کوټه، زما دنیا

د اسد ۶مه ۱۴۰۴

ویې ویل چې سبا د دفتر مخکې په سپینه دړه ستاسې نتایج اعلانېږي او د چا چې نوم نه وي، یعنې نه دی کامیاب شوی. هغه دواړه لاسونه د چک چکو په توګه یو په بل ووهل او له غږ سره سم چې ما يې غږ پيکه هم واورېده، وویل: «څلور کسان کامیابېږي.» 

ما شاوخوا ټولي ته وکتل، اوږد دولس متري دهلېز له وګړو ډک و. د دهلېز ښي او کیڼ لوري ته د کوټو دروازې بندې وې. لکه سړی چې خزانې ته راغلی وي او هره دروازه د کارمنو له وتلو سره سم مهرلاک کېږي. کیڼ لوري ته مې پر دېوال اوږه لګولې وه. مخکې مې ګڼ خلک پر کرسیو ناست وو، خپل ځای ته مې پام وکړ، د دهلېز په درېیمه برخه کې ناست وم. پر دېوال د اوږې لګول، د دهلېز یا که ووایم د اوږدې کوټې په درېيمه برخه کې ناستي ښوونځي ته بېولم، هلته چې زه او عبدالوکیل څنګ تر څنګ د ټولګي په همداسې درېیمه نیمايي کې کېناستو. خو زموږ یوځايي کېناستل به په ازموینو کې د استاد په راتلو ختم شول. کله چې به ازموینه شوه، عبدالوکیل به یې له ما پاڅاوه او زموږ د دواړو ډاډ به – خو زما زیات – لکه له مړي چې روح وځي، همداسې والوت. نن لس دولس کاله وروسته یوې بلې ازموینې ته د ټولګي په څېر درېيمه برخه کې ناست یم چې په ما د وکیل ولاړ پور، که وشي په دې میاشتني دولس زري معاش لنډ کړم.

د ښوونځي فکر په دهلېز کې د دفتر د رییس په «خدای‌پامانۍ» او «ښه وخت» او د ګډونوالو په پاڅېدو وشلېده. زه د ګډونوالو په وروستیو کسانو کې له څوکۍ پاڅېدم، لکه د هرې ازموینې په وروستیو کې به چې پارچه لومړی وکیل او بیا ما د استاد پر مېز کښووله. استاد به موږ ته راوکتل، د سترګو له کونجو چې دوه درې پاتې هلکان ترې نقل ونه کړي، پاتې زده کوونکي هم څارل او لوړ غږ به يې ورته وویل: «تر اوسه مو چې حل نه کړل، نور نه کېږي. هلئ، پارچې ټولوم.» موږ دواړه به له ټولګي دهلېز ته ځان وباسه؛ خو نن په دهلېز کې وکیل زما تر څنګ نشته چې لږ تر لږه پرې ډاډه وای. ځان له وکیل پرته راته «د علاوالدین مخې ته بې وسه غزني» وښکارېده. په دهلېز کې له ګام سره سم زما د فکر نیلي بیا یو له بل سره غوټه شول او ځان ته مې وویل: «که په ټول عمر کې صرف ډاډ ولرم، ډېرو سختو کارونو ته اوږد ورکوای شم؛ خو «سړی چې خان وي، په یاران وي». ډاډ د عمر غوندې، لګېږي، کمېږي.»

رییس زموږ له مخ پناه شوی، هر ګډنوال پاڅېدلی و. له څو ورونو تېر شو؛ خو زما پښه ناڅاپه لکه پر غولي ټک وهل شوی مېخ، له ګامه پاتې شوه. تر شا را روان کس زما پر بوټ ختلی و، پښه نیمايي له بوټه راوتلې وه. مخ مې ور واړاوه، رنګ يې الوتی و، لکه چې هغه تر ما «کمزوری غزني غوندې او بدترو علاوالدینو» سره لاس و ګرېوان و. د ښي لاس شهادت ګوته مې ښنګري سره بوټ ته بنده کړه، بوټ په پښو شو. غوښتل يې بښنه وغواړي؛ خو الوتي رنګ يې ویل، چې هر ډار یو څه ډاډ خوري.

په دهلېز کې لا هم پالې پالې یو په بل پسې روان یو، د کتار سر تر زینو لاندې رسېدلی. زما تر شا هم ګوت‌شمېر کسان راروان دي. ورو ورو لومړي پوړ ته په رسېدو فضا ازاده شوه. لکه د دهلېز خوا چې ګرځېدلي وي، ټول ګډونوال يې لومړي پوړ ته کانګې کړو.

هر پلو دوه درې کسان سره غونډ شوي او د ازموینې په هکله سره غږېږي. سړی پوهېږي چې یو سړی بل سړي ته تر ازموینې وروسته د خپلې دنیا دربار پرانیزي او ساتونکو ته د ازموینې د صحنې په شان د موړونو اچولو امر نه کوي. 

همدلته ساعت مخکې مې له یوه ګروپ هلکانو چې تر موږ مخکې يې د عملي ازموینې یو پړاو تېر کړی و، وپوښتل چې د ازموینې په دې برخه کې څه راځي او سړی څنګه له دې ازموینې روغ وتلی شي. یوه يې وویل، چې هر جنس باید له مشخصې تاخچې چې جزیات يې په پاڼه لیکل شوي، ټول کړې او بیا يې په مشخصه بکسه کې چې د بکسې پر سر شمېرې لیکل شوې، کېږدې. ما ترې وپوښتل چې سړی څنګه پوه شي چې پلانی جنس په پلانۍ تاخچه کې دی. لکه پټ راز چې ترې پوښتې، لومړی يې مکث وکړ، را ويې کتل او بیا یې وروسته مخ بلې خوا ته کړ، ويې ویل: «اسان دی. هلته چې ورشې، پخپله پوهېږې.» د هغه په نیت مې سر خلاص شو، هغه نه غوښتل چې د خبرو د پټولو پر مهال ما ته را وګوري، ګویا هغه پوهېده، چې دروغ له سترګو ښه سهي کېږي.

درنګ شېبه وروسته چې ټولټال څلور امتحانه د کامیابۍ لپاره اخیستل کېدل، د ازموینې له دوو پړاوونو راتېر شوم. ما او هغه په دهلېز کې بیا سره وکتل. موسکی شو او ويې ویل: «امتحان څنګه و؟»

ــ ښه و، دومره سخت نه و.

ــ څه یې وپوښتل؟

ــ ويې پوښتل چې په ژوند کې دې تر ټولو لویه کومه ستونزه هواره کړې.

هغه زما خبرې غوڅې کړې، بیا يې وپوښتل: «همدومره؟»

ــ عملي امتحان هم.

ــ کوم یو؟

ــ د کمپيوټر عملي امتحان.

بیا لکه د تیاتر په صحنه کې چې لوبېږم، له کرسۍ پاڅېدم او ورته ومې ویل: «ما هغوی ته وویل، چې تر ټولو لویه ستونزه چې زه پرې غالب شوی یم، دا ده چې څنګه له پنځو نورو کسانو سره په یوه خونه کې شپږ میاشتې واوسېدم او ژوندی ترې را ووتلم.» ورپسې مې مټې بډ وهلې، کمپیوټر ته د ناستې په دود مې لاس وغځول، ورته ومې ویل: «مثلاً، ته یو جوړ بوټان پلورې، کله دې چې په ډیسک‌ټاپ کې د بوټانو فولډر وموند، نو وړاندیز شوی موډل او اندازه يې انتخابوې او وروسته یې یوه بل فولډر کې، د پېرودونکي له جزیاتو او کوډونو سره اچوې. دغه فولډر ته د خبرونو د ایډيټ مسوول، نه نه، وبښه د څانګې آمر هم لاسرسی لري او هغه يې اړوندې برخې ته د راټولولو امر کوي.»

هغه له خندا شین و. فکر کوم، چې خندا يې راباندې بده ولګېده. غوښتل مې شا ته بل کتار ته ځان واړوم، ودرېدم، شا ته مې وکتل، یوه کرسۍ هم تشه نه وه. د ګلالۍ له خندا وروسته له هرې خندا لکه همدا نن چې ترې تېښتې ته مجبورېږم، تښتېدلی یم؛ خو شا ته مې یوه خالي کرسۍ یا ځای نه دی موندلی، بیا مجبور شوی یم چې خنداګانې په ما د زړه لړې راولي او د ملنډو او کرکجنې فضا لړه کې بې ګټې لاسونه وترپوم؛ خو شا ته یوه کرسۍ هم نه مومم. ان کله به چې وکیل هم په کومې خندوونکې خبرې وخندل، په ما به بده ولګېده. د هغه خندا په ما له ملنډو هم ګرانه تمامېده.

ووړکي خوله ټوله کړې وه، په جدي انداز يې وویل: «په دې ځوابونو ګومان نه کوم، دلته پښه کېږدې.»

ــ ولې؟

ــ دا څه د شعر جوړولو دفتر نه دی، چې له خلکو سره د اوسېدو شعرونه او کیسې سر کړې.

زه بېرته په خپل ځای لکه سړې اوبه چې پر انګار توی کړې، یخ پخ کېناستم. وکیل رایاد شو، یوازې وکیل و، چې تر درسونو وروسته زما په لومړي ماموریت له زړه خوشال شو او تر نیمايي شپې یې شهرنو ښار کې وګرځولم او ويې ویل: «د ډېر پرمختګ په هیله دې.»

خو اوس ازموینه ختمه شوې ده. هرې خوا ته څو کسان ګروپ ګروپ ولاړ دي او د ازموینې په هکله یو له بله پوښتي. هغه هلک بیا زما خوا ته راغلی وايي: «امتحان ښه و؟»

ــ سبا يې نتیجه هر څه روښانوي.

ــ بیا هم؟

ــ د خبرواترو او کمپيوټر برخه يې ښه وه؛ خو له نورو عملي برخو سره يې نااشنا وم. ستا امتحان څنګه و؟

ــ ښه و، ډېر ښه. هغه پوښتنه یې له ما هم وکړه. ما ورته وویل، ستونزې اصلاً نشته. دا موږ یو چې یو کار ستونزمن بولو.

ــ ته وایې، چې دا زموږ فیصله ده، چې یو کار ته د ستونزې په سترګه ګورو؟ یعنې مشکلات له بېخ و بنیاده نشته؟

ــ ولې نشته، د دې خبرې بل شان ځواب دلته نه چلېږي. 

ــ ښه ده، سړی رښتینی واوسي.

ــ د برتي کېدو لپاره دروغ و رښتیاوو ته مه ګوره. په هر رنګ چې وي، وظیفه واخله.

ووړکي د خپلې خبرې په تایید وویل: «یوازې یوه ستونزه شته؛ معاش، درآمد. دا شی هره بله ستونزه هواروي. په وظیفې دا کار کېږي.»

ما «اها!» وکړل او ترې روان شوم، ما ته سوچ را ولوېده، چې معاش په ځينو څه کانې نه کوي. ان سړی د خولې ډول ته ګډولی شي.

له دهلېزه راوتلی وم، د ورځې رنګ الوتی و، د شپې حکم چلېده. زه د حکم د جال بنديوان شوی وم، غوښتل مې ترې وتښتم؛ خو چې سترګې به مې پټې هم کړې، نه به ورتلې. کله به د ازموینې په صحنه کې وم؛ کله کله به له نېکه‌مرغه وکیل راڅرګند شو. بیا هم یوازې وکیل و، چې ډاډ يې راکاوه او ویل یې: «ته اوس سهي ویده شه، زما په پور پسې مه ګرځه.»

ــ خو زه باید کار پيدا کړم، له پېغورونو ځان وساتم.

ــ کار پيدا کېږي، غم مه کوه. د پېغورچي څه و څه.. .

ــ خو ما ته یوه بل اشنا – ما هېڅکله ورته ملګری نه دی ویلی – ویلي چې زه ګدا یم، خیراتمار یم.

ــ هغه پخپله ګدا دی، ځکه خو تا ته ګدا وايي.

ــ خو زه ګدا نه یم. په پاک پروردګار لوړه کوم، نه یم.

ــ قسمونو ته ضرورت نشته. پرېږده یې، د سپي په خوله سیند نه مردارېږي.

نژدې سهار ډوب ویده شوی وم، کرۍ شپه په هر بد خوب پسې یوازې وکیل راڅرګندېده او ویل به یې، چې اندېښنه ونه کړم، که دلته کار ونه شو، کوم بل ځای ته به کوښښ وکړو. هغه دا خبره هېڅکله نه کوله، چې دا لسم دولسم ځای دی، چې زه ورځم او یو په بل پسې د رد ځواب اورم.

د شپې حکم د ورځې واکمنو ته ورکړل شوی؛ خو حکم پرځای پاتې دی. سترګې مې شګلنې کېږي. لمر په تندي ولاړ دی، د دفتر وعده پوره شوې، د دفتر مخکې سپينې دړې ته ګڼ هلکان ولاړ دي. لکه مېږتانه چې په خوږې ورټول وي، دوی هم د یو بل غوږو ته خوله ورنژدې کړي، یو څه ووايي او بیا بل ته مخ واړوي. ځينې کسان له دړې څنګ ته د سرکوزو په څېر ورمېږونه ټيټ اچولی او نیم یو په بوټ ځمکه خري. دړې ته ورو ورو هلکان په څنګل بېرته کوم، ځان ورنژدې کوم. په دړې یوه پاڼه لګېدلې، د پاڼې یوه برخه ډکه او درې نورې تشې دي. پر لیکل شویو نومونو هلکان ګوتې کش کاږي او وايي، دا زه یم، دا نه یم... درې نومونه مې سهي کړل، پر څلورم نوم یوه کس ګوته ايښې ده، ورته وایم، چې ګوته بېرته کړي، ګوندې دا څلورم نوم زما وي؛ خو ورو ورو له دړې بېرته شوم، د هغو هلکانو ګروپ ته مې ځان ورساوه، چې په بوټو يې ځمکه خرله. له دې دومره جمعیت څخه دفتر یوازې څلور کسان غوښتل. له هغو څلورو پرته هر یو ما ته اضافي وبرېښېد، لکه دا نور ټول چې کانګې شوي وي. هغه هلک چې په دهلېز کې راسره مخامخ شوی و، خوله يې نه ټولېده او له هر یوه يې پوښتل چې کامیاب يې که نه. بیا به یې غبرګوله: «زه کامیاب شوی یم.» 

بوټ مې په دوړو ککړ پکړ شوی و؛ لا مې هم خاورې او پوټي پرې پورې وهل. شاوخوا مې وکتل، وکیل نه و. بیا مې دوه درې کامیابۍ رایادې کړې، چې ځان پرې ډاډه کړم؛ خو هغه کامیابۍ هم دغسې دفتر ته د یوې ټنګې کامیابي نه ښکارېده. ګویا ما ته سراسر ناکامي راله غاړې ده. ګویا د مور دعاګانې چې ویل به یې په دین په دنیا کامیاب شې، نه دې منظورې شوي. له ځان سره ګوڼېږم، له اوله هم کامیاب نه وم. تر ټولو غټه کامیابي راته په خپله کوټه کې وښکارېده، چې سر ورننباسم او پردې کش کړم. هلته راته ځان د تورې سړی ښکاري. لکه زه یوازې په خپل فکر و خیال کې کامیاب یم، په خپله کوټه کې تورزن او زورور؛ خو هلته په کوټه له ما پرته بل هېڅوک نه اوسېږي

 

د انځور په اړه: دا انځور له دې ویبپاڼې او لینک څخه اخیستل شوی دی.

شریک کړئ