INSAN Magazine

د بتکو په دنیا کې

د قوس ۱۷مه ۱۴۰۳

له لوی او پلن ميدانه نه وم تېر شوی، چې په زوره زوره مې د قيغ، قيغ اوازونه تر غوږو شول. اوازونه زما پر لوري چې میدان ته لنډ وم، نژدې کېدل. دا لومړی ځل نه و، چې لوی سېل بتكې له ډنډ څخه میدان ته اوښتې وې. د بتکو قيغ قيغ اوازونو غوږونه كڼول. داسې لكه په مدرسه كې چې ماشومان سرونه وړي راوړي، په جهر درس وايي او يو د بل په خبره نه پوهېږي.

میدان اوس دومره له پخواني حالته ټیټ شوی او دوړېدلی و، چې ترې چاپېره پوله د دېوال په شان اوچته ښکارېده. د بتکو په هر ځل ورتګ سره به د دوو کوچنیو غونډیو ترمنځ له هوار میدانه دوړې اسمان ته وختلې او د کليوالو پر مخونو به پوټي کېناستل. بتکو به چې خپل موزيك پيل كړ، د قيغ قيغ اواز به يې ټول ماحول ونيو او چې کله به میدان ته په پوله چې اوس د دېوال هومره لوړ ولاړ دی، ټوپ کړل، له پښو او وزرونو به یې اوبړۍ پرېوتې او یوې نيمې به له ډېر پنډوالي پر ځمکې څو لټه وخوړل او له ډلې به شا ته پاتې شوه. نورو به هم قيغ قيغ كاوه. ځینو به په خولې کې اوبړۍ له ځان سره راوړې وې او په دې سره پوهېدی شوای، ولې په اوبړیو ککړې دغه ميدان ته چې اوس په بیدیا اوښتی، ځان رااړوي.

په لومړيو کې ډنډ روڼ او صاف و، پاک سوتره ښکارېده. ځینو بتکو به د ډنډ په وښو کې مستۍ کولې، قيغ قیغ به يې کاوه او وخت ناوخت به يې د کبلو یا مرغې ډکي په خولو کې نیولي او یو له بله به تښتېدې، یوې بتکې به ډکی بلې او بلې به بلې ته غورځاوه. کله چې بتکې د شپږو اونيو شوې؛ اوس نو بچوڼې نه وې. په دغو شپږو اونیو کې هرې یوې لس کیلو خوراک چې سبزیجات، کچالو او کاهو پکې راتلل، وخوړل‌. دوی به چې کله خپل خوراک ختم کړ؛ نو د ډنډ لوخو او مرغې ته به یې مښوکې سمې کړې او له جرړو سره به يې له بېخه وایستلې. له شپږو اوونیو وروسته هره بتکه له څلورو تر پنځو کیلو پنډه شوې وه او لکه په کچر چې ناانډوله انډی بار کړې، کږې وږې به د ډنډ پر غاړه روانې وې. له ډېر پړسوبه او پلنې خېټې سره به اوښتي رااوښتې. د ډنډ مالک چې د بتکو هګيو ته سترګې وې، څو بتکې پکې شنډې راوختلې او په دې سره لکه له مردارې دانې چې زوي او نوونه راوځي، ډنډ اوبړیو ونیو. بتکو ته سخته شوې وه، چې په اوبړیو کې سر غوپه او له اونیو راهیسې په ډنډ کې د خوراک پاتې شوني وخوري. مالک هم د ځینو بتکو تر شنډېدو وروسته یوه خاشه خوراک ډنډ ته پرېنښود. بتکې د څو ورځو په تېرېدو سره مخ په خوارېدو شوې. دوی د وضعیت د مخنيوي لپاره باید مشر او سرلارى ټاکلی وای. په دغه ډنډ کې مشري د كړاو گاللو او قربانۍ پر اساس وه. هرې بتكې چې به ډېر كړاو گاللی و او د نورو د هوساینې لپاره یې قرباني ورکړې وه، هغه به سرلارې وه. په هماغه ماسپښین ټولې بتکې چې شمېر يې شپږسوه شپږشپېته ته رسېده، د ډنډ غاړې ته ټولې شوې او یوه بتکه چې د ډکو په لوبه کې يې سترګه زخمي شوې وه، سرلارې شوه. د بتکو په باور، په يوې سترګې نابینا بتکه ټولو ته په يوه نظر ګوري يا د چا خبره، هر څه په يوه سترگه ويني او د دوی ترمنځ عادلانه پرېکړه کوي.

اوس بتکې په لوی میدان کې په خپل مشر پسې کچۍ کچۍ روانې دي او ستمی یې خېژي. یوې بتکې د غوښتنې په دود وزر وټپاوه او زړه یې و، چې ووايي، په دې پوټي پوټي میدان کې کومې هیلې ته راوتلې دي؛ خو په روانه یې مښوکه په خپل غومبر پسې وموښله او څه یې ونه ویل‌. بتکې تر لمر پرېوتلو پورې په میدان کې ګرځېدې او کله چې يوسترګې بتکې وغوښتل، بېرته ډنډ ته لاړه شي، په دېوال نه شوای پورې وتلی، دا ځكه چې وزنونه يې بې خرته زيات شوي وو.

بتکې حیرانې وې؛ هرې یوې خپل نظر درلود. مثلاً، یوې بتکې وویل، چې په مښوکه به دېوال سوری کړو، خو په منځ کې یوې بلې په خبرو کې ور ودانګل او ویې ویل، چې مښوکې مو د دېوال په سوري کولو ماتېږي. په دې پسې یوې بلې چې په وزن کې له نورو کمه وه، وویل چې په شا به لاړ شو او له لرې به ټوپ کړو او پر دېوال به واوړو؛ خو دا نظر د سرلارې خوښ نه شو او شپږ کاله وروسته چې ځینې بتکې په خپلو کې سره کېناستې، په همدې یې مجلس و، چې ولې مشر هغه نظر نه و منلی. دوی ویل چې مشر پخپله تر ټولو کچی او تر ټولو پنډ و او د کم دید له وجې يې د دېوال لوړوالی نه شوای سهي کولای.

په همدې لوی میدان کې بتکې سره غونډې شوې وې او د وتلو لاره ترې ورکه وه. مشر نورو بتکو ته د شا ته کېدو وویل. هره بتکه ګام په ګام شا ته شوه، پښې یې ترپولې، چې د مشر وینا واوري او پوټي مخ په بره پورته کېدل. سرلارې وویل: «زموږ كار زموږ په حلالېدو ولاړ دی، هر څوک چې ځان حلالېدو ته ورکوي، لوی سفر ورته اسانېږي. تاسې نه غواړئ، چې ابدي سفر مو اسان وي؟» ټولو بتکو په یوه غږ وويل: «هو، هو، غواړو یې».

شېبه وروسته بتکې د میدان تر څنګ په سړک کچۍ کچۍ کېدې، له مېدانه به سیلۍ یوه نیمه بڼکه له ځان سره بره پورته کړه او د پوټي په ګرد کې به ورکه شوه. مشره بتکه مخې ته روانه او شا ته له کتلو انکاري شوې وه. نورو هم قيغ قيغ كاوه. په دې غټ سېل کې ځينو بتکو په ځان پسې پښې راکښلې او نه یې شوای هېرېدی، چې د دوی په مخکې يې خپلې نږدې ملګرې بایللې وې. ځان ته یې په کرکه کتل، چې څنګه د بتکو له مړو جسدونو انبار جوړ شو او ولې یې په هغو کوټه جسدونو پښې کېښوولې. مشره بتکه په فاتح انداز د سېل مخکې ډنډ ته روانه وه او ګومان کېده چې په خپل هدف چې د ميدان پوټي پوټي کول و، کاميابه وه. بتکې ډنډ ته په رسېدو هیښې شان شوې او یودم مخکینی کتار ودرېد. شا ته نورې هغه له ناببره درېدو ناخبره، يو له بل سره ټکر شوې او ځینې پکې پړمخې ولوېدې، د ځینو له سینو او وزرونو لا هم اوبړۍ توږېدې. د مشرې بتکې په زړه کې نه تېرېدل، چې ډنډ به ترې جينډخې ولکه کوي او له ځان سره په اندېښنه شوه، دومره ډېرې چینډخې له اسمانه را وغورځېدې که ډنډ ته چا په جوال کې راوړې. له دوی څخه یوه مخکې شوه او ويې ویل، ځئ چې پسې وا يې خلو؛ خو مشرې بتکې یوه شېبه فکر وکړ او مخ یې نورو ته کړ: «یوه ډله باید نن كړاو په خپل نامه کړي، يادونه او حافظې به دا كړاوونه او زموږ حلالېدل زموږ نسلونو نسلونو ته وساتي او د هر راروان نسل بتكې به پر تاسې وویاړي.» مشرې بتکې مښوکه وزر ته یووړه او وچه اوبړۍ پر ځمکه وغورځېده. هغې یو ځل بیا بل اړخ بتکو ته سترګه کړه: «په تاسې کې څوک دې سرښندنې ته حاضر دی؟» 

د بتکو په سېل کې قيغ قيغ شروع شو. هرې یوې د میدان بوږنوونکې پېښه په یاد وه او زړه نازړه وه چې دا سرښندنه اوس د خپل نسل د پاتې كېدو لپاره ده، که د پوچ سترګې بتکې لپاره. دوی په لومړي سر کې د «پوچ سترګې بتکې» عبارت په ویلو ځان ګنهکار وګاڼه او وروسته یې یو بل ته کوښښ کاوه، چې خبره بدله کړي؛ خو په تن ډنګرې بتکې چې په میدان کې یې هم د الوت نظر ورکړی و، په خبرو کې ورپرېوته او ویې ویل: «مشر د خپلې بقا لپاره زموږ مرۍ چاړې ته ږدي.» او بیا یې غږ نیولی شو او ویې ویل: «ما هم پر خپلې ګلالۍ بتکې پښه کېښوه، له دې وېرې چې په هغه ارت او دوړن میدان کې له تندې مړ نه شم،‌ زما نازنينه بتکه اسماني شوه. زه خونکاره یم.»

په تن نرۍ بتکې د مشر د خبرې په پای کې یوې وړې تیږې ته ټوپ کړ او ويې ویل: «موږ په هغه چا پسې اقتدا نه کوو، چې زموږ د نسل د دوام د غم پرځای د خپل ځان د دوام غم ورله غاړې وي‌‌. عالي‌جناب مشره، دا كړاوونه او زموږ حلالېدل یوازې ما ته نه دي را له غاړې، یوازې زه نه یم چې په يادونو او حافظو کې په ښو یاد شم، د يادونو او كيسو په کتابونو کې هر ژوندی سری غواړي د سرلښكر په نامه یاد شي، ان زموږ چم ګاونډ کې د ټپوسانو ډله چې د نورو په وزرونو د دنیا په مخ سپي‌ډوله احاطې ته راوړل شوې، دوی هم خپله ماضي لري، خپل کتابونه لري، خپل سرلښكران لري؛ خو کاش چې عادلانه يادونې وای، کاش د هر نوع رښتینی مشر وای، ته هم رښتینی مشر يې؛ خو یوازې ځان ته. موږ غواړو چې زموږ پرځای ته د افسانو ویاړ وګټې. چيندخې لومړی ته له ډنډه وباسه!»

بتکې خبره غځوله؛ خو لوی سیل ورمات شو او هرې یوې د مشر په امر غوښتل، بڼکه بڼکه یې کړي‌؛ خو د ډنګرې بتکې تازه پلویانو هم مښوکې د شخړې په دود تیارې کړې او ځانونه یې د خپل اړخ د برخليك اتلولۍ ته وقف کړل. مشرې بتکې چې د خپلې سیالې لوی سېل ولیده، پام یې شو، چې په څه ډول یې له پښو وغورځوي. له ځان سره یې وویل، چې باید په چل دوکه یې چینډخو ته حواله کړي. مشرې بتکې د خبرو وړانديز ورمخکې کړ او په جګه غاړه یې وویل: «بنيادمان سوچ كوي، چې موږ له ماضي او راتلونكي ناخبره يو؛ خو موږ پوهېږو. ان كاڼي بوټي او د دغه ډنډ اوبه او چینډخې هم پوهېږي، چې تېر چېرې او څه دی او راتلونكی څه دی. زه يې درته ثابتوم، چې هم زه او هم موږ ټول د خپل نسل د دوام لپاره باید د چینډخو سلطه ختمه کړو او ځان له دې بلا په ګډه خلاص کړو».

 ډنګره بتکه چې د خپلو پلویانو په رښتینولۍ اوس ډاډه شوې وه، د مشرې وړانديز ومانه او د هغې په خوښه د ډنډ غاړې ته کېناسته، پښې یې په سینه او وزرونو کې پټې کړې او وار یې مشرې ته د هغې د قربانۍ د احترام په پار ورکړ. ګومان کېده چې د هرې یوې پلویان اوس د دواړو ډلو مشرانو د ذهنونو د لوستلو وړتیا لرلې وه. مشره بتکه ورو ورو ورنژدې شوه او ویې ویل: «تاسې ته مې نه و ويلي، د خپل مشرې بتکې اطاعت لازمي دی...» او په دې سره یې په خپل وزره ډنګره بتکه ووهله. ډنګره بتکه ډنډ ته د لویو تمساح‌گانو په څېر چینډخو ته په رغړېدو شوه؛ خو يو دم یې سېل بتکو مخه ونیوله. ډنګرې بتکې ځان جوړ کړ، شا ته یې وکتل، څلور يا پنځه بتکې د چينډخو په خولو کې وې، بڼکې د اوبو پر سر تاوېدلې.

مشرې بتکې خپلې ډلې ته چې اوس یې لوری مشخص شوی و، غږ کړل: «لومړی باید د لستوڼي ماران ختم شي».

دوی یو بل ته د شخړي په تیاري بوخت و. د ډنډ پورې غاړې میدان ته نژدې یو بنیادم پر ګاټو او تیږو ولاړ و. زه له ډنډه بېرته ستون شوی وم، هغه له لرې ډنډ ته کاڼی وویشت، کاڼي په ډنډ کې دایره جوړه کړه، چینډخو سر پورته کړ، دایره تری‌تم، دایره وخوړل شوه؛ خو د هغه کس تر څنګ یو بل وګړي بوجۍ شا ته اچولې وه، ډنډ ته یې ځان نږدې کړ. بتکې یو له بل سره نښتې وې، ځینو میدان پرېښوو او یو بل ته يې د بیا اوښتو اخطارونه ورکول. شخړه او شور پكې ناتمام پاتې و، په ډنډ کې او د ډنډ تر څنګ زېږون روان و، ډنډ کې نسل زېږېده، پورې خوا بتکې ختمېدې؛ خو خون جاري و. سړي له بوجۍ موټی موټی رېزګي ډنډ ته تویوله او چینډخو کنډکونه په خولو کې نیولي وو. ځینې کنډکونه د اوبو پر سر تاوېدل. سړی دا ځل د چینډخو هګیو ته په تمه و. زه ميدان ته رسېدلی وم، هغه بنيادم ته په وررسېدو مې لاس ورکړ؛ یو ګام رامخکې شو، په لوټه ودرېد، لاس بې حرکته او شنډ و، د لمر سترګه هم پرېوتې وه.

شریک کړئ