INSAN Magazine

د شمېرو په حساب

د دلوې لومړۍ ۱۴۰۳

د مړو شمېر شاوخوا یونیم سل او د ټپیانو څلورسوه کسان دي. په لومړي هفتو کې دا شمېر ډېر کم ښوول شوی و؛ خو اوس چې اووه کاله پر دې پېښې اوښتي او کره شمېره يې څه ناڅه روښانه شوې، دا کيسه تاسې ته کوم.

نن د هغې ورځې په څېر د روغتون په یوه وارډ کې بستري یم او سترګې مې له سیروم، پیچکارۍ او پټۍ پرته بل څه کم ویني او د ډاکټر له کلمې پرته نورې کلمې کمې تکرارېږي. سوچ په مخه کړی یم او وایم، د ژوندانه ډېرې پېښې یوه بله پېښه لکه پسرلي کې ټوکېدوني بوټي زرغونوي، بیا يې تنې راپورته کېږي، ښاخونه پاڼې کوي، بوټي ډډ نیسي او دغه ځيږ ډډ لومړی زموږ په وږو او وروسته په ټول بدن پورې موښل کېږي، د اوړي په غرمه مو ځنګل ته دننه کوي، چې د ونو او بوټو تپ او ماشي دغه زخمونه په بدو واړوي؛ خو رغېدل يې پوره وخت او له ځنګله، ماشو او تپ څخه راوتل غواړي؛ خو هره شېبه بېرته ځنګل ته د ټېل وهلو شونتیا په کمین کې ولاړه وي.

په کوټه کې مخامخ ټیک د هغې ورځې په څېر یوه کتابچه پر مېز اېښوول شوې؛ خو دا کتابچه زما د زېړې کتابچې په څېر زما نه ده. په دې کتابچه کې ډاکټر زما ټول مرضونه لیکلي، پرهېز يې راته لیکلی او دا چې څه وکړم او څه نه. دا ټولې لارښوونې په دې کتابچې کې لیکل شوې دي؛ خو هغه کتابچه، هغه کتابچه چې پر مېز پرته وه، هغه زما وه، زما خپله وه؛ خو په هغې کې پرهېز و دوایانې نه وې، د خلکو ارواوې پکې ثبت شوې وې او هیبتناک اواز پکې بند شوی و. زما ذهن ته هغه صحنه، هغه روغتون او هغه ډاکټر رادرومي او څيړنه گروېږنه پکې کوي.

***

پر مېز يوې زېړې کتابچې ته چې پوښ یې سولېدلی او لا هم د شګو چاپ پرې چې کله پر ځمکه پرېوتم او دا زما تر تن لاندې شوه، پاتې دی، ګورم. مختلفې شمېرې مې مخې مخې ته کوي. کله اتیا رایادوي، کله یوسلو لس. داسې ټاكلې شمېرې لکه د انسانو د روح د الوت خبره چې نه کوي، لکه بې ارزښته کرنسي، لکه تومن او کلدارې چې درې، څلور، اته یا اووه په حساب کې نه راوستل کېږي. یا لس وي یا هم شل – دېرش. زما په کتابچه همداسې شمېرې لیکل شوې دي، لکه زه چې د صرافۍ له هټۍ یوازې د تومن او کلدارو د بیې راپور وړاندې کوم. کتابچه تور لوګي، په واټ کې کریغې او سربدالې ارواوې رايادوي، هغه ارواوې چې له روغتونه وتلې نه، یو په بل پسې شړل کېدې او سړي ته شک ورلوېده، چې د ټوکېدونکو ارواوو په نسبت، د تلونکو شمېر زیات دی.

د يادداښتونو په کتابچه کې د مرکو ځینې ټکي او تر څنګ يې په میني‌ډیسک کې د مسوولانو غږونه ثبت دي. کتابچه مې په تکه سپينه خونه کې د څو سيرومونو او پنسونو تر څنګ د غږ ثبتولو له آلې او یوې کمرې سره پر مېز اېښول شوې ده. له دهلېزه "بلې خونې ته، زر زر، د وينې بانک" او دې ته ورته غږونه راځي؛ خو زما په خونه کې هم د زګېرويو او د وروستيو ساګانو کمی نشته. ډاکټر رامخې ته شي، په سینه مې زور وکړي، د غاړې رګونو ته مې ګوتې راوړي او بېرته له خونې د نرس په غږ ووځي. نرس یې بلې کوټې وبلي او ورته ووايي: "وضعیت یې ښه نه دی، لږ زر."

د ډاکټر خبرې اورم، پوهېږم پرې. غواړم ډاکټر ته ووایم، چې ولې په دې حال یم او ولې دلته راوړل شوی یم. کوښښ کوم، چې د وجود ټپونه مې په خپلو سترګو ووينم، ځکه د ټپیانو په نومونو کې یم او کله چې په دهلېز کې د اووه نوي نمبر ټپي غږ وشي، نو پوه شم چې زه يم، ځکه تر دې مخکې مې سيروم ته پام شوی او پرې لیکلي یې و: "اووه نوي."

په سیروم کې څاڅکي څاڅکي دوا ته ګورم؛ ما ته هلته د پېښې په واټ کې غوټه غوټه وینه او له وجوده بېل شوي اندامونه رایاد کړي، بیا د دروازې غنګی مې پام په بله کړي، ګورم چې ډاکټر یا نرس راشي او په ډېر ارام یو مړی – حتماً به مړی وي، ځكه له دې کوټې ژوندي کم وځي – په چپرکټ کې وباسي؛ زما سوچ ته تر مرګ وروسته ارامي او د ښادو روحونو دعاګانې راشي؛ خو له دې دنیا سره پرېکون راته سخت وبرېښي. سړي ته هغه وخت پته ولګي، کله چې پر بستر پروت وي، زما غوندې د سيروم څاڅکي ګڼي او په خپله خوښه ډاکټر ته اجازه ورکوي، چې روغ يې کړي؛ خو کله چې بېرته بېروني دنيا ته ووځي، لکه نن اووه کاله وروسته څلورسوه زخميان ورياد شي او خدايپاماني يوازينی انتخاب ورته وښکارېږي او د خدایپامانۍ د شدت له سختۍ د سړي سرحد بېرته د سيروم تر څاڅکو ورسېږي. دا ځل مې چې د سیروم د څاڅکو حساب له اووه نوي واړاوه، دروازه وغنګېده، سترګې مې د ورځپاڼې په مدیر مسوول ولګېدې، برند يې را وکتل. په سترګو يې پوه کړم، چې په دې مهمه ورځ زه په روغتون کې؟ هغه ښايي فکر کړی وي، چې زه له خپل مسوولیته اوږه باسم او د ورځې اړولو په پلمه مې ځان په ټګۍ وهلی. هغه په ما کې سترګې ښخې کړې، لکه سړی چې کوم هيښوونکي شي ته هک‌پک وي.

مدیر مسوول په حیرانتیا ډاکټر ته چې د اطلاعاتو او تصویرونو د اخیستلو لپاره په ما پسې روغتون ته راغلی، وایي چې زه تر پېښې وروسته صحنې ته تللی یم او دا څنګه ممکنه ده، چې په راڼه ډګر ما په ټپي حالت روغتون ته راوړي. ډاکټر د پېښې له صحنې په ناخبرۍ ووايي، چې زه يې ځانځولۍ بېړنۍ څانګې ته راوړی یم؛ خو لګېدلی نه یم. مدیر مسوول، لکه سړي ته چې ځمکه ځای نه ورکوي، زما تر خونې بهر په دهلېز کې په جابکو ګامونو ځي راځي. له یوه بل کس سره چې ښايي همکار به مو وي، رابطه کوي او ورته وايي، چې په ما ټکه رالوېدلې او هغه باید صحنې ته لاړ او اطلاعات راټول کړي. په دهلېز کې د هغه غږ ګوڼېدلی اورېدل کېږي او چې غږ لږ رانژدې شي، دروازه نیم کښه کړي، ما ته را وګوري، شونډې وخوځوي، راته ووايي: "کامره او نور بلاوبتر چېرې دي؟" زه مدیر مسوول ته برند وګورم، د سترګو په اشارې ځای ور وښييم. غواړم ورته ووايم، چې د کوټې په ټیټ سر کې دي، یو یې سه، خبر پخپله جوړ کړه‌؛ خو غږ مې نه وځي. لکه نوی زېږېدلی ماشوم چې په لومړیو ساعتونو کې یې سا ووځي، سترګې یې پټې وي، په وجود کې يې حرکت نه وي؛ خو ډاکټر د ماشوم له مرګه ناخبره وي او غواړي چې په غومبورو یې ګوته ټینګه کړي او د وینې حرکت پکې وګوري؛ خو وینه تښتېدلې وي. دلته زه هم په الوان زړه؛ خو الوتي رنګ پر چپرکټ پروت یم او رییس زما په سر، زما په تندي او زما په سینې پورې په خپلې توجه د ونې ځیږ ډډ موښي. له ځان سره وایم، چې تر ټولو لویه کړاو، تر ټولو لوی عذاب د مافوق پام دی، هغه هم د یوه رييس پام، د مسوول مدیر پام او د نتیجې په تمه په سکروټو ولاړ مدیر مسوول او دا چې یوازې د بل اختیار دی، چې د سړي برید د سیروم تر څاڅکو رسوي؛ خو کله کله د سیروم څاڅکي هم د بل اختیار له وجې په سړي په ټپه ودرېږي او داسې هم چې سړی تر سیرومه پرېنږدي، کټ مټ لکه همدا ننۍ پېښه، لکه د دغه روغتون بېړنی وارډ.

رییس لا هم په دهلېز کې یو یو ډاکټر ودروي او زما پوښتنه ترې وکړي، کله کوم نرس یا نرسه. رییس ورته وايي، چې چاودنه یوه شوې، دوه نه او هغه چې مطلب يې زه یم، باید روغ رمټ وای. رییس چې کله له دروازې کوټې ته سر بوڅ کړي؛ نو ما ته کم او میني‌ډیسک او د یادداښتونو کتابچې ته ډېر وګوري؛ خو دلته، په روغتون کې، د مریض وسایل یوازې په مرګ خپل خپلوانو ته ورکول کېږي. رییس غوښتل زه له سیرومه هغه ته ورپاڅم، د دفتر په څېر دلته يې هم درناوي ته لاس په نامه ودرېږم، له ځانه سیروم او ټول مرضونه لرې کړم، خبر ورته ولیکم، په نیمه شپه ناوخته کور ته ستون او سهار هم باید له یوې نوې خبري موضوع سره مېز ته حاضر شم، میني‌ډیسک او کتابچه ورته ونیسم او بېرته راشم او سیروم ولګوم. زه چې په زړه کې په رییس په غوسه یم؛ خو په خوله يې نه شم راوړی، وایم که یادداښتونه او غږیز کلېپونه هم یوسي، څه ترې نه شي بود کوای، ځکه د شمېرو رنگيني دومره زیاته ده، لکه د یوه وطن کرنسي چې په ناسم سیاسي وضعیت کې غورځي او پورته کېږي او هغه پېښه چې تر غرمې مخکې د ښار شرق و غرب يې ولړزاوه، شېبه په شېبه یې تلفات زیاتېږي، رییس به کوم نوي اطلاعات په خبر کې راوړي او که له کومې سرچینې یې پيدا هم کړي، ځواب ورکولو ته به خوله ونه لري.

د سیروم څاڅکي په شمار یو یو راتویېږي، ما ته په ګڼه‌ګوڼه کې نننی موټربم سترګو ته نېغ ودرېږي، چې ورو ورو لکه همدا څاڅکي، ګام په ګام تر ګڼه‌ګوڼې ځان رسوي او یودم هر څه لکه همدا څاڅكي چې زما په بدن کې تري‌تم کېږي، د ځمکې له سره ارواوې تري‌تم کړي، یوازې په دومره تفاوت چې دا څاڅکي نزول کوي او هغو ارواو صعود کړی. بیا له هرې غمیزې وروسته ویرونه رایاد شي او ووایم چې دا ویرونه څومره ځمکني دي او لکه د هر مړي په شان چې د ځمکې سینې ته ورکوزېږي، همداسې د هرې ورثې روح په ډېران سر او په تنکي عمر د خواریو پر درګاه مېخکوبېږي.

هغه مهال کوم بل چا ته د مدیر مسوول مسلسلو زنګونو په څار کې، وروسته چې له روغتونه سبا ټنکنده غرمه را ووتلم، ویده شوی وم که بېهوښه شوی؛ خو کله چې سهار د روغتون تر څنګ جومات کې اذان وشو، سترګې مې وغړولې، سیروم نه و، له لاسه مې ستنه او پټۍ لرې شوي وو او تقریباً زموږ د وارډ تر نیمايي زیات چپرکټونه خالي وو. ذهن مې بیا د پرونۍ پېښو لوګیو محاصره کړ او رایاد شول، چې کله زه په خبر پسې صحنې ته لاړم، له مسوولو چارواکو سره تر خبرو وروسته له راتاو شوې پټۍ یوازې څو ګامه مخکې د تللو اجازه راکړل شوه، یو پرې شوی لاس مې ولید، چې تازه له وجوده بېل شوی او لا یې عضلاتو ټوپونه وهل. ګام مخکې نیمايي تن پروت و، چې په نیمايي بل پسې يې زړه چاودلی و او د لوګیو په منځ کې مې چې څومره نظر او د کمرې لېنز کار کاوه، ګورم چې د اجسادو په غونډۍ ګډ شوی یم.

له روغتونه بهر مې یو ځل بیا په سینه، ملا، ورنونو او مخ و سر لاس تېر کړ، هېڅ نه و شوي. د رییس خبره چې ویل يې زه باید زخمي شوای نه وای، رښتیا وه. د لمر وړانګو ته مې پام شوم، د پرون په څېر ځلېدې. هر څه د پرون په څېر و. اندېښنه را ولوېده، چې کور مې له پرون راهیسې نه دی خبر کړی؛ خو رایاد شول، چې مور و پلار نشته او افسوس مې وکړ، چې «اه، که مور وای، حتماً يې یادېدلم او حتماً راپسې پښې لوڅې هم روغتون په روغتون ګرځېده». ګامونه مې ورو ورو د پېښې ځای ته چابک کېدل، په درنګ ساعت کې پروني ځای ته ورسېدم، هر څه د پرون په څېر و. هېڅ څه نه و بدل شوي. یو سړی مې ولیده، چې تسبې او مسواکونه په لاس او له عطرو ډکه بکسه يې په غاړه کې اچولې او هر لاروي ته تسبې او مسواکونه نیسي. زما فکر ته ولوېده، چې پرون همدا ځمکه اندام اندام او اسمان لوګیو پوښلی و؛ خو نن بیا هم ژوند د ځان د بقا لپاره روان دی، کټ مټ لکه پرونۍ پېښه چې یوې ډلې د خپلې بقا لپاره یوه لویه کتله اسماني کړه او کټ مټ لکه د سیروم څاڅکي چې زما په وینه کې ګډېدل.

کور ته د تګ په نیت چابک شوم، خو لومړی د اخبارونو دوکان ته تاو شوم، پنځه شپږ ورځپاڼې مې واړولې، ټاپ سټوري کې يې مختلفې شمېرې لیکل شوې وې: سل ټپيان او شپېته مړه، دوه سوه ټپيان او نوي مړه... . ما ته د بې ثباته کرنسۍ د ارزښت زیګزاکي حالت رایاد شو. د خپلې ادارې ورځپاڼه مې را واخیسته، لومړی خبر يې پرونۍ پېښه وه، چې ښايي د مدیر مسوول په لارښوونه کوم بل همکار د پېښې صحنې ته تللی وي او د خدای شکر دی، چې په زما په څېر يې وضعیت تر روغتونه نه و رسېدلی او دا دی، نن يې خبر لولم. دې ورځپاڼې د تلفاتو شمېر تر نورو اخبارونو  زیات ښوولی و. له هر روح سره هغوی د خپلې بقا لپاره لوبې کړې وې او موږ د کرنسۍ په دود چلن کړی و. د راپور د پاې ډېره په زړه پورې خو بوږنوونكې خبره دا هم وه، چې د مړو شمېر بې گټې كار دی، نوره بايد دا شمېره ياده نه شي؛ مړي خو مړي دي، چې لاړل لاړل. همدومره بايد وويل شي، چې څومره پاتې دي او څومره به پاتې شي، ځكه دا خو زموږ د روان ژوندانه يو مضمون دی او اصلي مضمون.

شریک کړئ