لیکوال: عزیز نسین
ژباړن: مامون چخانسوري
ډېر پخوا په یوه ښارګوټي کې حاجي کاکو نومی کس اوسېدی، چې د غنمو، جوارو او وربشو کاروبار يې کاوه. سره له دې چې حاجي کاکو شتمن و؛ خو زړه يې نه کېده چې پر خپلو اولادونو او مېرمنې خرچه وکړي،او شعار يې و چې «باید زړښت او بدو ورځو ته پیسې وسپموو.» یوه ورځ یې مېرمن ورته وایي، «د زوی بوټوڼه مو ډېر زاړه او څیري سوي، یو جوړه نوي بوټونه ورته رانیسه.» حاجي کاکو د ښځې پر خبره غوسه کېږي او ځواب ورکوي، «خپله ملامت دی، ډېر بد پر لاره ځي او مدام د کوڅې ډبرې او لوټې په لغته وهي. خود به يې بوټونه څیرېږي. زما مور و پلار په هر دوو درېیو کلنو کې ما ته یو جوړه بوټونه اخیستل. ان پر ما يې منت هم لا کاوه، چې یو وخت به هغوی یوه جوړه بوټ لس کاله په پښو کول. خلک انصاف او انسانیت نه لري، هر شی مصنوعي سوی. ستسي توقع هم اندازه نه لري، دومره فکر نه کوي چې دا بېچاره سړی دومره پیسې له کومه کړي چې ستسي مصرفونه پوره کړي.»
د حاجي کاکو ښځې د خپل کنجوس مېړه د بغارو حوصله نه درلودله او جرأت يې نه کاوه، چې په خلاص زړه ځواب ورکړي، نو پر خپل زوی خوله خلاصوي، «زویه، ته هم سم د اور لمبه يې! سړی دونه بوټان څیري؟ زه او ستا پلار هر جوړه بوټ دوه درې کاله په پښو کوو. تاسې د نن ورځې هلکان دومره بې فکره او او شیطان یاست، چې بوټان او جامې مو پر تن نه ګیریږي. دا خو ښه خبره نه ده. بیچاره پلار دې له کومه کړي، چې په هرو دوو درېیو میاشتو کې یوه جوړه بوټ درته رانیسي.»
زوی يې ځواب ورکوي: «زما څه ګناه ده! پخوا ما هم یو جوړه بوټ یو کال په پښو کاوه. اوس د څرمن جنس خراب دی. په کاسبانو کې انصاف او زړهسوی نسته. بوټونه چې دوې درې میاشتې په پښو کې باره څیري سي، نو زه څه وکم.»
د هلک مور د بوټانو پلورنځي ته ځي او پوښتي، «ولې خراب او سست بوټونه خرڅوئ؟ دومره فکر نه کوئ دا پیسې چې مشتریان درکوي، په څومره خوارۍ او زحمت يې لاسته راوړي. مګه د خدای رضا په دې کې ده، چې له خلکو سره داسې بې انصافي وکړئ؟»
د دوکان خاوند ځان په حقه ګڼي او وايي، «زه نه یم ملامت. تاسې فکر کوئ ما ته خوند راکوي، چې مشتریان راسي او شورماشور جوړ کي. زه هم، په خدای، د دې بې انصافه بوټ ګنډونکو له لاسه تر پوزې رسېدلی یم. څه وکم، زمانه خرابه سوې، په کسب و کار کې انسانیت او شرافت نه دی پاته.»
د بوټو پلورونکی چې د مشتریانو د شکایتونو له امله قهرجن و، زغم یې ونه شو کړای او بوټ ګنډونکي ته ورځي او ورته وايي، «وروره، دا څه حال دی. ولې په خراب او نازک څرمن بوټان جوړوې؟ یو څه خو زموږ د عزت خیال هم وساته، زه مشتریانو ته څه ځواب ورکړم؟»
بوټ ګنډونکی ځواب ورکوي، «په خدای که زما ګناه وي. زه خو پخپله څرمن نه جوړوم. زه يې هم له څرمن پلوري اخلم. هغوی ملامت دي، چې کم اصله څرمن خرڅوي. هرڅومره چې ورته وایم، اضافه پیسې به ورکړم، چې سم جنس راکړي، خو ګټه نه کوي. پخواني کاسبان سم او شریف خلک وو، انصاف او وجدان يې درلوده. خو نن هر څه بدل سوي دي.»
بوټ ګنډونکی په غوسه څرمن پلورنکي ته ورځي او پر هغه خپل زړه تشوي، «ولې پوده څرمن خرڅوې؟ ستا له لاسه خلک موږ ته زر ښکنځلې کوي.»
څرمن پلورنکی ځواب ورکوي، «زما څه ګناه ده. مګه زما زړه کېږي چې پوده څرمن خرڅه کړم او مشتریان له لاسه ورکړم؟ زه څه وکړم، ټولنیز اخلاق فاسد سوي. شرافت او ایمان خپله مانا له لاسه ورکړې ده. د څرمنګرۍ ټولو فابریکو ته ولاړم، ټول په یوه چپلاخه وهل سوي، د ټولو اجناس کم اصل او سُست دي.»
څرمن پلورنکی د څرمنګرۍ کارخانې ته ځي او په غوسه وايي، «ښاغلیه! ستا له لاسه آخر لېونی کېږم. سهار تر ماښامه مو ستا د کم اصل چرم له لاسه له خلکو سره لانجه وي.»
د کارخانې خاوند ځواب ورکوي، «وروره، تاسې رښتیا وایاست؛ خو زه هم په خدایکه ملامت یم. پخوا کارګرانو ایمان درلود او سم کار يې کاوه؛ خو نن ایمان، شرف او وجدان له منځه تللی. که څه هم تر پخوا دوه چنده مزد ورکوو، بیا هم په پای کې څرمن خرابه راوځي.»
د فابریکې خاوند د کارګرانو استازي ته وايي، «دا څه حال دی! ټول مشتریان زموږ له څرمنو شکایت لري.»
د کارګرانو استازی ځواب ورکوي: «موږ څه ګناه لرو! هغه پوستونه چې موږ ته تحویلېږي، نازک او خراب دي. پخوا د غواګانو پوستونه پنډ او سم وو؛ خو اوس چې د غواګانو کوم پوستونه کارخونې ته راځي، باور وکړه لکه د پیاز پوټکی داسې وي.»
د کارګرانو استازی د غواګانو د پوستونو ګدام ته ځي او خاوند ته يې وايي، «خدای مو خوار مه کړه، دا څه ډول پوستونه دي، چې پر موږ يې خرڅوې؟»
د ګدام خاوند ځواب ورکوي، «زه خو خپل پوست پر تاسو نه خرڅوم! دا د غواګانو ګناه ده، چې پوستونه يې نازک سوي دي. اصلاً د نن غوایان بې غیرته دي.»
د ګدام خاوند په غوسې یوه غوا تر ستوني نیسي او وايي، «پر پدر مو نالت سه، زه مو په بازار کې وشرمولم. شرم و حیا نه لرې، ستاسې له لاسه مشتریان پر ما پټکې کوي. ولې مو پوست نازک او خراب سوی دی؟»
خوارکۍ غوا غاړه کږوي او ځواب ورکوي، «موږ ملامت نه یو. زموږ ټوله هڅه دا ده، چې انسانانو ته خدمت وکړو او ګټه ور ورسوو. بشر زموږ له غوښې، پوست، ښکر او ان زموږ له خوشایو ګټه اخلي. زموږ زړونه هم غواړي، هر څه چې لرو، سم او روغ دې وي. خو دا زموږ تر وسه وتلې خبره ده. خاوند مو موږ ته سمه او په اندازه ډوډۍ نه راکوي. هغه واښه چې زموږ مخ ته اچوي، وراسته او خراب وي. د وربشو په نامه چې موږ ته څه راکوي، زیاتره يې خاروې او میده ښګې لري. په دې کمه او خرابه ډوډۍ تمه لرې، چې زموږ پوست دې تر پنډ وي؟»
غوا په خواشینۍ خپل خاوند ته ځي او وايي: «ولې موږ ته سم او تازه واښه او وربشي نه راکوې، چې غوښه او هډوکي مو وده وکړي او پوست مو پنډ سي؟»
د غوا خاوند ځواب ورکوي: «اې ګراني غوا، ته رښتیا وايې؛ خو زه ملامت نه یم. په دې دنیا کې شریف انسان نه پیدا کېږي. حاجي کاکو چې پروړ خرڅوي، هغه ملامت دی. د پروړو او وربشو بیه يې دوه چنده پورته کړې او ورسره يې کیفیت لا ټیټ کړی دی. زه به له کومه تا ته کافي واښه راوړم؟»
د غوا خاوند په خواشینۍ حاجي کاکو ته ورځي او ورته وايي، «انډیواله، ولې دې پروړه او وربشې دومره ګران کړي، بیا خاورې او ښګې هم ورسره ګډوې؟»
حاجي کاکو ځواب ورکوي، «په خدایکه زما ګناه وي. زمانه خرابه سوې ده. پخوا به مې چې یو جوړه چرمي بوټ رانیول، دوه کاله به مې په پښو کول؛ خو په دې ورځو کې دوې میاشتې لا دوام نه کوي. هم يې ګران رانیسو او هم يې جنس د کار نه دی. یوازې بوټان، کالي او خواړه نه ښییم، د هر شي بیه څو چنده زیاته سوې ده. تاسې خپله ووایاست چې مشکل چېري دی. زه هم د خپلې ښځې او ماشومانو د ژوند د تأمین لپاره مجبور یم، چې دېخوا هاخوا لاس ووهم. ته باور وکه، ما ته هم ولاکه خوند راکوي، چې خلاف کار وکړم؛ خو بله چاره نسته.»
حاجي کاکو په غوسه له بوټ خرڅونکي څخه شکایت کوي؛ بوټ خرڅونکی له بوټ ګنډونکي، بوټ ګندونکی له څرمن پلورونکي، هغه له څرمنګره او څرمنګر له پوست خرڅونکي، پوست خرڅونکی له غوا، غوا له خپل خاوند او د غوا خاوند له حاجي کاکو څخه شکایت کوي او هر یو يې ځان بې ګناه ګڼي. د ټولو تکیه کلام دا دی: «موږ څه ملامت یو! زمانه بدله سوې، ټولنیز اخلاق خراب سوي... .»
سړی نه پوهېږي چې بالاخره څوک باید دا ټولنیز اخلاق سم کړي او په دې منځ کې اصلي ګناهکار څوک دی؟ که رښتیا ووایم، اصلاً موږ ټول ملامت یو.