INSAN Magazine

ټکر - د موژون شیه‌څون لنډه کیسه

د جوزا ۲۶مه ۱۴۰۴

لیکوال: موژون شیه‌څون 

ژباړه: مامون چخانسوري

 

د موټرسیکل کړنګ سو، د سترګو له کنجه مې ولیدل چې پر سړک ولوید  او څو متره مخ ته وښویدی. موټرسیکل چلونکی اوچت سو او په ضرب پر ځمکه ولګید، دوه پلا ولغړیدی او ودرید. 

 

زه جام پاته سوم. موټر مې ودروی. موټرسیکل والا پر ځمکه پروت و، ښور يې نه خوری. شپه راماته وه، او د پیښې شاوخوا خلک راټولیدل. ما په وارخطا او غبرګو سترګو د موټرسیکل چلونکي د محافظتي خولۍ څخه د وینې بهیدو ته کتل - صافه سره وینه، په پسرلي کې د بشپړ غوړیدلي ګلاب په رنګ.

 

سړی هماغسې، بې حرکته، پر سړک پروت و. زه په خپل موټر کې ناست وم او په ذهن کې مې تیریدل چې، «هر څه چې کوی انډیواله، خو مړ و نه سې. یو خو نشه یم او موټر چلوم، او بل غیر قانوني دور مې هم وخوړ. که ته مړ يې، نو زما کیسه هم ختمه وبوله.» لنډه شیبه وروسته، د موټر څخه ووتلم او د سړي څنګ ته ورغلم. هغه ژر ځان راسته کړ. کیناست. ګنس حالت کې وبونګید او راته يې ښکنځل وکړه، «مرده‌ګاوه! دا څنګه موټرواني وه؟»

 

یا خدایه ستا تر حکمته جار سم! ما «وي»  ته په دې اووه دیرش کاله عمر کې ډیر کم کسانو ښکنځل کړي، ته باور وکه چې د دې سړي ښکنځل «مُرده‌ګاو!» دونه راباندې خواږه ولګیدل ته وا د جنت څخه چا راباندې غږ کړی وي. ځان سره مې فکر وکړ چې، «سړی خو دونه ژوندی دی چې ښکنځل لا کولای سي. تر دې نو بالا ښه خبره نسته.»

 

پر سړک سره مولیان، کاهو، ګازرې او نور سابه پاښل سوي وو – معلومیدل چې سړی کوم بې‌وزله بزګر دی او ښار ته يې سابه وړل. زه لږ آرام سوم. ورسره مې مرسته وکړه چې پورته سي. سړي یو څو ګامه واخیستل، بیا نیغ ودرید. هر څه سم بریښیدل -  یواځینۍ ستونزه دا وه چې خوله يې په وینو ککړه وه. ځان سره مې وپتیله چې خپل کمزوري او غلطي ښکاره نه کړم؛ که ورسره نرم ولاړسم، شاید زما څخه ګټه پورته کړي، او خدای خبر چې په تاوان کې به څه رانه وغواړي. هغه ورو خپل خولۍ ایسته کړه، او ما دستي ورباندې پټکه وکړه، «هله، لایسنس دې راوښييه!» څوک چې په ټکر کې ملامت وي، دا جرئت نه کوي چې د بل څخه لایسنس وغواړي، په دې ډول ما غوښتل وښييم چې هغه ملامت دی، نو ځکه ورباندې غوسه یم. 

هغه لا سرګرځنده او ګنس و. خپل لاس يې پر خولې او مخ تیر کړ، بیا يې لاس باندې ویني ته وکتل، او په ریژدیدلي غږ يې زما څخه وپوښتل، «ته څه کوی؟» د سړي عمر تر پنځوسو کالونو تیر ښکاریدی. کالي يې غوړ او پلاستیکي چوټي يې په پښو وې. د جامو څخه يې د کیمیاوي کوډ بوی ختی. د ژوند د لوبو او چلونو څخه ناخبره بریښیدی. ما تندی تریو کړ، «زه څه کوم!؟ په تا يې څه! هله، لایسنس!»

هر څونه يې چې خپل جیبونه ولټل، شی يې و نه موند. تندی يې ګونځي کړ او سوکه يې وویل، «هه، د هیره مې وتلی.» دا يې  لا بله! ځان مې نور هم په حقه وګاڼه، او پر ځیګر مې سوکه ټیله کړ، «که نه! مُرده‌ګاوه! یو خو لایسنس نه لرې، بل زما شاته چسپ روان وې، او ښکنځل هم ته کوی؟»

سترګې يې ټیټې کړې او غوښتل يې د ځان دفاع وکړي، وی ویل، «ستا ... ستا اشاره چالانه نه وه، زه څه پوهیدم چې...» همدا شیبه مې څو کسان ولیدل چې ورو زموږ خوا ته را روان وو. لږ وډاریدم. زه پوه وم چې په پاریدلي او وارخطا حالت کې، آن بې‌آزاره حیوان لا سړی په غاښوي. یو څو روپۍ به په لاس ورکم چې کیسه همدلته ختمه سي. ښه خبره ده چې د لانجې د غځیدو مخه ونیسم. د هغه موټرسیکل مې ورسره راسته کړ، بوډا سر کته نیولی څو ګامه وړاندې ولاړ او ناڅاپه پر ځمکه غوځار سو. دا ځل سم بې سده سوی و. هر څونه چې مې وښوروی، سړی پر هوش رانغی.

 

ګڼه‌ګوڼه شیبه په شیبه زیاتیده، او زموږ تر شا د موټرانو قطار جوړ سوی و. د لیرې نه د پولیسو د موټر غږ راتلی. اوضاع راته خرابه برېښېده. ژر مې «هو کاوزینګ» ته زنګ ووهی. هغه په خورا رسمي بڼه څو پوښتنې راڅخه وکړې چې: ټکر چیري سوی؟ او شاوخوا اوضاع څنګه ده؟... بیا يې ډاډ راکړ چې د کمک غم به مې وخوري. 

 

ګوشي چې مې قطع کړه، پولیس را ورسېدل. یوه يې راڅخه اسناد وغوښتل. ما ورو ورته وویل، «زه ستاسې د آمر صاحب ملګری یم.»

هغه راته ځیر وکتل، «چټیاټ مه وایه. اسناد دې را وباسه.»

 

بوډا بزګر کرار کرار په هوش راغی، په زوره يې ساه ایستل. هغه وبونګید، «ته....»  زما اندیښنه دم په دم زیاتیدله. د پولیسو د مخابرې غیژ غیژ سو. سر کې مې وګرځیدل چې که دا «کاوزینګ» وي نو پر خپله خبره ولاړ او تکړه دی. پولیس مخابره غوږ ته نیولې وه، بیا يې ما ته سر تر پایه وکتل؛ او د ګڼه‌ګوڼې څخه ځان ګوښه کړ او په مخابرې کې يې خبرو ته ادامه ورکړه. دوې دقیقې لا تیرې سوي نه وې چې بیرته راغی. دا ځل يې د خبرو او کتلو بڼه کلاً بدله وه. 

 

ما ته يې اصلن غږ ونکړ، او راساً د بزګر څنګ ته ولاړ او ویې ویل، «ته د دې سړي د موټر پسې روان وې؟  تذکره، لایسنس، پاسپورت!» د بوډا رنګ وپرید.  مخ يې په وینو و، او شونډان يې ريژیدیل. لالهانده و، سر يې نه خلاصیدی چې څه روان دي. پولیس، په پټکې، څو نورې پوښتنې ورڅخه وکړې. بیا يې مخ ما ته  واړوی او ورو يې راته وویل، «وکیل صاحب «وي»، ښه ده چې سړی روغتون ته بوځو. خورا  بد ژوبل سوی.»

 

ځان سره وخشمیدم -  څه یو غولن بخت مې دی. خو ما يې اصلن فکر لا نه کاوه چې بوډا به تر دې اندازې ساده انسان وي. هغه ناڅاپي ودریدی. ریژدیدی او پر موټرسیکل يې ځان تکیه کړ. بیا يې د خپل سبزیو سبد واخیست او د سړک څخه يې پاښل سوي سابه ټولول.  د ویني څاڅکې يې پر سړک څڅیدل. پولیس او ما، یو بل ته اریان وکتل. پولیس له هغه نه وپوښتل، «جوړ یې؟ که نه؟»

بوډا خپل ځیګر وموږی او وې ویل، «درد کوي.»

یو بل پولیس چې جګه نرۍ بڼه يې درلوده، مخ ته راغی او بزګر ته يې په دې نیت چې معامله همدلته ختمه کړي، وویل، «ته لایسنس نه لرې، د دې سړي د موټر شاته چسپ روان وې، داسې ښکاري چې تا د هغه موټر وهلی! تاوان يې باید ورکې. پوه سوې؟» بیا هغه ما ته وویل، «ته هم ملامت يې. اشاره دې چالانه نه وه!» ما په عاجزۍ خپل غلطي ومنل. 

بوډا ودرید او په زهیر غږ يې بخښنه وغوښتل، «وبخ..وبخښه.»

ما ته خندا راتله – د آرامۍ احساس مې وکړ. دا پولیس ښه تکړه و، پوهیدی چې په داسې یو حالت کې څه باید وکړي. د موټر لګیدلي ځای ته اشاره وکړه او راته يې وویل، «موټر دې خراب سوی؟»

ما ورته وویل، «دفعتاً، څه ویلای نه سم، مستري خانې ته يې چې بوځم بیا معلومیږي. یواځې کوپي کشي او رنګ يې او رنګ يې لږ تر لږه درې څلور زره مصرف غواړي.»

د بوډا سترګې غبرګې ووتلې، ته وا وحشت نیولی وي. هغه یو بنډل کات سوي او ګونجې پیسې له جیبه و ایستل او ما ته يې ونیول چې ټولټال سل روپۍ لا نه کیدل. دومره لالهانده و چې اوښکې يې په بهیدو سوې، هغه وویل، «همدومره لرم، نور نسته. که غواړی دا موټرسیکل ځانه سره بوزی.»

ما وویل، «دا زوړ موټرسیکل کله په دونه ارزي. یوازې پرزې به يې یو څو روپۍ سي. زه په دې څه وکم؟» پولیس د بوډا سره په ټیټ غږ لږ خبرې وکړې. بوډا له ویري نور هم په ریژدیدو سو، بیا يې د خپل واسکټ له جیبه یو څلورکونجه پلاستیک و ایست، چې درې سوه او دیرش روپۍ پکې کات ایښي وه: یو سلیز، څلور پنځوسیان او درې لسیان. په لړزیدلې لاس يې ماته راکړه. اوښکې يې بهیدې، وې ویل، «په دې پیسو مې کیمیاوي کوډ رانیول. ټول دغونه دي،  بله روپۍ، په خدای که لرم.» همدغه، درې سوه دیرش روپۍ مې ورڅخه واخیستل. بوډا څو ځله هڅه وکړه  چې خپل موټرسیکل چالانه کړي، خو نه کیدل. بیا يې د سبزیو سبد په لاس کې نیولی، خپل موټرسیکل يې په ټیلو روان کړ.

ګڼه‌ګوڼه ورو کمه سوه. هغه لومړي پولیس ما ته ورو وویل، «د نشې سره دي نور احتیاط کوه.» ما ورته وویل، «بالکل، بالکل!  میلمستیا دې هم راباندې ده.» هغه څه و نه ویل. خپل شپیلۍ يې ووهل – یعنې خبره خلاصه سوه، د خپل کارو پسې ځئ - او ولاړ. زه خپل موټر کې سپور سوم او حرکت مې وکړ. لږ مخ ته ولاړم او بل سړک کې مې چې دور وخور، بوډا مې ولیدی چې د یوې ونې څنګ ته ولاړ و. مخ يې تک سپین و، ته وا وینه پکې وچه سوی وي. په لاس يې نس نیولی و او دوامداره يې ټوخل. سترګې يې پر ما ولګیدی، یو بل ته مو وکتل، بیا ما ژر مخ واړوی، ته وا هیڅ يې نه پیژنم. ځان سره مې فکر وکړ چې، «پولیس معامله ختمه کړه. اوس زه څه ناکه د کمک دپاره ورڅنګه ولاړ سم او ځان ته جنجال جوړ کم.» پر ریز مې پښه کیکاږل او د «فینګشان» ښارګوټي څخه تیر سوم. فکر مې د خپل معشوقې «ژاو لي» خوا ته ولاړ، هغه به په تشویش وي چې ما څنګه ناوخته کړ.

شریک کړئ