INSAN Magazine

اعلی‌حضرت - د نجیب محفوظ لنډه کیسه

د اسد ۱۸مه ۱۴۰۳

لیکوال: نجیب محفوظ

ژباړه: مامون چخانسوري

 

په خاورو خزلو کې وزیږیدی؛ د یوه وحشي بوټي د څانګې په څېر، په هغه باغ کې وغوړیدی او وده يې وکړه چې یو وخت د «شین میدان» د چوک په منځ کې و. له نامعلومه يې سر پورته کړی و او داسې خیرنو لاسونو وروزی چې د انسان په سترګه يې ورته نه کتل. خوراک يې کوکرکه (کلکه) ډوډۍ او پوښاک يې پینه سوي جامې وې. بیا یوه ورځ، چې هغه لوي او زورور سوی و، یوه لاروي يې وخواته اشاره وکړه او خپل ملګري ته يې په لوړه خندا او غږ وویل، «هغه کټ مټ پاچا غوندې دی!»

پاچا! هغه خبر و چې یو پاچا سته، او له لیرې يې د هغه د بدرګې کاروان لیدلی و. د دې سړي مقصد څه و؟ وخوا ته يې اشاره او په تعجب کاته تکرار سوه. مګر په ریښتیا هم پاچا ته ورته و؟ آیا داسې یو څه امکان درلود؟  په بېړه يې د الحضر سړک څنډه کې د یو موبل او فرنیچر دوکان مخ ته یوه هینداره ومونده چې ځان ته وګوري؛ چې پاچا وویني. ښه، نو دا پاچا دی! نه يې زاړه جامو او نه يې هم ناولي مخ د څیرې ښکاره څرګندتیاوي پټولای سوای.

خپل مخ يې پریمینځه، ویښتیان يې ږمنځ کړل، او د چوک چاپیره يې ګرځیدل پیل کړه. په کراتو يې خوا ته عین ډول اشارې او تبصرې وسوې. چوک ته يې خپل تګ راتګ ته ادامه ورکړه. د خپل ارزښتناکه ظاهري بڼې له کبله په ویاړ موسکی و. د وخت په تیریدو، په منطقې کې د «اعلی‌حضرت» او «اعلی‌حضرت جلالتمآب»، په نامه مشهور سو. د پخواني ارواښاد پاچا (د اوسني شاه پلار) عیاشۍ ته په کتو، خلکو د خپل حدس و ګمان سره سم، د دې عجیبه ورته‌والي لامل په اړه ګنګوسې پیل کړې. «څوک پوهیږي، کیدای سي چې...؟» «آیا شونې نه ده چې...؟ مګر له امکان څخه لیرې خبره ده چې...؟» بس، په دغسې سپکو  تبصرو د اعلی‌حضرت پاچا محمد علي د خاندان پر سپیڅلې وینې ملنډې پیل سوې.

هغه خپل ته، نه د مور درک يې معلوم و، نه د پلار. نو، د هر څه احتمال و. پر ځمکه، لوڅ یا په یوې غوټي کې کوم چا موندلی و، او په تېرو پیړیو کې د خپل نیکونو په شان د طبیعت په لاسونو لوی او وروزل سو. د خپل نامعلوم اصلیت په هکله اریان و، او د دې په‌زړه‌پورې شباهت له کبله يې د ښو ورځو تمه درلوده. چې ریښتیا سي د څیرې برم و جلال يې، هغه د ایله ګرځیدو څخه خلاص کړ، او په لویه کچه يې د پولیس له ډنډو څخه وژغوری. هغه په پایلوچانو کې تر ټولو سخي او په جیب‌ښکونکو کې تر ټولو عادل و. ملګرو يې ورته ویل، «که یوه ورځ د خپل ښه بخته لوړ مقام ته ورسیدې، موږ هیر نه کړې!» هغه قول ورکړ چې له دوی سره به تل نیکي وکړي او خیال به يې ښه وساتي. بیرته به په خپل ښکلي خیال‌پلو کې ډوب سو.

بالاخره د هغه د شهرت خبر د پولیسو حوزې ته ورسید. خبرچیان ولاړل، راغلل، او احوال يې راوړ چې، «قد، شکل او رنګ ټول... دا یوه معجزه ده.» د حوزې آمر تصمیم ونیو چې خپله يې باید وویني. ځوان يې مخ ته حاضر کړل سو، سر تر پایه يې په تعجب ښه ورته وکتل. چې رخصت یې کړ، آمر صاحب په دې فکر سو چې هسې نه دا یوه جدي ستونزه وي. دا خبره د یوې خالي ټوکي په توګه له نظره وغورځو؟ که تر نظارت لاندې يې ونیسو، او بالفعل يې راټینګ او بندي کړو؟ د حوزې آمر په دې او هغه حل‌لارې قانع نه سو، او موضوع يې، په کورنیو چارو وزارت کې، له خپل رئیس سره شریکه کړه. پلټنې پیل سوې. د امنیتي چارو عالي مرکزونه مغشوش سول او قضیه يې خورا مهمه اوخطرناکه وبلله. مسئلې خورا پیچلې ناڅرګندتیاوې درلودې. دوی ویل، «که اوس کوم اقدام ونکړو، شاید بیا زموږ څخه پوښتنه وسي، چې جنابانو هغه وخت تاسو څه کول؟»

«څه باید وسي؟»

په دې صلاح وسوه چې سړی ونیسي او د «طور» بندیخانې کې يې، عامه امنیت ته د خطر په تور بندي کړي، او پدې ډول يې له صحنې وباسي. د همدې اقدام سره ستونزه حل سوه او زړونو آرام وموند.  او «دویم فاروق»  تقریباً په بشپړه توګه د خلکو له هیره ووتی.

د جولای [اسد] انقلاب وسو، او تیر (شاهي) نظام د چکش تر ګذارونو لاندې راغی او له منځه ولاړ. بیا، یوه خبریال د هغه هیر سوي ځوان په هکله یو راپور ولیکی چې پاچا ته خورا ورته و او ښايي له دې امله تر اوسه بندي وي. دغه لیکنه د ځوان د خوشې کېدو وسیله وګرځیده. هغه بیرته په خپل آوار‌ګۍ پیل وکړ. خو دا ځل يې خیال‌پلوونه نه وهل، او د خپلې آزادۍ له کبله يې د خدای شکرونه اداء کول.

ځینو مجلو د هغه تصویر خپور کړ، او ورو ورو سړي داسې یو شهرت وموند چې چا يې تصور لا نه سو کولای. بیا د فلم د تولید یو شرکت، د یوه داسې فلم په جوړولو پیل وکړ چې د انقلاب نه مخکې دوران فساد پکې تمثیل کړي؛ او پاچا پکې د پیښو تر شا، په یوه حاشیوی رول کې وښيي. د پاچا د کردار لوبولو لپاره يې دا ځوان وغوښت، او څرنګه چې نوموړی رول ساده و، د ځوان اداکاري ومنل سوه، او هغه له دې امله پوخ شهرت وموند. خو پرته له دې، دې تمثیل د هغه پر مخ د بریا دورازې خلاصې نه کړې، او نه هم په ځوان کې کوم خاص استعداد ولیدل سو.

د چارواکو پام سو چې د ځوان په اړه خبرې ډېرې تکراریږي او تصویرونه يې تر اندازې زیات چاپیږي. هسې نه چې له دې بابته یوه داسې نوې ستونزه پیدا سي چې انسان يې اټکل هم نه سي کولای. بیا، په دوی کې یوه کارپوه او هوښیار وویل، «زموږ د خلکو زړونه پاک دي، او له امکان څخه لیرې نه ده چې ځینې خلک، د پاچا د فساد سره سره، د هغه سره خواخوږي ولري، او ممکن چې د دې ځوان حضور به د همدې خواخوږۍ د خپریدو لپاره یوه وسیله وګرځي...»

  • ځکه د هغه د تصویر خپریدل باید منع سي.
  • تر ټولو غوره به دا وي چې سمدم له نظره چپ سي. 

ځوان فکر کوی ګوندې بیا زیږیدلی دی، چې د زمانې په دې نوي پړاو کې له سره ژوند وکړي. لنډ کردار چې يې په فلم کې لوبولی و، د هغه هیلې په پوره توګه پارولې وې، او د هرې ورځې پیل ته يې د ښه شګون په پال کتل. کله چې به یې د انتظار شیبې ترخې سوې، ځان ته يې تسکین ورکوی چې: خدای تعالی، زه بې له کوم لوي حکمته په دې څیرې او شکل نه یم پیدا کړی. 

خو ځوان پرته له کوم ظاهري دلیل نه ورک سو. بیا هیچا، هغه د خپلې ناستې-ولاړې په ځایونو کې و نه لید. سړی له یوه مخه لادرکه سو. داسې بریښیدل چې د ابد لپاره تللی وي.

شریک کړئ