لیکوال: نجیب محفوظ
ژباړه: مامون چخانسوري
د خپل پلار تر څنګ روان وم، د هغه راسته لاس مې ټینګ نیولی و. ځغستل مې چې د هغه د اوږدو ګامونو سره مې تګ برابر وي. زما ټول پوشاک نوي وه: تور بوټونه، زرغون کمیس او سره رخچینه. د نوي جامو له شوقه سم خوشحاله نه وم، ځکه نن د اختر ورځ نه، خو زما د ښوونځۍ لومړۍ ورځ وه. مور مې کړکۍ څنګه ولاړه وه او موږ ته يې کتل، او ما شیبه په شیبه هغې ته مخ اړوی، ته وا کمک مې ورڅخه غوښت.
موږ پر داسې یوه لار روان و چې شاوخوا يې باغونه وه؛ دواړو غاړو کې يې ګڼې کروندې، د انځر، اترنګ (حنا)، او یو څو د خرما وڼې وې.
پلار ته مې واضح وویل، «ولي ښوونځۍ؟... زه به په عمر داسې کار ونکم چې ستا بد راسي!»
هغه په خندا راته وویل، «زه تا ته جزا نه درکوم. ښوونځۍ کومه جزا نه ده. دا داسې یوه فابریکه ده چې د هلکانو څخه د کار سړي جوړوي. مګم ته نه غواړې لکه خپل پلار او وروڼو اوسی؟»
زه قانع نه وم. ما باور نه درلود چې په دې کې به په ریښتیا هم کومه ګټه وي چې ما د خپل کورنۍ صمیمي ماحول څخه لیري کړي، او د سړک پای کې دې د جګو دیوالونو کلا په شان تعمیر کې وغورځوي، چې خورا بوڅه او ځیږه بڼه يې درلوده.
دروازې ته ورسیدو، پراخ انګړ مو ولیدی چې د هلکانو او انجونو ډک و. زما پلار وویل، «ځه، یوازې ولاړ سه، او د دوي سره ګډ سه. تندې دي ورین که، وخانده، او د نورو دپاره یو ښه مثال وګرځه.» زه زړه نا زړه وم، د پلار لاس مې ټینګ نیولی و، خو هغه زه له ځانه سوکه پورې وهلم او وې ویل، «نر سه، نن دي د ژوند ریښتونی پیل دی. چې د تګ وخت دې سو، زه به دلته درته منتظرم اوسم.»
څو ګامه مخ ته ولاړم، بیا ودریدم او تر شا مې وکتل خو څوک مې و نه لید. وروسته د هلکانو او انجونو څیرې ښکاره سوې. ما په دوي کې یو هم نه پیژندی، او د دوي څخه هیچا زه نه پیژندلم. داسې احساس مې وکړ لکه یو بیګانه چې لاره ورکه کړې وي. خو ډیرو ما ته په تجسس کتل. یو هلک راڅنګه راغی او پوښتنه يې وکړه، «چا راوړې؟»
زه وپوسیدم، «زما پلار.»
هغه ډیر عادي وویل، «زما پلار مړ دی.»
زه نه پوهیدم څه ووایم. دروازه وتړل سوه، یو زړه راښکونکی کریغ غږ يې وخوت. ځینې ماشومان په ژړا سوه. زنګ ووهل سو. یوه میرمنه راغله چې تر شا يې د نارینهو یوه ډله وه. نارینهو موږ په قطارونو کې ودرولو. موږ په سرای کې د یوې پیچلې نخښې په شکل مرتب ودرول سوو، دریو خواو ته مو څو منزله لوي تعمیرونه وه؛ د هر منزل څخه یوه اوږده برنډه ښکاریدل چې په لرګيو پوښلي وه.
میرمني وویل، «دا ستسي نوی کور دی. دلته هم میندي او پلرونه سته. دلته هر څه آسانه او د علم او دین لپاره ګټور دي. اوښکي مو پاکي کړئ او د ژوند سره په خوشحالۍ مخامخ سئ.»
موږ واقعیت ته تسلیم سوو، او دې تسلیمۍ یو ډول رضایت راکړ. ژوندي موجودات و او د نورو ژوندي موجوداتو سره ګډ سوو. د هماغه لومړۍ شیبې څخه مې د زړه له اخلاصه د هغه هلکانو سره انډیوالي وسوه چې باید سوې وای، او پر داسې انجونو میین سوم چې باید ورباندې میېن سوی وای، داسې بریښیدل چې زما اندیښنه بی ځایه وه. ما يې تصور هم نه سو کولای چې ښوونځۍ به دومره شتمن ځای وي. موږ هر راز، ډول ډول لوبي وکړې: ټالونو کې زنګیدل، د آس په څیر ټوپونه، او د توپ لوبي. د موسیقۍ په حجرې کې مو خپلې لومړنۍ نغمې زمزمه کړې. همدازار د اول ځل لپاره د ژبو سره معرفي سوو. د ځمکې کُره مو ولیدل چې بیلابیلې قارې او هیوادونه پکې څرخیدل. د علم دروازه مو پرانیستله او د حساب زدکړه مو پیل کړه. د کایناتو د خالق او د دنیا او آخرت کیسه راته بیان سوه، او د هغه د کلام مثالونه راته وویل سوه. خوندورې ډوډۍ مو وخوړل، لږ بیده سوو، بیا ویش سوو چې انډیوالۍ، میني، لوبو او زدکړو ته ادامه ورکړو.
وروسته زموږ دې سفر خپله بشپړه او اصلي څیره ښکاره کړه، او لکه چې موږ فکر کاوه هر څه مکمله خوندور او صاف و ستره نه وه. کله به لږ دوړي پورته سوې، ناڅاپه پیښې به منځ ته راغلې، او موږ باید په پوره بیدارۍ او حوصلې ورته چمتو وای. هر څه لوبي او ساتیرۍ نه وه. رقابتونه وه چې ښايي دردونه او نفرتونه يې رامنځ ته کړي وای یا د شخړو او جګړو لامل ګرځیدلي وای. او هغې میرمنې کله نا کله خندل، خو ډیرې وخت يې تندی تریو و او منت یې کوی. موږ د وهلو ټکولو او نظم و انضباط د زیاتو ګواښونو سره مخ وو.
سربیره پر دې، شا ته د ګرځیدو وخت تیر و، او هغه جنت غوندې خوندي ځای ته بیرته د ابد لپاره ستنیدل نه وه. نور نو زموږ مخ ته پرته له خوارۍ، زیار او صبر بل څه نه ووه. هغوې چې کولای سوای، د اندیښنو او ستونزو سره سره يې د خوښحالیو او بریاو د هغه موکو څخه ګټه پورته کړه چې لاس ته يې ورتلل.
د زنګ په وهلو سره د ورځې تیریدو او د کار د پای اعلان وسو. ډله ډله د دروازې خوا ته، چې بیرته خلاصه سوی وه، راغونډ سوو. د خپل ملګرو او میینانو سره مې مخه ښه وکړه او له دروازې نه ووتلم. ښه مې شاوخوا وکتل، خو زما د پلار درک نه و، چې قول يې راکړی و دلته به راته منتظر وي. یوې څنډې کې تم پاته سوم. زیاته موده مې انتظار وکړ خو ګټه يې ونکړه، تصمیم مې ونیو چې په خپله کور ته ولاړ سم. څو ګامونه مې چې واخیستل سترګي مې پر یو د میانه عمر سړي ولګیدې چې تیریدی، دستي مې وپیژندی. هغه په موسکا زما خواته راغی، لاس يې راکړ او وې ویل، «ډیر وخت وسو چې ما او تا سره لیدلي نه دي – څنګه يې؟» ما د هغه د خبرې په تائید سر پورته کته وښوروی او په خپل وار مې وپوښتل، «ته، ته خپله څنګه يې؟»
«دغه حال مې دی چې وینې. ګذاره کوم، د خدای شکر دی!» بیا يې زما لاس وښوروی او ولاړ.
یو څو ګامه مخ ته ولاړم، ناڅاپه ودریدم او جام پاته سوم. یا خدایه! هغه لار چې شاوخوا يې باغونه وه څه سوه؟ چیري ورک سوه؟ څه ورباندې وسوه؟ کله دا ټوله موټران دلته را کوټه سوه؟ او څه وخت د دې انسانانو ډلو دا ځای اشغال کړ؟ او څنګه يې دواړه غاړو ته د خزلو (کثافاتو) کوټي پرتې دي؟ او د لارې دواړو څنډو کې هغه کروندې څه سوې؟ پر ځای يې د ښار جګ تعمیرونه وو، او سړکونه يې د ماشومانو او هلکانو په ګڼه ګوڼې ډک و. چاپیریال د ځورونکو غږونو سره ښوریدی. په بېلو برخو کې کوډګرانو خپل چلونه ښودل، او د سبدونو څخه يې ماران ایستل. هاخوا د ساز یوې ډلې چې مخ ته يې ټوکماران او سپورټمینان روان وږ، د سرکس نندارې د پیلیدو اعلان وکړ. د امنیتي ځواکونو د سرتیرو د موټرانو یو کاروان په خورا عظمت ورو تیریدی، د اطفایې موټر زنګ په زوره چالانه و، او معلومه نه وه چې اطفاییه به څنګه خپل لار خلاصه کړي او د اور غضبناکو لمبو ته ځان ورسوي چې مړ يې کړي. د یوه ټکیسوان او د هغه د سورلي تر منځ شخړه پیل سوه، او د سورلي ښځې د کمک نارې وهل خو څوک يې په کیسه کې نه و.
یا خدایه! ګنس وم. سر مې پرله ګرځید. نیږدې و لیونی سم. دا ټول شیان په دې نیمه ورځ کې، د سهار وختي او لمر لویدو تر منځ، څنګه وسوه؟ د دې ځواب به په کور کې د خپل پلار څخه ومومم. خو زما کور چیرې دی؟ یواځې تعمیرونه او د خلکو ګڼه ګوڼه مې لیدل. چابک روان سوم او د «جناین – ابو خوده» څلور لاري ته ورسیدم. د «ابوخوده» څخه باید تیر سوی وای چې خپل کور ته رسیدلی وای، خو موټرانو چا ته لار نه ورکول. د اطفايې زنګ تر آخري حده جګ و او خپله د میږي په سرعت روان و، و مې ویل، «پریږده چې هر څه د اور پر مخ ورځي و يې سیځي او ایرې يې کړي.» قهریدلی وم او نه پوهیدم چې کله به ها پلو واوړم. زیاته شیبه هلته ولاړ وم، بیا څنډې کې د خُشکه شويي دوکان څخه یو ځوان هلک راڅنګه راغی، خپل لاس يې وغځوی او په جرئت يې راته وویل، «حاجي بابا، راسه چې د سړک څخه دې تیر کم.»