INSAN Magazine

بې زړه - د انتوان چېخوف لنډه کیسه

د جوزا ۲۶مه ۱۴۰۴

لیکوال: انتوان چیخوف

ژباړه: مامون چخانسوري

 

څو ورځې مخکې مې، د خپلو ماشومانو روزونکې، مېرمن یولیا واسیلیونا اتاق ته وغوښتله، چې حساب ورسره تصفیه کړم. ورته مې وویل، «یولیا واسیلیونا، راځه. کېنه چې حساب سره وکو. پوهېږم چې پیسې دې په کار دي، خو، نامخدا دونه شرمندوکه يې چې غږ نه کوې. ښه خیر، د میاشتې مو دېرش روبل سره منلې وې، سهي؟»

               «څلوېښت روبل.»

«نه، دېرش. ما یادښت لیکلی. زه هر وخت د ماشومانو روزونکو ته دېرش ورکوم. ښه، زموږ سره دې دوې میاشتې کار کړی؟»

               «دوې میاشتې او پنځه ورځې.»

               «نه، دقیقاً دوې میاشتې. ما دلته لیکلي دي. نو، د دوو میاشتو معاش شپېته روبل کیږي – د ورځې یو روبل. نهه جمعې به ځني منفي کړو. په دې خو دې سر خلاصېږي چې جمعې ورځې ماشومانو ته سبق نه وايې، یوازې ورسره دیخوا هاخوا ګرځې. درې ورځې هم د اختر رخصتۍ وې...»

د یولیا واسیلیونا مخ سور سو، له اندېښنې سره يې، غیر ارادي، د خپل لمنې پېڅکه ځو ځله وڅنډله، خو څه يې ونه ویل.

               «ښه، نهه جمعې او د اختر درې ورځې، سوې دوولس ورځې. نو له معاشه به دې دوولس روبل منفي کړو. دا يې دا. څلور ورځې هم کولیا ناروغ و او تا یوازې د والیا خیال ساته. بیا درې ورځې چې تا سردردي درلوده او زما مېرمنې درته وویل، یوازې تر غرمې ماشومان وساته. څلور او درې، اووه ورځې کیږي. دا ټولې ورځې چې حساب کو، د معاش څخه دې نوولس روبل کمېږي او پاتېږي، یو څلوېښت. سهي سو؟» 

یولیا واسیلیونا، سرې او اوښکنې سترګې پورته کړې. زنه يې لړزېده، وارخطا يې و ټوخله او پزه يې وسوڼله، خو څه يې و نه ویل. 

«هو، ریښتیا، بیا د نوي کال په ورځ ستا له لاسه یوه چاینکه او غاب ولوېد او مات سو. دوه روبل به له دې وګرځوم. که څه هم چاینکه تر دې ګرانه وه، خو خیر، نور تاوان يې زه په غاړه اخلم. بل دا چې، ستا د بې غورۍ له کبله، کولیا پر ونې وخوت او جاکټ يې څېري سو، لس روپي يې د جاکټ تاوان. ستا د بې باکۍ له لاسه، زموږ پخوانۍ خادمې د کولیا بوټونه غلا کړل او لاړه، باید خپل پام دې ساتلی وای. ښه معاش درکوو، مفت خو کار نه کوې. نو پنځه نور به د بوټو دا منفي کړو. بیا دې د ثور پر لسمه زما نه لس روبل واخیستې.»

یولیا واسیلیونا وپسېدله، «نه دې مې اخیستي.»

               «ما دلته یادښت لیکی.»

               «ښه، نه پوهېږم. شاید.»

               «د یو څلوېښته چې اووه ویشت واخلو، پاته سوه، څوارلس.»

د یولیا سترګې له اوښکو ډکې سوې، خوله ورباندې وبهېده. خوارکۍ په لړزانه غږ وویل، «ما فقط یو ځل ستا له مېرمنې درې روبل واخیستې، بیا مې له چا پیسې نه دې غوښتي.»

«ښه، له هغې دې هم اخیستي. ته ګوره دا مې لا نه وې لیکلې. اوس د څوارلس نه به درې نور منفي کو، پاته سوه، یوولس. ونیسه، دا يې ستا پیسې. درې، درې، درې... او دا يې هم یو او یو بل روبل، جمعاً یوولس.»

یوولس روبل مې ورکړل. په لړزانه ګوتو يې پیسې واخیستې، خپل جېب ته يې واچولې او ورو يې وویل، «مننه.»

زه ودرېدم. او د اتاق له یوه سره تر بله تلم راتلم. قهرېدلی وم. و مې پوښتله، «د څه لپاره مننه؟»

هغې وویل، «د پیسو په خاطر.»

               «ته نه وینې چې ما خطا ایستلې؟ پیسې مې درنه وښکولې، او ته رانه مننه کوې!»

               «نورو ځایو کې دومره لا نه راکوي، صیب.»

               «دومره لا نه درکوي؟! بیا نو سهي ده. ما ستا سره چل وکړ، یو شیطاني چل. ګپه مې درسره لګوله، یو سبق مې درکوی. اتیا روبل دې درکوم. ټول په دې پاکټ کې دي. خو د افسوس خبره ده، چې سړی داسې بې زبانه وي. ولې دې اعتراض ونکړ؟ ولې غلې پاته سوې؟ ولې دومره ساده يې؟ مګر امکان لري، چې په داسې یوې زمانې کې سړی دونه بې زړه او بې زبانه وي؟»

هغې راته لنډه ترخه خندا وکړه. له څېرې يې پوه سوم چې وايي، «هو، امکان لري.»

د دې تریخ سبق ورکولو  له کبله مې ورنه بخښنه وغوښته او د هغې له تمې خلاف مې اتیا افغانۍ ورکړې. په کراتو يې په عاجزۍ رانه مننه وکړه. پیسې يې واخیستي او لاړه. 

ما ورته کتله، ځان سره مې فکر وکړ، چې «زموږ په نړۍ کې له زوره کار اخیستل او زور ویل، څونه آسانه ده.»

شریک کړئ