INSAN Magazine

یو اوږدمهال پلان

د اسد ۱۸مه ۱۴۰۳

لیکوال: نجیب محفوظ

ژباړه: مامون چخانسوري

 

تر پرونه لوی مشکل لوږه او خواري وه؛ نن ستونزه ډېره شتمني ده. یو پخوانی کور په نیم میلیون. عصام البقلي بیا وزېږید، هغه هم په اویا کلنۍ کې. په زړې هیندارې کې ځانته  ځیر و: د زمانې د لوږې او بدمرغیو له لاسه یو عمر خوړلی تصویر؛ د مخ قالب يې پر وتلي هډوکو زړیدلی پیکه پوست و؛ نری چوختاڼ تندی؛ تتې سترګې چې یو څو باڼه ورباندې پاته وو؛ د مخ غاښونه يې تور او د زامې غاښونه يې نه وو؛ غاړه يې نرۍ او ګونځې. تر اویا کلونو وروسته به په ژوند کې څه پاته وي؟ هو، له دې ټولو ناخوالو سره سره، اوس چې د  بخت غوټه يې خلاصه سوې وه، هغه بیخې په هوا کې ګرځیدی او خمار يې نه ماتیدی. په ژوند کې ډیر کارونه ورڅخه پاته وو چې اوس يې باید وکړي. 

هغه نیستمن عصام البقلي، اوس میلیونر عصام البقلي و. ټولو پخوانيو ملګرو يې چې د ژوندیو په جمع کې راتلل، په اریانۍ ویل، «خبر يې چې د عصام البقلي سره څه سوي؟ له هغه ناکاره سره؟» «کور يې، یو لوی شرکت په نیم میلیون رانیوی.» «نیم میلیون!» «په قرآن!»

د سکاکینې، قبیسې او عباسیه سیمو کې لکه طوفان د دې خبر شورماشور خپور سو.

 کور چې پراخه حویلي يې درلوده او دروازه يې د قشتمر سړک ته مخامخ خلاصیدله، له مور څخه ورته په میراث پاته سو. مور يې لس کاله دمخه د زړښت او زښته ناتوانۍ له کبله وفات سوه. خوارکۍ په خورا ضد د ژوند په تارونو ځان ټینګ نیولی و، تر هغو چې تارونه پوده سوه او وشلیدل او هغه هم ورسره ولویدله. البقلي، د مور په مړینې غمجن نه شو. او بې له کومې خواشینۍ يې ژوند ته په عادي توګه ادامه ورکړه. 

کورنۍ يې د مور له ناچیزه تقاعد او د دې سرپناه (کور) پرته نور څه نه درلودل. عصام البقلي ښوونځۍ پای ته و نه رساوه، نه يې یو کسب زده کړ، او نه یې هم په عمر کې کوم کاروبار وکړ. یو ایله‌ګرد و چې کله کله به يې د چکې لوبو کې، په چل او ول یو څو غرانه ګټل. ملګري يې ګاونډیان او د ځوانۍ او ماشومتوب د وخت کسان وو، هغوی په حوصلې د البقلي پر دغلبازۍ سترګې پټولې. څېرې يې یو ډول معصومیت درلود چې د هغه بد خویونه يې جبرانول او سړی يې مجبورولو چې خطاوې يې وبخښي. د زیاتې بیوزلۍ او د عمر ډېرېدو له کبله خلکو ورسره خواخوږي درلوده.

پلار يې په پوسته‌خانې کې یو کارمند و، او مور ته يې د قشتمر کوچنی کور چې پراخه سپېره حویلۍ يې درلوده، په میراث کې پاته سوی و. نور څه نه، همدومره يې ویل چې د یوې ښې کورنۍ اولاد دی، او قسمت ورسره یاري نه ده کړې. خو ریښتیا دا و چې هغه یو لټ، شُل او بدخویه انسان و، او ډېر ژر له ښوونځي څخه و ایستل سو. تقریباً، ټول عمر د ایزیس په سماور/قهوه‌خانې کې و – کله به يې په پور څه اخیستل، یا يې په چل یو څه ګټل یا هم د ملګرو په مهربانۍ چلیدی. یو ملګری يې، عثمان القله، وکیل و، هغه د پوځ چوک سره په خپل وکالت‌خانې کې، البقلي ته د کار کولو خبره یاده کړه، خو البقلي چې د کار څخه کرکه درلوده، و نه منله. 

کله چې یې ملګري کار ته تلل، او دی یوازې پاتې کېده، ټول وخت يې په ټنبلۍ او خیال‌پلونو تیروی. چې د ټاکنو یا ودونو محفلونو کې، یا د ختم او جنازې مراسمو کې برابر سو، نو په غوړې یې ډوډۍ يې یو څه زړه یخوی. د خپلې معصومې څېرې په جذابیت او د ملګرو په مهربانۍ يې ګذاره کیدل. ټوکې، سندرې او نڅا يې خپل کسب ګرځولی و، چې په دې ډول یوه ګوله ډوډۍ یا د کیک یوه ټوټه، یا هم د چرسو د دود یو څو کشه څوک ورکړي. 

د هغه طبیعي غریزې تږې او محکومې پاتې وې او له کبله يې د جنون تر حده رسیدلی و. د قشتمر کور د لوبیا، بانجان، دال، عدس، او فاسولیا پرته، د سم خوراک سره آشنا نه وو. خیال‌پلوونه يې اکثراً د خوندور خوراکونو او د ځپل سوي جنسي غریزې په اړه وو. د کونډو، طلاق سویو او واده‌والاو سره يې د خپل معشیت کیسې کولې. خو چا يې په خبرو نه باور کاوه او نه یې هم ویل چې دروغ وايي. له ځوانۍ خلکو د یوه سوالګر په سترګه ورته کتل. لیلامي جامې يې اغوستې، د سر ویښتیان يې تر وخت دمخه تللي وو او د مخ رنګ يې هم اکثراً الوتی و.

 

د هغه د معشیت کیسې چا نه منلې، خو د یوې مزدورې سره د اړیکې په کېسې يې ټول خبر وو، چې لس کلونه ترې مشره وه. کله چې البقلي ته په ډاګه سوه چې مزدوره د واده خیال لري، نو تر منځ يې رابطه ډېر ژر لانجمنه سوه. هغې د کار موندلو خبره هم ورته یاده کړې وه، او ورته يې ویلي وه چې د بیکاره سړي لاسونه ناپاک وي. د دواړو تر منځ رابطه په رسوايي او پر مخ او شا د ګذارونو وروسته ختمه سوه. همدغه د هغه د معشیت یوازینۍ کیسه وه چې ګاونډی يې، ښاغلی عثمان القله، شاهد پاتې سوی دی. عثمان په قهوه‌خانې کې حاضرینو ته، د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ، «سمدم لویه تماشه وه. د سکرو جوال په شان یوې پنډې ښځې، زموږ پر زهیر ملګري البقلي، په خپل کور کې، د محترمې مور ومخته يې، داسې چیغې وکړې چې خوارکی يې د سپي تر کونه و ایستی. بس خدای رحم ورباندې وکی چې لانجه د الهلال د زامنو په منځګړتوب ختمه سوه. خو ورپسې، دستي البقلي له خپلې مور سره په جنګ اخته سو.» 

له دې ناوړه تجربې سِوا، هره ښځه چې يې پر سړک لیدل، دغریزې نه په ډکو سترګو يې ورته کتل، او زړه يې کباب کباب کېدی. خېټه يې هم له لوږې رنځور وه. بل څوک نه پیدا کیدی چې زړه ورباندې خالي کړي، مور ته يې مخ اړوی او بد و رد يې ورته ویل. که څه هم پر هغې ډېر ګران و – د یوې زړې ښځې مینه له خپل یوازیني زوی سره زوروره وي. کله به یې چې مور ورته ویل کوم کار ځانته پیدا کړي، یا خپل ژوند سره راټول کړي، هغه به خوله ورباندې خلاصه کړه، «کله له دې دنیا څخه د خیره ځې؟» 

هغې په موسکا ورته وویل، «خدای دې تا په دې خبرو وبخښي. دا چې زه ونه اوسم او زما تقاعدي درته و نه رسیږي، ته به څه وکې؟»

 

  • «کور به خرڅ کړم.»
  • «داسې څوک به پیدا نه کې چې دا کور تر پنځه‌سوه پونډه زیات رانیسي، هغه به هم ته په دوو میاشتو کې مصرف کې، بیا به ګدايي ته کښینې.»

 

په عمر يې له خپلې مور سره په سمه خبره نه وه کړې. ملګرو يې ورته ویل چې د مور سره خپل چلند سم کړي، هسې نه چې له زیات رنځ او غمه يې مړه کړي، او ځان به سوالګرۍ ته اړ باسي. هغوی، د والدینو د احترام په اړه د خدای او رسول د کلام ورته ویل. خو، مایوسۍ، لوږې او غفلت د البقلي له زړه څخه د ایمان ریښې ایستلي وې. خپل ببولالو ته يې ادامه ورکوله، او ملامتي يې پر روانو حالاتو اچوله، لکه د سیاسي ګوندونو تر منځ شخړې، نړیواله جګړه... زړه يې  دونه ډک و چې ویل يې پریږده چې نورې ورانۍ هم وسي، بلا يې ورپسې. 

مور يې بیخي ورڅخه نا‌امیده سوه، او ځان يې خدای ته وسپارئ. کله به چې د خوارې زړه ډک سو، خپل زوي ته يې ویل، «ولې زما د دونه ګرانښت او میني ځواب په بې احترامۍ راکوې؟» هغه به په کنایه ورته وویل، «په دې دنیا کې یو بد شګون دا دی چې ځینې خلک تر خپل اندازې زیات ژوندي پاتیږي.»

ورځ تر بلې ګراني زیاتیدله. تر دې لا زیاته بېوزلي هم سته؟ خپلې مور ته يې وویل چې یو څوک یا یوې کورنۍ ته به خپل اتاق په کرایه ورکړي، او خپله به د مور په خونه کې پر چپرکټ بیده سي. مور يې په ناباورۍ وویل، «دغه هم پاته ده چې د خپل کور دروازه بیګانه‌ګانو ته خلاصه کړو!»

  •  
  • - هغه ورباندې چیغه کړه، «د لوږې نه تر مړه کیدو خو ښه وي.»
  • حویلۍ ته يې وکتل او وبنګید، «سپیره ډاګ دی، ته وا د فوټبال میدانۍ ده. هېڅ په درد نه خوري.»  

 

یو کمیشن‌کار، یو کلیوال شاګرد ورته پیدا کړ چې اتاق يې په یو پونډ په کرایه ونیو. ملګرو يې ملنډې وهلې چې له قشتمر کور څخه لیلیه جوړه سوې، او مور ته يې د «مدیره صاحبه البقلي» لقب ورکړ. خو هغه يې دونه په کیسه کې نه و او ویل يې، «خیر، داسې ورځې هم راځي چې خانداني خلک تحقیریږي.»

هغه، د نورو په شان د هوايي بمباریو څخه نه وېریدی. د خطر زنګ ورته بې تفاوته و، په قهوه خانه کې به ناست و او د خپل ځای څخه يې ښور نه خورئ،  او پناه‌ځایونه ورته معلوم نه وو. د دې شیانو په کیسه کې نه و، خو، د عمر تیریدو ته يې پام و، څلویښت کالونه يې پوره کیدل، خو نه يې کله په مړه خیټه خوندوره ډوډۍ خوړلې او نه يې هم د کومې ښایستې انجلۍ سره له جماع څخه لذت وړی و. حتی په وطن کې انقلاب ورباندې کوم تاثیر ونکړ. هغه به په کنایه ویل چې «داسې بریښي چې دا انقلاب زموږ د جایداد‌ والاو په خلاف دی.»

په ګرده عمر کې يې یو اخبار لا نه و لوستی. معلومات يې د ملګرو سره د ناستې او ولاړې څخه لاسته راوړل. عمر يې لا زیات سو، تر پنځوسو کالونو واوښت. مور يې ډیره زړه، ناتوانه او ګوشه‌نشینه سوه. وضع يې بیخې خرابه سوه، بیا یو ملګري ډاکټر يې مور معاینه کړه، او ویې ویل چې د زړه ناروغي لري، نسخه يې ورته ولیکله او د استراحت سپارښت يې ورته وکړ. هغې آرام نه سو کولای، دوا هم ورته نه رسیدله. دممهال، البقلي په دې چرتونو کې سو چې که د مور تقاعدي يې بنده سي، هغه به په څه ګذاره وکړي. مور يې شیبه په شیبه مرګ ته نیږدې کېدله. بالاخره چې یو سهار له خوبه ویښ سو، و يې موندل چې د مور ساه يې ختلې وه. مخکې تر دې چې د خپل مور مخ پټ کړي، له لیرې يې ښه ګړۍ ورته وکتل. داسې احساس يې وکړ ته وا یوې پخوانۍ خاطرې ته ګوري. د سهار هاغه شیبه د خپګان او د حسرت ډکه وه.

سمدستي د خپل یو شتمن ملګري، ښاغلې نوح چې رهنمای معاملات يې درلود، څنګه ته ولاړ. ملګري يې د جنازې او دفن لازم ترتیبات ونیول، او دا یې هم ورته وویل چې که هر څونه يې لاس تنګ هم سي، کور دې نه خرڅوي. عصام البقلي، په دې فکر کې و چې تر څو به د چکې په لوبو کې د چل په ګټلو، او د اتاق په کرایې ګذاره کوي. د ملګرو سخاوت به يې هم ختم سي. نو، د ښار په ګوښه سیمو کې يې په سوالګرۍ پیل وکړ، چې بې ګټې نه و. 

ورځې، پر له پسې تیریدې. یو رهبر مړ سو، بل يې ځای ونیو. بیا د «پرانیستې دروازې» کړنلاره عملي سوه چې د نورې نړۍ سره کاروبار آزاد سو. د هغه عمر اویا کلونو ته ورسیدی، د مایوسۍ اویا کاله.

ګراني آسمان ته وختله، په سوالګرۍ نور ګذاره نه کېدله. د ملګرو مهرباني يې په صفر کې ضرب سوه. د ده له بده مرغه، ځینې ملګري يې له نړۍ څخه، په اصطلاح، کډه کړې وه. او پاته يې ځانو ته په انزوا کې آرام ژوند غوره کړی و. او دی د بربادۍ کندې ته د لویدو په حال کې و – څومره یو خوار او ناامیده زوړ سړی.

بیا یوه ورځ د هغه د ژوند تیارې وریځې لیرې سوې او د رڼا څریکې د یوه کمیشن‌کار په بڼه ښکاره سوه – ته وا د جنت څخه یوه ملایکه ورته نازله سوې وي. د دوو ملګرو، یو وکیل او بل رهنمای معاملات والا، په حضور کې، د کور د خرڅلاو معامله تر سره سوه، او ډېر لوی رقم د هغه بانکي حساب ته ولیږل سو.

له نوموړې معاملې وروسته، درې واړه، الحضر سړک کې، په یوې ارزانه قهوه‌خانې کې کیناستل. داسې یوه غریبانه قهوه‌خانه چې د دې میلیونر د ظاهري بڼې سره جوړ راتله. عصام البقلي د خوښۍ او رضایت یوه داسې  ژوره ساه وایستل چې په الفاظو نه بیانیږي. هغه په عمر کې، د لومړي ځل لپاره، په سمه معنی خوشحاله و. خو بیا هم، یو څه ورک غوندې و، ملګرو ته يې وویل، «تاسې دواړه ما یواځې پرې نږدی.»

وکیل ملګري يې، عثمان القله، په خندا وویل، «سر له ننه، نور نو ته چاته ضرورت نه لرې.» 

خو، ښاغلي نوح وویل، «یاره، دی لیونی شانتې دی، یو څوک باید ګام په ګام لار ورته وښيي.»

البقلي د مننې اظهار وکړ ، «زما په ژوند کې تاسې دواړه، تر ټولو ښه خلک یاست چې پیژنم يې.»

ښاغلي نوح وویل، «ځینې کارونه باید و نه ځنډول سي، او دستي باید لاس په کار سو. تر هر څه مخکې باید یو تُرکي حمام ته ولاړ سې او دا ټوله خیري دې پریوې چې اصلي څیره دې معلومه سي.»

- «هسې نه چې په بانک کې مې بیا څوک و نه پیژني.»

« ویښتیان اصلاح او ږیره دې چټ که. بیا، دغه نن به درته یوه جوړه نوې تیاره دریشي او جامې واخلو او یو ښه هوټل کې به درته یو اتاق ونیسو چې څوک شک درباندې ونکړي.»

- «دایمي په هوټل کې پاته نه سم؟»

وکیل ملګري يې ځواب ورکړ، «که دې زړه وغواړې، ولي نه. هلته هر څه سته...»

ښاغلي نوح وویل، «اپارتمان هم خپل ښه‌والی لري.»

البقلي وویل، «خو اپارتمان له ناوې پرته خوند نه کوي.»

- «ناوې؟!»

- «ولې نه؟ فکر نه کوم چې زه به په دنیا کې لومړی یا آخري سړی و اوسم چې په اویا کلنۍ کې زوم سوی وي!»

- «دا نو یوه معضله سوه»

- «ګوره په یاد دې وي چې زوم یو میلیونر دی.»

- وکیل ملګري يې په خندا وویل، «دا خبره خو ده، خو یوازې بې لارې او مطلبي خلک به دې خواته را کش سي...»

البقلي په کرکې وویل، «بې لارې يا پر لارې په پای کې ټول یو ډول دي!»

نوح وویل، «نه بابا، مخ به دې اړولی نه وي چې بیرته به دې ګدايي ته مجبور کړي.»

وکیل ملګري يې وویل، «راځئ چې د اوس لپاره پر دې موضوع بحث ونکړو.»

- عصام البقلي وویل، «د ښځې موضوع د ځنډولو نه ده، تر نوي دریشۍ عاجله موضوع ده.»

- «که د ساتیرۍ خبره وي، نو ډیرې موکې سته. د شپې کلپونه او د تفریح ځایونه پریمانه دي.»

- «په دې سفر کې ستاسې یارۍ ته ضرورت لرم.»

- « یاره موږ خو کالونه مخکې د عیاشۍ او شوخیانو سره مخه ښه وکړه.»

- «نو زه به څنګه یوازې ګذاره وکم؟»

- «د چا جیب چې د پیسو ډک وي، په عمر یوازې نه وي.»

ښاغلي نوح وویل، «ښه، بله پلا چې سره یوځای سوو، د پیسو په پانګونه باید بحث وکو. منطق وايي چې مصرف باید د عاید څخه وسي نه د پانګې څخه.»

البقلي اعتراض وکړ، «ګوره، لکه چې د هیره دې وځي چې  زه یو  اویا کلن سړی یم. هیڅوک هم نه لرم چې په میراث کې ورته څه پریږدم.»

- «بیا هم!»

وکیل وویل، «زموږ لپاره اوس ښه خبره دا ده چې بسم الله کړو.»

کله چې هغوی ماښام سره یوځای سول، عصام البقلي نوې دریشي اغوستې وه او څېره او بنیه يې بدله وه. که څه هم د بدن خیري يې ایسته وې، خو د زاړه خواریو او رنځونو نښې نښانې لا پاته وې. 

- وکیل په خندا وویل،  «هو هو. په خدای چې سمدم زوم ښکارې. آغا داماد!» 

عثمان القله د نیل هوټل مدیر پیژندی او کوم شراکت يې ورسره درلود. هلته يې البقلي ته یو لوکس اتاق ونیو. البقلي سمدستي خپل ملګري ماښام میلمانه کړل. تر ډوډۍ مخکې يې یو څو پېکونه پر سره پورته کړه، ډوډۍ يې وخوړله او د سبا لپاره يې پلانونه جوړ کړل. په پای کې، البقلي د نوح تر موټر پورې خپل ملګري بدرګه کړل، خو خپله بیرته هوټل ته و نه ‌ګرځیدی.

یو ټکسي يې دربست کړ او راساً په محمد علي سړک کې یو نامي رستوران ته ولاړ. څه چې يې مخکې خوړلي وو، په نظر يې سمه ډوډۍ نه ورتله، ځان سره يې وویل چې هغه هسې د اشتها خلاصولو دپاره وه. رستوارن کې يې ښه غوړه او ګرمه کله و پاچه فرمایش ورکړه، او په ډک زړه يې دونه وخوړل چې وپړسیدی. پسې يې خواږه خوړو ته زړه وسو؛ او فرني،کیک او جلبۍ يې نوشجان کړې – ته وا د خوړولو په مرض اخته سوی و.

 

تر نیمې شپې لږ مخکې هوټل ته ورسیدی. سړی د زیات خوارک له لاسه بیخې ګنس و. د خپل اتاق دروازه يې وتړل، یو ډول دروندوالی يې احساس کړ چې نیږدې و ولویږي، د بدن ټول غړي يې سُست سوه. خپل کُرتې يې و ایستل. د حرکت نه و. د بوټو او جامو سره پر کټ وغځید، ګروپان يې لا ګُل نه کړه. پر خیټې، ځیکر او زړه يې یو دروندوالی احساس کړ. دا څه ډول دروند بار ورباندې پروت دی؟ څه يې ساه تنګوي؟ لکه یو چا چې تر ستوني ټینګ نیولی وي. غوښتل يې د مرستې ناره وکړي، د هوټل د زنګ پسې يې وکتل، غوښتل چې چا ته ټلیفون وکړي، خو ګرسره د ښور نه و. لاس او پښې يې د کاره لویدلي وه او د خولې څخه يې غږ نه وتی. شاوخوا د کمک کسان وو، د لومړنۍ مرستو صندوق هم و، خو څنګه به ځان ورته ورسوي؟ دا څه ډول عجیب شانته حالت دی چې د انسان څخه ټول توان او اراده اخلي، او په بشپړ توګه يې نیست کړي؟ آه، دغه به مرګ وي. چې اجل ورسیږي نه يې دفاع کېدای سي او نه هم ورسره مقاومت. په خورا وارخطايي يې مدیر ته... نوح ته، عثمان ته، خپل شتمنۍ ته، ناوې ته، هیلۍ ته... د مرستي لپاره خوله وښورول، خو هیڅوک او هیڅ شی يې داد ته و نه رسید. ولې کومه معجزه نه کیږي؟ یا خدایه دا څه وسوه، دا څه وسوه!

شریک کړئ