INSAN Magazine

دوه مخی - انتوان چېخوف لنډه کیسه

د اسد ۱۸مه ۱۴۰۳

دوه مخی 

اصلي عنوان: څو رنګه سرمښکۍ Chameleon

لیکوال: انتوان چېخوف

ژباړه: مامون چخانسوري

 

د پولیس آمر، اچمیلوف، نوی بالاپوش اغوستی، یوه دوسیه یې تر بغل لاندې  نیولې، د چوک بازار څخه د تیریدو په حال کې دی؛ او  تر شا يې یو عسکر، د ضبط سوي توتانو ډک سبد په لاس کې، روان دی. شاوخوا چپه چوپتیا ده. په چوک کې هیڅ بینادم نه لیدل کیږي... د دوکانو او میکدو خلاصې دروازې، لکه وږي خولې، د خدای دې بې‌روزګارۍ ته اندیښمن دي؛ دوی ته نیږدې یو سوالګر لا نه تر سترګو کیږي.

 

اچمیلوف دفعتاً یو غږ اوري، «غاښ لګوې؟ وحشي ځناوره!». «هلی هلکانو، مه يې پریږدئ چې ولاړ سي! هغه ورځې تېرې سوې، اوس داړل منع دي! راګیر يې کړئ! هله...اه!»

 

هماغه شیبه د یوه سپي انګولاوې هم تر غوږو راځي. اچمیلوف د غږ خواته ګوري  او یو سپی ویني چې په دریو پښو  وارخطا ګوډ ګوډ خو چابک د پیچوګین د لرګو ګدام څخه وځي او غواړي وتښتي. یو کس چې شخ نخي کمیس يې پر تن او د واسکټ تڼې يې خلاصې دي، په سپي پسې دی. سړی هغسې په منډه ځان مخ ته کږوي او پر ځمکه ځان غورځوي، سپی د شا دوو پښو څخه ټینګ نیسي. یو ځل بیا د سپي انګولا/غپا او د خلکو نارې اوریدل کیږي، «ایله يې نه کې!» د دوکانو څخه خوبجني څهرې سرونه باسي او ډیر ژر د لرګو ګدام مخ ته ګڼه‌ګوڼه جوړيږي - ته وا دا دومره خلک له آسمانه را ولویدل.

 

عسکر خپل آمر ته مخ اړوي او وايي، «صیب، لکه چې کومه لانجه ده...»

 

اچمیلوف کیڼ لور ته نیم دور خوري او د خلکو خوا ته ځي.

 

د ګدام دروازې څنګه، هغه سړی چې د واسکټ توکمې يې خلاصي دي ولاړ دی، راسته لاس ېې پورته نیولی او خپل په وینو لړلې ګوته خلکو ته ښيي.  د نیمه نشه حالت څخه يې داسې ښکاري ته وا نارې وهي چې: «زه به درسره جوړ سم. حرمونیه!» ګوندې په وینه ګوته يې د بریا پرچم دی. اچمیلوف يې دستي پیژني -  دا زرګر خریوکین دی. او مجرم، د دې ټول شورماشور لامل، یو سپین کوتری دی، چې نری وربوز او پر شا د زیړ ویښتیانو ټاپه لري. سپي لاسونه غځولي، ټول بدن يې ریژدي، او د خلکو د محاصرې په منځ کې پر ځمکه ناست دی. په اوښکنو سترګو کې يې ویره او وحشت ښکاري.

 

اچمیلوف د خلکو منځ کې ځان ته لار خلاصوي او پوښتنه کوي، «دا څه روان دي؟» «ته دلته څه کوې؟ ولي دي ګوته پورته نیولې...؟ چا نارې وهلې؟»

 

خریوکین خپل موټ خولې ته نیسي، ټوخي او وايي، «صیب، زه دلته یواځې روان وم، په چا مې کار هم نه درلود. د میتري میتریچ سره مې د سون پر لرګو خبرې کول، ناڅاپه او ناکه دغه وحشي ځناور خیز کړه او زما ګوته يې په غاښ کړه... بخښنه دي وي صیب، زه یو کاریګر سړی یم... زما کار ظرافت غواړي... باید د دې تاوان واخلم، مګر کیږي چې یوه هفته خپل ګوته ونه سم ښورولای... صیب، کوم قانون یو حیوان ته اجازه ورکوي چې...؟ که هر څوک داسې وداړل سي، ښه به دا وي چې نور نو د ژوند څخه لاسونه ومینځو.»

 

اچمیلوف ټوخي، خپل ورځې پورته کاږي او په جدي لحن وايي، «هومم، ښه، ښه. دا سپی د چا دی؟ دغسې به يې پرې نږدم! خپل سپي په کوڅو کې ایله کوي، خیریت خو دی؟ هغه جنابان چې قانون نه مراعاتوي له هغوی سره ښه کول په کار نه دي. د دې سپي خاوند به، چې هر څوک وي، داسې جریمه کړم چې نور په عمر سپي او داسې چارپایان په کوڅو کې ایله نه کي. ښه سبک به ورته ورکم.» بیا خپل عسکر ته وايي، «یلدرین! وګوره دا د چا سپی دی. عریضه هم ولیکه. او سپی باید له منځه یوړل سي. دستي.  لیونی سپی ښکاري... وایم دا د چا سپی دی؟»

 

 له ګڼې ګوڼې څخه یوه  غږ کړه، «ګمان کوم د جنرال ژیګالوف دی.»

 

«جنرال ژیګالوف، هومم... یلدرین، ته خو زما بالاپوش درسره ونیسه... څونه ګرمي سوه! ته وا باران به و وري...» بیا مخ خریوکین ته اړوي او وايي،«په یو شي مې سر نه خلاصیږي چې څنګه يې ته وداړلې؟ کله يې قد ستا تر ګوتي رسیږي. دا دونه کوچنی سپی او ته نامخدا یو غټ چار شانه سړی... ګوته به دې په کوم میخ ژوبله کړې وي، او بیا په دې فکر سوی چې راځه تاوان يې د یو چا څخه واخلم... تا غوندې دغل‌بازان ښه پیژنم!»

 

د خلکو څخه یو کس وايي، «صیب، خریوکین هسې په ټوکو غوښتل د سپي پر تندي سګریټ مړ کړي، سپی خو هم ملایکه نه ده، ټوپ يې کړه او ګوته يې ورڅخه په غاښ کړه. دی خو پیژنی چې هسې یو کم‌عقله سړی دی، صیب!»

خریوکین نارې وهي، «ولې درواغ وايې، چپکه! ته کله هلته وې چې اوس د ځانه ګډ يې؟ آمر صاحب هوښیار سړی دی خپله پوهیږي چې څوک درواغ وايي او څوک ریښتیا، خدای حاضر او ناظر دی... که زه درواغ وایم محاکمه مې کړی... قاضي په قانون ښه پوهیږي... هغه وختونه تیر سوه... اوس قانون ټولو ته په یوه سترګه ګوري. زما خپل ورور  د پولیس ژاندارم کې خدمت کوي.»

 

اچمیلوف: «بس، نارې مه وهئ!»

 

دې وخت کې عسکر په جدي لحن او په چرتي انداز وايي، «نه، دا د جنرال سپی نه دی. جنرال صیب او داسې یو سپی، نه. د هغه دا ښکاري سپیان دي.»

 

«مطمئین يې؟»

 

«هو، صیب.»

 

اچمیلوف وايي، « زه هم پوهیږم چې د جنرال صیب سپیان قیمتي او اصیل دي. او دا سپی خو په دوو روپو هم نه ارزي! نه يې ویښته د کار دي، نه هم چنداني شکل لري... حتماً د کوم کم اصله نسل څخه دی... تاسو خپله لږ فکر وکړئ، مګر امکان لري جنرال صیب داسې سپي په خپل کور کې وساتي؟! پوهیږی که داسې یو سپی په مسکو یا پیټرزبرګ کې ولیدل سي څه ورسره کوي؟ قانون مانون ته نه ګوري، بس د سترګو په رپ کې يې هغه دم وژني. خریوکینه غوږ سه، ته ژوبل سوی يې، د خپل دعوا څخه باید تیر نه سی... دې کسانو سره باید حساب وکو! اوس يې وخت دی چې...!»

 

عسکر يې چرتي و، ځان سره يې په لوړ غږ وویل، «شاید هم د جنرال وي. پر تندي خو يې نه دي لیکلي چې د چا دی... ها بله ورځ مې دغسې یو دانه د جنرال صیب په کور کې ولیدی.»

 

له ګڼه‌ګوڼې څخه یو غږ پورته سو، «د جنرال دی، زه يې پيژنم!»

 

اچمیلوف خپل عسکر ته وايي، «یلدرین، ته خو زما بالاپوش راکه، ساړه مې کیږي... څه بلا یخ سو... داسې یو کار وکه چې دا سپی د جنرال صیب کور ته بوځه، او  هلته معلومات وکه... ورته ووایه چې سپی ما پیدا کړ او د دوی حضور ته مې واستوی. په ضمن کې دا هم ورته ووایه چې د باندې يې پرې نږدي... قیمتي سپی دی، او که هر خبیث يې پر تندي سګریټ ګُل کړي، دا بې‌زبانه به فیصله سي، نازک حیوان دی... او ته بی‌شعور انسانه! کښته که لاس دي، په سر کې دي د ماغزو پر ځای واښه دي. ضرور نه ده چې خپل مرداره ګوته نندارې ته ونیسی. اصلن ته خپله ملامت يې...»

 

عسکر: «ها دی د جنرال صیب آشپز دیخوا ته را روان دی، د هغه څخه به پوښتنه وکو... پروخور! سلام! دلته راسه ګرانه! دې سپي ته وګوره... دا ستاسو دی؟»

 

پروخور: «تاسو څه وایاست! موږ هیڅکله دا ډول سپیان نه لرو!»

 

اچمیلوف وویل، «دا خو پوښتنه نه غواړي. معلومدار چې د کوڅې سپی دی! دونه بحث و جنجال ته هم ضرورت نسته... چې دی وایي ایله سپی دی، نو حتمن ایله دی... باید له منځه ولاړ سي، خبره ختمه.»

 

پروخور د خپل تیرو خبرو په ادامه، «ما وویل چې دا زموږ سپی نه دی، خو د جنرال صیب د ورور دی. هغه څو ورځې دمخه راغلی دی. زموږ جنرال صیب د داسې سپیانو سره جوړ نه دی، خو ورور يې بیا شوقي دی...»

 

اچمیلوف په مینه‌ناکه انداز او موسکا پر خوله وايي، «ښه، دا څه وايې، یعنې د جنرال صیب ورور، ولادیمیر ایوانوویچ، تشریف راوړی؟ په خدای که اصلن زه خبر وم. دیدن ته راغلی، هه؟»

 

«هو، صیب.»

 

«ښه، ښه. زه هیڅ... حتماً د خپل ورور پسې دیغ سوی و... زه هیڅ خبر نه وم. ښه، نو دا د هغه سپی دی؟ ډیر خوشحاله سوم... ځان سره يې کور ته بوځه... بد سپی نه دی...چابک او زیرک حیوان دی. ټوپ يې کړه او د دې سړي ګوته يې په غاښ کړه! هه-هه-هه... خوارکی تر اوسه ریژدي... بی‌زبانه اوس هم چونګ‌چونګ کوي... ښایسته پاپي‌ګک دی.»

 

پروخور، کوتري ته نارې وهي او د سپي سره د ګدام د دروازې څخه لیري ځي. خلک پر خریوکین خاندي.

 

اچمیلوف، خریوکین ته د تهدید ګوته نیسي، «ته صبر وکه، زه بیا درسره جوړیږم!» بالاپوش کې ځان پیچي او د چوک له بازار څخه وځي.

 

شریک کړئ