INSAN Magazine

ځیرک خوشال | خوشحال خان ۳۳۱م تلین

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

یادښت:
په ۱۳۴۵ کال د اسد په ۲۴مه پښتو ټولنې د خوشال خان خټک د ۲۸۶ تلین په مناسبت په کابل کې د "ننګیالی خوشال" په نوم یو ستر سمینار جوړ کړی و. په دې سمېنار کې چې د کورنیو او بهرنیو پوهانو په شمول ویناوې او مقالې اورول شوې وې، انسان مجله د خوشال خټک د ۳۳۱ تلین په مناسبت یو شمېر مقالې بیاځلي خپروي تر څو د دې ستر شاعر او مفکر په اړه د تاریخي متن لوستنه آسانه او پراخه او د نویو مطالعاتو لپاره یوه محتوايي زمینه رامنځته کړي.

 

کنه زه تر زوړ زمریه لا ځیرک یم!

په شاعرۍ او جګړې مشهور خوشال خان زموږ د نسل لپاره د ځینو وچو پوهېدنو له لوري نور د شهرت او ځینو لویو صفتونو تر شا پټ دی او نه ښکارېږي. زما په آند خوشحال خان په دغه ډول شخصیت چې موږ ورته تراشلی محکوم شوی دی او تورن دی چې ده په ژوند کې توره او قلم سره ګډ کارول! دې پېژندنې سره نژدې کړي یو چې د خوشال په اړه د تاوتریخوالي، بابایۍ، حکمیت، باغي­توب او عرفي ژوند په پلویتوب تصور او فکرونه ولرو. ځینې مهال د پدیدو د ښې موندنې لپاره اړتیا وي چې شته معرفت وننګول شي او دا دی موږ هم پر دې شته خوشال­پوهنې شک کوو. فرض دا دی چې ځینې شته علمي کارونه هم پر هغو ناسمو فرضیاتو او روایاتو تکیه لري چې هغه ناسم دي او ډېر ذهني دي تر واقعیته او له بلې خوا نتیجه هم ښکاروي چې نوي څه د خوشال په هکله نه وړاندي کېږي سره د دې چې څېړنې کېږي او شننې هم.

د خوشال خان غوندې یو وګړي داسې پېژندل له نسلونو سره ځانګړې مرسته نه کوي او بلکې دا ستونزې هم جوړولی شي چې دوي د ابهام، منځ­تشي ویاړ، بې­خبره اړیکو او پوهېدل­شوې محتوا په بسنه راضي او قانع وګرځوي. نورې هڅې د ده په هکل پاتې شي او عام شوي بیتونه یې د ده د پېژندلو لپاره له یوې خوا او د اوسني نسل په ژوند کې د مفید واقع کېدو نه د خوشال په لرې کولو کې کافي او سم و ارزول شي.

په دغه لیکنه کې غواړم ووایم چې موږ د خوشال په هکله نویو هغو دریڅو خلاصولو ته اړتیا لرو چې اړیکه مو له خوشال سره بدله کړي. باور مې دا دی چې د خوشال په افکارو کې او د ده په محتوا کې ځینې داسې ځانګړتیاوې شته چې اوسني انسانان هم ورته اړتیا لري، په پوهېدلو یې هغه اړخونه هم فعالېدلی شي چې په نه پوهېدلو یې نسل محتاج وي. سره د دې چې خوشال زموږ د تاریخ یوه ستره برخه ده او دی په دې هکله په زیاته اندازه ستایل شوی. په دې لیکنه کې به دا تمه نه وي چې خوشال دې وستایل شي، بلکې د هغه اړوند به یو څو مهم ټکي چې د خوشال پېژندنې په برخه کې مرسته کولی شي شریک شي.

 

د تورې او قلم کلیشه

د تورې او قلم فکرونه ډېر خوشې دي، دا د ډېرې ساده وېشې نه پورته شوي چې نړۍ له پوهې او عمل نه جوړه شوې بولي. او په خوشحال خان کې عمل د جګړې، او نظر د علم سمبول را اخلي. د شعرونو نړۍ یې د ده د نظر د بیان لپاره او د ده مبارزې د ده د عمل لپاره د اسنادو په توګه راغبرګوي. دا اټکلونه سره د دې چې د خوشال په هکله مشهورې او سمې ګڼل شوې دي، زمونږ د فکر کولو او بیاپېژندلو مخ­نیونه یې کړې.

کله چې سیسټمونه پر بهیرونو اغېزناک وګڼل شي، خوشال خان د تورې او قلم استازی ګڼل، موږ اړ باسي چې ورسره یو خاص عرفي او مذهبي چلند وکړو. دا چلند دا اخلاق مذهبي پانګه لري او رسوي مو دې ته چې خوشال د ښه او بد تر منځ تقسیم کړو او ووایو چې (ډېر ښه انسان وه). ماته خو د شته خوشال­پېژندنې له لوستل­شویو متونو څخه بل ډول نه ښکاري. زما اصلي تمرکز به پر دې وي چې د وګړي ټولنیز هغه رولونه چې له د ټولنو عرفي او عنعنوي تجربه یې بشپړه کړې وي، څنګه د خوشال خان لخوا ترسره کېږي. ده خپله ټولنه څنګه طی کړې او هغه خوا کې ولاړ دی چې باید خپل خلک را ټول کړي او اېډیالوژيک دریځ باندې یې ټینګار وکړي. له خوشال سره د وخت له اړخه واټن اخیستل، د پوهېدنې لړۍ او بڼه ډېره بدلوي. موږ نن داسې علمي وېشې او ډولونه لرو، د هر څه د پېژندنې لپاره شته میټوډولوژۍ او د هرڅه د پېژندنې اهداف پر ټول شناخت اغېزې لري. موږ خوشال له دغو درېواړه اړخونو په زاړه تصور او زړو فرضیاتو پېژنو.

له پوره احتیاط سره چې خوشال یو انسان دی نه یو څیز، دا لاندې جزئیات په معرفتي برخه کې وړاندې کوم. نن خوشال همغه موضوع نه ده چې د ده پخپله زمانه او لږ څه وروسته پېړۍ کې وه، نن یوه تاریخي او فرهنګي موضوع ده او کېدی شي د فرضیاتو له بدلولو سره بېل موضوعیت واخلي. همداسې د میتود اړوند ډېرې خبرې منځ ته راځي. زموږ موخې د هغه له پېژندلو څه دي دا هم پر پوهېدنې اغېز پرېږدي. موږ د دې لپاره چې په پښتو ادبیاتو او پښتنه دنیا کې د ځینو اړخو ځان بشپړ احساس کړو نو بیا دی کافي او شافي کړو. فکر کوو د هویت، افکارو، دریځونو، اعتقاداتو، چلندونو او هر بل حیثه له ده سره تر هغه کچې سم او همغږي یاستو چې نه یې د ویلو اړتیا شته او نه یې د لوستلو او پوهېدلو. موږ خپل فرضیات د ده په مسرو ور سم کړي او هلته یې تصدیق ترې اخلو. حال دا چې د شعرېدنې په برخه کې به یې زه دا هم یو څه روښانه کړم چې څومره ستونزې درلودلی شي.

خوشال د خلک­پېژندنې په زمینه کې د قوم، قبیلې، خېلونو او ټبرونو سره ډېر اشنا وه او خبرې یې په همدې بڼه مانا پیدا کولی شي. نن چې دغو علمونو وده کړې دا مفاهیم او اصطلاحات د هغې پېړۍ ټولنیزه او فرهنګي پانګه بدله کړې او نورې تجربې ورته محتوا شوې دي. که موږ نن هم د خوشال چې یو کلاسیک لیکوال کېږي، په خبره همسې پوهېږو او ژبه یې راته همغه ده، یوه مانا یې دا راکوي چې زموږ ژبې او پوهېدنې هېڅ تغییر نه دی کړی او همغه یو چې وو. حال دا چې د ټولو اړخو بشپړ بدلون راغلی او موږ له خوشال سره له درې پېړۍ را دې خوا ځایه اړیکې لرو.

یو ستر لامل دا دی چې په دې هکله خبرې نه دې شوي او لږ غږېدلي یو. که شوې دي نو همدغه ټولې مقالې او ناستې چې پښتو ټولنې او ځینو نورو بنسټونو کړې دي، دلته را ټولې شوې دي او تقریبا لوستل­شوي متنونه یې یوه خبره کوي او دا خبره د خوشال په هکله نوره بې­خونده کلیشه ده.

زما هڅه به دا وي چې وښیم خوشال د خپلې ټولنې یو وګړی وه چې ځینو شرایطو د ده په پخولو او جوړولو کې ونډه درلوده او دلته هم څه جزئیات په لاس کې نه لرو یوازې کلیات دي چې سیاستونو او د همغه مهال هند او پښتونخوا شرایطو کې را اخیستل شوي.

 

شاعرانه مخاوی

د شاعرۍ اړوند یو باور دا دی چې شعر ژوند کول دي نه څه ویل. البته هغه شاعران چې داسې له دغه تفکر او مهارت سره تړلي وي چې شعرېدل یې یوازینی کار وي، د هغوي لپاره شعر ژوند نه ژوند کول دي چې دلته یې شعرېدنه ګڼم.

د شعر مانا پخپله یوه ستونزه ده. شعر په هر لوستونکي کې د ماناورکولو او پوهېدنې فرهنګ لري. هر لوستونکی یوازې په هغو برخو کې چې عیني او ټولنیز دي، او هغه ځای چې د واقعیتونو په هکله لږ تر لږه وَرته ژبني کلمات او نومونه واضح او محدود دي، مشترکه پوهېدنه لري، نور هر یو بېل پوهېږي او بېل یې لولي. په دې توګه ټول هغه فرضي سنجشونه، اټکلونه او نظرونه چې د لوستونکي جهان­بیني یې جوړه کړې وي، هغه شعرونو ته په ورتګ تصدیقېږي. د شعر لخوا تأیید پیدا کوي.

د څېړنې د اصولو له مخې دغه ډول متن­لوستنه او پېژندنه کې منظمه پوښتنه درلودل د ځانګړې پوهېدنې لپاره مهم شرط دی. دا اوسنۍ شته ټوله مخکړنه خوشال خان زموږ د شعریت پر اساس وه او خوشال خان په شعر کې راته معرفي شوی اتل دی. پوښتنې مو هم له همدغه ډوله او همدغه ځایه لوړې نه ځي. همغه پوښتنې کوو چې هغه ځواب شوې دي، او د پوښتنو د نشتون په حالت کې هېڅ ځواب نشته دی. موږ له شته ځوابونو سره د تکرار، کسالت، کلیشو، عرفي کېدو او ورځني کېدو په هغه ډول اخته شوي یاستو چې پېړۍ پېړۍ پکې معرفت نه بدلېږي.

د دې ټولو له منلو سربېره که پښتو شاعري د موضوع له مخې په دا ډول­بندیو کې سمه راځي نو دا اوس او پخوا شعرونه یو ډول او یو څه دي. د خوشال ټول شاعرانه رول ټولنې ته د ننګ ادبیات، د تورې او جګړې ادبیات، د ویر او غم ادبیات، د انسان د منځنیو ځواکونو د غبرګون ادبیات، د ستاینې ادبیات، تاریخي ادبیات، عاشقانه ادبیات، او ... منځ ته راوړي چې اوس هم همغه دي. اصلا داسې وېشې او داسې پوښتنې دي چې له کم­تغییره دریځونو یې اخته کړي یاستو.

په همدې اوسنۍ ټولنه کې چې خپل عرفي او عنعنوي اخلاقي ارزښتونه لري، یو مورد په نښه کړئ او خوشال خان ته مراجعه وکړئ، په متعارف میتود همغه ځواب اخلو چې ټولنه کې عام دی، هر یو همغه ځواب ورکوي. دا داسې هم ښکاروي چې دا د پښتنې ټولنې په نامه هر څومره پراخه مجموعه چې ده یوه داسې کلکه او څرګنده ټولګه ده چې ټول وګړي یې په مساوي ډول مشابهت او هویت لري. هر څه ورته یو ډول او واضح دي. د ټولو د تصمیم نیولو میکانیزم یو دی او ټولو ته څرګند دی چې څنګه کوم غبرګون وښيي.

دا یوازې د یوې خاصې کچې بحث دی او کله چې دا له دغې سطحې را وغورځوو، ډېرې شننې ترې راترلاسه کېږي. غوښتنه مې دا ده چې د خوشال د شعري شخصیت په هکله انتقادي دریځ غوره کړو او نورو ابعادو ته ورشو. خوشال د یو ټولنیز وګړي په توګه، څوک دی او څه غواړي، هغه پوښتنه ده چې لاندې یې اوس د ځوابولو هڅه کوم.

 

د خوشال وګړیتوب

وګړی تر اوسه د ټولنې غړی پېژندل شوی. هر وګړي کې د الفت صیب په وینا مکمله ټولنه را ټوله ده او هر وګړی د ټولنې یوه برخه ده. د وګړباوریو او ټولنباوریو ورها خوا دا بحث جالب او مهم دی چې هره ټولنه سره د دې چې ډېری وګړي اطاعت او ورته­والي ته رابولي، همداسې د ځینو وګړیو څخه اطاعت کوي او د هغو تر شا ورځي.

هره ټولنه د خپل د دوام لپاره اړتیا لري چې ځینې داسې وګړي وروزي چې نور په ځان پسې کړي او د ټولنې د تکامل دېوالونه پورته کړي. لکه تر دې چې زیات دې ته ضرورت لري چې ډېری غړي له ځینو ځینو اطاعت ته را وبولي. دا لړۍ د ټولو وګړو پورې رسېږي چې ځینې را وبولي او لا هغه نظم ته یې راوبولي چې قانع دی مصلحت او ګټه لري. د کورنۍ مشران غړي کشران اطاعت ته رابولي او د اوسنۍ شته ټولنې غوښتنې پرې مني. همداسې ادارې او ټول بنسټونه.

خوشال کې یوه داسې اېډیالوژي تراوسه نه ده څېړل شوې چې د ده د ټولنیز فکر منظومه وڅېړي. دا که د ځینو اروپايي او نورو پوهانو په فکري چوکاټ کې د یو میتود یا موضوع په توګه پېژندل کېږي، دا له خوشال سره جفا ده. سره د دې چې دا کار باید و نه کړو، ځینې اوسني فرضیات هم موږ د خوشال په هکله غلطې ته بیايي. په هر حال، اوس مې خبره دا ده چې خوشال د ټولنیز میراثي موقعیت څخه مزل کولو تجربې پیلوي، ورځي تر څو دا میراثي موقعیت په شخصیتي موقعیت بدل کړي او بیا یې شخصیت نور ابعاد مومي. په دې بهیر کې دی سیاسي، فرهنګي او ټولنیز موقعیتونه څنګ په څنګ، او پرلپسې تجربه کوي. ځکه خو دی په دستار نامه کې همدا باور ښيي چې مشري یو ډول طولي او عرضي تجربې دي چې د بېلابېلو پېښو څخه جوړېږي. دی د مشرۍ پر تجربي بڼه ډېر باور لري هغه څه چې ټولنې همغه وخت په حاکمې فضا کې درلود. خوشال دا درس له ټولنیزو عامو لړیو موندلی وه او ښه یې طی کړی وه.

خوشال ځان د قومي ټولنې استازی باله، هم د میراث له مخې او هم د شخصیتي وړتیاؤ له مخې. هغه د خپلې قومي ټولنې د بقاء او دوام ضمانت په هغو فکرونو او دریځونو کې کته، چې وروسته وروسته یې ترې اېډیالوژیکي اخذونه وشول. دا هرڅه تر جالب ځایه واقعي او عیني ول، هغه نظري، انتزاعي او غیرمحسوسه برخه پکې ډېره کمه او بنسټ کې ده. د همدې لپاره پرته له ډېرو نورو زمینو د خوشال د واقع­پالنې په هکله ځینې خبرې کوي او په سطحي بڼه ځینې مسرې را اخلي. دا واقع­ګرايي هم په مشخصه مانا تر نورو توپیر لري یوازې په کلي مفهوم کې شریکه او سمه ده.

لږ تر لږه په ځینو څرګندو برداشتونو کې خوشال په ټولنه کې هسې وګړی ښکاري چې نور را بولي. نورو ته د بقاء لارې ښيي، د ژوند کولو لپاره قدرت لازمي بولي، واک په هره کچه د اخلاقو سره تړلی پام کې نیسي، د یوې ټولنې د بدلون او سمون، او لا رغېدا لپاره له همغې ټولنې منطق را اخلي او پرې استدلال کوي. یو داسې وګړی چې د ټولنې واقعي او شته ابعاد ورته تصور کې راځي او تر ډېرو نورو ده ته روښانه ښکاري. داسې یو وګړی چې د ټولنې د بنسټونو د شتون اړتیا باندې خبرې کوي، اصلاحات یې ضروري بولي، د انسان واقعي اړتیا پېژني او اصالت هم یوازې انسان ته ورکوي.

د فردي شخصیت جوړېدنې لپاره ځینې مهمې تجربې که هرڅو د مرحلو په توګه وي که د پېښو په توګه اړین دي، مثلا یو ډول مالي استقلال، چې د هغه مهال دا خپلواکي په مال، کښت، ځکمې، او تعامل کې ممکن وه. د وګړي د خپلواکۍ لپاره اړینه ده د ټولنې مهم وګړي او اغېزناک غړي قانع شي او د ټولنیز اعتراف چلند ورسره ولري، چې دا هم له خوشال سره کېده او شوی وه. د یوه مشر او خان د صلاحیت، د آزادۍ او لذت د ښکارېدنې لپاره طبیعي مانورونه اړین ول چې دا له ډېر پخوا تکرارېږي. خوشال له طبیعت سره د ښکار، سیاحت، او سفر له لارې پوره آشنا وه، دا مفهوم جوړونې ده په سوات­نامې، بازنامې کې په څرګند او بیا په ډېرو نورو لیکنو کې کړې دي. کورنی تعامل بله بېلګه وه چې ده دردلوده او خلک یې مشرۍ ته قانع کېدل، او ده ته یې هم دا حس ورکاوه چې دی مسؤل دی او باید وړاندې شي. کورنۍ کې زیات شمېر بچیان، ښځې، مېلمانه او دوستان د ده د ټولنیز ژوند د ستروالي څرګنداوی کاوه.

د ټولنې د انحنا فضا له ځینو نظرونو چې د ټولنې نظریال غړي پرې بوخت وي، پرې شخصیت مومي او هغې فضا کې شته آندونه همغه دی چې په ټولنه کې د شته پوهاوي او اېډیا ټولګې دي، په دې هکله نظر درلودل او په جرئت یې بیانول، او د شته منطق نه یې د لوړاوي لپاره کار اخیستل، هم د خوشال تر ټولو وتلی عادت وه او د ده د مشرۍ او شخصیت په وړتیالوړونه کې یې رول درلود. اوس نو خوشال هغه څوک وه چې په دې توګه هم پلار وه، هم نېکه، هم عالم وه، هم سیاستوال، هم د خپلې ټولنې پر اساساتو پوهېده. نظرونه یې ځکه له نورو سره ډېره نژدې نه راځي یا لرې کېږي چې خپل منطق او ځانګړی نظم لري چې د همغې ټولنې په فضا او تاریخ کې حاکم وه.

خوشال باید له تاریخي مقدماتو او ځانګړیو پوښتنو سره ولوستل او وپېژندل شي. یوازې د ده شعرونه دی نه شي را پېژندلی، تر دې ښه مطالعه یې د منظمو او معقولو پوښتنو مطرح کول دي چې له تاریخي مطالعاتو او ټولنیز درک سره ممکن کېږي. موږ اړ یاستو د خپل تاریخ او د تفکر شویو تجربو ته د لارموندنې لپاره خپلې اوسنۍ هڅې منظمې او دقیقې کړو. هغه مهال به د خوشال سره د اړیکو او خبرو لاره هواره شي. په جدي او د حساب وړ کچه دا فرضیه مطرح کوم چې خوشال نسل ته د جرئت ورکولو، شخصیت روزلو، موقعیت­موندلو او پوهېدلو په برخه کې لازمه مرسته کولی شي. مګر دا ټول هغه مهال چې له وخت سره برابر مو ځینې معقول توپیرونه په هره برخه کې پام کې نیولي وي او نسبي تجربې منلی وشو.

انسان مجله پام کې لري چې په دې مناسبت ځانګړی پروګرام جوړ کړي. د ځینو ناستو او په دې هکله د مطالعې بڼې بحث ته وړاندې کړي چې ورسره د تاریخ او فرهنګ داسې سترې څېرې د موندلو او اړیک­نیولو جوګه شي.

موږ په ټوله اونۍ کې د خوشال د یاد لپاره ځینې لیکنې، مقالې، نظرونه او کالمونه خپاره کړل چې یو ډول د خوشالپوهنې ځانګړی بهیر ورسره پیلېدلی شي.

شریک کړئ